ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا د پولینډ څخه اوکراین ته د جیټ الوتکو د لیږد پلان رد کړ

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آسټن د پولینډ د دفاع وزیر ماریوش بلاشاک سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او د اوکراین د جګړې په هلو ځلو کې همکارۍ ته د چمتووالي په هکله یې ترې مننه کړې.

10.03.2022 امریکا غږ

هغه امریکايی مړ شو چې د خنزیر زړه ورته پیوند شوی و

په امریکا کې هغه ۵۷ کلن سړی مړ شوی چې د خنزیر زړه یې په بدن کې پیوند شوی و. دغه ۵۷ کلن امریکايی ډیویډ بنیت نومېده چې د مریلنډ په ایالتي‌ روغتون کې یې ساه ورکړه.

09.03.2022 امریکا غږ

د نورستان خلک طالبانو ته : د پارون ۵۰ بستریز روغتون نا تمامه چارې بشپړې کړئ

د نورستان اوسېدونکي وايي،په پارون کې د تېر حکومت پر مهال د  یو پنځوس بستریز روغتون د ودانۍ چارې پیل شوې وې چې نزدې پنځوس سلنه کارونه يي ترسره شوي،خو د نامعلومو ستونزو له امله يي چارې پر ټپه ولاړې دي. دوی وایي، د تعمیر نشتون ناروغان او روغتیا پالان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د پارون قومي شورا مرستیال مولوي عبدالله ازادۍ راډیو ته وویل د مجهز روغتون نشتون په وجه يي ډیری وخت ناروغان ډاکټر ته له رسېدو وړاندې په لاره کې ساه ورکوي چې تازه بېلګه يي درې ورځې وړاندې د یوې ماشومې مړېنه ده. هغه وویل:" یوه ماشومه ناروغه وه،موږ د درملنې لپاره کونړ ته روانه کړې وه چې په لاره کې يي ساه ورکړه.داسې ډېرې بېلګې موږ لرو چې د روغتون نشتوالي په وجه مو ناروغان د معمولې ناروغۍ له امله بې درملنې مرې.پنځه کاله کېږي چې د روغتون پر ودانۍ کار پیل شوی و.لومړیو وختونو کې يي کارونه چټک روان و،خو دري کاله کېږي چې چارې يي بندې دي.لاره هم خرابه ده،کندې پکې جوړې دي.په خټو کې روان یو،کله موټر چپه شي او کله هم بله ستونزه جوړه شي.ناروغان په اسانه بل ځاي ته نشو رسولی." صاحب داد همدرد وایي د روغتون د نشتون له امله په ډېرو ستونزو یې ځان جلال اباد ته رسولی او هلته يي درملنه پیل کړې ده. همدرد د نورو نورستانیانو په څېر له حکومته غواړې چې د روغتون پر ټپه ولاړې چارې دې بېرته پیل کړې او دوی دې له اوسنیو ستونزو وژغورې. همدرد زیاتوې:" پارون د نورستان مرکز دی.هلته یو پنځوس بستریز روغتون شروع شوی و،خو څه موده کېږې چې کارونه يي بند دي.له حکومته مو هیله دا ده چې دا یو روغتون خو جوړ کړې چې دنورستان د مرکز خلکو ته خو اسانتیاوې برابرې شي.په پارون کې د ناروغانو درملنه نه کېږي.خلک کوشش کوي چې د درملنې لپاره یي کونړ ته ورسوې،خو هغوي د ډاکتر او روغتون په ارمان په لاره کې ساه ورکړې." په نورستان کې د عامې روغتیا ریاست مسؤلین هم وايي،اوس مهال دوی په یوه کرایه کور کې چې په صحي لحاظ د روغتون لپاره مناسب هم نه دی خپل کارونه پرمخ وړي. د دوي په خبره چې یاده ستونزه يي د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له مشرانو او اړوندو مؤسسو سره شرېکه کړي او وزارت ورته ډاډ ورکړی چې د پارون روغتون په ګډون د ټولو نېمه کاره پروژو کارونه به پیل کړې. په نورستان کې د عامې روغتیا سرپرست رئیس مولوي نقیب الله نوري ازادۍ راډیو ته وویل:" په پارون کې د جوړېدونکي روغتون ودانۍ چارې تقریباً ۴۵٪ ترسره شوې او نورې نېمه کې پاتې دي.دغه ستونزه مو وخت په وخت وزارت،سویډیش،اوچا او ډبلیو اېچ او سره شرېکه کړې ده.وزارت راته ډاډ راکړی  چې کومې نیمګړې پروژې دي دا به بیا شروع کېږي او په دې کې به د نورستان ولایتي روغتون هم شامل وي." د نورستان اوسېدونکي پخ داسې حال کې د مرکزي روغتون د ابادۍ چارو د بیا پیل کولو غوښتنه کوي چې څو ورځې وړاندې د یاد ولایت چارواکو د اته اتیا ملیونه افغانیو پر لګښت په پنځوو ولسوالیو کې د یو شل بستریز روغتون په ګډون لسو روغتیايي مرکزونو ته د ودانیو جوړلو اعلان وکړ.

