له جمهور رئیس او اجرائیه رئیس څخه د امریکايي قوماندان غوښتنه
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یو لوړپوړي جنرال د ملي وحکومت حکومت له رهبرانو غوښتي چې امنیتي لاسته راوړنې وننګوي.
المپیک امریکایي لوبغاړي او د بی بنسټه درواغو جرم
د سرو زرو د مدال گټونکو، امریکایي څلور لامبو وهونکو په اړه چې د غلو په لاس یی د پیسو د غلا کیدو ادعا کوله، نوي خبرونه را برسیره شوي دي.
بېلابېلو ښارونو کې د خپلواکۍ لمانځلو مراسم
د افغانستان د خپلواکۍ ۹۷مه کلیزه نن پر پلازمېنې کابل سربېره د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو کې ولمانځل شوه.
د برازیل پولیسو د امريکا دوه لوبغاړي نیولي
څو ورځنې وړاندې د امریکا لامبووهونکو ادعا کړې وه چې د ریو په ښار کې پر لاره غلو چې د پولیسو جامې یې اغوستې وي لوټلي دي. برازیلي پولیسو د دغو لوبغاړو ضدونقض معلومات په اړه شک ښودلی او دوه امریکايي لوبغاړي یې له الوتکي را ښکته کړي.
په افغانستان کې د پنتاگون قراردادیان د امریکایي سرتیرو درې چنده دي
په افغانستان کې د میشتو امریکایي سرتیرو په پرتله د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د قراردادیانو درې چنده شمیرې یو ځل بیا په جگړه کې ددغو قراردادیانو د رول او د هغوی د کار د څارنې په هکله پوښتنې رامنځ ته کړي دي. د امریکا د "کانگرس د تحقیقاتي خدمتونو" بنسټ رپوټ ورکړی دی چې د ٢٠١٦ کال په لومړیو کې په افغانستان کې د امریکا د دفاع وزارت د غیر پوځي قراردادیانو شمیر نژدې ۲۹ زره تنه و، په داسې حال کې چې په هغه هیواد کې د میشتو امریکایي سرتیرو شمیر له ۹۰۰۰ تنو څخه کم دی. ددې څیړنیز بنسټ موندنې ښیي چې شاوخوا له دریو نه دوه برخې قراردادیان بهرني اتباع دي او یواځې لس فیصده یې په امنیتي وظایفو بوخت دي. ددغو قراردادیانو زیات شمیر د ترجمانۍ، تدارکاتي او د حفظ او مراقبت چارې ترسره کوي. په رپوټ کې راغلي دي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت غیر پوځي کارکوونکو شمیر د ٢٠١١ کال راهیسې په ځانگړې توگه په هغه هیواد کې د امریکایي سرتیرو د شمیر د راکمیدو وروسته مخ په زیاتیدو و او اوس دغه شمیره اوج ته رسیدلې ده. د ۲۰۱۲ کال په لومړیو کې په افغانستان کې ۸۸ زره امریکایي سرتیري میشت وو، او د امریکا د دفاع وزارت د قراردادیانو شمیر ۱۱۷ زره تنه و چې د هغې جملې نه شاوخوا ٢٣ فیصده یې په امنیتي وظیفو گمارل شوي وو. امریکایي قانون جوړونکو په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د میشتو امریکایي قراردادیانو د کار او امنیت څخه څارنه تر ارزونې لاندې نیولې ده او په ځانگړې توگه یې د مرستو د ضایع کیدو او ددغو قرادادیانو د کار اړوند فساد له درکه یې اندیښنه څرگنده کړې ده. که څه هم چې امریکایي سناتورانو د روان کال په پیل کې د "دفاعي مجوزه لایحې" په کلنۍ مسوده کې د دفاع وزارت د قراردادیانو په کار باندې د زیاتې څارنې د رول لپاره نوي اصلاحات شامل کړل، دغې اقدام په مشخصه توگه افغانستان د نظر وړ ساحې په توگه نه دی شمیرلی. نوي رپوټ په افغانستان او عراق کې د امریکا د دفاع وزارت د قراردادیانو شمیرې د ٢٠٠٧ کال راهیسې وړاندې کړې دي. د امریکا د دفاع وزارت په عراق او افغانستان کې په مجموعي توگه ۲۲۰ میلیارډ ډالر ددغو قراردادیانو د خدمتونو په بدل کې لگولي دي. د کانگرس د څیړنیزو خدماتو بنسټ همداشان ویلي دي چې د روان کال د اوړي په پیل کې د امریکا د دفاع وزارت شاوخوا ۲۵۰۰ قراردادیانو د ۴۰۰۰ سرتیرو ترڅنگ په عراق کې گمارل شوي وو او په سیمه کې یې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد په جگړه کې د پوځیانو سره مرسته کوله.
