خلیلزاد: طالبان په واک کې ستره ونډه غواړي
د افغانستان د مصالحې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، وایي چې طالبان د سولې له مذاکراتو او له هغه څخه د هر ډول ترلاسه شوي سیاسي تفاهم څخه په واک کې ستره ونډه غواړي.
غني سره تماس؛ بلینکن د افغانستان سره په قوي او دوامداره ژمنې ټینګار وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سره په تیلیفوني خبرو کې بیا "د افغانستان سره د متحده ایالاتو په قوي او دوامداره ژمنې" ټینګار وکړ.
خلیلزاد: که طالبان په زور واک ترلاسه کړي، دولت به یې "رټل شوی" وي
زلمی خلیلزاد، وایي په افغانستان په جګړه کې دخیل اړخونه نه شي کولای د پوځي لارې بریالي شي او متحده ایالات په افغانستان کې د سولې د بهیر غښتلي کولو او سیاسي تفاهم ته ژمن دي.
افغانستان کې د جګړو شدت؛ اروپا د افغانانو په مهاجرت اندیښمنه ده
د افغفانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتلو او پدې هیواد کې د جګړو په سختیدو سره اروپا په ځانګړې توګه ترکیه دې هیواد ته د افغانانو د مهاجرت د نویو څپو د پیل کیدو له وجې اندیښمنه ده.
هرات کې جګړه؛ د هشتګ له جوړولو تر تکبیر نارې پورې
د هرات ښار په څنډو کې د جګړې په دوام سره ددې ولایت یو شمیر ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې د هشتګ په ایجادولو سره هڅه کوي ددې ولایت وضعیت نړیوالو ته انځور کړي او د نړیوالې ټولنې پاملرنه راواړوي.
میرانشاه:د ناڅرګنده وسله والو په ډزو دپولیسو مشر یا ایس ایچ او وژل شوی
پولیس چارواکي وایي افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپولیسو یو افسر یا ایس ایچ او په هدفي وژنه کې وژل شوی دی.
ملګري ملتونه: تیرو نهو کلونو کې څه باندې درې میلیونه افغانان بهر ته کډوال شوي
د کډوالۍ نړیوال سازمان یا «ای او ایم» موندنې ښیي چې د ۲۰۱۲ کال له پیله د ۲۰۲۰ کال تر پایه پورې درې میلیونه او ۲۲۸۸۹ افغانان بهر ملکونو ته کډوال شوي دي.
دلندن عدالت پاکستان ته امر کړی چې براډشیټ ته نور نهه لکه اؤ 20 زره پونډونه ورکړي
دلندن هايکورټ دپاکستان حکومت او داحتساب ملي ادارې ته د اثاثو په لټون کار کوونکې بهرنۍ کمپنۍ براډ شيټ ته د نورو نهو لکو اؤ شل زره پونډونو ورکولو حکم کړی دی.
اڅکزئ:افغانستان کې دبل اور دلمبو نه پاکستان هم په امن نه شي پاتې کیدای
دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي افغانستان کې دبل اور دلمبو څخه پاکستان هم په امن نه شي پاتې کیدای اؤ په دغه هیواد کې امن هله راتلی شي چې دافغانستان خپلواکۍ ته درناوی ولرل شي.
افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲ تنه د کرونا وبا له وجې مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۳۶۱ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.
د معاشونو د برېښنايي سیستم پرانیستل؛ 'دولتي ادارې پټ اجرات نشي کولی'
د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي چې د ملکي خدماتو د کارکوونکو د معاشونو د ورکولو برېښنايي سیستم په عملي کېدو سره یوه دولتي اداره هم په پټه اجرات نشي کولی.
خېبر پښتونخوا کې زیات شوي ترهګریز بریدونه،حالات بیا په کوم لوري ځي؟
څيړونکي وائي په قبايلي ضلعو او دخېبر پښتونخوا نورو برخو کې په نزديو ورځو کې شوي بريدونه د 2006م اؤ اووم په څېر دي چې له هغې وروسته بيا ترهګري سېوا شوه او د ملک ډيرو برخو ته خوره شوه۔
که طالبان په زوره کابل نیسي نو داعش هم سیمه کې بیا ځان منظم کولی شي،څېړونکي وایي
په پاکستان کې څېړونکو اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې د روانې جګړې له امله داعش دغه هېواد کې یو ځل بیا سر راپورته کولی شي چې دا ټولې منطقې له پاره د خطرې خبره ده.
د چين په وهان ښار کې د کرونا پېښې راښکاره شوي، پاکستان په یوه ورځ کې یو ملين ويکسين لګولي
د چين په وهان ښار کې د کرونا وايرس بيا ښکاره کېدو وروسته چارواکو نن د نهې/سه شنبې په ورځ (درېم اګست) اعلان کړی په غټه کچه د کرونا معاينې کوي، په وهان کې په لومړي ځل په کال 2019 کې د کرونا وايرس مالوم شوي وو.
افغانستان د طالبانو د 'جنګي جنایاتو' د پلټنې او مستند کولو غوښتنه وکړه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له ملګرو ملتونو او د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې په دغه هیواد کې وروستي جنګي جنایتونه مستند او وڅېړي.