ایا پاکستاني چارواکو په پټه اسرایل ته سفرونه کړي؟
دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت د وزیراعظم دپخواني سلاکار سید ذوالفقار بخاري چې ورته زلفې بخارې هم ویلې کیږې، اسرایل ته د سفر په اړه راپورونه بې اساسه او دحقیقت څخه لرې ګرځولي، او وایي اسرایل ته دغه رقم هیڅ سفرونه نه دي شوي.
'د جګړې ډېرېدو سره د کورنیو بیځایه شویو شمېر زیات شوی'
افغان چارواکي وايي په بېلابېلو ولایتونو کې د شخړو ډېرېدو له امله د کورنیو بیځایه شویو شمېر په بېسارې توګه ډېر شوی دی.
د کرونا ۳مه څپه؛ روغتیا وزارت: ښایي ۳ یا ۴ اوونۍ نورې هم سختې وي
په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه لاهم په تېزې د خپرېدو په حال کې ده او له امله یې هره ورځ لسګونه کسان مري. که څه هم د تېرې اوونۍ پرتله د کرونا په مثبتو پېښو کې درې سلنه کموالی راغلی، خو د عامې روغتیا وزارت وایي، د دوی د اټکل پر بنسټ ښایي درې یا څلور اوونۍ نورې هم سختې وي او وروسته کرار-کرار د مثبتو پېښو په شمېر کې کموالی راشي. د دې ورازت مرستیال ویاند میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "لا هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې لیدل کېږي، د اټکل له مخې ښايي یو څو ورځې نورې هم د مثبتو پېښو د ثبت شاهدان اووسو، له دې وروسته له دوه تر درې یا هم تر څلورو اونیو وروسته به د مثبتو پېښو په ثبت کې کموالی راشي، یوازې د تېرې اوونۍ پرتله په مثبتو پېښو کې درې سلنه کموالی راغلی دی." دی له خلکو غوښتنه کوي چې د یاد ویروس په وړاندې عادي چلند ونه کړي او باید ټولې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي. د عامې روغتیا وزارت د تازه شمېرو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې ۷۷ نور کسان د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. دا شان په همدې موده کې ۱۵۰۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي. د شمېرو له مخې په دې سره په دې هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۸۷۱ او د ټولو اخته شوېو شمېر ۱۱۸۶۵۹ ته ورسېده. له همدې سره په دې هېواد کې د کرونا ضد واکسینونو د تطبیق چاره هم روانه ده. عامې روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه له اته سوه اویا زره ډېرو کسانو ته واکسین تطبیق شوی دی. د دې وزارت د مرستیال ویاند میرویس علیزي په خبره په دې کسانو کې په کابل او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې بندیان هم شامل دي. که څه هم میرویس علیزی د هغه بندیانو چې واکسین ورته تطبیق شوي د شمېر په اړه څه نه وایي، خو د افغانستان د زندانونو د تنظیم اداره وايي، د افغانستان په ټولو زندانانونو کې د کرونا ضد واکسین لومړۍ مرحله پای ته رسېدلې چې په ترڅ کې یې له ۱۷ زره زیات کسان واکسین شوي دي. د دې ادارې ویاند صفي الله جلالزي ازادي راډيو ته وویل چې اوس مهال د ۲۲ ولایتونو په زندانونو کې د کرونا ضد واکسین دوهم پړاو روان دی: " د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو په زندانونو کې د کرونا ضد واکسین اول ډوز تطبیق شوی دی، شااوخوا ۱۷ زره بندیانو او د زندانونو پرسونل ته دا واکسین رسېدلي دي او د واکسین دوهم پړاو هم په ۲۲ ولایتونو کې جریان لري چې تر اوسه نږدې ۷ زره بندیانو او د زندانونو پرسونل ته تطبیق شوي دي." نوموړی وايي چې له وړاندې هم په زندانونو کې د کرونا ویروس په وړاندې احتیاطي تدابیر په پام کې نیول شوي او ټولو بندیانو او دغه شان د زندانونو په پرسونل ماسکونه او نور مواد ویشل شوي دي. په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په راتلونکي میلادي میاشت کې به د امریکا مرسته شوي ۳ میلیونه ډوزه واکسین هم افغانستان ته انتقال شي. دا وزارت پلان لري چې په روان ۲۰۲۱ او راتلونکي ۲۰۲۲ میلادي کلونو کې د افغانستان ۶۰ په سلو کې وګړي واکسین کړي. د دې لپاره دا وزارت نږدې ۴۸ میلیونه ډوزه واکسینونو ته اړتیا لري.
