ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


خبریالان: په چاغۍ کې نهه احتجاج کونکي په ډزو زخمیان شوي دي

د بلوچستان په چاغۍ سیمه کې د یو ټېکسي ډرایور د وژل کېدو په ضد د ګل، دوشنبې، په ورځ د احتجاج په مهال نهه کسان په ډزو زخمیان شوي دي. په چاغۍ کې دوو مقامي خبریالانو د نوم نه څرګندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل ځايي اوسېدونکو د اېف سي کېمپ مخې ته احتجاج شروع کړی و چې په دغه مهال ډزې وشوې او نهه کسان پکې زخمیان شول. د یو خبریال په قول د دوو زخمیانو حالت خطرناک و او د کوټې هسپتال ته منتقل کړی شوي دي او نور زخمیان چې حالت یې د خطر نه بهر و د دالبندين پرنس فهد روغتون ته وړل شوي دي. خبریالان وايي د احتجاج په مهال ډزې د اېف سي عسکرو کړي دي خو حکومتي چارواکو د دې خبرې تصدیق نه دی کړی. د بلوچستان اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو يا ده پېښه غندلې او د پېښې رپورټ يې طلب کړی دی. په يو سرکاري بیان کې وېل شوي چې د ننۍ پېښې پر اساس د ضلع چاغي مرستيال کميشنر له خپلې دندې ګوښی کړل شو او د هغه پر ځا ی نوی مرستيال کميشنرټاکل شوی۔ په بیان کې په چاغۍ کې د احتجاج په مهال د رپورټ شوو ډزو او یا د احتجاج کونکو د زخمي کېدو په اړه څه نه و وېل شوي. په کوټه کې د وي او ای ډیوه خبریال د بلوچستان د وزیر اعلا د کورنیو چارو سلاکار ضیا لانګو سرہ رابطه وکړ‎ہ چې په چاغۍ کې د احتجاج په مهال د رپورټ شوو ډزو او پکې د خلکو د زخمي کېدو په اړه ترې رسمي بیان واخلي خو د لانګو ټېلې فون بند موندل کېدو. د وي او ای ډیوه خبریال وايي په سوشل میډیا د چاغۍ د پېښې ویډیوګانې هم شریکې کړی شوي دي چې ښښي احتجاج کوونکي د ایف سي کیمپ مخې ته یو ټپي احتجاج کونکی موټر ته اچوي او د دوی پر دې مھال وینا دہ چې “مخامخ یې وویشتو.” په دې ویډیو کې د ایف سي ځواک لارۍ شاته ولاړه ښکاري۔ په چاغۍ کې احتجاج ولې کېدلو؟   د رپورټونو  تر مخه د ايران پولې ته څېرمه  په چاغې سېمه کې څلور ورځې وړاندي د امنيتي ځواکونو په ډزو يو موټر چلونکی وژل شوی و، په هم هغه ورځ د يادې پېښې پر ضد هلته  احتجاج کونکو 200 ته نېږدې ډرايورانو څخه امنیتي عسکرو د هغوی موټرې واخيستلې او ناکاره یې کړې  او ډرايوران  يې په پښو په سلګونه کلو ميتره تګ ته اړ کړل. د هم دغې پېښې پر ضد  د چاغې اوسيدونکي له تيرو څلورو ورځو راهيسې احتجاجونه کوي او په پېښه کې ککړو امنيتي عسکرو د قانون و منګولو ته د سپارلو غوښتنه کوي۔ د بلوچستان اعلا وزير ميرعبدالقدوس بزنجو ويلي په سرحدي سيمه کې په ډﺯو د ډرايور  د وژنې د پېښې پلټنې کوي. هغه ويلي  د ډرايور و کورنۍ ته به ضرور انصاف ورکول کېږي۔ د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي قام پرسته بلوڅ مشر سردار اختر مينګل تيره ورځ په قامي اسمبلۍ کې د چاغي د ډرايور د وژنې او د دوو سوو ډرايورانو په تشه بيديا کې د ايله کولو د پېښې د پلټنو غوښتنه وکړه. د د پاکستان د بشري حقونو کميشن د بلوچستان په چاغي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ډزو د یو ډراېور وژل کېدل او بیا د هغه د وژنې په ضد احتجاج کوونکي په لسګونو ډرېوران له خپلو موټرو بې برخې کول او په صحرا کې پرېښودل غندلي او دا عمل يې د بينادي انساني حقوقو خلاف عمل ګنلی، کميشن له صوبایي حکومته دې پېښو د پلټنو غوښتنه کړې ده.  