09.03.2022 ازادي راډیو

د امریکا استخبارات: راتلونکې اوونۍ به د اوکراین لپاره سختې وي 

د امریکا د متحدو ایالتونو استخباراتي ادراې وايي‌ چې په اوکراین کې د روسیې په ضد مقاومت او د امریکا او لویدیځ سخت اقتصادي‌ بندیزونه به ولسمشر ویلاديمیرپوتین مجبور کړي چې قوي او بې سنجشه وسیلې ته مخه کړي. 

09.03.2022 امریکا غږ

کرزی: اوکراین دې د افغانستان له تجربو زده کړي، د سترو ځواکونو لوبو کې دې ښکیل نشي  

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې اوکراین باید د افغانستان له تجربو زده کړه وکړي او اجازه ورنکړي چې ستر ځواکونه پدې هیواد کې نیابتي جګړه پرمخ بوزي.

09.03.2022 امریکا غږ

د داووس نړیوال اقتصادي سازمان د روسیې سره ټولې اړیکې بندې کړې 

د داووس نړیوال اقتصادي سازمان د چهارشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) وویل چې د روسیې سره یې ټولې اړیکې بندې کړي او د بندیزونو په لست کې د شاملو کسانو له ډلې څځه به هیچا ته اجازه ورنکړي چې د سویس د داووس په دې نړیواله اقتصادي غونډه کې کډون وکړي. 

09.03.2022 امریکا غږ



امريکايي استخبارات وايي راروانې څو اوونۍ به د اوکرين د پاره بوږنونکې وي 

د امريکا استخباراتي چارواکي وايي په اوکرين کې د روس پوځي ناکامي او د مسکو په ضد انتهايي سخت اقتصادي بندېزونه به د روس ولسمشر ويلاډيمير پوټين دې ته اړباسي چې د کيف خلاف بې دریغه پوځي طاقت وازموي.    چارواکو کانګرس ته د معلوماتو ورکولو په وخت د اوکرين يو بد تصوير وړاندې کړو او خبرداری يې ورکړو چې د زياتېدونکي سخت مقاومت په حال کې به ډېر ښارونه د ډېرو ستونزو سره مخامخ شي.    د سي ای ای ډرايکټر ويليم برنز کانګرس ته وويل چې راروانې څو اوونۍ به ډېرې بد رنګه وي او دا امکان ډېر دی چې پوټين به د ولسي ستړو پروا ونه کړي او خپل زور به يو په دوه کړي. استخباراتي چارواکو وويل په داسې حال کې به د اوکرين سر ښار کیيف په لسو ورځو کې د خوراک او اوبو نه خالي شي.    برنز وويل پوټين د خفګان او هواهش په منځ کې ګېر دی او غواړي څنګه نور د ډېرو کلونو پورې پاتې شي او خبرداری يې ورکړو اوکرين د پوټين ذاتي مسله ګرځېدلې ده.    هغه وايي “پوټين د اوکرين په راپرځولو او قبضه کولو کې غرضي دی چې نقشه يې بدله کړي”. د پينټاګان نورو استخباراتي چارواکو هم ويلي روسي ځواکونه غصه دي او دا احساس تر پوټين رسېدلی دی چې پام يې کولو کيف به په ورځ دوه کې ونيسي.    خو د دې په ځای روسي پوځونو وليدل چې وړاندې تګ يې ودرول شوی او د 2000 نه تر 4000 پورې پوځيان يې وژل شوي او د امريکايي چارواکو په وينا چې دا يوه ناکامه منصوبه وه.    د نيشنل اينټلېجنس ډاېکټر ايورېل هينز بريفېنګ ته وويل “دوی د اوکرينيانو لخوا داسې سخت مقاومت وليد چې سوچ يې هم نه شو کولی او په بل اړخ د پوځي ضرورتونو سره مخ دي. بيا هم نه ښکاري چې پوټين به د خپلې نه په شا شي”.  

