ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په نوي دلي کې د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه 26 مړه شوي دي

د هندوستان سرښار نوي دلي په مضافاتو کې د جمعې په ورځ د رېل ګاډي د یو سټېشن سره نژدې په څلور منزله ودانۍ کې د اور لګېدو له امله پولیس ویلي لږ تر لږه 26 مړه شوي دي. د اور لګېدو د پېښې په اړه پولیس په خپل بیان کې وویل امدادي کار کوونکو د ودانۍ نه خلک د کړکیو دلارې را وېستل او نژدې هسپتالونو ته یې منتقل کول. په ټېلې وژن د پېښې په عسکونو کې ښکارېدل چې د ودانۍ نه لوګي پورته کېږي او اور وژونکو کوښښونه کوي چې اور مړ کړي. د اور لګېدو په پېښه کې 12 کسان زخمیان شوي دي. پولیس وویل په ودانۍ کې د سکیورټي کېمرې جوړوونکي کپمني کارخانه وه او اور د ودانۍ په لومړي منزل کې شروع شوی و. پولیس وویل د 50 نه زیات کسان د ودانۍ نه په محفوظ ډول ویستل شوي دي. د رویټرز د رپورټ نه دا نه معلومېدله چې اور د لګېدو علت څه ګڼل کېدو؟  

14.05.2022 ډیوه

رویټرز: د وژل شوي فلسطینۍ خبریالې د جنازې ګډون وال اسرایلي پولیس وهلي ټکولي دي

په زرګونو خلکو د جمعې په ورځ په مشرقي یروشلم کې د الجزیره ټېلې وژن د وژل شوي خبریالې شیرین ابو عاقله په جنازه کې شرکت وکړو او د هغې په قتل یې د غمرازۍ اظهار وکړو او رویټرز خبري اداره وویل اسرایلي پولیس د جنازې په ګډون والو یرغل وکړو او وهل ټکوول یې وکړل.   رویټرز په خپل رپورټ کې وویل په لسګونو کسان د یو هسپتال مخې ته د ابو عاقله د جنازې کټ چاپیره ولاړ وو، په لاسونو کې یې د فلسطین بېروغونه پورته کړي وو او نعریې کولې "شیرین! په خپلو روحونو او وینه به دې بدل اخلوو." د رپورټ ترمخه اسرایلي پولیس چې غوښتل یې د خبریالې د جنازې کټ دې د پښو په ځای په موټر کې یوړل شي، د جنازې په ګډون والو ورغلل او په لګتو او کوتکو یې هغه کسان ووهل چې د جنازې کټ یې نیولی و. د رویټرز ترمخه په یوه موقعه د جناز وړوونکي یو دیوال ته ورنژدې شول او نژدې وه چې د جنازې کټ ځمکې ته غورځېدلی وی خو خلکو قابو کړو او په دغه مهال د سټېن ګرنېډونو چاودنه هم وشوه. شیرین ابو عاقله د وېسټ بېنک په جنین کلي کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د اسرایلي ځواکونو د چاپې په مهال ووژل شوه او د الجزیره یو بل خبریال زخمي شو.  شیرین ابو عاقله په قوم فلسطینۍ وه خو امریکايي شهریت یې هم لرلو، د تېرو شلو کلونو راهسې خبریالي کوله او د الجزیره د عربۍ ژبې څانګې پیژندل شوي څېره ګڼل کېدله.  د رویټرز د رپورټ ترمخه فلسطيني مامورین وايي شیرین ابو عاقله اسرایلي ځواکونو وژلې ده او اسرایلي حکومت اول وویل چې ممکنه ده هغه د فلسطیني وسله والو په ډزو وژل شوي وي خو اوس د اسرایلي عسکرو د ډزو امکان نه ردوي.  د شیرین ابو عاقله د جنازې په موقع د تشدد په اړه اسرایلي پولیس وویل چې سېنټ جوزف نومې هسپتال نه بهر د فلسطینیانو یوې ډلې چې پولیس لوټ ماران وبلل، پولیس افسران یې په کاڼو وېشتل او بیا پولیس جوابي ګام پورته کړو.  الجزیره او د قطر حکومت چې په مالي مرسته یې الجزیره چلیږي، د اسرایلي پولیس غندنه یې وکړه. د ملګرو ملتونو نایب ترجمان فرحان حق وویل د شیرین ابو عاقله د جنازې په موقع د صورتحال مناظر د خفګان وړ وو. په متحده قامونو کې د امریکې سفیرې لېڼده ټامس ګرین فېلډ او یورپي یونین هم د دغه شان تاثراتو اظهار وکړو.  رویټرز وویل د پولیس د مداخلت وروسته د شیرین ابو عاقله د جنازې کټ په موټر کې کښودل شوی او جنازه یې د یروشلم ښار په پخوانۍ برخه کې ادا کړی شوه.  رپورټ ترمخه کله چې د شیرن ابو عاقله جنازه د جبل صهیون مقبرې ته وړل کېدله نو قدیم یروشلم په لارو کوڅو کې فلسطینیان په لویه شمېره کې ودرېدلي وو. د هغې په قبر د ګلونو په څادرې وغړول شوې او د هغې د قبر د صلیب نه د فلسطین بېرغ چاپېره کړی شو او د رپورټ ترمخه ځینو غموارانو "الله اکبر" ووېل. د رویټرز ترمخه اسرایلي پوځ د جمعې په ورځ وویل ابتدايي تحقیقات څرګندوي چې د هغو ډزو د سرچینې په کره ډول تعین به ممکن نه وي چې ابو عاقله پې لګېدلي او وژل شوي ده. اسرایلي پوځ وویل دا امکان شته چې ابو عالقه د هغو فلسطیني وسله والو په ډزو لګېدلي وي چې د اسرایلي پوځ په موټرو یې ډزې کولې او دا امکان هم شته چې د اسرایلي عسکرو په ځوابي ډزو کې خبریاله لګېدلي وي.  رویټرز وايي اسرایلي ځواکونو د جمعې په ورځ‌ په جنین کې بیا چاپې شروع کړې او اسلامک جهاد نومې فلسطيني مسلح ډلې په جنین کې اسرایلي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې د اسرایلي پولیس د یو افسر د وژلو ذمه واري ومنله.  د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس ترجمان نبیل ابو رودېنا وویل په جنین او یروشلم کې واقعات په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راوستلی شي. رویټرز وايي د شیرین ابو عاقله د وژنې په پراخه کچه غندنه شوي ده او د هغې د وژل کېدو نه وروسته يوه وډیو ښيي چې هغې د شین رنګ واسکټ اغوستی و او چې په واضحه ټکو کې پ "پرېس" لیکل شوي وو او د هغې دوو همکارانو چې د هغې سره وو ویلي د اسرایلي ښیښ مارانو د ډزو دلاندې شوي وو او د فلسطیني وسله والو نه لېرې وو. اسرایل د خبریالې په وژل کېدو خفګان څرګند کړی او فلسطینیانو ته یې په شریکه د تحقیقاتو تجویز ورکړی او غوښتلي چې هغه ګولۍ چې شیرین ابو عاقله پې لګېدلیي اسرایل ته دې ورکړي. رویټرز وايي فلسطینیانو د اسرایل خواست رد کړی او د نړیوالو تحقیقاتو غوښتنه  یې کړې ده.  

