ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بایډن: روس ښايي سایبري بریدونه وکړي او کیمیاوې وسلې وکاروي

واشنګټن – د امریکا ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړ چې روس ښايي د امریکا د ګټو پرضد سایبري بریدونه وکړي او یا په اوکراین کې بیالوژیکي او کیمیاوي وسلې وکاروي. دا په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روس د یرغل نېږدې یوه میاشت پوره کېږي. بایډن د امریکا د سوداګرو مشرانو یوې غونډې ته د ګل یا دوشنبې ناوخته وویل، چې د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین د دومره یوالي وړاندوینه نه وه کړې چې د روس د کړنو پر خلاف به څرګندېږي او د دوی مخه به نیول کېږي. بایډن وایي، "اوس هغه د نویو غلطو بیرغونو په اړه چې هغه یې دروي خبرې کوي او داسې وايي، چې مونږ امریکایان په اروپا کې بیالوژیکي او کیمیاوي وسلې لرو. دا ريښتیا نه ده." بایډن زیاته کړه،‌ چې "هغوی داسې ښکاره کوي چې اکراین په هېواد کې بیالوژیکي او کیمیاوي وسلې لري. نو داسې ښکاري چې هغه له دغو دواړو لارو کار اخلي." بایډن د ګل یا دوشنبې په ورځ همدارنګه وویل، چې داسې استخباراتي معلومات شته چې د روس حکومت د امریکا پرضد په ممکنه سایبري بریدونو باندې غور کوي او له خصوصي سکتور څخه یې وغوښتل چې په بیړه دې سایبري دفاع کلکه کړي. بایډن وویل، روس دغه ډول بریدونه د امریکا لخوا په روس باندې د بندیزونو لګولو په غبرګون کې ښايي‌ وکړي. هغه وویل، دا د روس د لوبو د کتاب یوه برخه ده. بل پلو د امریکا،‌ فرانسې، جرمني، ایټالیا او برتانیې مشرانو د ګل یا دوشنبې په ورځ په ټیلیفون باندې په اوکراین کې د روس د ظالمانه تکتیکونو په اړه بحث وکړ او له اوکراین سره یې د خپل ملاتړ په دوام خبرې وکړې. د سپینې ماڼۍ د خبر له مخې، دغو مشرانو وویل چې له اوکراین سره به امنیتي او بشري مرستې کوي او په اوکراین کې د اوربند په اړه یې د وروستیو ډپلوماټیکو هڅو ارزونه وکړه. دغه راز ټاکل شوې ده چې بایډن به ددې اونۍ په وروستیو کې د ناټو په سرمشریزه، د جي سیون غونډه او په برسلز کې د اروپايي کاونسل په سرمشریزه کې ګډون وکړي چې په ټولو غونډو کې به د اوکراین حالات د بحث موضوع وي. وروسته به بایډن بیا پولېنډ ته ولاړ شي. بل پلو د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلېنسکي د ګل یا دوشنبې په ورځ محلي ټي وي ته ویلي، دی تیار دی چې له پوتین سره په یو شمېر مسلو باندې خبرې وکړي چې په هغو کې هغه ژمنه هم ده چې له ناټو سره به نه یوځای کېږي تر څو په دغه هېواد کې اوربند راشي. زیلینسکي وویل، دا به جوړ جاړی وي د ټولو لپاره، د لویدیځ لپاره چې نه پوهېږي چې له مونږ سره د ناټو په اړه څه وکړي، د اوکراین لپاره چې امنیتي ضمانتونه غواړي او د روس لپاره چې نور د ناټو پراخوالی نه غواړي." هغه دا هم وویل، چې له روس سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید د اوکراین خلک له روس سره د جوړجاړي په هر یوه ټکي ټولپوښتنه وکړي. پنټګان د ګل یا دوشنبې په ورځ روسي ځواکونه په دې تورن کړل چې په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کوي. د پنټګان ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، "مونږ په ريښتیا هم داسې ښکاره شواهد وینو چې روسي ځواکونه جنګي جرمونه ترسره کوي او مونږ ددې ثبتونو په راټولولو کې مرسته کوو." کربي همدارنګه روسي ځواکونه په دې تورن کړل چې د ملکیانو پرضد بې له کوم توپیره بریدونه کوي او په اکثرو حالاتو کې یې قصدي هم وو. په ماسکو کې بیا د روس د بهرنیو چارو وزارت د ګل یا دوشنبې په ورځ د امریکا سفیر جان سلویان د امریکا د ولسمشر جو بایډن د هغو څرګندونو له امله احضار کړی چې تېره اونۍ یې د روس ولسمشر ویلادمیر پوتین یو جنګي مجرم وباله. د امریکا یو لوړ پوړي دفاعي چارواکي ویلي، روسي ځواکونه لا تر اوسه هم د پلازمېنې کیېف څخه ۱۵ کیلومټره شمال لویدیځ کې پراته دي. بلخوا د ملګروملتونو د کډوالو چارو ادارې ویلي، چې په اوکراین باندې د روس د یرغل د پیل راهیسې تر اوسه پورې تر ۳.۵ میلیونو زیات اوکراینیان کډوال شوي‌ دي. له دغې ډلې څخه تر ۲.۱ میلیونه کډوال پولېنډ ته تللي او ۵۴۳۰۰۰ یې رومانیا، ۳۶۸۰۰۰ مالدوا او ۳۱۸۰۰۰ هنګري ته تللي.

