ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کابل کې د ښځو لاریون؛ ځینې لاریونوالې: د طالبانو ډزو کې یو شمېر ښځې ټپيانې شوي

په کابل کې یو شمېر ښځو نن د هغه څه په غبرګون کې چې دوی یې توپیري چلند او ټولنیزه بې‌عدالتي بولي لاریون وکړ. دوی د کار، ډودۍ، ازادۍ او د قانوني حکومت د جوړېدو غوښتنه کوله، خو وايي د همدې غوښتنې له امله د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوې. له دوی یوې لاریون کوونکې تمنا صدیقي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو پر دوی ډزې وکړې او یو شمېر لاریون کوونکې یې ټپیانې کړې. دا زیاتوي: "تمه وه د کابل په دوو سیمو کې لاریون وکړو، خو بدبختانه د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوو. هغه کسان چې غوښتل یې دې لاریونونو کې ونډه واخلي او یا یې ګډون کړی و، یو شمېر ته‌یې اجازه ورنه‌کړل شوه چې اصلي ګروپ سره یوځای شي او هغوی چې اصلي ګروپ کې وو پرې ډزې وشوې چې بدبختانه یو شمېر ټپیانې شوې هم دي." د لاریون کوونکو شمېر نه‌دی مشخص شوی. ظریفه احمدي چې غوښتل یې دې لاریون کې ګډون وکړي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو یې د ګډون مخه ونیوله او پر ښځو یې ډزې وکړې. مېرمن احمدي وايي: "طالبانو د لاریون مخه ونیوله. موږ ته‌یې اجازه رانه‌کړه چې له دې مدني لاریون سره یوځای شو. پر ښځو یې ډزې وکړې او خبریالان‌یې هم بندیان کړل." خو د راپور تر خپرېدو پورې کومې رسنۍ یا خبریال په دې اړه څه نه‌دي ویلي. په ټولنیزو رسنیو کې په کابل کې د ښځو له ننني لاریون یوه خپره شوې وېډیو کې له لاریون کوونکو یوه مېرمن وايي، طالبان د دوی له خالي لاسونو وېره لري، ځکه دوی ځپي. دا وايي: "موږ یې نن وځپلو، زموږ له خالي لاسونو وېره لري. موږ ازادي غواړو، کار او ډوډۍ غواړو." د طالبانو له حکومت مو د ښځو د ننني لاریون د غوښتنو او له دوی سره د شوي تاوتریخوالي په اړه پوښتنه وکړه، خو ویاندویانو یې ځواب رانه‌کړ. دا لومړی ځل نه‌دی چې طالبان په کابل کې د ښځو د یوه لاریون مخه نیسي او له ښځو سره د تاوتریخوالي راپورونه ترې خپرېږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته پېښې شوي او ان دغو اعتراضیه غونډو او لاریونونو ته تللي د خبري پوښښ لپاره خبریالان هم وهل شوي ټکول شوي دي. د طالبانو حکومت له پیل راهیسې دا لاریونونه پیل شوي او ښځې په‌کې د خپلو حقونو د خوندیتوب غږ پورته کوي. پرون یو شمېر نورو ښځو په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ښځو او نجونو ته دې د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي. دوی چې ځانونه د سیاسي مشارکت په نوم د یوې شبکې غړي پېژندلې، دا ځل په کابل کې په یوه نامعلوم ځای کې په يوه کور کې راټولې شوې وې او ټینګار یې کاوه چې له ټولنې څخه د ښځو څنګ ته کول د ټولو انسانانو د څنګ ته کولو په معنی ده. دوی په حکومت کې د سیاسي مشارکت غوښتنه کوله. د دغو ښځو شمېر چې ۲۰ تنو ته رسېده، ټولو په یوه خوله دا شعار ورکاوه چې له ټولنې د ښځو او نجونو حذف ناممکن دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ښځو په اړه یو شمېر نوي اصول هم وضع کړي چې پراخ غبرګونونه‌یې راپورته کړي دي. له دې اصولو یو له محرم پرته په لیرې واټن سفر کولو بندیز دی چې د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د زنداني کېدو په معنی بللی. طالبانو قدرت ته له رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د ښځو په زده‌کړو او تر خوا یې په کار بندیز لګولی، خو وايي ژر به بېرته اجازه ورکړي، هغه ژمنه چې د څلور میاشتو له تېرېدو وروسته لا هم عملي شوې نه‌ده. له دې سره په خوا کې طالبان وايي، د ښځو حقونو ته ژمن دي او د دې ژمنتیا د ښودو لپاره د خپل مشر ملا هبت‌الله هغه فرمان ته اشاره کوي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره‌یې خپور کړی دی. هغه فرمان چې منځ‌پانګه یې په نکاح او ښځو ته په میراث ورکولو محدوده ده، خو د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه په‌کې هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

28.12.2021 ازادي راډیو

د علي وزیر د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوه

د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر د ضمانت په خواست فېصله محفوظ شوه، او وکيل يې وايي او عدالت د فېصلې اورولو دپاره د 15 جنورۍ 2022 نېټه ورکړه.

