ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې هر دوؤ ساعتو کې یوه مور دماشوم زېږولو په مهال مري،دملګرو ملتونو رپورټ

د ملګرو ملتونو د ابادۍ فنډ ادارې ( يونايټېډ نېشنز پاپولېشن فنډ) ويلي چې په افغانستان کې هر دوؤ ساعتو کې يوه مور د ماشوم زېږولو او د حمل په مهال د رامنځته کېدونکو ستونزو یا پيچيدګیو له کبله ژوند د لاسه ورکوي۔ ادارې اندېښنه ښودلې چې افغانستان کې دمخ په زياتېدونکي بشري بحران له امله دا صورت حال نور هم خرابېدای شي۔ دبشري حقونو فعالان او د روغتيا د چارو کار پوهان  افغانستان کې دماشوم زیږولو په مهال د مېاندو د مړينې علتونه په دغه هېواد کې د روغتيایي مرکزونو، طبي سهولتونو او متخصصو ډاکټرانو کمښت بولي. دوئ وايي په کم عمرۍ کې د جينکو د ودونو او د پخواني دود دستور له امله اميدواره میرمنو طبي مرکزونو ته په وخت نه رسولو سره هم دغه د مړينې کچه سېوا کېږي۔ په دې هکله په افغانستان کې د روغتيا د چارو ماهرې ډاکټرې مالالۍ فېضي وي او ای ډيوه ته ويلي چې د هېواد په اطرافو کې مېرمنو لپاره د صحت مرکزونه او طبي اسانتياوې په زیات مقدار کې شتون نه لري ځکه د زېږون په وخت يو شمېر ښځې مړې کېږي۔ د ملګرو ملتونو د ابادۍ فنډ ادارې په ټویټر دا هم ويلي چې په افغانستان کې هرو دوؤ مېرمنو کې يوه د صنف په بنياد د تشدد ښکار کېږي او داسې ښکاري چې موجوده صورت حال کې د مېرمنو وضيعت نور هم خرابېدلی شي۔ د مېرمنو د حقونو فعاله سپېځلې ځاځۍ وي او ای ډيوه ته وايي د مور جوړېدو په وخت زياتره هغه ښځې ژوند د لاسه ورکړي څوک چې په کم عمرۍ کې واده شوي وي او يا د پخوانيو رواياتو له امله په کورونو کې د ماشوم په زیږولو مجبوره وي۔ د ملګرو ملتونو د ابادۍ فنډ اداره وايي افغانستان له سياسي بدلون وروسته د بشري ناروين سره مخ دی۔ اداره وايي سياسي بدلون، وچکالۍ او کرونا وبا په دغه هېواد کې ټولې هغه لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي کومې چې په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوې وې۔ د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي د اقتصادي ستونزو له امله اکثره کورنۍ نه شي کولی چې د خپلو مېرمنو د ښه صحت لپاره د اړونده داروګانو او د مناسب خوراک بندوبست وکړي، دی وايي هغه زياتره سهولتونه هم اوس مهال تړل شوي کوم چې د مور او ماشوم ښه صحت لپاره په دې هېواد کې موجود وؤ۔ د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې په افغانستان کې د زېږون په مهال په هرو لک مياندو کې 638 ميرمنې ژوند د لاسه ورکوي۔ ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که چرې په دې اړه کوټلي ګامونه وا نه خستی شول نو په دې شمېره کې زياتوالی راتلی شي۔  په دې هکله په افغانستان کې د طالبانو حکومت کوم ګامونه اخلې؟ د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره وي او ای ډیوه د طالبانو د حکومت د صحت وزارت چارواکو سره د تماس نيولو کوشش وکړو خو دغه هڅه بريالۍ نه شوه۔