افغانستان کې د کرونا تازه پېښو کې ۷۷ نور ناروغان مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۵۰۱ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.
داسرایل دبهرنیو چارو وزیر په دوه ورځني سفر متحده عرب امارات ته رسیدلی
داسرایل د بهرنیو چارو وزیر یایر لیپډ په دوه ورځني سفر متحده عرب اماراتو ته رسیدلی اؤ ټاکل شوې ده دغلته به ابوظهبي کې داسرایلي سفارتخانې اؤ دوبۍ کې دقونسلګرۍ پرانسته کوي.
په شام کې د راکټي بريدونو وروسته امريکې ځوابي بريدونه کړي
د امریکايي پوځ وياند ويلي د شام په دير الزور ښار کې د ګل په ورځ په امریکاي پوځ د راکټي بریدونو په ځواب کې امریکايي پوځ جوابي بريدونه کړي دي.
بونير: يو افغان کډوال د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوی
د خېبرپښتونخوا په بونیر ضلع کې په يو افغان کډوال د مذهب د سپکاوي تور لګول شوی، پوليسو نيولی او په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د قانون د مادو لاندې يې پرې مقدمه درج کړې ده.
د افغانستان حکومت د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف د اعلامیې هرکلی وکړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د داعش پر ضد نړیوال ایتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډې اعلامیې هر کلی وکړ.
د افغانستان حکومت پوځي الوتکو ته د غیر پوځي کسانو لاسرسی محدود کړ
د افغانستان حکومت د امنیتي ځواکونو الوتکو ته د غیر پوځي کسانو لاسرسی محدود کړی دی.
افغانستان: ټي ټي پي په افغان خاوره فعاليت نه لري، پاکستان دغه بيان رد کړی
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، "د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ډله په هیڅ ډول نه په افغانستان کې جوړه شوې ده او نه زمونږ په خاوره فعالیت لري" خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، "ټي ټي پي د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي".
سېکټري بلېنکن د امریکې اتحادیان وهڅول چې د داعش په ضد جنګ جاري وساتي
د امریکا خارجه وزیر د شام د خلکو او شاوخوا هېوادونو دپاره چې د شام کډوالو ته یې ځای ورکړی دی، د څلورسوه و شپږدېرش مېلینه (۴۳۶) میلینه ډالره بشري امداد اعلان هم وکړ.
په بلوچستان کې دا میاشت 10 امنیتي عسکر وژل شوي
د جون په نهمه نېټه نامعلومه وسلوالو د کوټې عظمت کاسی ایډوکېټ په ډزو ووژلو. پولیس وایي عظمت کاسی ایډوکېټ د شورو- چارشنبې په ماښام د کوټې پر ډبل سړک پخپل چېمبر کې ناست و چې ناپېژانده کسان ورغلي او په چړو یې سخت زخمي کړی چې له کبله یې هغه په روغتون کې ساه ورکړه
د بریتانیا د دفاع وزارت د محرمو اسنادو د ورکېدو له کبله بخښنه وغوښته
د بریتانیا د دفاع وزیر جیرمي کوین د دوشنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ۷) په پارلمان کې په خبرو کې د هغوو پوځي محرمو اسنادو د ورکېدو له کبله بخښنه وغوښته چې په کې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د بریتانیا د احتمالي پوځي حضور په اړه معلومات وو.
ماهرین: د نکاح او طلاق د اندراج نه کولو له امله مېرمنې د مشکلاتو سره مخامخ کېږي
مېرمن کشور وايي د نکاح او طلاق اندراج د واده او یا د واده د ختمېدو ثبوت وي. " اکثر ښځو ته طلاق وشي او چې هغوئ دوېم وده وکړي نو ړومبې خاوند لاړ شي او په هغوئ د حدود پرچه وکړي چې ما خو دې ته طلاق نه دې ورکړی ځکه چې د هغې (مېرمنې) سره څه ثبوت نه وي."
پېنټګان: امریکايي الوتکو په شام کې د ایران پلوه ملېشو په هدفونو بمباري کړې
پینټاګان وایي دوی دوه ځایونه په شام کې او يو په عراق کې په هدف کړی دی. بیان کې ویل شوي یاد مرکزونه د کتائب حزب الله او کتائب سیدالشهدا ملېشو کارول چې د عراقي پوج سخت دریځه ډلي دي او له ایران سره نږدې اړیکي لري