ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بایډن: کرکه امریکا کې نشي بریالۍ کیدای

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د سه شنبې په ورځ مې اولسمه (غوایي ۲۷) د نیویارک د بفلو ښار د وروستۍ پيښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په هدف یاد ښار ته ولاړ. نوموړي کورنیو، سیمه ایزو چارواکو او د ژغورنې مامورینو ته په وینا کې وویل چې په امریکا کې به د سپین پوستانو د برتري مفکور وروستۍ خبره ونکړي. بایډن وویل چې د بریدګر دغه اقدام د سپین پوستانو د برتري غوښتنې له "منحرفې ایډلوژي" څخه الهام اخیستی دی. بایډن د هغو کسانو په غندلو سره چې د قدرت، سیاسي ګټو او منفعت لپاره درواغ وویل:"د سپین پوستانو برتري غوښتنه هغه زهر دی چې زموږ په بدن کې جاري دي." د شنبې د ورځې برید د یو ۱۸ کلن سپین پوستي هلک له خوا چې زرهي خولۍ او واسکټ اغوستی وو د بغلو ښار د یوې مغازې په مخ او منځ کې وشو او له امله یې حد اقل لس تورپوستي امریکایان ووژل شول. بایډن وویل:"هغه څه چې دلته وشول ساده ده او روښانه ده چې ترهګري، ترهګري او کورنی تروریزم دی." جمهور رئیس بایډن څرګنده کړه چې قومي تنوع د امریکا د قوت یوه نقطه ده او د امریکا ملت باید د یو اقلیت له خوا چې د کرکې افکار لري، منحرف نکړای شي. ښاغلي بایډن له ټولو امریکایانو وغوښتل چې په یو غږ او ډله ایزه توګه د سپین پوستانو د برتري غوښتنې مفکوره رد او محکوم کړي. ښاغلي بایډن د خپلې وینا پرمهال همدارنګه په متحدو ایالتونو کې د وسلې پر مالکیت او لیږد باندې د محدودیتونو د وضع کیدو غوښتنه وکړه. د وسله والو تاوتریخوالو د ارشیف د شمیرو له مخې، د روان میلادي کال له جنوري‌ میاشتې څخه بیا د مې تر ۱۴ نیټې پورې په امریکا کې د ډزو ۲۰۰ موارد ثبت شوي دي. دا شمیرې ښکاره کوي چې په دې موده کې د ځان وژنې په ګډون په بیلابیلو وسله والو پيښو لږ تر لږه ۱۵۹۷۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د متحدو ایالتونو د اساسي قانون له مخې، د یاد هیواد وګړي کولی شي چې وسله ولري، خو دا موضوع تل په واشنګټن کې په سیاسي او انتخاباتي بحثونو کې یوه توده او جنجالي موضوع ده، ځکه هر کال په امریکا کې په زرګونه کسان د وسله والو تاوتریخوالو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

18.05.2022 امریکا غږ

ممکن القاعده د طالبانو په فرمایش افغانستان کې خپل فعالیتونه محدود ساتلي وي _ راپور 

د امریکا د دفاع وزارت د متحدو ایالتونو ګانګرس ته په یو تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د القاعده ډلې د فعالیت محدود پاتې کېدل ښايي د طالبانو د نړیوال رسمیت پېژندنې د ترلاسه کولو لپاره وي.   

17.05.2022 امریکا غږ

طالبان وايي په افغانستان کې عیسایان ژوند نه کوي، امریکايي تنظيمونو په دې اړه تشویش څرګند کړی

