ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د متحده عربي اماراتو رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان مړ شو 

د متحده عربي اماراتو رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان، د جمعې په ورځ مۍ ۱۳ (غوایي ۲۳) د ۷۴ کالو په عمر مړ شو.

13.05.2022 امریکا غږ

چين په پاکستان غږ کړی چې د وګړو پر ضد یې د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي

د چين خارجه وزير وانګ ژي او د پاکستان خارجه چارو وزير  بلاول بوټو زرداري تر منځه د زيارت په ورځ تر سره شوې ورچول غونډه کې چين په پاکستان کې دچينايي وګړو پرضد په ترسره شوؤ وروستیو ترهه ګریزو بريدونو اندېښنه ښودلې او د پاکستان څخه يې غوښتنه کړې ده چې دترهه ګریزو بريدونه مخنيوي دپاره پياوړي او غوڅ ګامونه پورته کړي۔ چين او پاکستان چې نزدې اړيکې لري او په پاکستان کې د پاک چين راهدارۍ پروژې په شمول يو شمېر نورو برخو  کې هم دچين لخوا پانګونې روانې دي ، څيړونکي وايي دغه پروژې د چين اقتصادي ګټو دپاره ډېرې مهمې دي ځکه چين نه غواړي چې ددوي دغه پروژې د ترهګریزو  بريدونو له امله وځنډیږي ۔ ددفاعي چارو څيړونکی او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر بريګډير(ر) سېد نذير وايي ، په دې کې هيڅ شک نشته چې په دغو ترهګریزو بريدونو کې دچینایي وکړو په نخښه کیدو سره اندېښنې زیاتې شوې دي اؤ  ويره او ترهه يې هم سېوا کړې ده۔  وي او ای ډيوه سره خبرو کې بريګډير (ر) سېد نذير وويل دا بريدونه نه يوازې د پاکستان دپاره بلکې چين دپاره هم د فکرمندۍ وړ دي او ددې سره په سيمه کې د چين په روانو پروژو منفي اغېز کیدای شي. هغه وایي د چين له خوا دسي پیک پروژې ترڅنګ ددوي تر ګوادر بندر رسد هم ډېر مهم دی. دبريګډير سېد نذير په وینا ، پاکستان د چين سره د نزدې اړيکو په اساس ددغو پروژو او دچينايي وګړو د حفاظت ذمه واري پغاړه اخستې او بيا يې ددې دپاره دځانګړو ځواکونو یوه برخه هم ساتلې چې نه يوازې ددغو پروژو څارنه او حفاظت کوي بلکي د سمندري حدونو څارنه هم ترسره کوي ، خو  دهغه په خبره پاکستان په جغرافيايي توګه او د شل کلنې افغان جګړې له امله بيا ددغه ترهه ګرۍ سره مخ دی چه پکې نه يوازې چينايي وګړي بلکې د پاکستان عادي وګړي او پوځ هم په نخښه کيږي ۔ بريګډيير سيد نذير وايي دا اوس يو چېلنج دی چې څنګه ددې ترهګریزو بریدونو مخنيوې کېدای شي ۔ دتیرې میاشتې په وروستیو کې د کراچۍ پوهنتون دننه د چينايي ژبې د زده کړې د مرکز په مامورینو ځانمرګي بريد کې درې چينايان وژل شوي وؤ چې د بريد پړه بلوڅ وسلوالې ډلې بي ایل ای پغاړه اخستې وه  . تېر کال 2021 جولایي کې هم د خېبرپښتونخوا په برنۍ ضلعه کوهستان کې په داسو ډيم کې په کار کوونکو چينايي انجنئیرانو برید شوی ؤ چې پکې نهه چينايي وګړي او درې پاکستانيان وژل شوي وو.  تیره اوونۍ د پاکستان د سینیټ ددفاعي چارو د کمېټې مشر مشاهد حسېن سيد وېلي وؤ چې چين د خپلو وګړو او منصوبو د تحفظ لپاره د پاکستان په امنیتي نظام باور بېللی دی. د 46 ارب ډالرو په لګښت جوړیدونکې د سي پېک منصوبه په نړيواله کچه دچین د روانې پروژې بېلټ لېنډ روډ برخه ده او ددې مقصد د چين دمغربي صوبې سنکيانګ د زمکې دلارې د بلوچستان ګوادر بندرګاه سره پېوست کول او بحيره عرب ته لاسرسی ترلاسه کول دي. د ورځپاڼې ډان د یو رپورټ له مخې که څه هم تېره میاشت په کراچۍ پوهنتون کې د بريد وروسته پاکستان کې کار کوونکي چينايي ملازمین خپل هېواد ته بېرته نه دي بلل شوي خو د خپلو ځانونو د حفاظت په اړه د هغوي د پاکستان په توان باور کم شوی دی.

13.05.2022 ډیوه

عمران خان پوځ ته په اشاره د ډالر د نرخ په ختلو نیوکې کړي خو حکومت یې ذمه وار عمران خان ګڼي

دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران دپاکستاني روپۍ د ارزښت په پرله پسې لوئیدو اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ هیواد پوځ ته یې په اشاره ویلي نیوټرلز ته یې خبرداری ورکړی ؤ چې که چرې سازش کامیاب شو نو معاشي بحالي به ډوبه شي. خو دهیواد دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل بیا د روان اقتصادي کړکیچ اؤ د ډالر دنرخ ختو ذمه وار دعمران خان حکومت ګرځولی اؤ وایي دایي ایم ایف اؤ عمران خان ترمنځ دشوي تړون ددلدل نه چې اوځو نو د ډالر نرخ به بیا پریوځي. دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ پاکستان کې دامریکایي ډالر نرخ دتاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی اؤ یو ډالر په ۱۹۳ روپۍ تبادله شوی دی. په ټویټر عمران خان لیکلي نن روپۍ دتاریخ تر ټولو ښکته کچې ته غورځېدلې اؤ ډالر ۱۹۳ روپو ته رسیدلی چې په اتم مارچ په ۱۷۸ روپۍ ؤ. هغه ویلي دکال ۱۹۹۸ نه راپدیخوا دسود کچه ۱۵فیصدي ته رسیدلې ده چې دا هم تر ټولو ستره کچه ده. عمران خان زیاته کړې ده اسټاک مارکیټ ۳۰۰۰ پواینټونه یا شپږ اعشاریه څلور فیصده غورځېدلی اؤ ګراني دجنورۍ کال۲۰۲۰م نه راپدیخوا ۱۳اعشاریه څلور فیصدي ته ختلې ده. هغه ویلي دا هرڅه په امپورټډ حکومت دکم ترینه باور نخښې دي اؤ زیاته کړې یې ده هغه اؤ دخزانې پخواني وزیر شوکت ترین "نیوټرلز" ته خبرداری ورکړی ؤ چې که چرې سازش کامیاب شو نو زمونږ معاشي بحالي به ډوبه شي اؤ دا هرڅه اوس وشول. د نیوټرلز یا بې پلوه اصطلاح عمران خان زیاتره پخپلو ویناګانو کې دهیواد دطاقتور پوځ لپاره کاروي ځکه چې پوځ دریځ لري چې ځان یې په سیاست کې بې پلوه ساتلی دی. خو پوځ پرله پسې خپلو وروستیو بیانونو کې په سیاستمدارانو دا ټینګار هم کړی چې پوځ دې په سیاست کې نه رالړي. په عین حال کې دپاکستان دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل د ډالر نرخ کې داضافې اؤ د وروستۍ ګرانۍ ذمه وار عمران خان ګرځولی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي نن چې ډالر مخ په بره روان دی اؤ ګراني سیوا کیږي اؤ‌ ددې علت دایي ایم ایف اؤ عمران خان ترمنځ شوي تړون اؤ بیا ددغه تړون نه شوې سرغړونه ده. هغه ویلي عمران خان چې کوم تړونونه کړي دي هرکله چې مونږ دهغې له دلدل څخه اوځو نو ډالر به ښکته راشي اؤ اسټاک ایکسچینج به بیا مخ په بره لاړ شي. هغه ویلي "عمران خان چې معیشت په کوم ډګر پریښی دهغې ځائ ته راوستل اسان کار نه دی خو مونږ به یې ضرور ځائ ته راولو " هغه ویلي په پټرولو رعایتونو ورکولو دپاکستان معاشي وضعیت نور هم دسخت مالي فشار سره مخ کړی اؤ نړیواله منډهۍ کې دپټرولو داخستو اؤ په پاکستان کې یې دخرڅولو ترمنځ توپیر حکومت ته داربو روپو زیان ورپغاړه کړی دی. په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د ډالر د ګرانېدو څو علتونه دي، تجارتي خساره په لسو میاشتو کې ۴۰ اربه ډالرو ته رسېدلې ده او ويره څرګنديږي چې په راتلونکو دوه مياشتو کې ۵۰ اربه ډالرو ته ورسي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، چې د بهر نه قرضې اخستل کيږي د ورکولو مخه يې نه وي، د ملک صادرات واردات/ درامدات/ برامدات برابر شوي يا یو شان شوي نه وي حالات به هم داسې روان وي. هغه زياته کړه، په ملک کې سياسي حالات کړکېچن دي، حکومت او اپوزيشن د يو بل پرضد جلسې شورو کړي دي، څو پورې چې په ملکي کچه د حالاتو سمېدو دپاره سنجیده ګامونه نه وي اخستل شوي، اقتصادي مسلې به نورې سېوا کيږي، ډالر به ګرانيږي او ګراني به ورسره نوره جوړيږي، اغېزې به يې په عامو خلکو وي.