09.03.2022 ډیوه

په اوکراین کې د روسیې یرغل؛ تازه پرمختګونه څه دي؟ 

شاوخوا دوې اونۍ مخکې روسیې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ چې امریکا او اروپا په کلکه غندلی او په روسیې یې کلک اقتصادي او نور بندیزونه لګولي دي.  

09.03.2022 امریکا غږ

تاجرانو د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د ټرانسپورټ د نوي تګلارې هرکلی کړی

تجارت او سرمایه کارۍ دپاره د پاکستان د وزیراعظم عمران خان مشیرعبدالرزاق داؤد ويلي د پاکستان او افغانستان ترمېنځ د تجارتي تګ راتګ لپاره نوي تګلاره جوړه شوي ده چې ترمخه به یې د دواړو هيوادونو سفارتخاني ټرانسپورټرانو ته په اسانه د سفر اجازت نامې ورکوي. تاجرانو او ټرانسپورټرانو د نوي تګلارې هرکلی کړی او ويلي يي دي چې دې سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تجارت کې چې ټرانسپورټرانو کوم محدويتونه لرل هغه به ختم شي. د پاکستان او افغانستان سوداګر وايي د دواړو هيوادونو ترمېنځ تجارت په مد کې ډيرې تيکنيکي ستونزو شتون درلود چې يوه ستونزه پکې د ټرانسپورټ هم وه. کابل کې د پاک افغان شريک چيمبر سيکرټرې جنرل نقيب الله صاپی وايي د ټرانسپورټ نظام په اړه نوي موافقه د ستاينې وړ ده او ورسره به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تجارتي ګاډو تګ راتګ اسان شي. د وي او ای ډيوه سره خبرو کې ښاغلي صاپي وويل اوس به د دواړو  هيوادنو تجارتي ګاډي چې چېرته غواړي بغير د څه خنډ د يو ځای نه بل ځای ته تګ کولی شي، د دوی لپاره مخکني محدويتونه به ختم شي، د ګاډو کرای به کمې شي او په تجارتي لارو به ګڼه ګوڼه کمه شي. ‘‘دا پروسه چې شروع شې نو ټرکونه به ورسره رجسټرډ شې له دې ګټه دا ده چې د دواړو خواو ټرانسپورټ به ترقې وکې بله دا چې ده وخت ضايع به ختم شې د کراياګانو کميدل به شروع شي او دې سره نورې اسانې به هم ټرانسپورټ کې راشې۔ افغان موټري به اوکړې شې چې کراچې ته لاړې شې کراچې نه مال راپورته کړي او پاکستاني ګاډي به اوکړې شې چې حيراتان ته لاړ شې او مال را وچت کړي۔‘‘ نقيب الله صاپې وايي د ‘‘ټي اي ډي‘‘ يعنې د عارضي داخلې اسنادو په نامه نوې ټراسپورټ نظام لاندي به اوس سفارت خانې کوم سند ورکوې په هغې کې به د ګاډې، ورسره د ډرايور او کلينډر ټول معلومات راجع وي او بله دا چې تجارتي ګاډو لپاره چې د کلينډر په ساتلو کوم بنديز وو هغه هم ختم کړی شوی دی۔ عبدالرزاق داؤد د ټوېټر د لارې خپل يو پيغام کې ويلې دي د تجارتې ګاډو دپاره به نوي پاليسې د مارچ د يوېشتمې نيټې نه عملي شي. هغه وویل چې دا يو تاريخې ګام دی چې ورسره به د پاکستان تجارتي اړيکې د افغانستان او مېنځني اسيا نه هم په وړاندې لاړ شي. په تورخم پوله د پاک افغان ټرانسپورټ مشر حاجې عظيم الله وي او ای ډيوه ته وويل نوي پالېسې د ستايني وړ ده  هغه وویل  اوس به دوی کولی شي چې د افغانستان هرې سيمې ته په اسانه تجارتي مالونه یوسي.  هغه زیاته کړه چې وړاندې یې دا ډول اجازت نه لرلو او د پرمټ یا اجازت نامې پخواني نظام کې په ټرانسپورټرانو دپاره سخت شرطونه اېښودل شوي وو۔ ‘‘موږ ټول ټرانسپوټران به ورسره ډير خوشحاله شې ټراسپورټ به يو پلو روان شې د ګاډو د تشيدو او ډکيدو لانجو نه به دمه شو په بونډرو به هم به په صحيح طريقه ځو او په قانوني طريقه چې ټرانسپورټ روان شې د ملک دپاره هم فايده او ټرانسپوټرانو دپاره هم۔‘‘ د افغانستان سوداګر وايي وړاندې به د افغانستان مال وړونکې ګاډو ته به د تورخم د لارې صرف د پيښور پورې تلو اجازه وه او د خرلاچې او غلام خان د لارې به بلکل اجازه نه ورکول  کېده چې پاکستان ته داخل شې خو پاکستانې ګاډي به د مينځي اسيا پوري تلل او له دې کشالې له امله د افغانستان پخواني صدر اشرف غنې امر کړی و چې د پاکستان ګاډي دې د جلال اباد، کندهار او خوست پورې محدود کړي شي خو اوس تاجران وايي د نوي پاليسې سره به د ټرانسپورټ ستونزي لمنځه لاړې شي.    

