ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


مفتاح: د ايي اېم اېف نه به ولس ته کومه اساني نه وي، ترخه ګولۍ به خوړل وي

د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل منلې چې د نړيوالې مالياتي ادارې (ايي اېم اېف) سره د ليدنو وروسته هغه خپل ولس ته کوم راحت يا ريليف نه وړي، او ايي اېم اېف ته د تګ مطلب هم دا دی چې ولس ته ريليف نه شې ورکول کېدی. اسماعيل ويلي ولس ته به ترخه ګولۍ خوړل وي او د هغې وروسته به حالات ښه کيږي او معيشيت به په خپلو ودريږي. وي او اې سره په ځانګړې مرکه کې نوموړي ويلي، واشنګټن ته د دې دپاره تللی چې د ايي اېم اېف سره ودرېدلی پروګرام بحال کړي، هغه منلې چې په پټرولو د سبسډۍ د حکومت لخوا په بيعو کې د اسانتيا ختمولو په شرط به عمل کولی شي. هغه زیاته کړې دا وخت پاکستان په پټرولو 21 روپۍ او په ډيزلو 51.52ورپۍ سبسډي يا اسانتيا ورکوي، مطلب دغه پېسې حکومت ورکوي، او د تيلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) ترمخه راتلونکې مياشت به دا سېوا کولی شي. د خزانې وزیر ويلي، په پټرولو نزدې 96 اربه روپۍ سبسډي ورکول کيږي، او دا پېسې د پاکستان د حکومت چلولو د خرڅې نزدې په دوه هومره دي، او دومره سبسډي د پاکستان غوندې غريب ملک د وس خبره نه ده.   خو هغه ویلي،دا چې غريب خلک د پټرولو د بيعو لوړولو د اغېزو بچ کړی شي د دې دپاره منصوبه جوړولی شي. د نوموړي په وېنا د ايي اې اېف د سټاف په کچه ليده کاته به د نهې/ سه شنبې په ورځ پېل شي او له دې وړاندې ايي اېم اېف ته اړين مواد/ ضروري ډېټا ورکړی شوې ده. هغه ويلي د ايي اېم اېف پلاوی به د مې په میاشت کې د پاکستان سفر کوي، چرته چې به د پروګرام د بحالۍ په معاهدو يا تړون لاسليک کولی شي، او د پاکستان ودرول شوي فنډونه به جاري کړل شي. مفتاح اسماعيل ويلي، ايي اېم اېف په خبرو کې د موجوده حکومت د مودې سوال راپورته کړی، او هغه ورته په ځواب کې ویلي، چې د درېو کالو پروګرام دې يو بل کال ته وغځوي، او دغې ته مثبت غبرګون ویل شوی دی. د نوموړي په وېنا پاکستان که نور يو کال د ايي اېم اېف په پروګرام کې پاتې کیږي، نو نزدې دوه اربه ډالره به ورته اضافي ترلاسه شي، دغه رنګ د درې اربه ډالرو په درې کلن پروګرام کې به نور دوه اربه ډالره، او ټول پينځه اربه ډالره به په راتلونکي کال کې پاکستان ته ترلاسه شي چې لومړی قسط به يې 900 ملينه ډالره وي.

25.04.2022 ډیوه

امریکایي دپلوماتان بیرته اوکراین ته ستنیږي

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو دپلوماتان په همدې روانې اوونۍ کې لومړی د اوکراین لویدیځ ښار لفیف او بالاخره پایتخت کیف ته بیرته ستانه شي.

25.04.2022 امریکا غږ

خیریه ډلې: د سودان د دارفور په سیمه کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي

یوه خیریه ډله وایي د سودان د دارفور په سیمه کې یکشنبه اپریل ۲۴ وري ۴ د دوو قبیلو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۶۸ کسان وژل شوي.

