ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


حقاني: امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګورو؛ ژر به د نجونو د تعلیم په اړه ښه خبر واورئ 

د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړي مقام سراج الدین حقاني ژمنه کړې ده چې «هېواد» به یې بیا د امریکا د متحدو ایالتونو لپاره تروریستي تهدید نه وي‌ او دوی [طالبان] امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګوري. 

17.05.2022 امریکا غږ

ډیبورا لاینز له امیر خان متقي سره د ښځو پر حقونو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مشرې ډیبورا لاینز نن د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د ښځو د زده کړې، کار او تګ راتګ د حقونو په اړه خبرې وکړې. یوناما په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې دیبورا لاینز په دې کتنه کې دغه راز له پنجشیر څخه د ورکړل شویو راپورونه په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه. په ټویټ کې دغه راز ویل شوي چې د ټولشمولیت او روغې جوړې پر لورګامونه اخیستل کېږي او یوناما به له ټولو امکاناتو کار واخلي.  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دغې کتنې په اړه په څو ټویټونو کې ویلي چې آغلې لاینز وویل، هیڅوک په افغانستان کې د جګړي او جنګي ډلو ملاتړي نه دي او نه یې هم د افغانستان په ګټه بولي. نوموړي ویلي چې ښاغلي متقې یادونه وکړه چې ملګرو ملتونو او نړۍ ته دې د افغانستان په اړه حقایق لکه امنیت، د فساد او اختلاص مخنیوی، د داعش او مخدره موادو له منځه وړل په جدي او واقعي ډول ورسوي.  

17.05.2022 ازادي راډیو

د بخښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د میلیونونو ښځو راتلونکې په خطر کې ده

د طالبانو لخوا د ښځو په وړاندې د محدودیتونو زیاتوالي سره هم مهاله د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا په دغه هیواد کې د ښځو په وړاندې د تعبعیض د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې په دغه هیواد کې د میلیونونو ښځو راتلوونکی په خطر کې دی.

17.05.2022 امریکا غږ

طالبان: له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل زیات شوي

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو او ستنېدو بهیر کې زیاتوالی راغلی او د ورځې شاوخوا ۲۰۰۰ افغان کډوال هیواد ته ستنیږي.

17.05.2022 امریکا غږ

پاکستان: په لکي مروت کې دوه پوليس او شمالي وزیرستان کې دوه ترهګر وژل شوي

د پاکستان پوځ نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (17 مې) ویلي، د شمالي وزیرستان په بويه علاقه کې يې د تحریک طالبان پاکستان انتهايي مطلوب ترهګر دوه وژلي دي. بل لور ته نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (17 مې) د شمالي او جنوبي وزيرستان سره په پوله پرته لکي مروت ضلع کې دوه پوليس نامالومه کسانو په ډزو وژلي دي. د لکي مروت پوليسو وياند شاهد وي او اې ډيوه ته وویل، د پوليس سرتيرو د وژلو پېښه د غزني خېل تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې او دغه پوليس اهلکار د امتحاني هال د ډیوټۍ نه بيرته روان وو او په هدف شوي دي. په سمدستي توګه د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې. د پوځ په وېب پاڼه د ورکړی شوي خبر  ترمخه د 16 او 17 مې په مینځنۍ شپه کې د شمالي وزيرستان په بويه علاقه کې د پوځ او ترهګرو ترمنځ  ډزې شوي دي. ويل شوي په ډزو کې دوه ترهګر وژل شوي، او د ترهګرو پېژندګلو د رشيد عرف جابر او عبدالسلام عرف چمتو په نومونو شوې ده، او د دوی د قبضې نه وسله هم ترلاسه شوې ده. په خبر کې دعوه شوې چې وژل شوي ترهګر په علاقه کې په ترهګرو عملياتو کې ککړ وو. د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرو د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې د خالي/ شنبې په ورځ (14 مې) د شمالي وزيرستان په ميرعلي کې د پاکستان په پوځ يو ځانمرګی بريد شوی وو. پوځ په دغه پېښه کې د درې پوځيانو او درې ماشومانو د وژل کېدو ويلي وو. د دغه ځانمرګي بريد زمه واري چا نه وه منلې. د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف دغه ځانمرګی بريد غندلی او ويلي يې وو د پوځيانو د وژلو غچ/ بدل به اخلو. خو هم په دغه ورځ ماسخوتن د شمالي وزيرستان د میرانشا په ډنډي درپه په خېل سيمه کې په يو دوکان نامالومه کسانو ډزې کړې وې چې پکې پينځه کسان وژل شوي وو. پوليسو دغه پېښه تاييد کړې او ویلي يې وو، چې دا هدفي بريد وو. د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي د دوه ترهګرو وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د مسيدو د جرګې د لارې خبرې روانې دي، او جرګې ويلي دي چې دواړو خواو دوی ته د خبرو باور ورکړی دی. د جرګې يو غړي د نوم نه ښکاره په شرط وي او اې ډيوه ته وويل، چې دوی د دواړو خواو ترمنځ خبرې جوړې کړي، او طالبانو ورته ویلي چې دوی په مذاکراتو کې سنجيده دي، او د ټي ټي پي مشرتابه ورته دا هم ویلي چې که حکومت په خبرو کې سنجيده وي نو يواځې د مسيدو طالبانو سره نه بلکې د ټولو طالبانو سره دې خبرې وکړي. د جرګې غړي وويل، دغه خبره يې د حکومت سره شريکه کړې او حکومت ورته باور ورکړی چې د ټول ټي ټي پي سره خبرو ته تيار دی. د حکومت او ټي ټي پي دا خبرې په داسې حال کې شوي چې طالبانو د وړوکي اختر په ورځو کې د لسو ورځو ډز بندي کړې او بيا دغه ډز بندي د 15 مې پورې غځول شوې او ټي ټي پي ويلي وو په 16 مې به د دوي ډز بندي ختمه وي.

