ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د خېبرپښتونخوا حکومت په سکولونو کې د دویم وخت کلاسونه شروع کړي دي

سکولونو نه د بهر ماشومانو شمېره کمولو دپاره د خېبرپښتونخوا حکومت په سکولونو کې په دویم وخت اضافي کلاسونه شروع کړي دي. د تعلیم په مد کې د مرستندویه ادارو سره د همکارۍ دپاره د صوبايي حکومت د کمېټۍ مشر عمر اورکزی وايي په لسګونو سکولونو کې د دویمې مرحلې  د کلاسونو لړۍ پېل کړی شوي ده او د دې ترڅنګ په شخصي سکولونو کې د هغو ماشومانو داخلې شروع شوي دي چې دا مهال د سکولونو نه بهر دي یا تعلیم نه ترلاسه کوي. ښاغلي اورکزي وویل شخصي سکولونو ته د يو ماشوم په سر د پينځلس سوه نه تر پينځه ديرشت سوه روپو پورې د مياشتې فيس ورکول کېږي خو دا پروګرام  لاهم قبيلي ضلعو ته نه دی غځول شوی. "دې نه علاوه کميونټي سکولونه جوړيږي، دې نه علاوه اين سي ايج ډي او نور پروګرامونه هم د وفاقي حکومت نه صوبې ته راغلي دي کوم چې څرګندوي حکومت دې مسلې هواري د پاره کار کوي" د انګريزئ ژبې ډان ورځ پاڼې  يو خبر کې ليکلي په خېبر پښتنونخوا کې د څلور اعشاريه اووه ميلينا د سکول نه بهر ماشومانو د پاره د پينځلس زره اضافي د سکولونو جوړولو ضرورت دې، د حکومت د تعليم محکمې چارواکي وايي په ګڼو سرکاري سکولونو کې د ورځې په دوېم وخت کې يې کلاسونه پېل شوي دي چې ورسره به د سکول نه بهر ماشومانو شمير کې کمې راشي۔ څيړونکي وايي د سکول نه بهر ماشومان د ډيرو خطرو سره مخ وي او د بېلا بېلې ډلې يې په اسانه د خپلو مقاصدو د پاره کارولې شي۔ سکولونو نه بهر ماشومانو تعلیم ته د راوستلو په اړه د صوبايي حکومت چارواکې خبرې په داسې حال کې کړي چې په یوه ورستۍ سروی څرګندوي چې په خېبرپښتونخوا کې یو کم څلوېښت فيصد ماشومان د سکولونو نه بهر دي یا تعلیم نه ترلاسه کوي. ډان ورځ پاڼې د تعليم د محکمې د چارواکو له قوله  ليکلي چې  حکومت هر کال د درې سوه نوي سکولونو د جوړولو منظوري ورکوي او که په دغه حساب وکتل شي نو په راتلونکې پنځوس کالو کې د نوي سکولونو دا موجوده هدف ترلاسه کول ممکن دي ډان ليکلي د بنظير انکم سپورټ پروګرام په يو سروې کې ويل شوي چې په صوبه کې يولس اعشاريه اووه ميلينا د پينځو کالو نه زيات او شپاړسو کالو نه کم عمر ماشومان په خېبر پښتونخوا کې د سکولونو نه بهر دي، چې په صوبه کې د ماشومانو يو کم څلويښت فيصد برخه جوړيږي خو په نوې سروې  چې د سکول استاذانو د بي ائي ايس پي  قومي ، سماجي او اقتصتادي سرشميرنې په دوران صوبه کې کړې ده چپکې د تعليم نه بې برخې ماشومانو شمېره څلور اعشاريه اووه ميلينا ښودل شوې ده۔ د تعليمي چارو کارپوهه ډاکټر سهېل احمد وايي د سکول نه بهر ماشومانو شمېر د ازادو ادارو لخواد حکومتي شمېر په مقابله کې څو چنده زيات ښودل کيږي، نوموړي ډيوه ته وويل که د حکومت دا شمېرې هم سمې وګڼل شي نو بيا هم د ماشومانو يوه ډيره برخه د تعليم نه بې برخې ده او دا ماشومان بيا په ټولنه کې د ډيرو خطرو سره مخ وي۔ "د دې سکول نه بهر ماشومانو له وجې ډيرې سماجي بيماريانې راتلې شي د هغوي غلط استعمال کېدې شي هغه دهشت ګردو له په لاس ورتلې شي" د پاکستان د ائين ارټيکل پينځشتم اې ترمخه د پنځو نه تر شپاړسو کالو پورې ماشومانو ته به لازمي تعليم ويړيا ورکول کيږي خو تعليمي چارو کارپوهان وايي د سکول نه بهر ماشومانو شمېر ته په کتو ليدل کيږي چې د ائين په دغه ارټيکل باندې پورا پورا عمل نه کيږي۔

