ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینه ماڼۍ: په افغانستان کې د پاتې امریکایانو د راایستلو لپاره لارې چارې لټوو

سره لدې چې د افغانستان نه ټول امریکایي ځواکونه راوتلي او زرګونه امریکایي اتباع چې په هلته پاتې و هم په نظامي الوتکو کې د تخلیې په بهیر کې راایستل شوي خو ویل کیږي چې لا هم سل ګونه امریکایي اتباع په افغانستان کې پاتې دي.

06.09.2021 امریکا غږ

د فهیم دشتي په وژل کیدو غبرګونونه

یو شمیر کسانو په د ټولنیزو شبکو په پاڼو کې د "مقامت د ملي جبهې" د ویاند فهمی دشتي غبرګونونه ښودلی.

06.09.2021 امریکا غږ

ملګري ملتونه: طالبانو د خیریه مؤسسو د کار کوونکو د خوندیتوب ژمنه کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر په کابل کې د طالبانو د استازو سره کتلي. دغه نړیواله اداره وایي په ملاقات کې طالب مشرانو د خیریه مؤسسو د کار کوونکو د خوندیتوب او په افغانستان کې خیریه مرستو ته د لاسرسي ضمانت ورکړی.

06.09.2021 امریکا غږ

د طالبانو د تنظیم اډانې ته یو نظر – د دوی خپل منځی نظام څنګه دی؟

د قریب شل کاله جنګ جګړې او ورانیو وروسته، طالبان اوس دې ضرورت سره مخامخ شوي چې غریب او شاته پاتې افغانستان چې یې اوس قبضه کړی، هغه به څنګه اداره کوي او حکومت به څنګه چلوي؟

05.09.2021 ډیوه

پنجشیر: احمد مسعود وایي که طالبان حملې بندې کړي، هغه به هم جګړ ودروي

پنجشیر او ګاونډې سیمه اندراب اوس مهال یواځیني ځایونه دي چې لا هم د طالبانو په خلاف جګړه پکې دوام لري او تر اوسه طالبانو ته ندي تسلیم شوي.

05.09.2021 ډیوه

مسعود طالبانو ته د جګړې د بندېدو او مذکراتو د دوام وړاندیز وکړ

د احمد مسعود په مشرۍ د «ملي مقاومت جبهه» وايي که طالبان په پنجشیر او اندراب کې خپل بریدونه پای ته ورسوي، هغوی به جګړه ختمه او هر اړخیزې خبرې به روانې وساتي. 

05.09.2021 امریکا غږ

والټز: افغانستان نه د خلکو اېستلو لپاره دې له نادولتي‌ ادارو سره کار وشي 

د امریکا د استازو د خونې یو غړي مایک والټز د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې له افغانستان څخه د امریکايی اتباعو او له خطر سره د مخامخ افغان همکارانو د اېستلو لپاره دې له یو شمېر نادولتي‌ سازمانو سره کار وکړي. 

05.09.2021 امریکا غږ

په افغانستان کې د کومو هیوادونو سفارتونه فعال دي

د طالبانو له واکمن کیدو وروسته زیات شمیر هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه تړلي او یا یي هم له افغانستان څخه بهر هیوادونو ته انتقال کړي دي. 

05.09.2021 امریکا غږ

د امریکا لوی درستیز: افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل کیدو احتمال شته

جنرال مارک میلي وایي کیدای شي په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي او پدې هیواد کې د تروریستي ډلو د بیا رامنځته کیدو لپاره شرایط برابر کړي.

05.09.2021 امریکا غږ

پاپ فرانسیس: نړۍ دې افغانانو ته پناه ورکړي

پاپ فرانسیس هیله وکړه چې د نړۍ هېوادونه افغان مهاجر ومني

05.09.2021 امریکا غږ

په پاکستان کې په ځانمرګي یرید کې درې تنه وژل شوي

پاکستاني مقامات وایي د کویټې په ښار کې یو ځانمرګۍ بریدګر خپل مړټرسایکل چې چاودیدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو د نیم پوځیانو له کاروان سره ټکر کړ.

05.09.2021 امریکا غږ

د کابل هوایي ډګر بشري مرستو او داخلي پروازونو ته پرانستل شو 

په افغانستان کې د قطر سفیر وايي ددې هیواد تخنیکي ټیم وتوانید چې د کابل هوایی ډګر د بشردوستانه او کورنیو الوتنو لپاره پرانیزي. 