09.03.2022 ډیوه

دپاکستان د مالي پالیسۍ اعلان کړی،د سودکچه9.75فیصدي پځائ ساتل شوې

د پاکستان مرکزي بینک د مانېټري یا مالي پالیسۍ اعلان کړی او د سود کچه یې په 9.75فیصدي پځائ ساتلې ده. بینک وايې دګرانۍ کچه به د 9 نه 11فیصدي پورې وي او بل کال له به ګراني 7فیصدي ته راکوزه شي او پرمختیایي شرحه به د 4 نه تر 5فیصدي پورې وي. خو اقتصاد پوهان وایي په نړیوال مارکیټ کې د تیلو، ګیس او خوراکي توکو بیعې لوړې شوې دي او دا به د حکومت دپاره غټ چیلنج وي چې په ګرانۍ قابو بیا مومي او مالیاتي خساره راکمه کړي. دپاکستان مرکزي بینک د دڅارنې دکمیټې له خوا جاري کړی شوي بیان کې ویل شوي چې په نړیوال مارکیټ کې د توانایۍ د زیاتو بیعو باوجود په پاکستان کې ګراني د 13فیصدي نه 12.2فیصدي ته راکوزه شوې ده. تجارتي خساره د میاشتې پسر 10 فیصدي راکمه شوې خو د روس او اوکراین د جګړې له امله غیر یقیني صورت حال د مالیاتي خسارې او ګرانۍ چیلنجونه زیات کړي. داقتصاد ماهر طاهر امین وایي د مرکزي بینک له خوا د سود شرحه برقرار ساتل به وړو کاروبار کوونکو ته ګټې ترلاسه کړي او هغوئ په اسانه حکومتی قرضې ترلاسه کولی شی او دا په پالیسۍ کې ثبات ښایي. خو هغه بیا وایي په نړیوال مارکیټ کې د توانایۍ د زیاتو بیعو له امله مالیاتي خساره او ګراني غټ چیلنجونه دي. هغه زیاته کړه تیره میاشت مالیاتي خساره 2.6 اربه ډالره وه له دې وړاندې مالیاتي خساره په 7 میاشتو کې 11 اربه ډالره نه زیاته ده نو امکان لري چې دا 20اربه ډالره ته ورسي. مرکزي بینک وایي روان کال به اقتصادي پرمختیایی شرحه 4 نه تر 5فیصدي پورې وي او په ملکي کچه اقتصادي پرمختيا په قلاره شوې، تجارتی خساره 10فیصدي کمه شوې، پټرولیم مصنوعات او د ودانۍ د سامانونو خرڅ کم شوی او امکان لري چې روان مالي کال زرعی پیداوار پومبه او غنم د خپل هدف نه هم راکم شي. اقتصاد پوهه او خبریال لحاظ علی وایي ګرانې به نوره زیاته شي. مرکزي بینک وايي تجارتی خساره د نومبر راهسې 38فیصدي راکمه شوې او دا د 7.6 اربه ډالره نه 6.1ارب ډالره ته راکوزه شوې ده او روان مالي کال په شپږو میاشتو کې په مالیا کې 30فیصدي اضافه شوې ده