17.05.2022 ډیوه

د پاکستانۍ روپۍ په مقابله کې ډالر د 195 روپو نه سېوا شوی

د امریکايي ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ پرله پسې غورځيږي او د پرون راهسې نزدې يوه نيمه روپۍ ډالر نور ګران شوی او روپۍ راغورځېدلې ده. په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو اتحاديه وايي، نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (17 مې) په پرانستي مارکيټ کې يو ډالر په 195روپۍ او 50 پېسې دی، تيره ورځ يو ډالر په 194 روپۍ او 60 پېسې ريکارډ شوی وو. د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ په داسې حال کې پرله پسې بې قدره کيږي، چې په پاکستان کې اقتصادي کار پوهان وايي، په ملک کې اقتصادي او غېر يقيني صورتحال روان دی. د پاکستان د پېسو بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د پاکستان درامدي بل سېوا دی، تجارتي خساره سېوا کيږي حکومت ته يې سپارښتنه کړې هغه څيزونه چې ضروري نه دي د بهر نه راغوښتل دې ودرول شي. وي او اې ډيو سره په خبرو کې هغه وويل، وزيراعظم ته يې ويلي چې د لګژري څيزونو راغوښتل دې منع کړی شي، د هغه په وېنا هغه څيزونه لکه ګاډي او ورسره نور څيزونه چې ضروري نه دي، او د هغې په سر شپږ اربه ډالره ورکول وي نو که دغه څيزونه ودرول شي نو دا شپږ اربه ډالره به بچ شي. د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، څو پورې چې د نړیوالې مالياتي ادارې سره خبرې نه وي شوي په ملک کې به غېر يقيني صورتحال روان وي. د اقتصادي چارو کار پوهه سلمان شاه وايي، په روان وخت کې د ايي اېم اېف سره د پاکستان خبرې ضروري دي، پکار ده چې پاکستان خپلې مسلې د نړيوالې ادارې سره شريکې کړي او اداره چې کومې خبرې تجويز کړي نو په هغې عمل هم پکار دی. هغه وویل که د ايي اېم اېف سره خبرې نه کيږي نو دغه غېريقيني صورتحال به روان وي. د پاکستان د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ويلي، سبا په 18 مې د ايي اېم اېف سره خبرو ته کښېني. په وروستيو کې د پاکستان مرکزي بېنک ويلي وو چې د بېنک غېر ملکي زر مبادله ذخیره 190 ملينه ډالره راکمه شوې او دا لس اعشاريه 31 بلينه ډالره ته راکوزه شوې ده. د پاکستان د خزانې وزارت وايي، د روان مالي کال په لسو مياشتو کې (د جولايي نه تر اپرېل پورې) تجارتي خساره 39 اعشاريه دوه اربه ډالرو ته رسېدلې ده، په تېر مالي کال 2020 او 21 کې هم په دې موده کې تجارتي خساره 23اعشاريه اته اربه ډالره وه، او په دې کې 65 فيصده اضافه شوې ده. بل لور ته د حکومت د وېنا ترمخه د روان مالي کال په لسو مياشتو کې د پاکستان برامدات 26 اعشاريه دوه اربه ډالره ته رسېدلي او په تېر مالي کال کې 20 اعشاريه نهه اربه ډالره وو، او په دې کې 25 اعشاريه پينځه فيصده اضافه شوې ده.