22.03.2022 ډیوه

کابل کې د غالیو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

 نوي لمریز کاله پیل سره سم، په کابل کې په ۱۲۰ فرغو کې د غالیو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

22.03.2022 امریکا غږ

وزيرستان: د اې اېن پي امېدوار وژل شوی او دوه نور مړي ترلاسه شوي

په شمالي وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند د حېدر کلي ویلج کونسل امېدوار او یوت اف وزیرستان ترجمان مصور داوړ نامالومه کسانو په هدفي برید کې ووژلو. د میر علي پولیسو تاڼې دا پیښه تاید کړه او وې ویل په سمدستي توګه پولیس د دې پیښې ځایې ته رسېدلي دي. د دوی په خبره دا پېښه تازه شوې خو د ابتدایي مالوماتو له مخې هغه د انتخابي دفتر د پرانستې وروسته کور په لور روان وو چې په موټر سایکل ناست کسان راغلي او په هغه یې ډزې کړي دي. نوموړی په بلدیاتي انتخاباتو کې د عوامي نیشنل ګوند امېدوار وو او د پېښور یونیورسټۍ نه يې تازه په پښتو کې د ماسټرۍ زدکړې ترسره کړې وې، او هغه وخت د ګوند د زده کونکو اتحادیې پښتون سټوډنټس فېډرېشن فعال وو او په علاقه کې د ځوانانو غورځنګ یوت اف وزیرستان ترجمان هم وو. نوموړی په داسې حال کې وژل شوی چې په صوبه کې د روانې میاشتې په 31 نیټه د بلدیاتي ټاکنو دویم پړاو ترسره کیږي. بل لور ته په جنوبي وزيرستان کې په بيلا بيلو ځايونو کې د دوو تنو مړي موندل شوي دي چې ویل کيږي په ګولیو ویشتل شوي دي خو تر اوسه د دې پېښو علت نه دی څرګند شوی. د جنوبي وزیرستان پولیسو مشر خانزیب مومند دفتر چارواکو تاید کړه او وایي یو مړي د واڼه بازار ګریډ سره نیږدې او بل د بیرمل تحصیل کلوشه سیمه نه ترلاسه شوې. چې په ګولیو سره ویشتل شوي دی. د دوی په خبره وژل شوي کسانو پیژندګلو جاوید خان او کالا خان په نومونو شوې چې د جنوبي وزیرستان ځایې اوسيدونکي دي. پولیس وایي په نامالوم ځایې کې تر وژل کېدو ورسته دغلته د دوی مړي غورځول شوي دي. د پولیسو په خبره کورنیو یې ورته ویلي دوی چا سره شخصي دښمنې نه لري او د نا مالومه کسانو پرضد یې مقدمه درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي. بل لور ته د جنوبي وزیرستان سره په ختيځ څیرمه ټانک ضلع کې تیره ورځ بیټني قام د نا امنۍ پرضد لویه قامي جرګه شوې او په علاقه کې د پولیسو پرځایې کولو سره د امنیت د ټینګښت غوښتنه يې کړې ده. د بېټني قبیلې مشرانو جرګې ته وینا ګانو کې ویلي د دوی سیمه جنوبي وزیرستان سره په پوله پرته ده او د ټانک ضلعې تر نیمایي زیاته ابادي لري. خو په دغه سیمه کې حکومتي واکمني ختم شوې او خلکو نه په زوره قلنګ اخستل کېدو سره د تښتونو او ګواښونو پیښې سیوا شوې دوی غوښتنه کړې چې د دوی په سیمه کې دې د حکومت  واک په ځایې کولو لپاره دې پولیس وګمارل شي. په ټانک ضلع کې بیټني قام جرګه تر هغه وروسته کړې چې تیره اوونۍ عمر اډې سره نیزدې وړوکي کلي کې نامالومه کسانو د مشاعرې په غونډه ډزې کړې وې چې پکې یو تن وژل شوې او یو بل ټپي شوې وو دبیټني قام یو مشر صابر خان وایي دوی د نا امني سره مخ دي په علاقه کې د قلنګ اخستو سره هر ورځ د شوکو او مرګ ژوبلو پیښې کیږي هغه وویل تر ټوله لویه ستونزه د نشي توکو ده چې په ښکاره یې کاروبار کیږي او نوې نسل یې مکمل ژوبلیږي. هغه وویل دوی دا جرګه د دې لپاره کړې چې دوی د ټانک ضلع برخه دي او دغلته دې د امنیت ټیګښت لپاره د پولیسو نظام په ځای شي. هغه وویل په ټوله سیمه کې د پولیس یوه چوکۍ هم شتون نه لري او خلکو د خپل تحفظ لپاره په خپله کمیټۍ جوړې کړي دي. د ټانک ضلعې پوليس مشر (ډي پي او ) وقار احمد تاييدوي چې د غه علاقه (بیټني سرکل) د ناامنۍ سره مخ دی او پکې د نشه يي توکيو کاروبار کيږي خو وايي، دغه علاقه زياتره ځنګلي علاقه ده او دغلته اکثر مفروران پټ وي، او دغلته مستقله چوکۍ يا تاڼه نشته او په خپله هڅه کوي چې دغلته دغه سیمې د هر قسمه ناامني نه پاکه کړي. تیر کال هم ځايي ځوانانو د نشه يي توکيو د مخنيوي دپاره احتجاجي لاريون کړي او غوښتنه يې کړې وه چې په علاقه کې دې د نشه يي توکيو د کاروبار مخنيوي وکړی شي. او د حکومتي عملدارۍ په ځای کېدو غوښتنه یې کړې وه خو هغه پولیسو ویلی وو دوی ته په علاقه کې د عملياتو په وخت غټه ستونزه دا رامخې ته ده چی دوی کله هم د نشه توکیو د کاروباريانو پرضد عمليات کوي علاقې ته ځي نو بيا د علاقې خلک د دوی سره په جګړه کيږي.