13.05.2022 ډیوه

د ۳۰ دقیقې اونیزه خپرونه

د ۳۰ دقیقې په اونیزه خپرونه کې چې په دري او پښتو ژبو د هرې جمعې په شپه خپریږي، د اونۍ مهمو پیښو، رپوټونو او مرکو ته کتنه کیږي او د ورځنیو پیښو په اړه تازه او هر اړخیرې ارزونې وړاندې کوي.

13.05.2022 امریکا غږ

افغانې فعالانې: د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه ستایو خو د عملي ګامونو اخیستو غوښتنه کوو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مې په ۱۲مه د طالبانو لخوا افغانستان کې پر ښځو د وروستيو بندیزونو په هکله د بندو دروازو تر شا بېړنۍ مشورتي ناسته کړې. دا ناسته ناروی رابللې وه چې اوس د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.‌ دې ناسته کې د امنیت شورا غړو هېوادونو استازو د ناروې لخوا د یوې اعلامیې پر وړاندیز شوې طرحه بحث کړی دی. ټولنیزه او سیاسي فعاله مقدسه احمدزۍ د دغې غونډې ستاینه کوي خو وايي نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته لا نور جد او عملي ګامونه اخیستل پکار دي.  "زه ګڼم چې دا ډول غونډې به د افغانستان په اوسني او راتلونکي ناوړه حالت د کنټرول موندلو لپاره اغېرناکې وي، خو په کوم ډول چې زمونږ د نړیوال ټولنې او ملګرو ملتونو څخه غوښتنې دي، په کافي ډول ورته پاملرنه نده شوې ځکه چې دوي افغانې مېرمنې او افغان ولس یوازې پریښوده". د امنیت شورا د دې غونډې بشپړ جزييات لا مخې ته نه دي راغلي خو ویل کېږي چې د ناروې د اعلامیې طرحه کې د طالبانو لخوا افغانستان کې له "اړتیا پرته" له کوره د ښځو د وتلو پر بندیز او د حجاب پر جبري کېدو اندېښنه ښودل شوې.‌ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه له هغه وروسته غونډه رابللې چې پر افغانو مېرمنو د حجاب  په اړه نوي بندیزونه لګیدلي. همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري په ښځو باندې وروستي محدودیتونه او بندیزونه غندلي دي. د مدني ټولنې فعاله مقدسه احمدزۍ وايي د طالبانو بحث پر حجاب نه دی بلکې پر نقاب دی کوم چې اسلام کې د حجاب تعریف څخه ډیر توپیر لري. "طالبان باید د حجاب لپاره یو مشخصه تعریف ولري. هغه تعریف چې طالبان یې اوس د حجاب تر نامه لاندې راپورته کوي، د دوي هدف حجاب نه بلکې نقاب دی. او نقاب کله هم د هغه تعریف برخه نشي کیدای چې کوم اسلام کړی. زما په نظر هغه بندیزونه چې د طالبانو د حکومت د شروع څخه تر اوسه پر افغانو ښځو لږیدلي، د دوي د دغو بندیزونو معلومیږي چې دوي غواړي په دغو حقونو معامله وکړي او خپلو غوښتنو ته د دغې لارې ورسیږي. نقاب په اسلام کې یو منسوسي مباح عمل دی او په اسلام کې که په دې عمل قید لګیږي او جزا پرې ټاکل کیږي نو دا یو ناراو عمل دی او بیا چې ته په جزايي‌ حکم کې چې ګناه یو تن کړي وي او سزا یې بل ته ورکول کیږی یا د هغې د کورنۍ غړي ته نو دا بیا په اسلام کې د هغې دپاسه یو بل جرم او ګناه ده." طالبان چې تېر کال په اګست میاشت کې په افغانستان حاکمه شول یو وارې بیا د خپلې تیرې دورې د کال ۱۹۹۶څخه تر ۲۰۰۱م په څېر واکمنۍ ته راګرځېدلي او تکراروي، د کوم پر مهال چې مېرمنې د سختو بندیزونو هدف ګرځېدلي وې. دا مهال په افغانستان کې مېرمنو ګڼ شمېر بندیزونه لګيدلي چې د کوره له محرمه پرته وتل یا سفر کول، د ښځو په جامو اغوستلو، کار ته تللو، د شپږمې ټولګۍ څخه لوړو زده کړو، پارکونو یا رسټورانټونو ته په تللو او داسې نور مواردو سخت محدودیتونه پلې شوي. په ملګرو ملتونو کې د ناروې مرستیالې سفیرې ټرین هیمربېک د شورا له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل چې د طالبانو تګلارې د هېواد د " اقتصادي ناورین او بشري وضعیت" ته د رسیدو پر ځای د ښځو او نجونو په ځورولو متمرکزې دي، هغې خبرداری ورکړ چې کیدای شي دغه تګلارې د تاوتریخوالي او افراطیت لامل شي. د طالبانو په دغو نویو لارښوونو کې تاکید شوی دی که ښځې یې عملي نکړي، د کورنیو نارینوو مسئولینو ته به یې سزا ورکړل شي او که دندې لري، دندې به یې وځنډول شي. د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني مرستیاله ویانده درانۍ جاوید وزیرۍ ډیوې ته وايي چې دا مهال افغانستان د سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی خو د طالبانو تګلارې او اجنډا یوازې پر افغانو مېرمنو  د بندیزونو راتاويږي.  اغلې وزیرۍ زیاتوي "افغانستان کې اقتصادي حالت ډیر خراب شوی. مونږ خپله کومه بودیجه نه لرو او پرمختیایيي بودیجه مو هم په ټپه دریدلې. افغانو ښځو په اقتصاد کې خپله فعاله ونډه لرله. هغه ښځو چې شخصي کاروبارونه  لرل هغه هر څه له منځه تللي. دا مهال افغانستان کې ښځو ته یوازینی لاره سوالګري پاته ده." اغلې وزیره زیاتوي چې د افغانستان په نرواکې ټولنې کې د طالبانو دغه نوي بندیزونه به د  افغانو مېرمنو په وړاندې لا تاوتریخوالی زیات کړي. هغه په ملګرو ملتونو نیوکې کوي چې په دې لړ کې کافي عملي ګامونه نه دی اخیستلي او پرې غږ کوي چې په دې اړه دې جدي ګامونه واخلي او پر طالب چارواکو دې فشار زیات کړي.   که څه هم طالبان وایي چې د نجونو پر تعلیم یې بندیز نه دی لګولی او حالاتو ته په کتو به د هغوی د ښوونځیو د پرانیستنې اعلان وکړي. خو له کله راهیسې چې یې د افغانستان واک یې اخیستی نه یواځې ښځې په حکومتي او غیر حکومتي دفترونو کې د کار کولو په سره ډول ډول بندیزونه لګیدلي بلکې په ټولنیز ژوند د کوره په وتلو او له محرمه پرته لیرې ځای سفر کولو، او ان تر دې چې د جامو په څرنوګالي يې بندیزونه لګیدلي.  

13.05.2022 ډیوه

طالبانو د Vice News خبریاله له افغانستان څخه وایستله

طالبانو یوې امریکایي-کاناډایي رسنیزې ډلې ته د جمعې په ورځ مۍ ۱۳ (غوایي ۲۳) امر کړی چې سمدستي له افغانستان څخه ووځي او دغه لویدیځه رسنۍ یې "د ښځو د حقونو په هکله د ناسمو" رپوټونو په خپرولو تورنه کړې ده.

