ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د سوریي په جګړو کې د بې ځایه شوې خبریالې حال

د سوریې یوه خبریاله چې له امریکا غږ سره همکاري لري او د جګړو له امله، له خپل ښار څخه بې ځایه شوې ده، اوس د بیځایه شوو په یوه کمپ کې ژوند کوي او په دغه کمپ کې د ژوند د څرنګوالي په هکله راپورونه ورکوي.

16.06.2022 امریکا غږ

افغانستان کې د یوناما د مشرې په توګه د دیبرا لاینز دنده پای ته ورسېده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ یا (یوناما) د مشرې دیبرا لاینز ماموریت پای ته ورسېد.

16.06.2022 امریکا غږ

امریکا به اوکراین ته د یو بېلین ډالرو مالیت نوره وسله لېږي

امریکې اعلان کړی چې اوکراین ته به د یو بېلین (یو ارب) ډالرو مالیت نورو وسله لېږي او د فرانس صدر اېمېونېول مېکران، د جرمني چانسلر اولف شولز او د اټلي وزیراعظم ماریو دراګي اوکراین سره د ملاتړ څرګندولو په غرض د زیارت، پنجشنبې، په ورځ کییف ته تللي وو. صدر مېکران وویل دا یو اهم وخت دی او د اوکراین ولس ته د اتحاد پېغام لېږل کېږي. د وي او ای د رپورټ ترمخه مېکران، شولز او دراګي به د اوکراین صدر ولادومیر زېلېنسکي سره هم ملاقات کوي. د يورپي ملکونو مشرانو په داسې حال کې د اوکراین سفر وکړو چې یورپين کمېشن به دا فېصله کوي چې ایا اوکراین ته د یورپي ملکونو په سیاسي او اقتصادي اتحاد یورپين کې د شاملېدو دپاره د امیدوار ملک درجه ورکړی شي او که نا؟ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې کانګرس اوکراین ته د یو بېلین ډالرو مالیت نور پوځي امداد منظور کړو. دا به اوکراین سره د امريکايي پوځي امداد دولسمه برخه وه. اوکراین دپاره د امریکې د وسلې او پوځي ساز او سامان د امداد نوي برخه په داسې حال کې منظوره شوي ده چې روسي ځواکونه د اوکراین په شمالي دونباس سیمه کې ورو مګر مسلسل پرمختګ کوي. د امریکې د نېشنل سیکیورټي کاونسل یا قامي سلامتیا شورا ترجمان جان کربي په وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل اوکراین ته د یو بېلین ډالرو په امداد کې چې امریکايي پوځ به یې په مستقیم ډول اوکراین ته ورکوي د 350 مېلین ډالرو پوځي ساز او سامان شامل دي دی چې پکې 18 هاوېټرز توپې، 36000 د توپې ګولې یا مرمۍ، د هاوېټرز توپو د انتقالولو دپاره 18 موټرې او نوره وسله او ساز او سامان شامل دي. جان کربي وویل په نورو 650 مېلین ډالرو به د اوکراین سېکیورټي اسسټنس انېشیېټیو یا د اوکراین د مرستې ګام د لاندې به د ساحلي سیمې د دفاع نظام، رېډیو، د شپې په تیاره د کتلو دپاره الات او نور سامان پېنټګان د وسلو جوړوونکو کمپنو نه اخلي. د فېبرورۍ په 24 نېټه په اوکراین د روس د یرغل شروع کېدو راهسې جان کربي وویل امریکې اوکراین ته د 914 مېلین ډالرو مالیت بشري امداد هم ورکړی دی چې پکې هغه 225 مېلین ډالر هم شامل دي چې صدر جوبایډن یې اوکراین د ورکولو اعلان د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړو. صدر بایډن په یو بیان کې وویل اوکراین ته دغه پېسې د اوکراین ولس ته د صفا اوبو، دوایانو، د صحت د خسمانې،‌ خوراک او د سرپناه دپاره ورکول کېږي. د دې ترڅنګ په اوکراین کې ضرورت مندو ته به د بنیادي شیانو اخیستلو دپاره به نغدې پېسې هم ورکول کېږي. صدر بایډن وویل د اوکراین د ولس بهادري، عزم او استقامت د ټولې دنیا حوصله افزايي کوي. هغه زیاته کړه چې په داسې مهال چې د اوکراین د خپلې ازادۍ دپاره جنګېږي امریکا او اتحادیا به په شا ولاړ وي. امریکې اوکراین سره د تازه مرستې اعلان په داسې مهال وکړو چې د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن په برسلز کې د هغو 45 ملکونو د دفاع وزیرانو سره ولیدل چې اوکراین ته وسله ورکوي. د اوکراین کانټېکټ ګروپ نومې ډلې سره ملاقات کې اسټن وویل مغربي اتحادیان به د اوکراین ملاتړ کوي چې د روس د یرغل په ضد خپله دفاع وکړی شي. په برسلز کې د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې د امریکې د پوځ مشر چیرمېن جواېنټ چیفس اف سټاف جنرل مارک مېلي خبریالانو سره په اوکراین کې د جنګ په تازه معلومات شریک کړل. جنرل مېلي وویل په جګړه کې هره ورځ د اوکراین شا او خوا 100 عسکر وژل کېږي او تر دریو سوو پورې نور زخمیان کېږي. هغه وویل اوکراین د خپلې بقا دپاره جنګېږي. اوکراین سره د امریکې ورستۍ مرستې په داسې وخت کې اعلان شوي دي چې روسي ځواکونه د اوکراین په شمال دونباس سیمه کې صنتعي ښار سوېیردونېڅک په مکمله توګه د نیولو دپاره کوښښونه چټک کړي دي. یادونه: د وي او ای د قامي سلامتیا د چارو خبریال جېف سېلډن، د وي او ای د وایټ هاوس خبریالې انیتا پاول ترڅنګ د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او د رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي   

