په بلوچستان کې دا میاشت 10 امنیتي عسکر وژل شوي
د جون په نهمه نېټه نامعلومه وسلوالو د کوټې عظمت کاسی ایډوکېټ په ډزو ووژلو. پولیس وایي عظمت کاسی ایډوکېټ د شورو- چارشنبې په ماښام د کوټې پر ډبل سړک پخپل چېمبر کې ناست و چې ناپېژانده کسان ورغلي او په چړو یې سخت زخمي کړی چې له کبله یې هغه په روغتون کې ساه ورکړه
د بریتانیا د دفاع وزارت د محرمو اسنادو د ورکېدو له کبله بخښنه وغوښته
د بریتانیا د دفاع وزیر جیرمي کوین د دوشنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ۷) په پارلمان کې په خبرو کې د هغوو پوځي محرمو اسنادو د ورکېدو له کبله بخښنه وغوښته چې په کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د بریتانیا د احتمالي پوځي حضور په اړه معلومات وو.
ماهرین: د نکاح او طلاق د اندراج نه کولو له امله مېرمنې د مشکلاتو سره مخامخ کېږي
مېرمن کشور وايي د نکاح او طلاق اندراج د واده او یا د واده د ختمېدو ثبوت وي. " اکثر ښځو ته طلاق وشي او چې هغوئ دوېم وده وکړي نو ړومبې خاوند لاړ شي او په هغوئ د حدود پرچه وکړي چې ما خو دې ته طلاق نه دې ورکړی ځکه چې د هغې (مېرمنې) سره څه ثبوت نه وي."
پېنټګان: امریکايي الوتکو په شام کې د ایران پلوه ملېشو په هدفونو بمباري کړې
پینټاګان وایي دوی دوه ځایونه په شام کې او يو په عراق کې په هدف کړی دی. بیان کې ویل شوي یاد مرکزونه د کتائب حزب الله او کتائب سیدالشهدا ملېشو کارول چې د عراقي پوج سخت دریځه ډلي دي او له ایران سره نږدې اړیکي لري
جنوبي وزيرستان: د نامالومو وسله والو په ډزو کې درې کسان وژل شوي
د جنوبي وزيرستان پوليس وايي په سروکۍ تحصيل کې نامالومو وسله والو درې کسانو په ډزو وژلي دي، پولیس وايي دا درې کسان مخکې طالبان وو او بيا پوځ ته تسليم شوي وو.
محسن داوړ: د عثمان کاکړ دجنازې مراسم په میډیا نه ښودل کیږي
د قومي اسمبلۍ په غونډه کې د پشتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي غړي محسن داوړ وويل د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ کورنۍ د هغه مرګ قتل بولي خو دا خبر په ځايي میډیا نه نشرکېږي، د عثمان کاکړ دجنازې مراسم په میډیا نه ښودل کیږي خو بلخوا یو سپی چې څوک وچیچي نو دا د پاکستاني میډیا د سر خبر جوړشي
سري لانکا خپل د کرکټ درې لوبغاړي له لوبو بند کړل
د سري لانکا کرکټ بورډ د خپلې لوبډلې د مرستیال په ګډون درې لوبغاړي د اصولو د ماتولو له کبله له لوبو بند کړي دي.
امریکا د خپلو متحدینو وغوښتل د داعش ضد جګړه روانه وساتي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د خپلو متحدینو څخه وغوښتل چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په خلاف جګړه روانه وساتي.
امریکا د عراق سرحد ته نژدې ایران پلوه ملېشي وژلي
د جګړې یوه څارونکې ډله وايي چې د امریکا پوځ د سوریې په ختیځ کې د عراق سرحد ته نژدې په هوايي برید کې پنځه ایران پلوه ملېشې وژلي دي.