حسين اندرياس د 1980 په لسيزه کې په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د يرغل خلاف د يو مذهبي جنګيالي په توګه جنګېدلی خو د شوروي اتحاد د افغانستان نه د وتلو نزدې يو کال وروستو هغه عساييت مذهب ته واوړېدو. اندرياس تر نهه کالو پورې د سيمې په هېوادونو کې تېر کړل، شکنجې او ځورول يې وګالل چې اخر ورته د امريکا په ورجينيا ايالت کې په يو کليسا کې روزګار ورکړل شو او د دې جوګه شو چې امريکا ته راشي. اوس هغه په ټېنسي سيمه کې د خپل کور نه په يوټيوب او فيس بک په ژوندۍ بڼه خورونې کوي او په درۍ او پښتو ژبه د عساييت تبليغ کوي. اندرياس وي او ای ته وايي “مونږ دلته په ټېنسي کې يو افغان کليسا لرو چې پينځلس غړي يې دي. مونږ نورې غټې افغانې کليساګانې په کينټکي، لاس اينجلس او نورو ځايونو کې هم لرو”. د اندرياس په وينا ډېری افغان عيسايان تېر کال په افغانستان کې د طالبانو د واک نيولو وروستو امريکې ته راغلل.  تېره مياشت د امريکا د نړيوالو مذهبونو د ازادۍ کمېشن يو ايس سي اي ار ايف د امريکا د خارجه چارو د وزارت نه غوښتنه کړې چې د طالبانو د واک لاندې افغانستان دې د مذهبي ازادۍ ضد هېواد وګرځوي. که داسې وشي دا به د ملک مالي حيثيت نور هم اغېزمن کړي او د طالبانو چارواکو په سفرونو به بندېز ولګي. کمېشن په خپل يو رپورټ کې ليکلي “دوی داسې رپورټونه تر لاسه کړي چې طالبان د خپل واک لاندې سيمو کې د خپل سخت دريځه اسلامي قانون لاندې لږکۍ مذهبي ډلې ځوروي.”  د افغانستان په نزدې 38 ميليونه ابادۍ کې د 85% نه زيات خلک سني مسلمانان دي او نزدې 12% شيعه مسلمانان دي. يو شمېر پکې سيکان، هندوان او د نورو مذهبونو منونکي هم شته خو ډېر لږ دي د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې په شيعه ګانو، سيکانو او هندوانو د مرګوني بريدونو وروستو د امريکا يو غير سرکاري تنظيم انټرنيشنل کرېسچن کنسرن لا اي سي سي ويلي افغان عيسايان په خصوصي توګه د خطر سره مخ دي د ياد تنظيم د منځني ختيځ د پاره د پروګرام مشره کلير ايوانز وي او ای ته ويلي “اي سي سي د يو شمېر افغان عيسايانو د کورنيو سره په رابطه کې دی چې د طالبانو نه پټ ګرځي. ډېر پکې په بد حال کې دي ځکه چې طالبان پسې چم ګاونډ او کله کله پوره پوره ولسوالۍ لټوي.” د افغانستان يواځيني افغان يهود زېبولون سيمېنټوف تېر کال په سيپټمبر کې خپله مورنۍ خاوره پرېښوده. په دې وخت کې په سلګونو افغان سيکانو او هندوانو هم افغانستان پرېښود چې په يو وخت کې يې ابادي نزدې 250,000 وه خو اوس ويل کيږي د دواړو عقيدو د منونکو شمېر د 300 نه ډېر نه دی. په افغانستان کې د عيسايانو په اړه کوم سرکاري شمېر نشته خو يو ايس سي اي ار ايف وايي د دوی د شمېرو تر مخه د 10,000 تر 12,000 پورې افغان مسلمانان عيساييت ته اوړېدلي دي. ايوانز وايي “هغوی په ويره کې دي او د طالبانو په هدف دي. که چرې ونيول شول نو د دوی او د خپلو خپلوانو ژوند يې د سملاسي خطر سره مخ دی.” ايوانز وايي حالات داسې جوړ دي چې څوک په څه وجه هم ځان پټ ساتل غواړي ولې رابهر کړل شي ځکه دا د خطر ګام دی خو ولې طالبان وايي په افغانستان کې عيسايان نشته. د طالبانو وياند انعام الله سمنګاني په دې حقله وايي “په افغانستان کې يو عيسايي هم نشته. عيسايان کله دلته نه دي پاتې شوي او نه يې کوم ثبوت شته. دلته يواځې سيکان او هندوان لږکۍ ډلې ژوند کوي او په خپلو عقيدو کې په بشپړه توګه ازاد او خوندي دي.

17.05.2022 ډیوه

صدر بایډن: د سپین پوستو د برترۍ نظریه په امریکا کې ځای نه لري

د امریکې صدر جوبایډن ویلي د سپین پوستو د برترۍ نظریه د امریکې په ټولنه ځای نه لري او پکار ده چې د دې په غندلو کې څوک خاموشه پاتې نه شي. صدر بایډن دغه خبرې د نهې، سه شنبې، په ورځ د نیویارک ریاست په بفېلو ښار کې د هغو لسو کسانو د کورنیو سره د غمرازۍ په دستوره کې وکړې چې د خالي، شنبې، په ورځ د یو مسلح تن په ډزو وژل شوي دي. اتلس کلن حمله کوونکي پېټن جېنډران په موقع نیول شوی دی او د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه جېنډران د خپل معصومیت دعوه کوي. اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د حملې نه مخکې جېډران په انټرنېټ د نسلي تعصب او د یهودیانو خلاف خپلط وېنا شریکې کړې وه. په بفېلو کې دستورې ته وېنا کې چې د وایټ هاوس په وېب پاڼه او نشریاتي ادارو په ژوندۍ بڼه نشر کړی شوي وه، صدر بایډن دغه پېښه د کور دننه ترهګري وبلله. هغه وویل د سپين پوستو د برترۍ نظریه ځینې خلک د خپل سیاست د خپلې ګټې دپاره استعمالوي چې د امریکې په ټولنه کې ځای نه لري. صدر بایډن غوښتنه وکړه چې په امریکا کې مېشت ټول قومونه دې د نسل پرستۍ په ضد غږ پورته کړي. هغه وویل خاموش پاتې کېدل به په جرم کې د شاملېدلو په شان وي. دستورې ته د صدر بایډن د خبرو نه وړاندې د هغه مېرمن جېل بایډن هم د وژل شویو کسانو د کورنیو سره غمرازي وکړه. صدربایډن په خپله وېنا کې د بفېلو ښار مامورینو او د قانون عملي کوونکو چارواکو شکریه ادا کړه. امریکايي صدر په حمله کې د وژل شویو ټولو کسانو نومونه واخیستل او هغه تن یې هم یاد کړو چې د درې کلن زوي د زېږون ورځې دپاره کېک اخیستلو په غرض سپر مارکېټ ته ورغلی و خو ووژل شو. چارواکي وایي حمله کوونکي د بفېلو ښار دغه سپر مارکېټ تورپوستو امریکایانو په هدف کولو دپاره غوره کړی او د ۲۰۰ مېله لېرې ځای نه هلته ورغلی و؟‎‎ په بفېلو کې د حملې په اړه خپل رپورټ کې ای پي خبري اداره وايي تفتیش کوونکي دې امکان ته هم کتنه کوي چې ایا جېنډران خو دي ګرېټ ريپلېسمنټ تیوري یا د دې نظريي سره تعلق خو نه لري چې په امریکا کې د نورو قومونو خلک د سپين پوستو ځای نېسي او دا عمل د امېګرېشن یا مهاجرت د او د پېدایش د زیاتې شرحې دلارې ترسره کولی شي. ای پي وايي د ګرېټ ريپلېسمنټ نظریې پېروکاران د خپلې دعوط سره یهودیانو خلاف کرکه بدرکه کوي او په کال ۲۰۱۷ کې په شارلټسوېل ښار کې د سپين پوستو نسل پرستانو به دا نعرې هم کولې چې یهودیان زمونږ ځای نه شي نیولی د ای پي او نورک سېنټر فار پبلېک افېیرز ريسرچ نومې ادارې د نظرپوښتنې یا سروی ترمخه، د امریکایانو دریمه برخه دا ګڼي چې په امریکا کې د داسې خلکو یوه ډله موجود ده چې دا کوښښ کوي چې د اميګرېشن یا د مهاجرت دلارې په امریکا کې د زېږېدلو امریکایانو ځای د نورو قومونو هغو خلکو ته ورکړي چې د دغې ډلې سیاسي نظريي سره اتفاق کوي.    د بفېلو دستورې ته وېنا کې صدر بایډن د ريپلېسمنټ نظريه دروغ وبلله او ویې وېل نفرت او د سپین پوستو بربري به بریا نه مومي.