28.12.2021 ډیوه

افغان مېرمنې دطالبانو نوي بندیزونه دبشري حقونو سرغړؤنه بولي

افغانستان کې واکمنو طالبانو په ښځو بندیزونه لګولی چې له محرم پرته لرې سفر نه شي کولی خو افغان مېرمنو د طالبانو په دغه بنديز اندېښنه ښودلې اؤ وایي چې دې سره به يې بنيادي بشري حقونه پامال شي۔

28.12.2021 ډیوه

په پاکستان کې اوس هم د بشري حقونو سرغړونې روانې دي، مدني، قانوني او سياسي فعال وايي

په پاکستان کي د بشرې حقونو فعالان، سياست مداران او قانون پوهان وايي اوس هم په هېواد کې د بشري حقونو سر غړوني رواني دي، او په ځانګړي توګه په پښتون مېشته سيمو او بلوچستان کي دغه صورتحال تر ټولو زيات خراب دی.

28.12.2021 ډیوه

کابل کې د ښځو لاریون؛ طالبانو یې مخه ونیوله

په کابل ښار کې یو شمېر مېرمنو یو ځل بیا د خپلو حقوقو تر لاسه کولو لپاره اعتراضیه حرکت وکړ.

28.12.2021 امریکا غږ

د یمن پایتخت ته په موقتي توګه د ملګرو ملتونو پراوزنو ته اجازه ورکړل شوه

په یمن کې حوثي یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی نن سه شنبې ډسمبر ۲۸ (مرغومي۷) ویلي چې پایتخت صنعا ته یې په موقتي توګه د ملګرو ملتونو د الوتکو پروازونو ته اجازه ورکړې.

28.12.2021 امریکا غږ

ظریفه غفاري: استبدادي نظامونه د ښځو غږ نه‌شي غلی کولای

په کابل کې یو شمېر ښځو نن د هغه څه په غبرګون کې چې دوی یې د ځانونو په وړاندې توپیري چلند او ټولنیزه بې‌عدالتي بولي لاریون وکړ. لاریونوالو د کار، ډوډۍ او ازادۍ شعارونه ورکول او غوښتنه‌یې کوله چې قانوني حکومت دې جوړ شي. پرون هم ځینو ښځو په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي. د ازادي راډیو خبریال د میدان ښار له پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت ولې د ښځو د لاریونونو او اعتراضونو مخه نیسي؟ دغه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

28.12.2021 ازادي راډیو

امریکا او روسیه د جنوري په میاشت کې امنیتي غونډه کوي

ټاکل شوې متحده ایالاتو او روسیه د بل کال د جنوري په میاشت کې د اتومي وسلو د کنټرول او نورو جنجالونو په هکله خبرې اتر وکړي. ویل کيږي چې پدې خبرو کې به د اوکراین په سرحد کې هم په جنجالونو بحث وشي.

28.12.2021 امریکا غږ

بلاول: په 5 جنورۍ د لاهور نه د دې حکومت ختمولو کيسه پېل کوو

د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي، د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د ختمولو پرضد په پينځمه جنورۍ د لاهور نه کيسه پېلوي، چې د پاکستان پيپلز ګوند د مشر ذوالفقار علي بټو د زوکړې ورځ ده، او د ګوند مرکزي غونډه به کيږي.

28.12.2021 ډیوه

کابل: طالبانو د شخصي ټيلي ويژن چېنل مالک مشر نيولی

طالبانو په کابل کې د اتوار/ يکشنبې په ورځ (27دسمبر) د شخصي ټيلي ويژن نورين ټي وي جوړونکی مالک او مشر محمد عارف نوري د خپله کوره نيولی، او زوي يې ويلي د هغه تراوسه هیڅ درک نشته.

