اېن سي او سي: د 19 کالو د عمر کسان دې د سبا نه د کرونا ويکسينو دپاره ځانونه رجسټرډ کړي
په پاکستان کې د کرونا د مخنيوي دپاره جوړې کمېټۍ (اېن سي او سي) پرېکړه کړې چې د سبا نه دې د 19 کالو د عمر کسان ځانونه د کرونا ويکسينو دپاره رجسټرېشن وکړي.
پېښور هایکورټ افغانستان ته دچرګانو په اړولو دبندیز امر کړی
پاکستاني مطبوعات وايي تېره ورځ پېښور هائي کورټ د يو کېس اورېدنې پر مهال افغانستان ته د چرګانو په وړلو دبندیز امر کړی او د ټولو قبایلي ضلعو ډپټي کمشنرانو ته يي ويلي چې ټول دچرګانو وړونکي ګاډي دې ودروي.
پاکستان: د کورکمانډرانو په غونډه کې د افغانستان د سولې د پروسې وروستيو پرمختګونو ته کتنه شوې
د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې چې پکې د افغانستان د سولې د پروسې وروستيو پرمختګونو او په پوله د امنيت انتظام ته کتنه شوې ده.
لغمان کې بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري – بشري حقونه
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په لغمان ولایت کې سلګونه کسان د نښتو له امله له خپلو مېنو بیځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
امریکا کې د لویانو نیمایي برخه د کرونا ضد واکسین شوي
په امریکا کې د لویانو نیمایي برخه یې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې بشپړ واکسین شوي چې دا د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې یو مهم پرمختګ دی. په عین حال کې په متحدو ایالاتونو کې د کرونا نوې پېښې او له امله یې د مړینو شمېر هم مخ په کمېدو دی. د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د جولای تر۴مې پورې به د امریکا د نفوس د لویانو د برخې په سلو کې اویا یې لږ تر لږه د کرونا ضد یو ډوز واکسین ترلاسه کړي. په اوس وخت کې دا شمېره په سلو کې ۶۲ ده. له دغه پرمختګ سره هم مهاله موډرنا کمپنۍ پرون سې شنبه (د غبرګولي ۴مه) اعلان وکړ چې د نوې څېړنې نتیجې یې ښیي چې واکسین یې تر ۱۲ کلونو پورته ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره خوندي او اغېزمن دی. تر اوسه په امریکا او کاناډا کې د فایزر او بایونټیک واکسین ته اجازه ورکړل شوې چې له اتلسو کلونو کم عمره ماشومانانو او تنکیو ځوانانو ته ورکړل شي. اروپایي ټولنه هم تمه کوي چې په را روانو اونیو کې دې اجازه ورکړي چې تر اتلسو کلونو لاندې وګړو ته د همدې فایزر – بایونټیک واکسین بهیر پیل شي. په اروپا کې د کرونا ضد واکسینونو کمپاین چې په لومړیو کې ډېر ورو روان و، په دې وروستیو کې ګړندی شوی او له دې سره په یوه وخت هم په ډېرو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ له امله لګول شوي محدودیتونه په نرمېدو دي. د هغو اسنادو له مخې چې پرون سې شنبې اروپایي مشرانو ته وړاندې شول، دا ټولنه تمه کوي چې څه باندې یو میلیارډ ډوزه واکسین به د سېپټمبر د میاشتې ترپایه ترلاسه کړي. دا کافي واکسین دی چې دا ټولنه پرې تر دې نېټې پورې ټول د واکسین مستحق کسان واکسین کړي. د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې اروپایي ټولنه ټاکلي هدف ته د رسېدو په لاره ده او زیاته یې کړه چې که دغه بهیر په همدې ډول دوام وکړي نو به وکولای شي ټولنې په خوندي ډول بېرته پرانېزي. اروپایي ټولنه دغه راز تمه کوي چې د روان کال ترپایه ۴۲۵ میلیونه ډوزه نور واکسین هم ترلاسه کړي چې په دې سره به ټول هغه واکسین چې دا ټولنه یې ترلاسه کوي، یو نیم میلیارډ ډوزو ته رسېږي. اروپایي ټولنه همدا شان په پام کې لري چې سل میلیونه ډوزه واکسین د روان کال تر پایه هغو هېوادونو ته په وړیا توګه ورکړي چې ورته سخته اړتیا لري. د روغتیا نړیوال سازمان نن چهارشنبه (د غبرګولي ۵مه) اعلان وکړ چې د کرونا ویروس هغه نوې بڼه چې په هند کې پیدا شوې، اوس د نړۍ په ۵۳ هېوادونو او ځایونو کې ثبت شوې ده. په هغه راپور کې چې نن خپور شوی ویل شوي چې د ویروس دغه نوې بڼه په چټکۍ سرایت کوي، خو د ناروغۍ د شدت او د سرایت خطرونه یې تر څېړنې لاندې دي. په هند کې چې د ویروس د دغې نوې بڼې پېښې ډېرې زیاتې شوې وې، د تېرو ۲۴ ساعتونو نتیجې ښیي چې د دغه ویروس نوې پېښې په وروستیو نژدې ۶ اونیو کې په متوسط ډول د ورځې تر ټولو ټیټې کچې ته رالویدلي دي، خو په دې هېواد کې د واکسین کمی په خپل حال پاتې دی.