17.05.2022 ډیوه

امریکا رسمآ د افغانستان د سفارت او کونسلګریو بشپړ کنترول واخیست

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه مۍ ۱۷ (غوايي۲۷) اعلان وکړ چې په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د سفارت او په نیویارک او کالفورنیا کې یې د کونسلګریو کنترول واخیست.

17.05.2022 امریکا غږ

ټوېټر کمپنۍ: مونږ هره ورځ د نیم میلین نه زیات فېک/سپېم اکاونټونه بندوو

واشنګټن - ټوېټر کمپنۍ وایي د دوی د شمېرو ترمخه په ټویټر کې د جعلي/سپېم اکاونټونو فیصدي د ٪۵ راښکته ده، مګر دوی بیا هم هره ورځ څه د پاسه پنځه لاکه دغسې اکاونټونه بندوي. ټوېټر کمپنۍ دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د تېسلا کمپنۍ خاوند او مشهوره بلینیئر ایلان مسک تېره میاشت د دې کمپنۍ د اخېستو دستاوېزات امضا کړل، خو اوس پخپله اېلن مسک د جعلي/سپېم اکاونټونو په اړه ژورې اندېښنې رااوچتې کړي دي. د ټوېټر کمپنۍ اوسني مشران وایي، کله چې ایلان مسک د هغې کمپنۍ د اخېستو د سودا خبرې کولې، نو هغه مهال یې دا پوښتنې نه وې کړې کومې چې اوس یې رابرسېره کړي او د څلورڅلوېښت بلینه ډالرو په ارزښت د دې سودا د ځنډولو ایلان مسک اوس وایي دا باید معلومه شي چې په ټوېټر باندې څومره جعلي اکاونټونه موجود دي، ځکه د فېک یا جعلي اکاونټونو د شمېر زیاتوالی، د ټوېټر په تجارتي ګټې غټ اثر اچولی شي. ټوېټر کمپنۍ د نهې/سې شنبې په ورځ د خپل د طرفه یو وضاحتي بیان خپور کړ چې د هغه له مخې داسې ښکاري چې ایلان مسک د ټوېټر کمپنۍ په اخېستو کې ډېره تعدي درلوده او هغه وخت یې دا ګواښونه نه و کړي چې که د جعلي اکاونټونو شمېرې معلومې نشي هغه به دا سودا فسخه کړي. د ټوېټر بیان نه دا هم ښکاري چې اېلن مسک د اپرېل په ۲۴-۲۳ نېټو، د ټوېټر د سودا فېصله کړې او په کې یې ډېر غور ندی کړی. د هغه کله نه چې ایلان مسک د ټوېټر اخېستلو دستاوېزات دستخط کړي دي، د جعلي/سپېم اکاونټونو په اړه چې ټوېټر کمپنۍ وایي د پنځو فیصدو نه کم دي، پوښتنې راپورته کړي دي. ایلان مسک وایي، د جعلي اکاونټونو شمېره لږ تر لږه شل فیصده ده. ایلان مسک وایي، ټوېټر ته په کار ده چې د جعلي اکاونټونو د شمېرې یا فیصدي په اړه هغه ته ثبوت وړاندې کړي. د ټوېټر چیف اېکزېکټیو افیسر (سي اي او) پاراګ اګروال وایي چې هغوی هره ورځ څه دپاسه نیم میلین سپېم اکاونټونه له منځه وړي.   اګروال پخپل ټوېټر پاڼې ویلي چې سپېم/فېک اکاونټونه هم د انسانانو او هم د کمپیوټري وسایلو په ذریعه جوړېدلی شي، او کله کله یې فرق کول ګرانه وي.

