شمالي وزیرستان:چاودنو،هدفي وژنو اؤ عملیاتو کې د دوؤ عسکرو په ګډون اته کسان وژل شوي
امنیتي سرچینې وایي شمالي وزیرستان کې دتیرو دوؤ ورځو په مهال دسړک دغاړې چاودنو،هدفي وژنو اؤ دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې دوه امنیتي سرتیري،درې عام وګړي اؤ دوه ترهګر وژل شوي دي.
طالبانو پاکستان کې افغان سفارت او قونسلګریو ته خپل 'دپلوماتان' استولي
پاکستان کې په افغان سفارت او قونسلګریو کې د طالبانو استازو کار پیل کړی
دافغانستان دوضعیت له امله پاکستان کې دګاډو دکابلي پرزو نرخ ختلی دی
د افغانستان د روان وضعیت اغېزې دپاکستان او افغانستان دواړو هېوادونو په اقتصاد او د عام ولس په کاروبارونو هم شوې دي.
پاکستان کې تحریک لبیک ډله څنګه رامنځته شوه اؤ ترشا یې څوک ولاړ دي؟
څېړونکي وايي دا تندروه مذهبي ډله په بنيادي توګه بریلوي فکر لري او ددې مضبوط مرکز د پنجاب سرښار لاهور ګڼل کېږي خو ددې په پلويانو کې د پنجاب د جي ټى روډ په اوږدو کې د پرتو سیمو خلک شامل دي څوک چې په تاریخي توګه د طاقتور پوځي اسټبلشمنټ د پلويتوب مزاج لري.
"لوبې نه خوند واخلئ،سیاست ترې مه جوړوئ"پېښور کې دمیشت افغان کډوالو غوښتنه
نن دجمعې په ماسخوتن دافغانستان اؤ پاکستان دکرکټ لوبډلو ترمنځ کیدونکې سیالۍ ته خلک زیات لیواله دي اؤ ددې سیالۍ دکتلو دپاره پېښور کې په ځېنو سیمو کې ځانګړي انتظامات نیول شوي.
په افغانستان کې د داعش او القاعده پياوړې کېدو بدې اغېزې به په ګاونډيانو وي، څيړونکي وايي
څيړونکي وايي که چرته د طالبانو د کمزوري حکومت له امله داعش او القاعده په افغانستان کې پياوړي کيږي نو د امريکا او لويديځ په پرتله زياتې اغېزې به يې د افغانستان په ګاونډي هيوادونو وي.
میر عبدالقدوس بزنجو دبلوچستان نوی اعلا وزیر وټاکل شو
دصوبې داعلا وزیر دټاکنې دپاره دبلوچستان اسمبلۍ غونډه دجمعې په ورځ دسرپرست یا قائمقام اسپیکر بابر موسا په مشرۍ شوې چې پکې داسمبلۍ ۳۹ غړو دمیرعبدالقدوس بزنجو په پلوۍ خپلې رایې کارولي دي.
د تحریک لبېک لاريون ګوجرانوالې ته رسېدلی، حکومت يې 32 غړي نيولي
د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک لبېک پاکستان (ټي اېل پي) لاريون د پنجاب صوبې ګوجرانوالې ښار ته رسېدلی، حکومت ویلي د ټي اېل پي 32 غړي نيولي او د کورنیو چارو وزير ویلي د لاريون مخه به نيسي.
کرکټ: پاکستان دې د افغانستان لوبډله اسانه ونه ګڼي، انضمام الحق
د افغانستان او پاکستان لوبډلې چې نن په شل اووريز نړيوال جام کې مخامخ کيږي، د افغانستان پخواني کوچ او د پاکستان پخواني ياد لوبغاړي انضمام الحق ویلي، پاکستانۍ لوبډله دې د افغانستان لوبډله اسانه ونه ګڼي.
امریکايي جنرال: چین غواړي تر امریکا او روسیې خپل نظامي قدرت زیات کړي
یوه امریکایي جنرال خبرداری ورکړی د چین یوازې وخت پکار دی څو د امریکا لوړ نظامي ځای ونیسي. هغه له واشنګټن او متحدینو غوښتي دي چې د بیجینګ په وړاندې د مقابلې لپاره خپلې هڅې ډیري کړي.
امریکې افغانستان ته د 144 ملينه ډالرو مرستو ورکولو اعلان کړی
امریکې د زيارت/ پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې افغانستان ته به د 144 ملينه ډالرو بشري مرستې ورکوي، امریکې دا اعلان په داسې حال کې کړی چې په افغانستان کې خلک د خوراک د کمي سره مخ دي او دپاسه پرې ژمی را روان دی.
د ایټوپیایي پوځیانو په هوایي برید کې شپږ تنه وژل شوي
صحي چارواکو د پنجشنبې په ورځ اکټوبر ۲۸ (لړم شپږمه) امریکا غږ ته ویلي دي چې د تیګري سیمې په مرکز مکله کې د ایتوپیایي پوځیانو په هوایي برید کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوياو ۲۱ نور ټپیان دي.
د رسنیو د څار بنسټ: طالبان د خبریالانو پر وړاندې د ۹۰ سلنه تاوتریخوالو عاملین دي
د رسنیو د څار یوه ملاتړي بنسټ ویلي دي چې په تیرو دوو میاشتو کې یې په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او تهدید ۳۰ موردونه ثبت کړي دي.
امریکا له افغانستان سره ۱۴۴ میلیونه ډالره مرسته کوي
د امریکا متحده ایالتونو د پنجشنبې په ورځ اکټوبر ۲۸ (لړم شپږمه) اعلان وکړ چې له افغانستان سره به نوې ۱۴۴ میلیونه ډالره بشري مرسته وکړي.
چین د افغانستان پولې سره نږدې د تاجکستان لپاره اډه جوړوي
د تاجکستان چارواکي وایي چین د افغانستان پولې سره نږدې د پولیسو لپاره نظامي اډه جوړوي. بیجنګ پداسې حال کې دا اډه جوړوي چې دواړه هیوادونه پدې اندیښمن شوي چې طالبان ښایي سخت دریځه ډلې مهارې نشي کړی.