ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ډيره اسماعیل خان کې دپوځ په ګاډي چاودنه،یو پوځي وژل شوی،بل ژوبل

د خیبر پښتونخوا سویلي ضلعه ډیره اسماعیل خان کې دسړک دغاړې بمي چاودنه کې دپاکستان دپوځ یو عسکر وژل شوی او یو بل عسکر ټپي شوی دی.

26.12.2021 ډیوه

بټ خیله کې دګل پاڼې په نوم نرښځی سوځول شوی دی

ارزو خان وایي د ډاکټرانو د وینا مطابق په اور کې دنرښځي ګل پاڼې دبدن ۳۰فیصده برخه سوځیدلې اؤ هغه اوس دبټخیلې نه دپېښور حیات اباد کمپلیکس روغتون ته راوړل شوی چې دغلته یې علاج روان دی.

26.12.2021 ډیوه

د کرسمس جشن؛ د 'اومېکرون' له امله نړۍ کې زرګونه الوتنې لغوه یا ځنډېدلي

د نړۍ په کچه د زرګونه الوتنو د لغوه کېدو او یا هم ځنډېدو لامل دا ښودل شوی چې د کرونا د نوې بڼې 'اومېکرون' په زیاتېدو، ګڼ شمېر پيلوټان او د الوتکې عمله قرنطین شوي دي. د الوتنو د څار وېب پاڼې ویلي، په ټوله نړۍ کې ۲۷۰۰ الوتنې لغوه شوي او ۷۸۴۵ نورې ځنډیدلي دي. د دې وېب پاڼې د معلوماتو له مخې پرون په دوهمه پرله پسې ورځ یوازې د امریکا د هوایي کرښو ۹۷۳ الوتنې لغوه شوې چې دا د وړمې ورځې پرتله د لغوه شویو پروازونو په شمېر کې ۴۱ فیصده زیاتوالی ښيي. د الوتنو د څار وېب پاڼې ویلي، امریکا کې شااوخوا ۲۰۰۰ الوتنې ځنډیدلي هم دي. په هرو لسو هوایي ډګرونو کې چې د الوتنو د لغوه کېدو له کبله ډېر متاثره شوي، ۶ هغه یې د چین هوایي ډګرونه دي. متحده ایالاتونو کې د هوایي کرښو یوې ویاندې ماډي کینګ ( Maddie King ) ویلي، د کرونا نوې پېښې تر ډېره د ویروس له نوې بڼې اومېکرون سره تړاو لري چې په مستقیم ډول یې د الوتکو پر لغوه کېدو اغېز کړی دی. په جرمني کې هم د پیلوټانو او د الوتکو د عملې د قرنطین کېدو له کبله د راتلونکو دوو اونیو په مخه لسګونه الوتنې لغوه شوي دي. د الوتنو لغوه کېدو هغه کسان ناهیلي کړي چې غوښتل یې د کرسمس د جشن پرمهال د کورنیو او خپل خپلوانو لیدو ته ورشي. له دې وړاندې د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو ویلي، هغه کسان سفر کولای شي چې د کرونا بشپړ واکسین یې کړی وي. پرون د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس هم د کرسمس په وینا کې هیله وښوده چې د کرونا واکسین بې وزله هېوادونو ته هم ورسیږي. د اومېکرون د پېښو له زیاتېدو سره سره بیا په ځینو اروپایي هېوادونو کې د کرونا محدودیتونه کم شوي دي. په بریتانیا کې دوهمې ملکې الیزابت له خلکو غوښتي چې د کرونا له اندېښنو سره-سره باید له ملګرو او کورنیو سره جشن ونمانځي. په چک جمهوریت کې هم تېره شپه ۱۲ بجې د یوې میاشتې بیړنی حالت پای ته ورسېد. دغلته اوس رسټورانونه او بارونه کولای شي چې د شپې له لسو بجو وروسته هم فعالیت وکړي، خو په ټولنیزو او کلتوري مراسمو کې د ګډون په اړه د حکومت له خوا ځینې نوي اقدامات اعلان شوي دي.

