ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کراچۍ: علي وزیر ناروغه دی، د زندان چارواکو د ميرانشا پوليس تاڼې ته د لېږلو اجازه غوښتې، وکيل يې وايي

د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر ، وکيل وايي علي وزير ناروغه دی، شپه يې د زندان په روغتون کې تېره کړې او د جېل چارواکو د سيند حکومت نه غوښتي چې اجازه ورکړي چې هغه د ميرانشا تاڼې ته وليږي. د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډیوه ته وويل، پرون د جمعې په ورځ (28 جنورۍ) د کراچۍ د ترهګرۍ ضد 12 نمبر عدالت کې د علي وزير د قضيې اورېدنه وه او دوه پوليس ګواهانو پکې عدالت خپل بيانونه وړاندې کړي او هغه پرې جرح مکمل کړې ده. د کراچۍ په زندان کې دننه په 12 نمبر عدالت کې د علي وزیر پرضد د کال 2020 د قضيې اورېدنه شوې ده، په ياده قضيه کې د پاکستان سپريم کورټ علي وزیر ته ضمانت ورکړی دی. دا وخت علي وزير د کال 2018 په قضيه کې په زندان کې بندي دی. په دغه قضيه کې د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه کيږي، او په دغه قضيه کې د اورېدنې دپاره راتلونکې نېټه 31 جنوري ورکړی شوې ده. قادر خان اېډوکېټ وايي، پرون د اورېدنې په مهال د علي وزیر صحت سم نه وو، او ویلي يې دي چې تيره ټوله شپه يې بلډ پرېشر وو او شپه يې په روغتون کې تيره کړې ده. نوموړي زياته کړه، د کراچۍ د مرکزي زندان چارواکو د سيند صوبې حکومت ته ويلي چې اجازه ورته ورکړي چې علي وزیر د شمالي وزیرستان د میرانشا تاڼې ته وليږي. د سيند صوبايي حکومت ته د جېل سپرنټنډنټ ويلي، د کال 2020 په قضيه کې د علي وزیر پرضد د شمالي وزیرستان د اډيشنل سيشن جج په عدالت کې د لوډ سپيکر د قانون د سرغړونې لاندې مقدمه روانه ده، هغه دې هلته ولېږل شي او دلته به يې د قضيو اورېدنه د ويډیو لنک د لارې کولی شي. پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير او نورو بندي غړو دپاره احتجاجي جلسې روانې کړي دي. د پاکستان حکومت او پوځ د وړاندې نه په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د بهر هېوادونو نه پېسې اخلي او په بهرنۍ ایجنډا لګيا تحریک دی. خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او وايي چې پي ټي اېم پرامنه او د پښتنو د حقونو دپاره جوړ غورځنګ دی او د تورونو د ثابتولو دپاره يې د کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده.

29.01.2022 ډیوه

 په لوږه او انزوا کې د افغانانو پرېښودل د هیچا په ګټه ندي: د افغانستان لپاره د بریتانیې پخوانی ځانګړی استازی  