17.05.2022 ډیوه

رپورټ: د ايي اېس ايي پخوانی مشر د ټي ټي پي سره خبرو دپاره کابل ته تللی دی

د امریکا غږ خبریال ایاز ګل وایي حکومتي اؤ د وسله والو سرچینو ورته پخلی کړی چې دپاکستاني طالبانو سره خبرو اترو دپاره دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي پخوانی مشر اؤ دپېښور موجوده کور کمانډر جنرال فیض حمید کابل ته په سفر تللی دی. دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار لا تر دې دمه کابل ته دجنرال فیض حمید دسفر په هکله کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې. په کابل کې دپاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان ترمنځ دسولې دمذاکراتو دا رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې تیره اوونۍ دپاکستان لخوا دمسیدو یوه قامي جرګه هم دټي ټي پي مشرانو سره مذاکراتو لپاره افغانستان ته لیږل شوې وه. خبریال  ایاز ګل په ټویټر لیکلي جنرال فیض حمید دټي ټي‌ ټي استازو سره د تازه خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی چې په دغو خبرو کې د طالبانو حکومت د منځګړي په توګه رول لوبوي. په ټولنیزو رسنیو مخې ته د راغلو دعوؤ له مخې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې په دې خبرو کې په نړیواله کچه ترهګره ګرځول شوې ډله حقاني شبکه منځکړتوب کوي څوک چې څیړونکي دپاکستان یوه لاسپوڅي ډله ګڼي. دتحریک طالبان پاکستان د مختلفو اسلامپالو وسله والو ډلو یو ګډ تنظیم دی چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې فعالیت کوي اؤ له افغان طالبانو سره یې بیعت کړی دی. دسرچينو ترمخه دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ايس ایي پخوانى مشر ليفټننټ جنرل فيض حميد هم په دغو خبرو اترو کې دګډون لپاره دگل په ورځ دکابل سرينا هوټل ته رسيدلى دى. افغان خبریال اؤ څېړونکي بلال سروري پخپل یو ټویټ کې دعوه کړې ده چې پاکستاني طالبانو سره دخبرو اترو لپاره دپېښور کورکمانډر جنرال فیض حمید دیو پلاوي مشرۍ دکابل سرینا هوټل ته رسیدلی دی. هغه په خپل یو بل ټویټ کې وایي کابل کې د روانو خبرو اترو په نتیجه کې دپاکستان حکومت دټي ټي پي هغه ۳۰بندیان له زندانونو خوشې کړي چې دمرګ په سزا یا هم په عمري بند محکوم شوي وؤ. هغه دعوه کړې چې کابل کې په خبرو کې ښکیلو سرچینو ورته منلې ده چې خوشې شوؤ طالبانو دوئ سره په ټيلیفون خبرې کړي دي اؤ هغوئ خپلو کورونو ته هم رسیدلي دي. پېښور کې میشت وتلي خبریال افتخار فردوس هم په ټویټر کابل کې دپاکستاني پلاوي دموجودیت خبره کړې ده اؤ لیکلي یې دي چې دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ دسولې خبرو کې افغان دولت دثالث رول لوبوي.  تیرو دریوؤ ورځو نه روانې دي خو کوم واضحه پرمختګ پکې نه دی لیدل شوی ځکه نو مذاکراتو کې پرمختیا لپاره به نور وخت ته هم اړتیا وي. هغه دسرچینو له خولې زیاتوي چې تیره شپه دخبرو دا لړۍ دسهار تر نمانځه وخته پورې دوامداره پاتې شوې ده اؤ دواړو خواؤ یو بل ته خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي خو نوموړي دسرچینو له خولې ویلي چې دخبرو نتیجه کې دمرګ په سزا محکوم هیڅ بندي نه دی خوشې کړل شوی. په ټولنیزو رسنیو کابل ته دجنرال فیض ددې ناتایده سفر په اړه تاوده بحثونه روان دي اؤ څېړونکي زرعلي خان موسی زی وایي ولې دپېښور کور کمانډر فیض حمید دخپلو نیابتي وسله والو سره دلیدنې لپاره کابل ته تللی دی. هغه په ټویټر لیکي عمران خان،دپښتونخوا وزیراعلا،دپېښور کورکمانډر اؤ حقانیان په کابل د واکمنۍ یا کنټرول په اړه په یوه لیکه ولاړ دي (اؤ دافغان پالیسۍ په اړه )دپاکستان پوځ خپلو کې ویشل شوی دی. هغه پوښتنه راولاړه کړې ده چې ایا افغانستان دپاکستان دپوځ یوه چاوڼۍ ده ؟ څنګه جنرال فیض افغانستان ته سفرکوي؟ دپاکستان دپوځي ویاند په پام راګرځولو سره هغه وایي تاسې وایئ چې پوځ سیاست کې مه رالړۍ خو په کابل کې څه روان دي؟ په کابل کې دپاکستاني طالبانو اؤ دپاکستان ترمنځ دسولې دمذاکراتو دا رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي دي چې تیره اوونۍ دپاکستان لخوا دمسیدو یوه قامي جرګه هم دټي ټي پي مشرانو سره مذاکراتو لپاره افغانستان ته لیږل شوې وه. ددغې جرګې یو غړي وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ دټي ټي پي مشرانو سره یې بریالۍ خبرې اترې کړې دي اؤ هغوئ دپاکستان حکومت سره خبرو ته اماده شوي دي. خو دخبرو د روانۍ لړۍ په جریان کې بیا دپاکستان دننه په امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ هم چټک شوې ده. څیړونکي وایي کله چې هم پاکستاني طالبان دحکومت سره دمذاکراتو په میز کښیني نو په دغه مهال هغوئ دخپلې برترۍ ښودلو اؤ فشار زیاتولو لپاره پاکستان کې په امنیتي ځواکونو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

