کرکټ نړیوال جام؛ د بټلر د سلیزې په مټ انګلنډ سريلانکا ته ماتې ورکړه
د کرکټ نړیوال جام؛ بټلر سلیزه وکړه او انګلنډ نیمه پایلوبې ته ووتله
د طالبانو ضد افغان ډله وايي په امریکا کې یې فعالیت شروع کړو
د ملي مقاوخت جبهې د نوم لېکنې په اړه د امریکې د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ ترجمانې وي او ای ته وویل چې امریکايي چارواکي خبر دي چې د نېشنل رېزېسسټن فرنټ نومې تنظیم د اکتوبر په 26 نېټه د فارن اېجنټس رېجسټرېشن اېکټ قانون دلاندې نوم لېکنه کړې ده
لاوروف: امریکا په هند کې د تاسیساتو جوړولو هڅې کوي
د روسیې د بهرینو چارو وزیر سرکي لاوروف وايي ممکن د امریکا متحده ایالتونه کوښښ کوي چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې خپل نظامي تاسیسات ولري.
کروناویروس؛ نړۍ کې د مړو شمېر تر پنځه میلیون واوښت
په نړۍ کې د کروناویروس له کبله د مړو شویو انسانانو شمېر تر پنځو میلیونو واوښت او پدې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر نژدې ۲۴۷ میلیونو ته ورسید.
چارواکي: د پولیو ضد وروستني کېمپېن په مهال تر ټولو زیات انکاریان په پېښور کې وو
په خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي ادارې مشر عبدالباسط وي او ای ډيوه ته ویلي د صوبې جنوبي ضلعو کې تير کال راهسې د پوليو واېرس پنجې ښخې کړي او همدغه وجه ده چې زياتره توجه یې دغو سېمو ته کړې ده
بلوچستان کې ۱۲ موندل شوي بې درکه کسان چا اوړي وو؟
کمېشن وایي دوولس بې درکه شوي کسان کورونو ته ستانه شوي او د دوو ورکو شویو کسانو قضې ختم کړل شوې، مګر دا ندي ویل شوي چې دغه کسان په کوم جرم چا بیولي و، چېرته و، او څنګه آزاد کړی شول.
رپورټ: د پاکستان هغه قانون چې د انلاین ترهګرۍ په ضد بلل کېدو اوس د خبریالانو خلاف استعمالېږي
د فریډم نېټ ورک په رپورټ د پاکستان حکومت دریځ لا مخې ته نه دی راغلی خو پاکستاني مامورین په مطبوعاتو د فشار خبره ردوي او خپله وزیراعظم عمران خان ویلي چې په پاکستان کې مطبوعاتو د مغربي ملکونو نه هم زیاته ازادي لري
پر امنیتي پروتوګول شخړه؛ اردوغان د اقلیم بدلون کنفرانس کې ګډون نکوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ نومبر اوله (لړم ۱۰) وویل چې د ګلاسکو ښار د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې له ګډون څخه د کنفرانس د تنظیمونکو سره د امنیتي پروتوکول پر سر د شخړې په وجه ګډون نکوي.
جوبایډن د اقلیم بدلون کنفرانس کې د ګډون لپاره سکاتلنډ ته رسېدلی
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ نومبر لومړۍ (لړم۱۰) سکاتلنډ ته رسېدلی چې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي.
د امریکې جنګي جهاز ایران سره د تاوتریخوالي په مهال په منځني ختیځ کې پروازونه کړي
د وي او ای د رپورټ ترمخه په ورستي کلونو کې د هرمز په تنګي په سمندري جهازونو حملې شوي دي چې ذمه واري یې په ایران اچول کېږي خو ایران پکې د ککړتیا خبره ردوي. بحیره احمر د اسرایل او ایران ترمنځ د غېر مستقیم ډول جنګ مېدان ګڼل کېږي
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
پېښور هايکورټ ته خواست: د پاکستان د شهريت قانون د ښځو سره توپيري چلند کوي
پېښور هايي کورټ کې ثمينه روهي نومي يوې پاکستانۍ ښځې عدالت ته خواست کړی چې د ملک د شهريت يا د تابعيت د کال 1951 قانون د پاکستاني ښځو سره توپيري چلند يا تفريق کوي ځکه عدالت دې دا قانون غېر قانوني وګرځوي.
چین د افغانستان نه د چڼغوزو اخیستل بیا شروع کړل
په کابل کې د چین سفیر وانګ یوو د چڼغوزو تجارت د دواړ ملکونو ترمنځ د پاین نېټ کورېډور یا د هوا دلارې د چڼغوزو راهداري وبلله او ویې وېل د افغانستان چڼغوزي په د چین ولس ته ښه خوند ور ورسوي
د افغان هوایي پوځ پخواني غړي: د طالبانو له تهدید سره مخ یو
د افغانستان د هوایي پوځ یو شمیر پخواني غړي ادعا کوي چې هغوی په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره له جدي ګواښونو سره مخ دي.
ټي ټوينټي نړيوال کپ: د هند مهمه لوبډله به سيمي فاينل ته څنګه ورسي؟
د ټي ټيونټي په نړیوال کپ کې د هند د کرکټ لوبډله چې تکړه لوبډله يادېده، دوه سيالۍ يې کړي او دواړه یې بايللي دي، اوس به څنګه وشي چې د هند لوبډله به څنګه سيمي فاينل ته ورسي؟.