26.12.2021 ازادي راډیو

ستانکزي د طالبانو په رسمیت نه پیژندلو په خاطر په نړۍ انتقاد وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، اسلامي امارت اوس مهال له دوو لویو ستونزو سره مخ دی چې یوه یې قومي او بله یې له نړیوالې ټولنې سره تعامل دی.

26.12.2021 امریکا غږ

شمالي وزیرستان کې دپوځ په څوکۍ دترهګرو برید،یو عسکر وژل شوی دی

دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې دپوځ په یوه څوکۍ دترهګرو برید کې یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی اؤ پوځ وایي چې دترهګرو ځالې یې هم په نخښنه کړي دي،

26.12.2021 ډیوه

د روسیې څه باندې ۱۰ سرتیري د اوکرین د سرحد نه بیرته خپلو اډو ته ستانه شول

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې څه باندې ۱۰ زره سرتیري چې د اوکراین پولې سره نږدې یې تقریباً یوه میاشت په نظامي تطبیقاتو کې برخه اخیستې وه، خپلو دایمي اډو ته ستانه شول.

26.12.2021 امریکا غږ

طالبانو د افغانستان د انتخاباتو کمیسیونونه منحل کړل

طالبانو د شنبې ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومي ۴) د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسسیون، د انتخاباتو د شکایتونو اوریدو کمیسیون او دوو وزارتونو د منحل کولو اعلان وکړ.

26.12.2021 امریکا غږ

سل ورځې ووتلې، لاهم ډېری ولایتونو کې نجونې له ۶م پورته د زده کړو اجازه نه‌لري

 نن سلمه ورځ ده چې له یو څو محدودو ولایتونو پرته په نور افغانستان کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړل شوې. د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د یوه ښوونځي پخوانۍ مدیره قمر نیازۍ چې اوس د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي وايي، د طالبانو دغه بندیز زیاتې نجونې چې اوس پر کورونو ناستې دي، نه‌هیلي کړي دي. اغلې نیازۍ زیاتوي: "بېخي زیاتې متاثره دي. داسې خواتورې دي. داسې حالت لري چې د بیان وړ نه دي. ځکه زموږ په سیمه کې له اووم څخه تر دوولسم پورې یوه زده کوونکې هم ښوونځي ته نه ده تللې. استادان یې هم ښوونځیو ته نه ځي." هلمند د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې تېرو ۲۰ کلونو کې د طالبانو له وېرې په زرګونو ماشومان په کې له زده کړو محروم پاتې دي او هغو کسانو چې خپل تعلیم ته یې دوام ورکاوه، د سر خطر یې پر ځان منلی و. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف اجرایه مرستیال عمر عبدي په تلې/ میزان میاشت کې کابل ته د سفر پر مهال ویلي و، طالبان به داسې یو چوکاټ اعلان کړي چې له مخې به یې ټولو نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي. د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي، دوی پر یوه طرزالعمل کار کوي چې له مخې یې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي. له دغو خبرو میاشتې اوړي، خو د طالبانو د طرزالعمل د ترتیب او د دوی په دریځ کې د کوم بدلون څرک نه تر سترګو کېږي. د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي پرون شنبه (د مرغومې ۴مه) په یوه ټویټ کې ویلي: "که طالبان د نړیوالې ټولنې او دولتونو له خوا په رسمیت هم وپېژندل شي او بندیزونه لېرې شي، تر هغو چې ښځې وروسته پاتې او نجونې د تعلیم اجازه ونه لري افغانستان نه شي کولی بریالي وي او پرمختګ وکړي." مطیع الله ویسا چې له کلونو راهیسې د قلم لار ټولنې په مرسته په افغانستان کې د تعلیم د ودې لپاره کمپاین کوي وايي، دوی په بېلابېلو ولسوالیو کې کمپاین کړی او دا لړۍ اوس هم روانه ده. ښاغلي ویسا د نجونو د تعلیم په اړه د خلکو او خپلې ټولنې غوښتنه بیا تکرار کړه: "له طالبانو او نړیوالو زموږ او ولس غوښتنه همدا ده چې نجونو ته اجازه ورکړل شي چې ښوونځیو او پوهنتونو ته لاړې شي چې هر افغان ماشوم د افغانستان په هره برخه کې درس ته لاسرسی ولري. په هغو سیمو کې چې ۲۰ کاله جګړه روانه وه او ښوونځي نه وو، هغو سیمو ته دې پام وشي او هلته دې نوي ښوونځي پرانیستل شي. ښوونځي دې د ماشومانو او نجونو پرمخ نه تړل کېږي، بلکې نور ښوونځي دې هم ورته جوړ شي، چې افغانستان هم له نورو هېوادونو او ولسونو سره سیال شي." د بښنې نړیوال سازمان تېره میاشت په یوه اعلامیه کې وویل، له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو محرومې شوي، د ګڼو ادارو ښځینه کار کوونکې پر کور کښېنول شوي او له دوی ګڼې ازادۍ سلبې شوې دي. دغه سازمان ویلي، که څه هم افغانستان تېر ۲۰ کاله له جګړو سره مخ و، خو د ښځو په برخه کې یې د پام وړ لاسته راوړنې هم درلودې. د طالبانو یوه ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي: "موږ ژمن یو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې مېرمنو او نجونو ته د زده کړو او کار کولو زمینه مساعده کړو خو د طرز العمل لپاره لږ وخت ته اړتیا ده، څو دغه برنامه په سم دول عملي شي." ښاغلي مجاهد ونه ویل چې دغه طرزالعمل به څومره وخت ونیسي، خو په ټولنیزو شبکو کې د نجونو د تعلیم د فعالانو له څرګندونو داسې ښکاري چې د دوی د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده. 

