ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


خېبرپښتونخوا: د بلدياتي انتخاباتو په 64 څوکيو کې د 43 نتيجې مخې ته راغلي

په خېبرپښتونخوا کې په 19 دسمبر په 17 ضلعو کې ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې د تحصيل ناظم په 64 څوکيو کې د 43 نتيجې مخې ته راغلي چې پکې تر ټولو زياتې څوکۍ جمعيت  علما اسلام ف ګوند ګټلي دي.

21.12.2021 ډیوه

نډ پرایس: امریکا په یوازې توګه په افغانستان کې د بشري ناورین چاره نشي کولی

د امریکا د بهرنیو چاو د وزارت ویاند نډ پرایس وایي چې د ژمي په راتګ سره به په افغاانستان کې بشري وضعیت لا خراب شي.

21.12.2021 امریکا غږ

د عمران خان څرګندونو ته د ملالې غبرګون: د پښتنو استازیتوب کوو، نه د طالبانو

ملالې یوسفزۍ د افغان نجونو او ښځو د حقونو په اړه د پاکستان د صدراعظم، عمران خان پر څرګندونو انتقاد وکړ. ملالې پرون دوشنبه (د لېندۍ ۲۹مه) په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، ما تقریباً خپل ټول ژوند د نجونو د تعلیم پر وړاندې د طالبانو د بندیز پر خلاف په مبارزه کې وبایله. ملالې لیکلي، په زرګونو پښتنو فعالانو چې کله د طالبانو د وحشت پر وړاندې خپل غږ پورته کړی، زیات شمېر یې وژل شوي او په میلیونونو نور یې کډوال شوي دي. هغې لیکلي، موږ د پښتنو استازیتوب کوو، نه د طالبانو. د پاکستان صدراعظم عمران خان د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په خبرو کې وویل، د بشري حقونو په اړه هره ټولنه خپل لید لوری لري او کله چې افغانستان کې د بشري یا د ښځو حقونو موضوع مطرح کېږي، باید د پښتنو د کلتور په تناظر کې دې موضوع ته وکتل شي. هغه دا هم وویل چې د افغان طالبانو لویه برخه پښتانه دي، خو د عمران خان پر دغو څرګندونو ګڼو سیاستوالو او شخصیتونو انتقاد کړی دی.

21.12.2021 ازادي راډیو

د بشري حقونو د څار سازمان '۲۰۲۱م' د افغان مېرمنو د حقونو لپاره بد کال بولي

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ یوه چارواکې ۲۰۲۱میلادي کال چې لا یې لس ورځې پاتې دي، د افغان ښځو د حقونو لپاره بد کال بولي. د دغه سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هیدر بار ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو د نړۍ په زیاتو برخو کې د ښځو لپاره ځینې نتایج لرل. اغلې بار زیاته کړه: "۲۰۲۱میلادي کال د ښځو د حقونو لپاره بد کال و. په دې کال کې ځینې مهمې بریاوې وې، خو افغانستان ته د طالبانو د راستنېدو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې کمزوري عکس العمل، په ټولو ځایونو کې د ښځو لپاره ځینې نتایج درلودل. دا موږ ته وايي چې موږ او زموږ حقونو ته څومره لږ درناوی کېږي." ګڼ څارونکي په دې باور دي چې د اګسټ په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د تېرو شلو کلونو پر مهال په اوبو د ښځو د لاسته راوړنو د لاهو کېدو د خطر لړۍ پیل شوه. په افغانستان کې د خبریالانو د دفاع کمېټې او د خپلواکو خبریالانو ټولنې ویلي، تېرو څلورو میاشتو کې شااوخوا ۲۰۰۰ ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له افغانستانه وتلو ته مجبوره شوي. په تېرو څه باندې شلو کلونو کې د لومړي وار لپاره د افغانستان په زیاتو ادارو کې ښځې له کاره منع شوې او په دولتي پوهنتونونو کې هم د نجونو تحصیل ته اجازه نه ده ورکړل شوې. د دې ترڅنګ نن پنځه نویمه ورځ ده چې په اکثرو ولایتونو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته نورې زده کړې نه شي کولی. طالبانو مخکې ویلي وو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به ښځو ته د کار او تعلیم حق ورکړل شي او دغې ډلې د نجونو د تعلیم په اړه د یوې لایحې د جوړولو خبره هم کړې وه چې تر اوسه له خلکو سره نه ده شریکه شوې. مضلفه کاکړ چې د فعالې او خبریالې په توګه کار کوي وايي، طالبان لا هم نه دي توانېدلي د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم په اړه کومه مشخصه تګلاره وړاندې کړي: "د طالبانو د نظام څلور میاشتې یا تر هغې زیاته موده کېږي، خو تر اوسه داسې چوکاټ رامنځته نه کړ چې ووايي، اوس ښځې کولی شي خپل کار ته دوام ورکړي. اوس ښځې کولی شي په ټول ګډونه حکومت کې ونډه ولري. یا اوس ښځې کولی شي په ارام زړه خپلې دندې ته دوام ورکړي. اوس پوښتنه ولاړېږي کله چې دوی ونه توانېږي په څلورو میاشتو کې د ښځو لپاره یو چوکاټ رامنځته کړي، نو وروسته به د ښځو په وړاندې څه دریځ لري؟" تر اوسه ټولو ادارو ته د طالبانو له خوا د ګمارل شوېو کسانو په لېستونو کې د یوې ښځې نوم هم نه دی تر سترګو شوی، طالبانو مخکې ژمنې کړې وې چې ښځې به پر مهمو څوکیو هم د کار اجازه ولري. طالبانو په وروستیو کې د ښځو د کورنیو حقونو په اړه یو شپږ ماده ییز فرمان صادر کړ چې په نکاح کې د دوی د خوښې، په بدو کې د نه ورکړې او ورته نورو مسایلو ور ټول دی. په دغه فرمان کې د ښځو د کار او د نجونو د تعلیم د حق په اړه وضاحت نه و ورکړل شوی، په همدې حال کې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان بیا وایي، طالبان تر ډېره په خپلو ژمنو نه دي ولاړ.