19.03.2022 ډیوه

ناورې کې د نظامي الوتکې په سقوط کې څلور امریکایي عسکر وژل شوي

د ناروې پوځ د شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۸) ویلي دي د یوې امریکایي نظامي الوتکي د سقوط له امله چې د ناټو په تمرینونو کې یې برخه اخیستې وه، څلور امریکایي پوځیان وژل شوي دي. دغو څلورو پوځيانو د سړې هوا د غبرګون په هغو نظامي تمرینونو کې برخه اخیستې وه چې د ناټو او متحدو هیوادونو ۳۰ زره پوځیانو پکې ګډون کړی دی. د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې پولیس په ځایي وخت د شنبې په ورځ مارچ ۱۹ سهار وختي سیمې ته ورسیدل او دا یې تائید کړه چې په الوتکه کې ټول سپاره کسان وژل شوي دي. د ناروې دفاع وزارت په یوې بیانیه کې ویلي دي تر هغه ځایه چې پولیسو څرګنده کړې په الوتکه کې ناست کسان د امریکا اتباع دي. د امریکا سمندري ځواکونو کې تر دې مخکې په نظامي تمرینونو کې د خپلې یوې الوتکي د لادرکه کیدو پخلی کړی و او ویلي وو چې د ناروې اړوند مسولین د پلټنې د عملیاتو مشري کوي. د ناروې صدراعظم جوناس ګرسټور پر یو ټویټ لیکلي:"په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې وایي بیګاه شپته د یوې الوتکې په سقوط کې څلور امریکایي عسکر وژل شوي دي." په دغو تمرینونو کې چې د اپریل میاشتې تر لومړی نیټې پورې دوام کوي، کابو ۲۰۰ الوتکې او شاوخوا ۵۰ بیړۍ هم ګډون لري. د فرانسې خبري آژانس لیکلي د جمعې په ماښام راپور ورکړل شو چې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه V-22B Osprey نظامي الوتکه د ناروې په شمال لادرکه شوې ده. د ۲۰۲۲ د سړې هوا د غبرګون د نظامي تمرینونو هدف دادی چې د ناټو د ډله ایزې دفاع د ضرورت پرمهال ناروې څنګه د متحدینو هڅې همغږي کولی شي. پر اوکراین د روسیې د نظامي یرغل له پیل وروسته د روسیې او ناټو ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي خو دغه نظامي عملیات د فبروري په ۲۴ نیته د یرغل له پیل خورا مخکې پلان شوي وو.

19.03.2022 امریکا غږ

سپریم کورټ:عدلیه به سیاسي معاملو کې لاسوهنه نه کوي

واکمن پاکستان تحریک انصاف د خپل ګوند هغو دپارلیمان غړو ته نوټسونه ورکړي چې د وزیراعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحریک مخې ته د راتلو ترڅ کې د مخالفو ګوندونو سره یوځائ شوي دي. په عین حال کې دپاکستان سترې محکمې ویلي چې عدلیه به سیاسي معاملو کښې مداخلت نه کوي. د وکیلانو دمرکزي تنظیم سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن لخوا د بې باورۍ تحریک په وخت د حکومت اؤ مخالفو ګوندونو لخوا اسلام اباد کې داعلان شوؤ جلسو له امله د جګړې د ویرې په هکله د خواست اوریدنې په وخت  دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال ویلې تمه ده چې سیاسي خواوې به د صبر نه کار اخلي اؤ عدالت به د بې باورۍ تحریک اؤ سیاسي معاملو کښې مداخلت نه کوي. مشر قاضي وایي څه چې روان دي هغې سره هم د عدلیې څه کار نشته خو عدالت به په دستور عمل باوري کوي. سترې محکمې هم ددغه اوریدنې په وخت تیره ورځ د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف دغړو لخوا په سیند هاوس دشوي برید په هکله د پولیسو نه رپورټ هم غوښتی دی. ستر عدالت د وکیلانو دتنظیم لخوا دې خواست کښې ټاکل شوؤ فریقینو، پاکستان مسلم لیګ، پیپلز ګوند، جمعیت علما اسلام اؤ واکمن ګوندپاکستان تحریک انصاف ته هم نوټسونه جاري کړي دي. عدالت کې ددغه اوریدنې په مهال د پارلیمان دغړو د رکنیت ختمولو په اړه د دستور په آرټیکل 63-A  هم خبرې شوي دي خو عدالت ویلې دي په دې به غوڅې خبرې د صدراتي امر یا ارډینس نه وروسته کوي. حکومت ددې ارټیکل دتشریح یا سپیناوي د پاره سپریم کورټ ته خواست کړی دی. قانون پوهه قاضي انور ډیوه ته وایي ددې ارټیکل ترمخه یو ګوند د خپل پارلیماني غړي رکنیت هغه وخت ختمولی شي کله چې هغه د خپل ګوند پرضد ووټ وکاروي نو یو کار چې تراوسه شوی نه دی په هغې به څوک څنګه چاته سزا ورکړي؟ بلخوا واکمن پاکستان تحریک انصاف ګوند خپلو هغو غړو ته نوټسونه جاري کړي دي چې موجوده وخت کې د تحریک عدم اعتماد په لړ کې یې اپوزیشن ګوندونو ته دملاتړ باور ورکړی دی . داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري میډیا ته ویلې دي دغه غړي دې توبه وباسي اؤ بیرته دې خپل ګوند ته راشي اؤ که نه راځي نو وړومبی دې د پارلیمان نه استفا ورکړي اؤ پخپل  زور دې انتخابات وګتي، بیا چې څه کوي، ددوئ به ورنه څه ګیله نه وي. دا مهال په ښکاره څلېریشتو نه زیات د پاکستان تحریک انصاف غړي دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک کښې مخالفو ګوندونو سره یوځائ شوې دي اؤ حکومت وایې اپوزیشن د پیسو په زور ددغو غړو وفادارۍ اخستې دي. د مخالفو ګوندونو ایتلاف د مارچ داتمې نېټې نه قامي اسمبلۍ کښې دوزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورې تحریک جمع کړی دی اؤ د دستور ترمخه سپیکر پابند دی چې په دغه تحریک رایې اخستو د پاره د قامي اسمبلۍ غونډه راوبلي خو تراسه سپیکر اسد قیصر دا غونډه نه ده رابللې.