13.05.2022 ډیوه

اوکراین له ډانباس سیند څخه د روسانو د تېرېدو مخه نیولې

واشنګټن – اوکراین د روسانو د هغې هڅې مخه نیولې چې غوښتل یې له ډانباس سیند څخه تېر شي. د برتانیې په استخباراتي معلوماتو کې راغلي، "د جګړې په ډګر کې له سیند څخه تېرېدل له ډېر زیات خطر ډک مانور دی او له دې دا څرګندېږي چې د روس قومندانان څومره تر فشار لاندې دي چې باید د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ وکړي." رویټرز خبري ادارې راپور ورکړی چې اوکرایني ځواکونو د ډانباس په سیند باندې ولاړ پول او د روسانو د زغروال ګاډو د کتار ځینې برخې چې غوښتل یې ډانباس سیمې ته واوړي ویجاړې کړې دي. په دې اړه د اوکراین د پوځ لخوا د جمعې په ورځ یوه ویډیو خپره شوې چې په کې په توره بحیره کې د روس د سمندري ځواک په یوې کښتۍ کې بل شوی اور هم ښکاري. اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیېف کې هم روسي ځواکونه په شا تمبولي. تر دې مخکې روسي سرتیري له کیېف او ددغه هېواد له شمال ختیځ څخه هم وتلي وو. د رویټرز خبریالانو دا تایید کړې ده چې اوکراین اوس د سیورسکای ډونیټس تر سیند پورې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي چې دا له خارکیېف څخه ۴۰ کیومټره ختیځ ته پرتې دي. د خارکیېف ښار چې درنې بمبارۍ پرې شوي لږ تر لږه د دوو اونیو راهیسې ارام بریښي او جګړه شمال لوري ته روانه ده. بل پلو الجزیرې د امریکا د جګړې د انسټیټیوټ له خولې خبر ورکړی چې داسې ښکاري روس د اوکراین د روبېژني او ښايي ویو وډېوکا ښارونو کنټرول ترلاسه کړی. د برتانیې د دفاع وزارت استخباراتي معلومات ښيي چې روس هڅه کوي د سلوېنسک او کرامتورسک خواته مخې ته لاړ شي. دا د دې لپاره چې اوکرایني ځواکونو ته ملاتړ او تازه ځواک و نه رسېږي. واشنګټن پوست د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ادارې یا یونیسېف له خولې خبر ورکړی چې په اوکراین کې یواځې تېره میاشت نېږدې ۱۰۰ ماشومان وژل شوي دي. د یونیسېف مرستیال مشر عمر عبدي ویلي، "زیات ماشومان ژوبل شوي او د هغوی په حقونو باندې سخت تېری شوی او په میلیونونو نور بې ځایه شوي دي." او نړیوال بانک خبر ورکړی چې د پیسو لېږد یا مني ټرانسفر دا مهال اوکراین ته په اروپا او مرکزي اسیا کې تر ټولو زیات کېږی او سږ کال ښايي ۲۰ فیصده زیات شي. دا د دې لپاره چې کډوال او نور کسان هغو خلکو ته پیسې استوي چې لا تر اوسه هم په دغه هېواد کې دي. اروپا د اوکراین په جګړه کې د روس لخوا د اټومي برید یادول شرمناک بللي: بي بي سي راپور ورکړی چې د اروپايي شورا مشر چارلېز مېشل وايي، د نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ دی. هغه ویلي، "روس چې یو اټومي هېواد دی په یو خپلواک هېواد اوکراین باندې د برید په حال کې دی او د نه منلو وړ او په شرمناکه توګه د اټومي وسلو د کارولو یادونه کوي." مېشل دا مهال په جاپان کې له هېروشیما څخه لیدنه کوي. دا هغه ښار دی چې په لومړي ځل پرې اټوم بم غورځېدلی وو. اوکراین د جنګي جرم په تور لومړنی روسی سرتیری محاکمه کوي: اوکراین نن یو روسي سرتیری د ادعاو له مخې د جنګي جرمونو له امله محاکمه کوي. ۲۱ کلن وېدېم شېشېمېرېن به لومړنی روسی وي چې په اوکراین د روس د یرغل راهیسې محاکمه کېږي. څارنوال وايي، شېشېمېرېن د اوکراین یو ملکي وګړی په سر ویشتی او وژلی دی. که چېرې مجرم وپېژندل شي نو کېدای شي‌ د عمر قید سزا ورکړل شي.

13.05.2022 ډیوه

ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو په وړاندې محدودیتونه د 'سولې او ثبات' په زیان دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (غوايي ۲۲) په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د وروستیو محدودیتونو په اړه د بندو دروازو تر شا ځانګړې غونډه کړې ده.

13.05.2022 امریکا غږ

عبدالله: 'نظامیانو' پنجشېر، تخار، اندراب او خوست کې ملکي وګړي وژلي

د مصالحې عالي شورا پخوانی مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د راپورنو له مخې په وروستیو ورځو کې په پنجشېر، تخار، اندراب او خوست ولایتونو کې ملکي وګړي صحرايي محکمه او وژل شوي دي.

13.05.2022 امریکا غږ

یوناما یو ځل بیا د نجونو د متوسطه ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

په داسې حال کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو څخه شاوخوا اته میاشتې تیریږي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازوالۍ یا (یوناما) مشرې یو ځل بیا له طالبانو د نجونو د متوسطه ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

13.05.2022 امریکا غږ

اقتصاد پوهان وایي راتلونکي کې دپاکستان کمزوری اقتصاد دنورو ستونزو سره هم مخ کیدای شي

