ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


تېرکال څه باندې ۴۰۰۰ پناه غوښتونکي هسپانیا ته په لار مړه شوي

په هسپانیا کې یوه نادولتي اداره، چې هغه هېواد ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو او کډوالو شمېر ثبتوي، وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې څه باندې ۴۰۰۰ کسان هسپانیا په لار په سیند کې مړه شوي او یا تري تم شوي دي.

03.01.2022 امریکا غږ

د ډیورنډ په "لانجمنې" کرښې د ازغن تار معامله – قریشي وایي په سفارتکارۍ به مسئله حل شي

شاه محمود قریشي نن د ګل/دوشنبې په ورځ اسلام آباد کې یو خبري کنفرنس ته وویل چې پاکستان په دې معاملې خاموشه ندی پاته بلکې په دې حقله افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره په رابطه کې دی.

03.01.2022 ډیوه

نظرپوښتنه: امریکایان ګڼي په ملک کې یې جمهوریت د خطر د لاندې دی

د سي بي اېس په نظر پوښتنه کې 83 فیصد کسانو د هغو خلکو مخالفت وکړو چې په کانګرس یې یرغل کړی و. د سروی زیاترو برخه والو په کانګرس یرغل بغاوت وبللو چې هدف یې د امریکې حکومت نسکورول، د صدارتي انتخاب نتیجه اړول او صدر ټرمپ په اقتدار کې ساتل وو

03.01.2022 ډیوه

امریکايي چارواکي: طالبانو د کابل ځانمرګی له زندان خوشې کړی و؛ طالبان: نه مو دی کړی 

د امریکا استخباراتي چارواکو د کابل د هوايي ډګر مخې ته د شوي ځانمرګي بریدګر په اړه تازه معلومات خپاره کړي‌ دي. 

03.01.2022 امریکا غږ

کابل کې یوه مدافع وکیله: ناپیژانده کس مې په کور راننووت او زما د وژلو هڅه‌یې وکړه

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د فردي امنیتي ګواښونو په لړ کې په کابل ښار کې د فتانې محمدي په نوم یوه مدافع وکیله په خپل کور کې د یو ناپېژانده وسله‌وال له لوري د وهلو ډبولو کیسه کوي. فتانې محمدي چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال‌یې په لویه څارنوالۍ او محکمه کې هم دنده ترسره کړې وایي، دغه ناپېژانده وسله‌وال کس د دې په کور حمله وکړه او د دې په خبره، په دې دلیل چې د تېر حکومت کارکوونکې وه، شکنجه کړې یې ده. فتانه وایي، دوه میاشتې مخکې هم پرې حمله شوې وه، دا د امنیت او خندیتوب غوښتونکې ده. دا پېښه شااوخوا ۱۰ ورځې مخکې رامنځته شوې او له هغه وروسته فتانه یو پټ ځای ته تللې چې ازادي راډیو ونه‌شو کړای ورسره مرکه وکړي. خو هغې له دې حملې وروسته یو ازاد خبریال سره په مرکه کې چې دا مرکه ازادي راډیو ته هم رسېدلې ادعا کړې چې دغه ناپېژانده کس غرمه مهال د دې د کور دروازه په لغتو ورخلاصه کړې او پر سر یې د وسلې پر کېښودو ترې پوښتلي چې "ته وکیله یې او په تېر دولت کې دې کار کاوه؟" فتانه له ډزو ژغورل شوې، خو په هغو عکسونو کې یې چې دغه خبریال ته ورکړي پر بدن‌یې د وهلو ډبولو نښې نښانې لیدل کېږي. فتانې ویلي: "راباندې یې ډزې وکړې، کمپله مې پر مخ ورخطا کړه، مرمۍ په دېوال ولګېده، بیا یې چې هر څومره وغوښتل ډزې وکړي مرمۍ بنده پاتې وه ما هم له کړکۍ نه چیغې وکړې، ټول خلک راټول شول. د اسلامي امارت کسان هم راغلل او هغه کس‌یې ونیو او له ځان سره‌یې یوړو، زه نه‌پوهېږم چې د څه لپاره زما وژلو ته راغلی و او نه‌پوهېږم څوک و." د فتانې په خبره له چیغو وروسته، د ګاونډیو په مرسته یې حمله کوونکی کس د طالبانو د حکومت د امنیتي حوزې چارواکو له لورې ونیول شو خو تر اوسه نه پوهېږي چې ایا طالبانو یې پېښه وڅېړله که نه؟ مدافع وکیله فتانه محمدي وایي، دوه میاشتې مخکې هم د نا معلومو کسانو له لورې پرې حمله شوې وه. د ښځو د حقونو ځینې فعالانې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې د ګواښونو او محدودیتونو زیاتېدو ته په اشارې سره وایي، دا ډول کړنې به د ښځو د لا قهر او له هېواده یې د تېښتې لامل وګرځي. د ښځو د حقونو یوه فعاله او د ښځو د پیوستون د غورځنګ غړې تمنا صدیقي وایي:"دا د اسلامي امارت د حکومت کمزورتیا ښیي ، دا کسان څوک دي چې د اسلامي امارت له نومه ناوړه استفاده کوي او د اسلامي امارت له ادرسه ښځو ته مزاحمت کوي مګر دولت ترې بې خبره دی او د حل لپاره یې کوم اقدام نه کوي." وموغوښتل په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي مو اړیکو ته ځواب ونه وایو او د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وویل چې په دې اړه به معلومات وکړي خو جزئیات یې ور نه کړل. خو له دې وړاندې طالبانو په ورته پېښو کې ژمنه کړې وه چې دا شان قضیو عاملین به نیسي او سزا به ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د تېر حکومت د کارکوونکو د بې شمېره وژنو، وهلو ډبولو او د شکنجو په د ادعاګانو راپورونه خپاره شوي دي. په ډېریو دغو ادعاګانو کې طالبان پړ او عاملین بلل کېږي - هغه ادعاوې چې طالبانو تل رد کړي او ویلي یې دي دوی د عمومي عفوې په اړه د خپل مشر فرمان پلي کېدو ته ژمن دي. دغه مدافع وکیلې داسې مهال د دې پر وړاندې د ګواښونو خبره کړې چې یو میاشت مخکې د افغانستان د مدافع وکیلانو خپلواکه ټولنه وتړل شوه او فعالیتونه یې عدلیې وزارت پورې اړوند شول. له دې ټولو سره سره د هغو کسانو چې له ګواښونو سره مخ دي، برخلېک یې نا څرګند دی او د فتانې محمدي په شان د ځان د وېرې له امله نا معلومو ځایونو ته تللي او په یو ډول کورنیو بند خونو کې اوسېږي.

