د وزيرستان نه تښتول شوي څلور کسان خوشي کړل شوي دي
د شمالي او جنوبي وزیرستان نه د وکیل عتیق داوړ او انجنیر همایون داوړ او د هغو سره یو بل تښتول شوی تن خوشي کړل شوي دي. د دې ترڅنګ د جنوبي وزيرستان د مکین سيمې نه تښتول شوي د اېس ار اېس پي ادارې انجنیر شفیع الله ګنډا پور هم خوشی شوی دی.
د پاکستان د مرکزي بېنک سره شتمنۍ راکمې شوي
د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) وايي د غېرملکي زر مبادله په ذخيره کې 1.64 اربه ډالره کمی راغلی دی او اقتصاد پوهان وايي په راتلونکي وخت کې به دا ذخيره نوره هم راکمه شي ځکه چې د پاکستان تجارتي خساره د مجموعي امدنۍ نه څلور فيصده نوره زياته شوې ده.
بلوچستان: سي ټي ډي د نهه ترهګرو د وژلو دعوه کړې
د پاکستان د بلوچستان صوبې د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې په مستونګ ضلع کې يې عمليات کړي او نهه ترهګر يې وژلي دي.
ګوتېرش: افغانستان کې پاتې کیږو او د نجونو او ښځو د حقونو دفاع کوو
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وايي، تر څو چې افغان نجونې ښوونځي او مېرمنې دندو ته نوي ستنې شوې خپلې هڅې به ونه دروي.
لکي مروت: د پښتو ژبې ياد شاعر او ليکوال عبدالرحيم مجذوب په حق ورسېد
د پښتو ژبې ياد شاعر او ليکوال عبدالرحیم مجذوب د 86 کالو په عمر کې د خېبر پښتونخوا د لکي مروت د سرای نورنګ په مينداد خېلو کې په حق ورسېد او هم نن د خالي/ شنبې په ورځ (23 اکتوبر) به په خپل کلي کې خاورو ته سپارلی شي.
امریکا د پاکستان سره معاهدې ته نزدې شوې چې په افغانستان کې د عملياتو دپاره ورته هوايي لاره ورکړي
د امریکې د صدر جوبايډن انتظامیې قانون جوړونکو ته ويلي چې امریکا د پاکستان سره معاهدې يا تړون ته نزدې شوې چې د پاکستان هوايي لاره په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد پوځي او استخباراتي عملياتو دپاره وکاروي.
د امریکا د دفاع وزیر: د افغان متحدینو د راویستلو هڅې دوام لري
د امریکا د دفاع وزیر وايي د هغو کسانو د راوېستلو هڅې دوام لري چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړېده.
کابل ښاریان: طالبان باید د شیعه ګانو د جوماتونو امنیت وساتي
د کابل یو شمیر ښاریانو د رویټرز خبري اژانس ته د جمعې په ورځ اکټوبر ۲۲ ( تلې ۳۰) ویلي، دوی هیله مند دي چې طالبان به د شیعه ګانو د جوماتونو او نورو مذهبي ادارو امنیت وساتي.
پوټن: روس غور کوي چې طالبان ترهګرو د فهرست نه لرې کړي
د رویټرز په قول صدر پوټن دا غوښتنه هم وکړه چې افغانستان سره دې اقتصادي مرسته وشي او د هېواد منجمد اثاثې دې ورته ورکړی شي چې دا ډول د سیمې ثبات یقیني کړی شي
په لاهور کې د تحریک لبېک د لاریون په مهال دوه پولیس وژل شوي
د جمعې په ورځ کله چې د ټي اېل پي لاریون شروع شو نو پولیس لارې او سړکونه په کنټېنرانو بند کړي وو. په دې مهال مظاهره چیانو په پولیس کاڼې وورول او پولیس په ځواب کې د اوښکې بهونکی ګېس وچلولو
یو افغان په امریکا کې د جنسي تیري په تور ونیول شو
د امریکا د مونټانا ایالت د عامې روغتیا او بشري خدماتو ریاست وایي یو افغان ځوان په یوې نجلۍ د جنسي تیري په تور نیول شوی.
نظرپوښتنه: زیاتره پاکستانیان خپل ملک ښځو دپاره محفوظ ځای نه ګڼي
د غیر دولتي تنظیم د خویندو کور یاسمین اختر وايي چې ښځې نه یواځې د کور نه بهر غیر محفوظه دي بلکې د کور دننه هم غیر محفوظه دي، د هغې په قول په کور کې په ښځو تشدد کیږي او زیاترو مېرمنو ته په جایداد کې برخه نه ورکول کیږي
د ويغور مسلمانانو سره د سلوک په سر په چين نړيوال تنقيد په زياتېدو دی
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميټۍ غړي او جوړښت د وخت سره سره فراخيږي او دا د ځينې ملکونو په خاصه توګه د يورپي ملکونو د هغه ګروپ دجوړېدو وروستو کيږي چې په نزدې کلونو کې د بشري حقونو د خيال ساتلو د پاره په بېجينګ دباو اچولو ته رامخکې شوی دی
افغان مېرمنو د خپلو حقونو او تعلیم په سر په طالبانو د نړیوال فشار غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر نیویارک کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ شوي غونډه کې د افغانستان پخوانۍ سفارتکارې اسیله وردک وویل د ملګری ملتونو نه غواړي چې د طالبانو سره دی خبري وکړي او خپل اثر دې پي استعمال کړي
آیا ناټو او امریکا به د چین د احتمالي برید مقابل کې د تایوان دفاع وکړي؟
د تایوان پر سر د متحده ایالاتو او چین جنجال نوی ندی خو د دواړو هیوادونو تر منځ دا جنجال وروسته تر هغه ډیر شو چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وویل د تایوان د دفاع سره د مرستې په خاطر یې موافقه کړې.