هغه قبیله چې شهزاده فیلیپ یې خدای ګاڼه
د ارام سمندر په یوې لرې پرتې جزیره تانا کې یوې قبیلې چې د بریتانیا د ملکې میړه یې خپل خدای ګاڼه او د هغه عبادت او پرستش یې کاوه، د هغه د مړینې وروسته یې د ماتم مراسم پیل کړي دي.
بایډن امریکایي ځواکونه د سپتمبر تر ۱۱ له افغانستان څخه وباسي – رپوټ
د امریکا جمهور رئیس جو بایډن، په پام کې لري چې د روان کال د سپتمبر تر ۱۱پورې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
رپورټ: صدربایډن به امریکايي ځواکونه د سېپټمبر په ۱۱ نېټه د افغانستان نه ستنوي
واشنګټن پوسټ ورځ پاڼې په دې اړه په خپل رپورټ کې وویل چې توقع ده چې صدر بایډن به د شورو، چهارشبنې، په ورځ په سېپټمبر کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د راویستلو رسمي اعلان وکړي
د استانبول غونډه د اپریل په ۲۴مه پیلیږي - ترکيه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان د سولې په هکله کنفرانس د اپریل له ۲۴څخه د مۍ میاشتې تر څلورمې نیټې پورې په استانبول کې ترسره کیږي.
انجیو هڅه کوي د چین لخوا د خلکو اجباري اقرارونه په ټي وي خپاره نشي
واشنګټن – د سویډڼ د بشري حقونو فعال پیټر ډېلن د چین په دولتي ټي وي سي سي ټي وي باندې ښکاره شو او وویل، هغه "د چین حکومت ته ضرر رسولی." او "د چینایانو احساسات یې ژوبل کړي دي." نوموړي دغه څرګندونې د پېکنګ په یو توقیف ځای کې د دوو اونیو پوښتنو ګروېږنو وروسته کړې دي. اوس په مډریډ کې د سېف ګارډ ډیفنډر په نامه د یوې انجیو مشر د چین لخوا په ټي وي باندې د خلکو د اقرار کولو پرضد غږ پورته کړی. ډېلن یو نړیوال کمپاین پیل کړی چې په دولتي سي سي ټي وي باندې د اجباري اقرارونو مخه ونیسي. ډېلېن امریکا غږ ته وویل، د ولسمشر شي جېن پېنګ لپاره "دا ډېر مهم سیاست دی چې د چین نرم ځواک ( سافټ پاور) پراخ کړي، او دا مفکوره چې چین ښه راپور ورکوي او ددې کار لپاره دوی رسنیو او دوی د ټي وي چینلونو ته اړتیا لري لري." هغه وړاندې وویل، "دوی کولای شي همداسې اقرارونو خپاره کړي او ښايي خپل لایسنس له لاسه ورکړي او یا هم داسې څرګندونې بندې کړي او د خپلو خپرونو لایسنس وساتي. خو په پایله کې به دوی هڅه وکړي د خپلو ټي وي ګانو لایسنسونه وساتي چې پرې خپل کار ته دوام ورکړي." په فیبرورۍ کې د افکام په نامه په برتانیه کې د رسنیو د تنظیم ادارې د چین د سي سي ټي وي د یوې بهرنۍ څانګې سي جي ټي ان لایسنس واخېسته ځکه دوی وموندله چې د لایسنس درلودونکی ایډېټوریل مسولیت نه لري بلکه هر څه د چین د کمیونېسټ ګوند لخوا کنټرولېږي. د امریکا د کمیونېکېشن فدرالي کمېشن په مارچ کې ویلي وو چې دوی د هسپانیې د یوې انجیو پر هغه شکایت باندې غور کوي چې سي جي ټي ان او سي سي ټي وي فور د خبریالانو، وکیلانو، د انجیو له کارکونکو، د بشري حقونو له فعالانو او نورو داسې فعالانو څخه په زور سره د اقرار کولو په خپرولو سره د امریکا