03.01.2022 ازادي راډیو

نړۍ کې د اومېکرون چټک خپرېدل؛ طالبان: د کرونا ویروس د دې بڼې د تشخیص دستګاه نه‌لرو

په داسې حال کې چې د اومېکرون په نوم د کرونا ویروس نوې بڼه په چټکۍ سره نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ له ټولو هېوادونو غوښتي چې د کرونا ویروس له نوې بڼې سره د مبارزې لپاره چمتووالی ونیسي، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي تر اوسه د اومېکرون د تشخیص دستګاه نه‌لري. د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژبر د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د مرغومې ۱۳» ازادي راډیو ته وویل، د اومېکرون د تشخیص د وسایلو برابرولو لپاره هڅې پیل شوي او دوی د روغتیا له نړیوال سازمان څخه غوښتي چې د یاد ویروس د تشخیص وسایل دې د دوی په واک کې ورکړي. هژبر وویل: "د کرونا وایروس د تشخیص لپاره ۴۰ زره کیټونه په واک کې لرو، خو د کرونا وایروس د اومیکرون بڼې د تشخیص لپاره پرمختللو ماشینونو ته اړتیا لرو. د روغتیا نړیوال سازمان سره په وروستۍ اړیکه کې موږ ترینه وغوښتل چې دا ماشینونه دې موږ ته راکړي او دوی هم ژمنه وکړه، ان شاء لله د جنوري میاشتی تر وروستیو به دا ماشین موږ ته راکړل شي." دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وایروس له امله په افغانستان کې د پنځو کسانو د مړینې خبر ورکړی دی. د یاد وزارت چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۸۹۲ اخیستل شویو ټیسټونو، ۴۴ هغه یي مثبت وو. د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي چې له اسد میاشتې تر عقرب میاشتی په کرونا د اخته کسانو شمېر مخ په کمېدو وو، خو په وروستۍ میاشت کې دا شمېر یو څه ډیر شوی، خو دا لا نه ده معلومه چې په نویو ناروغانو کې د اومیکرون بڼې کسان هم شامل دي که نه. د کرونا وایروس اومیکرون بڼه لومړی ځل په افریقایي هېوادونو کې ثبت شوه او اوس په چټکۍ سره په نړۍ کې خپریږي. په همدې حال کې د افغان- جاپان روغتون مسوولان چې په افغانستان کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو د درملنې تر ټولو لوی مرکز دی وایي، په وروستیو اونیو کې هره ورځ له ۴۰ تر ۵۰ د کوویډ-۱۹ ناروغان دغه روغتون ته ورځي. د افغان- جاپان روغتون رئیس په دغه هېواد کې د کرونا د اومیکرون بڼی احتمالي ګواښ ته اندېښمن دی. د دغه روغتون رییس زلمی رشتین ازادۍ راډوی ته وویل: "تر اوسه زموږ په روغتون کې د کرونا د اومیکرون بڼه نه ده تشخیص شوي او موږ یې د تشخیص لپاره په روغتون کې وسایل هم نه لرو. " د طالبانو حکومت د عامی روغتیا وزارت مسوولان وایي، تر دی دمه په دغه هېواد کې ۷ ملیونه او ۴ لکه کسانو ته د کرونا ضد واکسین شوی چې له دې شمېر دوه ملیونه او ۷ لکه کسان پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته واکسین شوي دي. خو د روغتیا نړیوال سازمان د تازه معلوماتو پر بنسټ، تر یوې اوونۍ دمخه په افغانستان کې څلور میلیونه او شپږ لکه کسانو ته د کرونا ضد واکسین شوی. د طالبانو حکومت د عامې ورغتیا وزارت له خلکو غواړي چې په کرونا وایروس له اخته کېدو د مخنیوي لپاره دې د روغتیایي مسایلو د په پام کې نیولو ترڅنګ، د کرونا ضد واکسین هم وکړي.