22.03.2022 ډیوه

قریشي د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته: باثباته افغانستان زموږ ټولو په ګټه دی

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ۴۸مه غونډه نن سې شنبه مارچ ۲۲ (وري دوهمه) د پاکستان په کوربتوب په اسلام اباد کې پيل شوه.

22.03.2022 امریکا غږ

څيړونکي: په اسلام اباد کې د او ايي سي په غونډه کې د چين ګډون ډېرې معنې لري

په اسلام اباد کې د اسلامي هيوادونو د همکارۍ تنظيم (او ايي سي) د غړو ملکونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د چين د بهرنيو چارو وزارت هم په ځانګړي ډول ګډون کوي، څيړونکي وايي په چين کې په خپله په ايغور مسلمانانو ظلمونه کیږي خو مسلمانه نړۍ پرې خاموشه ده. په اسلام اباد کې د او ايي سي د بهرنیو چارو د وزیرانو 48مه غونډه چې د دې میاشتې په 21 او 22مه ترسره کيږى، پکې د افغانستان، کشمیر، فلسطین او د نورې اسلامي نړۍ په مسایلوبحث او غور کولی شي. څيړونکي وايي په اسلام اباد کې او ايي سي په مسلمان هېوادونو کې په مسلو بحث کوي خو په دغه غونډه کې چې چين ګډون کوي او په چين کې په خپله وخت په وخت په ايغور مسلمانانو د زور زياتي خبرونه مخې ته راځي مسلمانه نړۍ پرې خاموشه پاتې ده. په پېښور کې د اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو استاز پروفېسر شانواز مشال وايي، څو ورځې وړاندې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په خپله ويلي وو چې هغه په چين کې په ایغورو د ظلم زياتي په اړه ناخبره دی. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، داسې پلېټ فارمې د نړيوال سياست دپاره کاريږي او دا هسې خبره ده چې په دې کې به د ترهګرۍ او اسلامو فوبيا په اړه څه نتيجې مخې ته راشي. نړیوال مطبوعات وخت په وخت داسې خبرونه خپروي، چې د چين حکومت په سينکيانګ صوبه کې د ايغور مسلمانانو پرضد غېر انساني فعاليتونه کوي، هغوی په غېر قانوني حراستي مرکزونو کې ساتي او هغوی ته مذهبي ازادي نه ده ترلاسه، خو د چین حکومت دغه تورونه ردوي، او وايي چې په کېمپونو کې ساتل شوو ايغور مسلمانانو ته هنري زده کړې کوي. د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړیوالو اړيکو د زده کړو د څانګې استاز پروفېسر ډاکټر عبدالشکور وايي، د اسلامي هېوادونو د تنظميم او ايي سي غونډه ډېر اهيمت لري خو په دې کې بيا د چين ګډون نورې ډېر معنې لري. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په غونډه کې د چین شرکت د پاکستان خواهش هم کېدی شي، يا په دې کې کورب هيواد (پاکستان) د ايجنډې په جوړولو کې مهم کردار لوبوي. نوموړي زياته کړه که په غونډه کې  د اسلاموفوبيا خبره کيږي نو بيا په چين هم دغه تورونه لګي چې چين هم په دغه عمل کې لاس لري، او بله دا چې چين غواړي چې اسلامي هېوادونه ترې لرې نه شي ځکه چې په نړیواله کچه کومه صف بندي کيږي په هغې کې بدلون راغلی دی. هغه وويل يوه دا هم ده چې په مينځني ختيځ کې د اسلامي هېوادونو سره چین تجارتي اړیکې لري چې دغه د لاسه ورنکړي. عبدالشکور وايي، د او ايي سي په غونډو مخکې هم داسې کومې ګټورې نتيجې مخې ته نه دي راغلي او د اسلامو فوبيا په حواله به اوس هم کومې کوټلې نتيجې ونه لري. په اسلام اباد کې د او ايي سي د 57 اسلامي هيوادونو په غونډه کې د دغو ملکونو د بهرنيو چارو وزيران ګډون کوي، او ويل شوي چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ د ستونزو پشمول، د اتحاد، انصاف او پرمختيا په موضوعاتو بحث کيږي.  