19.03.2022 ډیوه

دپاکستان تاؤژن سیاسي وضعیت ددغه هیواد په اقتصاد بدې اغېزې کړې دي،څیړونکي وایي

د اقتصادي چارو ماهرين وايي د پاکستان د وزير اعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ د تحريک د اعلان نه وروسته بې ثباته سياسي صورتحال د هېواد په اقتصاد سختې اغېزې کړي دي. د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف سره دپاکستان د شپږو اربو ډالرو د پور دپروګرام لاندې د اوومې جاېزې خبرې د ځنډ ښکار شوي دي او د اقتصاد په اړه د مهمو پرېکړو دنشتوالي له کبله د ونډو بازار په ښکته تللی او شخصي پانګه اچونکو هم جېبونه تړلي او د حالاتو جاج اخلي.  د اقتصادي چارو پوهان وايي د تېرو څو اوونیو راهسې د هېواد دننه تاوژن او بې ثباته سياسي چاپیریال که يو خوا د ونډو بازار په بد ډول اغیزمن کړی نو ورسره یې د ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ قدر هم ځپلی او روپۍ خپل ارزښت بېللی دی. پاکستان کې د پاېدارې ترقۍ په چارو کارکوونکي ادارې اېس ډي پي اى اېګزیګټيو ډاېریکټر عابد قيوم سلهري ډيوه سره خبرو کې ویلي سياسي عدم استحکام د اقتصادي ودې لويې دښمن وي او ددې بد اثرات لمړۍ په سملاسي ډول په اقتصاد کېږي. نوموړي وويل دا مهال پاکستان کې هرڅه د جمود په حال کې دي، اقتصادي فېصلې نه کېږي. دی وايي دا اوس چې د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف ترمنځ چې کوم د شپږو اربو ډالرو د پور پروګرام لاندې د اوومې جاېزې مذاکرات روان دي نو هغه د ځنډ ښکار دي. وايي کله چې د وزير اعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک نه ؤ اعلان شوی نو د ايي ایم ایف لخوا د پاکستان څخه د هغې حکومتي فېصلې په اړه پوښتنې کېدې  چې له مخې یې د بجلۍ اؤ تېلو په نرخونو کې کمی راوستل شوی ؤ خو د عدم اعتماد د تحريک وروسته دغه پوښتنې شا ته لاړلې اوس دا سوالونه کېږي چې حکومت به پاتې کېږي او که نه او بل حکومت به څنګه وي؟ اسلام اباد مېشت خبريال او د اقتصادي چارو کارپوهه مهتاب حيدر ډيوه ته وايي د هېواد د اوسني سیاسي صورتحال بدې اغېزې په اقتصاد په نظر راځي. نوموړی وايي دا وخت لويه ستونزه د اقتصاد په اړه د پرېکرو نه کېدل دي ولې چې تاوان له هر بل څه زيات اقتصاد ته رسېږي. واىي سکرټريت کې افسرانو معاملاتو ته د کتنې او انتظار تګلاره خپله کړې ده. مهتاب حيدر مخکي وايي دا وخت هغه شخصي پانګه اچونکى چې سرمایه ګذاري کول غواړي. د حالاتو جاج اخلي او جېبونه یې کلک تړلي دي او انتظار کوي چې د موجوده حکومت اقتصادي تګلارې به پرځائ پاتې کېږي او که نه. دی وايي حکومت چې په دې ورستیو کې دصنعتي پېکج په اړه کوم ارډيننس جارى کړی دی کېدای شي چې راتلونکی حکومت دا برقرار ونه ساتي. دا شان بله شخړه د مرکزى بینک د ګورنر رضا باقر ده، د هغه د عهدې ميعاد د اپریل په میاشت کې سرته رسىږي او ښکاري داسې که نوی حکومت راځي نو دی به نور ونه ساتي. خو دخزانې د وزارت ویاند مزمل اسلم ډيوه سره خبرو کې دا تاثر ردوي چې ګواکې د اوسني سیاسي بحران له کبله د حکومت اقتصادي فېصلې متاثره کېږي. وايي د خزانې وزېر هر وخت په خپل دفتر کې ناست وي او فېصلې کوي. مزمل اسلم وايي په تېرو لسو ورځو کې د اقتصادي همکارۍ د کمېټې درې غونډې شوې دي او په دې کې د غنمو دنوي قيمت او ورسره د راتلونکي کال د فصلونو لپاره په کيمایي څره د امدادي یا رعايتى نرخونو په اړه مهمې فېصلې شوي دي. ولې په اسلام اباد کې د بزنس رېکارډر ورځپاڼې د اقتصادي چارو خبریال طاهر امين ډيوه سره خبرو کې وويل د خزانې د وزارت وېاند څخه دا پوښتنه کول غواړي چې په تېرو دوؤ هفتو کې د مرکزى کابينې څومره غوندې شوې دي ولې چې کابينه په باضابط توګه د اقتصادي همکارۍ د کمېټۍ د پرېکړو منظورى ورکوي. دی وايي دا دريمه هفته ده چې د مرکزى کابينې غونډه ځنډول کېږي، وزیراعظم په سياسي چارو کې دومره بوخت دی چې وخت نه لري. مطبوعات وايي د حکومت لخوا هرکال د مېنځومانې مودې د بجټ د نظر کتنې کار په مارچ مياشت کې کېږي او عمل هم د ځنډ ښکار دی. طاهر امين وايي پدې اړه په لاندې کچ غور روان دې خو د موجوده سياسي صورتحال لکبله د پالیسي د کچ خبرې نه کېږي. د خزانې او منصوبه بندۍ وزېران دا وخت د وزير اعظم عمران خان سره په سياسي غوندو کې بوخت دي نوموړي وويل که د نړیوالې مالياتي ادارې ايي اېم ایف څخه پاکستان ته د پور اووم قسط چې نزدې يو ارب ډالر جوړېږي ورنه کړی شو نو بیا به نړیوال بانک او اېشياىي ترقياتي بینک هم لاسونه راکاږي او پاکستان به د سود په لوړه شرحه د کمرشل بینکونو څخه پور اخستو ته اړ شي. مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف سره د شپږو اربو ډالرو د پور دپروګرام لاندې دا وخت د پاکستان روان مذاکرات هم د ځنډ ښکار دي او پوهان وايي د موجوده سياسي بحران له کبله ايي ایم ایف د څه قسمه پرېکړې مخکې به دا ګوري چې د وزير اعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد د تحريک اوښ په کوم اړخ کښیني؟ خو د خزانې د وزارت ویاند د پاکستان او نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف ترمنځ روانو خبرو کې د ځنډ ېا تعطل تاثر ردوي او وايي مذاکرات روان دي او غوڅه پرېکړه به هم ډېر زر وشي.