25.12.2021 ازادي راډیو

د فضایي کشفیاتو نوی عصر؛ ناسا د 'جیمز وب' تلسکوپ فضا ته ولیږه

ناسا د شنبې په ورځ ډسمبر ۲۵ (مرغومي ۴) اعلان وکړ چې د امریکا د ختیځ وخت په سهار ۷:۲۰ دقیقو یې د جمیزویب فضایي تلسکوپ د فرانسې له یو ټاپو څخه فضا ته ولیږلو. 

25.12.2021 امریکا غږ

د افغانستان په اړه په یوه ورځ د ګاونډیانو دوه جلا غونډې

کله چې تیره اونۍ اسلام اباد د افغانستان په اړه د اسلامي همکارۍ د سازمان د غونډې کوربه و، په همدې ورځ د منځنۍ اسیا د هېوادونو لوړپوړي ډیپلوماټان په نوي ډیلي کې د اسیا د زړه کنفرانس ته ورغلي و چې ددې کنفرانس د بحث مهمه موضوع هم افغانستان وه. د افغانستان ګاونډیان په یوه ورځ له یو بلا جلا په دوو کنفرانسونو کې ولې راټولیږي؟ افغانستان کې د طالبانو د حکومت په وړاندې د پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو دریځونه سره څومره توپیر لري؟ د افغانستان په اړه د سیمې او ګاونډیو هېوادونو جلا نظرونه ددې هیواد او سیمې پر حالاتو څه اغیزې کولی شي؟ په دې مسالو د ازادي راډیو د تاجیکي څانګې څخه مومن احمدي، له مشال راډیو احمدالله او له ازادي راډیو اجمل اند خپلو کې معلومات شریکوي. دا بحث دلته کتلی شئ.