پاپوي نيو ګیني کې د پنا غوښتونکو او مهاجرینو کمپ تړل کیږي
پدې کمپ کې سل ګونه خلک اچول شویدي چې اکثره یې د افغانستان، ایران، عراق او سوریې اتباع دي.
د هند مشهوره زمرۍ مړه شوې
دغه زمرۍ چې د ' رنتبور ملکه ' هم بلل کېده، د نړۍ له هغو زمریانو وه، چې تر ټولو ډېر تصویرونه یې اخیستل شوي دي. مچلي د ځینو مستندو فلمونو برخه هم وه.
غني او عبدالله بیا د واک د ویش پر سر خبرې کوي
د افغانستان د ملي وحدت د حکومت مشران یو ځل بیا د واک د ویش او د حکومت د سیاستونو د څرنگوالي په اړه د نظر د اختلاف د حل کولو په مقصد سره خبرې کوي. عبدالله عبدالله د جمهور رئیس محمد اشرف غني په کړنو باندې د شاوخوا یوې اونۍ سختو انتقادونو وروسته د چارشنبې په ورځ له هغه ولیدل. که څه هم چې ددې لیدنې کتنې جزئیات نه دي بیان شوي، خو د ارگ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه کتنه په "صمیمانه فضا" کې وشوه. د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري د امریکا غږ ته وویل چې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو راتلونکې لیدنه کتنه ممکن د یکشنبې په ورځ او یا د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ وشي. ښاغلي چخانسوري وویل جمهور رئیس غني د ډاکتر عبدالله څرگندونې ارزوي. له بلې خوا د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل، وویل چې د ښاغلي عبدالله غوښتنې مشخصې دي: "عمده بحث د ملي وحدت د حکومت د سیاسي توافقنامې په عملي کیدو دی، د تیرې ورځې د توافق له مخې به دواړه مشران دوه نورې لیدنې کتنې هم ولري چې په دې اړه موافقې ته ورسیږي". شاو خوا دوه نیم کاله وړاندې د انتخاباتي جنجالونو له رامنځ ته کیدو وروسته، د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو دوه مخکښ کاندیدان د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په منځگړیتوب د ملي وحدت د حکومت د جوړیدو سیاسي توافقنامه د ۵۰-۵۰ فیصده ویش پر اصل لاسلیک کړه. له دې سره سره چې د کابینې غړي، سفیران، والیان، او د حکومت نور لوړپوړي مقامات د ملي وحدت د حکومت د دواړو مشرانو له لورې ټاکل شوي دي خو ښاغلی عبدالله وایي چې په کلي توگه د حکومت له اجرااتو په ځانگړې توگه د جمهور رئیس غني د کړنو نه ناراضه دی. انتقادونه په دې ترڅ کې یو شمیر څیړونکي وایي چې د افغانستان اقتصادي او امنیتي وضیعت له دې څخه ډیر ستونزمن دی چې د ملي وحدت د حکومت مشران په پخلو کوچنیو او وړو اختلافونو باندې مصروف شي. د افغانستان د پخواني حکومت د کابینې وزیر امین فرهنگ، د امریکا غږ ته وویل "دوه کاله یې له لاسه ورکړل، هغه وظیفې یې چې باید تر سره کړی وای، ترسره نه کړې. همدا اوس پارلمان مشروعیت نه لري. که خپل اختلافونه ژر حل نه کړي د افغانستان په تاریخ کې به د افغانستان ډیر بدنامه واکمنان اوسي". د کابل پوهنتون د حقوقو استاد ودیر صافی، وایي د حکومت زیاتې چارې د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس ترمنځ د نظر د اختلاف په وجه فلج شوي دي.