19.03.2022 ډیوه

دپاکستان سیاسي تاریخ کښې  دوزیراعظم په ضد دبې باورۍ تحریک دوه ځله ناکام شوی

د پاکستان په سياسي تاريخ کښې په کال ۱۹۸۹ کې په وړومبي ځل په قامي اسمبلۍ کې د منتخبې وزیراعظمې بېنظير بهټو پر ضد او بيا وروستو په کال ۲۰۰۶ کې د پاکستان دبل وزيراعظم شوکت عزيز خلاف په دوېم ځل د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو له لوري د بې باورۍ تحريک  لپاره رایې ورکړل شوې وې خو دغه دواړه تحريکونه يا وړاندېزونه د ناکامۍ سره مخ شوي وؤ.  اوس په درېم ځل دپاکستان دوزیراعظم عمران خان پر ضد هم د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو په ګډه په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ يا عدم اعتماد تحريک وړاندې کړی او په دې به په راروانو ورځو کې ووټنګ کيږي او دا به په ډاګه شي چې ايا مخالف ګوندونه د کاميابۍ سره مخ کيږي او که ناکامه کيږي. د پېښور پوهنتون د سياسياتو دشعبې استاذ پروفېسر ډاکټر عبدالروف وايي: "پاکستان کې ددې نه وړاندې د بې باورۍ تحريک دوه ځل وړاندې شوی دی خو دواړه ځل د ناکامۍ سره مخ شوی دی.دې نه مخکې د بېنظير بهټو خلاف د بې باورۍ تحريک وړاندې کړی شوی ؤ خو ناکامه شو. د هغې نه پس د شوکت عزيز پر ضد د بې باورۍ تحريک وړاندې کړی شوی و خو هغه هم د ناکامۍ سره مخ شو" د پېښور پوهنتون د سياسياتو دڅانګې استاذه پروفېسر ډاکټر نورين نصير هم وايي د پاکستان په سياست کې داسې څه مثال نشته چې د عدم اعتماد ووټ د لارې يو منتخب حکومت غورځولی شوی وي.  هغه وايي: "د هغې غټه وجه دا ده چې دلته پوځي حکومتونه زيات پاتې شوي دي او ددې نه وړاندې ۵۸ ټو بي قانون ؤ. دا قانون به صدر استعمال کړو او قامي اسمبلي به يې تحليل کړه. تر دې چې د ۱۹۵۶ په ائين کې هم ائين سازه اسمبلي تحليل کړی شوه" دنوموړې په وینا "بيا په ۱۹۶۲ کې فيلډ مارشل ايوب خان په خپله استعفی ورکړه او حکومت يې پرېښودو. کله چې ذوالفقار علي بهټو د حکومت واګې تر لاسه کړې نو هغه هم په ۱۹۷۷ کې اسمبلي ختمه کړه. بيا وروستو هم مونږ ګورو چې مخالفو ګوندونو ته دعدم اعتماد د تحريک چرته موقعه پېدا نه شوه په قومي ائين سازه اسمبلۍ يا صوبايي اسمبلۍ کې" سياسي څيړونکي وايي دپاکستان په سياست کې دحکومت مخالفو سياسي ګوندونو ته دا موقعه چرته په لاس نه ده ورغلې چې يو منتخب حکومت  د بې باورۍ دووټ د لارې ختم  کړي. خو د پوځي حکومتونو او د ائين د ارټېکل ۵۸ ټو بي د لارې منتخب سياسي حکومتونه چې پکې د نواز شريف او د بېنظير بهټو دواړه حکومتونه شامل دي، د دې دواړو حکومتونه ددې د لارې غورځولی شوي وو.