17.05.2022 ډیوه

لاهور: د مذهب د سپکاوي په تور دوه تنه نيول شوي

د پاکستان د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د مذهب د سپکاوي په تور دوه تنه نيول شوي دي، ويل شوي دغو کسان په ټولنيزو رسنيو د سپکاوي مواد خپاره کړ ي وو. ډان ورځپاڼې په خپل خبر کې ویلی، دغه کسان چې محمد اسامه او مېشام عباس نوميږي، د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف ايي اې) سايبر څانګې نيولي دي. د خبر ترمخه په دغو کسانو د پېغمبر او قران شريف د سپکاوي مادې لګول شوي، اسامه د لاهور او مېشام د منډي بهاالدين نه نيول شوي او د ګل په ورځ جېل ته لېږل شوي دي. پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي د پېښو خبرونه مخې ته راځي. پاکستان کې د بشري حقونو تنظیم (اېچ ار سي پي) د کال 2021 په رپورټ کې ویل شوي چې تېر کال پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور کې لږ تر لږه 585 مقدمې درج شوي چې زياتره پکې د پنجاب څخه دي. پاکستان کې د بشري حقونو دپاره کار کوونکي او خپله اسلامي نظرياتي کونسل وايي، د مذهب د سپکاوي تورونه اکثر له د ذاتي شخړو په سرلګول کيږي. په وروستیو کې د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل ويلي وو، "په يو تن د مذهب د سپکاوي، دقران د سپکاوي او توهين رسالت تور لګول او بيا پرې تشدد کول، غېر شرعي، غېر انساني او اسلامي عمل اؤ داسلامي اصولو نه انحراف دی". د اسلامي نظرياتي کونسل ترمخه د عدالتونو نه د توهين رسالت حقيقي مجرمانو او د قانون په لاس کې اخستونکو ته د سزا نه ورکول، يا په دې کې ډېر زيات ځنډ راوستل، د ولسي غبرګون او قانون په لاس کې اخستو او د تشدد پله د تګ سبب جوړيږي. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په کال 2021 کې په نړيواله کچه د بشري حقونو په اړوند خپور کړي رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د بشري حقونو سختې سرغړونې شوي دي. څيړونکي وايي پاکستان کې مذهب د سپکاوي په نوم وژنې اوس هم روانې دي چې مذهبي عدم برداشت څرګندوي.

17.05.2022 ډیوه

د ماریوپول د اوسپنې کارخانې څخه ځیني اوکرایني سرتیري ووتل

په اوکراین کې چارواکي وایي څه باندې ۲۶۰ سرتیري چې د ماریوپول په ښار کې د ازوفستال د اوسپنې په کارخانې کې کلا بند و، ایستل شویدي.

17.05.2022 امریکا غږ

پاکستان: روپۍ نوره غورځېدلې- یو ډالر194  روپو ته رسېدلی  

د اقتصادي چارو کار پوهه جرنلسټ وکيل الرحمان وايي، پانګه وال په ویره کې دي چې سرمايه يې ډوبه نه شي، ځکه چې د دوی په وېنا معاشي صورتحال سم نه دي، او د ونډو په بازار کې مندي ده/ راټيټ دی.

17.05.2022 ډیوه

عمران خان: په پاکستان کې دننه او بهر زما د وژلو دسیسه جوړه شوې

وروسته تر هغه چې د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان ادعا وکړله چې د ترور دسیسه یې جوړه شوې، حکومت د هغه د خوندیتوب تدابیر ډیر کړل.

