ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دملاله یوسفزئ خاوند عصر ملک څوک اؤ دکوم ځائ دی؟

دامن دنړیوالې نوبیل جائزې ګټونکې پښتنې مبارزې ملاله یوسفزئ دنهې په ماسخوتن په ټویټر یو ناساپه دخپل واده په اعلان کولو سره ډیر خلک حیران کړي اؤ ددغه واده په هکله ټولنیزو رسنیو کې هم بحثونه تاوده دي.

10.11.2021 ډیوه

دپېښور په ارمي پبلک اسکول دبرید قضیه کې وزیراعظم محکمې ته وربلل شوی

پاکستاني رسنۍ وایي کال ۲۰۱۴م کې دپېښور په ارمي پبلک سکول دشوي ترهګریز برید قضیه کې دهیواد وزیراعظم عمران خان نن دچهارشنبې په ورځ سترې محکمې ته وربلل شوی دی.

10.11.2021 ډیوه

امریکا کې د دولتي کارکوونکو د جبري واکسین اخیستلو د ضرب العجل د غځیدو هڅې

یوې سترې ټولنې AFGE چې د امریکا د دولت د ۷۰۰ زره کارکوونکو نماینده ګي کوي، د سه شنبې په ورځ نومبر ۹ (لړم ۱۸) له سپینې ماڼۍ څخه غوښتي‌ دي‌ چې د دولتي کارکوونکو لپاره دې د واکسین د جبري‌ اخیستلو ضرب العجل وغځوي.

10.11.2021 امریکا غږ

ایران اروپا ته د افغان کډوالو د نوې څپې د احتمال خبرداری ورکړ

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د سه شنبې په ورځ نومبر ۹ په یوې خبري غونډه کې د افغان کډوالو د تازه موج په اړه خبرداری ورکړ. 

10.11.2021 امریکا غږ

جرمني پر بلاروس د ډیرو بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس د سه شنبې په ورځ نومبر ۹‌( لړم ۱۸) د بلاروس پر حکومت د ډیرو بندیزونو د وضع کیدو غوښتنه وکړه.

10.11.2021 امریکا غږ

د هرات اوسیدونکي: د هرات په ښار کې د نجونو لیسې بیرته پرانیستل شوي

د افغانستان د دریم ستر ولایت هرات په مرکز کې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي بیرته پرانیستل شوي دي.

10.11.2021 امریکا غږ

د امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو هیئت پاکستان کې د ټرویکا پلس ناستې ته وربلل شوی

د پاکستان په کوربه توب د زیارت ورځې په دې ناسته کې به د افغانستان دپاره د امریکې نوی ټاکل شوی خاص استازی ټامس وېسټ او د هغه روسي، چینايي، او پاکستاني سیالان هریو د خپل ملک د مربوطه هیئت مشري کوي.

10.11.2021 ډیوه

فواد چوهدري: تحریک طالبان پاکستان سره به خبره هله کامیابه کیږي چې دوی د پاکستان آئین ومني

عسکري سرچینو ویلي چې د پارلېماني کمېټۍ په غونډه کې په دې خبره اتفاق شوی دی چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې سره د خبرو انحصار به د ریاست لخوا وړاندې کړی شوي شرطونو او رېډلاینز یا سره کرښه باندې وي.

09.11.2021 ډیوه

د نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ واده وکړ

پاکستاني مطبوعاتو ویلي چې د ملالي یوسفزۍ خاوند، عاصر ملک د پاکستان کرکټ بورډ کې جنرل منېجر دی.

