هلمند کې د پوځي عملیاتو پای؛ '۷۰۰ طالبان وژل شوي دي'
په هلمند کې د افغانستان د پوځ مقامات وايې چې د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره يې پوځي عملیات پای ته رسولي او د ښار د امنیت په اړه اندېښنې رفع شوي دي.
د افغانستان نه د ځواکونو ويستلو د ساتنې دپاره، ښايي امریکا جهازونه وړونکې بېړۍ منځني ختيځ پله بوځي
د امریکا د دفاع دوه چارواکو وي او اې ته ويلي هيله څرګنديږي چې د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټېن نن د زیارت په ورځ منظوري ورکړي چې د امریکا جهازونه وړونکې بېړۍ د اسيا پېسفک څخه منځني ختيځ ته بوځي.
بایډن استخباراتي بنسټونو ته: ۳ میاشتو کې دننه دننه د کرونا ویروس منشا ومومئ
د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د خپل هېواد له استخباراتي بنسټونو وغوښتل چې د کرونا ویروس د منشا د موندلو لپاره خپلې څېړنې دوه برابره زیاتې کړي. جو بایډن د چهارشنبې (د غبرګولي ۵مه) په ورځ له دې ادارو وغوښتل چې د درېیو میاشتو په ترڅ کې د خپلو موندنو راپور ورکړي. ولسمشر بایډن په خپاره کړي بیان کې ټینګار کړی دی چې تردې دمه ترلاسه شوي معلومات بشپړ نه دي، څو څرګنده شي چې کرونا ویروس له څاروي انسان ته لېږدیدلی که له لابراتواره بهر خپور شوی دی؟ د متحد ایالاتونو ولسمشر د خپل هېواد له ټولو لابراتوارونو هیله وکړه چې په دې تحقیقاتو کې مرسته او همکاري وکړي. جو بایډن له چینه وغوښتل چې د نړیوالو تحقیقاتو د پرمختګ لپاره چې د کرونا د خپرېدو د منشا لپاره یې کوي، مرسته او همکاري وکړي. په بیان کې وړاندې راغلي، ښایي د کرونا اصلي سرچینه کله هم پيدا نه شي. د امریکا ولسمشر په دې برخه کې د نتیجې د نه موندلو یو علت پېکنګ بولي چې له نړیوالو تحقیقاتو سره په دې برخه کې سمه همکاري نه کوي. جمهوري غوښتونکو او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا نظر خپور کړ چې د کرونا ویروس د یوې پېښې په ترڅ کې له لابراتواره سرایت کړی او له حیوانه انسان ته نه دی لېږدیدلی. امریکایي چارواکي لا هم د کرونا د خپرېدو په برخه کې دا شک لري چې له لابراتواره خپور شوی وي. ولسمشر بایډن وایي، امریکا به له هغو هېوادونو سره چې په نړۍ کې ورته نظر لري پر چین فشار راولي، څو د شفافو تحقیقاتو په ترسره کولو کې همکاري وکړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د سې شنبې په ورځ وویل چې واشنګټن په دې برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د نویو تحقیقاتو ملاتړ کوي، دې زیاته کړه چې اغېزمنې څېړنې په کار دي، چین باید ګام راواخلي او اجازه ورکړي چې د کرونا ویروس اصلي علت معلوم شي. کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د دوه زره نولسم کال په دسمبر میاشت کې د چین له ووهان ښاره نورې نړۍ ته خپور شو.
سپینه ماڼۍ:د سولې هڅو کې د افغانستان د حکومت او ولس سره په ټینګه دریږو
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ټینګار کوي چې متحده ایالات به د افغانستان نه د ځواکونو تر ایستلو وروسته هم د افغانستان د حکومت او ولس سره ولاړ وي.
په کابل کې د اسټرېلیا سفارت به دا هفته وتړل شي
مورېسن وویل "د امنیت په زیاتېدونکي غېریقیني چاپیریال" کې د سفارت د عملي دپاره په افغانستان کې پاتې کېدل به محفوظ نه وو. د وي او ای رپورټ وايي د امنیت په خاطر په کابل کې د اسټرېلیا د سفارت کره ځای نه ښودل کېږي
پولیسو په عراق کې د ایراني پلوه ملیشو جګپوړی مشر نیولی
په عراق کې پولیسو د حشد الشعبي د وسله والې ډلې یو جګپوړی قوماندان پدې تور نیولی چې د دیموکراسۍ د ملاتړي خوځښت د یو فعال د وژلو پلان یې ترتیب کړی و.
د حکیم الکوزي وروسته، هندي مرشد د کرونا وبا درملو جوړولو ادعا کړې
هندي ډاکترانو د هیواد په هریانا ایالت کې د یو هندو مرشد له خوا د بوټو څخه د جوړ شویو درملو وړیا ویش غندلی دی.