09.03.2022 ډیوه

هاریس د واشنګټن د ملاتړ د څرګندولو لپاره پولنډ او رومانیا ته ځي

د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هاریس پولنډ او رومانیا ته سفر کوي چې ددغو هیوادونو مشرانو ته د پنجشنبې په ورځ مارچ لسمه (کب ۱۸) د واشنګټن د ملاتړ ډاډ ورکړي او په اوکراین د روسبې د یرغل په وړاندې د غبرګون په نویو اقداماتو غور وکړي. 

09.03.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

09.03.2022 امریکا غږ

پاکستان لسګونه افغان کډوال نیولي او بندیان کړي

په پاکستان کې افغان کمېشنري وايي‌ چې پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیولي، بندیان کړي او بېرته یې افغانستان د شړلو تابیا نیسي. 

09.03.2022 امریکا غږ

دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک،پاکستان کې سیاسي هلې ځلې اوج ته رسېدلي

په پاکستان کې دمخالفو سیاسي ګوندونو له اړخه د وزیراعظم په ضد قامي‌ اسمبلۍ کې د بې باورۍ دتحریک  جمع کولو ورسته په پایه تخت اسلام اباد او د هیواد په نورو لویو ښارونو کې د حکومت او مخالفو ګوندونو له اړخه سیاسې او اتحادې مشرانو سره لیدنې روانې دي-   خو په عین حال کې وزیراعظم عمران خان هم په کراچۍ کې دخپلې اتحادي ډلې متحده قومې مومنټ سره لیدل کړې دي- کراچې کې د یوې جلسې ته وینا کې وزیراعظم عمران خان ویلي، ایم کیو ایم ورته ویلې چې دبې باورۍ تحریک کې د رایې ورکولو پسر ورته د ۲۰ کروړو روپو وړاندیز ورته شوی دی- هغه زیاته کړه چې دبې باورۍ تحریک به ناکامه شي خو ددې د ناکامۍ وروسته به اصف علي زرداري، نواز شریف او مولانا فضل الرحمان ځوک هم نه پریږدي-  وزیر اعظم ویلي دمخالفینو په ضد جګړه یوازې د عمران خان نه بلکې د ټول قام ده او د ټول قام څخه یې خواست وکړو چې "دپاکستان هر وګړي ته پکاردي چې په ګډه دغه غله جیلونو ته ولیږو" وزیراعظم تیره اوونۍ په لاهور کې د اتحادي ډلې مسلم لیګ ق د مشرانو سره هم لیدلې وؤ- بل پلو ته د مسلم لیګ مشر شهباز شریف د جماعت اسلامې د مشر سراج الحق سره لیدلي دي- د لیدنې وروسته د مطبوعاتو سره خبرو کې شهباز شریف وویل ټوله قام غواړي چې اوسنی حکومت لرې کړی شي- "مونږ هڅې کوو چې په ائینې توګه حکومت لرې کړو، او بیا د شفاف ټاکنو د لارې بیرته حکومت جوړ کړی شي" په دې موقعه د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وویل د ګوند د سلا وروسته به د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ دتحریک په اړه پریکړه کوي خو دا خبره باوري کول پکار ده چې راتلونکې ټاکنې باید شفاف وي-  تیره ورځ مخالفو کوندونو د وزیراعظم په ضد دبې باورۍ دتحریک قامي اسمبلۍ کې له جمع کولو وروسته یوې خبري غونډې ته د وینا په مهال دعوې کړې وې چې د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ تحریک کې به بریالي کیږي ولې چې د عمران خان څخه خپل ملګري هم بیزاره دي- خو وزیراعظم او حکومتي مشران د مخالفو ګوندونو دغه دعوې بې ځایه بلي او وایي چې پارلیمان کې اکثریت غړي د وزیراعظم عمران خان ملګرې دي او د بې باورۍ تحریک به ناکامه کیږي-  وزیراعظم دا هم تور لګوي چې دده په ضد د بې باورۍ دتحریک مخې ته په راوړلو کې د مخالفو ګوندونو تر شا ګڼ شمیر بهرني لاسونه هم ولاړ دي- دپاکستان د ایین د ارټیکل ۹۵ لاندې د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ تحریک قامئ اسمبلۍ کې جمع کیدای شي-   د قامي اسمبلۍ اسپیکر به دقامي اسمبلۍ غونډه رابلي او پر دغه تحریک  به په اووه ورځو کې ووټنګ کول وي که چرې قامي اسمبلۍ کې اکثریت د بې باورۍ تحریک منظور کړي نو وزیراعظم به خپله چوکۍ پریږدي- د پاکستان قامي اسمبلۍ ۳۴۲ غړو کې دا وخت قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ۱۵۵ غړې دي او ورته د اتحادیانو  پشمول د ۱۷۸ غړو ملاتړ ترلاسه دی- بل پلو ته مخالف ګوندونه چې قامي اسمبلۍ کې ۱۶۲ غړې لري او د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ تحریک د کامیابۍ د پاره ۱۷۲ ووټونه ته اړتیا لري-