عراق کې یوه کمسارې ښځه؛ مروه په خپله خوښه خپل اولادونه یوازې لویوي
مروه رعید طحی یوه داسې عراقۍ مور ده چې اړه شوه له خپل مېړه څخه جلا شي او خپلې وظیفې ته دوام ورکړي. دا یوه کمسارې ښځه ګڼل کېږي ځکه په خپله خوښه خپل اولادونه یوازې لویوي. د دې دا پرېکړه په عراق غوندې محافظهکاره ټولنه کې اسانه کار نهګڼل کېږي. دې وکړای شول له خپل مېړه طلاق واخلي، کله چې هغه دا کار او وظیفې ته نهپرېښوده. دا اوس خپلې دوه لوڼې په یوازې سر لویوي او د کار په برخه کې خپلې هيلې پوره کوي. خو دا وايي، د خپلواکۍ لپاره بدو ورځو ګاللو ته اړ ایستل شوې. مروه وايي: "د دې ځای ټولنه هېڅ زړه سوی نهلري. بېرحمه ټولنه ده. دا یوه سړي سالاره ټولنه ده او نهیوازې دا، بلکې هغه حقونه چې موږ ښځې یې د دې ټولنې د وګړو په توګه پر کاغذ لرو، اصلاً موږ ته نهراکول کېږي." مروه په ۲۲ کلنۍ کې واده شوې وه. تر کلونو تېرېدو وروسته دې له کوره دباندې د کار کولو فکر وکړ. د خپلو دوو لوڼو لویول د دې لومړیتوب و، خو دې غوښتل خپلې هیلې هم پوره کړای شي. مروه په مسلکي توګه انجنیره ده او په همدې برخه کې يې د یوه شرکت په جوړولو سره کار پیل کړ. دا شرکت زرغونه زر نومېږي او د کارول شویو کرنیزو موادو د بیا کارولو په برخه کې کار کوي. دا د اوږدمهالې کرنې او مالدارۍ پر اهمیت عامه پوهاوی هم کوي. دا وايي، دا شرکت چې يې وده وکړي، نورو ښځو ته به د کار فرصت پهکې برابر کړي چې له کوره دباندې کار کول غواړي. دا له یوې غیر دولتي ادارې سره هم په داوطلبه توګه کار کوي چې د یتیمانو او داسې کوچنیانو ملاتړ کوي چې یوازې یا مور لري يا یوازې پلار. دا غیر دولتي اداره په عراق کې کوچنیانو ته ورښيي چې ولې باید خپلې هیلې هم ولري او د هغو د پوره کولو لپاره باید هڅې وکړي.
اسلام اباد: په جرنلېسټ اسدعلي طور باندې په کور دننه بريد او تشدد شوی
د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د جرنلېسټ او يوټيوبر اسدعلي طور په کور درې تنه ورغلي او تشدد يې پرې کړی دی.
دفاع وزارت وايي، بغلان کې د طالبانو له زندانه ۶۲ بندیان ازاد کړي
د افغانستان دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د طالبانو له یوه بل زندان څخه هم د ۶۲ تنو بندیانو ازادولو خبر ورکړی دی.
لطيف افريدي د علي وزير په اړه سيند هايکورټ ته خط ليکلی
د پاکستان د سپريم کورټ د وکيلانو د اتحاديې مشر لطيف افريدي د سيند هايکورټ چیف جسټس ته خط ليکلی چې د قومي اسمبلۍ غړي علي وزير د ضمانت په خواست کومه فېصله محفوظ شوې هغې ته دې په سمدستي توګه کتنه وشي.
په استانبول ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو درې شرطونه
طالبانو امریکا غږ ته ویلي پدې شرط د استانبول په ناسته کې ګډون کوي چې ناسته لنډه وي، د ناستې اجنډا کې د مهمو موضوعاتو په اړه پرېکړې شاملې نه وي او د طالبانو حضور پکې په ټيټه کچه وي.
په هند کې د کرونا وبا په خطه کې یو بې مثاله حال دی – ملګري ملتونه
په هند او خطه کې د یوې خوا خلک د کرونا وبا په مرض مړه کیږي، او د بلې خوا کرونا وبا چې د صحت نظامونه کمزوري کړي، نو د وجې یې مېندې او ماشومان په مختلفو نورو مرضونو مړه کیږي.
بایډن او پوټین اتفاق کړی چې د جون په شپاړسمه به په جینيوا کې مخامخ لیدنه کوي
وایټ هاوس وایي د امریکا صدر او پوټین به په پراخو اهمو مسایلو خبرې وکړي او بل دا چې امریکا غواړي د روس سره تعلقاتو کې «استحکام او پيشګویي کېدنه» بحال کړی شي.
افغانستان کې جګړه تېزه شوې – چارواکي وایي پسرلی د جنګ فصل وي
د افغانستان دفاع وزارت وایي چې پوځ او پولیسو په یوه شپه و ورځ کې یو سل و دوه شپېته (۱۶۲) طالبان وژلي دي.
بایډن او پوتین سره مخامخ ګوري
د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د اړیکو د خرابوالي سره سره ټاکل شوې راتلونکې میاشت د دواړو هېوادونو ولسمشران په ژنیو کې سره مخامخ ملاقات وکړي.
طالبانو په استنبول غوڼده کې د شرکت دپاره درې شرطونه وړاندې کړي
په استنبول کې د افغان امن په موضوع د غوڼدې تجویز د امریکې صدر جوبایډن پېښ کړی و چې ملګري ملتونه، ترکي او قطر دې دغې ناستې بندوبست وکړي. طالبانو د استنبول په غونډه کې د ګډون نه انکار کړی و