17.05.2022 امریکا غږ

کراچۍ: چاودنه کې يوه ښځه وژل شوې 11 ژوبل

د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې تېر د ګل/ دوشنبې (16 مې) په ماسخوتن ناوخته يوه چاودنه شوې چې پکې چارواکو د يوې ښځې د وژنې او نورو 11 کسانو د ژوبلېدو ويلي دي. په کراچۍ کې تيره شپه دا چاودنه په داسې حال کې شوې چې د 12م مې  په شپه هم په کراچۍ کې يوه چاودنه شوې چې پکې يو تن وژل شوی او څو نور ژوبل شوي وو.د دغه چاودنې زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې سندهو دېش ریولوشنري ارمي (اېس ار اې) منلې وه. او له دې وړاندې په 26 اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې (کنفوشيس انسټيټيوټ) د استازانو په ګاډي ځانمرګی بريد شوی، د دوه ښځينه او يو سړي چينايي استاز په ګډون پکې څلور تنه وژل شوي وو. په کراچۍ کې تېره شپه چاودنه په کهارادر علاقه کې شوې ده. او په چاودنه کې اوښتې مرګ ژوبلې د سيند صوبې د وزیراعلا سلاکار او د کراچۍ اېډمنسټرېټر مرتضا وهاب صديقي تاييد کړي دي. د چاودنې زمه واري په سمدستي توګه چا نه ده منلې. د کراچۍ ښار د جنوبي زون د پوليسو مشر شرجيل کهرل ويلي، ښايي د چاودنې هدف پوليس وو، ځکه په دغه ځای کې په ګزمه بوخت د پوليس ګاډي کې يو چارواکی هم ژوبل شوی دی. مرتضا وهاب بيا ویلي، په کراچۍ کې د زياتېدونکو چادونو د مخنیوي او امنيت دپاره د وزیراعلا په مشرۍ د پوليس چارواکو سره يوه ناسته شوې ده.

17.05.2022 ډیوه

امریکا سومالیې ته نږدې ۵ سوه سرتیري استوي

د متحده ایالاتو د حکومت یو جګپوړي چارواکي دوشنبه مې ۱۶ (غوایي۲۶) خبریالانو ته وویل چې جمهور رئیس جو بایډن سومالیې ته د شاوخوا ۵۰۰ امریکایي عسکرو استول منظور کړي چې د الشباب د دوسله والې ډلې او د دې ډل مشران په "ښه توګه" په نښه شي.

17.05.2022 امریکا غږ

د مسیحانو یوه ډله ادعا لري چې په افغانستان کې شاخوا ۱۲ زره کسان مسیحیت ته اوښتي خو طالبان یې نه مني

سره لدې چې طالبان وایي په افغانستان کې د مسیحي مذهب هیڅ پیرو ژوند نکوي خو د مسیحانو د نړیوالې اندیښنې یا ) International Christian Concern) په نامه ډله چې مرکز یې په واشنګټن ډي سي کې دی وایي چې په افغانستان کې د ۱۰ زرو څخه نیولې تر ۱۲ زرو پورې کسان عیسوي دین ته اوښتي دي.

17.05.2022 امریکا غږ

خېبر ضلع: د یو ځایي خبریال د ګرفتاره کېدو په خلاف د صحافیانو احتجاجي مظاهره شوې ده