18.04.2022 ډیوه

شمالي کوریا لپاره د امریکا ځانګړی استازی جنوبي کوریا ته رسیدلی 

د شمالي کوریا لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی سونګ‌‌کيم، وایي شمالي کوریا باید «د دپلوماسۍ لاره» خپله کړي.

18.04.2022 امریکا غږ

بنو کې بل پوليس په ډزو وژل شوی

د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پولیس یو سرتیری په ډزو وژل شوی. په بنو کې روانه میاشت په پولیسو دا دویم برید دی چې ترسره کیږي د اپریل په نهمه د بنو په جاني خېل سیمه کې دو پولیس عسکر په یوه وسله وال برید کې وژل شوي وو. پولیس دا پیښه تاييدوي او وايي د پولیس سرتیري د وژنې پېښه د بنو منډان تهاڼې په حدودو کې نن غرمه شوې ده. د بنو پولیسو ویاند وايي د پولیس سرتیري د وژنې دا پیښه نن غرمه هغه مهال شوې چې افتخار نومي پولیس کانسټېبل په موټر سایکل ډیوټۍ ته روان وو. هغه وویل پولیس کانسټبل په منډان تاټه کې د انویسټګېشن په ډیوټۍ مامور وو او د هغې ډیوټۍ لپاره په موټر سایکل تاڼه ته روان وو چې تاڼه سره نزدې په لنډه فاصله کې نامالومو کسانو په ډزو سره وژلی دی. تر دې مهاله چا د دې پېښې زمه واري په غاړه نه ده اخستې. خو د مارچ د میاشتې په اخره کې د یو پولیس افسر تاڼېدار د وژنې زمه واري  لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان منلې وه. د پوليس وياند په خبره د نوموړي د وژنې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د نا مالومه کسانو پرضد درج کړی شوې او پوليسو يې پلټنې پېل کړي دي. هغه زیاته کړه د وژل شوي عسکر دې نه وړاندې یو بل ورور شاه زیب هم په وسله وال برید کې وژل شوی وو. او دی بیا د هغه په ځای پولیس کې نوکر شوی وو. په بنو کې دغه تازه پیښه په داسې حال کې شوې چې په خېبر پختنوخوا کې په دې تیره لنډه موده کې په امنیتي عسکرو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې ده. او په تیرو لسو ورځو کې د صوبې په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان  کې ترسره شوو پرله پسې وسله والو بریدونو کې لس پوليس، لس پوځيان او دوه د ملېشې عسکر په ګډون 25 کسان وژل شوي په وژل شوو کې يو د پاکستان پوځ لوړپوړی افسر هم شامل دی. په دغو کې د زياترو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستې دي. تحریک طالبان بریدونه تر هغه وروسته زیات کړي چې د پاکستان پوځ پضد البدر په نوم عملیات اعلان کړي دي څیړونکي وایي پاکستان کې ښکاري طالبان بیا مضبوط شوي او دغه بریدونو د لارې دا ښودل غواړي چې دوی دلته منظم نیټ ورک لري. خو پاکستان وایي بریدونه د پولې پورې غاړې افغانستان نه کیږی. د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار د اپریل په 14 پنډې کې د ووځ په مرکز جي ایچ کیو کې میډیا سره خبرو پرمهال ویلي ورستیو کې  ترهګرو په بلوچستان او قبایلي سیمو کې امن امان صورتحال ګډوډ کولو پوره هڅه کړې خو پاکستان  عسکرو د هغو دا ارادې ناکامه کړې دي. هغه وویلي په تېرې درې میاشتو کې 97 افسرانو او سرتيرو قربانۍ ورکړي او په عملياتو کې 128 ترهګر وژل شوي او 270 نیول شوي هغه وویل د اخري وسله والو تر ختمولو به عملیات روان وي. 