13.05.2022 امریکا غږ

په افغان مېرمنو د طالبانو په ورستيو بندیزونو د نړیوالې ټولنې تشویش دوام لري

د متحده قومونو امنیتي شورا د افغان مېرمنو په ضد د طالبانو په ورستیو بندیزونو غونډه کړې او د نړۍ د اووه صنتعي ملکونو تنظیم جي سېون په افغان مېرمنو د طالبانو د زیاتېدوونکو بندیزون غندنه وکړه او ویې وېل چې طالبان ځان په نړیواله کچه د تنهايي په لوري بیايي. "مونږ په طالبانو غږ کوو چې په ښځو او جینکو د بندیزونو لېرې کولو دپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي، " د کېنېډې، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان، برطانيي او د امریکې خارجه وزیرانو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مشترکه بیان کې وویل. دا خبر ای اېف پي خبري ادارې رپورټ کړی. هم د زیارت، پنجشنبې، د متحده قومونو امنیتي شورا په خپله غونډه کې د افغان مېرمنو په اړه د طالبانو په اقداماتو غور وکړو. د تړل شویو دروازو په شا د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا په غونډه کې د ناوری د یو قرارداد په مسوده هم غور وشو. مجوزه قرارداد د طالبانو نه غوښتنه کوي چې په مېرمنو د حجاب بندیز او د محرم نه بغیر مېرمنو د کور نه په وتلو پابندي دې ختمه کړي. د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه د امنیتي شورا د غونډې نه وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ناروی استازي ترین هېمربېک خبریالانو ته وویل په ځای د دې چې طالبان د افغانستان اقتصادي او بشري بحران حل کړي د طالبانو د تګلارې توجه د افغان مېرمنو او جینکو په زورولو ده. د جي سېون خارجه وزیرانو وویل په افغان مېرمنو د زیاتېدوونکو بندیزونو غندنه کوي او د افغانستان د ابادۍ نیمايي برخه په مساوي او په بامنعي ډول په سماجي ژوند کې د برخه اخیستلو نه ودروي. د جي سېون خارجه وزیرانو وویل په ښځو او جینکو د بندیزونو دلارې طالبان ځانونه د نړیوالې ټولنې نه نور هم لېرې کوي. تېر کال د اګست په 15 نېټه په افغانستان د واکمنېدو نه پس یو ملک هم طالبان په رسمیت د حکومت په څېر نه دي پېژندلي. نړیوالې ټولنې د طالبانو په کابینه کې د مېرمنو په نشتوالي تشویش څرګند کړی دی او د انساني حقونو فعالان وايي طالبان د خپلو هغو لوظونه نه پشا کېږي چې د افغانانو د بنیادي حقونو د تحفظ په اړه یې کول. د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د می په اتمه نېټه د مېرمنو په اړه خپله ورستۍ فېصله کې طالبانو امر کړو چې مېرمنې دې برقعې نه بغیر د کوره نه وځي او که چېرې د دې فېصلې پابندي نه کوي نو د کورنۍ سړو به یې سزا ورکول کېږي. په امر کې دا هم وېل شوي چې مېرمنو د ضرورت نه بغیر نه کور نه وځي. د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند محمد عاکف مهاجر په یو ویډیویي پیغام کې چې د افغانستان سرکاري خبري ادارې – باختر آژانس – په ټوېټر خپور شوی، وضاحت ورکړی چې د دوی په حکمنامه کې چادري او برقع صرف د حجاب د مثالونو په حیث ذکر شوي، خو مهمه نده چې هرو مرو دې ښځې برقعې یا چادرۍ په سر کړي. عاکف مهاجر په خپلو خبرو کې وایي: "چادري او برقع