09.03.2022 ډیوه

ډیره اسماعیل خان:پولیسو دښځو اؤ ماشومانو په ګډون 47 افغان کډوال نیولي

د افغان کمشنریټ چارواکي وایي ډیره اسماعیل خان پولیسو  47 افغان کډوال ګرفتار کړي چې پکې زنانه او ماشومان هم دي . د ډیره اسماعیل خان ډویژن چارواکو پخلی وکړو چې دغه افغانان یې د جنوبي وزیرستان، ټانک او ډیره اسماعیل ضلعو کې په چیک پوسټونو هغه مهال ګرفتار کړي چې دوئ سره اسناد نه وؤ او په غیر قانونو توګه یې سفر کولو. د ریجنل پولیس افسر ددفتر یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وي او ای ډيوه ته وویل نیول شوي افغانان وروسته عدالت ته وړاندې کړی شوي چې محکمې پکې دوه زنانه په ضمانت خوشې کړي او د 34 کسانو د شړلو امر یې کړی دی.  هغه وویل دغه کسان د ډیره اسماعیل خان زندان نه د صوبې مرکز پیښور ته لیږل شوي او له هغه ځایه به شړل کیږي.  مجاهد نومي تن وویل په دې نیول شوي کسانو کې د هغه دکورنۍ څلور کسان مور، ورندار، ورور او وراره شامل دي. او ورور یې مهاجر کارډ هم لري.  هغه وویل مور یې ناروغه ده او هغه علاج ته راوړل شوې وه. د مجاهد په خبره د تیرو دوؤ میاشتو نه یې دکورنۍ غړي  بندیوان دي د عدالت په پریکړه د شړلو لپاره تیره اوونۍ پیښور ته راوړل شوي خو تر اوسه د بند څخه بیرته نه دي شړل شوي.  هغه زیاته کړه مور یې ناروغه ده او د هغې په اړوند د تشویش سره مخ دي.   د افغان کمشنریټ  د ډیره اسماعیل خان ډویژن استازي قاري سراج ډيوه وویل دغه کسان زیاتره ناروغان وي چې په غیر فانوني طریقه علاج لپاره پاکستان ته سفرونه کوي. هغه وویل باید د کابل واکمن طالبان د پاکستان سره له سفارتي لارې دا ستونزه هواره کړي او په پوله د ویزې ورکولو سره دې سیکورټي انتظام سخت کړي. په پیښور کې وتلی وکیل او د بشري چارو کار پوهه شهاب خټک وایي د نړیوال قانون ترمخه چې په یو ملک کې خلک د ناورین سره مخ وي نو د هغه ځائ خلک بل ملک ته په غیر قانونه ارو مرو دتګ هڅه کوي نو په نورو ملکونو کې ددوئ دنیولو اؤ زندانونو ته داچولو پځائ دهغوئ خبره اوریدل اؤ ستونزوه یې ورهوارؤل دبشریت تقاضې دي. د دسمبر په میاشت کې د پاکستان د مرکزي حکومت ویاند چودهري فواد منلې وه  چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په لکونو افغانان پاکستان ته اوښتي دي.  