17.05.2022 ډیوه

د فنلنډ پارلمان په ناټو کې د دغه هېواد د شمولیت طرحه تائید کړه

د فنلنډ د پارلمان غړو نن د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۷ (غوایي ۲۷) تقریبا په یوه خوله د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) کې د غړیتوب په پلوۍ رایه ورکړه او پدې توګه یې د سویډن سره په ګډه په ناټو کې د شمولیت درخواست ته لاره هواره کړه. 

17.05.2022 امریکا غږ

طالبانو ولې شېرخان بندر وتاړه؟

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي دروازه شېرخان بندر، له ۱۰ ورځو راهیسې تړلی دی. په افغانستان کې په لسګونو لارۍ او تاجک موټرچلوونکي راګیر پاتې دي او خپل هېواد ته نه شي تللی. اکثر باروړونکي موټرونه له تاجکستانه د ډبرو سکاره او بوره افغانستان ته لېږدوي او له افغانستانه تاجکستان ته سمنټ وړي. خو شېرخان بندر ولې ناببره وتړل شو؟ په دې راپور کې یې وګورئ

17.05.2022 ازادي راډیو

روسیه: څه باندې ۲۶۰ اوکرایني‌ سرتېري په ماریوپول کې تسلیم شوي 

روسیې نن سه شنبه مۍ ۱۷ (غوايي۲۷) وویل چې د اوکراین د پوځ ۲۶۵ غړي،‌ چې لسګونه یې زخمیان شوي، د فولادو له محاصره شوې فابریکې څخه راوتلي او هغوی ته تسلیم شوي، خو اوکراین دا خبر ردوي.  

17.05.2022 امریکا غږ

طالبانو د بشري حقونو د کمېشن په شمول پنځه ادارې ختمې کړې

واشنګټن  - په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پخواني حکومت نه پاته ادارو کې، پنځه اهمې ادارې چې په کې د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم شامل و، تحلیل کړي دي. یو طالب چارواکي د ګل/دوشنبې په ورځ رائټرز خبرې ادارې ته وویل چې د مالي ستونزو په نظر کې نیولو سره، دغه ادارې غیرضروري وګڼل شوې او ړنګې کړی شوې. تر دې وړاندې په سوشل مېډیا باندې د طالبانو د حکومت یو دستاوېز خپور شو چې په کې ویل شوي و دغه ادارې د دوی د مشر هبت الله آخندزاده چې طالبان یې "امیرالمؤمنین" بولي، د "شفاهي هدایت" پر بنیاد منحل شوي او د دې ګام د عملي کېدو نېټه هم د حمل/وري میاشتې اوله نېټه ښودل شوې چې د تېر مارچ میاشتې ۲۱مه نېټه وه. طالبانو د خالي/شنبې په ورځ (د مئې ۱۵مه) د خپل حکومت کلنی بجټ اعلان کړ او ویې ویل چې په دې مالي کال کې به د افغانستان د بجټ کسر یا خساره څلورڅلوېښت بلینه افغانۍ (۵۰۱ میلینه ډالر) وي. د طالبانو د حکومت نایب ویاند انعام الله سمنګاني رائټرز خبري ادارې ته ویلي: "په دې سبب چې دغه ادارې ضروري نه ګڼل کېدلې او په بجټ کې نه وې شاملې، نو ړنګې/تحلیل کړی شوې." په تحلیل شویو ادارو کې، د افغانستان د بشري حقونو کمېشن، د ملي مصالحې عالي شورا، د قامي سلامتیا شورا، د آئین په عملي کولو باندې د څار کمېشن او د پخواني پارلېمان سېکټرېټونه شامل دي. د بشري حقونو د څار نړېواله اداره (اېچ آر ډبلیو) کې د ښځو د حقونو د برخې یوه مشره هېډر بار چې مخکې د اېچ آر ډبلیو له خوا د افغانستان د چارو سېنیئره څېړونکې هم پاته شوې، وایي طالبان افغانستان بېرته شا ته وړي او دا ډېره د حیرانتیا خبره ده.  مېرمن بار په خپل ټویټر لیکلي دي: "راځئ یوه شېبه هغه افغانستان رایاد کړو چې د بشري حقونو کمېشن یې درلود. هغه بې عیبه نه و – دا ادارې هېڅکله بې عیبه نه وي – مګر ډېره اهمه اداره وه چې خلکو کولی شول هلته ولاړ شي، مرسته وغواړي، انصاف وغواړي. دا ډېره د حېرانتیا خبره ده چې ګورو یو ملک داسې په شا ځي." بل اړخ ته د طالبانو نایب ویاند انعام الله سمنګاني رائټرز ته ویلي چې د افغانستان قامي بجټ د "معروضي حقایقو پر بنیاد" جوړ شوی او یوازې د هغو ادارو دپاره دی چې فعاله پاته دي او ګټه رسوي. د هغه وینا ده چې که په آینده کې "ضرورت" پېښ شي، نو دا ادارې بېرته فعالېدلی شي. خو د افغانستان د مخکيني حکومت د خارجه چارو وزیر محمد حنیف اتمر د حکومت د ځینو ادارو د ړنګولو په غبرګون کې ویلي چې "د بودیجې محدودیتونه او حل لارې تل شتون لري، د دې بنسټونو ړنګول د تحریک طالبان لخوا د ملي باور او همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره د هڅو اعتبار کمزوری کوي." طالبان په داسې وخت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېشن ختم کړ چې یو خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د خلاف ورزیو په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتیږي، او بل اړخ ته په افغانستان کې اوس داسې نړېوالې یا آزادې قامي ادارې فعالیت نلري چې وکړی شي د بشري حقونو د خلاف ورزیو په حواله کره رپوټونه برابر کړي. طالبان دعوه کوي چې د دوی د واکمنۍ لاندې بشري حقونه خوندي دي، مګر وخت ناوخت د سوشل مېډیا د لارې داسې ويډیوګانې او دعوې مخې ته راځي چې په هغه کې په مبینه توګه د بشري حقونو سخته خلاف ورزي لیدلی کیږي. بل پلو د افغانستان د پخواني حکومت په ادارو هم دا تورونه و چې د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې یې سم کار نه کاوه، په حکومتي ادارو او عدالتي نظام کې د رشوتونو د زیاتېدو رپوټونه موجود و. مګر هر کال هم د افغانستان ادارو او هم بهرنیو ادارو په هغه هېواد کې د بشري حقونو د صورتحال په اړه رپوټونه ورکول او ډېرې خلاف ورزۍ یې بربنډ کولې.