هم حجاب دی، او همدا راز دا تور رنګه اسلامي حجاب چې د سیمې په اسلامي هېوادونو کې ترې کار اخېستل کیږي د حجاب دپاره او عربي حجاب بلل کیږي – رنګ یې مهم نده چې که تور رنګ وي او که بل رنګ وي." افغان مېرمنو د طالبانو د برقعې د شرط خلاف مظاهرې کړې دي. په متحده قومونو کې د ناروی استازي وویل د افغانستان اقتصادي او بشري حل کولو په ځای طالبانو د مېرمنو زورولو ته دوام ورکړی دی. په اقوام متحده کې برطانيي استازي باربرا وډورډ وویل د طالبانو دا خواهش چې مېرمنو د ټولنیز ژوند نه لېرې کړي "غلط" او "زوروونکی" دی. یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي او ای پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي  

13.05.2022 ډیوه

صدر عارف علوي د عمران خان د بهرني سازش د تورونو پلټنو لپاره د قضایي کمیشن جوړولو غوښتنه کړې

دپاکستان دصدر ډاکټر عارف علوي لخوا د سپريم کوټ دمشر قاضي په نوم ليکل لیږل شوي لیک کې د پخواني وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحريک تر شا دبهرني سازش د پلټنو لپاره دعدالتي کميشن جوړولو خواست شوى دى. بل اړخ ته لندن کې موجود وزير اعظم شهباز شريف او د هغه د کابينې دغړو لخوا د خپل ګوند( مسلم ليګ نواز )دمشر نواز شريف سره په مهمو ملکي چارو مشاورت دوام لري او څيړونکي وايي که حکومت زر څه بنيادي پريکړې ونه کړي نو سياسي اومعاشي  حالات نور هم ترینګلي کیدای شي. د صدر عارف علوي لخوا ليکلي خط کې ويل شوي غوره به دا وي چې د بې باورې تحريک سره تړلي د بهرني سازش د تورونو پلټنو لپاره عدالتي کميشن باید چيف جسټس عمر عطا بنديال په خپلې مشرۍ کې جوړ کړي. د جمعې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په وخت د تحريک انصاف ګوند سره تړاو لرونکي د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر د سپريم کورټ لخوا د پخواني مرستيال سپيکر د رولنګ يا حکم د دستور په ضد دګرځولو پريکړې ته دبیا کتنې دخواست پخلى هم کړى دى. اسد قيصر وويل تمه ده چې سپريم کورټ د نوؤ انتخاباتو په معامله کردار ولوبوي او اعلى عدالت به د صدر عارف علوي په خواست کميشن هم جوړوي. وړاندې د پاکستان په سياسي او عسکري قيادت باندى ګډې د قامي سلامتيا کمپټۍ د پخواني وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورى تحريک کې د بهرني سازش امکان رد کړى ؤ او دامریکې حکومت هم د عمران خان تورونه بې اساسه ګرځولي دي. تيره شپه اټک کې  یوې جلسى ته د وينا په وخت عمران خان ويلي وؤ دوي بهرنی سازش درک کړی ؤ خو د عمران خان په خبره د بده مرغه څوک چې ددې سازش دمخنيوي ذمه وار وؤ هغوئ پرې غلى پاتى شول. دعمران خان څرګندونو ته غبرګون کې د جمى په ورځ لاهور کې خبري کانفرنس ته د وینا په مهال مرکزي وزير جاويد لطيف په عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره د اړي ګړي او ملکي ادارو د بدنامولو تورونه لګولى دي. تيره ورځ د پوځ وياند جنرال  بابر افتخار يو ځل بیا دهیواد په سیاستمدارانو غږ کړی ؤ چې پخپل منځي شخړو کې باید پوځ را ونه لړي. پوځي ویاند ویلي وؤ د ډیر وخت راهسې پوځ په دې اړه د زغم نه کار اخلي۔  