د افغانستان لپاره د بریتانیې پخواني ځانګړي استازي مایکل کیټنګ د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۸ ( سلواغې ۸) خبرداری ورکړ چې د افغانستان د خلکو " یواځې پرېښودل" به نه یواځې بشري بلکه امنیتي عواقب هم ولري. هغه چې د بلجیم په پایتخت بروکسل کې د بریتانیې د سکای نیوز له تلویزیوني شبکې سره خبرې کولې وویل:" زه فکرکوم د افغانستان د خلکو یواځې پرېښودل چې له امله یې دوی وږي شي او سوال کولو ته مجبور شي نه د افغانستان، نه د سیمې د هیوادونو او نه هم د نړیوالې ټولنې په ګټه دي، ځکه دغه کار به د ډیرو نورو خلکو د بې ځایه کېدو، مهاجرت، د مخدره توکو د قاچاق په شان د نور ناقانونه کړنو د زیاتېدو او د خلکو له خوا د خپل بدن د غړو د خرڅولو سبب شي." افغانستان چې د کلونو جګړو، وچکالۍ او سیلاوونو له امله،پخوا هم یو بیوزلی هیواد و، د تیرکال د اګست په میاشت کې د طالبانو په واکمنېدو او د بهرنیو مرستو د بندیدو له امله په کې د بې وزلي کچه ډیره لوړه شوېده. خو سږني ساړه ژمي د بیوزلو خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړیدي، دیر شمیر بیوزله افغانان د دې ترڅنګ چې خواړه نه لري د خپلو کورونو د ګرمولو لپاره د سونګ مواد هم نه لري، نړیوالې خیریه ټولنې هڅه کوي د میلیونونو کسانو لاسنیوی وکړي. ښاغلی کیټنګ وايي د افغانستان د خلکو د اړینو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ باید د افغانستان اقتصاد فعال وساتل شي. هغه وویل : " ستونزه داده چې څنګه اقتصاد فعال وساتل شي، څنګه پیسې په اقتصاد کې دوران پیدا کړي. که چیرې دغه ستونزه حل نشي وضعیت به له دې نور هم خراب شي." په افغانستان کې د بشري او قتصادي ناورین په زیاتېدو سره داسې راپورونه ورکړل شویدي چې خلک د خپلو کورنیو د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د خپل بدن د غړو پلورلو ته اړشویدي. که څه هم د بدن د غړو خرڅول په تیره بیا په هرات کې کومه نوې خبره نده  خو روان ناوړه اقتصادي حالت ډیر خلک دغه کار ته مجبور کړیدي. د سکاي نیوز په یوه راپور کې ویل شوي چې هرات ته د غړو د خرڅولو لپاره د ډیرو خلکو د ورتګ له امله دغلته د غړو بیې د پخوا په پرتله یوڅه رالوېدلې دي.  اوس د نارینه وو پښتورګي د دوه زره امریکايي ډالرو او ښځینه پښتورګي په پنځلس سوه امریکايي‌ ډالرو خرڅیږي. ملګرو ملتونو د روانې عیسوي میاشتې په پیل کې له افغانستان سره د ۵ میلیاردو ډالرو مرستو غوښتنه وکړه چې دا د یوه هیواد لپاره د بشري مرستو تر ټولو لویه غوښتنه ده. د اټکل له مخې د افغانستان د نفوس ۹۰ فیصده چې ۳۸ میلیونه خلک کیږي په مرستو باندې تکیه کوي، ملګري ملتونه وايي په دغې شمیرې کې  ۳ میلیونه هغه کورني بې ځایه شوي هم شامل دي چې د وچکالۍ او قحطۍ له امله بې ځایه شویدي. د خوړو نړیوال پروګرام د چارشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې له خلکو سره د مرستې لپاره دوه اعشاریه شپږ میلیارده امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.  

29.01.2022 امریکا غږ

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

28.01.2022 امریکا غږ

امریکا بنګله دیش ته د کرونا وبا ضد د ۷.۴ میلیون ډوز واکسین لیږد پیل کړ  

متحده ایالاتو نن د جنورۍ په ۲۸ (سلواغې ۸) بنګله دیش ته کرونا ویروس ضد د ۷.۴ میلیون ډوزه واکسین لیږد پیل کړ.  

28.01.2022 امریکا غږ

د زمبابوې د کرکټ پخواني کپتان د رشوت اخیستو په تور درې نیم کاله له لوبو بند شو

د کرکټ نړیوالې شورا د زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپټان برینډن ټیلر د رشوت اخیستو او ممنوعه درملو د کارولو په تور درې نیمه کاله د کرکټ د ټولو لوبو کولو څخه منع شوی.

