روسیه، چین او ایران به د سیمه ایز ثبات لپاره طالبانو سره کار وکړي
روسیې او د مرکزي آسیا قدرتونو د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۰ (تلې ۲۸) توافق وکړ چې په سیمه کې به د امنیت په هدف له طالبانو سره کار کوي.
د سیمې قوتونه: افغانستان سره دې ډیره مرسته هغه هیوادونه وکړي چې هلته یې پوځی حضور درلود
د مسکو په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) لسو سیمه ییزو قوتونو د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو د مرستو د یو کنفرانس د جوړیدو د وړاندیز پلوي وکړه چې افغانستان د اقتصادي زوال او د بشري ناورین څخه وژغورل شي.
افغانستان خپله دویمه تمریني لوبه له ویسټ انډیز نه وګټله
افغانستان د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په دویمې تمریني لوبه کې ویسټ انډیزته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه.
سپینه ماڼۍ د پنځو نه تر ۱۱کلنو ماشومانو واکسین کولو ته تیاری نیسي
سپینه ماڼۍ وایي د متحده ایالاتو د امراضو د وقایي او مخنیوي مرکز د تائید سره سم به د ۵-۱۱کالو ماشومانو ته به د کروناویروس ضد واکسین کولو لړۍ پیل شي.
افغان څارنوالان اندېښمن دي چې پخواني طالب قېدیان به ترې بدل اخلي
طالبانو د اګست په مياشت د افغانستان د نيولو وروسته د عام معافۍ اعلان کړی ، خو د بشري حقونو ډلې وايي طالبان د عدالت نه پرته د تېر حکومت چارواکو په وژنه کې ککړ دي
افغانستان کې د ښځو چارو ریاست ولې مهم وو؟
وروسته له هغه چې طالبانو په کابل کې د ښځو چارو وزارت پرځای د دعوت، ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت رامنځته کړ، د چهارشنبې په ورځ د کندهار ولایت کې د ښځو چارو ریاست هم په دعوت، ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم ونومول شو. طالبانو د سېپټمبر میاشتې په اوومه نېټه خپله ۳۳ کسیزه کابینه اعلان کړه چې یوه ښځه هم په کې نشته. په دې اړه د ازادي راډیو خبریاله ملالۍ بشير د کندهار له یوې فعالې مذلفه کاکړ سره خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلي چې ولې د ښځو چارو ریاست مهم وو؟ دا مرکه د لاندې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:
د مسکو غونډه: روسیې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې افغانستان سره مرسته وکړي
د مسکو غونډه د طالبانو د پلاوي او د لسو نورو هیوادونو د استازو په ګډون سره د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ (تلې ۲۸) د مسکو په ښار کې جوړه شوه چې په ترڅ کې یې روسیې د افغانستان سره د نړیوالو مرستو غږ وکړ.
پښتو سره مینې په حاجي اسلم څلور زره زړې سندرې تاریخ ته خوندې کړې
دهغه په وینا دا سندرې د نولس سوه دویم نه شروع شوې دي او تر ۱۹۳۴م کې چې کله دلته بجلي راغله د هاغه وخت سندرې پکې هم شاملې دي.
په پارلېمنټ کې د قبایلي ضلعو څوکۍ زیاتوولو دپاره د قانون مسوده منظوره شوه
په مجوزه قانون کې د قباېلې ضلعو د قامي اسمبلۍ لپاره څوکې د شپږ پر ځای نهو ته او د صوباې اسمبلۍ چوکې د ١٦ پر ځای ٢٠ ته رسوولو وړاندېز شوی دی
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
ایا دعمران خان وینا کې دمدینې د ریاست اؤ "ښه جنرال"مثالونه دپاکستان پوځ ته اورؤنې لپاره وؤ؟
د وزير اعظم عمران خان وايي د مدينې رياست کې به د قانون واکدارۍ او وړتیا ته لومړيتوب ورکول کيدو او هغه به هم تل پاکستان کې د قانون د سرلوړۍ لپاره خپله مبارزه دوامداره ساتي.
ډونلډ ارمین بلوم پاکستان دپاره امریکایي سفیر نومول شوی
دامریکې صدر جوبایډن دپاکستان دپاره ډونلډ ارمین بلوم سفیر نومولی څوک چې دا مهال تیونس کې دامریکایي سفیر په توګه خپل خدمات ترسره کوي.
روس په افغانستان کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د غونډې د پرانېستلو په موقع د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو وویل په افغانستان کې د ثبات دپاره یو داسې ټول شموله حکومت ضروري دی چې پکې نه یوازې د ټولو قومونو بلکې د ملک د ټولو سیاسي قوتونو د مفاداتو عکاسي شوي وي
دبلوچستان د وزير اعلا جام کمال پرضد نن دبې باورۍ تحريک وړاندې کيږي
دا تحريک به د بلوچستان عوامي ګوند د مرورو حکومتي غړو له لوري د خپل ګوندي ملګري جام کمال پر ضد وړاندې کېږي چې د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوندونو ۲۴ غړو هم ددې تحريک ملاټر اعلان کړی دی۔
د روسیې ننۍ غونډه کې طالبان څه ترلاسه کولی شي؟
د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف ویلي چې روس، چين او پاکستان افغانستان ته دمالي مرستو ورکولو تابیا لري خو وايي د طالبانو حکومت په رسميت پېژندو ته لا تیار نه دي.