19.03.2022 ډیوه

مردان: پښتون شاعر او سياسي مبارز محبوب باچا په حق رسېدلی

د خېبرپښتونخوا د مردان سيمې سره تعلق لرونکی پښتون شاعر او سياسي مبارز محبوب باچا (سيد محبوب علي شاه) په حق رسېدلی دی، ارواښاد د مردان په طورو کې د صاحبزادګانو په کورنۍ کې په 1939 کې زېږېدلی او نن د خالي/ شنبې په ورځ په حق رسېدلی دی. د محبوب باچا يو ملګری شاعر او ليکوال اکبر هوتي وايي، باچا تر لسم ټولګي زده کړې کړې او بيا يې کار روزګار ته لاس اچولی، د مزدورانو د تحریک غړی جوړ شوی او سياست يې هم شورو کړی وو. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل باچا بيا د مزدور کسان پارټۍ غړی جوړ شوی او بيا په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې شامل شوی وو. هوتي وويل، باچا د ډېرو ادبي تنظيمونو غړی پاتې شوی، انقلابي شاعر وو، د نظم په مد کې د محبوب باچا لوی نوم وو او د هغه نظم (د پښتونخوا تصوير) يو امریکن او د لندن د يو سرکاري تنظيم نه اېوارډونه هم ترلاسه کړی وو. د نوموړي په وېنا باچا قام او ولس شاعري کړې او کلک مبارز پاتې شوی دی. وتلی پښتون ليکوال نور البشر نويد وايي، محبوب باچا يوه نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل باچا د ټولو پښتنو، د ټولو انسانو دپاره د خپلې مبارزې، د خپلې شاعرۍ او خپل قلم د لارې مبارزه کړې او تل د خپل نظر او نظريې سره ټينګ ولاړ پاتې شوی دی. نويد زياته کړه د باچا ژوند  د مبارزې ژوند وو او دغه مبارزه يې تراخره پورې کړې ده. شاعر فېض الوهاب فېض وايي، باچا د يو ښه شاعر سره تکړه مبارز وو، د کارخانو د مزدورانو د اتحاديو نه واخله تر مزدور کسان پارټۍ او بيا يې ټول عمر سیاسي هلې ځلې کړي دي. فېض وايي، باچا عملي مبارزه کړې او د هغه دغه مبارزه د هغه په شاعرۍ کې ښکاره ده. د پښتنو مسلې يې بيان کړي او د هغې دپاره په جدوجهد کې ټينګ ولاړ وو. د ادبي دوستانو مرکې د تېر کال د نومبر په مياشت کې په مردان پرېس کلب کې د محبوب باچا د ادبي او سیاسي خدماتو په اعتراف کې يوه غونډه هم راجوړه کړې وه.

19.03.2022 ډیوه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: طالبانو دوو ورځو کې ۱۱ خبریالان نیولي

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د طالبانو حکومت په تیرو دوو ورځو کې یوولس خبریالان او د رسنیو کار کوونکي په کابل او ځینو ولایتونو کې نیولي دي.