18.04.2022 ډیوه

پاکستان: د مارچ په مياشت کې تجارتي خساره د درې نيم اربه ډالرو نه سېوا شوې

د پاکستان د شمېرنې اداره وایي د پاکستان تجارتي خساره د قامي امدنۍ (جي ډي پي) 12% ته زیاته شوې او‌ د مارچ په میاشت کې تجارتي خساره 3.64 اربه ډالره ته رسیدلې ده. د دې ترڅنګ د شمېرنې اداره وايي، پاکستاني برآمدات په تیرو 9 میاشتو کې 17.6% زیات شوي خو د مارچ په میاشت کې په دې کې 1.83% کمی راغلی دی. د اقتصاد ماهر او خبریال مهتاب حیدر وي او اې ډیوه ته وایي د تیر کال په نسبت تجارتي خساره 15اربه ډالره زیاته ده او دا د پاکستان غوندې اقتصاد دپاره د خطر وړ خبره ده. "په دی کې 15 اربه ډالره زیات والی راغلی دی او بیا د پاکستان په شان هیواد چرته چې د ډالرو کمی دی او د دې هیواد غټه اقتصادي ستونزه چې مونږه په تجارتي خساره کنټرول ساتلو کې ناکامه یو. یو وجه دا هم ده چې په نړیوال مارکيټ کې قیمتونه زیات او د هغی اثر په درامدی بل پریوځی خو پاکستان یو زرعي ملک دی او په ملکي درامداتو کې خوراکې شیان هم شامل دی او ضرورت د دې خبرې دی چې مونږه زرعی پیداوار ته وده ورکړو او د غېر ضروری شیانو درآمد هم کنټرول کړو او که داسی نه وي نو دا ځل هم مونږه د ایې ایم ایف نه پور اخلو او بیا به هم د پور دپاره مالیاتی ادارو ته ځو". د شمېرنی اداره وایي په روان مالی کال په 9 میاشتو ( د جولايی تامارچ) کې تجارتي خساره 35.52 اربه ډالره ته رسېدلې ده. د ادارې ترمخه تیر کال 2021 هم په دی موده کې تجارتي خساره 20.8 اربه ډالره وه چې د پاکستان په بهرنی اکاونټ يې فشار زیات کړی دی اداره وایې په مجموعی توګه د پاکستان درامدات په 9 میاشتو کې 49% زیات شوي خو بل لور ته هم دغه اداره بيا وايي، په تیرو 9 میاشتو کې پاکستانی برآمدات 17.68% زیات شوی او دا د تیر کال 18 ارب ډالره نه 23 اربه ډالره ته رسیدلی خو تیره میاشت په مارچ کې په دی 1.83% کمی راغلی دی؟ د اقتصاد ماهر پروفیسر ډاکټر معراج الحق وی او اې ډیوه ته وایي د برآمداتو او درامداتو تر منځه فرق ډیر زیات دی دوی وایي د وړاندی نه د پاکستان غیر ملکې زرمبادله ذخیره 10 اربه ډالره ته راکوزه شوې او درامدی زیات بل نه یوازی مجموعی اقتصاد ته نقصان رسوی بلکې ورسره پاکستانۍ روپۍ هم د فشار سره مخ کيږي. "دی وخت کې د پاکستان غېر ملکي زرمبادله د فشار لاندې ده که تجارتي خساره هم داسې زیاته وي اود غېر ملکي زرمبادله ذخیره کمیږی نو دا به د پاکستان اقتصاد ته نقصان ورسوي". په سوشل میډیا هم د پاکستان مخ په زیاتي تجارتي خسارې ته غبرګون ښودلی شوی دی. ډاکټر قېصر بنګالي په ټويټر ويلي، سری لانکا هم داسې قسمه صورت حال سره مخ دی کوم ته چې پاکستان هم نزدې شوی دی دوی، هغه ويلي بایید حکومت ددی پاره ګامونه پورته کړي غېر ترقیاتي او غېر جنګي دفاعي خرڅونه راکم کړي او په غېر ضروری درامدي څيزونو ولګوی". د شمېرنی اداره په خپل رپوټ کې وایي یواځې د تیلو او خوراکي شیانو درامدي بل 60% زیات شوی او دا د تیر مالي کال 13 اربه ډالره نه 21اربه ډالره ته ختلی دی.