16.05.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

16.05.2022 امریکا غږ

طالبانو حامد کرزي ته د کابل نه ابوظبي ته د تګ اجازت ندی ورکړی

سرچینې وایي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي‌ غوښتل چې د متحدو عرب اماراتو ولسمشر او د ابوظبۍ امیر شیخ خلیفه بن زاید بن سلطان آل نهیان فاتحه کې د ګډون او غمشريکۍ لپاره امارتو ته ولاړ شي، خو طالبانو ورته اجازه نه ده ورکړې. د رسنیو له مخه، ښاغلي کرزي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته احوال ورکړی و چې غواړي اماراتو ته سفر وکړي. وايي نوموړي غوښتل چې د کام ایر هوايي شرکت په الوتکه کې د متحدو عربو اماراتو د سفارت له چارواکو سره یو ځای ولاړ شي، خو طالبانو د هغه د سفر دا غوښتنه نه خو رد کړې او نه هم تاییده کړې او د هغه دفتر ته یې ویلي دي چې د طالبانو د حکومت ځواب ته منتظر شي. په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مې پر ۱۵مه مشال راډيو ته ويلي‌ چې بهر ته د کرزي د سفر مخنيوي په اړه کره معلومات راټولوي. د پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي دفتر په دې اړه تر اوسه څه نه دې ويلي خو دا لومړی ځل نه دی چې هغه بهر ته له سفره منع کېږي. نوموړي د روان کال د مارچ پر نهمه له العالم ټلوېژن سره په یوه مرکه کې بهر ته د سفرونو د بندیز په تړاو راپورونه تایید کړل او و یې ویل چې هیله ده دا ستونزې ژر هوارې شي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته په لومړي ځل څو ورځې مخکې له افغانستان څخه ووت. تر هغه مخکې د افغانستان د مشرانو جرګې مشر هم اماراتو ته تللی و چې بیا بېرته کابل ته ستون شو. څه موده مخکې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په یوې غونډې کې حامد کرزی، عبدالله عبدالله او فضل هادي مسلمیار لوی مجرمین بللي وو او ویلي چې هغوی ته بخښنه شوې او ساتنه یې کېږي. راپورونه وایي چې طالبانو له دغو افغان سیاستوالو څخه ضمانت اخیستی چې بېرته به هېواد ته ستنېږي. د طالبانو حکومت په رسمي ډول اماراتو ته د ښاغلي کرزي د دغه سفر د کېدو او نه کېدو په اړه لا څه نه دي ویلي.

16.05.2022 ډیوه

بایډن د وژل شویو امریکایانو کورنیو سره غمرازۍ لپاره نیویارک ته ځي 

سپینه ماڼۍ وايي ټاکل شوې چې ولسمشر جوبایډن سبا سه شنبه مۍ ۱۷ (غوايي۲۷) د امریکا د نیویارک ایالت د «بفلو» ښار ته ولاړ شي چې د ۱۰ وژل شویو امریکایانو له کورنیو سره غمرازي او خواږي وکړي. 