قرېشي: په تېرو کلونو کې پاکستان د امریکې سره تعلق کم او چین سره زیات شوی
شاه محمود قرېشي زیاته کړه چې د پاکستان د پوځې مرستې اوتربیه پروګرامونه او اتلافې فنډونه تړلې شوې خو د اقتصادې شراکت، سوداګرۍ او د سرمایه کارۍ په شان برخۍ شته چې پاکستان او امریکا پکې همکاري کولی شي
پنټاګون د افغانستان نه د امریکا د پوځ د افغان همکارانو د ایستلو بهیر چټکوي
د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان د هغو په زرګونو افغانانو د احتمالي ایستلو په پلان کار کوي چې په تیرو شلو کالونو کې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو سره کار کړی. امریکا ته د راتګ د ځانګړو ویزو د بهیر چټکوالی ددې پلان یوه برخه ده.
ماهرین: په پاکستان کې په سلو کې د دوو نه زیاتې حامله ښځې د زیړي ناروغۍ ښکار موندل کېږي
د پېښور مېډېکل کالج پروفيسر ډاکټر نجيب الحق وېنا وه که چېرې د پيدایش په وخت د هيپټائټس بي د مخنيوي د پاره د ماشومانو وېکسينېشن وشي نو دې سره 25 فيصده ماشومان د دغې رنځ نه خوندې کېدلې شي
په هند کې توپان او سختونو بادونو ۳ تنه وژلي
پدې تیرو څو اونیو کې دا دویم توپان دی چې هند ځپي. چارواکي وایي د یاس په نامه دا توپان چې د سمندر نه راپورته شوی د اوبو څپې یې لوړې کړې او د سختو بادونو سبب شوی.
د طالبانو خبرداری: د افغانستان ګاونډي ملکونه دې امریکې ته پوځي اډې ورنکړي
د بي بي سي خبري ادارې تر مخه نېټو او د امریکې د دفاع وزارت پېنټګان دا خبره رد کړې د چې افغانستان نه د وتلو وروسته امریکا په پاکستان کې پوځي اډې قایمول غواړي
دپاکستان دقانون وزیر وایي"ملک په دعاګانو روان دی،دعا کوئ"
دپاکستان دحکومت په خواست نړيوال عدالت برټش ورجن ايي لينډ کورټ ريکوډک قضييه کې دپاکستان دهوايي شرکت داثاثو دبهرملکي کمپنۍ ټيټهيان په حق کې دضبط کولو خپله پريکړه بيرته اخستې ده.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتوالي بیا اندېښنې راپارولي
په افغانستان کې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو په اړه د عامې روغتیا وزارت په وار وار د خبرداریو سره سره ظاهراً لیدل کېږي چې خلک دغه ویروس ته جدي پام نهکوي. تازه عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې. د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۰۵» ازادي راډیو ته وویل، د سې شنبې په ورځ ۸۴۰ کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي چې په خبرهیې په تېرو ۶ میاشتو کې تر ټولو لوړه شمېره ښیي. ښاغلی نظري زیاتوي: "د افغانستان عامې روغتیا وزارت واضح پیغام دا دی چې کرونا لا جدي ده او په افغانستان کې د خلکو ژوند اخلي، له بده مرغه دغه هېواد د درېیمې څپې شاهد دی، په دغه ویروس د اخته کېدو کچه پرون ۲۲ سلنې ته ورسېده، زموږ تر ټولو ډېرې ثبت شوې پېښې په ننګرهار، لغمان، کونړ، لوګر او کابل ولایتونو کې دي." د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، پرون سې شنبه ۱۹ تنه د دغه ویروس له امله مړه شوي دي. دا شمېر نن چهارشنبه یو څه ټیټ و، د روغتیا وزارت د چارواکو په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳،۱۸۸ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له دې شمېر ۶۲۳ یې مثبتې وې او په دې موده کې ۱۴ کسانیې له امله مړه شوي دي. د روغتیا وزارت د ویاند په خبره، په هېواد کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه وزارت جامع پلانونه جوړ کړي دي. نوموړي د واکسین د تطبیقولو او د حج او اوقافو وزارت په همکارۍ خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکړې خبره وکړه ویېویل، تر دې دمه ۶۰۰ زره کسانو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې تازه چین له افغانستان سره د ۷۰۰ زرو دوز واکسین د مرستې ژمنه کړې ده. له دې وړاندې هند او د واکسین نړیوالې ټولنې هم له افغانستان سره د واکسن مرسته کړې ده. د افغانستان عامې روغتیا وزارت مخکې هم د کرونا ویروس د لا خپرېدو په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي و چې روغتیایي سپارښتنې مراعت کړي. د دغه وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه په ټوله کې ۶۸ زره او ۳۶۶ کسان پرې اخته شوي او ۲،۸۶۹ کسان بیا ترې مړه شوي دي. اټکل کېږي چې واقعي شمېرې تر دې هم زیاتې وي.
بلینکن د اسرائیل او حماس د اوربند د دوام لپاره مصر ته ورسید
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن مصر ته ورسید چې د اسرائیل او غزې د ۱۱ ورځنۍ جګړې وروسته د شوي اوربند دوام تضمین شي.