د کمیونېکېشن د فدرالي کمېشن قوانین مات کړي دي. دوی ویلي وو چې اکثره دغه ډول کسان شکنجه شوي هم دي. د فرانسې د رسنیو تنظیمونکې ادارې (هاي اډیو وېژول کونسل) په اپرېل کې ویلي وو چې دوی هم د ډېلن له انجیو څخه د چین د نړیوالې رسنۍ (سي جي ټي ان) په اړه شکایتونه ترلاسه کړي دي. د اپرېل په اومه نېټه د سي جي ټي ان رسمي ویب پاڼې ډېلن د چین ضد جنګیالی دی. ډېلن زیاته کړه، "د چین او لویدیځو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې یو لویه ستونزه دا ده چې چین غواړي د نړیوالې ټولنې برخه شي او له دې څخه ټول امتیازات ترلاسه کړي خو معیارونو ته باید پابند نه کړای شي." ډېلن وړاندې وویل، د چین دغه چلند د لویدیځ لخوا هڅول شوی ځکه "مونږ ورسره حساب نه کوو." د مخالفینو پرضد اقدامات: ډېلن په بهرنیو مخالفینو کې د ولسمشر شي د پابندیو له قربانیانو څخه یو دی. د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په دریمه نېټه چارواکو دی په پېکنګ کې له خپل کور څخه د تحقیقاتو مرکز ته له ځانه سره یوړ. هغه مهال هغه له چینا اکشن په نامه له یو تنظیم سره کار کاوه چې په چین کې یې د بشري حقونو له وکیلانو سره اوږه کاله مرسته کوله. څه باندې دوه اونۍ وروسته ډېلن په سي سي ټي وي بانې راښکاره شو. هغه امریکا غږ ته وویل، چې هغه دوه اونۍ دی تر سختې څآرنې لاندې په یو ځآنګړي ځای کې ساتل کېده او له خپل سفارت سره اړیکې نیولو ته نه پرېښودل کېده. ډېلېن ګارډین ته ویلي، د هغه له ګوتو سره یې مزي تړلي وو او په یوې وړې کمرې باندې یې د تحقیقاتو پر مهال سترګې څارل کېدلې. په سېډني کې د چینايي زده کړو یو پروفیسر فینګ چانګي د استرالیا رسنیو ته ویلي، د چین خفیه پولیس د پلټنو دغه مرکزونه چلوي او په دې مرکزونو کې بندي کسان په مسلسله توګه تر پوښتنو لاندې وي، خوب ته نه پرېښودل کېږي او ډول ډول شکنجه کېږي. ډېلن د اقرار کولو وروسته پټې سترګې په یوې الوتکه کې سویډن استول شوی او تر لسو کلونو پورې سفري بندیز لګېدلی. ډېلن وویل، "په ټي وي باندې داسې اقرارونه د سیاسي ترهګرۍ یوه بڼه ده." ډېلن وویل، "له همدې امله دا مهمه ده چې پرضد یې ودرېږو او جګړه وکړو." د ډېلن انجیو د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کې داسی یو راپور خپور کړ په کوم کې چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د ۴۵ داسې جبري اقرارونو ارزونه شوې وه په کوم کې چې دا ډول کسان په دوامداره توګه ګواښل شوي او شکنجه شوي وو. ډېلن دا هم وویل، چې د هغه هدف دا نه دی چې دغه چینايي رسنۍ وتړي بلکه هدف دا دی چې په دوی فشار راوړل شي چې داسې جبري اقرارونه دې په رسنیو نه خپروي او دوی فکر کوي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره یې اوږد واټن وهلي. ډېلن وايي، دی خوښ دی چې د رسنیو د تنظیم کونکو لخوا په امریکا، برتانیې او نورو ځایونو کې مثب غبرګون ترلاسه کوي.