05.09.2021 امریکا غږ

جنډوله:دبدامنۍ اؤ دعسکرو په لاس دکورونو دبې حرمتۍ په ضد ښځو احتجاج پیل کړی

د خیبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې نوې شامله کړی شوې پخوانۍ نیمه قبایلي سیمه جنډوله کې پښتنو میرمنو په خپله سیمه کې د ناامنۍ په ضد احتجاجي ناسته پیل کړې ده او وایي شاوخوا اووه تنه ځوانان یې امنیتي ادارو وړي دي هغه دې خوشي کړل شي.

05.09.2021 ډیوه

'جي شل' هېوادونه ایټالیا کې د کرونا وبا د مهارولو لپاره پر نورو اقداماتو بحث کوي

په پام کې ده د جي شل (G-20) ډلې هېوادونو د روغتیا وزیران نن په ایټالیا کې سره جرګه شي چې د کرونا وبا د مهارولو لپاره پر نورو اقداماتو بحث وکړي. دغه دوه ورځنۍ غونډه به د کرونا ویروس په وړاندې د روانو هڅو ترڅنګ پر نورو وباګانو د غلبې لپاره پر ستراتېژیو متمرکزه وي. د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د دې دوه ورځنۍ غونډې تنظیموونکو ویلي، د غونډې هدف د همکاریو، پیوستون او عدالت د یوه قوي پیغام رسول دي چې هېڅوک باید شا ته پاتې نه‌وي. دغه غونډه د جي شل ډلې د غړو هېوادونو له‌خوا تنظیم شوې چې پیاوړی اقتصاد لري او دغه ډله به د اکټوبر په وروستیو کې د یوې سرمشریزې کوربه‌­توب هم کوي. د ایټالیا د روغتیا وزیر روبرټو سپیرانزا چې پرون‌یې د رواني روغتیا په اړه د متخصصانو د خبرو کوربه‌توب کاوه ویلي، له رواني روغتیا پرته روغتیا او سلامتي ممکنه نه‌ده.  ده ویلي چې د کرونا وبا د سختو میاشتو پر مهال رواني روغتیا لا مهمه شوې ده. د جي شل ډلې غړو هېوادونو د روغتیا وزیران به پر دې لارو چارو خبرې کوي چې ساینسي معلومات څنګه سره شریک شي او واکسین په څه ډول لا په عادلانه بڼه ټولو ته ورسول شي. په همدې حال کې د جي شل ډلې یوه غړي هېواد استرالیا نن په نیو ساوټ وېلز او ویکتوریا ایالتونو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو نږدې ۱،۷۰۰ مثبتې پېښې او د درېیو کسانو مړینه ثبت کړې ده. دغه هېواد هڅه کوي چې د ډېلټا په نوم د کرونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو مخه ونیسي. نیوزیلنډ هم نن د کرونا ویروس ۲۰ مثبتې پېښې ثبت کړي چې پرون هم دغه شمېر پېښې په‌کې ثبت شوې وې او چارواکي یې نور هم ډاډمن کړي چې د دغه ویروس د خپرېدو د اوسني بهیر په وړاندې په مبارزه کې لاسبري دي. د امریکا متحده ایالاتو کې د هغو پروګرامونو د ختمولو هڅې روانې دي چې حکومت‌یې مالي ملاتړ کاوه او په اوونیز ډول د بې‌کارۍ په بدل کې خلکو ته پیسې ورکول کېدې. د امریکا فډرال حکومت د کرونا وبا له خپرېدو سره سم تېر کال د وزګارتیا په بدل کې خلکو ته د پیسو د ورکړې پروګرام پراخ کړی و. خو په راروانو ورځو کې به دغه امتیازونه پای ته ورسېږي چې له مخې به‌یې په ملیونونو وزګار امریکايي وګړي په داسې حال کې چې له غیر یقیني راتلونکي سره مخامخ دي، بېرته د کار بازارونو ته ستنېږي. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۲۰ ملیونو دوه لکه ۹۰ زرو ته او په دې ویروس د مړینو شمېر څلورو ملیونو ۵۶ زرو ۲۰۰ ته نږدې شوی دی.

05.09.2021 ازادي راډیو

ګلبدین حکمتیار سره دجنرال فیض لېدنه،دټول شموله حکومت په څرنګوالي یې ورسره خبرې کړي،افغان رسنۍ

دافغانستان خبري رسنۍ وایي دکابل په سفر تللي دپاکستان دپوځي استخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر جنرال فیض حمید دحزب اسلامي دمشر ګلبدین حکمتیار سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت دجوړیدو په څرنګوالي خبرې کړې دي.

05.09.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more