25.12.2021 ازادي راډیو

په سعودي عرب د یمني یاغیانو په راکټي برید کې دوه کسان وژل شوي دي

واشنګټن – د سعودي عربستان په جنوبي سرحدي ښار جېزان کې د جمعې ناوخته د یمني یاغیانو په یو برید کې دوه کسان وژل شوي او اوه نور ژوبل شوي دي. دغه خبر د سعودي دولتي خبري رسنۍ ورکړی. دوی ویلي، د یمن هوثي یاغیانو یو توغندی توغولی چې په ترڅ کې یې په جنوب لویدیځ ښار جېزان کې یو سعودی او یو یمنی کس وژل شوی دی. خبر زیاتوي، په ټپیانو کې شپږ تنه د سعودي عرب وو او یو کس پکې بنګلدیشی و. د توغوندې ټوټې هم په نېږدې موټرو او دوکانونو باندې لګېدلې دي. د یمن له خاورې په سعودي باندې د داسې مرګونو بریدونو له زیاتېدو ښکاري چې د یمن اوږده کورنۍ جګړه بیا زیاته شوې. د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف د جمعې وختي په صنعا باندې بریدونو کې د سعودي رسنیو په وینا د ښار مرکز ته نېږدې یو پوځي مرکز په نښه شوی وو. هوثي رسنۍ وایي، چې په یوې ګڼ مېشتې سیمې بریدونه شوي او کورونه پکې وېجاړ شوي دي. د هوثي یاغیانو یو ویاند جنرال یحی سېري د شنبې یا خالي په ورځ وویل، چې یاغیانو په جېزان باندې درې بالېسټېک توغندي توغولي او د هغه په وینا هلته یې پرې مهم او حساس ځایونه په نخښه کړي دي خو هغه په دې اړه نور معلومات ور نه کړل. د یمن جګړه په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې ایران پلوو هوثي یاغیانو صنعا او د هېواد زیاتره شمالي برخې ونیولې. څو میاشتې وروسته بیا د امریکا تر ملاتړ لاندې د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف مداخله وکړه چې هوثیان وباسي او په نړیواله توګه په رسمیت پېژندل شوی حکومت بېرته ځای ته راولي. دغه جګړه اوږده شوه او له امله یې دغلته د نړۍ تر ټولو سخت بشري ناورین رامنځ ته شو. د یمن په کورنۍ جګړې کې تر ۱۳۰۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي چې په زرګونو یې ملکي وګړي دي.

25.12.2021 ډیوه

جنوبي وزیرستان:دپیپلز ګوند سیمه ییز مشر نجیب محسود نامعلومو کسانو وژلی

دجنوبي وزیرستان لپاره دپاکستان پیپلز ګوند عمومي سکتر نجیب الله محسود د خالي په ورځ دجنوبي وزیرستان په سره روغه سیمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

25.12.2021 ډیوه

د اومیکرون پیښو زیاتوالی؛ زرګونه پروازونه لغو او محدودیتونه سخت شوي

د کرسمس د رخصتیو سره جوخت په ټوله نړۍ کې په میلیونونو کسان د سفرونو د ګډوډۍ او د کرونا د اومیکرون ډوله وبا د مخنیوي په خاطر د محدودیتونو له زیاتیدو سره مخامخ شوي دي.

25.12.2021 امریکا غږ

افغانستان او قزاقستان د یوې ګډې سوداګریزې خونې پر جوړولو کار کوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې کابل ته د قزاقستان د سوداګرۍ او د ادغام د چارو وزیر بخیات سلطانوف د سفر په ترڅ کې دواړو خوا په خبرو کې د سوداګرو د ګډې په جوړولو هم خبرې کړي دي.

25.12.2021 امریکا غږ

دنوازشریف هیواد ته دبیا ستنېدو په ګنګوسو دعمران خان غبرګون،ایا پاکستان کې حکومت بدلیږي؟

په پاکستان کې ځینې څېړونکي داسې ګنګوسې کوي چې ګنې دعمران خان حکومت چې مخالفین پرې دپوځ دملاتړ تورونه لګوي اوس دپوځ دملاتړ نه محروم شوی اؤ یو وارې بیا دنوازشریف په اقتدار کې د راوستلو هڅې روانې دي.

25.12.2021 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more