ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عربي متحده اماراتو په اسرائیل کې سفارت پرانیست

عربي متحده اماراتو نن چارشنبه جولای ۱۴ (چنګاښ۲۳) په تل ابیب کې خپل سفارت پرانیست. دا د تیر کال راپدیخوا چې د امریکا په منځګړتوب دواړو هیوادونو اړیکې عادي کړي، د اړیکو د عادې کیدو تازه اقدام دی.

14.07.2021 امریکا غږ

دعمران خان لخوا دمرورو بلوڅانو دپخلا کولو په بیان سینیټ کې تود بحث شوی

دپاکستان د وزير اعظم عمران خان لخوا دبلوڅ وسله والو سره خبرو باندې دغور کولو د بيان پسر پارليمان کې بحث دوام لري او دحکومت مخالفه پيپلز ګوند سينيټر رضا رباني د بلوچستان د شخړو سياسي حل لپاره دسيڼيټ دځانګړې کميټې دغونډې رابللو غوښتنه کړې ده.

14.07.2021 ډیوه

امریکا: د چین په جنوبي بحر کې د چین سمندرې ادعاګانې غیرې قانوني دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د چین په جنوبي سمندر کې د چین د ملکیت ادعاګانې "غیرې قانونې" وبللې او زیاته یې کړه چې متحده ایالات پدې موضوع کې د جنوب ختیځې آسیا د هغو هیوادونو سره ولاړ دي چې د چین د زور او فشار سره مخامخ دي.

14.07.2021 امریکا غږ

ترکي وایي دکابل هوایي ډګر په امنیت یې امریکا سره خبرې روانې دي،خو لا پرېکړه نه ده شوې

په پاکستان کې دترکې سفیر احسان مصطفی یرداکل ویلي افغانستان څخه د امریکایي او اتحادي ځواکونو له وتلو وروسته دکابل پر هوایي ډګر دامنیت ذمه واریو ته د دوام ورکولو په اړه د ترکې او امریکا خبرې اترې روانې دي او په دې اړه څه پریکړه تر اوسه نه ده شوې.

14.07.2021 ډیوه

کابل ښاروالۍ: د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د ودونو په صالونونو بندیز ندی لرې شوی

د کابل ښاروالۍ وايي چې دغه ښار کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره د ودونو پر سالونونو بندیز لا هم شته او تر راتلونکي امر پورې به عملي شي.