د اولمپيک سياليو ۱۲ مه ورځ
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر ۱۲ ورځ هم امریکا د سرو زرو ۳۰ مډالونو په ګټلو سره د جدول په سر کې وه، ورپسې بريتانيا په دوهم او چين په درېيم نمبر و. د نړۍ تر ټولو چټک انسان د جميکا يوسېن بولټ د ۱۰۰ متره واټن ځغاسته کې د سرو زرو مډال وګاټه.
د پښتونخوا حکومت : پولیس د افغانانو ځورونې ته نه پریږدو
د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي دي د هغو پولیسو په خلاف به اقدام کوي چې د افغان مهاجرینو سره ناوړه چلند کوي.
د اشنا تلویزیون د پنحشنبې د ورځې خپرونه
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.
ننګرهار کې د افغانستان خپلواکۍ ۹۷مې کلیزې نمانځل
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د خپلواکۍ ۹۷ کلیزه د تېرو کلو په پرتله سږ کال په شاندارو مراسمو ونمانځل شوه او ولسي رنګ یې درلود.
د اولمپيک سياليو ۱۲ ورځ: د برازیل فوټبال او د ۲۰۰ متره ځغاسته
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپیک سياليو په ترڅ کې په ۱۲مه ورځ د فوټبال سياليو په نيمه پایلوبه کې برازيل هنډورس ته شپږ صفر ماته ورکړه او د نړس تر ټولو چټک انسان یوسېن بولډ د ۲۰۰ متره ځغاستې پایلوبې ته لاره وموندله.
ترکیه کې چاودنې ۳ کسان وژلي، تر ۱۰۰ ډېر ټپیان کړي
د ترکیې چاواکي وایي، ددې هېواد په ختیځ الازیغ ښار کې د پولیسو ودانۍ ته څېرمه په موټربم چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان دي چې د ځینو وضعیت یې نازک دی. د ترکیې چارواکي د کردستان کارګرانو ګوند (پي کې کې) ته د دې برید ګوته نیسي.
په ترکیه کې دوو چاودنو شپږ تنه وژلي او ٢١٩ ټپیان کړي
په ترکیه کې په دوه گونو چاودنو کې چې د پولیسو مرکزونه یې په نښه کړي وو د هغه هیواد د مقاماتو په وینا شپږ تنه وژل شوي او ۲۱۹ کسان ټپیان شوي دي. د ترکیې په ختیځ کې د وان ښار د پولیسو پر مرکز باندې د چارشنبې د شپې په موټر بمي چاودنه کې د پولیسو یو منصبدار او دوه ملکي کسان ووژل شول. په دې پیښه کې لږ تر لږه ۷۳ نور کسان چې ۵۳ یې ملکیان او ٢٠ تنه یې د پولیسو منسوبین وو ټپیان شوي دي. ترکي مقاماتو ددې پیښې مسؤلیت د کردستان د کارگر گوند یا پی کی کی په غاړه اچولی دی. تیره اونۍ د کردستان د کارگر گوند یو مشر جمیل باییک گواښ کړی و چې پر پولیسو باندې ددې گوند بریدونه به د ترکیې په ټولو ښارونو کې زیات شي. ددې پیښې پسې د پنجشنبې د ورځې په لومړیو شیبو کې یوه بله موټر بمي چاودنه د ایلازیگ په ښار کې چې د پولیسو پر مرکز وشوه درې پولیس په کې ووژل شول او ۱۴۶ نور کسان ټپیان شول. د ایلازیگ ښار یو محلي چارواکي مراد زورل اوغلو د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې په پیښه کې د ١۴ ټپيانو روغتیایي حالت خراب دی. مقاماتو ویلي دي چې دا چاودنه د پولیسو د مرکز په انگړ کې شوی ده چې هلته ټولو ولاړو موټرو اور اخیستی او تخریب شوي دي. د ترکیې د امنیتي ځواکونو او د کردستان د کارگرانو د گوند ترمنځ جگړه تیر کال هغه وخت بیرته پیل شوه چې د دواړو خواو ترمنځ د سولې معامله ناکامه شوه. له هغه وخت راهیسې د ترکیې څه دپاسه ٦٠٠ امنیتي منسوبین او د کردستان د کارگر گوند په زرگونو یاغیان او په سلگونو ملکي وگړي په شخړو کې وژل شوي دي.