25.04.2022 امریکا غږ

شمالي وزيرستان کې د تاوان او بنو کې د انصاف غوښتو دپاره پرلتونه روان دي

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ لخوا په ضرب عضب عملیاتو کې د وران شوو دکانونو مالکان او دوکاندارانو احتجاجي پرلت پیل کړی او وايي چې د اعلان سر سم حکومت دوی ته د شوي تاوان پیسې نه ورکوي او د ځنډ نه کار اخلي. بل لور ته په بنو ضلع کې د افغانستان په خوست ولایت کې شوي  د پاکستاني جیټ الوتکو هوایي برید پرضد د مداخېل قبیلې خلکو احتجاجي پرلت نن په اتمه ورځ هم دوام لري او وايي بمبارۍ کې په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کډوال وژل شوي دي. په شمالي وزیرستان کې د دوکانونو مالکان او دوکانداران په میرانشاه سیمه کې د ایف سي کیمپ مخې ته په احتجاجي پرلت ناست دي چرته کې چې د انتظامیه دفترونه دي. دوی وایي ضرب عضب عملیاتو کې د دوی په اربونو روپې تاوان شوی او حکومت د دوی تاوان منلی هم دې خو دوی ته نه ورکړل کیږی او د هیلو بهانو نه کار اخلي. د صوبې اوسني حکومت 2020 کې احتجاجي پرلتونو وروسته د دوی تاوان منلې وو او د خېبرپښتونخوا صوبې هغه وخت حکومتي ویاند اجمل وزير په خبري غونډه کې ويلي وو چې د شمالي وزيرستان هغه ځمکې چې ورانې شوي او بيا پرې سرکاري ودانۍ جوړې شوي د هغه ځای د يوې مرلې تاوان به 15لکه روپۍ او د غورځول شوو دوکانونو د يوې ودانۍ تاوان به درې لکه روپۍ ورکولی شي او دا پېسې صوبايي حکومت منظورې کړي دي. د دوکاندارانو د کمېټۍ یو غړی خلیل وزیر وایي د سختنو احتجاجونو وروسته د دوي د تاوان منل شوی خو د دوه کاله ځنډ وروسته لا دا د تاوان پیسې نه دي ورکړل شوې. هغه وویل د تاوان پیسې ورکولو د پاره لومړی د ضلعې حکومت په خپله دوه ځله جي ایي ټي جوړه کړې. بیا د صوبې ستر عدالت پیښور هایې کورټ انتظامیه ته امر کړی چې دوی ته دې چیکونه ورکړل شي. هغه وویل انتظامیې لخوا دوی هر ورځ نوې نېټه ورکړل کیږي  او تر اوسه دا چیکونه په دوی کې نه دي ویشل شوي. د هغه په وینا د علاقې تجار انتهايي ځپل شوي او مجبور شوي چې بیا یې احتجاجي پرلت پیل کړې. احتجاج کوونکي بيا دا ګيله هم کوي چې د ميرعلي نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی اقبال وزير چې د واکمنه تحریک انصاف ګوند سره یې تعلق هم دی او اوس ورسره د امداد او بيا ودانۍ وزارت هم دی هغه هم د سيمې د خلکو په مشکلاتو غلی پاتې دی. وایس اف امریکا ډیوه اقبال وزیر او د انتظامیه مشر شاهد علي خان سره د واټس ایپ د لارې رابطه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو. د ضلعې مشر مرستیال کمیشنر دفتر چارواکو تاید کړه چې دوکاندارنو د مرستو چیکونه ترلاسه کړي خو دا د یو عمل نه تیریږي هغه وخت اخلي او چې کله دا عمل سر ته ورسي شي بیا به یې ځپل شوي کسانو کې تقسیم کړي بل لور ته په بنو ضلع کې په افغانستان خوست ولایت کې شوي  د پاکستاني جیټ الوتکو هوایي برید پرضد د مداخېل قبیلې خلکو احتجاجي پرلت نن په اتمه ورځ هم دوام لري او وايي بمبارۍ کې په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال وژل شوي. د احتجاج کونکو په وینا دوی سره تر اوسه د دوی غوښتو متلو د پاره رابطه نه ده کړې. دغه احتجاجي د روژه ماتي ورسته د بنو پریس کلب مخې تر پیشمني ناست وي او دوی د پیښې پلټنو سره د وژل شوو کسانو ته انصاف او د کډوالو د واپسې غوښتنې کوي. د پرلت مشر ګل علم وزیر وویل دا کسان د ضرب عضب عملیاتو په پایله کې کډوال شوي وو. هغه وایي حکومت دعوه کوي چې د دوی سیمې د هر قسمه ناامنۍ نه پاکې کړې شوې خو دوی د اتو کالو نه بې کوره دي چې خپلو سیمو نه لرې په کیمپونو کرایه په کورونو او خیمو کې د کډوالې ژوند په تیرولو محبور دي هغه وویل که حکومت د امنیت دا دعوې سمې وي بیا دې دا ټول کډوال بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي. هغه دا هم وویل په هوایي بمبارۍ کې وژل شوي کسان  په افغانستان کې میشت د شمالي وزیرستان کډوال دي او دوی غوښتنه کوي چې د دغه پیښې دې پلټنې وشي. د مداخېلو د احتحاجي پرلت قامي کمیټي یوه غاړي  زکیم مداخېل وویل دوی سره تر اوسه حکومتي چارواکو په دې اړه هیڅ رابطه نه ده کړې  هغه زياته کړه دا پرلت به تر هغه روان وي چې غوښتنې منل شوې نه وي. د اپریل په 16 ويل شوي، د شمالي وزیرستان سره په پوله د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کې د پاکستان جیټ الوتکو بمبار کړی وو. افغان طالبانو سمدستي دا تور په پاکستان پورې کړی وو او ویلي وو 47 کسان پکې وژل شوي چې زیاتر شځې او ماشومان دي او 22 نور ژوبل شوي دي. پاکستان تر دې مهاله د دغه پیښې تاید یا تردید نه دی کړی. خو افغان طالبانو د تور په بله ورځ د خارجه چارو دفتر جاري کړي بیان کې وویلي وو د افغانستان د خاورې نه په پاکستاني عسکرو بریدونه کیږي او د دغه بریدونو مخنوي د پاره یې افغان حکومت هم خبری اخواه ته په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل تیره ورځ یې د مداخېل قبیلې مشرانو سره په خپل دفتر کې ليدلي او هغوی ته ویلي  احتجاج دې ختم کړي د خبرو د لارې به د دوی ستونزې هواري کړو . هغه وویل مشرانو بیا دوی ته څه ځواب نه دې کړی او بیا د وزیرو جرګې د لارې هڅه کوي چې دې احتجاج کونکو سره رابطه وکړي.