28.01.2022 امریکا غږ

د بیان آزادۍ د محدودیتونو په هکله اندیښنې؛ طالبان: مطبوعات باید د قانون په چوکاټ کې فعالیت وکړي

د طالبانو ویاند په افغانستان کې مطبوعاتو ته ویلي چې د "مطبوعاتو د قانون" سره سم او سالم فعالیت وکړي. ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې نن جمعه جنوري ۲۸ (سلواغې۸) پداسې حال کې کړي چې دوه ورځې وړاندې دې ډلې په افغانستان کې د خبریالانو د فدارسیون او مطبوعاتي ادارو د غونډې مخه ونیوله. ښاغلي مجاهد پدې هکله په ټویټر کې لیکلي، "که د افغانستان مطبوعات په ریښتیا په عادي توګه فعالیت کول غواړي، باید خپل د خپرونو جوازونه تمدید کړي او مالیه ورکړي." د دي فدراسیون یو مسؤل میر علي اکبرزاده ویلي چې دې کنفرانس ته ډیر خبریالان رابلل شوي و خو د طالبانو د "شفاهي لارښوونې"  له مخې د غونډې مخه ونیول شو. ښاغلي اکبرزاده زیاته کړه، "د اسلامي امارت نه مو غوښتنه دا ده چې د ستونزې د حل لپاره هر څومره ژر چې امکان لري، د خپل قانون او د طرزالعمل په څرنګوالي پریکړه وکړي." هغه ټینګار وکړ چې طالبانو ورته امر کړی چې تر دې وروسته د خبري غونډو جوړولو حق نلري. خو د طالبانو ویاند وایي چې په اوس وخت کې په کابل کې د خبریالانو یو فدراسیون فعالیت کوي او ډیرې مطبوعاتي ادارې یې غړیتوب لري. د طالبانو ویاند زیاته کړه، " د بل فدراسیون اعلان او یا د هغو مطبوعاتي ادارو غړیتوب چې فعالیت یې څو کاله د مخه بند شوی او یا یې مسؤلین د هیواد څخه تښتیدلي، ښه ګام ندی. داسې کړنې د مطبوعاتو تر منځ د ناسالمې سیالۍ سبب کیږي. " غبرګونونه: د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو دې پریکړه ته په غبرګون کې ویلي چې مطبوعاتو د لاسرسي مخنیوی او د طالبانو لخوا د  مطبوعاتو ځپل پدې هیواد کې په خبریالانو "ښکاره برید " دی. دې سازمان په افغانستان کې د معلوماتو د ورکړې په برخې کې د مطبوعاتو نقش مهم بللی او ټینګار یې کړی چې پدې هیواد کې خبریالان او د مطبوعاتو کار کوونکي باید په آزاده توګه کارا وکړي او د هغوي حفاظت دې وشي. تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما هم ویلي چې د خبري غونډو مخنیوی پدې هیواد کې د بیان په آزادۍ محدودیت دی. یوناما د طالبانو څخه غوښتي و چې د افغانانو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ دې وکړي او د هغو کسانو د محدود کولو هڅه دې نکوي چې فکر کیږي بل ډول نظر لري. تر دې وړاندې په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي و چې طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې په رسنیو کې د موسیقۍ او تفریحي خپرونو او ښځو د غږونو په خپرولو بندیز لګولی دی. دغې کمېټې ډسمبر ۱۲ (لېندۍ ۲۲) پخپل اونیز راپور کې ویلي چې په رسنیو دغه محدودیتونه تر ډيره په تخار، بلخ، جوزجان او غور ولایت کې وضعه شوي دي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې طالب چارواکو په تخار کې د رسنیو مسؤلینو ته ویلي چې د هغو سریالونو او فلمونو له خپرولو ډډه وکړي چې د ښځو څیرې پکې ښکاري او "په راډیوګانو کې هم باید د ښځو غږونه وانه اوریدل شي."