17.05.2022 ډیوه

اوکراین د ماریوپول ښار نه په سلګونو سرتيري ویستلي دي

اوکرایني چارواکو تېره ورځ د مې په ۱۶مه د دوشنبې په ورځ له ۲۶۰ هم ډیر سرتیري له ماریوپول ښاره ایستلي دي. د سه شنبې یا نهې په ورځ د اوکراین پوځ په ماریوپول کې د ازوستال د فولادو له فابریکې یا کارخانې څخه د خپل پاتې سرتیرو په ایستلو کار وکړو. دغه ښار چې له تیرو دریو میاشتو راهسې د روسیې تر بمباریو لاندې محاصره شوی وو په بشپړه توګه ویجاړ شوی. د دفاع وزارت مرستیالې انا ملیار وویل، د ماریوپول په ختیځ کې د نووازوفسک په سیمه کې ۵۳ سخت ټپي شوي سرتیري یې روغتون ته لیږلي. نووازوفسک د روسي ځواکونو او روسي پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې دی. ملیار زیاته کړه چې همداراز ۲۱۱ نور سرتیري یې د اولینویکا ښارګوټي ته انتقال کړي کومه سیمه چې د روسیې ملاتړو بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې ده. د اوکراین ولسمشر ولودمایر زیلینسکي تېره شپه د خپل ویډیويي خطاب له لارې ماریوپول څخه د سرتیرو د ایستلو په اړه خبرې وکړې. هغه وویل "زه غواړم ټینګار وکړم چې اوکراین اتلانو ته اړتیا لري. زه فکر کوم چې هر تن به دا خبرې درک کړي. د ماریوپول د مدافعینو او سرتیرو د ژغورنې عملیات زموږ د نظامي او استخباراتي افسرانو لخوا پیل شوي. د هغوي کور ته د استولو کار دوام لري، او دا کار وخت ته اړتیا لري." ښاغلي زیلینسکي د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره د اوکراین د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې او پر روسیې یې د فشارونو او د بندیزونو د زیاتولو په اړه ویلي چې د جرمني پر ملاتړ ډیر حساب کوي ځکه چې اوکراین په اروپايي ټولنه کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه کوي. بل لور ته د امریکا د خزانې وزیرې جینت ییلن په ملګرو هیوادونو غږ کړی چې د اوکراین لپاره خپل اقتصادي ملاتړ زیات کړي، او ویلي یې دي چې اعلان شوي مرستې به د دغه هیواد د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي نه وي. د برسلز اقتصادي فورم ته ییلن وویل چې اوکراین "لوی ملاتړ" ته اړتیا لري، ځکه چې د خپل اقتصاد چلولو لپاره د دې هېواد د وګړو اساسي اړتیاوې پوره کړي. اخوا سویډن د ناټو په پوځي اتحاد کې د شاملیدو رسمي غوښتنلیک لاسلیک کړ. دغه  غوښتنلیک باید د موجودو 30 غړو هیوادونو لخوا تصویب شي. همداراز د فنلنډ مشرانو د ناټو د غړیتوب لپاره د خپل ملاتړ څرګندونه کړې، چې تمه کیږي د سه شنبې په ورځ به تصویب شي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که ناټو په فنلنډ او سویډن کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي، روسیه به یې ځواب ورکړي.  

