ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ترکیه د کیف څخه خپل دپلوماتان باسي

پداسې حال کې چې روسي ځواکونه د اوکراین پایتخت کیف ته نږدې شوي او دا خطر شته چې دا ټول ښار به کلا بند شي، ترکیې په کیف کې د خپل سفارت د کار کوونکو د ایستلو بهیر پيل کړی.

11.03.2022 امریکا غږ

زیلینسکي: روسیه سوریایي "قاتلین" اوکراین کې جګړې ته ګماري 

د اوکراین ولسمشر نن د مارچ په ۱۱ (کب ۲۰) وویل چې روسیه له سوریې څخه "قاتلین" په اوکراین کې د جګړې لپاره استخداموي. 

11.03.2022 امریکا غږ

دچین جوړې جنګي الوتکې دپاکستان هوایي ځواک کې ورګډې شوې،خو څېړونکي یې په توان باوري نه دي

دپاکستان وزير اعظم عمران خان وايي د چين لخوا دجوړو جی ١٠ سي جنګي الوتکو پاکستاني هوايي ځواک کې د ورګډیدو سره دهيواد دفاعي نظام نور هم پیاوړی شوی دى. رپوټونه وايي پاکستان دا الوتکې د هند لخوا د فرانس نه داخستل شوؤ رافيل نومې جنګي الوتکو په سيالۍ کې اخستې دي . څيړونکي وايي د بهرني تیري دګواښونو  نه زيات دا وخت د پاکستان سلامتيا د کورنيو ګواښونو سره مخ ده چي لویې سوب یې بې وزلي ده او پکار ده چې د پاکستان رياست ددغه جنګي الوتکو پیسې د غريب ولس په تعليم او روغتیا مصرف کړې وې. پاکستان کې وړاندې نه حکومت مخالفه سياستمدران دچين دجوړو دغو جنګي الوتکو په صلاحيتونو پوښتنې راپورته کوي. د جمعې په ورځ کامره کې د چين دجوړو جنګي الوتکو د پاکستان هوايي ځواک کې د شاميلدو په موقعه وزير اعظم عمران خان وويل څلويښت کاله وړاندې د امريکا ايف ١٦ الوتکو ترلاسه کیدل پاکستان لپاره د خوشحالۍ خبره وه او نن بيا لويه موقعه ده چې چپنايي جنګي الوتکې د پاکستان د هوايي ځواکونو برخه جوړيږي. وزير اعظم وويل  پاکستان د خپلې دفاع بشپړ توان لري او دوه کاله وړاندې د هند لخوا په بالا کوټ حملې ته ته دپاکستان ځواب ټولې نړۍ لیدلی ؤ. دا په داسې حال کې ده  چې پاکستان يو ځل بيا په هند د خپلو فضايي حدونو د سرغړونې تور لګولى او په اړه یې خارجه دفتر هم د جمعې په ورځ اسلام اباد کې هندي سفارتخانې ته احتجاج کړى دى. هندي چارواکي هم وخت په وخت په پاکستان  خپل هیواد کې د اړي ګړي او ترهګرۍ تورونه لګوي. د پاکستان دسرکاري ميډيا ترمخه  په عصري الاتو د اډاڼه جی ١٠ سي نومي چينايي جنګي الوتکو سره به د پاکستان دفاعي توان لوړیږي خو مطبوعاتي رپوټونه وايي دا چينايي الوتکې د فرانس لخوا دجوړو رافيل نومي الوتکو په څېر صلاحيتونه نه لري. څېړونکي وايي دهند لخوا د رافيل الوتکو اخستو په سيالۍ کې پاکستان چې کومې چپنايي الوتکې اخستې دي د هغې کارکردګې لا تر اوسه کومه جګړه کې مخې ته نه ده راغلې خو ددې په پرتله  افغانستان ،ليبيا، شام  او مالي کې د رافيل الوتکو د کاميابو عملياتو پخلى شوى دی. رپوټونه زياتوي پاکستان د چين نه ٢٥ الوتکې اخستې دي او د يو جی ١٠ سي الوتکې نرخ ٣٥  ملينه ډالر دی. پروسکال د دسمبر مياشت کې دغه دفاعي سودا باندې د مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند دسينيټ غړي ډاکټر افنان الله هم پوښتنې راولاړې کړې وې.  افنان الله خپل يو ټويټ کې ويلي وؤ هغه نه ګڼي چې چپنايي الوتکې د رافيل سيالي کولى شي او د افنان الله په خبره پکار وه چې د پاکستان حکومت دغه رقم دj f 17 نومې جنګي الوتکو په صلاحيتونو زياتولو لګولی وی. ددفاعي چارو څيړونکی ډاکټر عبدالحميد نيئر نظر لري چې د يو څو جنګي الوتکو د راتلو سره دفاعي صلاحيتونه نه زياتيږي او دى ګڼي چې باید په دې الوتکو مصرف شوی رقم د پاکستان په غريب ولس لګول شوی وی. وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل په دې وروستیو کې دترهګرۍ پيښو کې راغلی زياتوالى په ډاګه کوي چې د بيرونې جارحيت پځائ پاکستان د کـور دننه دسلامتياد سختو ګواښونو سره مخ دى او پکار ده چې دفاعي ادارې دې ته زياته پام لرنه وکړي. نوموړي زياته کړه که په جنګي الوتکو مصرفیدونکی لویې رقم پاکستان کې د خلکو په تعليم صحت اؤ دغربت  مخنيوي لپاره کارول کيدای نو دترهګرو په پیدا کیدو او دترهګرۍ پيښو کې کمی راتلى شو. د پاکستان حکومت سږ کال دفاعي بجټ کې ٦ فيصدي زياتوالى سره ددفاعي بجټ حجم ١٠٣٧ کربه ته رسولى دى چې د ټولو حکومتي لګښتونو ١٦ فيصدي جوړيږي. پاکستان په صحت او تعليم د يادو څانګو لپاره ټاکل شوي هدف نه ډير کم رقم لګوي او مرکزي حکومت سږ کال بجټ کې دترقياتي پروژو لپاره ټاکل شوؤ ٩٠٠ اربه روپو کې ٢٠٠ اربه کمى هم کړى دی