28.01.2022 امریکا غږ

 امریکې د کم امدن ملکونو ته د کرونا وېړیا وېکسین ورکول ګړندي کړي

د نړۍ د کم آمدن ملکونو ته د کرونا واېرس مخنیوي لپاره وېړیا وېکسین ورکولو دپاره امریکې خپل کوششونه ګړندې کړي دي. وايټ‌ هاوس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ‌ اعلان وکړو چې د مرکزي اېشیا هېواد تاجکستان ته یې د فاېزر کمپنۍ کرونا وایرس مخنیوي لپاره درې لکه درې لکه وېکسین ورکړي.  د وایټ هاوس یو چارواکي وي او ای ته وېلي دغه وېکسین د زیارت یا پنجشنبې په ورځ‌ تاجکستان ته لېږل شوي دي.   د دې نه یوه ورځ‌ وړاندې واېټ هاوس اعلان کړی وو چې امریکې د نړۍ لږ تر لږه ۱۱۲ ملکونو ته ۴۰۰ ملینه وېکسین رسولي.‌ د امریکې صدر جو باېډن د صحت چارو لپاره مشر صلاح کار ډاکټر اېنتني پاوچي  وي او ای سره په یو ځانګړې مرکه کې وېلي کرونا واېرس ته ماتې ورکولو لپاره د نړۍ ملکونو ته وېکسین رسول د امریکايي‌ تګلارې برخه ده.‌    نوموړي‌ وېلي،”دا ډېره ضروري‌ ده. د نړیوالې وبا مخنیوی په نړیوال حل او نړیوال کوششونو سره کېدی شي. ددې له کبله امریکا د کم امدنۍ ملکونو ته وېکسین ورکولو لپاره په خپلو وعدو کلکه ولاړه ده او دا سر ته رسوي. “  تاجکستان ته د امریکې لخوا د وېکسین تازه خوراکونو ورکولو سره به دغه هېواد په مجموعي‌ توګه با ندې د فاېز کمپنۍ جوړ ۲۹۹،۵۲۰ وېکسین ترلاسه کړي.‌ نړۍ کې د برابرۍ په بنیاد د کرونا وېکسین یقیني‌کولو لپاره جوړ پروګرام،‌ کووېکس د لارې دغه وېکسین ورکړل شوي.‌   ناقدین وايي‌ که څه هم امریکې د کرونا واېرس مخنیوي‌ لپاره د نړۍ د هر یو ملک نه زیاتې مرستې کړې،‌ خو بیا هم د نړۍ مالداره ملکونه د کرونا واېرس مخنیوي لپاره د غریب ملکونو سره د مرستو کولو زیات وس طاقت لري.   ځنې ملکونه او ادارې په نړیواله کچه د هغه تړون لپاره کوششونه کوي چې د کرونا واېرس مخنیوي وېکسین جوړوونکو کمپنو پېټنټ یا حق ختم کړي چې د دوایانو نورې کمپنۍ  د وړاندې شوي طبي تحقیق په بنیاد وېکسین جوړ کړي.‌  نړیوالې مرستندویه ادارې وايي‌ د دوایانو جوړوونکو نورو کمپنو ته د کرونا واېرس مخنیوي وېکسین تیارولو اجازت ورکول ددغه واېرس د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي.‌  د نړیوالې مرستندویه ادارې اکسفام امریکا یو چارواکی رابي سلورمېن وايي‌ امرېکې له د نړۍ کم او منځني‌ آمدن ملکونو دې غوښتنې ته ځواب ورکولو مشري پکار ده چې هغوي د غربي ‌ملکونو د تحقیق په بنیاد د خپلو خلکو لپاره پخپله وېکسین تیار کړي.    د کرونا واېرس مخنیوي لپاره د امریکايي وېکسین ترلاسه کوونکو ملکونو په فهرست کې تاجکستان خپلو خلکو ته د وېکسین ورکولو کمپاېن کې په تېزۍ سره مخ په وړاندې روان دی. د صحت نړیوالې ادارې ترمخه د روان کال شروع کېدو په وخت د ۱۰ ملینه ابادۍ په دغه هېواد کې ۶.۹ ملین خلکو ته د کرونا واېرس مخنیوي وېکسین ورکړی شوي.‌  تاجکستان کې تراوسه پورې په ۱۷،۶۰۰ کسانو کې د کرونا واېرس پخلی شوی او ۱۲۵ کسان ددې د لاسه مړه شوي دي.‌  

28.01.2022 ډیوه

نړۍ کې د داعش بریدونه: په ۲۰۲۱ کې افغانستان تر ټولو زیات ځپل شوی

د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د بریدونو ارزونه ښیي چې دغې ډلې په ۲۰۲۱ کې د بل هر هیواد څخه د افغانستان خلک زیات قرباني کړي او کارپوهان خبرداری ورکوي چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته پدې هیواد کې د داعش شتون مخ په زیاتیدو دی. 