(وي او اې - اردو سروس)  - د خیبر قبایلي ضلعې صحافیانو د خبریال خادم خان افریدي د ګرفتاره کېدو په ضد د ګل/دوشنبې په ورځ د باړه پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې او  د هغه د فوري راخوشې کېدل یې غوښتي دي. په دې احتجاجي مظاهره کې د خېبر ضلعې خبریالانو، د ځایي پرېس کلبونو چارواکو، او د مختلفو سیاسي ګوندونو او سېول سوسایټۍ د تنظیمونو سره تعلق لرونکو کسانو برخه اخېستې وه. هغو د خادم خان افریدي د نیول کېدو د واقعې آزادانه تحقیقات وغوښتل. خادم خان افریدی چې پخوا د خیبر ضلعې په باړه تحصیل کې د پرېس کلب صدر پاته شوی و، د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد پولیسو له خوا ونیول شو. د باړه پرېس کلب یو پخوانی مشر حسین افریدی وایي، د خادم خان افریدي د نیول کېدو نه پس د ترهګرۍ ضد پولیسو پخپل وېبسایټ ولیکل چې ګني یو مطلوب او په مبینه توګه یو ترهګر یې نیولی دی، مګر وروسته دا لیکنه د ترهګرۍ ضد پولیسو د وېبسایټ نه لېرې کړی شوه. د ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي چې خادم افریدی یې په ګلبهار علاقه کې د ترهګرۍ د یوې پېښې د مقدمې په تړاو نیولی چې په ۲۰۱۳ کال کې درج کړی شوې وه. د باړه پرېس کلب یو پخوانی صدر حسین افریدی وایي، د ۲۰۱۳ کال د ګلبهار پېښې په مهال خادم خان افریدی په پېښور پوهنتون کې طالب علم و. حسین افریدی زیاتوي چې خادم خان په تېرو څو میاشتو کې باړه تحصیل کې د کارخانو او پولیسو په مبینه کاروایانو باندې څه رپوټونه جوړ کړي و. د حسین افریدي وینا ده چې دا کارخانې د ځینو بااثره اشخاصو دي چې هغو خادم افریدی په پخوانۍ مقدمه کې شامل کړی دی. وي او اې څو ځله کوشش وکړ چې په دې قضیه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو او د خېبر ضلعې د پولیسو موقف معلوم کړي، خو د هغوی نه څه جواب ترلاسه نشو. د سرکاري غونډو بائیکاټ د خېبر ضلعې سره تعلق ساتونکو خبریالانو د تېرې جمعې راهیسي په هغه ضلع کې د هر ډول سرکاري غونډو او د منتخبو نمایندګانو په اړه د کورېج بائیکاټ کړی دی. د خبریالانو په مشترکه غونډه کې د خیبر ضلعې د لنډي کوتل، جمرود او باړه تحصیلونو د پرېس کلبونو سره تعلق لرونکو خبریالانو د حکومت او امنیتي ادارو نه وغوښتل چې خادم خان افریدی دې په فوري توګه خوشې کړي او د واقعې آزادانه تحقیق ته دې یو عدالتي کمېشن جوړ کړی شي. د خېبر ضلعې د درې واړو پرېس کلبونو خبریالانو پخپلې مشترکه فېصلې کې وویل چې د خادم خان افریدي د آزادېدو پورې به دوی د ټولو سرکاري او منتخبو نمایندګانو د غونډو بائیکاټ جاري ساتي او که هغه آزاد نشو، نو دوی به د اسلام آباد نېشنل پرېس کلب، د وزیراعلی هاوس، او د خیبرپښتونخوا آی جې پي د دفتر مخې ته هم احتجاجي مظاهرې وکړي. سرکاري موقف تر اوسه د خادم افریدي د ګرفتارۍ په اړه د خیبرپښتونخوا حکومت کوم دریځ مخې ته ندی راغلی، مګر د باړه تحصیل نه د تحریک انصاف ګوند سره تعلق ساتونکی د صوبائي اسمبلې غړي شفیق افریدي د اتوار په ورځ وزیراعلی محمود خان سره ملاقات کړی او وروسته یې په یو بیان کې ویلي چې د وزیراعلی پام یې دې مسئلې ته راګرځولی دی. د هغه وینا ده چې خادم افریدی به ډېر ژر له قیده خوشې کړی شي. د خیبر ضلعې نه د تحریک انصاف ګوند سره تعلق ساتونکی د قامي اسمبلې غړي اقبال افریدي هم په یو بیان کې ډاډ ورکړی چې خادم افریدی به ډېر ژر له قیده آزاد شي. د رسنیو پر ازادۍ نظر لرونکي نړیوال وایي په پاکستان کې د خبریالانو په وړاندې په تېرو څو کلونو کې د زغم نشتوالی او تاوتریخوالی زیات شوی دی. د خبریالانو د ژغورنې نړیوال تنظیم آر ایس ایف یا بې پولې خبریالان پخپل یو وروستي رپوټ کې ویلي، چې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې پاکستان په 2018م کال کې په 180 هېوادونو کې پر 130 نمبر وو خو په تېر 2021م کال کې له 145 نمبر راتلو سره نور کښته راغلی.

16.05.2022 ډیوه

امریکا: افغانان چې امنیتي ارزونه کې ناکام شوي نورو هیوادونو کې به مېشت کړل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي هڅې روانې دي چې هغه کم شمیر تخلیه شوي افغانان چې په امنیتي ارزونو کې پاته راغلي، په نورو هیوادونو کې میشت کیږي.

16.05.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more