13.05.2022 ډیوه

د متحده عربي اماراتو رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان مړ شو 

د متحده عربي اماراتو رئیس شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان، د جمعې په ورځ مۍ ۱۳ (غوایي ۲۳) د ۷۴ کالو په عمر مړ شو.

13.05.2022 امریکا غږ

چين په پاکستان غږ کړی چې د وګړو پر ضد یې د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي

د چين خارجه وزير وانګ ژي او د پاکستان خارجه چارو وزير  بلاول بوټو زرداري تر منځه د زيارت په ورځ تر سره شوې ورچول غونډه کې چين په پاکستان کې دچينايي وګړو پرضد په ترسره شوؤ وروستیو ترهه ګریزو بريدونو اندېښنه ښودلې او د پاکستان څخه يې غوښتنه کړې ده چې دترهه ګریزو بريدونه مخنيوي دپاره پياوړي او غوڅ ګامونه پورته کړي۔ چين او پاکستان چې نزدې اړيکې لري او په پاکستان کې د پاک چين راهدارۍ پروژې په شمول يو شمېر نورو برخو  کې هم دچين لخوا پانګونې روانې دي ، څيړونکي وايي دغه پروژې د چين اقتصادي ګټو دپاره ډېرې مهمې دي ځکه چين نه غواړي چې ددوي دغه پروژې د ترهګریزو  بريدونو له امله وځنډیږي ۔ ددفاعي چارو څيړونکی او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر بريګډير(ر) سېد نذير وايي ، په دې کې هيڅ شک نشته چې په دغو ترهګریزو بريدونو کې دچینایي وکړو په نخښه کیدو سره اندېښنې زیاتې شوې دي اؤ  ويره او ترهه يې هم سېوا کړې ده۔  وي او ای ډيوه سره خبرو کې بريګډير (ر) سېد نذير وويل دا بريدونه نه يوازې د پاکستان دپاره بلکې چين دپاره هم د فکرمندۍ وړ دي او ددې سره په سيمه کې د چين په روانو پروژو منفي اغېز کیدای شي. هغه وایي د چين له خوا دسي پیک پروژې ترڅنګ ددوي تر ګوادر بندر رسد هم ډېر مهم دی. دبريګډير سېد نذير په وینا ، پاکستان د چين سره د نزدې اړيکو په اساس ددغو پروژو او دچينايي وګړو د حفاظت ذمه واري پغاړه اخستې او بيا يې ددې دپاره دځانګړو ځواکونو یوه برخه هم ساتلې چې نه يوازې ددغو پروژو څارنه او حفاظت کوي بلکي د سمندري حدونو څارنه هم ترسره کوي ، خو  دهغه په خبره پاکستان په جغرافيايي توګه او د شل کلنې افغان جګړې له امله بيا ددغه ترهه ګرۍ سره مخ دی چه پکې نه يوازې چينايي وګړي بلکې د پاکستان عادي وګړي او پوځ هم په نخښه کيږي ۔ بريګډيير سيد نذير وايي دا اوس يو چېلنج دی چې څنګه ددې ترهګریزو بریدونو مخنيوې کېدای شي ۔ دتیرې میاشتې په وروستیو کې د کراچۍ پوهنتون دننه د چينايي ژبې د زده کړې د مرکز په مامورینو ځانمرګي بريد کې درې چينايان وژل شوي وؤ چې د بريد پړه بلوڅ وسلوالې ډلې بي ایل ای پغاړه اخستې وه  . تېر کال 2021 جولایي کې هم د خېبرپښتونخوا په برنۍ ضلعه کوهستان کې په داسو ډيم کې په کار کوونکو چينايي انجنئیرانو برید شوی ؤ چې پکې نهه چينايي وګړي او درې پاکستانيان وژل شوي وو.  تیره اوونۍ د پاکستان د سینیټ ددفاعي چارو د کمېټې مشر مشاهد حسېن سيد وېلي وؤ چې چين د خپلو وګړو او منصوبو د تحفظ لپاره د پاکستان په امنیتي نظام باور بېللی دی. د 46 ارب ډالرو په لګښت جوړیدونکې د سي پېک منصوبه په نړيواله کچه دچین د روانې پروژې بېلټ لېنډ روډ برخه ده او ددې مقصد د چين دمغربي صوبې سنکيانګ د زمکې دلارې د بلوچستان ګوادر بندرګاه سره پېوست کول او بحيره عرب ته لاسرسی ترلاسه کول دي. د ورځپاڼې ډان د یو رپورټ له مخې که څه هم تېره میاشت په کراچۍ پوهنتون کې د بريد وروسته پاکستان کې کار کوونکي چينايي ملازمین خپل هېواد ته بېرته نه دي بلل شوي خو د خپلو ځانونو د حفاظت په اړه د هغوي د پاکستان په توان باور کم شوی دی.