اقتصادي کارپوهان وایې په پاکستان کې وخت په وخت ملکي اقتصاد د سیاست ښکار شوی او سیاسي ګوندونو سیاست د اقتصاد غوړونې  په ځائ د خپلو ګټو دپاره کارولی دی. پوهان وایي دا وخت د پاکستان اقتصاد سخت مشکلاتو سره مخ دی او که حکومت داقتصاد په بنیادي اډانه کې بدلون رانه ولي نو دغه مشکلات به نور هم سیوا او خطرو سره به مخ شي. د اقتصاد ماهر طاهر امین  وي او اې ډیوه ته وایي تیرو حکومتونو هم اقتصاد د سیاسی ګټو دپاره کارولی او د اقتصاد په ځانګه کې یې بدلون نه دی راوستی . هغه  وایې موجوده حکومت هم د تیر حکومت په لاره روان دی په کوم کې چې په سیاسي بنیاد د توانایۍ بیعې په ځائ ودرول شوې وې. هغه وایې  دپاکستان په بنیادي اقتصادي ځاندره کې د بدلون ضرورت دی او هغې ته پام نه ګرځوکول کیږي.  دنوموړي په وینا د پاکستان اقتصادي بنیاد د 70 فیصدي په بلواسطه مالیا اډانه دی چې پکې  په عام وګړي د ټیکسونو بوج زیات دی او  مالداره خلک خپلې مالی ګوشوارې هم نه جمع کوي،  دبجلۍ په محکمه کې د اصلاحاتو ضرورت دی. "هر حکومت چې راځي لنډ مهاله فیصلی کوي، خلکو ته ریلیف ورکړي خو د هغې بیا په اقتصاد بدې اغیزې کیږي، تر کومه چې په بنیادي اډانه کې اصلاحات نه وي شوي نو ګراني به زیاتیږي، ټيکسونه به زیات شي او بې روزګاري به هم زیاته شي" اقتصاد پوهان وایي دا وخت د پاکستان اقتصاد مشکلاتو سره مخ دی،د پاکستان تجارتي خساره 39 اربه ډالره ته زیاته شوې ده، د روپۍ په پرتله د ډالر بيعه 193 روپۍ نه زیاته شوې،  دمجموعي غیر ملکي زرمبادلې ذخیره 16.1 اربه ډالره ده او په ملکي کچه ګراني 13.37فیصدي ده او په ملکي کچه په ګرانۍ کې نوره هم اضافه کیږي . تر دې وړاندې د پاکستان دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل  ویلي وؤ د تیر حکومت له خوا په تیلو او بجلۍ ورکړل شوي رعایتونه به ختم کړي خو روانه میاشت د 15 نیټې پورې  وزیر اعظم شهباز شریف دغه رعایتونه پځائ ساتلي دي. د اقتصاد ماهر لحاظ علی وایي د نړیوالې مالیاتی ادارې ایي ایم ایف دپور دپروګرام د دوام دپاره دا ضروري ده چې پاکستان په تیلو او بجلۍ رعایتونه ختم کړي او د 343اربو روپو د مالیې ستونزه هم هواره کړي. هغه وایي موجوده حکومت هم د سیاسي مصلحت ښکار دی او نه شي کولی چې رعایتونه ختم کړی او د پاکستان د اقتصاد دپاره دا ډیره ضروري ده چې ټول سېاسي ګوندونه دغه ستونزه هواره کړي. "زمونږ د مالیې نیغ په نیغ تړون د بجلۍ،ګیس او تیلو سره دی او باقی د مالیې نظام کمزوری دی سیاست په خپل ځائ، زما په خیال د ټولو سیاسي ګوندونو ذمه واري  ده چې یوه جامع پالیسي جوړه کړي او د هغې مطابق  د تیلو د قیمتونو فیصله کیږي" د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان هم نن پخپله اداریه کې لیکلي چې په پاکستاني مارکیټ کې دردوونکي خبرونه ښایي چې موجوده د پاکستان مسلم لیګ ن حکومت هم ددې جوګه نه دی چې د اقتصادې ودې دپاره ګامونه واخلی . د اداریې ترمخه ښکارې داسې چې دا حکومت هم په شخصي سلاکانو کې مشغول دی او  اقتصاد ته د ودې ورکولو په ځائ  د ټول ټاکنو خبرې کوي. ورځپاڼه وایې ټول ټاکنې او احتساب  د راتلونکو ټول ټاکنو د ګټې ضمانت نه  دی بلکې اړینه داده چې حکومتونه په اقتصادي بنیادونو سختې فیصلې وکړي او ملکي اقتصاد بچ کړي