14.07.2021 امریکا غږ

د ننګرهار ځینو رسنیو کې پاتې ښځینه ژورنالېستانې: له امنیتي ننګونو خوندي نه‌یو

د ننګرهار په یو شمېر رسنیو کې د ګوتو په شمېر پاتې ښځینه ژورنالېستانې چې په شکل د اشکالو له رسنیو سره کار کولو ته دوام ورکوي، وایي چې له امنیتي ننګونو خوندي نه‌دي.  په ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب یو شمېر ټولنې هم چې د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې ګواښونو اندېښمنې کړي، له ټولو اړخونو غواړي چې د ژورنالېستانو خوندیتوب ته پاملرنه ډېره کړي.  د دغو ټولنو د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په رسنیز ډګر کې شااوخوا ۲۰ ښځينه ژورنالېستانو کار کاوه چې دمګړۍ یې ټولې په کور ناستې دي. هدیه نګاه په ننګرهار کې د یوه خصوصي ټلوېزیون ویانده ده، کومه چې شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې په جلال‌اباد کې له یوې امنیتي ننګونې سره مخ او له اندېښنې یې په کور ناستې ته اړ شوه. هدیه نګاه ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وایي، لا هم د خبریالانو په ځانګړې توګه ښځينه خبریالانو ژوند خوندي نه‌دی او د هغې ورځې په ارمان ده چې یو ځل بیا لکه د پخوا پشان بې‌اندېښنې کار او خپلو ژورنالېستیکو فعالیتونو ته دوام ورکړي. هدیه نګاه د هغې صحنې کیسه کوي، کومه چې ۱۰ ورځې وړاندې کله چې له کوره دفتر ته پر لاره ورسره مخ شوه: "درې کسانو راپسې رامنډې کړې، یو کس چې وسله‌یې په لاس کې وه، بېخي مې څنګ ته رانږدې شو، دوه نور یې چې وسله‌وال وو، لږ وروسته وو، خو دا یو چې بېخي مې نور لاسته رانږدې و، د تفنګچې مرمۍ یې کش کړه او رکشا چلوونکي ته مې چې زه‌یې دفتر ته بیولم، وویل چې ودرېږه! کله چې رکشا چلوونکی په وضعیت پوه شو چې دا خو اوس برید کوي، نو په ډېره بېړه او تېزۍ سره وتوانېد چې له سیمې ووځي." هدیه نګاه زیاتوي، دې پېښې یې د دې او د دې د کورنۍ اندېښنې زیاتې کړي او غواړي چې تر یو څه وخته په یوه خوندې ځای کې له خپلې کورنۍ سره واوسي. ثنا بیا په ننګرهار کې د یوه خبري اژانس خبریاله وه، کومه چې له تېرو شااوخوا پنځو میاشتو راهیسې یې د امنیتي ننګونو له کبله کار پرېښی دی. دا په ټولو ښکېلو لورو د افغان خبریالانو په ځانګړي ډول د ښځينه ژورنالېستانو د خوندیتوب غږ کوي: "له حکومت څخه مې جدي غوښتنه دا ده چې د خبریالانو امنیت ته دې پاملرنه زیاته کړي، له ډلو چې خبریالان په نښه کوي، غواړم چې خبریالان نور په نښه نه‌کړي ځکه چې د خبریالانو دنده یوازې ټولنې ته خدمت کول دي." په ننګرهار کې د ښځينه ژرونالېستانو دغه اندېښنې په داسې حال کې دي چې په تېرو څو میاشتو کې په دغه ولایت کې د انعکاس خصوصي ټلوېزیون ۴ تنه ښځینه کارکوونکې ووژل شوې کومې چې دغلته‌یې د نورو ښځينه ژورلېستانو زړونه مات، په کور ناستې او یا له کورونو کار کولو ته اړ کړې. دغو پېښو د خبریالانو د خونديتوب او ملاتړ ټولنې هم اندېښمنې کړې دي.  په ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر یوسف ظریفي ازادي راډيو ته وویل، په مکرر ډول‌یې تر ځایي مسؤلانو خپل غږ رسولی، خو په وینا یې، له هڅو سره سره بیا هم وضعیت داسې حد ته رسېدلی چې نږدې ټولو ځایي ښځينه ژورنالېستانو یې دنده پرېښې او په کورونو ناستې دي. ښاغلی ظریفي زیاتوي: "په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې اندېښنې ډېرې زیاتې شوې دي، خطرات شته دي، اوس د ډېری رسنیو ښځينه کارکوونکې په کور ناستې دي." بل لور ته د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي چې ولایتي اداره د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې په ټول توان کار کوي او ټولو امنیتي حوزو ته لارښوونه شوې چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ښاغلی خوګیاڼی وايي: "په ننګرهار کې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب او نورو برخو کې د پاملرنې په موخه ولایتي اداره په ټول توان کار کوي، خپله د ننګرهار والي له خبریالانو سره مستقیمې اړیکې لري، د دوی غوښتنو ته ځوابونه وایي، همدا شان‌یې اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې هم د خبریالانو د امنیت خوندیتوب لپاره کار وکړي او هم په کاري چاپېریال کې یې د سهولتونو په برابرولو کې پوره همکاري وکړي." د یادونې وړ ده چې په ننګرهار کې تر ۱۰ ډېرې راډيوګانې او درې ټلوېزیوني شبکې فعالیت کوي چې په‌کې د ننګرهار د خوندیتوب ټولنې د معلوماتو له مخې، تر ۲۰ زیاتې ښځينه کارکوونکې په‌کې په دندو بوختې وې چې دمګړۍ نږدې ټولې یې په کور ناستې دي.

