ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د فټ بال عالمي تنظیم فیفا په دویم ځل د پاکستان غړیتوب ځنډولی دی

د پاکستان وفاقي وزیرې ډاکټر فهمیده مرزا تېره اوونې په اسلام اباد کې د یو خبري کانفرنس په وخت فیفا ته اپیل کړی و چې د پاکستان فټ بال فېډرېشن غړيتوب ځنډولو کې دی تادي نه کوي او دوی به راپورته شوې شخړه په سلا مشوره سره حل کړي

07.04.2021 ډیوه

فیفا د پاکستان غړیتوب وځنډاوه 

فیفا د پاکستان غړیتوب وځنډاوه او د فیفا کمیټې ته یې امر وکړ چې د پاکستان د فوټبال د ملي فدراسیون له مقر څخه ووځي. 

07.04.2021 امریکا غږ

کارپوهان: نهرونو د کموالي له امله خېبرپښتونخوا د خپلې برخې اوبه په صحیح توګه نشي استعمالولی

ښاغلی کڼدي وايي " د 1991 نه د اوبو تقسيم شروع شوی دی نو تر کال 2020 پورې خېبر پښتونخوا د اوبو خپل حقوق نه شو استعمالولی، د اېرسا مطابق د خېبر پښتونخوا د ابو برخه 87۔8 ملين اېکړ فيټ وه، خو د خېبر پښتونخوا درې ميلينه فيټ اوبه چې دي هغه نورې صوبې کاروي ځکه چې مونږه سره نهري نظام نيشته دی"

07.04.2021 ډیوه

بربنډو عکسونو اخیستلو کې ښکیل کسان له دوبۍ وشړل شول

دوبۍ هغه میرمنې د هیواده وشړلې چې بربنډ عکسونه یې اخیستې وو

07.04.2021 امریکا غږ

چین د سینکیانګ دوه پخواني چارواکي د جدایي پسندۍ په تور په مرګ محکوم کړل

په شېرزاد باودون دا الزام هم لګېدلی چې «د خپلې لور په واده کې یې غیرقانوني مذهبي فعالیتونه» کړي و.

07.04.2021 ډیوه

روسیه او پاکستان د افغانستان په سولې غږیږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګې لاوروف پاکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر تللی. ټاکل شوې هغه پدې سفر کې د پاکستاني چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکو په هکله خبرې وکړي.

07.04.2021 امریکا غږ

امریکا او ایران په اټومي تړون غیر مستقیمې خبرې مثبتې بللي

امریکایي او ایراني چارواکو په ویانا کې خبرې پداسې حال کې مثبتې بللي چې دواړه اړخونه او د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون نور لاس لیک کوونکي هیوادونه د تړون په بیا ارزونه بوخت دي. 

07.04.2021 امریکا غږ

دبشري حقونو سازمانونه:عمران خان دې دښځو په اړه پخپل بیان بخښنه وغواړي

دبشري حقونو ډلو د وزیراعظم عمران خان له اړخه د جنسي تیریو په اړه بیان نامناسب،دحقیقت څخه لرې ،حساس او خطرناک بللی دهغه څخه یې غوښتنه کړې چې پخپل دغه بیان دقام نه بخښنه وغواړي .

07.04.2021 ډیوه

افغانستان کې څه باندې ۱۰۰زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي څه باندې ۱۰۰زره افغانانو ته د کروناویروس ضد واکسین شوی دی.

07.04.2021 امریکا غږ

پاکستان کې ګراني اؤ بې روزګاري نوره هم زیاتیدی شي،دایي ایم ایف رپورټ

نړیوالې مالياتي ادارې ایي اېم ایف دپاکستان د اقتصاد په هکله خپل خپور کړي رپورټ کې وړاندوینه کړې ده چې د روان مالي کال په مهال به پاکستان کې ګراني اؤ بې روزګاري نوره هم زیاته شي اؤ دګرانۍ دکچې 8.7 فیصدي ته د رسیدلو امکان دی .