18.04.2022 ډیوه

اوکراین: روسي بمبارۍ په لفیف ښار کې ملکي کسان وژلي دي

د اوکراين چارواکو ویلي دي چې په د هېواد په مغربي ښار لفیف کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د روس د مزایلو په حمله کې شپږ ملکي کسان وژل شوي دي. د لفیف ګورنر مېکسیم کوزیسکیف درې روسي مزایلې په یوه پوځي ودانۍ لګیدلي دي او یو مزایل د ټایرونو د مرمت یو دوکان وېشتلی دی. د وي او ای رپورټ وايي د اوکراین د جنګ ځپلو سیمو نه د ملکو خلکو د انخلا عمل د ګل، دوشنبې، په ورځ پرله پسې په دویمه ورځ او ځنډېلی و. د اوکراین نایب وزیراعظمې وویل د روسي ځواکونو د ملکي خلکو د تګ راتګ په لارو بمباري نه ده وردولې چې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده. د روس صدر ولادومیر زیلینسکي وویل روسي ځواکونه "قصداً" په ترهګرۍ کې ککړ دي او په خارکیف کې رهایشي علاقې په مارټرو او توپخانه وولي. په ماریوپول ښار کې اوکرایني ځواکونو د وسله غورځولو دپاره د روسي ځواکونو نېټه ونه منله او تسلیم نه شول. د اتوار، يکشنبې، به ورځ د وډیو دلارې خپله وېنا کې زیلینسکي وویل داسې ښکاري چې روس به د دونباس په سیمه کې زر حمله شروع کړي. د اوکراین سرښار کییف د شا او خوا نه د روسي ځواکونو د وروسته کېدو په سبب مغربي پوځي مامورین دا اندازه لګوي چې روس د اوکراین مشرقي سیمو کې ځواکونه د ځای په ځای کولو تیاری کوي. دونباس چې پکې لوهانس او دونېسک هم شامل دي او په جنوب کې مېریاپول نیول وروسته به روس کرایمیا ته د ځمکې لاره ومومي. روس کرایمیا په 2014 کې نیولي ده.  

18.04.2022 ډیوه

طالبان: په شاوخوا څلورو میاشتو کې د خوارځواکۍ ۲۰۰زره پېښې ثبت شوي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د خوارځواکۍ پېښو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې د ۲۰۲۲ میلادي کال له پيل څخه شاوخوا ۲۰۰زره پېښې ثبت شوي دي.

18.04.2022 امریکا غږ

پاکستان د واهګه د لارې افغانستان ته د هند څخه د غنمو او دوايانو لېږلو موده غځولې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، افغانستان ته چې د هند څخه د پاکستان د واهګه د لارې غنم او دوايانې لېږل کېدې، د هغې دپاره موده غځول شوې ده. د هند حکومت تېر کال د اکتوبر په مياشت کې د افغانستان سره د 50زره مېټرک ټنه غنمو مرستې اعلان کړې وې او بيا د فرورۍ په مياشت کې 2500 ټنه افغانستان ته لېږل شوي وو. د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عاصم افتخار پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ 17 اپرېل ويلي، د پاکستان حکومت په نومبر 2021 کې منظوري ورکړې وه چې د پاکستان د لارې افغانستان ته د هند څخه غنم او نورې دوایانې تلی شي. ويل شوي د لارې اجازه د تېر مارچ د میاشتې د 21 نېټې پورې وه، او بيا د هند حکومت په وروستيو کې پاکستان ته خواست کړی چې د غنمو لېږلو دپاره ورته د لارې ورکولو موده وغځوي. پاکستان ويلي، په افغانستان کې د بشري بحران د حل لپاره په اخلاص سره دغه پرېکړه وکړه او د دوه مياشتو موده يې وغځوله چې دغه غنم او نور سامان افغانستان ته ورسي. ويل شوي په اسلام اباد کې د هند هايي کمشنر په دغه پرېکړه خبر کړی شوی دی. پاکستان، افغانستان ته د هند څخه د غنمو او دوايانو لېږلو دپاره د لارې ورکولو موده په داسې حال کې غځولې چې دوه ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان په خوست او کونړ کې بمباري کړې او د راپورونو ترمخه 47  کسان پکې وژل شوي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي. په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي په دغو بريدونو کې مهاجرين په نخښه شوي او ځايي خلک وايي، د شمالي وزيرستان څخه خوست ته په کډوال شوو بمباري شوې ده. د طالبانو حکومت د پاکستان دغه ګام غندلی او پاکستان په طالبانو غږ کړی چې پولې ته څېرمه علاقې ته خوندي کړي چې د پولې د پورې غاړې نه ترې په پاکستان بريدونه نه کيږي. بل لور ته د جنوبي وزیرستان د انګور اډې پوله نن په اوومه ورځ تړلې پرته ده، دغه پوله وروسته له هغې تړل شوې چې په جنوبي وزيرستان کې په يوه وسله وال بريد کې د يو افسر په ګډون دوه عسکر وژل شوي وو.