11.03.2022 ډیوه

جاپان د روغتیا په برخه کې افغانانو سره د درې میلیون ډالرو مرسته وکړه 

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف (UNICEF)په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې له خطر سره مخ کسانو او ماشومانو د لاسرسي لپاره د درې میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی.   یونیسف د پنجشنبه په ورځ مارچ ۱۰ (کب ۱۹مه) ناوخته ماښام د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دغه پیسې به د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د شاخوا ۶۹ زره کسانو او په ځانګړې توګه د داخلي بیځایه شویو کډوالو د روغتیا په برخه کې ولګول شي.  یونیسف زیاته کړې چې ددغو پیسو یوه برخه به د ماشومانو د پاملرنې, تغذیې او د هغوي څخه ملاتړ په برخه کې ولګول شي شي. محمد ایویا, په افغانستان کې د یونیسف استازي په دې اړه وویل: "جاپان په نړۍ کې د ماشومانو د ملاتړ کوونکي په توګه ډیر پیژندل شوی, په ځانګړې توګه افغانستان کې چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې یې تراوسه شاخوا ۱۱۴ میلیون ډالره د یونیسف له ادارې سره مرسته کړې ده.  د یونیسف استازي له خطر سره مخ کسانو سره دغه مرستې مهمې ګڼلي او له نړیوالو یې غوښتي دي چې د روغتیا په برخه کې دې دغه هیواد سره مرستې لا ډیرې کړي.   په دې وروستیو کې د یونیسف ادارې په افغانستان کې د ماشومانو بد وضعیت په اړه ژوره اندیښنه ښودلې وه او ویلي یې و چې د بیړنیو مرستو پرته نشي کولی د دوي ستونزې حل کړي.  د یونیسف په وینا دغه صندوق غواړي په ۲۰۲۲ میلادي کال کې تر ۱۲.۹ میلیون ماشومانو سره مرسته وکړي چې د بیړنیو مرستو پرته دغه کار ناشونی دی.  له دې وړاندې هم د یونیسف ادارې د افغانستان د روغتیایي سکتور د له منځه وړل کیدو د مخنیوي او خلکو ته د خوراکي توکیو, زده کړې او نورو خدماتو برابرولو لپاره د دوه میلیارد ډالرو غوښتنه کړې وه.   یونیسف ویلي و چې په دغو پیسو به د ۲۴میلیون څخه ډیرو کسانو بیړنۍ اړتیاوې پوره کړل شي چې د ډلې یې سم نیمایي ماشومان دي.   دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنیدو او د بهرنیو هیوادونو د مرستو پرې کیدو سره د هیواد روغتیایي سکتور د ړنګیدو له خطر سره مخ شوی دی. 

11.03.2022 امریکا غږ

د افغانو ښځو په وړاندې د بشري حقونو په جدي سرغړونو د ملګرو ملتونو اندیښنه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرې په افغانستان کې په ښځو باندې د بریدونو، ګواښولو او پدې هیواد کې د تصمیم نیونو څخه د هغوی د ګوښه کولو په هکله اندیښنه ښودلې ده.