13.05.2022 ډیوه

پاکستاني طالبانو سره مذاکراتو لپاره دمسیدو جرګه افغانستان ته لېږل شوې

د پاکستان حکومتي سرچينې تاييدوي چې دجنوبي وزیرستان دمسیدو جرګه د لاقانونه ګرځول شوې تندروه ډلې تحریک طالبان پاکستان د مسیدو طالبانو سره خبرو د پاره نن د زیارت په ورځ د ټانک نه روانه شوې چې پکې د مسید قبیلې مخور مشران شامل دي، د جنوبي وزیرستان انتظاميه وايي د ټي ټي پي مسیدو څانګې سره د خبرو دپاره د مشرانو دیرش کسيزه ډله د جنوبي وزیرستان انکور اډې د لارې د افغانستان پکتیکا ولایت ته لېږل شوې او دوی ته په حکومتي کچه د مسیدو وسله والو سره د مذاکراتو کولو باور ورکړی شوی دی. د مسیدو دیرش کسیزه قامي جرګه تیره اوونۍ په ټانک کې وروسته له هغې جوړه شوې چې تیره میاشت د جنوبي وزیرستان مکین او شوال سیمې کې بیا ځایې خلکو ته د کورونو پریښولو ویل شوي وو  او د مسید قام مشرانو ویلي وؤ په دې اړوند به دوئ د دواړو خواؤ حکومت او طالبانو سره خبرې کوي. د دیرش کسیزه جرګې ځینې مشرانو وي او ای ډیوه ته وویل تیره ورځ یې په علاقه کې د حکومتي او پوځي چارواکو سره لېدلي او نن د ټانک نه مسیدو طالبانو سره لیدو ته روان شوي. هغوي وویل د دوئ هدف د علاقې دامنیت په خاطر دواړه فریقه خبرو ته کیښنول دي.  د جنوبي وزیرستان انتظامیه تایيدوي چې تحریک طالبان سره د مسید قبیلې مشرانو دیرش کسیزه جرګه دجنوبي وزیرستان انګور اډې د لارې پکتیکا ته لیږل شوې او بیا به هلته د افغان طالبانو سره لیدنې ته بوتلل کیږي. ځینې سرچینې وایي دغې جرګې ته د پاکستان دامنیتي ادارو او پوځ ملاتړ هم تر لاسه دی خو پوځ په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي. سیمه کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډیوه ته وویل دې نه وړاندې د طالبانو سره دوه ځله د خبرو کولو هڅه شوې او دا دریم ځل دی چې بیا کوشش کوي.  هغه وویل لومړۍ د پاکستان حکومت د افغان طالبانو حقاني شبکې د لارې او بیا یې د قبایلي سیمې مشرانو د لارې هڅه کړې خو څه نتیجې ته نه دي رسیدلي . د هغه په وینا اوس د مسیدو جرګې لخوا دوئ ته د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو کولو ویل شوي او دوی ته پوره باور ورکړل شوی دی. هغه زیاته کړه که خبرې نه منل کیږي د ادارې دریځ واضح دی او چاته د امن خرابولو اجازه نه ورکوي.  اخواطالب سرچینې وایي دوی کله د مذاکراتو نه انکار نه دی کړی او سنجیده مذاکراتو ته تیار دي خو بې اختیاره خلکو سره مذاکرات نه کوي.   د مسیدو جرګې سره خبرو  لپاره په لاندې کچه کمیټي جوړه کړی شوې ده او وړاندې چې کوم مذاکرات شوي په هغې کې څه پرمختګ نه دی شوی.  څيړونکي وايي په بیلا بیلو مرحلو کې د تحریک طالبان پاکستان او حکومت ترمینځه د مذاکرتو کوشش روان دی خو ښکاري دواړو خواؤ څخه د منځ کسانو ته پوره واک اختیار نه ورکړل کیږي ځکه یې څه ښې نتیجې مخې ته نه راځي. له دې وړاندې د نومبر په مياشت کې هم د خبرو ويل شوي وؤ او يوه مياشت ډز بندي هم شوې وه خو هغه ډز بندي بيا ماته شوې او د پاکستان پوځ د ټي ټي پي پرضد د جګړې کولو ويلي وو.  د مسیدو جرګه د پاکستاني طالبانو سره خبرو کولو د پاره په داسې حال کې افغانستان ته لیږل شوې چې پاکستاني طالبانو روانه میاشت لومړی لس ورځې او بیا یې د مې 15 نیټې پورې پینځه ورځې ډز بندۍ کې نوره پراختیا کړې ده.  تیره اوونۍ د پاکستان د سینیټ غړي صالح شاه دمسیدو جرګې ته ویلي وؤ د دوئ په مینځګړتوب د دواړو خواؤ ترمینځه خبرې روانې دي او طالب وسله والو اؤ حکومت ته یې د ډز بندۍ ویلي دي.   هغه ویلي وو دې لپاره د قبایلي سیمو مشرانو شپږ کسیزه کمیټي جوړه شوې خو د کمیتۍ یو غړي د نوم نه اخستو په شرط وویل دا خبرې بې د څه نتیجې ځنډول شوي او د دواړو خواؤ غوښتې یو بل ته د منلو وړ نه وې. هغه وویل دوئ ته ویل شوي چې امریکه تللې ده اؤ اوس جهاد ختم شوی او تحریک طالبان دې په رضاکارانه توګه وسله وغورځوي او د پاکستان ائین او قانون دې ومني ،د دوی پرخلاف به هیڅ کاروایي نه کیږي او دوئ ته د 50 نه د زیاتو مهمو کسانو د خوشي کېدو باور ورکړل شوی ؤ. خو دطالبانو دریځ ؤ چې د دوئ مطالبې نورې دي او هغې کې یوه غوښتنه قبایلي ضلعو نه دپوځ ویستلو هم ده. په 19 مارچ د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل فېض حميد د جنوبي وزيرستان سفر کړی ؤ او ويلي يې وو، چې پاکستاني طالبان دې د جنګ نه لاس واخلي او بيرته دې خپلو علاقو ته ستانه شي، هغه ویلي وؤ که پاکستاني طالبان د پاکستان ايين او قانون  ومني نو پرضد به یې هیڅ ډول کارروايي نه کيږي خو که چرته کوم وسله وال د جګړې نه لاس نه اخلي نو د دوئ پرضد به د دښمن په څېر چلند کيږي.  نوموړي دغه خبرې د سپينکي رغزي په کېډټ کالج کې د يوې دستورې په مهال کړې وې. دې نه وړاندې امنیتي سرچينې وي او اې ډيوه ته تاييد کړې وه چې د تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو پروسه په مخ په وړلو لپاره د هغوي په لسګونو شمېره کې بندیان خوشي کړی شوي دي.  د جنوبي وزیرستان د مسید قبیلې مشر د پي ټي ایم فعال او د مسیدو د روایتي جرګې غړی رحمت شاه مسید وایي د تیرو دو لسیزو نه د ناامنۍ سره مخ دي او د وسله والو پرضد د راه نجات عملیاتو کې بې کوره شوي . وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي د لس کاله کډوالۍ وروسته په علاقه کې دهغوئ کورونه ،بازارونه وران ویجاړ کړل شوي دي او تر اوسه د هغې مرستې نه ورکړل کیږي . هغه وویل دوئ سیمې ته تر هغې وروسته ستانه کړی شوي  چې ورته ویل شوي وو چې دا سیمې په بشپړه توګه پاکې کړی شوې دي. د رحمت شاه په خبره  دوئ ته لومړی د وسله والو پرضد د لښکړ جوړولو ویل شوي او بیا ورته د کورونو پریښولو ویل کیږي.  هغه تور پوری کړو چې دغلته د دوئ  سیمو ته بیا ناامني راوړول کیږي او ددې مخنوي لپاره د مئ په لسمه مولی خان سرایې او بیا د مې په 15 په مکین سیمه کې د قام لویه جرګه کیږي.  هغه زیاته کړه د ځایي مشرانو د لارې دې نه وړاندې د حکومت او وسله والو ترمینځ معاهدې شوې خو ناکامه شوي دي. او که څوک دوئ ته بیا دکورونو پریښولو امر کوي دوی علاقه نه پریږدي. په پیښور کې میشت د وزیرستان سیمې سره تړاؤ لرونکي خبریال ناصر داوړ وویل په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو پروسه روانه شوې د اعتماد جوړولو د پاره ټي ټي پي ډز بندي کړې او دحکومت له لوري د هغوي دځینېو مهمو کسانو دخوشي کولو راپور ټونه مخې ته راغلي دي.  هغه وویل که دا مزاکرات کامیاب هم شي دې نه وړاندې 2004م نه 2007م پورې وخت په وخت وزیرستان نه تر سواته د وسله والو سره د امن معاهدې شوي او ورسته هغه معاهدو خاتمه د عامو خلکو په تاوان شوې ده.  هغه وویل معاهدې وشي خو په دغه معاهدو د عمل کولو اؤ ودریدو واک چاسره نه وي نو ځکه عموماً بیا داسې معاهدې نه کامیابیږي.