13.05.2022 ډیوه

عمران خان پوځ ته په اشاره د ډالر د نرخ په ختلو نیوکې کړي خو حکومت یې ذمه وار عمران خان ګڼي

دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران دپاکستاني روپۍ د ارزښت په پرله پسې لوئیدو اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ هیواد پوځ ته یې په اشاره ویلي نیوټرلز ته یې خبرداری ورکړی ؤ چې که چرې سازش کامیاب شو نو معاشي بحالي به ډوبه شي. خو دهیواد دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل بیا د روان اقتصادي کړکیچ اؤ د ډالر دنرخ ختو ذمه وار دعمران خان حکومت ګرځولی اؤ وایي دایي ایم ایف اؤ عمران خان ترمنځ دشوي تړون ددلدل نه چې اوځو نو د ډالر نرخ به بیا پریوځي. دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ پاکستان کې دامریکایي ډالر نرخ دتاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلی اؤ یو ډالر په ۱۹۳ روپۍ تبادله شوی دی. په ټویټر عمران خان لیکلي نن روپۍ دتاریخ تر ټولو ښکته کچې ته غورځېدلې اؤ ډالر ۱۹۳ روپو ته رسیدلی چې په اتم مارچ په ۱۷۸ روپۍ ؤ. هغه ویلي دکال ۱۹۹۸ نه راپدیخوا دسود کچه ۱۵فیصدي ته رسیدلې ده چې دا هم تر ټولو ستره کچه ده. عمران خان زیاته کړې ده اسټاک مارکیټ ۳۰۰۰ پواینټونه یا شپږ اعشاریه څلور فیصده غورځېدلی اؤ ګراني دجنورۍ کال۲۰۲۰م نه راپدیخوا ۱۳اعشاریه څلور فیصدي ته ختلې ده. هغه ویلي دا هرڅه په امپورټډ حکومت دکم ترینه باور نخښې دي اؤ زیاته کړې یې ده هغه اؤ دخزانې پخواني وزیر شوکت ترین "نیوټرلز" ته خبرداری ورکړی ؤ چې که چرې سازش کامیاب شو نو زمونږ معاشي بحالي به ډوبه شي اؤ دا هرڅه اوس وشول. د نیوټرلز یا بې پلوه اصطلاح عمران خان زیاتره پخپلو ویناګانو کې دهیواد دطاقتور پوځ لپاره کاروي ځکه چې پوځ دریځ لري چې ځان یې په سیاست کې بې پلوه ساتلی دی. خو پوځ پرله پسې خپلو وروستیو بیانونو کې په سیاستمدارانو دا ټینګار هم کړی چې پوځ دې په سیاست کې نه رالړي. په عین حال کې دپاکستان دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل د ډالر نرخ کې داضافې اؤ د وروستۍ ګرانۍ ذمه وار عمران خان ګرځولی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي نن چې ډالر مخ په بره روان دی اؤ ګراني سیوا کیږي اؤ‌ ددې علت دایي ایم ایف اؤ عمران خان ترمنځ شوي تړون اؤ بیا ددغه تړون نه شوې سرغړونه ده. هغه ویلي عمران خان چې کوم تړونونه کړي دي هرکله چې مونږ دهغې له دلدل څخه اوځو نو ډالر به ښکته راشي اؤ اسټاک ایکسچینج به بیا مخ په بره لاړ شي. هغه ویلي "عمران خان چې معیشت په کوم ډګر پریښی دهغې ځائ ته راوستل اسان کار نه دی خو مونږ به یې ضرور ځائ ته راولو " هغه ویلي په پټرولو رعایتونو ورکولو دپاکستان معاشي وضعیت نور هم دسخت مالي فشار سره مخ کړی اؤ نړیواله منډهۍ کې دپټرولو داخستو اؤ په پاکستان کې یې دخرڅولو ترمنځ توپیر حکومت ته داربو روپو زیان ورپغاړه کړی دی. په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان وايي، د ډالر د ګرانېدو څو علتونه دي، تجارتي خساره په لسو میاشتو کې ۴۰ اربه ډالرو ته رسېدلې ده او ويره څرګنديږي چې په راتلونکو دوه مياشتو کې ۵۰ اربه ډالرو ته ورسي. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، چې د بهر نه قرضې اخستل کيږي د ورکولو مخه يې نه وي، د ملک صادرات واردات/ درامدات/ برامدات برابر شوي يا یو شان شوي نه وي حالات به هم داسې روان وي. هغه زياته کړه، په ملک کې سياسي حالات کړکېچن دي، حکومت او اپوزيشن د يو بل پرضد جلسې شورو کړي دي، څو پورې چې په ملکي کچه د حالاتو سمېدو دپاره سنجیده ګامونه نه وي اخستل شوي، اقتصادي مسلې به نورې سېوا کيږي، ډالر به ګرانيږي او ګراني به ورسره نوره جوړيږي، اغېزې به يې په عامو خلکو وي.