د امریکې خاجه وزیر به د نېټو مشرانو سره د افغان امن په موضوع خبرې کوي
مریکايي مامورین د خپلو اتحادیانو سره د افغانستان په اړه خبرې په داسې حال کې کوي چې امریکايي صدر جوبایډن ویلي چې د می د لومړۍ نېټې پورې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وېستل په مشکل وي
روژه په انځورونو کې؛ د نړۍ لروبر کې 'د اسلام مبارکې میاشتې' پیل
نن سې شنبه د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو کې لومړۍ روژه ده. افغانستان عموماً له سعودي عربستان سره یو ځای روژه اعلانوي، خو ځینو هېوادونو کې به چارشنبه لومړۍ روژه وي.
کرونا یو ځل بیا روژه اغیزمنه کړې
په اسلامي هیوادو کې د دوهم کال په مخه کرونا پر روژې او په دې میاشت کې د خلکو پر عبادت سیوری غوړولی دی. په ډیری اسلامي هیوادو کې د جماعت لمنځونو پرمهال سخت تدابیر وضع شوي او د پیرلو په وخت باید خلک روغتیایي لارښوونو ته جدي توجه وکړي، خو داسې هیوادونه هم شته چې روغتیایي لارښونو ته پکې ډیره پاملرنه نه کیږي، په دې راپور کې مو د یوشمیر نورو هیوادو ترڅنګ افغانستان ته مخه کړې.
روسیې د امریکا او اروپا په وړاندې له ایران څخه ملاتړ اعلان کړ
پداسې حال کې چې د ایران او لویدیځوځواکونو ترمنځ د ۲۰۱۵کال اټومي تړون سره د امریکا د بیرته یو ځای کیدو لپاره هڅې روانې دي، روسیې د امریکا او اروپا پر وړاندې د ایران له موقف څځه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
په پاکستان کې د تحریک لبېک ډلې د پلویانو په احتجاج کې درې کسان وژل شوي
سعد حسن رضوي د ګل/دوشنبې په ورځ پس له دې ونیول شو چې هغه په پلويانو غږ کړی و چې حکومت ورسره لوظ نه دی پوره کړی او که د 20 اپرېل پورې يې د فرانس سفير د ملک نه بهر نه کړو نو لاهور نه به اسلام اباد ته لاريون کوي
روسیه امریکا ته: له کریمیه څخه خپلې جنګي بیړۍ لرې وساتئ
روسیې تورې بحیرې ته د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د جنګي بیړیو د استولو په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي د کریمیه ټاپووزمې ته نژدې نشي.
وتلي فلمي ستوري امان خپلې دفلمي نړۍ خاطرې په کتابي بڼه خپرې کړې
دپښتو فلمونو وتلي ستوري امان دنیمې پیړۍ نه زیاته موده په فلمي نړۍ کې تیره کړې اؤ اوس یې د ژوند دغه تجربې ،مشاهدې اؤ یاداښتونه په کتابي شکل کې مخې ته راوړي دي.
دپښتونخوا حکومت نه ویستل شوي وزیران بیا حکومت کې شامل کړی شول
دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلی محمود خان په ضد دسازشونو په تور تیرکال دهغه دحکومت نه ویستل شوي دوه صوبایي وزیران عاطف خان اؤ شکیل خان سره دنورو دوؤ نوؤ وزیرانو یو ځل بیا په صوبایي کابېنه کې شامل کړل شوي دي.
طالبانو په تیرو درې اونیو کې ۶۰ ملکیان وژلي ـ کورنیو چارو وزارت
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو د ۱۴۰۰ کال د وري میاشتې په لومړیو ۲۲ ورځو کې ۶۰ ملکي وګړي وژلي او ۱۶۴ نور يې ټپیان کړي دي.
دانش: د مصالحې شورا طرحه د استانبول غونډې ته د وړاندې کولو وړ نه ده
سرور دانش د ملي مصالحې د عالي شورا د سولې د طرحې په مسودې جدي انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې دا طرحه د استانبول غونډې ته د وړاندې کولو وړ نه ده.