11.03.2022 امریکا غږ

څېړونکي:دترکیې درې ورځنۍ غونډه به دنړۍ پام افغانستان ته را وګرځوي

څېړونکي په ترکي کې د انتاليا ډېپلومېسي فورم په نوم درې ورځنې غونډه د افغانستان لپاره مهمه بولي اؤ وایي دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ پام د افغانستان په ځائ د روس او اوکرين جګړې ته اوښتی دی. څېړونکي په دې اند دي چې په دغه غونډه کې به د طالبانو د راتګ وروسته په افغانستان کې د رامنځته شوي اقتصادي بحران او بشري ناروين په اړه  بحثونه وشي او د نړۍ پام دغو ستونزو ته ور وګرځول شي. څېړونکي وایي  ترڅو چې د طالبانو حکومت په رسميت نه وي پېژندل شوی نو دداسې ډول غونډو په مرستې سره نړۍ په طالبانو فشار اچولی شي چې په دغه هېواد کې بشري حقونه، د ميډيا ، دمیرمنو د روزګار اؤ تعلیم ازادي خوندي کړي او د يو ټول شموله حکومت لپاره لاره جوړه کړي۔ د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی، د نورو هېوادونو سفارتکاران او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ترکي ته تللي او هلته به دغه درې ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په حالاتو خبرې کوي۔ په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډيوه ته وايي د افغانستان په اقتصادي او بشري بحران خبرو لپاره دا يوه مهمه غونډه ده، هغه وايي د داسې ډول غونډو سره نړيواله ټولنه کولی شې چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو خوندي کولو او ټول شموله حکومت جوړولو لپاره په طالبانو فشار واچوي۔ " د نړۍ دا مفادات دي په افغانستان کې چې هلته د بشري حقونو پاسداري وشي، د ښځو د تعليم په اړه خبرې وشي او هلته په ميډيا بنديزونه ختم کړل شي او د بې درکه تنانو په اړه خبرې وشي او دغه لړۍ ودرول شي" نوموړي زياته کړه ترڅو چې طالبان په رسمي ډول نه وي پېژندل شوي نو دا غونډې ډېر اهميت لري۔ په ترکې کې د مارچ د 11مې تر 13مې راجوړیدونکې دغه غونډه کې سږ کال تر 2000 زیاتو کسانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده، چې په هغوی کې د هېوادونو او حکومتونو مشران، د بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو تنظیمونو استازي شامل دي۔ په ترکي کې دا نړیواله غونډه دا ځل په داسې وخت کې کېږي چې پر اوکراین د روس بریدونو د ټولې نړۍ پام اړولی دی او ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به تر ډېره ددې جګړې پر تم کولو خبرې کېږي خو د افغانستان پر حالاتو به هم په دې غونډه کې بحث کېږي۔ څېړونکې پروفېسر اعجاز خټک وي او ای ډيوه ته وايي که چرې نړۍ د اوکرين او روس د جنګ له وجې د افغانستان څخه پام اړوي نو دې سره به د افغان ولس وضعيت نور هم خراب شي۔ هغه زياته کړه چې "که افغانستان نه دوئ ( نړۍ) سترګې اړوي نو هغه به د افغانستان ولس لپاره ښه نه وي ځکه چې افغان طالبان دا ګڼي چې اوس د دنيا توجو په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه زباني ده نو هغوی (طالبان) خپل لاس ازاد ګڼي او مونږ اوس هم وينو چې هلته د انساني حقونو سرغړونې سېوا شوي دي" په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو کارپوهه صديق منصور وي او ای ډيوه ته وايي چې دترکي او داسې نورو مهمو غونډو ته طالبان په رسمي ډول رابلل د طالبانو لپاره سفارتي اړيکو ته لاره هوارولی شي۔ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د کابینې نورو وزیرانو په تېرو څه د پاسه شپږو میاشتو کې پاکستان، ایران، روس، ترکي، چین، ناروی،‌ سویټزرلېنډ او قطر ته رسمي‌ سفرونه کړي دي، خو په دغو ټولو سفرونو کې ددغو هېوادونو استازو طالبانو سره د دوئ د حکومت په رسمیت دپېژندلو پر موضوع خبرې نه دي کړي۔