28.01.2022 امریکا غږ

نړیوالې ټولنې د افغان ښځینه فعالانو په بې درکۍ تشویش څرګند کړی

افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس وېسټ‌ افغانستان کې په خصوصي توګه دښځو فعالینو د بې درکیو په رپورټونو فکرمندي ښودلي او د طالبانو نه یې غوښتنه کړې چې د بې درکه ښځو فعالینو راخوشې کولو لپاره دې ګامونه پورته کړي.  نوموړي دا خبرې پداسې حال کړي چې د بشري حقونو نړیوالې ادارې هیومن راېټس واچ ویلي په افغانستان کې د ښځو فعالینو په زور د بې درکه کېدو ته د طالبانو ځواب د هغوي ارادې ښکاره کړي چې د طاقت د غیر قانوني استعمال د لارې د ښځو فعالینو اوازونه غلي کړي.  ټامس وېسټ د ټوېټردلارې  پوښتنه کړې چې نړۍ د افغان ښځو فعالینو، تمنا پروانا او عالیه په اړه حېرانه ده چې هغوي چېرته دي؟  ښاغلي وېسټ وویل هغه او ملګري یې د دغه بې درکه شوو افغان فعالینو په حفاظت خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره کوششونه کوي. نوموړي‌ وویل د اظهار ازادي د ټولو افغانانو بنیادي حق دی.‌  د افغان ښځو، جینکو او بشري حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استاذې رینا عامري په خپل ټوېټر پېغام کې د تمنا زریاب پریاني،‌ پروانه ابراهیم خېل،‌ عالیه عزیزي او نورو افغان فعالینو په فوري توګه د خوشې کېدو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د زدکړو،‌ روزګارونو او بشري‌حقونو لپاره کوټلي‌ ګامونو پورته کولو غږ کړی.  بلخوا د یورپي اتحاد، فرانس، جرمني،‌ اټلي،‌ ناروی، برطانیې او امریکې خصوصي استاذو اوسلو کې د جنورۍ په ۲۴ مه نېټه ‌ د افغانستان په ا منیتي‌ وضع او بشري حقونو په اړه د افغان طالبانو او د افغان د مدني ټولنې فعالینو سره د ملاقاتونو وروسته په یو شریکه اعلامیه کې په دې خبره ټینګار کړی  و چې افغانستان کې د بشري حقونو بحران او د ټولو افغانانو د ستونزو مخنیوي لپاره دې ضروري‌ ګامونه پورته کړی شي.  یورپي هېوادونو او امریکې په طالبانو زور راوړی چې د بشري حقونو زیاتو شوو سرغړونو،‌ د ښځو فعالینو په زور بندي ‌کولو، د خلکو په جبري بې درکیو،‌ د میډیا بندیزونو،‌ د عدالت نه ماورا وژنو، په ښځو تشدد، او د جینکو په تعلیم بندیز ودرولو او ددې ختمولو لپاره ګامونه واخلي.‌  څو ورځې وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې او اېمنېسټي انټرنېشنل په کابل کې د دوو ښځینو فعالانو په لادرکۍ ژورې اندېښنې څرګندې کړې وې او د طالبانو نه  یې غوښتنه کړې وه چې د دوی په اړه پلټنې وکړي‌ او زر تر زره یې خوشې کړي.   د جنورۍ د 19مې په شپه په کابل ښار کې بې درکه شوي دوې ښځینه فعالانې تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل تر اوسه لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستنې شوې.  د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې پخپل بیان کې ویلي، د تمنا پریاني، پروانه ابراهیم خېل او نورو ښځینه فعالانو په ظاهره جبري ورکېدو ته د طالبانو غبرګون د دوی اراده څرګندوي چې غواړي په غیرقانوني توګه د ښځو د مخالفو اوازونو مخه ونیسي.  د جنورۍ پر شپاړسمه مېرمن پریاني او پروانه ابراهیم خېل په کابل کې په ښځو د زور پردې کولو او د طالبانو د یو لړ نورو بندیزونو پر ضد په احتجاجونو کې برخه اخیستې وه.  د ایچ آر ډبلیو د رپورټ له مخې عیني شاهدانو دعوه کړې چې د جنورۍ د 19مې په شپه وسلوالو کسانو- چې وایي د طالبانو استخبارات وو- د مېرمن پریاني د کور دروازه یې ماته کړې او د هغې په ګډون یې د هغې درې خویندې هم د ځان سره بوتلې دي.    د مېرمن تمنا هغه وېډیو هم پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې- چې وایي طالبان یې کور ته ورغلي او هغه پکې په چیغو وایي طالبان یې د کور دروازې ته ولاړ دي. تمنا په دې ويډیو کې نارې وهي چې ورسره دې مرسته وشي.   د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانس پریس خبري‌ ایجنسۍ سره په مرکه کې یوې خواته ویلي حکومت یې حق لري چې د خپلو مخالفینو خلاف اقدامات وکړي، خو بلې خواته وایي دوی په کابل کې ښځینه احتجاج کوونکې نه دي‌ نیولې.  مجاهد تور پورې کړی وو چې په کابل کې ځینې ښځې د دې لپاره د دوی د حکومت په خلاف احتجاجونه کوي چې وایي بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره لاره جوړه کړي.             