17.05.2022 ډیوه

اسلام اباد هایکورټ:د بې درکه تنانو په معامله ریاست لاتعلقه ښکاري

د بې درکه صحافي مدثر نارو دقضیې اوریدنې په مهال د اسلام اباد هايکورټ ستر قاضي اطهر من الله ویلې دي د بې درکه تنانو په معامله ریاست لاتعلقه ښکاري. دعدالتي مرستې دپاره دټاکل شوي وکیل فیصل صدیقي وینا ده چې تیر وختونو کښې د خلکو په زوره بې درکه کول ریاستي تګلاره پاتې شوې ده. خبریال مدثر نارو د کال 2018 راهسې بې درکه دی اؤ دهغه دموندلو دخواست اوریدنې په وخت داسلام اباد هايکورټ ستر قاضي اطهر من الله ویلي دي چې دلته په پاکستان کښې د بې درکه تنانو خپلوان احتجاجونه کوي، عدالتونه ریاست ته وایي چې دا بې درکه تنان باید عدالت ته وړاندې کړي خو حکومت غلی دی اؤ دبې درکه تنانو په معامله کې ریاست سنجیده نه ښکاري. مشر قاضي ویلي حکومت هم باید دا په یاد وساتي چې عدلیه بې وسه نه ده. د قضیې اوریدنې په مهال د عدالت دمرستې د پاره موجود یو وکیل فیصل صدیقي  ویلي دي چې تیرو وختونو کښې د خلکو په زوره بې درکه کول د ریاست تګلاره پاتې شوې ده اؤ اکثره داسې بې درکه خلک دامنیتي ادارو په ولکه کښې وي خوا دا ادراې ددې خبرې نه انکار کوي. پاکستان کښې  زیاتره وخت په پوځ دا تور لګي چې د خلکو په زوره بې درکه کولو کښې لاس لري خو تیرو وختونو کښې دپوځ دویاندې ادارې ایي ایس پی ار د هغه وخت مشر میجر جنرل اصف غفور دغه تورونه عبث ګرځولي وؤ اؤ ویلي یې وؤ دلته پاکستان نه ډیر داسې خلک چې بې درکه ګرځول شوي دي، افغانستان ته تللي اؤ هلته تندروه وسله وال ډلو کښې شامل شوې دي. عدالت کې نن دنهې په ورځ د بې درکه تنانو وکیل کرنل( ر ) انعام الرحیم ،چې یو وخت  خپله هم په زوره بې درکه کړی شوی ؤ ،موجود ؤ اؤ هغه وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل عدالت ته یې دا خبره کړې ده چې دلته ېو پوځي امر پرویز مشرف پخپل کتاب کښې منلې ده چې ریاست خلک په زوره بې درکه کړي وو‌ اؤ ددوي پسر یې رقم هم د نورو هیوادونو نه اخستی ؤ. کرنل ر انعام الرحیم وایي "دلته پوځ سره دا واک نشته چې خلک په زور اوچت کړي اؤ د هغوي پرضد دې مقدمې وچلوي اؤ اوس خو دلته دپوځي‌عدالتونو موده هم ختمه شوې ده نو پوځ په قانوني توګه نه شي کولی چې خپله د چا پرضد مقدمه وچلوي" انعام الرحیم عدالت کښې د بې درکه تنانو د‌پاره په جوړ حکومتي‌کمیسون هم نیوکې کړي اؤ وایي اؤ باید چې دا کمیسون ختم کړی شي. عدالت کښې د دبشري حقونو ددفاع یا ډیفنس اف هیومن رایټس مشرې آمنه مسعود جنجوعه هم په دغه سرکاري کمیسون  نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې د کمیسون سلوک دبې درکه تنانو خپلوانو سره ډیر ناروا وي اؤ دا کمیسون په بشپړه توګه ناکامه دی. وروسته ډیوه سره خبرو کې آمنه مسعود جنجوعه وویل د کمیسون پر ځائ باید ادارې ددې خبرې پابند کړی شي چې کوم خلک یې په زوره اوچت کړې دي د هغې شمیرې دې عدالت ته وړاندې کړي اؤ دا هم چې دې تنانو څه جرم کړی ؤ؟ آمنه مسعود جنجوعه دا هم وایې دلته چې په زوره د چا دبې درکۍ جرم ګرځولو لپاره قامي اسمبلې نه کومه قانوني مسوده منظور کړی شوې وه هغې ته باید د قانون شکل ورکړی شي. دتحریک انصاف تیر حکومت کې دخلکو په زوره بې درکي جرم ګرځولو د پاره قانوني‌مسوده قامي اسمبلۍ  منظوره کړې وه خو تراوسه دغوڅې منظورۍ د پاره دا سینیټ ته نه ده رسیدلې. د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې شرین مزاري خپله منلې وه چې سینیټ ته د رسیدو نه وړاندې دا قانوني مسوده  بې درکه شوې ده.