09.11.2021 ډیوه

پاکستان پر افغانستان غونډې ته د امریکا، روسي‌ او چین استازي بللي

پاکستان کې پر افغانستان د توریکا غونډې ته د طالبانو استازي هم بلل شوي 

09.11.2021 امریکا غږ

ترهګرۍ ځپلي وايي، د پاکستان حکومت دا حق نه لري چې ترهګر وبخښي

پېښور/ واشنګټن - د پاکستان حکومت او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ترهګرې ډلې ترمنځ د روغې جوړې د تړون په اړه ترهګرۍ ځپلې کورنۍ وايي، له حکومت سره هېڅ دا واک نشته چې ترهګر وبخښي. د عوامي نشنل پارټۍ ویانده سمر بیلور چې ترهګرو یې نېږدې خپلوان او د کورنۍ غړي وژلي د دغه ډول مذاکراتو غوندنه کړې. سمر بیلور وايي، له حکومت سره هېڅ قانوني او اسلامي واک نشته چې دا خلک معاف کړي. "مونږ دا ګڼو چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې مونږ یوه برخه یو. مونږ یو فریق یو، د جماعت په حیثیت باندې هم، د خاندان په حیثیت باندې هم او په ذاتي حېثیت باندې هم. خو له مونږ سره حکومت هېڅ ډول رابط نه ده کړې. دا د پښتنو وطن دی، جرګه کول ښه خبره ده، مونږ هم دا غواړو چې دوی جنګ ودروي، زمونږ خطې کې امن راشي او ماشومان مو روښانه راتلونکې ولري خو له مونږ سره پرې چا خبرې نه دي کړي او یا یې باید په پارلمان کې دا مسله شریکه کړې وايي چې هلته ترې مشران خبر واي." د سمر بیلور خسر، پښتون سیاستوال بشیر بلور او خاوند یې هارون بلور په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي او د وژلو پړه یې هم وروسته ټي ټي پي په غاړه اخیستې وه. اغلې بیلور وايي، له ترهګرۍ څخه تر ټولو زیات د دوی جماعت او د دوی کورنۍ اغېزمنه شوې ده خو حکومت له ترهګرو سره د مذاکراتو په اړه نه له دوی پوښتنه کړې او نه یې له دوی څخه اجازه اخیستې ده. عوامي نشنل پارټي وايي، په تېرو کلونو کې یې یواځې د ګوند شاخوا ۱۱۰۰۰ کسان په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي چې د اکثرو دا ډول بریدونو پړه هم وروسته ټي ټي پي منلې وه. همدا ډول د ۲۰۱۴ کال د ډیسمبر په ۱۶ نېټه په پېښور ارمي پبلک سکول کې د لسم ټولګي اسلم خان پلار او وکیل عجون خان د حکومت لخوا له ټي ټي پي سره خبرې او هغوی ته بخښنه غندي. "مونږ د دې بلکل خلاف یو. دا دوی مجرمان نه دي بلکه د ۱۴۷ وژل شویو زده کونکو د کورنیو مجرمان دي. دا زمونږ اییني او قانوني حق دی،‌ پکار ده چې اول مونږ په اعتماد کې واخلي.‌ مونږ هېڅکله دا نه غواړو چې دا خلک دې کله هم زمونږ سره مخامخ شي او یا دې بیا زمونږ د خلکو وینې وڅښي." عجون خان وايي،‌ که حکومت ترهګر بخښل نو بیا یې پرضد پوځي عملیات ولې کول؟ دی زیاتوي، ترهګر د دوی دوښمنان دي او له حکومت سره هېڅ دا اختیار نشته چې هغوی معاف کړي. دی زیاتوي، که ترهګر معاف شي نو هغوی به یو ځل بیا د پښتنو وینه وبهوي او په دې سیمه کې به د پښتنو ژوند نور هم ګران شي. عجون خان وړاندې وايي، له حکومت سره هېڅ اختیار نشته چې د هغو ۷۰۰۰۰ پښتنو وینه معاف کړي چې د پښتنو په دې سیمه کې د ترهګرو لخوا وژل شوي دي. پاکستاني چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ چې د نومبر له اومې سره سمون خوري اعلان وکړ چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ سره په "بشپړ اوربند" موافقې ته رسیدلي دي. پدې موافقې سره به د پاکستاني طالبانو د اورپکۍ فعالیت چې د څو کالونو راپدیخوا په پاکستان کې روان دی، پای ومومي. د پاکستان د فدرالي حکومت د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري په سرکاري تلویزیون کې وویل چې داوربند موده به د خبرو اترو پرمختګ ته په کتو د اوږدېدو وړ وي. ښاغلي چوهدري ټینګار وکړ چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ سره مذاکرات په جدي توګه د پاکستان د اساسي او نورو قوانینو سره سم شویدي.

09.11.2021 ډیوه

د بلاروس-پولنډ په پوله پناه غوښتونکي بد وضعیت سره مخامخ دي

د بلاروس او پولنډ په سرحد کې د پناه غوښتونکو بد وضعیت 

09.11.2021 امریکا غږ

د مخدر موادو او د کوکنارو د کښت د مخنیوي په برخه کې څه بدلون راغلی؟

پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنیدو مخکې تل له نشه اي موادو سره د مبارزې په خاطر د میلیونونو ډالرو د لګښت خبره کیده خو دا نیوکې کیدې چې دا هڅې لکه څرنګه چې پکار دي هغسې اغیزمنې نه دي. اوس طالبانو ویلي دي چې د مخدر موادو او د کوکنار د کښت د مخنیوي په اړه جدي دي. ستاسو په نظر په دې برخه کې څه بدلون راغلی دی؟ لومړی دا مستند وګورئ چې پخوا پژواک ازادي راډیو ته چمتو کړی و بیا د کامنټونو په برخه کې خپل ځوابونه راته ولیکئ.

09.11.2021 ازادي راډیو

تاجیکستان کې اېسار افغان پیلوټان امریکا ته انتقالیږي 

په تاجکستان کې اېسار۱۵۰ افغان پیلوټان او نور پرسونل د امریکا د حکومت له لوري په برابر شوي‌ پرواز کې له دغه هېواد څخه اېستل کیږي. 

09.11.2021 امریکا غږ

حقاني شبکه ولې پاکستاني طالبان اسلام اباد سره رغوي؟

څېړونکي وايي د پاکستان دحکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځه د مذاکراتو عمل د افغان طالبانو حقاني شبکې لخوا ځکه ترسره کېږي چې د اسلام اباد د ې شبکې سره د وړاندې نه ښې اړيکې دي او بلخوا حقاني نټ ورک هم په ټي ټي پي واضحه اثر رسوخ لري.

09.11.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more