افغانستان او پاکستان سبا T-20 ورلډ کپ کې د یو بل سره مخامخ کېږي
د افغانستان سپېنر راشدخان رویټرز خبري ادارې ته وویل د افغان ټيم د اینده په اړه د تشویش نه پرته په د T-20 ټونټي په مقابلو کې برخه اخلي. "زمونږ په ذهن کې یوازې یوه خبره ده چې مونږ دلته د ورلډ کپ دپاره راغلي یوو."
د کرکټ نړیوال جام؛ د افغانستان او پاکستان سیالي
د کرکټ د شلو اورونو نړیوال جام د سیالیو په لړ کې د افغانستان او پاکستان لوبډلې په خپلو کې مسابقه کوي. پاکستان د هند او نیوزیلنډ په ماتولو سره اوس د دویم ګروپ د جدول په سر کې دی، افغانستان تر پاکستان وروسته د سکاټلنډ په وړاندې په یوې بریا سره په دویم کتار کې راځي. تمه کېږي چې په افغانستان او پاکستان کې په ملیونونو کسان د دواړو هېوادونو د کرکټ مسابقه وګوري. له ازادۍ رادیو صفي الله ستانکزي او امید مرزبان، دغه راز له مشال راډیو اسرار عالم مومند په نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان د مسابقې په اړه بحث کړی دی.
د خلیلزاد څرګندونو ته غبرګونونه
زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د نظامي بریا لوی دلیلونه تر ډیره د جمهور رئیس غني "لجاجت" د افغان مشرانو "خودخواهي" او د جګړې لپاره د افغان پوځیانو د ارادې نشتوالی، وباله.
بلینکن د افغانستان څخه د وتلو د بهیر د ارزیابۍ امر کړی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وایي د اګست په میاشت کې د افغانستان څخه د امریکا د وتلو د بهیر د بشپړې ارزیابۍ امر یې کړی.
بلنکن له افغانستانه د وتلو د بهیر د بیا کتنې امر کړی
واشنګټڼ – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، ده په اګسټ کې له افغانستان څخه د امریکایانو د وتلو د بشپړې بیا کتنې امر کړی. له افغانستان څخه د امریکایانو له وتلو سره دغلته د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا د دوو لسیزو جګړه پای ته ورسېده. په دغه مهال د طالبانو لخوا د کابل له نیولو او د ولسمشر اشرف غني حکومت له پرځېدلو سره، امریکا او متحدینو یې په چټکۍ سره تر ۱۲۴۰۰۰ زیات ملکیان چې په هغو کې امریکایان، افغانان او نور شامل وو په الوتکو کې وویستل. که څه هم په تېرو دوو میاشتو کې ځینې کسان په دې توانیدلي چې له افغانستان څخه ووځي، خو په زرګونو نور افغانان چې له امریکایانو سره یې کار کړی وو د تخلیې د بهیر له پای ته رسېدو وروسته هم هلته پاتې شول. د کابل د هوايي دګر له لیارې د تخلیې په بهیر کې ۱۳ امریکایان په یوې بمي چاودنه کې ووژل شول چې پړه یې د داعش ډلې ومنله. بلنکن چې له واشنګټن څخه د باندې یې په فارن سروېس انسټیټیوټ کې یوه ډله وکیلانو، ډپلوماټانو او نورو ته وینا کوله وویل، "ما په داخلي توګه د یو لړ بیا کتنو امر کړی چې له افغانستان څخه د تخلیې او د بیا ځای پر ځای کېدو په بهیر کې زمونږ په پلانونو او د عملي کېدو په چارو باندې تمرکز لري." بلنکن د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د تخلیې د هڅو ستاینه کړې خو دا یې هم ویلي چې دغه اداره باید له دې څخه زده کړه وکړي که چېرې بیا امریکا له یو داسې حالت سره مخ کېږي چې د جګړې له سیمې څخه ډول په چټکۍ سره تخلیه ترسره کوي. بلنکن زیاته کړه، "ډېر داسې شیان دي چې اوس ورته بیا له شا ګورو نو مونږ باید وپوښتو چې ایا مونږ بل ډول څه کولای شول. ایا هغه ګام مو بل ډول پورته کولای شو. یا هغه لومړنۍ نظریه مو باید لومړۍ ازمویلې وای. ایا هاغه پرېکړه مو باید نوره هم ژر کړې واي؟" دغه جګ پوړي امریکايي ډپلوماټ د دغو بیا کتنو په اړه نور تفصیل ور نه کړ خو دومره یې وویل چې مونږ یې ځان، افغان ملګرو او شریکانو او په راتلونکې کې د بهرنیو چارو وزارت مامورینو ته چې بیا ښايي له دغه ډول حالاتو سره مخ شي اړین بولو. د امریکا خبري رسنیو تېره اونۍ راپور ورکړی وو چې د بهرنیو چارو لوی مفتش به په افغانستان کې د ډپلوماټیکو