16.05.2022 امریکا غږ

د اعش د پېښور سره نژدې هغه حمله منلې چې دوه سیکان پکې وژل شوي دي

د پېښور د سربند ټانې په حدودو کې د اتوار/ يکشنبې په ورځ (15 مې) د سيکانو د وژلو زمه واري داعش ډلې منلې ده. له دې وړاندې د تېر اکتوبر په مياشت کې پېښور کې د بل سيک مذهب منونکي ستنام سينګ د وژنې زمه واري هم داعش منلې وه. په سربند کې د دوه سيکانو وروڼو د وژنې دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې له دې يوه ورځ وړاندې د خالي/شنبې په ورځ د پېښور د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه چې د مارچ میاشت کې د پېښور په کوچه رسالدار کې د شوي ځانمرګي برید دپلان جوړونکي په شمول یې د وسله والې ډلې داعش دوه ترهګر وژلي دي. پېښور کې سيکان تور لګوي چې صوبايي او مرکزي حکومت ورسره غمرازي او نه د دوی پوښتنه کړې او نه حکومت سنجيده دی چې لږکۍ خوندي کړي. د سيک ټولنې بلبير سنګ نومي ځوان وايي د يوي لسيزي راهسي يې د ټولني وار په وار سره هدفي وژنې روانې دي او حکومت ورته په امنیت ورکولو کې ناکامه شوی دی. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د 20 کالو راهسې د دوی سيکان وژل کيږي، د سيکانو د وژنو هيڅ مخنيوی نه دی شوی. خو د خېبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د سيکانو د وژنې د پېښې نوټس اخستی او د صوبې د پولیسو مشر ته يې امر کړی چې په پېښه کې د ککړو مجرمانو د نیولو لپاره باید کلک ګامونه واخلي. د تېر مارچ په څلورمه داعش په پېښور کې په يو امام بارګاه د بريد زمه واري هم منلې وه په دغه بريد کې تر 60 پورې تنان وژل شوي وو او نزدې دوه سوه پکې ژوبل شوي وو، او پوليسو بيا ويلي وو دغه بريد کې ککړ تنان يي د پېښې څور ورځې وروسته په يوه مقابله کې وژلي وو. له دغې نه وړاندې په باجوړ، کوهاټ، پېښور، وزيرستان، کرمه ، سبي، پينډۍ او نورو يو شمېر سيمو کې داعش ډلې د هدفي وژنو او د بمي چاودونو زمه وارۍ هم منلې وې. د شمېرو ترمخه د پېښور د تازه بريد نه وړاندې داعش روان کال په پنجاب کې د دوه، په پلوچستان کې د يو، او خېبر پښتونخوا کې د اوو بريدونو زمه وارۍ منلي چې پينځه په پېښور او درې بريدونه يې باجوړ کې کړي دي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز سيد عرفان اشرف وايي، داعش چې په لږکيو بريدونه کوي دغه ډله د دې لارې خپل اهيمت ښکاره کوي ځان ښکاره ساتل غواړي او د پاکستان په حکومت فشار اچوي، چې داعش دلته شتون لري او بريدونه کولی شي. سیکان وايي په خېبر پښتونخوا کې د کال 2009 نه راپدېخوا د سيک مذهب سره تړاو لرونکي نزدې د 24 پوري کسان د هدفي وژنو ښکار شوي دي. د مارچ په میاشت کې د امریکا د سنټرل کمانډ مشر، جنرل فرانک مکېنزي د کانګرس غړو ته ويلي ووچې د امریکا او د ملاتړ افغان ځواکونو د دوامداره فشار پرته اوس داعش خراسان په افغانستان کې خپلې پښې نورې هم ټينګوي. د امریکا او نورو ملکونو استخباراتي ادارو د اندازې ترمخه د تېر کال اګست په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته دغلته د داعش خراسان د غړو تعداد اوس د 4000 څخه سېوا شوی دی. امریکايي جنرل اندېښنه ښودلې وه چې د اوړي په موسم رارسېدو سره به د داعش خراسان حملې سېوا شي. پاکستان کې چارواکي وخت په وخت دعوه کوي چې داعش په ملک کې په منظم ډول شتون نه لري، خو د دې باوجود داعش وخت په وخت د بريدونو زمه وارۍ مني او امنيتي ادارې د داعش د غړو د نيولو او وژلو دعوې هم کوي. په اسلام اباد کې د غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز تېره مياشت په خپل يو رپوټ کې ويلي وو، چې د روان کال په لومړیو درېو مياشتو کې په ملک کې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې 344 کسان وژل شوي دي. په دغه رپوټ کې ويل شوي وو د تشدد په پېښو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې ده، او د اغېزمنو 90 فيصدي کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو سره دی. رپورټ کې ويل شوي چې د روان کال د لمړو دريو مياشتو په مهال د تشدد په پېښو کې تر ټولو زیاته 140 فيصدي مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې او دا شان د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې 35 فيصدي وسله وال هم وژل شوي دي. (په دې رپورټ کې ځينې مالومات د ډیوه خبریال عثمان خان شريک کړي دي).