هغه ویلي وؤ د اګست له پینځلسمې وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي تر دریوؤ لکو زیات افغانان پاکستان ته ورغلي، چې په دوی کې یو لک پینځه زره تنه په ویزه ورغلي دي.  وي او ای ته هغه ویلي وؤ، کوم کسان چې له قانوني لارې پاکستان ته ورغلي د هغوئ د ویزو موده هم ختمه شوې خو لا هم په پاکستان کې دي.  هغه ویلي "پاتې نور دوه لکه [افغانان] په غیرقانوني توګه [پاکستان ته] را اوښتي او له دوئ غواړو چې په 90 ورځو کې بیرته ستانه شي ځکه چې نور په افغانستان کې بحران نه شته" پاکستان  افغانستان سره شاوخوا 2,600 کیلومیټره ګډه پوله لري او د طالبانو تر واکمنۍ مخکې یې لا پوله سخته کړې وه خو د اګست پر 15مه د طالبانو له راتګ سره یې په سختۍ سره هڅه وکړه چې د افغانانو د ور اوښتو مخه ونیسي. هغه وخت د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق ویلي وؤ، که په غیرقانوني توګه ورغلي افغانان په څه مجرمانه کارونو کې لاس ونه لري حکومت یې په زور د دوئ د شړلو هیڅ پلان نه لري. د ستمبر په 17مه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فيليپو ګرانډي په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وینا پرمهال ويلي وؤ د پاکستان حکومت ته پېغام ورکوي چې ښايي په دغو خلکو کې ځينې ځانګړي ضرورتونه لري او که دا خلک بيرته لېږل کيږي د چا سره چې پوره اسناد نه وي کېدای شي دوئ د خطر سره مخ وي او په دوئ کې لږکۍ وي. هغه وويلي وؤ د کډوالو ځانګړي کېسونه وي په ځانګړي ډول خونديتوب ته اړتيا لري هغه د پاکستان حکومت ته خواست کوي چې په بشري بنيادونو دغه مسلې واوري او هوارې يې کړي. د ملک وزیراعظم عمران خان واکمنۍ ته له رسېدو وروسته په پاکستان کې میشته بهرنیانو ته دشهریت ورکولو ژمنه کړې وه چې زیاته ستاینه یې شوې وه خو تر اوسه دا ژمنه نه ده عملي کړی شوې.

09.03.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more