03.01.2022 ازادي راډیو

د ایران پر اتومي موافقې خبرې بیا په ویانا کې پیل شوې 

د ایران، امریکا او د نړۍ زبر ځواک هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته د بیا ګرځېدو په هدف، نن دوشنبه جنوري درېیمه (مرغومې۱۳) په ویانا کې مذاکرات بیا پیل شول. 

03.01.2022 امریکا غږ

عراقي چارواکي: د امریکا په پوځي اډې د ډرون برید ناکام شوی

په عراق کې امنیتي‌ سرچېنې وايي بغداد ته نژدې د عراق په یوې پوځي اډې باندې،‌ چې امریکايي عسکر په کې دېره دي، د ډرون د برید هڅه شنډه شوې ده.

03.01.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

03.01.2022 امریکا غږ

د کانګرس ډله: ډانلډ ټرمپ پلویان په وخت په کانګرس د حملې نه نه وو منع کړي

د نهه  کسېزې ډلې مشر کانګرسمېن بېني تامسن د سي اېن اېن ټېلې وژن "سټېټ اف دي یونین" پروګرام ته د اتوار، يکشنبې، په ورځ‌ وویل ډله یې دا معلومول غواړي د پخواني صدر ټرمپ په هغو "187 منټو" کې څه کول چې په وایټ هاوس کې ناست وو، په ټېلې وژن په کانګرس اړی ګړی کتلو خو د پلویانو د منع کولو دپاره یې څه نه کوول

03.01.2022 ډیوه

پولیسو د عمر خطاب شېراني په وژنه کې د ککړو کسانو د نيولو دعوه کړې

د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان پوليسو دعوه کړې چې په ډېره اسماعيل خان کې د عوامي نيشنل ګوند د وژل شوي کانديد عمر خطاب شېراني وژنه سياسي يا ترهګره پېښه نه وه، د شخصي اړيکو په اساس هغه وژل شوی دی.

03.01.2022 ډیوه

بایډن اوکراین ته: که روس په تاسو بیا حمله وکړه، امریکا او اتحادیان به یې «فیصله کنه جواب» ورکړي

د امریکا صدر جو بایډن وایي، که روس بیا هم په اوکراین یرغل وکړي، نو امریکا او اتحادیان به یې «فېصله کنه جواب» ورکړي. ښاغلي بایډن دا خبره د اتوار/یکشنبې په ورځ د اوکراین صدر ولوډمیر زېلېنسکي سره په ټلېفوني خبرو کې وکړه.

03.01.2022 ډیوه

په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په جوړېدو د ایران ټينګار

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې له ټولو قومونو څخه تشکل شوي همه شمول حکومت باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې دا د ایران او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غوښتنه ده.

03.01.2022 امریکا غږ

پاکستان کې د کرونا ضد ويکسينو درېم ډوز لګول پېل شوي

 په پاکستان کې د کرونا وایرس د څار او انتظام قامي ادارې (نېشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سنټر، اېن سي او سي) ويلي، په ملک کې د 30 کالو نه زیات عمر کسان د دې وړ دي چې د کرونا ضد ويکسينو درېم يا بوسټر ډوز ولګوي.

03.01.2022 ډیوه

رېحام وايي اسلام اباد کې يې په ګاډي ډزې شوي

د پاکستان د وزیراعظم عمران خان مخکنۍ ښځې رېحام خان ویلي، تيره شپه يې په اسلام اباد کې په ګا‌‌‌ډي بريد شوی، او بیا د مقدمې دپاره ټوله شپه تېره کړی شوې ده.

03.01.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more