19.03.2022 امریکا غږ

جوبايډن او د چين صدر د اوکراين په اړه دوه ساعته اوږدې خبرې کړي

د امریکې صدر جوبايډن او د چین صدر شي ژين پينګ د جمعې په ورځ د ويډيوي لارې په اوکراين د روس د يرغل په اړه دوه ساعته اوږدې خبرې کړي دي. سپينې ماڼۍ ویلي، صدر بايډن په دغو خبرو کې د اوکراين په اړه د امریکا او اتحادیانو نظر يې د چين د صدر سره شريک کړی او صدر شي ته يې ويلي که چين د روس مرسته کوي نو هغه د کومو نتيجو سره مخ کېدی شي. سپينې ماڼۍ ویلي، دواړه مشران د رابطو پرانستو ساتلو په خبره صلاح شوي دي. د خبر ترمخه د چين خبري ادارو ویلي، صدر شي په خبرو کې د دې باور ورکولو هڅه کړې چې دغه ډول شخړې د چا په ګټه هم نه دي. رايټرز ويلي دغه خبرې نزدې د دوه ساعتونو پورې روانې وې. له دې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې وېنډي شرمن د امریکا ټيلي ويژن چېنل (اېم اېس اېن بي سي) ته ويلي د چین صدر شي ته به د روس صدر ولاديمیر پيوټن ته دا ویل وي چې هغه په اوکراين کې د خپلې خوښې پېل کړی شوې جګړه او  قتل عام بند کړي. هغې ويلي، چين ته به دا يقيني کول وي چې هغه د روس په څېر د بندېزونو سره مخ نه شي. د چین مطبوعاتو ویلي، صدر شي ویلي، د هېوادونو ترمنځ شخړه دې حد ته تلل نه دي پکار، ځکه چې شخړې د چا په ګټه هم نه وي. شي ويلي، اوکراين داسې بحران جوړ شوی کوم چې مونږ ليدل نه غواړو. له دغې وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن ويلي وو، صدر بایډن به په صدر شي دا خبره په ډاګه کوي، که چين د روس د يرغل ملاتړ کوي نو د نتيجو سره به مخ کيږي، او امریکا به په چین باندې په بندېزونو لګولو کې هیڅ وروستو والی ونه کړي. د زيارت په ورځ نوموړي ويلي وو، امریکا اندېښنه لري چې چين، روس ته د اوکراين پرضد کارېدونکې وسلې په ورکولو غور کوي، خو چین دغه خبره رد کړې ده. ويل شوي امريکا دا اندېښنه هم لري چې د لويدیځ لخوا په روس د بندېزونو لګېدو څخه بچ کولو په تړاو چين د روس مرستې کولی شي. (دا خبرد رویټرز خبري ادارې څخه اخستل شوی دی).

19.03.2022 ډیوه

خوشاله هيوادونه: فينلېنډ په 1 نمبر، پاکستان په 121 او افغانستان په اخري 146 نمبر دی، رپوټ

نړيوالې ادارې (ګېلپ ورلډ پول) په نړيواله کچه د خوشاله هېوادو د کال 2022 په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې په 146 هېوادونو کې فيلېنډ تر ټولو خوشاله او افغانستان په دغه درجه بندۍ کې تر ټولو په اخري(146) نمبر دی. ادارې ويلي، دغه درجه بندي د نظر پوښتنې يا سروی په درېو خبرو شوې چې (خلک ژوند څنګه تيروي، د دوی مثبت احساسات او منفي احساسات څه دي)؟. ويل شوي په خوشاله درجه بندۍ کې بنيادي کردار د خلکو باثباته ژوند په کومو معیارونو تيريږي. د کال 2022 په رپوټ کې ویل شوي چې د کرونا وبا د خلکو په ژوند څه مثبتې او منفي اغېزې کړي دي. د رپورټ په درجه بندۍ کې د يو تن مجموعي امدنۍ او په ټولنه کې د خلکو د رويو پشمول د ژوند ټولو برخو ته کتنه شوې او په دغه اساس دا رپوټ تيار کړی شوی دی. د ګېلپ په رپوټ کې په خوشاله هيوادونو کې په لومړي نمبر فينلېنډ، په دوېم نمبر ډنمارک په درېم نمبر ايسلېنډ او د 20 نمبرو پورې درجه بندۍ کې امریکا په 16 نمبر او برتانيه په 17 نمبر ده. د 146 ملکونو په درجه بندۍ کې پاکستان په 121 او هند په 136 نمبر دی. په ياده درجه بندۍ کې افغانستان په اخري 146 نمبر ياد کړی شوی دی. افغانستان په داسې حال کې په 146 نمبر ياد کړی شوی چې د تېر اګست په نيمايۍ کې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي او نړیوالې ادارې وايي په افغانستان کې انساني بحران رامنځته شوی دی.

