ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګرو ملتونو دطالبانو لخوا کابینه کې ښځو ته په برخې نه ورکولو اندېښنه ښودلې

دامریکې نه وروسته ملګرو ملتونو هم دطالبانو لخوا اعلان کړل شوې کابېنه کې دښځو په نه شتون اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ وایي افغانستان کې تلپاتې سوله اؤ ثبات ټولو خواؤ ته دهغوئ په حقونو ورکولو پسې اړه لري.

08.09.2021 ډیوه

پاکستان د افغانستان په اړه د ګاونډيو هيوادونو سره غونډه کوي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي د افغانستان د ګاونډيو ملکونو سره د دغه هيواد په روانو حالاتو د بحث دپاره آن لاين غونډه نن په اتم ستمبر رابلل شوې ده.

08.09.2021 ډیوه

کابل کې نن بیا ځینو ښځو لاریون کړی، خو طالبانو یې مخه نیولې 

کابل کې نن یو ځل بیا یو شمېر ښځو لاریون کړی، خو د طالبانو له‌خوا یې مخه نیول شوې. لسګونه ښځو چې د دشت برچي سیمې څخه یې لاریون پیل کړ، د ازادۍ، خپلو حقونو د خوندیتوب، د پاکستان خلاف او د جګړې ضد شعارونه ورکول. لاریون د کابل د لویدیځ ۱۳مې ناحیې اړوند دشت برچي سیمې څخه پیل شو، خو طالبانو د مزاري څلور لارې وړاندې د مخکې تګ اجازه ور نه کړه. د لاریون کوونکو له ډلې یې ډېرې د طالبانو د واکمنۍ خلاف دي او وايي، دې ډلې یې حقونه تر پښو لاندې کړي دي. مریم چې د پاکستان ضد شعار یې له ځان سره لېږداوه وايي، طالبان یې د غږ له پورته کېدو وېره لري: "طالبان وېرېږي چې موږ خپل غږ رسنیز کړو. دوی وېرېږي چې ناسم کارونه او د پاکستان مزدوري او ټول به یې بربنډ شي. له همدې امله یې زموږ ټیلیفونونه واخیستل او زموږ ټولې ویډیوګانې یې له‌منځه یوړې. دوی اجازه را نه کړه چې خپل ټیلیفونونه هم را وباسوو." خو طالبانو په ځلونو له پاکستان سره خپلې اړیکې رد کړي او وايي، خپلواک دي. د لاریون یوه بله ګډونواله شکېبا بیا له دوی سره د طالبانو له‌خوا له دوی سره د شوي تاوتریخوالي خبره کوي: "د طالبانو له یوه سخت مقاومت او تاوتریخوالي سره مخ شوو. دوی موږ سره تاوتریخوالی وکړ او موږ وپاشل شو، ولې بیا هم موږ غواړو نړیوالې ټولنې ته خپل غږ پورته کوو، خو دوی موږ څاري." په ورته وخت کې د اطلاعات روز ورځپاڼې ادعا کړې چې د دې لاریون د خبري پوښښ لپاره یې سیمې ته تللي ۵ خبریالان طالبانو له ځان سره وړي دي، خو ورځپاڼې د‌ دې خبر وروسته وویل، نیول شوي خبریالان یې بېرته پرېښودل شوي. هاخوا طالبان په دې اړه چوپ دي. له کابل ور هاخوا په کندز او بدخشان کې هم یو شمېر ښځو او نارینه‌وو لاریون کړی، خو په کندز کې بیا د طالبانو د واکمنۍ په ملاتړ او بدخشان کې د دې ډلې ضد غږ پورته شوی. له بدخشانه راپورونه وايي، طالبانو له لاریون کوونکو سره تاوتریخوالی کړی او ځینې یې له ځان سره وړې دي. له پروان هم ورته خبرونه را رسېدلي. سیمه کې یو شمېر خبریالانو ازادي راډیو ته ویلي، طالبانو پر لاریون کوونکو ډزې کړي چې یو شمېر یې ټپیان شوي او ځینې نور یې له ځان وړي دي. د دوی له قوله، ځینې خبریالانو سره هم تاوتریخوالی شوی او وسایل یې طالبانو اخیستي دي. ازادي راډیو له طالبانو د لاریون کوونکو سره د تاوتریخوالي او پر دوی د هوايي ډزو په اړه وپوښتل، خو هېڅ یوه مطبوعاتي غړي یې تر دې دمه ځواب نه دی ورکړی. پرون هم په کابل کې سلګونه کسانو لاریون وکړ او په خپلو شعارونو کې یې د پاکستان ضد ناره پورته کړه. دوی یو ټول ګډونه حکومت غوښت او تر خوا یې په پنجشېر د پیل شوې جګړې د پای غوښتنه کوله. خو په کابل کې پروني لاریونونه هم له تاوتریخوالي سره مله وو او په ماښام یې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته وویل، لا یې حکومت بشپړ نه دی او په داسې یوه وخت کې لاریونونه بې ګټې دي. ښاغلي مجاهد له رسنیو هم وغوښتل چې د نوي حکومت د کار تر پیله، د لاریونونو له خبري پوښښ ډډه وکړي.