11.03.2022 ډیوه

امریکا روس ته په اوکراین کې د جنګی جرمونو په هکله خبرداری ورکړ

واشنګټن – واشنګټن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ماسکو ته له دې امله خبرداری ورکړی چې د ځینو کتونکو په باور په اوکراین کې روسي ځواکونو جنګي جرمونه ترسره کړي. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس  وویل، "مونږ ډېر باوري راپورونه لیدلي چې په ملکیانو باندې قصدي بریدونه کېږي کوم چې د جنیوا د کنوېنشن لاندې یو جنګي جرم بلل کېږي." خو هغه نېغ په نېغه روس ددغه جرم په ترسره کولو باندې تورن نه کړ. پرایس هغه پخوانۍ خبره بیا تکرار کړه چې د روس د ولسمشر ویلادمیر "پوتین هغه پلان چې غواړي په چټکۍ سره اوکراین ونیسي اوس ښکاره ده چې ناکامه شوی دی." او زیاتوي چې هغه اوس د اوکراین د خلکو د ارادې ماتولو تګلاره غوره کړې خو هغه به په دې و نه توانېږي. روس په اوکراین د خپل یرغل پر مهال په ملکي خلکو بریدونه رد کړي دي. د امریکا د ولسمشر مرستیالې کمېلا هېرېس په پولېنډ کې وویل، دوی په اوکراین کې د روس د یرغل په اړه د ملګروملتونو د پلټنو ملاتړ کوي په کوم کې به چې د بشري حقونو څخه سرغړونه، تیری او جرمونه څېړل کېږي. هېرېس په وارسا کې د پولېنډ له ولسمشر اندرې ډوډا سره د اروپا په ختیځ کې له ناټو  متحدینو سره د امریکا ملاتړ‌ څرګند کړی. هغې وویل، "یقینا چې هلته باید پلټنې وشي او مونږ ټول یې باید ننداره وکړو." ډوډا زیاته کړه، "دا مونږ ته ښکار ده چې په اوکراین کې روسان جنګي جرمونه ترسره کوي." په ورته وخت کې به د ملګروملتونو د امنیت شورا د جمعې په ورځ د روس د هغو ادعاو په اړه بیړنۍ غونډه وکړي چې ګواکې اوکراین کیمیاوي وسلې جوړوي. دغه غونډه د روس په غوښتنه نیول کېږي. د روس لخوا د کیمیاوي وسلو د تولید په مسلې باندې د سوریې په اړه یوې غونډه کې پوښتنې وشوې. روس همدارنګه په امریکا تور لګولی چې د بیولوجیکي وسلو د څېړنو لپاره اوکراین ته پیسې ورکوي. امریکا او اوکراین دواړو دا ادعاوې رد کړي دي. همدارنګه ټاکل شوې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د جمعې په ورځ دا اعلان کړي چې امریکا،‌ اروپايي اتحاد او جي سیون هېوادونه به په اوکراین باندې د روس د یرغل له امله داسې ګامونه پورته کړي چې له روس څخه هغه سوداګریز لقب واخلي چې تر ټولو د خوښې هېواد په توګه یادېده. له دې اقدام سره به امریکا او متحدینو ته یې دا لاره پرانېستل شي چې د روس په وارداتو باندې ټکسونه ولګوي. د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنېسټي انټرنېشنل د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، په چرنیف کې د مارچ په دریمه نېټه د روسي‌ ځواکونو لخوا په هوايي بریدونو کې د ۴۷ کسانو د وژل کېدو په اړه یې پلټنې وکړې او دا پېښې په یو جنګي جرم کې راتلای شي. د بشري حقونو دغې نړیوالې ډلې ویلي، له مرکو او د ویډیوګانو له څېړلو ښکاري چې په هغو ملکي وګړو بمباري شوې کوم چې خواړو اخېستلو ته په کتار کې ولاړ وو. د هېرېس څرګندونې یوه ورځ وروسته له هاغې مخې ته راغلي چې روسانو په مېرپول کې په یو زېږنتون باندې بمباري وکړه او د اوکرایني چارواکو په وینا لږ تر تر لږه درې کسان په کې ووژل شول چې یو ماشوم هم پکې شامل دي. د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي په روغتون برید یو قتل عام بللی او له ناټو څخه یې یو ځل بیا غوښتي چې د اوکراین په فضا کې دې الوتنې بندې یا نو فلا زون ولګوي. زیلېنسکي ناټو ته وویل،‌ "تاسو قدرت لرئ خو داسې ښکاري چې انسانیت له لاسه ورکوئ." روس په روغتون باندې د بمبارۍ په غبرګون کې ویلي چې دا جعلي خبرونه دي او زیاتوي، چې په دغې ودانۍ کۍ پخوا زېږنتون وو خو اوس پکې سرتیري وو.

11.03.2022 ډیوه

پاکستان:امریکایي کانګریس ته دپاکستان په ضد وړاندې شوی قرارداد دامریکې دحکومت دریځ نه دی