19.03.2022 ډیوه

پښتونخوا کې په شپږو ورځو کې دوه نرښځي وژل شوي دي

په تېرو شپږو ورځو کې په پېښور، مردان او مانسهره کې په دریو حملو کې دوه نرښځان وژل شوي او شپږ ژوبل شوي دي. په نرښځانو باندې د پرله پسې حملو لپاره کوم علت نه دی ښودل شوی خو اکثره دا ډول وژنې د کرکې او یا د ځينو ډلو او کسانو سره د ځینو لانجو په سر کېږي. په خېبرپښتونخوا کې د نرښځیانو د اتحاديې مشر/ مشره فرزانه وايي، "نرښځي يو په دې وژل کيږي چې يو خو خلک وايي چې نرښځی دی د تپوس يې څوک نشته او بل د دوی د وژنو او تشدد پېښو ته هم دومره پاملرنه نه کيږي، دوی ته قانوني تحفظ نه دی ترلاسه". وي او اې ډیوه سره په خبرو کې فرزانې وويل، د روانې میاشتې په سر کې په بنو کې هم يو نرښځی وژل شوی وو. د نرښځي د وژنې تازه پېښه پرون د جمعې په ورځ (18 مارچ) ناوخته د خېبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې رامنځته شوې او يو نر ښځی په ډزو وژل شوی دی، له دې وړاندې د زيارت په ورځ په مردان کې په ډزو کې يو نرښځی وژل شوی او بل ژوبل شوی وو، او د اتوار په ورځ د خېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې پينځه نرښځيان په ډزو ژوبل کړی شوي وو. د پوليسو په وېنا د جمعې په ماښام د پېښور په جنګی محله کې مانو نومې نرښځی وژل شوی دی. د ځايي ميډیا ترمخه پوليسو ويلي، د مانو د خپل دوست ثناالله سره جګړه شوې او په ثناالله تور دی چې هغه پرې ډزې کړي او وژلی یې دی. پوليسو ويلي، مشکوک تن د موقعې نه تښتېدلی، د هغه پرضد مقدمه درج کړی شوې او پلټنې پېل کړی شوي دي. نیشنل کمېشن فار هيومن رايټس په خېبرپښتونخوا کې پرله پسې په نرښځيانو وژونکي بريدونه غندلي او د خېبرپښتونخوا پوليسو ته یې خط ليکلی چې د نرښځيانو تحفظ ته دې پاملرنه وکړي. عورت مارچ هم د خېبرپښتونخوا حکومت نه د تشدد د ختمولو غوښتنه کړې ده او ويلي یې دي، د ښځو د حقونو دپاره غږ پورته کوونکي، خبريالان، سياست مدار او عام خلک دې د (چاند او زمرو) د انصاف دپاره غږ پورته کړي. د زیارت په ماښام په مردان کې د نرښځيانو دېرې ته څو کسان ورغلي چې ترمنځ يې جګړه جوړه شوې او بيا يې ډزې کړې وې. د پوليسو په وېنا د ډزو په نتيجه کې يو نرښځی (چاند) وژل شوی او (زمرد) سخت ژوبل شوی وو. د مردان پوليسو يو افسر (ډي اېس پي) د جمعې په ورځ دعوه کړې چې په نرښځيانو د ډزو په تور کې يې دوه کسان نيولي دي. په 13 مارچ د خېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې پينځه نرښځيان په ډزو ژوبل کړی شوي وو. د ډاکټرانو په وېنا په ژوبل شوو نرښځيانو کې د يو د ملا تیر(سپېنل کاډ) خراب شوی او هغه معذوره شوی دی. تېره اوونۍ هم په مردان ښار کې د موسيقۍپه يو پروګرام کې په يو نرښځي ډزې شوې وې او د هغې وروسته بيا په ښار دننه نرښځيانو احتجاج کړی او د حکومت نه یې د تحفظ غوښتنه کړې وه. د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، تراوسه پورې چې څومره نرښځيان وژل شوي يا ژوبل کړی شوي دي، پوليسو پکې ککړ کسان نيولي دي خو هغوی ته سزاګانې نه دي ورکړی شوي. د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمرنسيم وايي، په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نرښځیانو پرضد د تشدد پېښې زياتې شوي دي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه ویلي، دوی ګڼي چې د نرښځيانو په قضيو کې ډېره پاملرنه نه کيږي ځکه زياتره ککړ کسان د عدالتونو نه خوشي شي او د سزاګانو نه بچ شي. قمر نسيم زياته کړه درې کاله وړاندې نرښځيانو ته د تحفظ ورکولو او په هغوی د تشدد د مخنيوي دپاره د خېبرپښتونخوا پوليس لخوا يوه ځانګړې کميټي جوړه کړی شوې وه خو د هغې څه مثبته نتيجې مخې ته نه دي راغلي. خو د يادې کمېټۍ يو غړي چې نوم يې نه څرګندول غوښته ويلي دي، دوی د نرښځيانو پرضد د تشدد د پېښو پلټنې کوي او هڅه يې ده چې د نرښځيانو پرضد د تشدد د پېښو مخنيوي وکړي. د نرښځيانود اتحاديې (ټرانسجنډر الاينس پاکستان) ترمخه په خېبرپښتونخوا کې د کال 2015م راهسې تراوسه پورې په صوبه کې د 90 نه زيات نرښځيان وژل شوي او په 150 باندې مختلف ډول تشدد شوی دی. (په دې خبر کې ځينې مالومات د ډيوه خبريالانو رياض حسېن او احسان محمد خان شريک کړي دي).