28.12.2021 ډیوه

غني د "فساد او سازمان شوي جرم" د سږ کال شخصیت د کاندیدانو په لیست کې راغلی

د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې پروژې (OCCRP) د افغانستان د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني نوم د ۲۰۲۱ کال د "فساد او سازمان شوي جرم" د شخصیت په لیست کې شامل کړی. درو سولیوان چې د دې پروژې یو باني او د داورانو د هیت غړی دی پدې هکله ویلي، "غني یقیناً ددې جایزې مستحق دی. هغه د خپل پراخ فساد او بې کفایتۍ څخه خیر لیده. خپل ولس یې مرګ او بد مرغۍ ته پریښود تر څو خپله یې وکړی شي د عربي متحده اماراتو په شان اخلاقي ګنداب د پخوانيو مفسدو دولتي چاراکو سره ژوند وکړي". محمد اشرف غني تر اوسه پدې هکله غبرګون ندی ښودلی. ښاغلي غني د روان کال د اګست په ۱۵مه کابل ته د طالبانو د راتګ سره سم، افغانستان پریښود.داسې ادعا شته چې مخکني جمهور رئیس محد اشرف غني د کابل څخه د وتلو پر مهال  "۱۴۹" ملیون ډالر د ځان سره وړي دي خو ښاغلي غني نه یوازې د خپلو کارونو بلکې د کورنۍ غړیو د شفافیت دفاع کړې او دا تورونه یې رد کړیدي. مخکني جمهور رئیس همدارنګه ویلي چمتو دی چې یو خپلواک بنسټ د دې ادعا په هکله څیړنې وکړي. د ښاغلي غني تر څنګ د ارګ د ملي امنیت د شورا مخکني سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم دا تورونه رد کړل. هغه د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې هغوي (غني) حتی دا فرصت نه درلود چې خپل شخصي لوازم د ځان سره واخلي. د بیلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو، محمد اشرف غني، د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد، د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، د اتریش پخوانی صدراعظم سبستیان کورز په ترتیب سره د (OCCRPC) لخوا د ۲۰۲۱ کال د فساد او سازمان شوي جرم د شخصیت د نامزادانو په لیست کې اچول شوي. خو جمهور رئیس لوکاشینکو د "اروپایي مستبد ظالم" په توګه د هغه څه په خاطر چې د فساداو سازمان شویو جرمونو د ترویج لپاره د شرایطو برابرولو لپاره یې کړیدي، د فساد او سازمان شویو جرمونو د پروژرې د راپور ورکونې د ۲۰۲۱ کال د شخصیت په توګه غوره شوی. دې سازمان دا ندي ویلي چې د سږ کال په لیست کې ددې کسانو د شاملولو لپآره یې د کومو معیارونو او لارو چارو څخه ګټه اخیستې. د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د فساد او سازمان شویو جرمونو په برخې کې د هغه کال شخصیت ټاکلی و. د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې د پروژې مدیریه هیت شپږ غړي لري چې خبریالان او کارپوهان پکې شامل دي. دوي په نړۍ کې د فساد په هکله تحقیق کوي او راپورونه پرې برابروي. د دوي په ابتدائیي لیست کې د نړۍ د ۱۱۶۷ مشرانو نومونه د فساد او سازمان شوي جرم د کال د شخصیت لپآره غوره شوي و. د عرب تحقیقاتي ژورنالیزم د بنسټ مشر روان دامین، د تحقیقاتي ژرونالیزم د نړیوال کانسرسیوم جګپوړي خبریال ول فیتزګیبون، د پولیتزر جګپوړی غړی بویونګ لیم، د متحده ایالاتو د جورج میسن د پوهنتون استاد لویس شیلي، د مطبوعاتو د پراختیا او د تحقیقاتي ژورنالیزم کارپوه درو سولیوان او پاول رادو د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې پروژې هغه غړي دي چې د سږکال د فساد او سازمان شوي جرم فهرست یې ترتیب کړی.  

