په کانګرس د برید پلټنه؛ د دموکراتانو او جمهوريت غوښتونکو اختلاف
ټاکل شوې چې د جمهوريت غوښتونکو ګوند غړي د هغې لایحې مخه ونیسي چې د جنورۍ په شپږمه نېټه د کانګرس په ودانۍ د برید د پلټنې لپاره یو هیئت ټاکي.
د نوښار ځايي صنعتکار د رشکۍ سي پېک اقتصادي زون په څېر اسانتياوې غواړي
د پاکستان وزیراعظم عمران خان دعوه کوي د ملک اقتصاد په سم لوري روان شوی، او د نورې پرمختيا دپاره بهرنۍ پانګونې او د بهر سره سوداګرۍ سېوا کولو ته اړتيا لري.
د کرونا ویروس تازه پېښو کې ۱۸ افغانان مړه شوي
د افغانستان روغتیا وزارت په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۹۷۷ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۸ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
محقق: طالبان سولې ته لیوالتیا نلري او موږ هم ځانونه چمتو کوو
په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر غني ارشد سلاکار او د افغانستان خلکو د وحدت اسلامي ګوند مشر حاجي محمد محقق وايي، طالبان سولې ته لېوالتیا نلري او په وینا یې هغه سولې او جګړې ته چمتووالی نیولی دی.
شمالي وزيرستان: په هدفي وژنو کې درې تنه وژل شوي يو ټپي شوی
د خېبربښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د تيرې شپې راهسې په هدفي وژنو کې درې تنه وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
ملګرو ملتونو بېځایه شویو افغانانو سره مرستو لپاره ۱۲۳ میلیون ډالر غوښتي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره یا (UNHCR) عملیاتي مرستیال رئوف مازو له افغانستان سره د کډوالو او بېځایه شوو کورنیو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د زیاتوالې غوښتنه کړې ده.
ايټمي قوت او د وسلو په زغل کې شامل پاکستان دې زياته پاملرنه د ولس ژوند ته وکړي، څيړونکي
پاکستان 23 کاله وړاندې د 1998 په 28 مې کامیابې ايټمی ازموينې کړې وې او د ايټمي وسلو په زغل هېوادونو کې شامل شوی په کومو کې چې د پاکستان ګاونډي هند هم شامل دی، څيړونکی وايي ايټمي قوت او د وسلو په زغل کې شامل پاکستان بايدزياته پاملرنه د ولس ژوند ته وکړي .
په 18 کاله کې دې واده لازمي شي، په سيند اسمبلۍ کې قانوني مسوده جمع کړی شوې
د پاکستان د سيند صوبې په اسمبلۍ کې د متحده مجلس عمل (اېم اېم ای) منتخب د جماعت اسلامي غړي د واده لازمي کولو دپاره يوه قانوني مسوده جمع کړې ده.
هلمند کې پر یو کور د راکټ لګېدو درې ملکي وګړي وژلي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر کور د طالبانو د راکټ لګېدو له امله نهو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سټولټنبرګ: افغان ځواکونه خپل امنیت سمبالولی شي
په افغانستان کې د نړيوالو اتحادي ځواکونو نېټو مشر سټولټنبرګ ويلي افغان ځواکونه اوس دومره پیاوړي دي چې هغه د نړيوالو ځواکونو پرته هم په خپلو پښو ودرېدلی شي.
وټس اېپ وايي د هندوستان نوي قوانين د اېپ د استعمالوونکو د رازدارۍ خلاف دي
د حزب اختلاف کانګرس پارټۍ ترجمان ابهیشک مانو سنګوي د سوشل میډیا دپاره نوي قوانین د رای د ازادۍ او د تخلیق دپاره د هغه په وېنا انتهايی خطرناک دي او وايي دغه قوانین نافذ کول به ډیر احتیاط غواړي
افغانستان نه د ځواکونو وتل؛ د امریکا الوتکه لیږدونکې کښتۍ منځني ختیځ ته ځي
تمه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوېډ آستن، نن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولي ۵) په اسیا-ارام سمندر کې د خپلې یواځنۍ الوتکه لیږدونکې کښتۍ د انتقالولو تصمیم منظور کړي.
پاکستان: د افغانستان دننه او بهر یو شمیر عناصر د سولې مخالفت کوي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د افغانستان دننه او بهر " یو شمیر عناصر" شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي.
د توکیو المپیک کې د کرونا د نویو بڼو د خپریدو د احتمال خبرداری ورکړل شوی
د جاپان د ډاکترانو د اتحادیې رئیس خبرداری ورکړی چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د توکیو د المپیک لوبو جوړیدل ښایي د کروناویروس د نويو ډولونو او یا په بشپړه توګه د یو نوي ویروس د رامنځ ته کیدو سبب شي.
کرونا وبا د نړۍ قرضونه زیات کړي
د انسټېټیوټ اف انټرنېشنل فاینېنس د شمېرو ترمخه د ۲۰۱۹ د اخیرۍ ورځو راهسې بېلا بېلو حکومتونو د ۳۰ ټرېلین ډالرو پورې قرضې اخیستې دي