د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار د امریکا په کانګرس کې د يو قانون ساز لخوا هغه قرارداد ته چې پکې د پاکستان پرضد د مالي او دفاعي بندېزنو لګولو غوښتنه شوې، ویلي دا د يو فرد رایه ده او د امریکا د حکومت د دريځ استازیتوب نه کوي. د خارجه دفتر وياند د زيارت په ورځ د وي او ای ډيوه پوښتنې ته په خپل ځواب کې ویلي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان کردار د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې هم منلی او دا مسوده د ترهګرۍ د ناسور ضد جګړه کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اوسنۍ نزدې همکارۍ سره هم سمون نه لري. د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وېلي پاکستان په هغو هېوادونو کې يو دی چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ونډه درلوده او په دغه جګړه کې یې تر بل هرچا زياتې قربانې ورکړې دي. تیره ورځ ورځپاڼې ډان په خپل خبر کې وېلي چې د امريکا د کانګرس غړي سکات پېري کانګرس ته په وړاندې کړي قرار داد کې غوښتنه کړې چې پاکستان دې د ترهګرۍ سرپرستي کونکی هېواد وګرځول شي. خو دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وایي د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان رغنده رول د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې هم منلی دی. ویاند وېلي پاکستان په دې باور دی چې ددغه قرار داد روح د ترهګرۍ ناسور ضد جګړه کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د اوسنۍ نزدې همکارۍ سره هم سمون نه لري. ورځپاڼه ډان وايي د کانګرس دوؤ نورو غړو په واشنګټن کې د پاکستان د سفير مسعود احمد خان خلاف هم د پلټنو غوښتنه کړې چې وايي د هند د ولکې لاندې کشمیر کې د بېلتون خوښو وسله والو سره اړيکې لري. د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړیوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر شکور خان ډيوه ته وايي په دې وروستیو کې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. هغه وايي د پاکستان د وزير اعظم عمران خان د امریکا او يورپي يونين ضد بیانونو او په تېره روس د هغه سفر هم د امریکا او غربي نړۍ سره د پاکستان تعلقات تاوژن کړي دي. د مارچ په اوومه پنجاب کې جلسې ته خپله وېنا کې وزیر اعظم عمران خان د يورپي سفيرانو هغه غوښتنو ته سخت غبرګون ښودلی ؤ چې له پاکستان یې غوښتل چې په اوکراین د روسیې د يرغل غندنه وکړي. وزیر اعظم عمران خان ویلي ؤ چې يورپي اتحادیه او امریکا د پاکستان سره توپيرى چلند کوي او د امریکا او ناټو سره په افغانستان کې مرستې پاکستان په مالي توګه نقصانى کړی دی. ډاکټر شکور وايي که څه هم دا قرارداد د امریکا د حکومت دریځ نه دی خو د امریکا کانګرس ته قرار داد وړاندې کېدل په خپله لویې ارزښت لري. هغه وايي د امريکا نظام هم د کانګرس د پرېکړو په بنياد چلېږي او دا هم په پاکستان فشار اچولی شي. په امريکايي کانګرس کې د ريپبلکن ډلې غړي سکاټ پيري په خپل قرارداد کې غوښتنه کړې ده چې پاکستان ته دې په مالي امداد، د دفاعي الاتو په برامداتو او خرڅون بندېزنو ولګول شي. د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید وايي په اېف ای ټي اېف کې هم د پاکستان پرضد دا تورونه دي چې  د ترهګرو د مالي سرچينو په وچولو کې یې د پام وړ ګامونه نه دي اخستي او پاکستان یې په خپل خړ یا د څارنې په فهرست کې پرځائ ساتلی دی. هغه وايي دا هم امکان دی چې په راتلونکو دريو مياشتو کې فنانشنل اېکشن ټاسک فورس پاکستان په تور فهرست کې واچوي او دا اوس په دې وروستیو کې د امریکا حکومت د پاکستان په يو سرکاري بېنک هم جرمانه لګول ده چې ویل یې دغه بېنک د غېرقانوني قانوني پېسو په لېږد کې ککړ دی. تراوسه څلور هېوادونه چې پکې کيوبا، شمالي کوریا، ايران او شام شامل دي د ترهګرۍ سرپرستي کوونکي هېوادونه ګرځول شوي دي