25.04.2022 ډیوه

د امریکا جمهور رئیس اسرائیل ته د ورتګ بلنه ومنله

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د اسرائیل د صدراعظم نفتالي بینیت سره یکشنبه اپریل ۲۴ (غوایي۴) په ټیلیفون کې خبرې کړي. ښاغلي بایډن پدې خبرو کې د ښاغلي بینیت بلنه ومنله او په راتلونکو میاشتو کې به اسرائیل ته ولاړ شي.

25.04.2022 امریکا غږ

په پاکستان کې هابریډ رژیم لا په مکمله توګه ختم نه دی، جرنیل شاهي لا ژوندۍ ده: ساتھ

په جنوبي ایشا کې د ترهګرۍ خلاف او د بشري حقونو ملګری تنظیم ساتھ وايي که څه هم د عمران خان د حکومت په شکل کې یو “هایبریډ رژیم” ختم شو خو “جرنېل شاهي” لا ختمه نده او تر څو ټولې ادارې په خپلو چوکاټونو کې کار ته پرې نه ښودل شي هیواد پرمختګ نشي کولې. د اپرېل په 24 مه د “ساتھ 2022” ان لاین یا ورچول غونډه کې د نېشنل ډیموکرېټک ګوند چیرمېن او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ، په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسېن حقاني، د صدر اصف زرداري پخواني ویاند او سنیټر فرحت الله بابر، پخواني سنیټر افراسیاب خټک، وتلي قانون دان او سیاست دان لطیف افريدي، لیکوالې فرح ناز اصفهاني، خبریالې ګل بخاري، خبریال کیا بلوڅ ،لیکوال او څېړونکي رفیع الله کاکړ او نورو وېناګانې کولې. حسین حقاني د غونډې د اخرني ویناوال په توګه وویل ساتھ ګڼي  چې پاکستان د یو ګېرېژن (پوځي) ریاست په توګه تل نشي پاتېکېدلې: “که د یو قام یواځې پوځي څانګه طاقتوره وي، او په هر کار کې مداخلت کوي نو هغه قام پرمختګ نشي کیدلې”  د ښاغلي حقاني په خیال د هیواد سیاسي ګوندونه او ايئن هم باید مظبوط شي. هغه وویل په پاکستان کې تل په سیاست کې د مذهب استعمال، د تمامو قامونو یو شان حقونه، نه تسلیمول، د انساني حقونو سرغړونې، د ګاونډیو هیوادونو سره ښه اړېکې نه لرل، او د هیواد وجود د یو ځانګړې مذهبي نظرېې لاندې ساتل هغه علتونه دي چې تل یې ستونزې زېږولې دي: “د ریاست مقصد د اولس خوشالي او د اقتصاد مضبوطول پکار دي” د ساتھ دا غونډه په داسې حال کې کیدله چې روانه میاشت د عمران خان حکومت د بې باورۍ د تحریک د لارې ختم شوی او د هغه د مخالفو ګوندونو اتحاد حکومت د مسلم لیګ نون ګوند د شهباز شریف په مشرۍ کې جوړ شوی. د نوي حکومت اتحادي او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د ساتھ غونډې ته پخپل وار وویل چې نوی حکومت جوړ شو خو د سترو چېلنجونو سره مخ دی. د ښاغلي داوړ په خیال:  “ د هیواد معیشیت د تباهۍ په ژۍ ولاړ دی” ښاغلي داوړ دا هم وویل چې د عمران خان هایبریډ واکمني ختمه شوې خو لا سیاسي میدان د سیاسیانو په خوښه نه دی، هغه وویل: “ وس د سیاستدانانو سره د غلطۍ ګنجایش پاتې نه دی” فرحت الله بابر د ساتھ غونډې ته وویل دا وخت په پاکستان کې د امن حال ګډ وډ دی. هغه نوم وانخستلو خو پوځ ته یې په اشاره کې وویل چې د پوځي مشرانو تر منځه اختلافونه موجود دي: “د ادارې تر منځه د طاقت کشمکش روان دی” په پاکستان کې ځیني رسنۍ وايي چې د پوځ ځیني مشران د عمران خان د واکمنۍ په ختمیدلو ناخوښه وو، البته د پوځ ویاند جنرل بابر افتخار په خپل یو ورستي بیان کې ویلي پوځ د خپل مشر جنرل قمر جاوید باجوه په مشرۍ کې یو موټی دی. افراسیاب خټک هم په خپلو کې خبرو دغې پلو ته اشاره وکړله، هغه وویل د “جنرل شاهۍ” په سیاست کې لاسوهنه وس خلکو ته په ډاګه ده: “دا ده جرنېل شاهۍ د اقتدار جګړه ده” هغه وویل چې په کال 2014 کې جنرل شاهۍ د عمران خان ملګرتیا شروع کړله او په 2018 کې یې هغه واک ته ورسولو: “خو وس په ساسي میدان کې دويي پټ نشي پاتېکېدلې” د ساتھ زیاترو ویناوالو په کړکېچ ځپلې صوبه بلوچستان کې د ناارمۍ سبب پوځي مدخلت وګرځولو، د وېنا والو په خیال په بلوچستان کې د ناارمۍ حل پوځي نه بلکې سیاسي پکار دی، د رفیع الله کاکړ په خیال د پاکستان مشرانو کله هم د بلوچستان مسلې ته د ځايي اولس له نظره نه دي کتلي. وینا والو په ان لاین غونډه کې په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو نه پرته په پخوانۍ فاټا او ګلګت بلتستان کې اولسي ستونزو په سرهم د فکر مندۍ څرګنودنې وکړې. نزدې تر درې ساعتو په ان لاین بڼه ددې غونډې کوربه ډاکټر تقي وویل چې ساتھ تنظیم په کال 2016 کې هغه وخت جوړ شوی و چې په پاکستان کې دننه د خلکو اوازونه خاموشه کول شورو شو او دويي غوښتل چې دغو غږونو ته ځای ورکړي. د ساتھ ددې غونډه بله شریکه کوربنه د بشري حقونو مبارزه ګلالۍ اسماعیل وه.

