ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اروپا ته په لار د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې، ۲۱تنه مړه شوي 

په تونس کې چاروکي وايي اروپا ته په لار د مدیترانې په اوبو کې د کډوالو یوه بېړۍ ډوبه شوې ده او شاوخوا ۲۱ تنه مړه شوي ‌دي.

16.04.2021 امریکا غږ

افغانستان نه د امریکايي عسکرو د ویستلو اعلان د "نا امنۍ ډېرېدو ویره" پارولې

د بشري حقونو د څار نړیولا سازمان د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومت څخه غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو، ولسي خلکو د حفاظت، تعلیم، روغتیا او مطبوعاتونو ننګ کول خپل لومړيتوب وګڼي.

16.04.2021 امریکا غږ

دنورو وزیرانو ترڅنګ عمران خان‌ په څلورم ځل دخپل حکومت دخزانې وزیر بدل کړو

دعمران خان د حکومت د درېوؤ کالو نه کمه موده کې په څلورم وار هم د خزانې وزیر بدل کړل شوی اؤ اوس دا منصب د حماد اظهر پځائ د پوځي امر پرویز مشرف د واکمنۍ په دور کې د خزانې وزیر شوکت ترین ته سپارل شوی.

16.04.2021 ډیوه

پاکستان کې د کرونا ویروس تازه پېښو کې ۱۱۰ تنه مړه شوي

په پاکستان کې چارواکي‌ وايي‌ چې د کروناویروس له کبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ تنه مړه شوي‌ دي.

16.04.2021 امریکا غږ

پاکستان کې په کرونا وایرس110نور کسان مړه شوي،د4000 ناروغانو وضعیت اندېښمن

پاکستان کې په کرونا وایرس دخلکو داخته کېدو اؤ دمړینې لړۍ دتم کیدو نوم نه اخلي اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې نور 110 کسان په دې وایرس مړه شوي دي.

16.04.2021 ډیوه

د امریکا په انډیانا کې یو وسله وال اته کسان وژلي

د امریکا متحده ایالاتو کې په انډیانا ایالت کې یو کس په ډزو اته کسان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

16.04.2021 امریکا غږ

پاکستان د څو ساعتو دپاره په ټولنيزو رسنيو بندېز لګولی

په پاکستان کې د کورنيو چارو د وزارت په سپارښتنه د مواصلاتو ملي ادارې (پي ټي ای) په ملک کې د څو ساعتو دپاره په ټولنيزو رسنيو بندېز لګولی دی.

16.04.2021 ډیوه

افغانستان او ترکمنستان د تاپي پروژې امنیتي پلان لاسلیک کړ

د افغانستان د ملي امنیت شورا ايي، د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي پروژې امنیتي پلان لاسلیک شو.

16.04.2021 امریکا غږ

مصري معماران له داعش سره جګړه کې وران شوی د موصل لرغونی جومات رغوي

د مصري ودانګرو (معمارانو) یوې ډلې د عراق د موصل ښار د لرغوني النوري جومات د رغولو دواطلبي ګټلې ده. دا جومات په ۲۰۱۷ کال د عراقي ځواکونو لخوا د اسلامي دولت (داعش) له وسله والو د موصل ښار د پاکولو د عملیاتو پر مهال د دغو وسلوالو لخواو ویجاړ شوی و.

16.04.2021 BBC

پاکستان د امریکا د اعلان هرکلی کړی چې د افغانستانه ځواکونه اوباسي

د پاکستان د پوځ مشر د امريکې د صدر د اعلان هرکلی کړی چې د افغانستان نه د ستمبر د مياشتې پورې امریکايي ځواکونه اوباسي. د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د بهرنيو ځواکونو وتل دې د سولې د پروسې سره سمون ولري.

16.04.2021 ډیوه

غني: افغانستان د سقوط مرحله کې نه دی، ځواکونه مو د دفاع وړتیا لري

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې افغانستان د سقوط په مرحله کې نه دی.

16.04.2021 امریکا غږ

د امریکې اتحاديانو هم د افغانستان نه د وتلو اعلان کړی

د واشنګټن د اعلان وروسته د امريکې اتحاديانو هم د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو اعلان کړی دی چې د راتلونکې مياشت نه به د افغانستانه د ځواکونو ويستل پېل کړي.