11.03.2022 ډیوه

پېښور:دثناء په نوم نڅا ګره د وسله والو برید کې وژل شوې ده

پولیس وایي په پېښور کې دثناء په نوم یوه نڅا ګره دنامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوې اؤ برید کوونکي له برید وروسته تښتېدلي دي. دجمعې په ورځ دپېښور دشاه پور پولیس تاڼې یو چارواکي فیصل وي او ای ای ډیوه ته ویلي چې ثناء نومې دغه پیغله دپېښور په کاکاخیل ټاؤن سیمه کې میشت وه اؤ اوړمه ورځ دوه وسله وال دهغوئ کور ته ورغلي اؤ ډزې یې پرې کړي دي. پولیس وایي په ډزو کې وړومبی ثناء سخته ژوبله شوې وه اؤ وروسته یې هسپتال ته د وړلو په مهال ساه ورکړې ده. دپولیسو وینا ده چې د۲۵کلنې ثناء د پلار محمد داود په وینا یې ددې پېښې مقدمه دنامعلومو کسانو په ضد درج کړې ده خو وایي دهغې پلار په هیچا دخپلې لور د وژنې دعوه نه ده کړې . یو شمیر محلي یا سیمه ییزو ورځپاڼو پخپلو رپورټونو کې داسې دعوې هم کړې ده چې وژل شوې پیغلې ثناء نڅا کوله اؤ دتیرې څه مودې راهسې خپل میړه سره دتاؤ تریخوالي له امله دپلار په کور ناسته وه. پولیس وایي دپېښې پلټنې یې پیل کړي دي خو لا ورته معلومه نه ده چې هغه چا وژلې ده اؤ په پلټنو کې به زر وژونکي معلوم اؤ دقانون منګولو ته وسپاري. تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې په بیلابیلو وختونو کې یو شمیر ښځینه نڅا ګرې،سندرغاړې اؤ ایکټرانې دمعلومو اؤ نامعلومو کسانو په بریدونو کې وژل شوي دي. دخیبر پښتونخوا دسوات سیمې سره تړاؤ لرونکې یوه نڅا ګره دنوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته وایي تراوسه چې څومره نڅاه ګرې ،سندرغاړې یا هنرمندانې دلته وژل شوي په هغې کې د یوې هنرمندې قاتل ته هم سزا نه ده ورکړل شوې. هغه وایي دسزا نه موندلو له امله دهنرمندو پیغلو وژنه اوس دلته د مرغۍ د وژنې نه هم اسانه شوې ده اؤ هرڅوک ډاډه دي چې هنرمندانې که ووژني نو دتپوس یې څوک نه وي. پېښور کې میشت خبریال ناصر داوړ وایي هنرمندان د ټولنې تر ټولو بې ازاره اؤ بې وسه طبقه ده ځکه دوئ هرڅوک وژني،تشدد پرې کوي اؤ ځوروي یې. ډیوه سره خبرو کې ناصر داوړ وایي په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې ګڼ شمیر نڅا ګرې،دفلمونو اؤ ډرامو ایکټرانې اؤ سندرغاړې وژل شوي اؤ په دغو زیاتره وژنو کې ککړو کسانو بیا دمخ مروت اؤ پیسو په زور ځان دقانون له منګولو ژغورلی دی. دهغه په وینا "دفنکارانو ترشا څوک وي، خو یو زوره ور راپاڅي، ډز ترې وباسي، اؤ بیا دپیسو په زور د وژل شوي فنکارې دکورنۍ سره راضي نامه وکړي اؤ ځان دعدالت نه بري کړي" هغه وایي ترڅو چې په داسې پېښو کې ریاست پخپله مدعي نه وي جوړ شوی نو دهنرمندانو اؤ په ځانګړي ډول دښځو په ضد به د وژنو اؤ تاؤ تریخوالي دا لړۍ همداسې دوامداره وي

