ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملا یعقوب: د عفوي فرمان عمومي دی، طالبان د چا د وژلو حق نلري 

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب په یوه نوي غږیز پیغام کې ویلي داسې راپورونه ورته رسیدلي چې ګواکې د طالبانو جنګیالیو یو شمیر کسان ، له طالبانو سره د دښمنۍ او مخالفت له امله وژلي دي.‌

24.09.2021 امریکا غږ

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان له قریب الوقوع بشري ناورین سره مخ دی

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټډروس ادهانوم  وایي افغانستان د مسلکي کسانو د تیښتې او د نړیوالو مرستو د کمیدو له امله له یوه قریب الوقوع انساني ناورین سره مخ دی.

24.09.2021 امریکا غږ

د امریکا د کانګرس دوو غړیو له احمد مسعود سره خبرې کړي

د متحده ایالاتو د استازو د مجلس غړي مایکل والټز او د سنا مجلس غړي لینډسي ګراهام د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود سره په ټیلیفون د خبرو کولو خبر ورکړی.

23.09.2021 امریکا غږ

صدر اردوان: د طالبانو رویه او حکومت، ټولشموله ندي

اردوان د زیارت/پنجشنبې په ورځ ویلي چې که طالبان داسې یو حکومت جوړ کړي چې هغه کې نور خلک هم شامل وي، نو ترکي بیا مایله ده چې له هغو سره کار وکړي.

23.09.2021 ډیوه

قریشي: نړۍ دې طالبانو سره جوړجاړی وکړي او د افغانستان شتمنۍ دې ازادې کړي

په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسیدو راهیسې، پاکستاني چارواکو په پرله پسې توګه نړۍ دې ته هڅولې چې د طالبانو په برخې کې واقعیتونو ته وګوري، حوصله دې ورسره وکاندي او آن دا چې نړۍ یې دیته هڅولې چې دغه ډله دې نه منزوي کوي.

23.09.2021 امریکا غږ

داعش په اړه د امریکايي مامورینو د خبرداري ترڅنګ څېړونکي داعش د پاکستان دپاره هم خطر ګڼي

د پاکستان د پوځ پخوانی برېګېډییر او د امنیتي چارو څېړونکی سید نذیر وايي "داعش خراسان د افغانستان پاکستان په سیمه کې اوس یو حقیقت دی او د ترهګرۍ ورستۍ پېښې په پاکستان کې د ډلې (داعش) شتون څرګندوي."

23.09.2021 ډیوه

امریکا کې ۲نوي افغان کډوال د جنسي تیري او کورني تاوتریخوالي په تور بندي شول

دوه افغانان چې تازه د افغانستان نه متحده ایالاتو ته راغلي و او د ویسکانسن ایالت د مک کای په نظامي اډې کې ځای پر ځای شوي و، یو یې د کم عمره نجلۍ سره د جنسي تیري او بل یې د کورنۍ د یو غړي سره د زور زیاتي کولو په تور بندي شول.

23.09.2021 امریکا غږ

دنيوزي لينډ د لوبډلې بېرته تګ دهند سازش ٶ که دپاکستان خپله ناکامي؟

اپوزيشن ګوندونه وايي حکومت دې په نورو د تورونو لګولو پځاٸ خپل ګريوان تټ سر ښکته کړي چې ولې دسفارتي تنهايۍ ښکار کيږي

23.09.2021 ډیوه

په کابل کې خبریال د نامعلومه حمله کوونکي په ډزو زخمي شوی

د خبریالانو د تحفظ دپاره کار کوونکي نړیوالې ادارې کمېټي ټو پروټېکټ ژورنلسټس ترمخه د سېټمبر په اووه او اتمه نېټه 14 خبریالان د یوې مظاهرې د خبر ورکولو په مهال په کابل کې نیول شوي وو او نهو خبریالانو تشدد شوی و

23.09.2021 ډیوه

که افغانستان يوازې پرېښودل شو ترهګري به زياته شي،معيد يوسف

دپاکستان دقامي سلامتیا د پاره د وزیراعظم سلاکار معید یوسف یو ځل بیا پر نړۍ دافغان بحران د مخ نیوي د پاره د افغانستان سره د رابطو غږ کړى او ویلي يې دي که چرې افغانستان یوازې پریښودل شو نو ترهګري به زیاته شي-

