ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ د سقوط په اړ ضد او نقیض راپورونه

امنیتي مقامات وايي چې د اروزګان د چنارتو ولسوالۍ له مرکز څخه شاتګ شوی او تیره شپه یاده ولسوالي هم د وسله والو طالبانو لاس ته لویدلې.

11.06.2021 امریکا غږ

بلوچستان: په خضدار کې د مسافرو بس په ټکر شوی 18 تنه پکې مړه شوي

د بلوچستان صوبې په خضدار ضلع کې د مسافرو يو بس د سړک نه لوېدلی او په ټکر شوی لږ تر لږه 18 کسان پکې مړه شوي او 30 پکې ټپيان شوي دي.

11.06.2021 ډیوه

د بین الافغاني مذاکراتو چټکتیا؛ خلیلزاد د افغان حکومت له پلاوي سره کتلي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د افغان سولې د مذاکراتي پلاوي سره د بین الافغاني مذاکراتو پروسې د کړندیتوب او په اجنډا کې د مهمو مسائیلو په اړه خبرې کړي دي.

11.06.2021 امریکا غږ

پي اېس اېل: راشد خان پينځه لوبغاړي اوټ کړي بيا د سيالۍ غوره لوبغاړی ګرځېدلی

د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) شپږم په روانو سيالو کې د افغانستان ستوري اسپنر بالر راشد خان د پېښور زلمي پينځه لوبغاړي اووټ کړي لاهور قلندر دغه سيالي ګټلي او راشد خان د سيالۍ غوره لوبغاړی ګرځېدلی دی.

11.06.2021 ډیوه

په مکه مکرمه کې اسلامي علمآ: د افغانستان جنګ دې بند شي

په هغه کنفرانس کې چې د اسلامي عالمانو په ګډون مکه مکرمه کې جوړ شوی و، د سعودي عرب، پاکستان، او افغانستان دیني عالمانو، په افغانستان کې د جګړې او وینې توېدو بندېدل وغوښتل.

11.06.2021 ډیوه

آستن: د ځواکونو له وتلو وروسته د افغان سرتیرو هوایي ملاتړ ډیر مشکل دی

د امریکا د دفاع وزیر لوید آستن وایي د خلیج په حوزه کې د امریکایي اډو په مرسته افغانستان کې د څارنې او جنګي ماموریت له پخوا څخه پیل شوي دي. 

10.06.2021 امریکا غږ

افغانستان کې د کړکیچ احتمال؛ ‘امریکا د هوایي بریدونو اړتیا ارزوي’

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لوړپوړو امریکایي مقاماتو له قوله ویلي چې د امریکا د دفاع وزارت د اجازې د ترلاسه کولو هڅه کوي چې د کابل د سقوط د خطر په صورت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه ترسره کړي. 

10.06.2021 امریکا غږ

کېنېډا د هېواد د اقتصادي بحالۍ دپاره مهاجرین مهم ګڼي

د وي او ای رپورټ وایي کېنېډا د بل هر ملک نه زیات مهاجرت کونکي لري چې د کال ۲۰۱۶ د سر ش شمېرنې ترمخه شرح یې د ملک د ابادۍ ۲۱ اشاریه نهه فیصد ده. په کېنډا کې تر ټولو زیات مهاجرت کونکي د اېشیا، بیا د افریقي او بیا د یورپ دي. په کېنېډا کې د پنځه لکه نه زیات غېرملکي طالب علمان سبق وايي

10.06.2021 ډیوه

متحده عربي امارتو کې میشتو افغانانو ته برېښنايي تذکرې ورکول کېږي

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته د برېښنايي تذکرو د ورکولو لپاره د دغه هېواد په په ابوظبي ښار کې یو مرکز پرانیستل شوی دی.

10.06.2021 امریکا غږ

چین افغانستان ته د کروناویروس ۷۰۰ زره ډوزه واکسین ورکړ

په چین کې د کروناویروس ضد جوړ شوي سینوفارم واکسین ۷۰۰ زره ډوزه له بیجینګ څخه کابل ته انتقال شول. 

10.06.2021 امریکا غږ

دریاستي ادارو په اړوند پخپله وینا حامد میر معذرت کړی

دپاکستان وتلي صحافي حامد میر  د راولپنډي اسلام اباد یونین اف جرنلسټس لخوا دجوړې کړل شوې کمیټۍ دلارې دپوځ په اړوند پخپله لانجمنه وینا معذرت کړی دی .

10.06.2021 ډیوه

اروپایي ټولنې د کروناویروس نه "د معافیت تصدیق" تصویب کړ 

د اروپا پارلمان د کروناویروس نه "د معافیت پاسپورت" یا "د خطر نه د خلاصون ډیجیټالي تصدیق" تصویب کړ چې له مخې یې د اروپایي ټولنې اوسیدونکي کولای شي سفر وکړي. 

10.06.2021 امریکا غږ

افغان کرکټ لوبډلې دپاکستان په ضد سیالیو دپاره تیارۍ پیل کړې

دپاکستان په ضد دسیریز په ګډون دکرکټ راتلونکو سیالیو دپاره د ښه چمتووالي په موخه د پنجشنبې یا زیارت په ورځ دکابل په کرکټ اسټیډیوم کې پینځلس ورځنی روزنیز کمیپ پیل شوی دی.

10.06.2021 ډیوه

چارواکي: د مردان په رستم سیمه کې ځنډول شوی د پولیو کمپاین به د جمعې په ورځ بیا شروع شي

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مردان ضلعې په رستم پلو ډېرۍ سيمه کې د پوليو په ټيم وسله والو حمله وکړه چې په نتيجه کې یې د پوليو ټیم په تحفظ مامور دوه پوليس ووژل شوو

10.06.2021 ډیوه

ممبای کې د یوې ودانۍ د نړیدو له امله ۱۱تنه مړه شوي 

هندي مقامات وایي د اتو ماشومانو په ګډون ۱۱تنه د ممبای ښار د اوسیدنې د یوې ودانۍ د نړیدو له امله مړه شوي دي. 

10.06.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more