19.03.2022 ډیوه

ولې د اسټرالیا او پاکستان تر منځ د کرکټ لوبې د راولپنډۍ پر ځای لاهور کې کیږي؟

پداسې حال کې چې ټاکل شوې وه د اسټرالیا او کوربه هیواد پاکستان د کرکټ د لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو نړیوالو لوبو او شلو شلو اورونو لړۍ په راولپنډۍ کې شوې وی خو پاکستاني چارواکي وایي د سیاسي دلایلو په خاطر به دا لوبې په لاهور کې کیږي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد پدې هلکه په خبري کنفرانس کې وویل، " په پایتخت کې د سیاسي فعالیتونو له کبله دا لوبې لاهور ته لیږدلو کیږي". د اسټرالیا لوبډله د شاوخوا ۲۴ کالونو وروسته د لومړي ځل لپاره پاکستان ته د ټیسټ، یو ورځینو نړیوالو او شلو شلو اورونو د لوبو لپاره دې هیواد تللې. پداسې حال کې چې میلمه لوبډله لوبډله تر اوسه په پاکستان کې د کوم امنیتي ګواښ سره نده مخ شوې خو په پایتخت اسلام آباد کې د حکومت په طرفدارۍ او ضد مظاهرو له کبله به د دواړو لوبډلو تر منځ پاتې لوبې د پنډۍ پر ځای په لاهور کې وشي.   په پاکستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا په لوبډلې د برید څخه وروسته نړیوالې لوبډلې دې هیواد ته د لوبو لپاره نه ورتلې خو په ۲۰۱۵ کال راپدیخوا یو شمیر لوبډلو د امنیتي ستونزو سره سره پاکستان ته د لوبو کولو لپاره زړه ښه کړی. د پاکستان په کوربه توب ډیری لوبې په عربي متحده اماراتو کې کیدلې. د اسټرالیا لوبډلې پداسې حال کې پاکستان ته د لوبو کولو لپاره زړه ښه کړی چې تر دې مخکې د نیوزلینډ او انګلستان لوبډلو پاکستان ته د امنیتي دلایلو په خاطر د لوبو لړۍ لغوه کړلې.  

19.03.2022 امریکا غږ

آیا د پاکستان صدراعظم به د ملي اسامبلې څخه د باور رایه تر لاسه کړی شي؟

د پاکستان صدراعظم عمران خان پداسې حال کې د واک ساتلو لپاره هلې ځلې کوي چې له یوې خوا د عدم اعتماد د رایه ګیرۍ سره مخ دی او په عین وخت کې د هغه د واکمن تحریک انصاف ګوند د لسو څخه ډیرو وکیلانو د سیاسي مخالفینو سره لاس یو کړی.

19.03.2022 امریکا غږ

چین ته د امریکا خبردرای: د روسیې ملاتړ مکوئ

د متحده ایالاتو جمهور رئیس خپل چینایي سیال سره په خبرو کې خبرداری ورکړ چې د روسیې سره دې په اوکراین کې د جګړې لپاره مادي مرستې نکوي.

19.03.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: په اوکراین کې د جګړې له کبله افغانستان کې د خوراکي موادو او تیلو بیې لوړې شوې

د ملګرو ملتونو د خوراک د نړیوال پروګرام (WFP) چارواکي خبرداری ورکوي چې په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله په افغانستان کې د خوراکي موادو او تیلو بیې لوړې شوې او ښایې نورې هم لوړې شې.

19.03.2022 امریکا غږ

تر ۲۰۱۱ کال راهیسې عربي هیواد ته د سوریې د جمهور رئیس لومړی سفر

د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد د جمعې په ورځ مارچ ۱۸ (کب۲۷) د عربي متحده اماراتو د ابو ظبي د ولیعهد شیخ محمد بن زاید النهیان سره وکتل.

18.03.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more