23.09.2021 ډیوه

له کابل نيولو وروسته دطالبانو مخي ته پراته خندان څه دي؟

څيړونکي وايي دافغان طالبانو واک کې راتلو سره سم دوؽ د ګڼ شمېر ننګونوسره مخ دي٠ څېړونکي په دې نظر دي که يو خوا دداعش وسله وال تنظيم دبريدونو  لړۍ چټک شوې ده نو بلخوا دطالبانو لخوا دسخت دريځۍ نه تېريدل او يا په دې کې  نرمۍ راوستو سره د دوٸ جنګيالي د نورو وسله والو ډلو ليکو ته ورننوتلى شي۔ کارپوهان وايي که افغانستان کې دافغان طالبانو دمخالفو جنګيالو په وخت مخه ونه نيول شوه نو دلته د ځانمرګي بريدونواو بمي چادونو يوه نوې لړۍ پېل کيدى شي ـ د څېړونکو په اند دافغانستان نه د امريکايي فوځ وتلو او په پينځلسم اګست د طالبانو لخوا د کابل نيولو وروسته طالبان د نړۍ سره د اړيکو، کورنيو ستونزو او د داعش لخوا د بريدونو سېوا کيدو خطر سره مخ دي۔ په 26 اګست چې د کابل د هوايي اډې څخه امریکايي ځواکونه دخلکو د ويستلو په عمل بوخت وٶ داعش په هوايي اډه ځانمرګی بريد کړی ٶ چې د 13 امریکايي سرتيرو په ګډون پکې 169 کسان وژل شوي وو. ددې ترڅنګ په کابل ، ننګرهار او دپاکستان يو شمير سيمو کې هم داعش په نزدي ورځو کې د ګڼو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده، د پېښور پوهنتون دجرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف ډيوه ته وايي داعش د افغان طالبانو په ضد د کابل له نيولو روسته عمليات چټک کړي او دا به د افغانو او د سيمې هېوادونو د پاره ستر چېلنج وي۔ آمریکايي پوځي چارواکي ګڼي چې په افغانستان کې داعش د 2000 پورې سخت دريځه جنګيالي لري خو ځينې بهرنۍ استخباراتي ادارې خيال کوي چې دا شمېرې به دې نه هم سېوا وي. د امریکا او د لويديځ د ترهګرۍ ضد چارواکو خبرداری ورکړی چې داعش خراسان په افغانستان کې خپل فعاليتونه دوامداره ساتلي او توان لري چې په ښارونو کې د کابل په رنګ بریدونه وکړي. څيړونکى او د جرنلزم دڅانګې استاذ عمران بنګش وايي که افغان طالبان په سمدستي توګه داعش ډله قابو نه کړي نو ښکاري چې د تېر په څېر افغانستان کې بيا بمي چاودنې او ځان مرګي بريدونه سېوا شي۔ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يوې خبرې غونډي ته خپلې يوې وروستۍ وينا کې ويلي چې داعش ورته کومه خطره نه ده. هغه ويلي، تاسو به په خپله ووينئ دا به وروستی برید وي چې کړی يې دی له دې وروسته به دوی د دې جوګه نه وي چې په راتلونکې کې يې هم وکړي.

23.09.2021 ډیوه

د جنوبي وزيرستان د ماین چاودنو د اغېزمنو د پرلت 18 ورځ، په جاني خېلو کې هدفي وژنه شوې

په جنوبي وزیرستان کې د ماین چادنو ښکارکسانو احتجاجي پرلت نن په په 18ورځ دوام لري دوی وایي که غوښتنې يې نه منل کیږی بیا اسلام اباد ته لاریون کوي. بل لورته د بنو په جاني خېلو کې بیا د هدفي وژنې پیښه شوې چې پکې یو تنکې ځوان مړ او بل ټپي شوی دی. پولیس تايید کړي چې په هدف شوي کسان وروڼه دي.

23.09.2021 ډیوه

د پوهنتونونو د استادانو ټولنه: علمي بستونو کې دې مناسب کسان وټاکل شي

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو ټولنې له طالبانو څخه غوښتي چې په علمي او اکاډمیکو بستونو کې په علمي معیارونو برابر او مناسب کسان وټاکي.

23.09.2021 امریکا غږ

پښتانه نن په 23 ستمبر د کلتور ورځ نمانځي

پښتانه نن په 23 ستمبر د خپل کلتور ورځ نمانځي، پښتانه پوهان وايي د پښتون کلتور د ورځې نمانځلو هدف نړۍ ته ښودل دي چې پښتانه خپل کلتور لري، نه چې د نورو کلتورونو سره وتړل شي.

23.09.2021 ډیوه

داعش خراسان د امريکا او لويديځ دپاره غټ خطر جوړېدی شي

ښايي له افغانستان څخه د امریکا د وتلو وروسته امریکا او لویديځ ته داعش خراسان يا په افغانستان کې د داعش سره تړاو لرونکې ډلې تر ټولو غټ خطر جوړ شي.  نه چې القاعده، د چا چې د طالبانو سره د اوږدې مودي اړيکې دي.

23.09.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more