11.03.2022 ډیوه

ایا قبایلي ضلعو کې ډپټي‌کمشر ته بیا دپولیټیکل په څېر زیات اختیارات ورکول کیږي؟

دخېبر پښتونخوا صوبایي کابينې د کريمېنل پروسيجر يا سي ار پي سي لاندې قبايلي ضلعو کې د جسټس اف پيس قانون اختيارات ډپټي کمېشنرانو ته د ورکولو منظوري ورکړې ده۔ وکيلانو او سياسي کارکونکو ددې مخالفت کړی دی، خو حکومتي چارواکي وايي د ضرورت تر مخه يې دغه اختيارات ضلعي انتظاميي ته ورکړي دي۔ د قبايلي ضلعې مومندو د وکيلانو د اتحاديې مشر رشيد احمد ډيوه ته ويل د جسټس اف پيس قانون په سي پي ار سي د اتلس سوه اته نوي د 22A او 22B مادو لاندې لګول کيږي خو دا به د هغو سيمو د پاره وي چرته چې ضرورت وي۔ هغه وایي ددې قانون لاندي په قبايلي ضلعو کي به دمجسرېټ او پوليس زياتره اختيارات ډپټي کمېشنر ته ورکړل کيږي. نوموړي وويل دا قانون کومې مخصوصې نېټې پورې عملي کيږي خو قبايلي ضلعو د پاره دې قانون کې کومه نېټه نه ده ښودل شوې، چې تر څومره وخت پورې به عملي وي؟ رشيد احمد وويل دا به په قبايلي ضلعو کې د پوليس، عدالت او ضلعي انتظاميې ترمېنځه د اختياراتو وېش کې ډیرې پيچدګۍ راپېدا کړي۔ دې نه وړاندې د الټرنېټ دېسپيوټ رېزلوشن يا د جرګې د لاري د شخړو دهواري قانون کې هم د قبايلي ضلعو انتظاميې ته زیاتو اختياراتو ورکولو باندي نيوکې کيدې. قانون پوهانو دریځ لرلو چې ای ډي ار قبايلي ضلعو کې دصوبې دنورو ضلعو دننه دشخړو هواري لپاره نافذ کړی شوي د ډي ار سي نظام نه ډير بدل دی ځکه چې ډي ار سي کې له فیصلې وروسته داپیل حق وي خو ای ډي ار کې ولس ته اپیل حق نه دی ورکړل شوی. سياسي کارکن مثل خان اورکزئ ډيوه ته وويل په جسټس اف پيس کې هم ضلعې انتظاميي ته زياتره هغه اختيارات ورکړل شوي کوم چې پوليټيکل ايجنټ سره وو، نوموړي وويل د جسټس اف پيس قانون د ايف سي ار نه هم زوړ دس او د انګريزانو د وخت قانون يو ځل بيا يواځې په قبايلي ضلعو کې عملي کيږي۔ د قبايلي ضلعې يو ډپټي کمېشنر ډيوه ته وويل ددغه قانون د کابېنې نه دمنظوريدو په اړه يي په ميډيا کې خبرونه کتلي دي خو دوي ته لت تراوسه کومه اعلامیه نه ده راغلې. د خېبر پښتونخوا د قانون وزير فضل شکور خان ډيوه ته تايد کړه چې کابينې ددغه قانون منظوري ورکړې ده خو د وکيلانو او سياسي کارکنانو اندېښنو ته يې کوم ځواب ونه ويلو۔ د جسټس اف پيس قانون د کابينې څخه له منظوريدو وروسته د قبايلي ضلعو د خاصدارو د کميټۍ مشر ډي ايس پي سيد جلال په شمالي وزيرستان کې يوې خبري غونډې ته وويل دې قانون سره به د پوليسو نظام کمزوری شي. هغه وویل دئ د قبايلي ضلعو د خاصه دارو د اتحاديې جرګه په پينځلسم مارچ رابللې چې دحکومت لخوا دوئ سره شوؤ‌ ژمنو ته به پکې کتنه کيږي، د پاکستان قبايلي سيمو کي په مئ کال 2018م کې د ايف سي ار قانون د ائيني بدلون د لارې ختم کړې شوی ؤ او هلته د ملک نورو برخو په څېر عدالتي نظام، دپوليس او ډپټي کمشنرنظام وغځول شو، خو اوس قانون پوهان وایي د نوؤ قوانينو په ترڅ کې ډير اختيارات اوس بيا ډپټي کمشنر ته ورکړل کيږي کوم چې به وړاندې د پوليټيکل ايجنټ سره ؤ۔

11.03.2022 ډیوه

اڅکزی: په جرګه کې به پښتنو ته په ورپېښو ستونزو بحث کيږي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، په بنو کې پېل شوې درې ورځنۍ (پښتون قامي جرګه بنو) کې به پښتنو ته په ورپېښو ستونزو بحث کيږي. د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب دغه درې ورځنۍ (پښتون قامي جرګه) نن د جمعې په ورځ (11 مارچ) د خېبرپښتونخوا په بنو کې پېل شوه. جرګې ته په وېنا کې محمود خان اڅکزي وویل، په دې جرګه کې به په ستونزو مجلس کيږي، مسيد سړی، وزير، افريدی،د سوات خلک، ستونزې به کېږدي دې قام ته، چې زمونږ په قام څه تېر شو. نوموړي زياته کړه 1200 تنه پښتانه مشران په هدف کړی شوي وژل شوي دي، په جرګو کې بمونه خلاص شو، دا جرګه دې له راغوښتی شوې چې ستونزې پکې بيان کړی شي. هغه وویل، دې جرګې ته عالمان پروفېسران او پوهان راغوښتل شوي دي هغه به بحثونه کوي. ښاغلي اڅکزي وويل، دا سوال دا جرګه ږدي چې ولې د جنت غوندې ښايسته وطن د دنيا د نعمتو ډک وطن ، ولې پکې مونږ د ستونزو سره مخ يو، پښتنو دوبۍ، سعودي عرب، پاکستان او کراچۍ جوړه کړه. نوموړي زياته کړه دوی يواځې کوربانه دي، دلته به مخالفه خبرې هم کيږي خو خوا به نه بدوو، مونږ په سياسي پارټيانو هم د ملاتړ غږ کوو. هغه وويل بايد دې جرګې ته دې داسې بڼه ورکړل شي لکه د افغانستان لويه جرګه، څوک به يې غړي جوړيږي په دې به خبره کيږي په کال کې به يو ځل کښېنو د پښتنو په ستونزو پکې خبرې کيږي. د پښتونخوا ملي پارټۍ مشر وويل، دې جرګې ته ګوجر راغلي، د ګلګت خلک راغلي دي، او زمونږ په وطن کې چې زمونږ سره هر څوک اوسي  هغه زمونږ وروڼه دي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي دې قامي جرګې د سبي (سېوۍ) د مېدانونو څخه د چترال پورې ټولو پښتنو مشرانو ته بلنه ورکړی شوې، او پښتانه چې په هر سياسي ګوند کې دي هغوی رابلل شوي چې راشي او د پښتنو په ستونزو خبرې وکړي او د حل لاره يې راولټوي. د پښتنو قامي جرګې ښځې هم په ګڼ شمېر کې راغلي دي.  