28.01.2022 ډیوه

روسیه: اجازه نه ورکوو چې لویدیځ زمونږ ګټې تر پښو لاندې کړي

روسیې د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۸ (سلواغې ۸) وویل چې غواړي د متحده ایالاتو په امنیتي وړاندیز غور وکړي او ټینګار یې وکړ چې دوی د اوکراین پر سر جګړه نه غواړي. 

28.01.2022 امریکا غږ

تامس ویسټ د افغان ښځیه فعالانو په بې درکه کیدو ژوره اندیښنه ښودلې

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړدي استازي تامس ویسټ په افغانستان کې د یو شمیر ښځینه فعالانو د بې درکه کیدو په راپورونو "ژوره اندیښنه" وښودله.

28.01.2022 امریکا غږ

شمالي کوریا وايي د وسلو دوه نورې کامیابې تجربې یې کړي دي

شمالي کوریا د جمعې په ورځ وویل چې دا هفته د وسلو دوه ورستۍ ازموینې یې کامیابې وې. د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، شمالي کوریا سږ کال تر اوسه پورې د وسلو شپږ ازموینې کړي دي چې په ورستیو میاشتو کې د هېواد په ازماېښتې هلو ځلو کې چټکتیا څرګندوي. د رپورټ ترمخه شمالي کوریا د وسلو ورستۍ ازموېنې د نهې، سه شنبې، او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وکړې چې معلومات یې جاپان او جنوبي کوریا ترلاسه کړي وو. د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اونګ د ازموېنو کتنه نه ده کړي خو ای پي په خپل رپورټ کې وایي هغه د ګوله بارود یوې کارخانې ته ورغلو او هلته کارکوونکو هغه سره د فادارۍ ژمنه وکړه او حکومتي مطبوعاتو ترمخه کارکوونکو وویل کېم د امریکې او اتحادیادو د سامراجیت په ضد په مېړانه ولاړ دی. ای پي وايي کېم نه یوازې د هېواد د محدودو وسایلو باوجود په وسلو کې اضافه کوي بلکې د ګواښونو دلارې واشنګټن نه مراعات هم ترلاسه کوي. واشنګټن د هغو اقتصادي بندیزونو مشري کوي چې د اېټمي هلو ځلو په سر د شمالي کوریا په ضد لګول شوي دي. د شمالي کوریا حکومتي خبري ادارې کورین سېنټرل نیوز اېجنسي د وویل شمالي کوریا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د دوو بېلېسټک مزایلو تجربې وکړې او مزایلو په سمندر کې هدف په کره ډول وویشتلو. خبري ادارې وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ ازموینه کې د اوږدې فاصلې پورې تلوونکی مزایل و چې دوه ګنټې او 35 منټو پورې مزل کولی شي او 1800 کلومېټرو پورې هدف ویشتلی شي. په سول کې د جنوبي کوریا د یوالي وزارت وویل د شمالي کوریا د وسلو تجربي سیمه بیرته د ټکر او د تاوتریخوالي په لورې بوځي. وزارت وویل شمالي کوریا دې د وسلې تجربې بندې او مذاکرات دې شروع کړي.  