عملیاتو د پای ته رسېدو ارزونه کوي او د امریکا لپاره به د کډوالو د ځانګړو ویزو یا اس آی وي کتنه هم کوي د کومې لارې چې افغانان وتوانیدل چې امریکا ته راشي او دلته ژوند وکړي. اخوا د افغانستان د پرځول شوي ولسمشر اشرف غني مرستیال امرالله صالح د زلمي خلیلزاد هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی چې وايي، د طالبانو د بریا لوی دلایل تر ډېره د ولسمشر غني لجاجت، د افغان مشرانو خودخواهي او د جګړې لپاره د افغان پوځیانو د ارادې نشتوالی وو. امرالله صالح ویلي، د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغانانو سره د شوې لویې دوکې اصلي طراح و. نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، خلیلزاد د افغانستان له جمهوري نظام سره د قربانۍ د بزې په څېر چلن کاوه او تر هغې یې ورسره لباسي همدردي کوله چې چاړه د جمهوریت تر مرۍ ورسېده. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي خلیلزاد دا څرګندونې د شورو یا چهار شنبې په ورځ په یو انلاین بحث کې کړې وې.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
اسلامي نظریاتي کونسل د جنسي تېري مجرم دپاره د خصي کولو سزا غیر اسلامي بللي
د اسلامي نظرياتي کونسل د دوه ورځنۍ غونډې نه پس جاري کړی شوي يو بيان ترمخه کونسل اف اسلامک ائېډيالوجي يا اسلامي نظرياتي کونسل په زور د جنسي فعل د مجرمانو خصي کول غېر اسلامي وبلل
دپښتونخوا دشاتو کاروباریان وایي دافغانستان وضعیت تاوان سره مخ کړي
د خېبرپښتونخوا د شاتو کاروبار کوونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت راتلو وروسته د پاکستان او افغانستان د شاتو صنعت د تاوان سره مخ شوی دی۔
له سعودي وروسته به پاکستان ایي ایم ایف نه هم پور ترلاسه کړي؟
پاکستان د کال ۱۹۵۰ راهسې د نړیوال اقتصادي فنډ غړی دی اؤ دخپل ګډوډ اقتصادي وضعیت او په وارداتو د زیاتې اډاڼې له امله کال ۲۰۱۹م پورې پاکستان ۲۲ ځله د ايي ایم ایف څخه پورونه اخستي دي-
راشد خان: کوښښ کوو پاکستان سره ښه لوبه وکړو او ویې ګټو
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشد خان هیله وښوده چې افغان لوبډله به له پاکستان سره ښه لوبه وکړي.
پنجاب اسمبلۍ نکاح نامه کې دختم نبوت دخانې اچولو پرېکړه لیک منظور کړی
دپاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب اسمبلۍ په نکاح نامه کې د ختم نبوت د خانې اچولو قرارداد منظور کړی دی.
خلیلزاد: اشرف غني د طالبانو په اړه تېروتلی و، امرالله صالح خلیلزاد "فریب" جوړونکی بولي
خلیلزاد وایي کله چې امریکا افغانستان نه دخپلو ځواکونو د ویستلو په اړه پرېکړه وکړه نو ولسمشر اشرف غني هغه ته وویل “اوس زه ازاد یم چې په افغاني شکل به جګړه وکړم. په شپږو میاشتو کې به طالبانو ته ماته ورکړم ځکه تاسې سمه جګړه نه کوله”
د اکتوبر په میاشت کې 29 پولیس، اېف سي او د پاکستاني پوځ عسکر وژل شوي
د میډيا رپورټونه ترمخه روانه د اکتوبر میاشت د پاکستاني امنیتي سرتيرو لپاره په روان کال کې تر ټوله خونړۍ میاشت ګرځېدلې ده. په دې میاشت کې شاوخوا 29 پاکستاني عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي هم دي. د پاکستان حکومتي چارواکو دا بریدونه غندلي دي.
د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته په افغانستان کې داعش او القاعده پياوړې کيږي
يو لوړ پوړي امریکايي چارواکي ويلي، د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته دغلته داعش او القاعده په تندۍ سره ځان پياوړی کوي او دا د امریکا او لويدیځ پرضد د بريدونو د اعتبار وړ اندېښمنه خبره ده.
کرمه: د افغانستان سره په پوله وسله وال بريد کې دوه پاکستاني سرتيري وژل شوي
د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې کرمې په پوله د پورې غاړې افغانستان د لوري نه ترهګر بريد شوی، د پاکستاني اېف سي ځواک دوه سرتیري پکې وژل شوي دي.