16.05.2022 ډیوه

له ځانمرګي برید وروسته 'چین پاکستان څخه خپل استادان ور بللي'

له پاکستان څخه راپورونه وايي‌ چې په کراچۍ کې د چین د یو فرهنګي انستیتوت په استادانو باندې د بلوڅ د بیلتون غوښتونکو له ځانمرګي برید وروسته، دغه هېواد له پاکستان څخه خپل استادان بېرته ور وبللي دي.

16.05.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: د نجونو تعلیم د افغانانو یوه جدي اړتیا ده

په افغانستان کې د نجونو د متوسطه او لېسو ښوونځیو د تړل کېدو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو دبشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د دفتر مسؤلې، زده کړو ته د نجونو لاس رسئ د افغانانو د راتلوونکي لپاره یوه جدي اړتیا بللې ده.

16.05.2022 امریکا غږ

ایران: د همه شمول حکومت جوړولو کې طالبانو سره مرسته کولای شوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل له طالبانو څخه غوښتي چې په دغه هیواد کې د یو ټولشموله حکومت رامنځته کېدو په اړه هڅې وکړي او په دغه برخه کې اقدامات ترسره کړي.

16.05.2022 امریکا غږ

د پاکستان د ونډو بازار راغورځېدلی او د ډالر په مقابله کې روپۍ نوره بې قدره شوې

په پاکستان کې نن د کاروبارۍ اوونۍ په وړومبۍ ورځ (ګل/ دوشنبې په ورځ 16 مې) د پاکستان د ونډو بازار (سټاک اېکسچېنج) په 42زره 811 پواينټونو پرانستل شوی خو سمدست 1061 پواينټونه غورځېدلی وو. بل لور ته د ډالر په مقابله کې روپۍ هم بې قدره شوې او يو ډالر 194 روپو ته رسېدلی دی. د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، په ملکې کچه د سياسي اړي ګړي او د موجوده حکومت لخوا د نړيوالې مالياتې ادارې (ايي اېم اېف) نه د قرض خبره لا څرګنده نه ده د پروګرام د بحالۍ خبره د غېر یقيني صورتحال سره مخ ده، ځکه پانګه وال نه  غواړي چې د تاوان سره مخ شي او پانګونې يې ډوبې نه شي. اقتصاد پوهان وايي د ونډو بازار هم له دغې امله غورځېدلی دی. د اقتصادي چارو کار پوهه جرنلسټ وکيل الرحمان وايي، پانګه وال په ویره کې دي چې سرمايه يې ډوبه نه شي، ځکه چې د دوی په وېنا معاشي صورتحال سم نه دي، او د ونډو په بازار کې مندي ده/ راټيټ دی. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، ايي اېم اېف د پاکستان سره پروګرام ځکه ځنډولی وو چې پاکستان ته یې د سبسډيز ختمولو او بجټ خسارې کمولو ويلي وو. هغه زیاته کړه، د دې نوي حکومت دپاره ضروري ده چې دا نوی حکومت ايي اېم اېف ته ځي، نو ايي اېم اېف به ترې د زړو شرطونو پوره کولو غوښتنه کوي، نو داسې ښکاري چې د سياسي صورتحال له امله دغه شرطونه پوره نه کړي، مالوميږي چې موجوده حکومت دغه ګامونه پورته نه کړي شي، نو د ايي اېم اېف سره د پروګرام بحالي څرګنده نه ښکاري. هغه وویل له دغې امله تېره اوونۍ هم د ونډو بازار ټيټ وو. د پاکستان سټاک اېکسچېنج په داسې حال کې غورځېدلی، چې پرون د خزانې وزير مفتاح اسماعيل ویلي، حکومت د تيلو/ پټرولو بيعې نه سېوا کوي، او حکومت په تيلو د 120 اربه روپو سبسډي ورکوي. بل لور ته په انټر بېنک مارکيټ کې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه يوه روپۍ او 47 پېسې نوره زياته شوې ده او د ډالر بيعه 194 روپو ته رسېدلې ده. په وروستيو کې د نوي حکومت جوړېدو پس د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه 11 روپۍ زیاته شوې ده، تېره اوونۍ ډالر درې اعشاريه يو فيصد ګران شوی وو او پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې 192 روپۍ او 53 پېسې ته رسېدلې وه. په پاکستان کې د پېسو بدلوونکو اتحادېې مشر ملک بوستان وايي، د روپۍ قدر کميږي تجارتي خساره زیاته ده، او د حکومت لخوا په پټرولو او ډيزلو د رعايتونو جاري ساتلو له امله په مارکيټ کې استحکام/ ثبات نشته. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، "د ډالر بيعه 200 روپۍ ته نزدې شوې ده، کومه پېشنګويي چې شوې وه، تجارتي خساره د کال 50 اربه روپو ته رسي". هغه وویل په 18 مې چې د ايي اېم اېف سره کوم مذاکرات وشي او که کامياب شو نو سعودي عرب او چين به هم پاکستان ته پورونه ورکړي که داسې نه وي نو دغه قرضې هم نه ترلاسه کيږي. هغه وويل حکومت په پټرولو سبسډي جاري ساتلې، نور بوج يې په ځان راوستی دی، دغه سبسډي د کال 1425 اربه روپۍ جوړيږي کوم چې د نوموړي په وېنا د بجټ نه هم سېوا کيږي. د پاکستان د خزانې وزارت وايي، د روان مالي کال په لسو مياشتو کې (د جولايي نه تر اپرېل پورې) تجارتي خساره 39 اعشاريه دوه اربه ډالرو ته رسېدلې ده، په تېر مالي کال 2020 او 21 کې هم په دې موده کې تجارتي خساره 23اعشاريه اته اربه ډالره وه، او په دې 65 فيصده اضافه شوې ده. بل لور ته د حکومت د وېنا ترمخه د روان مالي کال په لسو مياشتو کې د پاکستان برامدات 26 اعشاريه دوه اربه ډالره ته رسېدلي او په تېر مالي کال کې 20 اعشاريه نهه اربه ډالره وو، او په دې کې 25 اعشاريه پينځه فيصده اضافه شوې ده. (دا خبر د ډيوه خبریالانو رياض حسېن او فضل عزيز راجوړ کړی دی).