28.01.2022 ډیوه

دقبایلي سیمو خېبر پښتونخوا صوبه کې په ورګډولو سپریم کورټ حکومت نه ځواب غوښتی

دقبايلي ضلعو  په خيبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډولو لپاره دشوي  ٢٥م دستوري بدلون په ضد دعریضو یا خواستونو اوريدنې په وخت د سپريم کورټ د دري کسيزه بينچ مشر عمر عطا بنديال ويلي د عدالت په وړاندې ډيرې مهمې نکتې مخې ته راغلې دي. عدالت مرکزي او دخيبر پښتونخوا حکومتونو ته دراتلونکې فرورۍ میاشت کې ددې  قضيي دبیا اوریدنې په مهال دځوابونو وړاندې کولو وینا هم کړې ده. سپریم کورټ ته په شوؤ دغو خواستونو کې د ٢٥م دستوري بدلون رد کولو او د قبايلي  ضلعو دمخکیني حيثيت پځاى کولو غوښتنې شوې دي. قانون پوهان وايي دا امکانات ډير کم دي چې سپريم کورټ دپارليمان لخوا په دروند اکثریت سره منظور کړى شوى دستوري بدلون رد کړي. د ٢٥م دستوري بدلون په ضد دخواستونو اوريدنې په وخت د عریضه کوونکو وکيلانو دريځ خپل کړى چې فاټا د وړاندې نه دکومې صوبې برخه نه وه او خپل ځانګړی حيثيت یې لرلو چې دغه حیثیت د ملکي دستور په اساس بدليدلى نه شي. د سپريم کورټ د دري کسيزه بينچ په وړاندې دوئ دا اعتراض هم کړى چې د ملکي دستور ترمخه دقبايلي سيمو د راتلونکي په هکله د ځایي قبايلي نماینده جرګې نه رایې اخستل ضروري وؤ خو په دې عمل نه دى شوى. بينچ کى دشامل جج ښاغلي منصور وينا وه چې دستور جوړونکو ځکه وفاقي برخې بيلې ساتلې چى د دوئ کلتور او ځانګړي حيثيت ته تحفظ ورکړى شي. په دې موقعه د بينچ مشر جسټس عمر عطا بنديال ومنله چې سپريم کورټ د دستوري بدلون په هکله محدود واک لري خو ورسره ېې دا هم په ګوته کړه  چې درخواستونو کې د عدالت په وړاندې ډيرې مهمې نکتى راپورته شوي دي. هغه وویل عدالت دا پريکړه کولى شي چى د خواستونو باضابطه اوريدنې لپاره لارجر يا په ډيرو ججانو جوړ ګډ بينچ وټاکي. د تير زيارت يا پنجشنبې په ورځ دعدالتي کارروايۍ په وخت سپريم کوټ کې موجود يو خواست کوونکي او د فاټا قامي جرګې مشر بريګيډير ریټایرډ سيد نذير وي او اى ډيوه ته وويل دوئ د اعلى عدالت څخه دا غوښتنې هم کړي چى د فاټا لومړي حيثييت دې پځائ کړى شي او  چې کله امنيت په ځائ شي نو بيا دې د ځایي ولس نه د ريفرنډم د لارې د فاټا د راتلونکي په هکله پريکړه وشي. خو د سپريم کورټ بار دپخواني مشر لطيف اپريدي په نظر سپريم کورټ تر هغې يو دستوري بدلون يا قانون رد کولى نه شي ترڅو چې دا ثابته نه شي چې ددې له امله د ولس بنيادي حقونه ازغیزمن شوي دي. وي او اى ډيوه سره خبرو کى هغه وويل ددې په پرتله د٢٥م دستوري بدلون د لارى په لومړي ځل قبایلو ته بنيادي حقونه تر لاسه شوي او دوئ د تور ايف سي ار قانون نه خلاص شوي دي. سپريم کورټ کې دشوې اوريدنې په مهال د خيبر پښتونخوا حکومت څارنوال يا ايډوکيټ جنرل ددستوري بدلون په ضد دخواستونو مخالفت کړی دى او دريځ یې خپل کړى چې خواست کوونکو يوه سياسي شخړه عدالت ته راوړې ده. کال ٢٠١٨ م کې د هغى وخت پارليمان د قبايلي سيمو خيبر پښتونخوا صوبه کې ورګډولو لپاره په دروند اکثريت سره دهیواد ایین کې دپيځويشتم بدلون منظوري ورکړۍ وه چې ترمخه یې په دخیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د قبایلي ضلعو لپاره ٢١ څوکۍ هم ځانګړې کړل شوې وې