18.04.2022 ډیوه

طالبان: له دې وروسته تر ۱۵ کلنۍ پورته کسانو ته لس کلن پاسپورتونه ورکول کیږي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي، تر دې وروسته تر ۱۵ کلنۍ پورته کسانو ته لس کلن پاسپورتونه ورکول کیږي.

18.04.2022 امریکا غږ

افغانستان کې د پاکستان د پوځ په بمبارۍ کې د مړو شمېره 47 ته رسېدلې

په افغانستان کې د طالبانو چاوراکو ويلي، په خوست او کونړ ولايتونو کې د پاکستان د هوايي پوځ په بمبارۍ کې د وژل شوو شمېره 47 ته رسېدلې ده، دغه خبر وي او اې اشنا ورکړی دی. په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو مشر شبير احمد عثماني، پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ 17 اپرېل اې اېف پي خبري ادارې ته ويلي، په خوست کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې 41 کسان وژل شوي چې اکثره يې ښځې او ماشومان دي او 22 نور ژوبل شوي دي. د خبر ترمخه په کونړ کې يو بل طالب چارواکي ويلي، د پاکستان په فضايي بريدونو کې شپږ ولسې وګړي وژل شوي دي. د پاکستان پوځ تر دې دمه د دغو بريدونو په اړوند څه نه دي ویلي. په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي په خوست کې او کونړ کې په مېشتو مهاجرينو د پاکستان بريدونه په کلکو ټکو غندي، د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد په ټويټر ويلي، په پاکستاني لوري غږ کوي چې په داسې مسايلو کې د افغانانو حوصلې ونه ازمايي او بيا دغه رنګ غلطي ونه کړي کنه بدې نتيجې به يې ولري. ذبيح الله په خپل ټویټ کې په بمبارۍ کې په هدف شوي خلک مهاجرين ياد کړي، خو سرچينې وايي وژل شوي خلک د پاکستان وزیرستاني کډوال دي، څوک چې په کال 2014م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملیاتو نه هغه لوري ته کډوال شوي وو. د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند پرون عاصم افتخار پرون ويلي،  پاکستان څو، څو ځل افغان دولت نه غوښتي چې د سرحدي سیمو خوندیتوب ته پام وګرځوي خو د هغې باوجود ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان دننه د ترهګریزو پېښو لپاره کاروي.   د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند تور لګولی د تیرو څو ورځو راپدیخوا د افغانستان د خاورې څخه د پاکستان سرحدي سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو پېښې سیوا شوي دي او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون نورې ترهګرې ډلې د پاکستان په امنیتي پوستو بریدونه کوي. د بيان ترمخه په 14م اپریل هم شمالي وزیرستان کې د افغانستان څخه ترهګرو برید کړی وو او اووه پاکستاني عسکر یې وژلي وو. پاکستان وړاندې هم دغه رنګ تورونه لګولي، خو په افغانستان کې د طالبانو اوسني حکومت او له دې وړاندې حکومتونو هم د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي، بلکې افغانستان او امریکا به په پاکستان داسې تورونه لګول چې پاکستان هغو وسله والو ته پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان او افغانستان تل دغه تورونه رد کړي دي. او که چرته هم دغه ډول پېښې شوي د دواړو هېوادونو اړيکې يې ترينګلې کړي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د لوري نه په پاکستان کې بريدونه کېدل غندلي او ورسره دا هم ویل شوي چې پاکستان د افغانستان ازادۍ، خپلواکۍ او سیمه ییزې سلامتۍ ته درناوی لري او په ټولو څانګو کې افغانستان سره داړیکو پراخولو لپاره افغان دولت سره په ګډه کار کوي. په خوست او کونړ کې د بريدونو پرضد د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې دواړو غاړو ته احتجاجونه شوي دي او د پاکستاني ځواکونو بمبارۍ د افغانستان دخپلواکۍ پرضد ښکاره تیری بلل شوی دی. د خېبر پښتونخوا صوبې د سرښار پېښور په ګډون په بیلا بیلو ښارونو شمالي وزیرستان، بنو، او ډیره اسماعیل خان کې هم د دې پېښې پرضد خلک داحتجاج لپاره سړکونو ته راوتلي وو. او د پاکستان په پارلیمان کې محسن داوړ او علي وزیر هم د دې پېښې غندنه کړې او پښتون قام پرسته عوامي نیشنل ګوند د غندنې ترڅنګ د دغه پیښې د پلټنو غوښتنه هم کړې ده.