13.05.2022 ډیوه

پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې نوره غورځېدلې، يو ډالر د 193 روپو نه سېوا شوی

په پاکستان کې د ډالر په مقابله کې د روپۍ قدر نور هم غورځېدلی دی، او د روپۍ په مقابله کې د يو ډالر بيه 193 روپۍ او 10 پېسو ته رسېدلې ده. په پاکستان د پېسو د بدلوونکو اتحاديې (فاريکس اېسوسي اېشن) د شمېرو ترمخه په ننۍ ورځ (13 مې ) يوه روپۍ او لس پېسې ډالر نور ګران شوی دی. تير د کال 2021 د مارچ په مياشت کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيه 155 روپۍ وه. او روان کال 2022 د مارچ په مياشت کې ډالر 185 روپو ته رسېدلی وو. او یواځې په يو کال کې ډالر 30 روپۍ ګران شوی دی. او تېره ورځ په انټر بېنک مارکيټ کې د ډالر بيه 192 روپۍ ریکارډ کړی شوې وه، په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د ډالر د ګرانېدو څو علتونه دي، تجارتي خساره په لسو میاشتو کې 40 اربه ډالرو ته رسېدلې ده او ويره څرګنديږي چې په راتلونکو دوه مياشتو کې 50 اربه ډالرو ته ورسي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، چې د بهر نه قرضې اخستل کيږي د ورکولو مخه يې نه وي، د ملک صادرات واردات/ درامدات/ برامدات برابر شوي يا یو شان شوي نه وي حالات به هم داسې روان وي. هغه زياته کړه، په ملک کې سياسي حالات کړکېچن دي، حکومت او اپوزيشن د يو بل پرضد جلسې شورو کړي دي، څو پورې چې په ملکي کچه د حالاتو سمېدو دپاره سنجیده ګامونه نه وي اخستل شوي، اقتصادي مسلې به نورې سېوا کيږي، ډالر به ګرانيږي او ګراني به ورسره نوره جوړيږي، اغېزې به يې په عامو خلکو وي. اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان درامدات په ريکارډ کچه زيات شوي دي، چې له امله يې د پاکستان مجموعي غېر ملکي زر مبادله د سټېټ بېنک د وېنا ترمخه 16 اعشاريه يو ارب ډالره ته راټيټه شوې ده، چې له امله يې چې پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده. د اقتصاد پوهانو په وېنا د پاکستان د درامداتو 20 فيصده برخه په توانايۍ (تیلو او ګېسو) مشتمل ده چې له امله يې د وزارت د خزانه د وېنا ترمخه په تيرو لسو مياشتو کې د پاکستان تجارتي خساره 39 اربه ډالره ته رسېدلې ده، او د هغې اثر د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کمېدو کې ليدل کيږي. (په دې خبر کې ځينې مالومات د ډيوه خبريال رياض حسېن شريک کړي دي).

13.05.2022 ډیوه

کوټه: پښتو اکېډمۍ کې څلورم نړیوال کانفرنس پېل شوی

په کوټه کې نن د جمعې په ورځ (13 مې) د "سهيلي پښتونخوا ادبي، تاريخي او کلتوري يون" د عنوان لاندې څلورم درې ورځنی نړيوال سيمینار پېل شوی چې پکې د افغانستان او پاکستان د بېلابيلو برخو نه پښتانه ادیبان، شاعران، ليکوالان ګډون کوي. د کوټه پښتو اکېډمۍ جنرل سيکرټري خليل باور وايي، دغه سيمینار ته د افغانستان او خېبرپښتونخوا او په بلوچستان نه ګډون وال رابلل شوي او د 200 پورې ټول ګډون وال پکې برخه اخلي چې پکې مېرمنې هم شاملې دي. وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وویل، دې سيمینار ته د افغانستان نه نهه تنه رابلل شوي خو څلور پکې راغلي او نور د ويزې د ستونځې له امله نه دي راغلي. هغه وویل د خېبرپښتونخوا نه 23 اديبان، شاعران، ليکوالان پوهان په سيمینار کې ګډون کوي. ښاغلي باور وويل، د دې اوسني سيمينار ځانګړتیا دا ده چې په دې کې د سويلي يا جنوبي پښتونخوا (بلوچستان کې د پښتنې سيمې) په ادب مقالې اورول کیږي او بحثونه پرې کيږي. هغه وویل په تیرو سيمینارونو کې به د پښتو په ټول ادب بحثونه کېدل خو دې ځل له د سویلي پښتونخوا د ادب د نور ټول نړیوال ادب سره پرتليز جاج اخستل کيږي. د نوموړي په وېنا د دې سيمینار تر ټولو غټ مقصد دا دی چې د خېبرپښتونخوا او افغانستان نه تر بهرنیو هيوادونو پورې ټولو پښتنو اديبانو ته يوه پراخه پراخه فلېټ فارم ورکړي چې په شريکه ادب مطالعه کړي بحثونه پرې وکړي، ټول پښتانه اديبان د يو بل سره وويني په يو بل پوهه شي او د وحدت يو سفر رامنځته کړي. سيمینار ته د خېبرپښتونخوا نه راغلی شاعر او اديب فېض الوهاب فېض وايي، دا کانفرنسونه که په جنوبي پښتونخوا، خېبرپښتونخو او افغانستان کې کيږي، دا ډېر اهيمت لري، ځکه چې په پښتونخوا وطن کې که هر چرته سياست کيږي ادب تخليق کيږي، د داسې سيمینارونو د لارې پښتانه اديبان، ليکوالان يو بل د نزدې نه وويني، او په يو بل خبر شي. هغه وویل، د داسې ډول سيمینارونو سره شعور عاميږي، د يو بل سره د نزدې نه د خبرو موقع ترلاسه کيږي، وحدت رامنځته کيږي او که په يوه خبره نيمه يا مسله نیمه څوک خبر يا مالومات نه لري د داسې سيمینارونو د لارې خبر شي او که چرته مسلې وي هغه هواره شي. هغه دا هم وويل، د داسې ډول سيمینارونه د لارې د بېلابيلو سيمو ليکوالان اديبان د يو بل سره د نزدې نه وویني د يو بل په حال خبر شي، رابطې جوړې شي کوم چې د يو والي سبب جوړيږي او د ټولو په ګټه تماميږي. په کوټه کې په پښتو اکېډمۍ کې دا نړيوال سيمینار به په 15 مې د اتوار په ورځ پای ته رسي.