21.12.2021 ازادي راډیو

افغان طالبان د خپل حکومت د پیاوړي کولو دپاره پاکستان نه کسان راغواړي – واشنګټن پوسټ

یو پاکستاني طالب جنګیالي ویلي د دوی کسانو ته دا وړاندیز هم شوی چې که افغانستان ته کډه کول غواړي، هلته به دوی ته د افغانستان دایمي اقامت ورکړل شي.

20.12.2021 ډیوه

روسیې د امنیتي وړاندیزونو په هکله د امریکا څخه سمدستي ځواب غوښتی    

روسیې د خپلو پراخو امنیتي وړاندیزونو په اړه د متحده ایالاتو څخه سمدستي ځواب غوښتی او خبرداری یې ورکړی چې که د خپلې اندیښنې په هکله سیاسي اقدامات ونه ویني، ښایي پوځي غبرګون ته لاس کړي. 

20.12.2021 امریکا غږ

پاپ: له ښځو سره کورنی تاوتریخوالی "تقریباً شیطاني" چلند دی 

د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس، د ښځو پر وړاندې کورنی تاوتریخوالی "تقریباً شیطاني" چال چلند ګڼلی او ویلي یې دي چې والدین باید هیڅکله خپل اولاد په سپیړه ونه وهي. 

20.12.2021 امریکا غږ

ترکیه او قطر په ګډه د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو مدیریت ته تیار دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ترکي مقاماتو د قطري مقاماتو سره وکتل او غواړي یوځای کابل ته ولاړ شي چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د مدیریت د رسمي موافقې په هکله د طالبانو له حکومت سره خبرې وکړي. 

20.12.2021 امریکا غږ

په فلیپین کې د طوفان له کبله د مړو شمیر ۳۷۵ تنو ته ورسید 

د فلیپین مقاماتو د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) وویل چې د "رای" په نامه طوفان په نتیجه کې پدې هیواد کې د مړو شمیر ۳۷۵ تنو ته لوړ شوی دی. 

20.12.2021 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

20.12.2021 امریکا غږ

عمران خان دې د افغانستان او پښتون کلتور په اړه د بيانونو څخه ډډه وکړي، فعال او څيړونکي وايي

په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره کار کوونکي وايي په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د جينکو د تعليم په اړه د هېواد په کلتور کې هيڅ توپير شتون نه لري.

20.12.2021 ډیوه

صالح: پاکستان غواړي د افغانستان ټولنه بی‌تعلیمه او نظام‌ ونلري

د افغانستان د مخکني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح، د پاکستان د صدراعظم وروستیو څرګندونو ته په سخت غبرګون کې ویلي چې اسلام آباد غواړي افغانستان بی‌تعلیمه او بی نظامه ټولنه ولري.

20.12.2021 امریکا غږ

پېښور: پوليسو دعوه کړې، د ستنام سينګ او پوليس سرتيرو په وژنه کې ککړ د داعش درې ترهګر يې وژلي

د خېبرپښتونخوا د پېښور پوليسو دعوه کړې چې د ستنام سينګ او پوليس سرتيرو په وژنه کې ککړ د داعش درې ترهګر په عملياتو کې وژل شوي دي.

20.12.2021 ډیوه

کابل کې يو خبريال په چړو 'سخت ټپي' شوى

د افغانستان د ازادو ژورنالستانو انجمن وايي چې د جاويد په يوسفي په نوم خبريال تيره ورځ په کابل ښار کې د يو بريد پر مهال سخت ټپي شوى۔ ى

20.12.2021 امریکا غږ

د خېبرپښتونخوا په بلدياتي ټاکنو کې زیاتې څوکۍ مخالفه ګوندونو ګټلي، غېرسرکاري غېرختمي نتيجې

د غېر سرکاري او غېر ختمي نتيجو ترمخه د خېبرپښتونخوا په 17 ضلعو کې ترسره شوو بلدياتي انتخاباتو کې د تحصيل ناظم زياتې څوکۍ جمعيت علما اسلام ف ګوند ګټلي دي.

20.12.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more