25.04.2022 ډیوه

آی اېم اېف: مونږ او پاکستان په دې خبره راضي شوو چې د ځینو رعایتونو د بېرته اخېستو دپاره ګړندي ګامونه ضرور دي

واشنګټن - د نړېوالې مالیاتي ادارې (آی اېم اېف) چارواکو د پاکستان د نوي حکومت له چارواکو سره په واشنګټن کې لیدلي او ویل کیږي په دې خبره یې سلا کړې ده چې د ځینو سبسېډیو (په لږو بیعو د موادو د ورکړې آسانتیاوو یا رعایتونو) د بېرته اخېستو په اړه د "ګړندي ګامونو اخېستلو" ته ضرورت دی. په واشنګټن کې د آی اېم اېف دفتر په دې هکله یو بیان کې ویلي چې د پاکستان د خزانې نوي وزیر مفتاح اسماعیل سره یې "ډېر ګټور ملاقاتونه" کړي دي. په بیان کې راغلي دي: "مونږه (آی اېم اېف او پاکستان) په دې رضا شوي يو چې هغه سبسېډۍ یا اسانتیاوې (يا په لږو بیعو د ورکړې اسانتیاوې) چې پیسې ورته نشته او د اوومې ارزونې د پوره کېدو دپاره د پالیسو په سر مذاکرات یې ځنډولي و، د هغو سبسېډیو د بېرته اخستلو لپاره ګړندي ګام اخېستلو ته اړتیا ده. که چېرته په پاکستان کې حکومت دغه سبسېډۍ/رعایتونه یا د لږو بیعو آسانتیاوې ختمې کړي، دا په دې معنا ده چې په ملک کې به د تېلو، بجلۍ او ځینو خوراکي موادو بیعې به نورې هم بره ولاړې شي. خو د اقتصاد د ماهرینو په وینا، په داسې وخت کې د آی اېم اېف سره کار کول او ورنه پور اخېستل، د پاکستان د اقتصاد بحاله کولو دپاره ضروري ګڼل کیږي. د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي و  چې د حکومت لومړیتوبونه یې دوه دي: یو دا چې د آی اېم اېف پروګرام سره بېرته په لاره ولاړ شي، او بل دا چې پاکستان د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست نه وباسي.  د وزیراعظم شهباز شریف د مشرۍ لاندې نوي حکومت کې د خزانې دفتر داسې څرګنده کړې چې ګني تر اوسه په دې هکله کومه فیصله نده شوې بلکې په دې مسئلو خبرې کېدلی شي. د پاکستان د خزانې محکمې د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د آی اېم اېف یا نړېوالې مالیاتي ادارې یو هیئت به په راتلونکې مئی میاشت کې د پاکستان سفر وکړي او هله به په پټرولو او بجلۍ باندې د حکومتي سبسېډیو یا مالي آسانتیاوو د مسئلو په اړه مذاکرات وکړي. د خزانې وزیر مفتاح اسماعيل په واشنګټن کې د آی اېم اېف له چارواکو سره د خپلو ملاقاتونو وروستو په ټويټر، د آی اېم اېف له منتظمینو او کارکنانو نه په دې مننه وکړه چې "د پاکستان دپاره د مالي اړخه ذمه وارانه اقتصادي ترقیاتي حکمت عملي په بحاله کولو کې همکاري" کړې ده. تر دې وړاندې، د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل ویلي و چې حکومت به تیلو بیعې لوړي کړي چې دا شان د نړیوالې مالیاتي ادارې ای اېم اېف سره تړل شوی د شپږو اربو ډالرو د پور پروګرام بحال کړي. په تېر حکومت کې د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د پور پروګرام په دې وجه د ځنډ ښکار شوی و چې پخواني وزیر اعظم عمران خان د شپږو میاشتو د پاره د تیلو او بجلۍ بیعې په ځای ودرولې وې. اقتصادي کارپوه وکیل رحمان وي او اې ډیوه ته ویلي چې د مالیاتي ادارې ای اېم اېف وړاندې هم دا شرطونه وؤ او اوس هم غواړي چې د هدفي رعایتونو په ګډون حکومت ټول رعایتونه ختم کړي. هغه وایي پاکستان وړاندې مالیاتي ادارې سره لوظ کړی ؤ خو بیا یې رعایتونه ورکړي وؤ او که حکومت دغه رعایتونه ختموي نو د تیلو په بیعو کې به هم اضافه کیږي او دې سره به ګراني هرو مرو راځي. "د تیلو قیمتونه چې دوه روپۍ سېوا شي نو غټ اثر پرېباسي نو اوس خو 50 روپۍ فرق دی په نړیوال او د پاکستان مارکیټ کې او بیا که نیم هم قیمتونه زیات شي نو د ګاډو، کاروبارونو اؤ خوارکي خرڅونه به زیات شي او ګراني به راشي" د پاکستان د خزاني وزیر مفتاح اسماعیل وایي: "مالیاتې اداره آی اېم اېف غواړي چې په تیلو رعایتونه ختم کړو او زه د هغوئ سره متفق یم ځکه چې مونږ په تیلو نور رعایتونه نه شو زغملی او غواړو چې دا راکم کړو." د اقتصادي خبرونو امریکایي اداره بلوم برګ په خپل رپوړټ کې وایي د اقتصادي ستونزو له امله په پاکستان کې د بجلۍ پیداوار کم شوی او پاکستان نه شي کولی چې د توانایۍ د کمي له امله دبجلې پیداواري ادارې فعاله وساتي. بلوم برګ وایي په تیرو 9 میاشتو کې د پاکستان د توانایۍ لګښتونه یو په دوه شوي او 15 اربو ډالرو ته زیات شوي دي. څیړنې وایي د پاکستان د درامداتو 20 فیصدي برخه په توانایۍ اډاڼه لري او په نړیوال مارکیټ کې دتیلو د زیاتو بیعو له امله هم تجارتي خساره زیاتیږي.