08.09.2021 ازادي راډیو

امریکې د طالبانو په کابينه اندېښنه څرګنده کړې

امريکې په افغانستان کې د طالبانو په اعلان شوې کابينه اندېښنه څرګنده کړې  چې ښځې پکې نشته او ځينې داسې کسان پکې شامل دي چې په تيرو وختونو کې پرې بندېزونه  لګېدلي.

08.09.2021 ډیوه

د طالبانو د کابینې د اعلان په اړه غبرګونونه

وروسته له هغه چې طالبانو خپله موقته کابینه اعلان کړه، یو شمیر سیاسي ګوندونو، د سیاسي‌ چارو شنونکو ، چارواکو په خاص ډول د یادې ډلې ضد اړخونو تند غبرګونونه څرګند کړي دي.

08.09.2021 امریکا غږ

شمالي وزيرستان: چاودنه کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې په يوه چاودنه کې دوه پاکستاني پوځي سرتیري وژل شوي دي، پوځ ويلي په ډزو کې يې يو ترهګر هم وژلی دی.

08.09.2021 ډیوه

د سوریې د حکومتي ځواکونو په برید کې څلور ملکیان وژل شوي

په بریټانیا کې میشت د جګړې یو څارونکی بنسټ وایي د سه شنبې په ورځ اګست ۷ (وږې شپاړسمه) د سوریې په ادلیب ښار کې د هغه هیواد د حکومتي ځواکونو په راکټي برید کې د یوه ماشوم په ګډون څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

08.09.2021 امریکا غږ

امریکا: د طالبانو په کابینه کې د یو شمیر کسانو د سابقې او روابطو په اړه اندیښنه لرو 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له خوا د کابینې له اعلان وروسته، د سه شنبې په ورځ اګست ۷ ( وږې شپاړسمه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د نومونو لیست یې لیدلی او په اړه یې ارزونې کوي. 

08.09.2021 امریکا غږ

له افغانستان څخه وتل؛ بلینکن د کانګرس غړو ته ځواب ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن ژمنه کړېده چې راتلونکې اوونۍ به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرمهال د ګډوډیو د رامنځ ته کیدو‌ په اړه د کانګرس د غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي. 

08.09.2021 امریکا غږ

بلېنکن به آینده هفته د افغانستان په اړه د سنېټرانو پوښتنو ته جواب وایي

د حکومت مخالف رېپبلېکن استازو او همدا راز د واکمن ډېموکرټیک ګوند ځیني استازو په صدر جو بایډن باندې د افغانستان نه د امریکني شهریانو، عسکرو، او زرګونو افغان اتحادیانو او ترجمانانو د ویستلو په طریقه کار سخت تنقیدونه کړي دي.

08.09.2021 ډیوه

ملګري ملتونه: هیله من یو ژر د ځمکې له لارې افغانستان ته مرستې ورسیږي

د ملګرو ملتونو یوه جګپوړي چارواکي د سه شنبې په ورځ، سپټمبر ۷ وویل، ملګري ملتونه هیله من دي چې ډیر ژر د ځمکې له لارې افغانستان ته مرستې ورسوي.

08.09.2021 امریکا غږ

د طالبانو نوې کابینه کې د حقاني ډلې شتون - په دوو یې انعامونه ټاکل شوي

په دري دېرش (۳۳) کسانو چې طالبانو خپل د نوي حکومت اهمو عهدو ته اعلان کړل، کم لږ ترلږه څلور داسې کسان شته چې نومونو سره یې "حقاني" لیدل کیږي. په سراج الدین حقاني او تره یې، خلیل الرحمن حقاني، لس میلینه ډالره انعامونه ټاکل شوي دي.

07.09.2021 ډیوه

د امریکې خارجه وزیر به د کانګرس ډلې ته د افغانستان په اړه وېنا کوي

د صدر جوبایډن د واکمن ډېموکرېټک پارټۍ د کانګرس ځینې غړي او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس غړي افغانستان نه د امریکايي ځواکونو، امریکايي شهریانو او افغان اتحادیانو د راوېستلو په طریقه کار تنقید کوي

07.09.2021 ډیوه

د 9/11 حملو د مرکزي ملزم یا ماسټر مایڼد خالد شېخ مقدمه بیا شروع کېږي

خالد شېخ محمد د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې د کال 2003 د مارچ په لومړۍ نېټه نیول شوی دی. هغه او د هغه څلور مرستیالان دا وخت د امریکې د سمندري پوځ په زندان کې دي چې د "وار ان ټېرر" یا په ترهګرۍ جنګ نومې زندان هم بلل کېږي

07.09.2021 ډیوه

مجاهد د کابل مظاهرې "اشوب" او اعتراض کوونکي "اشوبګر" وګڼل

د طالبانو ویاند ذبیح‌ الله مجاهد، په افغانستان کې او په ځانګړې توګه په کابل کې شوي اعتراضونه "آشوب" او اعتراض کوونکي "آشوبگر" وګڼل.

07.09.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more