پوځي قیادت به د پارلېمنټ کمېټۍ ته د افغان تګلارې په اړه معلومات ورکوي
د ملت پاله ګوندونو د پارلېمنټ غړي دریځ لري چې پاکستان د افغانستان په اړه دوه مخه تګلاره لري او غوښتنه کوي چې حکومت دې د افغانستان په معامله د يو ځانګړې کميټۍ په ځای د ټول پارلېمنټ غونډه راوبلي
افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه څپه؛ درملتونونو کې د درملو بیې لوړې شوي
په داسې حال کې چې د کرونا درېیمې څپې ډېری په دغه ویروس اخته کسان تر روغتونونو رسولي، د اکسیجن کمښت او د درملو لوړ قیمت ګڼ انتقادونه راپارولي دي. ناروغ لرونکي وایي، د درملو بیه ۱۰ برابره لوړه شوې ده. له دې ډلې، د کابل د اوسېدونکي عبدالعزیز عزیزي پلار چې تازه 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ ترې اخیستی د درملو له لوړې بیې انتقاد کوي. د نوموړي په وینا چې پخوا د یو ویټامین سي پیچکارۍ بیه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس په درېنیم تر څلورو زرو افغانیو پلورل کېږي. عبدالعزیز همدارنګه د کابل په درملتونونو کې کرونا ناروغانو لپاره د ځینو تقویتي درملو له کمښت هم انتقاد کوي. دی وايي: "د درملو بیه ډېره لوړه ده، خلک نهشي کولای چې په اسانهیې ترلاسه کړي، د ځنیو درملو بیه له دوه زرو نیولې تر څلورو زرو پورې ده، د خلکو اقتصاد کمزوری دی، نهشي کولای چې وایېخلي." د هرات اوسېدونکی الیاس نوري هم ورته انتقاد لري. ښاغلی نوري وايي: "تېره اوونۍ مې ورور ناروغ و، د اکسیجن او درملو په اخیستو مو ډېرې پیسې ولګېدلې، حکومت باید په درملو څار ولري او پرېنږدې چې اکسیجن او درمل د مافیا لاس ته ورشي." بلخوا د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې له بازارونو بشپړ څارنه کوي. د دغې ادارې مشر ابراهیم شینواري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، ښاریان کولای شي چې شکایتونه له اسنادو سره له دې ادارې سره ثبت کړي. ښاغلی شینواری زیاتوي: "د کرونا لپاره مشخص درمل نهشته، خو کوم تقویتي درمل چې په ښار کې خرڅېږي زموږ ټیمونه پرې بشپړ نظارت لري او هغه درمل پلورونکي چې درمل په لوړه بیه خرڅوي، ونیول شي، ورسره قانوني چلند کېږي، له وطنوالو جدي غوښتنه کوو چې له کوم درمل پلورنځي چې درمل اخلي د درملو بیه په نسخې ولیکي او ټاپهیې کړي او چې درمل په قیمته بيه په دوی خرڅ شوی وي موږ دې پرې خبر کړي." دا په داسې حال کې ده چې کرونا لاهم افغانانو ته یو جدې ګواښ شمېرل کېږي. عامې روغتیا وزارت وایي، تر اوسه افغانستان د کرونا د درېیمې څپې له لوړې کچې نهدی تېر شوی. د دغه وزارت مرستیال ویاند میرویس علیزي وویل: "لاهم ګواښ پر ځای دی، د ورځنيو شمېرو کمښت د کرونا ټیټه کچه نهڅرګندوي، ویروس د پراختیا په حال کې دی او د ناروغانو شمېر هم زیاتېږي." په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱،۴۰۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۶۴ تنه ترې مړه شوي دي. د کرونا له پیله بیا تر دې دمه په دغه هېواد کې ۱۱۷ زره او ۱۵۸ تنه په دې ویروس اخته شوي او ۴،۷۹۴ تنه ترې مړه شوي دي.
د کرونا درېمه څپه؛ افغانستان کې ۱۴۰۷ مثبتې پېښې ثبت شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۰۷ مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.
حمدالله محب شېخ رشید ستایلی چې وايي د طالبانو کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي
حمدالله محب په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "زه د پاکستان د داخله وزیر شېخ رشید ستاینه کوم چې طالبانو سره د پاکستان ملاتړ یې څرګند کړو. مونږ نورو زړه ورو پاکستانیانو ضرورت لروو چې په افغانستان د اېشغال په ضد غږ پورته کړي."
سيند صوبه کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د قلعه عبدالله يو تن وژل شوی، دوه ټپیان شوي
د پاکستان د سيند صوبې د کشمور ضلعې په کندکوټ علاقه کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د قلعه عبدالله يو تن وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
شیخ رشید: د طالبانو کورنۍ پاکستان کې دي؛ محب: زه مو ستایم چې افشا مو کړ
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د طالبانو او پاکستان د اړیکو افشا کولو په اړه دغه هیواد د کورنیو چارو د وزیر شېخ رشید احمد څرګندونې ستایلې دي.