25.04.2022 ډیوه

مکرون د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې - د رایو وړاندوینه

د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د ټاکنو د وروستیو شیبو د وړاندوینې له مخې د فرانسې اوسنی ولسمشر ایمانویل مکرون خپلې سیالې مارین لوپن ته ماتې ورکړې ده.   د فرانسې د ټلویزیوني شبکو د رپوټونو له مخې د رایو په مرکزونو کې د رایو د عادي شمیرولو په بنسټ ویل شوي چې ښاغلی مکرون به ۵۷،۶ سلنه رایې وګټي او مېرمن لوپن به ۴۱،۸ سلنه رایې ترلاسه کړي.   د فرانسې د جمهوري ریاست ټاکنې وروسته له هغې دویم پړاو ته لاړې چې په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند تر ۵۰ سلنې زیاتې رایې ونه ګټلې، هغه نصاب چې د ټاکنو د ګټلو لپاره اړین دی.   په لومړي پړاو کې، چې د اپریل په ۱۰ نیټه ترسره شو، ۱۲ کاندیدانو د ولسمشرۍ لپاره سیالي وکړه، چې په پای کې ایمانویل مکرون د ۲۷.۸۵ فیصدو او مارین لوپن ۲۳.۱ فیصد رایو په ګټلو سره دوهم پړاو سیالیو ته مخه کړه.   ایمانویل مکرون د ۲۰۱۷ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې مارین لوپن ته په ۶۶ سلنه رایو سره ماتې ورکړې وه.   په فرانسه کې، د میرمن لوپن په څیر هیڅ بل ښي اړخه کاندید هیڅکله هم د واک ترلاسه کولو ته دومره نه و نږدې شوی.   د اغلې لوپن بریا، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د تودو اړیکو په لرلو تورنه ده، ښايي نړۍ حیرانه کړې وای.   ټاکل شوې ده چې د فرانسې د انتخاباتو د دوهم پړاو رسمي نتیجې نن نیمه شپه اعلان شي.   پدې بریالیتوب سره به په دوو وروستیو لسیزو کې ایمانویل مکرون له ژاک شیراک وروسته د فرانسې لومړی ولسمشر وي چې د دویمې دورې لپاره ټاکل کیږي.