22.03.2022 ډیوه

باجوړ: په وسله وال بريد کې د دوه پاکستاني سرتيرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع باجوړ کې د وسله والو په بريد کې د دوه امنیتي سرتيرو په ګډون پينځه تنه وژل شوي او په ځوابي ډزو کې د څلور بريدګرو وسله والو د وژلو دعوه هم شوې ده. ځايي خلک وايي د بدامنۍ نوې لړۍ اندېښمن کړي دي او د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان ويلي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې ټول قوم د امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی. د پاکستان سرکاري ميډیا د پوځ له قوله ویلي، په باجوړ کې پرون د ګل په ورځ (21 مارچ) نښته کې د وسله والو په ډزوکې څلور بريد کوونکي وسله وال، دوه پاکستاني امنیتي عسکر او درې ځايي کسان هم وژل شوي دي. ويل شوي دغه پېښه د باجوړ په چارمنګ په بلورو علاقه کې رامنځته شوې ده. د چارمنګ د بلورو علاقه د افغانستان د کونړ سره په پوله پرته ده. پوځ ویلي د وسله والو د ولقې نه يې په غټه کچه وسله هم ترلاسه کړې ده. د يادې پېښې زمه واري د دې خبر خپرېدو پورې چا نه ده منلې. د باجوړ يو ځایي مشر شېخ جهانزاد وايي، دوی دې تازه پېښو اندېښمن کړي دي او غواړي چې په سيمه کې تل پاتې امن راشي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، بايد چې حکومتي او رياستي ادارې د تل پاتې امن دپاره لارې چارې ولټوي. د پاکستان سرکاري ميډيا د پوځ له قوله دا نه دي ويلي چې دا تازه بريد چا کړی او د کوم ځای نه شوی دی؟. خو د روانې میاشتې په سر کې د پاکستان پوځ ويلي وو، د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه په شمالي وزيرستان کې ترهګرو بريد کړی او دوه سرتيري پکې وژل شوي وو. او له دغې وړاندې د فرورۍ په لومړو کې د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې په قبایلي ضلع کرمه کې د پولې پورې غاړې افغانستان لوري نه ترهګرو بريد کړی او پینځه پاکستاني سرتيري پکې وژل شوي وو. خو د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب دغه دعوه رد کړې وه او ویلي يې وو، "دوی په قطر کې د دنيا وعده کړې ده چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي او دوی دغه وعدې ته ژمن دي که چرته دنیا وال دغو وعدو ته ژمن پاتې شي، او زياته یې کړه ګاونډي او نورو هېوادونو ته اطمينان ورکوي چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي هغه وويل دغه الزامونه ردوي او دا هیڅ حقيقت نه لري". پاکستان او افغانستان له دې وړاندې هم په يو بل داسې تورونه لګولي، افغانستان او امريکا تور لګولی پاکستان هغه وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي. دغه ډول د پاکستان تورونه هم تل افغانستان رد کړي دي. روانه مياشت لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان په خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د 19 بريدونو زمه وارۍ منلي چې پکې زياتره حکومتي چارواکو نه دي تاييد کړي. دغه ډول په فرورۍ کې ټي ټي پي د 22 بريدونو زمه وارۍ منلي چې پکې يې يواځې په شمالي وزيرستان کې د اته بريدونو زمه واري منلې وه. د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکی خبريال او څيړونکی ناصر داوړ وايي، په قبايلي ضلعو کې په ځانګړي ډول د ټي ټي پي بريدونه سېوا شوي او يوه نوې څپه مخې ته راغلې ده. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي په مشرۍ د دغه ډلې نه جدا شوې ډلې بيا د ټي ټي پي سره رايو ځای شوي دي او ښايي د ضرب عملياتو وروسته ټي ټي پي ځان بيا پياوړی کړی دی. د خېبرپښتونخوا ګورنر په باجوړ کې د بريد غندنه کړې، امنیتي سرتيري يې ستایلي چې د ترهګرو برید يې په شا تمبولی دی. هغه ويلي قوم به د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د امنيتي ادارو سره ولاړ وي.

22.03.2022 ډیوه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو قافله اوکراين ته رسېدلې ده