11.03.2022 ډیوه

د جمعيت علما اسلام ف نيول شوي غړي خوشي کړی شوي

د پاکستان تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوند جمعيت علما اسلام ف ګوند ويلي، پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (10م مارچ) چې په پارلیمنټ لاجز کې يې د ګوند دوه د قامي اسمبلۍ غړي او نور رضاکار نيول شوي وو هغه خوشي کړی شوي دي، او د احتجاجي مظاهرو غږ يې بيرته اخستی دی. د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مو لانا فضل الرحمان چې د حکومت مخالفه ډلو د اتحاديې (پي ډي اېم) مشري هم کوي، ويلي يې دي، پرون چې د اسلام اباد په پارلیمنټ لاجز کې پوليسو منتخب استازي نيولي وو او ځورول شوي وو، او بيا مخالفه ګوندونو دغې ته سخت غبرګون ویلی او خلک په سړکونو راوتلي وو. هغه ویلي، د دوی د پارلیمان غړي او نور رضا کار د سهار کېدو نه وړاندې خوشي کړی شوي او دوی چې په سړکونو د راوتلو ويلي اوس په سړکونو د راوتلو ضرورت نه دی پاتې. پرون د اسلام اباد پولیسو ویلي وو، د جمعيت علما اسلام د تنظیم انصار الاسلام غړي پارلیمنټ لاجز ته راغلي وو، ځکه د دوی د ویستلو د پاره يې دغه عملیات کړي وو. او د اسلام اباد پوليسو په ټویټر ويلي وو، د پوليسو لخوا د قامي اسمبلۍ دوه غړي صلاح الدين ايوبي او جمالدين نه وو نيول شوي. پرون په اسلام اباد کې دغه اړی ګړی وروسته له هغې جوړ شوی وو چې مخالفه ګوندونو د وزيراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد/ بې باورۍ تحریک وړاندې کړی دی. او د  کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وایي د بې باورۍ تحریک د اپوزیشن حق دی خو وایي اپوزیشن چې کومه لاره خپله کړې ده هغه به هیواد د خانه جنګۍ طرف ته بوځي. د پاکستان مسلم لیګ نواز او پیبلز ګوند مشرانو شهباز شریف او بلاول بوټو هم د اسلام آباد پولیسو دغه ګام په سختو ټکو کې غندلی دی. کله چې د پولیسو له خوا په پارلیمنټ لاجز کې دغه عملیات روان وو هم هغه وخت د پوځ ویاندې ادارې مشر مېجر جنرل بابر افتخار یو خبري کانفرنس ته ویلي وو چې د پوځ له سیاست سره هیڅ کار نه شته او نه به ولري ځکه دې پوځ نه په سیاسي کردار څوک تپوس ونه کړي. مېجر جنرل بابر افتخار دا بیان داسې حال کې ورکړو چې د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو ویلي دي د حکومت پرضد د بې باورۍ تحریک د اسټېبلشمنت د پاره به هم یو امتحان وي چې په دې معامله دوی بې طرفه پاتې کیږي او که نه؟ خو حکومتي وزیر فواد چودهري وایي پوځ یې له حکومت سره ولاړ دی ځکه چې وایي‌ دا د پوځ اییني ذمه واري ده.

11.03.2022 ډیوه

د امریکا کانګرس د اوکراین سره د ۱۴ ملیاردو ډالرو مرسته منظوره کړه

د متحده ایالاتو کانګرس پنجشنبه مارچ ۱۰ (کب۱۹) د ۲۰۲۲ مالي کال لپاره د حکومت د لګښتونه ستره بودجه منظوره کړه چې تقریباً ۱۴ ملیارده پکې اوکراین ته بیلې شوې.

11.03.2022 امریکا غږ

پاکستان کې د "سوپر سونیک" توغندي لګیدلی; چارواکي یې ملامتي په هند اچوي

د پاکستان پوځ وایي د هند یو سوپر سونیک توغندی پدې هیواد کې پریوتی چې د ملکیانو کورونو ته یې زیان رسولی خو څوک پکې وژل شوي ندي.

11.03.2022 امریکا غږ

کاملا هریس په اوکراین د روسیې یرغل کې د جنګي جرمنو د پلټنو غوښتنه وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس په اوکراین باندې د روسیې د یرغل او په یو زېږنتون کې د میندواره ښځو او ماشومانو په ګډون په ولسي خلکو د بمباریو په اړه د جنګي جرمونو د نړیوالې پلټنې غږ بدرکه ګړ. 

10.03.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more