24.04.2022 امریکا غږ

د مشرقي یوکراېن په لکاشيفکا کلي  کې عيسايانو د چرچ نه بغېر ايسټر اولمانځلو

واشنګټن - د يوکراېن په لکاشيفکا کلي کې د تور کاڼي او خښتې جوړه ګرجه يا چرچ اوس د روس پوځونه د وسلې د ګودام په توګه کاروي.‌ د دغه کلي خلک وايي، يوکراېني پوځونو هم په دغه چرچ بمباري کړې چې روسي پوځونه ترې اوباسي. د اوکراین په شمال کې په دغه  کلي کې مېشت عيسايي‌ وګړو د اتوار په ورځ‌ خپل کليز اختر، ايسټر اونه لماځلو، ځکه چې د دغه کلي يواځنی چرچ د روس پوځيانو نيولی دی.  د چرچ زرینو ګنبدونو کې يو ګنبد ته هم په بمبارۍ کې زیان رسېدلی دی. د دغه کلي اويا کلنه ويکټوريا وايي، "دا ډېره د افسوس خبره ده". ځايي خلک وايي د لکاشيفکا دغه چرچ ډېر زوړ دی چې په دويم جنګ عظيم کې هم بچ پاتې شوی او د شوروي اتحاد په زمانه کې هم د هغه وخت د حکومت نه بچ شوی چا چې په مذهبونو سخت بنديزونه لګولي وو. د دې ځای خلک اندېښمن دي چې اوس به د دغې چرچ په بيا رغونه ډېره زمانه لګي چې خپل پخواني حالت ته راوستل شي، ځکه چې  په بمبارۍ کې ورته لوی زيان رسېدلی دی. د جنګ د لاسه د دغه سيمې خلک د ګېس نه هم بې برخې دي ځکه دوی په ايسټر کې خصوصي ډوډۍ هم نه ده پخه کړې. دغلته يو پوځي پادري چې په خلکو کې ډوډۍ او د باېبل دعاګانې ويشي، وايي "څنګه چې عيسی بیا بيا راوچت شوی و هم دغسې به يوکراېن هم بيا راوچت شي." دغه پادري په ځايي‌ خلکو غږ اوکړو چې په ماريپول ښار کې په  جنګ کې ښکېل يوکريني پوځيانو له دې د بريا دعاګانې اوکړي چرته چې روس د جمعې په ورځ درنې بمبارۍ کړې وې.

24.04.2022 ډیوه

کرزی: د نجونو د ښوونځیو بندولو تصمیم نه منو

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د بي بي سي له انګلیسي څانګې سره په یوې تازه مرکې کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو په اړه ویلی دي «دا هغه څه دي چې موږ یې نغواړو. موږ غواړو چې دا [د طالبانو دا پرېکړه] بدله شي. موږ غواړو چې افغانې نجونې ښوونځیو ته ولاړې شي». 

24.04.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

24.04.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو د ماریوپول د تخلیې لپاره د جګړې درولو غږ کړی 

د اوکراین د کړکیچ لپاره د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي امین اواد د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوایي پنځمه) په ماریوپول کې د جګړې د سمدستي بندیدو غږ وکړ چې له دغه جګړه ځلي ښار څخه ملکي وګړي تخلیه شي.