16.04.2021 ډیوه

د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

15.04.2021 امریکا غږ

د هند او پاکستان استخباراتي چارواکو په دوبۍ کې ملاقات کړی. رایټرز خبري ادره

خبري ادارې رایټرز په یو تازه رپورټ کې ویلي دي، چې د هند او پاکستان استخباراتي ادارو اعلا چارواکو د روان کال جنورۍ په میاشت کې په دوبۍ کې لیدلي او د ملاقات نه باخبره سرچینو ویلي دي چې ددې هڅو مقصد ددواړو هېوادونو ترمنځ د کشمیر په مسله د زیات شوې پوځي تاوتریخوالی راکمول دي. دا ملاقات په کال 2019 کې په کشمیر کې د هند په پوځ د برید او ددې په غبرګون کې د هندي جنګي الوتکو لخوا د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د بمبارۍ او ددې په پایله کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د سفارتي اړیکو ماتېدو وروسته په اول ځل شوی دی.  رایټرز خبري ادارې خپل رپورټ کې ویلي دي چې د متحده عرب اماراتو د واشنګټن لپاره سفیر یوسف ال اوتېبه په سټېنډ فورډ پوهنتون کې د شورو یا چارشنبې په ورځ یو وېبنار ته د وینا پر وخت ښکاره کړه چې یو ای اي د کشمیر په مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ د پورته شوي تاوتریخوالي راکمولو او د ډزبندۍ لپاره خپل رول لوبولی دی. د امارتو سفیر هیله ښودلې چې دا خبرې به د سفارتي اړیکو په ځای کولو او   او تعلقات صحت منده کچې ته راوستلو کې مرسته وکړي.  اوتېبه ویلي دي چې داسې ملاقاتونه کېدې شي دوي ښه دوستان جوړ نه کړي خو وايي دومره به وشي چې دوي تعلقاتو ته فعاله وي، څه عملي ګامونه پورته کړي او د یو بل سره خبرې کوي. هند او پاکستان په دې اړه څه غبرګون نه دی ښودلی؟ د پاکستان او هند د چارو په اړه دفاعي څېړونکې عائشه صدیقي ویلي دي چې د دواړو هېوادونو مشران د تېرو څو میاشتو راهیسې د یو بل سره په بیلا بیلو هېوادونو کې ملاقاتونه کوي. عایشه صدیقي انډېپېنډنټ اردو ته ویلي دي چې د هند او پاکستان لوړ رتبه چارواکو په تهايي لېنډ، دوبۍ او لندن کې څو وارې ملاقاتونه کړي دي خو چېری هم په حکومتي کچه د داسې ملاقاتونو خبره نه ده شوې، په دې وجه دې ته څه نوم نشي ورکول کېدلی البته دا ویلی شو چې هو اړیکې یې جوړې شوي دي. د امریکا پخواني صدر ډانلډ ټرمپ دوه وارې دواړو هېوادونو ته د خپل مېنځي تعلقاتو سمولو لپاره د مېنځګړتوب وړاندیز هم کړی وو خو په دې اړه څه مثبته پرمختګ نه وه لیدل شوې. د پېښور پوهنتون د عالمي چارو د څانګې پخواني مشر او څېړونکي اعجاز خټک په دې اړه ویلي دي چې داسې ملاقاتونه ښه خبره ده خو ددې دا مطلب نه دی چې ګنې ستونزې حل شوې. خو که خبرې شورو شوې نو کېدی شي په تاوتریخوالی کې لږ څه کمی راشي او حالات ښه شي.  په دی وروستیو کې دواړه هېوادونه د کشمیر په مسله د یو بل په ضد لا نور  د یو بل سره په ترڅ شوي، هند د کشمیر آئیني حېثیت بدل کړی او په کشمیر یې قانوني واک لا نور مستحکمه کړی او پاکستان هم داسې سرحدي نقشه خپره کړی وه چې پکې یې د کشمیر دواړه برخې خپله برخه کې ښودلی وې. د هند او پاکستان ترمنځ په استخباراتي کچه د ملاقات دا خبرې په داسې مهال خپرېږي چې په سیمه کې هم نوې سیاسي او سټراټیجيک پرمختګونه روان دي.  د امریکا صدر جو بایډن د یولسم ستمبر او نېټو روان کال اخره پورې د خپلو ټولو ځواکونو وېستلو اعلان کړی دی. د پېښور پوهنتون د امن او مزاعاتو د چارو د څانګې یو استاد پروفېسر جمیل چترالي وي او ای ډیوه ته ویلي دي چې راتلونکې څو میاشتې د سیمې د پاره ډېرې مهمې دي او د هند او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې به د افغانستان د سولې لپاره هم ښې وي ځکه چې دواړه بیا په هلته هم یو بل ته ولاړ وي. جمیل چترالي وايي چې کله د هند او پاکستان ترمنځ شخړې موجودې وي نو پاکستان کې لیدلی شوي دي چې د کشمیر په نوم ډلې جوړېږي او دغه ډلې بیا په افغانستان کې هم فعالیتونه کوي.

15.04.2021 ډیوه

ناټو پوځيانو وتل افغانستان کوم لوري ته بيايي؟

د امريکا جمهورريس جو بايډن د سپینې ماڼۍ د روزوويلټ-ټريټي خونې څخه ، له افغانستان څخه د خپل هېواد د ټولو سرتېرو وتل اعلان کړل.  نژدې شل کاله مخکې له همدې خونې د هغه وخت جمهورريس، جورج ډبليو بوش د ترهګرۍ پرضد د جګړې پيل اعلان کړی و چې پر بنسټ يې پر افغانستان بريد پيل شو. بايډن ويلي، د ۲۰۲۱ م کال د سپتمبر يولسمې نېټې پورې به ټول امريکايي سرتيري له افغانستان څخه ووځي اود امريکا دا تر ټولو اوږد جنګ به پای ته ورسيږي. خو آيا د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به ريښتيا هم افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي؟ په دې راپور کې همدې موضوع ته کتنه شوې.

15.04.2021 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more