16.05.2022 ډیوه

کراچۍ: د کنفوشيس انسټيټيوټ چينايي استازان واپس تللي

په کراچۍ کې د (اېن اي ډي) پوهنتون وايس چانسلر وايي، "تير ماښام د چين د کونسلګرۍ ګاډي پوهنتون ته راغلي او چينايي استازان تللي دي". د اېن اي ډي پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر سروش حشمت لودهي نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (16 مې) وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، "14 چينايي استازان وو، په دوی کې به اته يا لسو په اين اي ډي پوهنتون کې هم درسونه ورکول، او کله چې دا پېښه وشوه، نو دوی ټول اېن اي ډي پوهنتون ته راغلي او هلته به پاتې کېدل، او تېر ماښام مونږ ته مالومه شوه چې هغوی ځي، د کونسلېټ ګاډي راغلي او هغوی پکې تللي دي". هغه وويل، د دوی سره 2500 زده کوونکو د چينايي استازانو نه زده کړې کولې. په کراچۍ پوهنتون کې په 26 اپرېل د کنفوشيس انسټيټيوټ په ګاډي ځانمرګی بريد شوی چې پکې د درې چينايي استازانو په ګډون څلور تنه وژل شوي وو. په کنفوشيس انسټيټيوټ کې به ځايي زده کوونکو ته د چين ژبه او کلتور زده کول کېدو. په کنفیوشس انسټېټیوټ د حملې ذمه واري د بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې وسله والې ډلې منلې وه او ويلي یې وو چې حمله ښځې ځانمرګي کړې وه. امریکې بي اېل ای ترهګر تنظيم بللی دی. په کراچۍ پوهنتون کې د کنفوشيس انسټيټيوټ چارواکو سره وي او اې ډيوه څو ځله رابطه کړې خو ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی. خو د پاکستان (جيو نيوز) خبري ادارې په وېب پاڼه خپور شوي خبر کې ويل شوي، د کنفوشيس انسټيټوټ ډايريکټر ډاکټر ناصرالدين ورته ویلي چې "يواځې د کراچۍ پوهنتون څخه نه، بلکې د ملک د نورو پوهنتونونو نه هم چينايي استازان بيرته چين ته بلل شوي دي". هغه ويلي په کراچۍ پوهنتون کې په کنفوشيس انسټيټيټوټ کې 500 زده کوونکي وو او دوی اوس غور کوي چې اين لاين کلاسونه او امتحانونه واخستل شي. په پاکستان کې په حکومتي کچه چارواکو او نه بيا د چين کونسلګرۍ د چينايي استازانو بيرته چين ته ستنېدو په اړوند په رسمي ډول څه ويلي دي. په پاکستان کې ټول پينځه د کنفيوشس په نامه چينايي انسټیټیوټس کار کوي په دې کې يوه اداره د اسلام اباد په نمل پوهنتون کې او نورې د لاهور، سرګودهې، فېصل اباد او کراچۍ په پوهنتونو کې ځایي محصلینو ته چينايي ژبه زده کوي او هغوي د چين د کلتور او دود دستور نه خبروي. د پاکستاني تهنک ټهېنک پاکستان چاینا انسټيټيوټ ترمخه دا وخت په پاکستان کې نزدې د 26000 او 30000 ترمنځ پاکستاني محصلین په بېلابېلو درجو کې د چينايي ژبې زدکړې کوي. په کراچۍ پوهنتون کې په چینايي استازانو ترسره شوي ځانمرګي بريد باندې چين سخته اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې وو د چينايانو وينه به بايد بې ځايه توی نه شي او چا چې دغه کار کړی قيمت به يې ورکوي. چین غوښتنه کړې وه چې په دغه پېښه کې د ککړ ترهګر تنظيم پرضد يې سخته کارروايي وکړی شي. د چينايي استازانو بيرته چين ته د تلو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيربلاول بټو زرداري ويلي، حکومت به په کراچۍ پوهنتون کې په ځانمرګي بريد کې ککړو مجرمانو ته د مثالي سزا ورکولو پورې په قلاره نه کښېني. هغه ويلي وو، "مونږ د دغه پېښې په کلکه غندنه کوو او د پاکستان او چين د ټول اړخیزه سټراټيجيکي همکارۍ دښمنان به ونه بخښو". د بلاول بټو زرداري په خبره دغه بريد په چينايانو نه دی شوی د پاکستان او چین په په دوستۍ شوی دی.

16.05.2022 ډیوه

پاکستان د موسمیاتي بدلون د بدو اثراتو سره مخ ۱۰و هیوادونو کې شامل دی 

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ویل شوي کال 2050م پورې به د پاکستان او هند برابر علاقې نورې هم د وچکالی نه متاثره شي او په اغېزمنو سیمو کې د ځنګلی ځناورو، د اوبو زیرمې، د خاورې او د کاربن د ذخیرو سره سره ماحولیاتي نظام تحفظ ته اړتیا لري.