13.05.2022 ډیوه

اوکراین له ډانباس سیند څخه د روسانو د تېرېدو مخه نیولې

واشنګټن – اوکراین د روسانو د هغې هڅې مخه نیولې چې غوښتل یې له ډانباس سیند څخه تېر شي. د برتانیې په استخباراتي معلوماتو کې راغلي، "د جګړې په ډګر کې له سیند څخه تېرېدل له ډېر زیات خطر ډک مانور دی او له دې دا څرګندېږي چې د روس قومندانان څومره تر فشار لاندې دي چې باید د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ وکړي." رویټرز خبري ادارې راپور ورکړی چې اوکرایني ځواکونو د ډانباس په سیند باندې ولاړ پول او د روسانو د زغروال ګاډو د کتار ځینې برخې چې غوښتل یې ډانباس سیمې ته واوړي ویجاړې کړې دي. په دې اړه د اوکراین د پوځ لخوا د جمعې په ورځ یوه ویډیو خپره شوې چې په کې په توره بحیره کې د روس د سمندري ځواک په یوې کښتۍ کې بل شوی اور هم ښکاري. اوکراین په دوهم ستر ښار خارکیېف کې هم روسي ځواکونه په شا تمبولي. تر دې مخکې روسي سرتیري له کیېف او ددغه هېواد له شمال ختیځ څخه هم وتلي وو. د رویټرز خبریالانو دا تایید کړې ده چې اوکراین اوس د سیورسکای ډونیټس تر سیند پورې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستي چې دا له خارکیېف څخه ۴۰ کیومټره ختیځ ته پرتې دي. د خارکیېف ښار چې درنې بمبارۍ پرې شوي لږ تر لږه د دوو اونیو راهیسې ارام بریښي او جګړه شمال لوري ته روانه ده. بل پلو الجزیرې د امریکا د جګړې د انسټیټیوټ له خولې خبر ورکړی چې داسې ښکاري روس د اوکراین د روبېژني او ښايي ویو وډېوکا ښارونو کنټرول ترلاسه کړی. د برتانیې د دفاع وزارت استخباراتي معلومات ښيي چې روس هڅه کوي د سلوېنسک او کرامتورسک خواته مخې ته لاړ شي. دا د دې لپاره چې اوکرایني ځواکونو ته ملاتړ او تازه ځواک و نه رسېږي. واشنګټن پوست د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو د ادارې یا یونیسېف له خولې خبر ورکړی چې په اوکراین کې یواځې تېره میاشت نېږدې ۱۰۰ ماشومان وژل شوي دي. د یونیسېف مرستیال مشر عمر عبدي ویلي، "زیات ماشومان ژوبل شوي او د هغوی په حقونو باندې سخت تېری شوی او په میلیونونو نور بې ځایه شوي دي." او نړیوال بانک خبر ورکړی چې د پیسو لېږد یا مني ټرانسفر دا مهال اوکراین ته په اروپا او مرکزي اسیا کې تر ټولو زیات کېږی او سږ کال ښايي ۲۰ فیصده زیات شي. دا د دې لپاره چې کډوال او نور کسان هغو خلکو ته پیسې استوي چې لا تر اوسه هم په دغه هېواد کې دي. اروپا د اوکراین په جګړه کې د روس لخوا د اټومي برید یادول شرمناک بللي: بي بي سي راپور ورکړی چې د اروپايي شورا مشر چارلېز مېشل وايي، د نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ دی. هغه ویلي، "روس چې یو اټومي هېواد دی په یو خپلواک هېواد اوکراین باندې د برید په حال کې دی او د نه منلو وړ او په شرمناکه توګه د اټومي وسلو د کارولو یادونه کوي." مېشل دا مهال په جاپان کې له هېروشیما څخه لیدنه کوي. دا هغه ښار دی چې په لومړي ځل پرې اټوم بم غورځېدلی وو. اوکراین د جنګي جرم په تور لومړنی روسی سرتیری محاکمه کوي: اوکراین نن یو روسي سرتیری د ادعاو له مخې د جنګي جرمونو له امله محاکمه کوي. ۲۱ کلن وېدېم شېشېمېرېن به لومړنی روسی وي چې په اوکراین د روس د یرغل راهیسې محاکمه کېږي. څارنوال وايي، شېشېمېرېن د اوکراین یو ملکي وګړی په سر ویشتی او وژلی دی. که چېرې مجرم وپېژندل شي نو کېدای شي‌ د عمر قید سزا ورکړل شي.

13.05.2022 ډیوه

ملګري ملتونه: د افغان مېرمنو په وړاندې محدودیتونه د 'سولې او ثبات' په زیان دي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۲ (غوايي ۲۲) په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د وروستیو محدودیتونو په اړه د بندو دروازو تر شا ځانګړې غونډه کړې ده.

13.05.2022 امریکا غږ

عبدالله: 'نظامیانو' پنجشېر، تخار، اندراب او خوست کې ملکي وګړي وژلي

د مصالحې عالي شورا پخوانی مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، د راپورنو له مخې په وروستیو ورځو کې په پنجشېر، تخار، اندراب او خوست ولایتونو کې ملکي وګړي صحرايي محکمه او وژل شوي دي.