ملګري ملتونه وايي د دوي او د پلويانو لخوا د اوکراين د ولس لپاره د بشري ضرورتونو د مرستو لومړۍ قافله د هيواد شمال مشرقي ښار سومي ته رسېدلې ده او هيله يې څرګنده کړې چې له دې وروسته به هم د جنګ ځپلي ولس لپاره د مرستو لړۍ روانه وي. د دوي په وينا په دې قافله کې طبي سامان، اوبه، د خوراک تيار مواد شامل دي چې نېغ په نېغه به لږ تر لږه 35زره خلکو ته به یې د مرستو په توګه ورکوي، د دې ترڅنګ په دې قافله کې هغه سامان هم شامل دی چې د 50زره خلکو لپاره به د اوبو نظام بيا شورو کړي. دا مرستې د ملګرو ملتونو د خوراک پروګرام يا ورلډ فوډ پروګرام، د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار)، د صحت ادارې ډبليو اېچ او، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د فنډ او نورو غېرسرکاري ادارو کړي دي. د ملګرو ملتونو په وينا د دوی قافلې د وړاندې نه د روس او اوکراين د چارواکو سره خبرې کړې وې چې په حفاظت سره دا قافله خپل ځای ته ورسي. د اوکراين چارواکو ويلي، د روس د جګړې د پېل څخه په ماريوپول ښار کې د 2500 نه زيات ملکي خلک وژل شوي دي. خو دغه شمېرې د ازادو سرچینو څخه نه دي تاييد شوي. بل اړخ ته د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي په اوکراين کې روانې شخړې له امله په تېرو درېو اوونيو کې د درې ملينونه نه زيات خلک له هېواده وتلي دي چې پکې 90 فيصده ماشومان او زنانه شاملې دي.  د ادارې له خوا ويل شوي په لکونو خلک په هېواد کې دننه بې کوره شوي دي. د دې ترڅنګ د روانې شخړې له امله نېغ په نېغه 13ملينونه خلک اغېزمن شوي دي او دا وخت بېلا بيلو ضرورتونو ته اړتيا لري. د کډوالو اداره وايي د اوکراين په ماريوپول او سومي سيموکې حالات ډېر خراب دي چرته چې اوسېدونکي د خوراکي توکيو، اوبو او دوايانو د کموښت سره مخ دي، هم دا راز په اوډيسا کې څلورنيم لکه خلک مرستو ته اړتيا لري. مشرقي اوکراين کې دوه لکه وګړي د اوبو اسانتياوې نه لري چې پکې ماشومان او زنانه هم شامل دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د مرستې ادارې د رپورټ له مخه د 24مې فرورۍ نه وروسته د روس لخوا په اوکراين بريدونو کې 2361 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، د مړو شمېر 902 دی چې پکې 75 ماشومان هم شامل دي. هم دا راز د ملګرو ملتونو د رپورټ ترمخه د روس لخوا په بريدونو کې 1459 کسان ژوبل شوي چې پکې 98ماشومان هم شامل دي. که څه هم ملګرو ملتونو دا شمېره ښودلې خووايي چې حقيقي شمېره د دې نه هم زياته ده. بل اړخ ته د روس د بهرنيو چارو وزير ويلي روسي پوځيان د اوکراين په خرسون ښار کې ولس له خوراکي توکي ورکوي خو د امريکا د خارجه وزارت په يو بيان کې ويلي چې د روس په اوکراين د بريد وروستو د نړۍ په بېلا بيلو هېوادونو کې د روس په ضد احتجاجونه روان دي. پېنټاګون د ګل/ دوشنبې په ورځ تور لګولی د روس پوځ په اوکراين کې جنګي جرمونه کوي. د پېنټاګون وياند جان کربي ويلي، مونږ ښکاره ثبوتونه وينو چې د روس پوځ جنګي جرمونه کوي، او مونږ په دغې اړه په شواهدو راټولولو کې مرسته کوو. کربي د روس په پوځ دا تور هم لګولی دی چې په عامو خلکو بريدونه کوي، او په ډېرو پېښو کې دوی په اراده داسې کړي دي. د روس د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د امریکا د صدر لخوا دغه ډول بيان د دومره لوړ رتبه چارواکي لايق نه دی. هغه ويلي د امریکا او روس اړيکې خرابيږي.

22.03.2022 ډیوه

د اوبو نړیواله ورځ؛ ۹۳ سلنه افغان ماشومان د څښاک پاکې اوبه نلري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

22.03.2022 امریکا غږ

اشرف غني: په افغانستان کې "جګړه ودرېدلې ده سوله نه ده راغلې"