16.05.2022 ډیوه

پاکستان: تیرکال د ماشومانو پرضد د جنسي تیریو پېښې ۳۰ فیصده زیاتې شوي

د ساحل په رپورټ کې ويلي شوي چې تېر کال د ماشومانو خلاف د جنسي تیریو په ټولو 2275 پېښو کې 750 پېښې د بدفعلۍ، 676 د جنسي تیري ،561 د جنسي تېريو د هڅو او 133 پېښې د جنسي زياتي او د لوڅو وېډيوګانو جوړولو هم شاملې دي.

16.05.2022 ډیوه

امریکا ۵ ډلې د بهرنیو ترهګرو د تور لیست څخه باسي

ټاکل شوې متحده ایالات پنځه سخت دریځه ډلې چې ګمان کیږي ټول یې غیر فعالې دي، د بهرنیو ترهګرو ډلو د تور لیست څخه وباسي.

16.05.2022 امریکا غږ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير سبا د امریکا سفر کوي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري سبا د نهې/ سه شنبې په ورځ (17 مې) د امریکا سفر کوي، دغه خبر د پاکستان سرکاري ميډیا ورکړی دی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري په داسې حال کې د امریکا سفر کوي چې د پاکستان مخکني وزیراعظم عمران خان د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کېدو په تړاو تور لګوي چې امريکا د هغه د لرې کولو دپاره سازش کړی او په پاکستان کې مخالفه ګوندونود دغه سازش لاندې هغه د حکومت څخه لرې کړی دی. خو امریکا څو ځله او په پاکستان کې د عمران خان د وزیراعظمۍ په وخت مخالفه ډلو او اوسني حکومت د عمران خان دغه تور په کلکه رد کړی چې امريکا د هغه د لرې کولو سازش کړی او دلته د هغه پرضد د بې باورۍ/ عدم اعتماد تحريک راوړل شوی دی. عمران خان تېره مياشت په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوی وو. د پاکستان سرکاري ميډيا ویلي، بلاول بټو زرداري به د امریکا په سفر کې په نيویارک کې د شورو/ چهارشنبې په ورځ د خوراک د خونديتوب په اړوند په نړيواله غونډه کې ګډون کوي. ويل شوي هغه به د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر انتونيو ګېټرس، او صدر عبدالله شاهد او خپلو ځينو سيالانو سره هم ویني. په لسمه مې د امریکې د بهرنيو چارو د وزارت د ویاند نېډ پرايس نه پوښتنه شوې وه چې د بلاول د سفر په مهال به  هغه د امریکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلینکن سره ويني؟ هغه په ځواب کې ویلي وو، هغه دومره خبر دی چې په شپږمه مې انتوني بلینکن د پاکستان د نوي بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري سره خبرې کړې وې. د نوموړي نه په دغه خبري غونډه کې د عمران خان په امريکا د تور لګولو پوښتنه هم شوې او هغه يې په ځواب کې ویلي وو، "مونږ به پروپېګنډا، غلط مالومات، ناسم مالومات او دروغ د دوه اړخيزه اړيکو په لار کې خنډ جوړېدو ته پرې نه ږدو، مونږ د پاکستان سره اړیکو ته ارزښت ورکوو". په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو او د عمران خان د تورونه وروسته د امریکا او پاکستان سره اړيکې نورې ترينګلې شوي دي.  څيړونکي وايي، د پاکستان نوی حکومت هڅه کوي چې د امریکا سره خپلې اړیکې په ځای او پراخه کړي خو وايي دا به کتل وي چې امریکا د پاکستان سره تعلقاتو کې اوس هغه هومره دلچسپي لري او که نه، کومه چې یې پخوا درلوده.

16.05.2022 ډیوه

د انصاف په لټه کې - تکرار

16.05.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more