ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې ۳۶ تنه نور کرونا نیولي، ۵ ناروغان مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۳۶مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۵ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

23.01.2021 امریکا غږ

د پښتونخوا حکومت فېس بک ته خواست کړی دغه رسنۍ دې د پېسو ګټلو جوګه وګرځوي

د خېبرپښتونخوا حکومت يادې ټولنيزې رسنۍ فېس بک ته خواست کړی، د نړۍ د ګڼو ملکونو په څېر دې فېس بک ته په پښتونخوا کې هم هغه ځای ورکړي چې خلک ترې د يوټيوب په څېر ګټه کولی شي، د فېس بک او نورو ټولنيزو رسنۍ کاروونکي وايي يواځې د قدغنونو لګولو په ځای بايد داسې نور ګامونه هم واخستل شي.

23.01.2021 ډیوه

خپلو علاقو ته نه ستنول کيږو، د صحت او تعليم اسانتياوې دې راکړل شي، وزيرستاني کډوال

د شمالي وزيرستان کډوال چې د بنو د بکاخېل کېمپ څخه بهر په شاړه کې پاتې کیږي ځانله يې په خپله د پاتې کېدو بندوبست کړی دی، وايي حکومت خو يې بيرته خپلو علاقو ته نه ستنوي، دغلته دې ورته د صحت او تعليم اسانتياوې برابرې کړي.

23.01.2021 ډیوه

ولسمشر غني د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې لیري کړ ـ د چارو اداره

د افغانستان د چارو اداره وايي چې ولسمشر غني د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې څخه لیري کړ او پر ځای یې محمد خالد پاینده د دغه وزارت د سرپرست په توګه معرفي کړی دی.

23.01.2021 امریکا غږ

محب او د امریکا د امنیت شورا سلاکار د افغان سولې په اړه خبرې کړي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا له سلاکار جیک سالیوان سره ټلیفوني خبرې کړي دي.

23.01.2021 امریکا غږ

ټرمپ ته دهړکه، د ايران مشکوک ټويټراکاونټ بند

ټویټر د جمعې په ورځ ویلي، د ايران هغه ټويټر اکاونټ پوخ تړلی د کوم نه چې د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته دهړکه ورکړی شوې وه.

23.01.2021 ډیوه

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې د حکمتیار څرګندونې رد کړې

د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د ځانګړو الوتکو کېنستو.

23.01.2021 امریکا غږ

جېن ساکي: د صدر بایډن حکومت به د ملک دننه د سخت دریځۍ د مخنیوي کوښښونو ته بیا کتنه کوي

صدر بایډن د جمعې په ورځ قامي استخباراتي ادارې، وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي او د قامي سلامتیه ادارې ډپارټمنټ اف هوم لېڼد سکیورټي ته امر وکړو چې د ملک دننه د تندورۍ د خطر په اړه جامع رپورټ وړاندې کړي

23.01.2021 ډیوه

صدربایډن دپاره په کانګرس کې د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ اکثریت اهم بلل کېږي

د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې په سېنټ کې د هغه د واکمن ریپبلېکن پارټۍ اکثریت و خو په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د ډېموکرېټک ګوند غلبه وه. او هم دغه سبب وو چې د کانګرس ایوان زېرین د صدر ټرمپ دوه وارې مواخذه کړې وه

23.01.2021 ډیوه

د امریکې سېنټ د هېواد د دفاع وزیر په حېث د لاییډ اسټېن تقرري منظور کړه

په سېنټ کې لاییډ اسټن په نامزدګۍ بحث کې هغه ویلي دي چې په افغانستان کې د امن په لړ کې به د پاکستان سره همکاري کوي خو په پاکستان به فشار هم زیاتوي چې خپله خاوره د ترهګرۍ دپاره استعمالېدو ته پرې نږدي

22.01.2021 ډیوه

لوید آستن د امریکا د دفاع نوی وزیر شو

د امریکا د متحدو ایالتونو سنا لوید آستن د امریکا د دفاع د وزیر په توګه ومانه.