13.05.2022 امریکا غږ

یوناما یو ځل بیا د نجونو د متوسطه ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

په داسې حال کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو څخه شاوخوا اته میاشتې تیریږي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازوالۍ یا (یوناما) مشرې یو ځل بیا له طالبانو د نجونو د متوسطه ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

13.05.2022 امریکا غږ

اقتصاد پوهان وایي راتلونکي کې دپاکستان کمزوری اقتصاد دنورو ستونزو سره هم مخ کیدای شي

اقتصادي کارپوهان وایې په پاکستان کې وخت په وخت ملکي اقتصاد د سیاست ښکار شوی او سیاسي ګوندونو سیاست د اقتصاد غوړونې  په ځائ د خپلو ګټو دپاره کارولی دی. پوهان وایي دا وخت د پاکستان اقتصاد سخت مشکلاتو سره مخ دی او که حکومت داقتصاد په بنیادي اډانه کې بدلون رانه ولي نو دغه مشکلات به نور هم سیوا او خطرو سره به مخ شي. د اقتصاد ماهر طاهر امین  وي او اې ډیوه ته وایي تیرو حکومتونو هم اقتصاد د سیاسی ګټو دپاره کارولی او د اقتصاد په ځانګه کې یې بدلون نه دی راوستی . هغه  وایې موجوده حکومت هم د تیر حکومت په لاره روان دی په کوم کې چې په سیاسي بنیاد د توانایۍ بیعې په ځائ ودرول شوې وې. هغه وایې  دپاکستان په بنیادي اقتصادي ځاندره کې د بدلون ضرورت دی او هغې ته پام نه ګرځوکول کیږي.  دنوموړي په وینا د پاکستان اقتصادي بنیاد د 70 فیصدي په بلواسطه مالیا اډانه دی چې پکې  په عام وګړي د ټیکسونو بوج زیات دی او  مالداره خلک خپلې مالی ګوشوارې هم نه جمع کوي،  دبجلۍ په محکمه کې د اصلاحاتو ضرورت دی. "هر حکومت چې راځي لنډ مهاله فیصلی کوي، خلکو ته ریلیف ورکړي خو د هغې بیا په اقتصاد بدې اغیزې کیږي، تر کومه چې په بنیادي اډانه کې اصلاحات نه وي شوي نو ګراني به زیاتیږي، ټيکسونه به زیات شي او بې روزګاري به هم زیاته شي" اقتصاد پوهان وایي دا وخت د پاکستان اقتصاد مشکلاتو سره مخ دی،د پاکستان تجارتي خساره 39 اربه ډالره ته زیاته شوې ده، د روپۍ په پرتله د ډالر بيعه 193 روپۍ نه زیاته شوې،  دمجموعي غیر ملکي زرمبادلې ذخیره 16.1 اربه ډالره ده او په ملکي کچه ګراني 13.37فیصدي ده او په ملکي کچه په ګرانۍ کې نوره هم اضافه کیږي . تر دې وړاندې د پاکستان دخزانې وزیر مفتاح اسماعیل  ویلي وؤ د تیر حکومت له خوا په تیلو او بجلۍ ورکړل شوي رعایتونه به ختم کړي خو روانه میاشت د 15 نیټې پورې  وزیر اعظم شهباز شریف دغه رعایتونه پځائ ساتلي دي. د اقتصاد ماهر لحاظ علی وایي د نړیوالې مالیاتی ادارې ایي ایم ایف دپور دپروګرام د دوام دپاره دا ضروري ده چې پاکستان په تیلو او بجلۍ رعایتونه ختم کړي او د 343اربو روپو د مالیې ستونزه هم هواره کړي. هغه وایي موجوده حکومت هم د سیاسي مصلحت ښکار دی او نه شي کولی چې رعایتونه ختم کړی او د پاکستان د اقتصاد دپاره دا ډیره ضروري ده چې ټول سېاسي ګوندونه دغه ستونزه هواره کړي. "زمونږ د مالیې نیغ په نیغ تړون د بجلۍ،ګیس او تیلو سره دی او باقی د مالیې نظام کمزوری دی سیاست په خپل ځائ، زما په خیال د ټولو سیاسي ګوندونو ذمه واري  ده چې یوه جامع پالیسي جوړه کړي او د هغې مطابق  د تیلو د قیمتونو فیصله کیږي" د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان هم نن پخپله اداریه کې لیکلي چې په پاکستاني مارکیټ کې دردوونکي خبرونه ښایي چې موجوده د پاکستان مسلم لیګ ن حکومت هم ددې جوګه نه دی چې د اقتصادې ودې دپاره ګامونه واخلی . د اداریې ترمخه ښکارې داسې چې دا حکومت هم په شخصي سلاکانو کې مشغول دی او  اقتصاد ته د ودې ورکولو په ځائ  د ټول ټاکنو خبرې کوي. ورځپاڼه وایې ټول ټاکنې او احتساب  د راتلونکو ټول ټاکنو د ګټې ضمانت نه  دی بلکې اړینه داده چې حکومتونه په اقتصادي بنیادونو سختې فیصلې وکړي او ملکي اقتصاد بچ کړي

13.05.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more