17.05.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

17.05.2022 امریکا غږ

څېړنیز رپورټ: پاکستان د موسمیاتي بدلون له امله د اوبو کمي سره مخ دی

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه وایي پاکستان په هغه 23 هېوادونو کې شامل دی چې  د تیرو دوؤ کالو راهسې د وچ کالۍ  دبیړنې وضعیت سره مخ دی،د خوراک نړیواله څیړنیزه اداره  وایي د موسمیاتي بدلون له امله پاکستان د اوبو د کمي سره مخ دی . پوهان وایي په پاکستان کې د اوبو زیرمې کمیږي ، بارانونه کم شوي او د تودوخې درجه زیاته شوې چې له وجې یې ولس د خوراک د کمي سره مخ کېدای شي خو مرکزي حکومت  وایي د موسمیاتي بدلون د اغېزو د مخ نیوي او د اوبو د کمښت د ستونزو د حل دپاره ګامونه اخلي. د خوراک څیړنیزه اداره انټرنیشنل فوډ پالیسي ریسرچ انسټیټیوټ  په خپل رپوړټ کې وایي د موسمیاتي بدلون له امله په پاکستان کې د اوبو  د کمښت  ستونزه مخې ته راځي او د سویلي ایشیایي هیوادونو د شمالي سیمو همالیه د غرونو په لړۍ کې دکال 2000م راهسې تر ټولو زیاتې واورې ویلې شوې دي. د رپورټ ترمخه یوازې په پاکستان کې  داباسین د اوبو لاندې دکروندې زمکو ته د کال 2100م پورې 5000 اربه ډالره نقصان رسېدلی شي.  په خیبر پښتونخوا کې د موسمیاتي بدلون څیړنکار او خبریال داود خان وي او ای ډیوه ته وایي د کلایمیټ بدلون له وجې د خیبر پښتونخوا په شمول په ټول پاکستان کې تودوخه زیاته شوې او بارانونه کم شوي او په راتلونکي کې په صوبه کې د خوراکي توکو کمی هم راتلی شي. "موسم زیات ګرمیږي، په بارانونو ددې اثر دی، په وارو هم اثرات پریباسي، په خیبر پښتونخوا کی اکثره زمکې باراني دي او چې بارانونه نه وي نو بیا به فصلونه نه کیږي نو خوراک به د چرته نه راځي؟ نو غذایي قلت به راشي" دپاکستان حکومت تیره ورځ دماحولیاتو دمرکزي وزیرې شيري رحمان په مشرۍ کې یو ځانګړی ټاسک فورس هم اعلان کړی چې د موسمیاتی بدلون او په ملک کې د اوبو په کمی د قابو موندلو دپاره ګامونه واخلي.  د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف د ټویټر د لاری وایي پاکستان په نړۍ کې پینځم هیوادی چې د موسمیاتي بدلون د خطرو سره مخ دی اؤ د اوبو  کمی نیغ په نیغه په کرکیله اغیزې کوي. د وزیراعظم وینا ده چې  ددې د مخ نیوي دپاره د پوهانو یو ځانګړی ټاسک فورس جوړوي چې په راتلونکي وخت کې د خوراک ، اوبو او ځنګلونو  د تحفظ دپاره ګامونه واخلي. د پاکستان د ماحولیاتو وزیرې شیري  رحمان يوې خبري غونډې ته د وینا په وخت خبرداری ورکړی چې  پاکستان د نړۍ په هغو دریو هیوادونو کې شامل دی چې د اوبو د کمي سره مخ دی او که د موسمیاتې بدلون د اثراتو په ضد او د اوبو د ژغورلو ګامونه مو پورته نه کړل نو په کال 2025 کې به  دا ستونزه نوره هم زیاته شي.  پیښور پوهنتون کې د ماحولیاتي څانګې استاذ ډاکټر نفیس وي او ای ډیوه ته وایي پاکستان په موسمیاتي بدلون کې زیاته برخه نه لري خو د بده مرغه په سویلي ایشېا  کې د هند نه وروسته دویم هیواد دی چې زیات متاثره کیږي. هغه وایي له بده مرغه پاکستان دموسمیاتي اغېزو نه دبچ کیدو توان نه لري خو په حکومتي کچه هم داسې کوم پلان نشته چې ددې د مخ نیوي ګامونه واخستل شي. "په یو هیواد کې  25فیصدي ځنګلونه پکار وي خو په پاکستان کې یوازې 5فیصدي دي او هم دغه شان زمونږ د اوبو نظام هم کمزوری دی ،د موسمیاتي بدلون اثرات په اوبو زیات دي او روان کال د غنمو دانه نه ده پخه شوې او پیداوار اغیزمن شوی دی" نړیواله څیړنیزه د خوراک اداره په خپل رپوړټ کې وایي د موسمیاتی بدلون له امله سویلی اېشېایي هیوادونه دګڼ شمیر چیلنجونو سره مخ شوي دی چې پکې په شمالی سیمو کی د واورو دګټانو ویلي کیدل، دسمندر د اوبو په سطحه کې اضافه،په زمکه کې د اوبو زیرمې په ښکته تلل او په راتلونکي کې د سختو موسمي اثراتو امکان زیات شو

17.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more