13.05.2022 ډیوه

په کراچۍ کې د لاقانونه ګرځول شوو بېلتون خوښو ډلو بریدونه خطره جوړيږي؟

په کراچۍ کې تيره شپه (د 12م مې ) په شپه يوه چاودنه شوې چې پکې يو تن وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي، د دغه چاودنې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې سندهو دېش ریولوشنري ارمي (اېس ار اې) منلې ده. دا بريد په داسې حال کې شوی چې په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې (کنفوشيس انسټيټيوټ) د استازانو په ګاډي ځانمرګی بريد شوی، د دوه ښځينه او يو سړي چينايي استاز په ګډون پکې څلور تنه وژل شوي وو. بلوچ لبرېشن ارمي (بي اېل اې) نومې ډلې د دغه بريد زمه واري منلې وه چې د دغه ډلې د مجيد بريګيډ لومړۍ ښځينه فدايي دغه بريد کړی وو. چين په دغه پېښه سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې وو د چينايانو وينه به بايد بې ځايه توی نه شي او چا چې دغه کار کړی قيمت به يې ورکوي. د پاکستان د سيند صوبې وزيراعلا مراد علي شاه نن په 13 مې په کراچۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې وویل، "تېره شپه چې د ترهګرۍ کومه پېښه شوې او يوه وړاندې شوې وه، کله يې بلوڅ تنظيم او کله يې سندهي تنظيم زمه وارۍ مني، خو د ترهګرو نه مذهب او نه ژبه شته، دا پاکستاني نه دي او دا انسانان نه دي". مراد علي شاه وويل، "زه د خپل طرفه او ټول پاکستان د طرفه خبرداری ورکوم، چې مونږ په کراچۍ کې ډېرې بدې ورځې ليدلي دي، هغه وخت به بيرته راتلو نه پرېږدي". هغه زياته کړه، " دوی به دغه ترهګر هر ځای ولټوي او ختم به یې کړي". اېس ار اې نومې تنظیم چې د بېګانۍ چاودنې زمه واري منلې، ويلي يې دي، "دغه چاودنه يې په پاکستانۍ ايجنسۍ کوسټ ګارډ/ساحلي ځواک په ګاډي کړې او تاوان يې ورته اړولی دی، او دغه تنظيم دعوه کړې چې د سيند د ازادۍ پورې د مزاحمتي جګړې جاري ساتلو ژمنه کوي". ايا په کراچۍ کې دا تازه چاودنه او په کراچۍ پوهنتون کې بريد تړاو لري؟ ، په کراچۍ کې مېشت خبريال نعمت خان وايي، "په کراچۍ کې دا تازه بريدونه څرګندوي چې بېلتون خوښو تنظميونو خپل عمليات ګړندي کړي دي، او دا د هغې وروسته ګړندي شوي چې د کال 2020 د جولايۍ په میاشت کې کله بي اېل اې او د بي اېل اېف تنظميونو اتحاد د اېس ار اې سره متحده محاذ جوړ کړو او ويلي يې وو چې دې اتحاد له به نوم هم ورکوي، خو نوم يې بيا مخې ته نه وو راغلی". خو نوموړی وايي، "اېس ار اې له دې وړاندې د وړو بريدونو زمه وارۍ منلي، خو بيا داسې ويل شوي وو چې که د سندهي او بلوڅو تنظميونو اتحاد کيږي نو دوی دواړه به د یو بل نه تربيتي مرستې ترلاسه کوي او د دې اتحاد نه وروسته بيا د کراچۍ په لياقت اباد غوندې علاقه کې (د ښار مرکزي علاقه) اېس ار اې په رېنجرز ځواک حمله کړې وه، نو يقينا دا د يوې خطرې نشاندهي کوي". د نوموړي په وېنا، "بي اېل اې چې دلته ځايي ملاتړ ورته نه دی ترلاسه، اېس ار اې بيا دوی ته مالوماتي مرستې ورکولی شي او بي اېل اې بيا د دوی تکنيکي او ملټري مرستې ورکولی شي نو دا اتحاد او چاودنې د خطرې نشاندهي کوي". تېره شپه چې په کراچۍ کې کومه چاودنه شوې په اړه يې پوليس چارواکو ویلي، "دا ويل به د وخت نه وړاندې وي چې د کراچۍ پوهنتون او دې چاودنې د يو بل سره تړاو شته که نشته". د پاکستان حکومت چې د کال 2020 د مې په مياشت کې سندهو دېش ريولوشنري ارمي (اېس ار اې) لاقانونه ډله ګرځولې ده، دې ډلې د کال 2016 د مې په مياشت کې د کراچۍ په ګلشن حديد سيمه کې په يو چينايي اينجينير د چاودنې زمه واري منلې وه. هغه وخت د دغه چاددنې د ځاې نه يو پمفلټ (پرچي) ترلاسه شوې چې پرې په سندهۍ ژبه کې ليکل شوي وو، "د سيند په وسايلو پردۍ قبضه نه منو". تېر کال د اپرېل په میاشت کې د کراچۍ د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه چې په کراچۍ کې د چينايي وګړي د رېسټورنټ په ګاډي د مقناطيسي بم چاودنې په تور کې نيول شوي تن ممتاز سومور په مالوماتو يې د اېس ار اې مهم کمانډر جاوېد منګريو نيولی دی. جرنلسټ روحان احمد په ټويټر ويلي، "اېس ار اې چې په کال 2010 کې جوړ شوی تنظيم دی، دا تنظیم د کال 2020 وروسته ډېر فعاله شوی، په رېنجرز ځواک يې په کراچۍ، سکهر، ګوټکي، لاړکانه او د صوبې په نورو برخو کې د لاسي بمونو بريدونه کړي او په 2016م کې يې په کراچۍ او سکهر کې دوه ځله په چينايي اينجينيرانو د بريدونو زمه وارۍ منلي دي".  