18.04.2022 ډیوه

د پاکستان له لارې افغانستان ته د هند غنمو د انتقال موده وغځېده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د واګه بندر له لارې افغانستان ته د هند د غنمو او درملو د انتقال موده یې د دوو نورو میاشتو لپاره غځولې ده.

18.04.2022 امریکا غږ

د طالبانو لخوا د خبریالانو د نیونو او تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنې

د خبریالانو د ملاتړ ټولنو یو ځل بیا په کابل او ځینو ولایتونو کې د طالبانو حکومت لخوا  د خبریالانو د هلو ټکولو او نیونو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی.

18.04.2022 امریکا غږ

د لویدیځې افریقا ګډ ځواک: تر سلو ډیر یاغیان مو په تیرو څو اوونیو کې وژلي

د نایجریا، نایجر او کیمرون ځواکونه وایي پدې تیرو څو اوونیو کې یې د چاد جهیل په سیمه کې د سخت دریځو اسلامي ډلو په خلاف ځمکني او هوایي تعرضي عملیات شدید کړي او د ۱۰ قوماندانانو په ګډون یې تر ۱۰۰ ډیر وسله وال وژلي دي.

18.04.2022 امریکا غږ

اوکراين وايي، ماريوپول ښار يې په لاس کې دی

د اوکراين وزیراعظم د اتوار/ يکشنبې په ورځ ويلي، چې سټراټيجیکي ساحلي ښار ماريوپول يې لا په کنټرول کې دی. وزيراعظم ډينس شمېهل د امریکا (اې بي سي) خبري ادارې ته ویلي، ماريوپل ښار سقوط شوی نه دی، د اوکراين په لاس کې دی. هغه دغه بيان وروسته له هغې ورکړی چې روس په دغه ښار کې جنګيالو ته ويلي وو چې وسله وغورځوي. د اوکراين وزیراعظم ويلي، اوس هم اوکرايني پوځ ولاړ دی او تر اخري وخته پورې به جنګیږي. د اوکراين د وزيراعظم نه پوښتنه شوې چې د روس صدر په دې باور دی چې ماسکو جګړه ګټي، شمېهل ويلي، چې په څو ښارونو کې جګړه روانه ده او يواځې په جنوب کې د خيرسن ښار د روس په کنټرول کې دی. هغه ويلي، د اوکراين د 900 نه زيات ښارونه، کلي او علاقې د روس د يرغل نه ازادې دي، او اوکراين هيڅ اراده نه لري چې ختيځ کې تسليم شي. د خالي/ شنبې په ورځ د اوکراين صدر زيلنسکي ویلي، که ماريوپول محاصره کيږي او پوځيان وژلی شي نو د خبرو عمل به ودرولی شي. خو د روس صدر ولاديمير پيوټن د وړاندې نه ویلي خبرې اترې نزدې چې مړې دي. او شمېهل د اتوار په ورځ ويلي، که ممکنه وي اوکراين سفارتي حل غواړي، هغه زیاته کړې خپل ملک، خپلې کورنۍ او خپله خاوره نه پرېږدي.

18.04.2022 ډیوه

تیرو ۲ ورځو کې امریکا کې په ډزو کې د مرګ ژوبلې ۳ پیښې شوي

پداسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې یکشنبه اپریل ۱۷ (وري۲۸) د حضرت عیسی ع د بیرته ژوندي کیدو ورځ یا ایسټر لمانځل کیده، د دې هیواد په څو ایالاتونو کې د ډزو ۳ پیښې شوي چې ګڼ شمیر کسان پکې ټپي او وژل شوي.

18.04.2022 امریکا غږ

داعش: د خپل مخکني مشر د قتل بدل اخلو

د اسلامي دولت یا داعش ډله وایي د خپل مخکني مشر ابو ابراهیم القریشي د وژل کیدو غچ اخلي او د خپلو پلویانو څخه یې غوښتي چې په اوکراین کې د جګړې څخه په ګټې اخیستو دې په اروپایي هیوادونو کې بریدونه وکړي.

18.04.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more