14.07.2021 ازادي راډیو

ملتان کې دمذهب په سپکاوي تورن تن وژونکي برید کې سخت ژوبل شوی

پاکستاني رسنۍ وایي دپاکستان دپنجاب ایالت ملتان ښار کې دمذهب دسپکاوي په تورونو د بند څخه په دې وروستیو کې په ضمانت خوشې شوی تن باندې وژونکی برید شوی چې پکې هغه سخت ژوبل شوی اؤ په ژوبل حالت کې روغتون ته رسول شوی دی.

14.07.2021 ډیوه

ملګرو ملتونو د اختر ورځو کې په افغانستان کې د اوربند غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا (یوناما) د راتلونکي لوی اختر په مناسبت په دغه هیواد کې د اوربند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

14.07.2021 امریکا غږ

څېړونکي:دپاکستان افغان تګلاره افغانستان کې یوازې دهند دمخنیوي نه چورلي

په پاکستان کې وتلی څيړنکار پرويز هود بائي وايي پاکستان تل خپلو ګټو ته افغانستان کې په بل نظر کتلې دي، يو دا چې پاکستان په افغانستان کې دهند دنفوذ مخه په طريقه ونیسي، چې هند د افغانستان زمکه د پاکستان پرضد ونه کاروي، او دا پاليسي د جنرال اسلم بېګ له وخته راروانه ده.

14.07.2021 ډیوه

دطالبانو دپرمختګونو اغېزې به په خیبر پښتونخوا څه وي؟

د دفاعي چارو کارپوهان وايي څنګه څنګه چې په افغانستان کې د امنیت وضع خرابېږي او یا هلته طالبان په قدرت کې راځي هم داسې به ورسره په پاکستان او په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې امنيتي حالات خرابېږي.

14.07.2021 ډیوه

د سپين بولدک وسلوالۍ مرکز د افغان ځواکونو په لاس کې دی

د افغانستان چارواکو ويلي د پاکستان سره د چمن په پوله د افغانستان سرحدي پوله د سپين بولدک ولسوالۍ مرکز د افغان ځواکونو سره دی، پاکستاني چارواکي وايي د افغانستان سره د چمن پوله يې نن د شورو/چارشنبې د ورځې (14 جولايۍ) راهسې د امنيت په موخه تړلې ده.

14.07.2021 ډیوه

کوهستان کې په بس چاودنه کې د نهه چينايي انجينيرانو په ګډون 13 تنه وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په شمالي علاقه برکوهستان ضلع کې په يو بس چاودنه شوې چې پکې د چارواکو په وېنا د نهه چينايي انجينيرانو په ګډون 13 تنه وژل شوي دي، ويل شوي په وژل شوو کې دوه امنیتي سرتيري هم شامل دي او 17 تنه ټپيان شوي دي.

14.07.2021 ډیوه

پاکستان کې د بس لوېدو پېښه کې د ۹ چینایانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي

د پاکستان په شمال کې د پاکستاني او چینايي ساختماني کار کوونکو د بس موټر اوښتو له امله د نهو چینایانو په ګډون ۱۳تنه وژل شوي دي.

14.07.2021 امریکا غږ

چارواکي: د سپین بولدک ولسوالۍ مرکزي سیمې د افغان ځواکونو لاس کې دي

افغان امنیتي مقامات وايې چې سپین بولدک ولسوالۍ ته ځانګړي افغان ځواکونه رسیدلي او د وسله والو پرضد يې پوځي عملیات پیل کړي.

14.07.2021 امریکا غږ

اتمر قرېشي ته: پاکستان دې د طالبانو پناه ځايونه، مالي مرستې بندې کړي او خبرو ته دې وهڅوي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي ته ویلي، د نړۍ، سيمه ييزه هېوادونو او په ځانګړي ډول د پاکستان نه د طالبانو د پناه ځايونو او مالي مرستو بندولو او د سولې خبرو ته هڅولو په لړ کې همکاري غواړي.

14.07.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more