28.01.2022 ډیوه

باجوړ:دعوامي نیشنل ګوند ځایي مشر شاه خالد اؤ دهغه دتره زوئ وژل شوي

دعوامي نیشنل ګوند باجوړ یو وتلی مشر شاه خالد اؤ دهغه دکاکا زوئ سیمع الله چې کونسلر هم ؤ دنامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوي دي. دجمعې په ورځ دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې شاه خالد اؤ دهغه دتره زوئ سمیع الله په یو ګاډي کې روان وؤ چې دباجوړ خار په یوسف اباد سیمه کې پرې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې کړي اؤ هغوئ دواړه یې وژلي دي. شاه خالد دعوامي نیشنل ګوند دسالارزو تحصیل پخوانی صدر اؤ په باجوړ کې زیات سیاسي فعال شخصیت ؤ اؤ ویل کیږي څو میاشتې وړاندې دهغه پلار هم د وسله والو یو برید کې وژل شوی ؤ. تراوسه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو دباجوړ ضلعې دپولیسو مشر یا ډي پي او عبدالصمد خان وایي شاه خالد اؤ دهغه د تره  زوئ د شخصي دښمنۍ په اساس وژل شوي اؤ دا پېښه دترهګرۍ سره هیڅ تړاؤ نه لري. وي او ای ډيوه سره خبرو کې ددباجوړ دپولیسو ضلعي مشر عبدالصمد خان ویلي چې دشاه خالد دکورنۍ زړه دښمني روانه وه  اؤ په دې دښمنۍ کې پروسکال دشاه خالد پلار هم وژل شوی ؤ. دپولیس مشر وینا ده چې دوه اوونۍ وړاندې پولیسو دشاه خالد د پلار د وژنې دوسیه کې د ریحان په نوم یو تن  نیولی اؤ محکمې ته ېې وړاندې کړی دی. هغه وایي د فریفینو ترمنځ عدالت کې کیس روان دی اؤ نن عدالت څخه دبیرته ستنیدو په مهال په شاه خالد اؤ دهغه دتره په زوئ سمیع الله ډزې شوي اؤ هغوئ دواړه وژل شوي دي. هغه وویل پولیسو  دې پېښه کې دککړو تنانو دنیولو لپاره  چټک هڅې پیل کړې دي. په ټولنیزو رسنیو داسې اطلاعات هم مخې ته راغلي چې شاه خالد سیمه کې دپولیو ورکر ؤ خو پولیس وایي چې په دې خبره کې هیڅ حقیقت نشته اؤ شاه خالد دپولیو د ورکر په توګه کار نه کولو. تر دې وړاندې په ۱۹مه دسمبر دبلدیاتي ټاکنو په مهال هم باجوړ کې دعوامي نیشنل ګوند د ورکرانو په یو ګاډی بمي چاودنه شوې وه چې پکې د ای این پی دوه فعالین وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي وؤ. همدا شان ددغه بلدیاتي ټاکنو نه یوه ورځ وړاندې په ۱۸م دسمبر دخیبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې هم د عوامي نيشنل ګوند کانديد عمر خطاب شيرانی نامعلومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ.

28.01.2022 ډیوه

قطر وايي، د کابل هوايي ډګر د مدیریت اړوند پر ځینو کلیدي مسائلو موافقه شوې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، قطر، ترکیه او د افغانستان سرپرست حکومت د کابل نړیوال هوايي ډګر د مدیریت اړوند ځینو مسائلو کې موافقې ته رسېدلي دي.

28.01.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more