28.12.2021 امریکا غږ

کابل کې يو شمېر ښځو يو ځل بيا د کار، زده‌کړو او خپلو حقونو لپاره اعتراض وکړ

یو شمېر ښځو بیا هم په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ښځو ته دې د کار او نجونو ته دې د زده‌کړو اجازه ورکړي. دوی چې ځان د سیاسي مشارکت په نوم د یوې شبکې غړي پېژني، دا ځل په کابل کې په یوه نامعلوم ځای کې په يوه کور کې راټولې شوې وې او ټینګار یې کاوه چې له ټولنې څخه د ښځو څنګ ته کول د ټولو انسانانو د څنګ ته کولو په معنی ده. دوی په حکومت کې د سیاسي مشارکت غوښتنه کوله. د دغو ښځو شمېر چې ۲۰ تنو ته رسېده، ټولو په یوه خوله دا شعار ورکاوه چې له ټولنې د ښځو او نجونو حذف ناممکن دی. اسوشیټډ پرس خبري اژانس د سیاسي مشارکت د شبکې د یوې غړې راضیه برومند له قوله وایي چې نوموړې د طالبانو له حکومت څخه خپلې غوښتنې داسې مطرح کړي: "ټول هېواد کې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانيستل، ښځو ته د زده‌کړې او کار حق ورکول، د اقلیت قومونو د امنیت او مذهبي او جنسیتي حقوقو رعایت او د حکومت په چوکاټ کې ښځو ته د فعال ګډون ونډه ورکول. له کله چې کابل د روان کال د اسد په ۲۴مه طالبانو ونیو، له هغې راهیسې په افغانستان کې ښځو په ډېرو اعتراضیه غونډو کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره غږ اوچت کړی دی. د طالبانو حکومت تر اوسه د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار په اړه مشخصې تګلارې نه‌دي اعلان کړي، خو وایي چې د اسلامي شریعت له مخې به ټولو نجونو ته د زده‌کړې حق ورکړل شي. د طالبانو په حکومت کې هېڅ یوه ښځه هم نه‌شته او د نوې کابینې د اعلان پر مهال‌یې د ښځو د چارو وزارت هم لغوه کړ. د طالبانو حکومت په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې اجازه نه‌ده ورکړې او د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر هم په دې وروستیو کې ویلي چې په پوهنتونونو کې به په ګډه د هلکانونو او نجونو د زده‌کړو دوام امکان ونه‌لري. د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شېخ عبدالباقي حقاني د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: "مختلطې زده‌کړې باید پای ته ورسېږي. زیات انتخابونه شته، یو دا چې که امکان ولري د نجونو او هلکانو ځای باید سره جلا شي که دا کار امکان ونه‌لري باید د زده‌کړې وخت سره بېل شي. که دا هم ممکنه نه‌وي باید د ځای له وېشلو کار واخیستل شي." ښځو او نجونو ته د زده‌کړې او کار کولو حق ورکول د طالبانو له حکومت څخه د نړیوالې ټولنې یوه عمده غوښتنه ده. د امریکا مرستیال ولسمشرې کمالا هارېس په تازه څرګندونو کې ویلي تر هغه ځای چې دوی خبر دي، طالبان په افغانستان کې له نجونو او ښځو سره سم چلند نه‌دی کړی. د هغې په وینا امریکا طالبان څاري ترڅو د نجونو او ښځو د ملاتړ مسئله یقیني شي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت د تېرې شنبې په ورځ وویل چې له دې وروسته ښځو ته له شرعي محرم پرته د لیرې سفر کولو اجازه نه‌ورکول کېږي. پر سفر کولو دغه محدودیت د شااوخوا ۷۰ کیلومتره په واټن کې په پام کې نیول شوی چې زیات غبرګونونه‌یې راپارولي دي. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د چارو مسؤلې هیدر بار دغه پرېکړه د ښځو د زنداني کېدو نښه بللې، خو د طالبانو حکومت د هغې دا څرګندونې د دې سازمان تبلیغات بللي دي.

28.12.2021 ازادي راډیو

پوتین: د افغانستان او تاجیکستان په پوله امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي د افغانستان او تاجیکستان په پوله امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی. 

27.12.2021 امریکا غږ

پاکستان وايي د قامي امنیت لومړۍ پالېسي یې منظوره کړه

څېړوونکی طلعت مسعود وايي د پيښور د ارمى پبلک سکول د خونړۍ پېښې نه وروسته چې د ترهګرۍ د مخنيوى د پاره کومه سل نقاطي ملى تګلاره جوړه شوې وه دغه ښه تګ لاره وه خو عملي نه کړی شوه چې د هغه په قول له امله یې حالات بيا د  خرابېدو په لور روان دي

27.12.2021 ډیوه

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: پر ښځو د طالبانو محدودیت، وروسته پاته فکر دی 

پاکستان د اطلاعاتو وزیر په افغانستان کې د ښځو پر تګ راتګ او سفر باندې د محدودیتونو د لګولو په اړوند د طالبانو وروستی اقدام "وروسته پاته" او قهقرایي تفکر ګڼلی او هغه یې "پاکستان ته د خطر" په توګه بللی دی. 

27.12.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more