24.04.2022 امریکا غږ

پاکستان ته دمولوي یعقوب خبرداری:تهدید ته څوک نه پرېږدو،ښه په مړانه به ځواب ورکوؤ

"دنیا هم راسره په مقابله کې ده اؤ د ډيرو نزدې خلکو ،همسایه ګانو څخه هم رنځ اؤ مشکل وینو چې ښکاره مثال یې څو ورځې وړاندې په کونړ کې زموږ پرخاوره ددوئ تجاوز ؤ" دا خبرې دافغانستان دطالبانو دحکومت ددفاع د وزیر مولوي محمد یعقوب دي چې دیکشنبې په ورځ یې دخپل پلار اؤ دطالبانو دپخواني مشر (چې هغوئ یې امیرالمومنین بولي) ملامحمد عمر مجاهد دتلین په اړه کابل کې راجوړې شوې غونډې ته پخپله وینا کې کړې دي. ددفاع وزیر مولوي محمد یعقوب  خپله وینا کې ګاونډي هیواد پاکستان ته په څرګنده اشاره وکړه چې دافغانستان په خاوره یې تجاوز کړی اؤ دافغانستان دمشکلاتو ذمه وار یې له نوم اخستو پرته پاکستان وګرځولو. د روانې اپریل میاشتې په پینځلسمه نیټه پاکستان د ډرون الوتکو دلارې دافغانستان په خوست اؤ کونړ کې بریدونه کړي وؤ چې دافغان چارواکو په وینا دښځو اؤ ماشومانو په ګډون پکې ۴۷کسان وژل شوي وؤ. دطالبانوحکومت  په دغه برید کابل کې دپاکستان سفیر اخظار کړی ؤ خو دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر بیا افغانستان نه دپاکستان په امنیتي سرتیرو په کیدونکو بریدونو اندېښنه ښودلې وه اؤ په افغان حکومت یې غږ کړی ؤ چې دخپلې خاورې دپاکستان پرضد دکارول کیدو مخه ونیسي. مولوي محمد یعقوب وایي افغانستان اوس هم دډيرو زیاتو مشکلاتو سره مخ دی اؤ "په هره کچه چیلنجونه مونږ ته متوجې دي" هغه پخپله وینا کې دپاکستان نوم وانه خستو خو په کونړ شوي بریدونه یې دخپل هیواد پرضد تیری وبللو اؤ وئ ویل "دنیا هم راسره په مقابله کې ده اؤ دنزدې همسایه ګانو رنځ اؤ مشکل وینو" هغه وویل مونږ چې څنګه دهیواد په ساتلو کې دروند مسولیت لرو همداسې دخپلو وګړو په ساتلو کې هم دروند مسولیت لرو. هغه دافغانستان په خاوره شوؤ بریدونو په یادونې سره وویل "مونږ چې داپېښه برداشت کړې ده نو دملي مصالحو په وجه مو برداشت کړې ده خو کیدای شي بل وخت دا برداشت ونه لرو" هغه وویل په دې وروستیو کې چې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې دجوماتونو دننه اؤ نورو مقاماتو کې کومې دتروریستۍ پېښې شوي دي "مونږ دافغانستان اؤ مسلمانانو دښمنانو ته وایو چې په دغسې بزدلانه اعمالو خپل هدف ته نه شئ رسیدلی" هغه وویل دطالبانو کوم څوک دې ته نه پریږدي چې دافغانستان دننه امنیت ګډوډ کړي اؤ یا له بهر څخه تهدیدونه راولاړ کړي. دنوموړي وینا وه "هرچاته به جواب ښه په مړانه ورکوؤ اؤ هیڅ وارخطایي هم نه لرو" تر دې وړاندې هم په افغانستان کې واکمنو طالبانو په خوست اؤ کونړ دپاکستان له لوري شوي بریدونه په سختو ټکو کې غندلي وؤ اؤ دطالبانو دحکومت  وياند ذبیح الله مجاهد په ټويټر ويلي وؤ په پاکستاني لوري غږ کوي چې په داسې مسايلو کې د افغانانو حوصلې ونه ازمايي او بيا دغه راز تېروتنه ونه کړي ګنې بدې نتيجې به يې ولري. د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند عاصم افتخار ويلي وؤ ، پاکستان څو، څو ځل افغان دولت نه غوښتي چې د سرحدي سیمو خوندیتوب ته پام وګرځوي خو د هغې باوجود ترهګر د افغانستان خاوره د پاکستان دننه د ترهګریزو پېښو لپاره کاروي. پاکستان وړاندې هم دغه رنګ تورونه لګولي، خو په افغانستان کې د طالبانو اوسني حکومت او له دې وړاندې حکومتونو هم د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي، بلکې افغانستان او امریکا به په پاکستان داسې تورونه لګول چې پاکستان هغو وسله والو ته پناه ورکړې څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي، خو پاکستان او افغانستان تل دغه تورونه رد کړي دي په کابل کې مېشت د پوهنتون استاز او د سياسي چارو څېړونکی پروفېسر عبدالناصر شفيق وي او اې ډيوه ته ویلي دپاکستان اؤ افغانستان د پولې دواړو خواؤ  ته د وسله والو مخنيوي لپاره بايد دواړه هېوادونه په ګډه کار وکړي. نوموړي زياته کړې ده بايد د افغانستان موجوده حکومت او د پاکستان حکومت يو بل ته داسې مشورې ورکړي چې په يو بل یې باور سیوا شي او بيا د باور په نتيجه کې يو مشترک کمېشن جوړ کړي چې د يو هېواد نه بل هېواد ته وسله وال وانه وړي.  

24.04.2022 ډیوه

د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې په استرالیا کې لوبه وکړه 

د افغانستان د ښځو د فوټبال د لوبډلې لوبغاړو نن یکشنبه اپریل ۲۴ (غوايي څلورمه) د استرالیا په ویکتوریا کې د نجونو له یوې ځايي لوبډلې سره لوبه وکړه او لوبه صفر-صفر مساوي شوه. 