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني ویلي، په افغانستان کې "يوه باعزته سوله د ټول ولس سوله ده، ټول ولسونه د افغانستان بايد پکې برخه واخلي، تل پايه سوله نن زمونږ ضرورت دی، جګړه ودرېدلې، سوله نه ده راغلې، او د جګړې اور بلول اسان کار دی او که جګړه بيا شورو شوه، په هغه اوور باندې اوبه اچول سخت کار دی". نوموړي دغه خبرې پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (21 مارچ) د نوي کال په مناسبت يو غږيز پېغام کې کړي دي. اشرف غني دا وخت په متحده عرب اماراتو کې دی. هغه وویل، "د يو ملي بحث ايجنډا غواړو، او د دې دپاره بايد مونږ د تاریخ نه غبرت واخلو، ازاد پېدا شوي وو او يو بل ته احترام ولرو او د تاریخ په سختو شېبو کې يو والي ته راشو." نوموړي زياته کړه بايد په اووه عنوانونو باندې بحث وکړو، چې خويندې نن په سخت وضعيت کې دي، لومړۍ پکار ده چې په وضعيت خبره وشي، دوېم مونږ بايد راتلونکی خپل امکان خپل ژوند په خپله برابر کړو". د نوموړي په خبره د وضعيت سره بايد وګورو، چې په څه رقم خوږ شوي وو، لومړيتوبونه څه دي، او په طريقه هغې مرستې چې راځي په شفافه او موثره ډول مديريت شي. هغه وویل، مونږ ظرفيت لرو چې ځان ټول کړو. اشرف غني په خپلو خبرو کې د طالبانو نوم نه دی اخستی خو ويلي یې دي، "ضروره ده او خاصه ده چې په ولسونو کې سوله راشي ټول يو بل ومنو، نه دا چې څوک محدوده اشخاصو ته د افغانستان واک په لاس کې ورکړو". اشرف غني زياته کړه،" ملي مشروعيت/ قانوني حيثيت اساس دی، او ملي مشروعيت د زړونو د يو کولو او د فکرونو د يو والي د اتفاق او اتحاد نه راځي، ولس بايد خپل راتلونکی نظام د يو واضح بحث او اجماع د لارې نه راځي. بايد چې په افغانستان کې داسې نظام راشي چې تل پاتې وي". نوموړي وويل، "بې د ملي مشروعيت/ قانوني حيثيت نه، منطقوي او بېن المللي مشروعيت ترلاسه کول ګران کار دی، د ملي مشروعت سره مونږ کولی شو چې منطقوي او بېن المللي مشروعيت ترلاسه کړو". طالبانو چې په 15 اګست افغانستان په خپل واک کې اخستی، او اشرف غني هم په 15 اګست د کابل نه وتلی وو، د طالبانو د واکمنۍ د اووه میاشتو تېرېدو باوجود د طالبانو حکومت تراوسه پورې يو هيواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی. ښاغلي غني وویل،" نړۍ بدله شوې، ګاونډيو او منطقي سره همغږي او مشترک لويې اقتصادي پروژې عملي کول د راتلونکې لاره ده، د سياسي نظر نه دا ضروره ده لازمي ده چې د افغانستان تل پاتې بې طرفي ترلاسه کړو". پخواني افغان ولسمشر وويل، "مونږ په يو دوه لارې کې يو، یا به د پخوا 40 کلونو غلطط تګلارې تکراروو او که په هغه لاره روان شو، د يوې خوا نه به د 21 پېړۍ د بشري مرستو مستعمره ګرځو او بل به خدانخواسته د نورو د پرديو د جنګ مېدان يا د لوټ کولو شاهدان اووسو". هغه زياته کړه، "حتما تاسو به نور نظريات لرۍ زه همېشه په دې وياړ کوم چې ستاسو خدمتګار يم، شپه او ورځ په دې فکر کوم چې څنګه خوځښت راوړو او مثبت ګامونه واخلو". د اشرف  غني د تازه بيان په اړه په سمدستي ډول په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

22.03.2022 ډیوه

پېناګون:روس په اوکراين کې جنګي جرمونه کوي

پېنټاګون د ګل/ دوشنبې په ورځ تور لګولی د روس پوځ په اوکراين کې جنګي جرمونه کوي. د پېنټاګون وياند جان کربي ويلي، مونږ ښکاره ثبوتونه وينو چې د روس پوځ جنګي جرمونه کوي، او مونږ په دغې اړه په شواهدو راټولولو کې مرسته کوو. کربي د روس په پوځ دا تور هم لګولی دی چې په عامو خلکو بريدونه کوي، او په ډېرو پېښو کې دوی په ارادې سره داسې کړي دي. هغه زياته کړې امریکا د روس په جرمونو کې د ککړتيا د پلټنو انتظار کوي. روس ويلي، د امریکا دغه بيان د قبلولو وړ نه دی. د روس د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د امریکا د صدر لخوا دغه ډول بيان د دومره لوړ رتبه چارواکي لايق نه دی. هغه ويلي د امریکا او روس اړيکې خرابيږي. امریکا ويلي د اوکراين د جګړې په لړ کې روس د امریکا ضد سايبر بريدونو په لارو غور کوي. امریکا په شخصي برخو غږ کړی چې د سايبر دفاع سخته کړي. هغه ويلي، روس د امریکا لخوا د بندېزونو په ترڅ کې بريدونه کولی شي. بل لور ته د امریکا، فرانس، جرمني، اټلي او برتانيې مشرانو په اوکراين کې د روس د وحشي بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې د اوکراين د خلکو د مرستې او په ملاتړ ټينګار کوي او د حالاتو جاج يې اخستی دی. صدر جوبايډن به د روانۍ اوونۍ په اخر کې په برسلز کې د جي سېون هېوادونو په غونډه کې ګډون کوي او په دغه غونډه کې به د اوکراين په حالاتو بحث کيږي. بل لور ته د اوکراين صدر ولاديمیر زيلنسکي ویلي، چې د روس سره د جګړې بندولو خبره به د اولس په خوښه کيږي. او دغه کار به په رېفرنډم کيږي. دغه خبره رايټرز کړې ده.

22.03.2022 ډیوه

غني: افغانستان کې جګړه درېدلې خو سوله نه ده راغلې

د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې تازه غږیزې وینا کې، چې د هغه په فیسبوک کې خپره شوې، د افغانستان د اوسني وضعیت د حل لپاره د ملي خبرو او بحث په پیل کېدو ټېنګار کړی دی.