07.04.2021 ډیوه

ارزګان کې مېرازګله؛ زده کړې یې نه دي کړي خو د ناروغانو درملنه کوي

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوندو د یو شمېر هغو سیمو اوسېدونکي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، لا هم د تېرو پېړیو د خلکو په څېر د ناروغیو د درملنې لپاره له کورنیو درملو ګټه اخلي او له روغتیايي خدماتو بې برخې دي. ۶۰ کلنه مېرازګله د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړونده شااوخوا ۱۵ کیلو متره لېرې په سرخوم سیمه کې اوسېږي.   د سرخوم دا سیمه غرنۍ ده، د کندهار د نېښ ولسوالۍ تر څنګ پرته ده چې شااوخوا زرګونه کورنۍ په کې مېشتې دي او له تېرو ۶ کلنو راهیسې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.    خو د دې سیمې د ښځینه ناروغانو او د ناروغ ماشومانو سترګې یوازې مېرزاګلې ته دي. مېرازګلې ازادي راډيو ته وویل، که څه هم زده کړې يې نه دي کړي، خو بیا هم هره ورځ د یو شمېر ښځو سره د نسايي ستونزو تر څنګ دوی سره په نور روغتیايي برخو کې مرستې کوي. نوموړې زیاتوي چې د لېرې سیمو خلک چې په کور کې نسايي ناروغ ولري، نو دې ته راځي: "زه چې کوچنۍ را لویه شوې یم، زما دغه کار دی، شپه او ورځ مې پر کور نه ده، د شپې په پښو مزلونه کوم او تر هغو ښځو ځان رسوم چې نسايي تکلیف ولري. یو شمېر خلک بیا موټر لري، له سیمو  يې د شپې راپیسي راولي او بیا ورسره ځم." مېرازګله د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي خو له ازادي راډيو سره يې دا خبرې هغه مهال وکړې چې ترینکوټ ښار ته د خپلوانو کره تللې وه.    د مېرازګلې په وینا، اوس دا له تجربو پوهېږي چې د ښځو سره د نسايي ولادي په برخه کې څنګه لومړنۍ مرستې وکړي او هغه ښځې چې ناروغي يې شدیده وي هغوی ولایتي روغتون ته لېږي. د ارزګان ولایت د لېرې پرتو سیمو خلک ځکه د خپلو کورنیو د نسايي ولادي ناروغانو درملنه په کلي کې د مېرزاګلې په مرسته کوي چې له یوې خوا یې اقتصاد کمزوری دی او له بلې خوا روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.    مېرازګله وايي، د ښځو ترڅنګ د کوچنیانو درملنه هم کوي: "زه د ماشومانو درملنه هم کوم، خلک خپل ماشومان را ولي چې د چاه ژبۍ ورته پورته کړم،د چاه اډي ورپورته کړم." د دې سیمې اوسیدونکې ملالۍ چې مېړه يې په جګړه کې وژل شوی او دا ترینکوټ ښار ته راکډه شوې ازادي راډيو ته وايي چې د ترینکوټ ښار په لېرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو د کموالي له امله او د کلتوري محدودیتونو لا هم ښځې په کور کې د تیرې پیړۍ د ښځو په څېر ژوند لري. نوموړې وايي: "کله به چې زکام و، یا به مو تبه وه، نو سپېرکۍ، به مو خوراک وو، توره ارېړه به مو خوراک وه، یا به مو تاریاک خوړل، دا زموږ درمل وو."  د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پر اساس په ارزګان ولایت کې ۶۳ روغتیايي مرکزونه شته او د ناروغانو پر مخ پرانېستي دي.   روغتیا پالان د مېرزاګلي هڅې د ښځو سره د نسايي ولادي برخه کې ستايي او وايي، له ښځو سره د نوموړې مرسته ډېره ګټوره ده.    په پلازمېنه کابل کې په خصوصي روغتون کې د نسايي ولادي برخې متخصصې ډاکټرې نوزیې ستانکزۍ‍ ازادي راډيو ته وویل چې دولت ته په کار ده چې لېرو پرتو سیمو کې چېرته چې روغتیايي خدمات کم دي، داعیانې او قابله ګانې له ښځو سره د نسايي ولادي برخه کې مرسته کولای شي او ډېرې باید وروزل شي.    دا وايي: "یو شمېر ولادتونه ځینې ستونزي لري، یو شمېر ښځې چې ماشوم یې پیدا شي پلازنتا ورڅخه نه لېرې کېږي، خو بیا يې موږ د درملو په زور ترې لېرې کوو، خو دغه داعیانې یې د تجربې په واسطه لېرې کوي، د داعیانو کار زیات ګټور دی."   مېرازګلې ازادي راډیو ته وویل چې پر زړه یې تر ټولو لوی ارمان زده کړې دي چې نه یې دي کړي.  دا وايي، که یې زده کړې کړې وای، د ښځو او ټولنې لپاره به یې ډېر خدمت کړی وای.   

07.04.2021 ازادي راډیو

روسیه وایي افغانستان کې په خرابېدونکي وضعیت اندېښنې لري

د روس دبهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف کې دجګړو اؤ اړي ګړي په زیاتیدو اندېښنه ښودلې اؤ وایي دافغانستان شخړه یوازې دسیاسي خبرو اترو دلارې هواریدی شي.

07.04.2021 ډیوه

شهرزاد اکبر: د ترکیې د غونډې اجنډا په اړه خلکو ته معلومات ندي ورکړل شوي

د ترکیې د غونډې د جوړېدو په درشل کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د دغې غونډې د اجنډا په اړه له خلکو سره د معلوماتو په نه شریکولو انتقاد کړی دی.

07.04.2021 امریکا غږ

داعش په شام کې 19 کسان تښتولي

د ترهګرې ډلې داعش سره تړاو لرونکو تندلارو د شام د منځنۍ علاقې نه لږ تر لږه 19 کسان تښتولي چې زياتره يې ملکي وګړي دي، دغه خبره د شام سرکاري مطبوعاتو او د څار ادارې کړې ده.

07.04.2021 ډیوه

کابل او ننګرهار کې بریدونه؛ درې کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل او ننګرهار کې د وسله‌وال برید او ماین چاودنې په دوو جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

07.04.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more