24.04.2022 امریکا غږ

کارپوهان:افغانستان کې دنجونو په تعليم بنديز ختمولو لپاره دعلماؤ کردار اړين دی 

په افغانستان او پاکستان کې مېشت مذهبي پوهان وايي په افغانستان کې د منځنۍ درجې دښځنيه زده کوونکو په زده کړو د طالبانو لخوا لګول شوی بندېز هيڅ شرعي او قانوني جواز نه لري او ددې سره د طالبانو حکومت جينکۍ د خپل شرعي او اساسي حق نه محرومه کړې دي۔  دوئ وايي چې د دواړو هېوادونو هغه علماء چې په افغان طالبانو فکري او علمي اثر لري،بايد په دې اړه د غونډو راجوړولو ترڅنګ د طالبانو سره د خبرو لپاره وفد وټاکي چې د نور وخت له زيان پرته د 7م نه تر 12م ټولګي پورې د ښځينه زده کوونکو لپاره زر تر زره د جينکو ښوونځي پرانځي۔  افغان طالبان وايي چې د منځۍ درجې جينکو لپاره يې سکولونه د شرعي ستونزو له امله تړلي دي او وايي دوئ وخت ته اړتيا لري چې د اسلامي قانون او شریعت له مخې د دوئ لپاره یوه طرحه جوړه کړي۔  په افغانستان کې د جينکو دمنځنۍ درجې ښوونځي د مارچ په 23مه  نېټه د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته په ړومبي ځل د خلاصېدو څو ساعته وروسته دطالبانو په امر بيا وتړلی شول۔ په افغانستان کې مېشت ديني عالم او دپوهنتون استاذ فضل لهادي وزين وي او ای ډيوه ته وايي د افغانستان په ښوونځیو کې  دګډو زده کړو نظام نه شته، د جينکو لباس د کلتور او شریعت سره سم دی او په نصاب کې د وړاندې نه شرعي علوم شامل دي، وي اوی ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي په داسې حال کې د طالبانو لخوا د جينکو په تعليم بندېز لګول هيڅ شرعي او قانوني جواز نه لري۔ نوموړي وويل" يو کار چې هغه فرض کفايه دی يا فرض عين دی نو هيڅ يو حکومت يا فرد دا حق نه لري چې د الله بنده ګان دې د هغې ادا کولو نه منعې کړي، دوېم دا چې تعليم يو حق دی او د هغې نه خلک محرومه کول يو حرام او ناجائز کار دی"  هغه زياته کړه د افغانستان په ګډون د پاکستان هغه علماء چې په طالبانو فکري او علمي اثر لري بايد په اسلامي امارت فشار واچوي چې د منځۍ درجې ښځينه زده کوونکو لپاره تعليمي ادارې پرانځي. هغه دا هم وويل  بايد دغه علماء په جدي توګه دې کې طالبانو سره خبره وکړي او ورته ووايي "که تاسو دا کار ونه کړئ نو مونږ به ستاسو حمايت کول پرېږدو" د پاکستان د کراچۍ دارالعلوم مشر مفتي تقي عثماني په افغانستان کې د طالبانو مشر هیبت الله اخوندزاده څخه د يو لیک د لارې په افغانستان کې د جينکو د تعليم لپاره د ښوونحيو پرانستلو غوښتنه کړې ده۔ نوموړي په دغه لیک کې ويلي چې د ښځو د مسلو لکه علاج، تعليم او خېرښېګړې د کارونو لپاره تعليم يافته مېرمنې د هیواد مهم ضرورت دی۔ په لیک کې دا هم ويل شوي چې دا تاثر ختمېدل اړين دي چې اسلام يا امارت د ښځو خلاف دی۔ د خېبر پښتونخوا مشر خطيب مولانه طيب قرېشي وي او ای ډيوه ته وايي افغان طالبانو د پاکستان په ديني مدرسو کې سبقونه ويلي، دی وايي په دې هکله د پاکستاني علماؤ د طالبانو سره ناسته ګټورې نتيجې ورکولی شي۔ نوموړي دا هم وويل که حالات سازګار وي نو د علماؤ وفد به بلکل افغانستان ته ځي او دا خبرې به طالبانو ته په مخامخ کوي چې دې سره دنيا ته څه تاثر ځي، او دا چې هغوی (نړۍ) اسلام سره دا خبره تړي چې يعني دوی (طالبان) راغلل او د جينکو په تعليم يې بندیز ولګولو۔   د تېر اګست په 15مه په واک کې له راتلو وروسته افغان طالبانو د هلکانو او تر شپږم ټولګي پوري د جنيکو سکولونه خلاص کړي وؤ، خو د شپږم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکو ته يې سکولونو ته د ورتلو اجازه نه وه ورکړې۔ په افغانستان کې د طالبانو حکومت په نړيواله کچه لا تر دې دمه کوم هېواد په رسميت نه دی پېژندلی۔  د ماشومانو د خېرښېګړې نړیوال تنظيم سېو دي چلډرن تېره ورځ په خپل يو تازه رپوټ کې ويلي چې د طالبانو له خوا افغانستان کې د منځنۍ درجې ښځينه زده کوونکو لپاره د ښوونځیو د تړل کیدو له امله 80 فیصده زده کوونکي د زده کړو څخه محرومه شوي دي۔ ادارې ويلي چې د افغانستان په ۱۱ لکږ جينکو کې اوس اته نيم لکه جينکۍ د ښوونځیو څخه بهر دي

24.04.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more