22.03.2022 امریکا غږ

د اوکراین په ماریوپل کې د یو محاصره شوي خبریال د سترګو لیدلی حال

د اسوشیتډپرس ویدیو ژورنالست مستیسلاو چېرنوف له خپلو دوو نورو همکارانو سره یو ځای څه باندې دوې اونۍ د اوکراین د ماریوپل په ښار کې و او د روسیې ځواکونو محاصره کړي وو.

22.03.2022 امریکا غږ

په افغانستان کې د انساني او اقتصادي مرستې دپاره او اي سي د پنګې پرانېسته وکړه

په افغانستان کې د بشري او اقتصادي مرستې دپاره د اسلامي ملکونو د همکارۍ تنظیم او اي سي د ګل، دوشنبې، په ورځ د مالي پنګې پرانېسته وکړه. د وي او ای د رپورټ ترمخه اسلامي د امدادي پنګې پرانېسته په داسې وخت وکړه چې په افغانستان په مېلینونو خلک د غربت او لوږې سره مخامخ دي. د 57 اسلامي ملکونو تنظیم او د اسلامک ډوېلپمنټ بېنک د افغانستان هیومېنېټیرین ټرسټ فنډ نومې پنګې منشور په اسلام اباد کې په یوه دستوره کې دسختط کړو.   منشور د لاس لیک کېدو وروسته د او اي سي سېکرېټري جنرل حسین ابراهیم طه په یو بیان کې وویل په کابل کې د حکومت د بدلېدو وروسته، یعنې د طالبانو د واکمنېدو نه پس، افغانان د ډیرو سختو وختونو سره مخامخ دي. هغه وویل د او اي سي د پنګې قایمولو مقصد د افغانانو ملاتړ کول دي.  هغه غوښتنه وکړه چې د اي سي او غړي ملکونه او نور دې  د مالي پنګې سره دې امداد وکړي.ې د وي او ای د رپورټ ترمخه افغانانو سره د مرستې دپاره د مالي پنګې قایمولو فېصله تېر کال د ډسمبر په میاشت کې په اسلام اباد کې د او اي سي په بېړنۍ غوڼده کې شوي وه. د چارواکو په وېنا د افغانستان هیومېنېټېرین ټرسټ فنډ سره د وي او اي د نظام نه بهر څخه هم چنده ورکړی کېدلی شي. د اسلامک ډوېلېپمنټ بېنک صدر محمد سلیمان الجسیر وویل بېړنې حالاتو ته په کتنه او اي سي چې کومې پېسې جمع کړي دا به زر تر زره تقسیمولی شي. هغه وویل اسلامک بېنک به د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو سره په همکارۍ په افغانستان کې د خود انحصارۍ، امن او ثبات دپاره کوښښونه کوي.   هغه وویل د زرعي پېداوار د زیاتولو، د خوراک تحفظ، د وړو او منځني درجې کاروبارونو او د زور ګار موقعې د برابرولو دلارې په افغانستان کې د خود انحصارۍ، امن او ثبات مقاصد ترلاسه کېدلی شي. هغه وویل پکار ده چې تعلیم ته د مېرمنو رسايي یقیني کړی شي. د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام ویلي نهه مېلین افغانان یو ګام د لوږې نه لرې دي. تېر کال  اګست په میاشت کې طالبانو د واکمنېدو نه پس افغانستان سره نړیوال امداد ځنډېدلی دی او د افغانستان د مرکزي بېنک د اربونو ډالرو مالیت اثاثې چې زیاتره په امریکې کې وې، منجمد کړی شوي دي. امدادي ادارې وايي د اثاثو د منجمد کېدو او د طالبانو په ضد د بندیزونو له امله په افغانستان کې بشري او اقتصادي صورتحال خراب شوی دی. د افغانستان د هیومېنېټېرین ټرسټ فنډ د قایمېدو په موقع د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د دغې پنګې مقصد افغان ولس ته نړیوالې مرستې رسول دي. هغه د پنګۍ د کامیابولو غوښتنه وکړه او ویې وېل پکار نه ده چې افغانان مایوسه کړی شي.  

21.03.2022 ډیوه

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د خبریالانو، فعالانو او پخوانیو مقاماتو نیول بند کړي 

د بښنې نړیوال سازمان نن د نوي کال په لومړۍ ورځ له طالبانو وغوښتل چې د خبریالانو، د مدني ټولنې د فعالانو او پخوانیو حکومتي چارواکو خپلسري توقیفونه بند کړي او د بشري حقونو نړیوال معیارونه مراعات کړي.