22.01.2021 امریکا غږ

کاروان

کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.

22.01.2021 امریکا غږ

د اتومي وسلو د استعمال د مخنیوي تړون لازم الاجرا شو

د اتومي وسلو د استعمال د مخنیوي تړون لازم الاجرا شو  د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیرز او د سره صلیب او هلال احمر نړیوالو ټولنو د جمعې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغه ۳) د اتومي وسلو د استعمال د مخنیوي د تړون د لازم الاجرا کېدو هرکلی کړی دی.  په دې مانا چې دا تړون به له دې وروسته عملي کیږي.  دا په تېرو دوو لسیزو کې د اتومي‌ وسلو د مخنیوي او بې وسلو کولو لومړۍ وسیله بلل کیږي. په ملګرو ملتونو کې د نړۍ ۵۱دولتونو دا تړون تائید کړ.  تړون دا دولتونه مکلف کوي چې تر خپل واک لاندې سیمو کې د وسلو ټولو قربانیانو ته صحي، رواني او فزیکي مرستې برابرې کړي. د ښاغلي ګوتیرز ویاندې سټیفن دوچاریک وویل: « د اتومي وسلو له چاودنو او ازموینو څخه ژوندي پاتې شویو کسانو د تراژېدیو په اړه شاهدي ورکړه. همدغه کار د تړون تر شا یو معنوي ځواک و.»  د ملګرو ملتونو په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې د اتومي وسلو لرونکو هیوادونو د بې وسلو کولو مسئله د ملګرو ملتونو لپاره ډېره ارزښتناکه ده.  اعلامیې په ټولو هېوادونو غږ کړی دی چې د دا ډول وسلو د ختمولو لپاره باید بېړني‌اقدامات وکړي او د هغه بشري او محیطي بحران مخه ونیسي چې د دغو وسلو د کارولو له کبله پیدا کیږي.  په اعلامیې کې د ملګرو ملتونو دعمومي منشي له خولې لیکل شوي دي: « نن د بشریت د بري ورځ ده. دا تړون -چې له ۷۵کلونوراهېسې پرې کار روان و- یو ښکاره پیغام لېږدوي چې اتومي وسلې په اخلاقي، بشري او دا دی اوس په حقوقي لحاظ هم د منلو نه دي.»  نوموړي په ټولو هېوادونو غږ کړی دی چې د عمومي امنیت او اجتماعي مصونیت لپاره ګډ کار وکړي.  په همدې حال کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر پېټر ماورېر د هلال احمر د نړیوالې کمېټې سره په ګډې اعلامیې کې ویلي دي: «دا تړون له موږ ټولو یوه پوښتنه کوي: آیا موږ غواړو چې اتومي وسلې بندې شي که نه؟»  د هلال احمر مشر فرانسیسکو روکو وویل: « د اتومي وسلو د بند تړون زموږ د هڅو پيل دی، پای نه دی.» په تولید بندیز؟ په کارولو بندیز؟  دوی د نړۍ د مشرانو او د اتومي وسلو لرونکو هېوادونو څخه غوښتي دي چې په دغه تړون کې چې له اتومي وسلو پاکه نړۍ غواړي ور ګډ شي.  د امریکا او روسیې په ګډون د نړۍ سترو اتومي ځواکونو دا تړون نه دی تائید کړی. 

22.01.2021 امریکا غږ

بایډن د کرونایروس اجرايي فرمانونه لاسلیک کړل

ایډن د کرونا په وړاندې د مبارزې لپاره اجرایي فرمانونه لاسلیک کړل 

22.01.2021 امریکا غږ

پاکستان د احمدي لږکيو امریکايي وېبپاڼه تړي، راپور

پاکستان خپلې ټيلي کميونيکېشن ادارې ته امر کړی چې د امریکا څخه چلېدونکې وېبپاڼه چې د احمدي لږکيو د عقيدي پروپېګنډا کوي دا دې وتړل شي ځکه چې په دې وېب پاڼه د ذهب د سپکاوي د موادو خپرولو تور دی.

22.01.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more