13.05.2022 ډیوه

بلينکن د طالبانو لخوا په ښځو او جينکو د بندېزونو په زياتېدو د خفګان څرګندونه کړې

د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ويلي، په افغانستان کې په ښځو او جينکو په زياتېدونکو بندېزونو د خفګان/ افسوس څرګندونه کوي. نوموړي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ښځو او جينکو حجاب/ لازمي کړی دی. انتوني بلينکن په ټويټر ويلي، زه د جي سېون همکار هيوادونو سره په ګډه په افغانستانستان کې د طالبانو لخوا په ښځو او جينکو د زياتېدونکو بندېزونو د خفګان څرګندونه کوم. نوموړي زياته کړې، دغه بندېزونه به د افغانستان د نيمې ابادۍ قابليت، برابر او په ټولنه کې د هغوی د سولې، ثبات او پرمختيا دپاره د ودې کردار په سخت محدوده کړي. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په اوومه جنورۍ په هيواد کې ښځو ته د حجاب حکم کړی چې "د مسلمانو اصيلو، بالغو، ښځو لپاره شرعي حجاب رعايت کول فرض او ضروري دی". د طالبانو دغه پرېکړې په افغانستان او نړۍ کې زیات غبرګونونه را پارولي او د دوی دغه پرېکړه یې د ښځې د ازادۍ خلاف او د بنیادي بشري حق سرغړونه بللې ده. د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تهامس ويسټ هم د طالبانو په دغه ګام اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې وو، د ښځو دپاره د طالبانو تګلارې/ پاليسيانې د بشري حقونو سرغړونه ده، او دا به د دوی په نړيوالو اړيکو منفي اغېزې دوامداره وساتي. له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس هم د طالبانو لخوا د ښځو د حجاب په پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې وه. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د طالبانو پر دې پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې وو کېدای شي د طالبانو دا کار له نړیوالې ټولنې سره د دوی اړیکې نورې هم ترینګلې کړي. یورپي ټولنې د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفت کړی او ويلي يې وو د دوی حکومت پرله پسې داسې مسایل را مخې ته کوي چې یا لږ ارزښت لري او یا د خلکو ستونځه نه ده. د جينکو او بشري حقونو نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ د طالبانو دغه پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي وو، زه د نړيوالو مشرانو نه غواړم چې په ګډه دې اقدام وکړي، د ملينونو ښځو او جینکو د بشري حقونو د سرغړونې په سر دې د طالبانو سره حساب وکړي. ملاله يوسفزۍ ويلي، طالبان غواړي چې جينکۍ او ښځې د عام ژوند نه لرې کړي، دوی د سکول او کار نه لرې وساتي، او د دې جوګه پاتې نه شي چې د کورنۍ د نارينه نه پرته سفر وکړي. يوسفزۍ ويلي، مونږ بايد دغه احساس د لاسه ور نه کړو چې طالبان د ښځو په اړوند خپلې کړې ژمنې په دوامداره توګه ماتوي. په داسې کې چې ښځې اوس د خپلو بشري حقونو او عزت د جګړې دپاره کوڅو ته راوتلي، مونږ ټول، په ځانګړي ډول د مسلمانانو هيوادونو، چې د دوی سره ودریږو. د بشري حقونو د څار سازمان وایي‌ پر ښځو د حجاب د جبري کولو له پرېکړې د طالبانو هدفونه دا ښکاره کوي چې دوی غواړي ښځې او نجونه په بشپړه توګه له ولسي ژونده ورکې کړي. خو طالبانو د حجاب په اړوند ويلي، دوی غواړي چې خوېندې يې په عزت سره او محفوظ ډول ژوند وکړي.

13.05.2022 ډیوه

د امریکا او اسین غونډه کې د برما څوکۍ تشه ده

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (غوايي ۲۲) د امریکا او د جنوب ختیځې اسیا د ملتونو سازمان (اسین) دوه ورځنۍ غونډه په واشنګټن ډي سي کې پیل کړه.

13.05.2022 امریکا غږ

بلینکن په ښځو باندې د طالبانو په محدودیتونو انتقاد وکړ

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په ښځو باندې ورستي محدودیتونه او بندیزونه وغندل.

13.05.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more