21.03.2022 امریکا غږ

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې سږکال د نوروز جشن پیکه و

واشنګټن  - افغانستان کې د طالبانو د دویم ځل واکمنېدو نه پس، اولنی نوروز په خوند او روایتي ډول یې ونه لمانځل شو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې دوی به د خلکو مخه نه نیسي، مګر دوی به په حکومتي او رسمي کچه دا ورځ ونه لمانځي، ځکه د دوی په باور داسې څه په اسلام کې نشته. د دې با وجود، په مزار شریف کې ځینو ذرائعو ویلي دي چې طالبانو سخي زیارت ته د ښځو ورتګ منعه کړی و.  نور کلونه به دا ورځ عمومي رخصتي وه، خلک به بهر ته د میلې دپاره راوتل، په کابل ښار کې به ګڼه ګوڼه ډېره وه، په مزارشریف ښار کې به د سخي زیارت جنډه په ډېرې شاندارې دستورې جګېدله، او خلک به د ګل سرخ سترې میلې دپاره مزار ته تلل. د رپوټونو ترمخه، سږ کال د نوروز لمانځنه ډېره کمرنګه وه، په مزار شریف کې د سخي زیارت جنډه هم جګه نشوه، او په کابل کې هم د نوروز خوند د پخوا په شان نه لیدل کېده. صرف د سلګونو په شمېره کې خلک د کابل ښار کارته سخي زیارت ته ولاړل او هلته یې د نوروز مېله جوړه کړه، مګر کابل کې هم د سخي جنډه جګه نه شوه.  د کابل ښار یو اوسېدونکی سعید محمد د اسوشیټډ پرس خبري رسنۍ ته ویلي دي: "مونږ په دې امید یو چې دا کال د ټولو مسلمانانو دپاره، په خاص ډول د افغانستان خلکو ته یو د خوشحالیو کال، یو د سولې او استحکام کال، او د یو ورورولۍ کال وي." افغانستان او ایران کې د نوروز ورځ، سرکاري رخصتي پاته شوې ده، مګر دا ځل طالبانو اعلان وکړ چې دوی به په سرکاري کچه دا ورځ نه لمانځي. که څه هم نوروز د ایراني جشن په نوم مشهوره دی، مګر دا جشن د اوسني افغانستان په خاوره کې ډېرې ژورې تاریخي ریښې لري او د افغانستان نه ورهاخوا، هر کال په مرکزي ایشیا، عراق، ترکیه، او شام کې لمانځل کیږي. نوروز چې په فارسي کې نوې ورځې ته وایي، د پسرلي او د هجري شمسي یا لمریز هجري کال اوله ورځ ګڼل کیږي. د نوروز لرغوني جشن تاریخ ډېر اوږد دی او آن په ایران او اوسني افغانستان باندې د عربو د حملو نه مخکې هم دې سیمو کې په ډېرو رواجونو لمانځل کېده. د نوروز په اړه د مشرانو مبارکۍ که څه هم د طالبانو مشرانو د نوروز مبارکي نده ورکړې، خو په ملکي او نړېواله کچه مختلفو مشرانو دا ورځ د افغانستان خلکو او د نورو هېوادونو خلکو ته چې نوروز لمانځي، مبارکي ورکړې ده. په افغانستان کې پخواني صدر حامد کرزي په خپل فېسبوک او ټوېټر پاڼو یو پیغام خپور کړی او په کې د نوي کال او نوروز یادونه داسې کړې ده: "د نوروز روایتي جشن د رارسېدو او د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال پیل له امله ټولو وطنوالو ته مبارکي وایم."  ښاغلي کرزي د والدینو نه غوښتي دي چې خپل بچیان، جینکۍ او هلکان، ښوونځیو ته ولیږي. د افغانستان پخواني اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله هم "د نوروز د لرغوني جشن او د نوي ۱۴۰۱ لمریز کال" له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړی دی. د پخواني جهادي کمانډر احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود، چې د طالبانو خلاف یې مزاحمتي تحریک جوړ کړی دی، په یو لنډ پیغام کې د نوروز د مبارکۍ ترڅنګ یې هیله ښودلې ده چې سږکال "آزادي په استبداد او رڼایي په تورتمونو کامیابه شي". د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوټېرش د نوروز په ویاړ خپل ځانګړي ویډیویي پیغام کې ویلي چې، "نوروز د نويو پیلونو جشن دی، د یو نوي کال، د پسرلي د رارسېدو، او د ماحول د تازه کېدو پیل دی."  ګوټېرش ویلي چې نوروز جشن، په نړۍ کې څه دپاسه درې سوه میلینه خلک چې د مختلفو ملکونو سره تعلق ساتي، د یو بل سره يوځای کوي او په دې مهال باید ثقافتونه وپېژندل شي او ترې خوند واخېستل شي. د امریکا صدر جو بایډن ویلي چې هغه او مېرمن یې ټولو کسانو ته چې په نړۍ کې نوروز لمانځي، خپلې نیکې پېرزوینې وړاندې کوي. د برطانیې وزیراعظم بورېس جانسن هم پخپل ټویټر لیکلي دي: "نوروز پېروز و ټولو هغو کسانو ته چې نن په نړۍ کې دا ورځ لمانځي، په شمول زمونږ د افغان ملګرو چې خپل اولنی نوروز دلته په برطانیه کې لمانځي. غواړم تاسو او کورنیو ته مو خپلې نیکې هیلې وړاندې کړم."  د کېنېډا وزیراعظم جسټن ټروډو په یو ویډیویي پیغام کې افغانانو، ایرانیانو، او نورو کسانو ته چې نوروز لمانځي، په انګریزي او فرانسیسي ژبه مبارکي ورکړې ده:   

21.03.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more