16.06.2022 ډیوه

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو وغوښتل ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د زده کړو حق یو اساسي بشري حق دی چې طالبان یې په رعایت موظف دي.

16.06.2022 امریکا غږ

واڼه، ټانک او کرمه کې د ډزو په پېښو کې د دوو پوليسو او قامي مشر په ګډون پينځه تنه وژل شوي

د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلع جنوبي  وزيرستان کې يو پوليس په په ډزو وژل شوی بل لور ته په جنوبي ضلع ټانک کې هم د ټرېفک په پولیسو برید کې يو پوليس اهلکار وژل شوی او بل ژوبل شوی دی، او په قبایلي ضلع کرم کې په یو هدفي برید کې د یو قامي مشر په ګډون درې کسان وژل شوي او دو نور ټپیان شوي دي.

16.06.2022 ډیوه

شمالي وزیرستان کې د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي

د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزیرستان کې د پوليو دوه نورې پېښې مخې ته راغلي دي. روان کال پاکستان کې د پوليو ټولې پېښې لسو ته ورسېدې او دغه لس واړه په شمالي وزيرستان کې رپورټ شوي دي.

16.06.2022 ډیوه

رانا ثناالله: ښايي د علي وزير معاملات ښه لوري ته لاړ شي

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثنا الله ویلي، ښايي د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي علي وزیر معاملات ښه طرفته لاړ شي او ضمانت يې وشي.

16.06.2022 ډیوه

ګوتیریش: میرمنې په نړیوالو جګړو کې د سولې د خبرو لپاره "ضروري" دي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش د چهار شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي ۲۵) وویل چې نارینه باید په نړۍ کې د سولې له خبرو څخه د میرمنو لیرې کیدل ودروي. نوموړي خبرداری ورکړی چې پر اوکراین د روسیې د برید په شان جګړو کې وضعیت مخ په خرابیدو دی. ښاغلي ګوتیریش څرګنده کړه، له اوکراین څخه نیولې بیا تر افغانستان او له میانمار څخه بیا تر مالي پورې د سولې په خبرو کې د میرمنو نشتون ښکاره کوي چې "د قدرت د تعادل نشتون او دوامداره مردسالاري څنګه موږ ته ماته راکوي." د ملګرو ملتونو عمومي منشي د امنیت شورا یوې ځانګړې غونډې ته وویل، دا کار ددې لامل کیږي چې نارینه په واک کې پاتې شي، میرمنې لیرې شي او د هغوی حقونه او آزادي ګانې په قصدي توګه په نښه شي. ښاغلي ګوتیریش زیاته کړه د معنداره سولې د رامنځ ته کیدو لپاره په ټولو برخو کې د مساوي ګدون لپاره د میرمنو حقونه ضروري دي. نوموړي وویل پر اوکراین د روسیې برید ددې لامل شوی چې په میلیونونه میرمنې او ماشومان له خپل هیواد څخه ووځي او هغوی د قاچاق او د ګټې اخیستنې له بیلابیلو ډولونو له لوړ خطر سره مخ شي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل:‌" هغه میرمنې چې نغواړي ووځي، د صحي خدماتو او ټولنیز ملاتړ په لومړۍ کرښه کې کار کوي." ګوتیرش زیاته کړه په ډیرو هیوادونو کې په قدرت کې نارینه وو هڅه کړې ده چې میرمنې له صحنې لري کړي. هغه افغانستان ته په اشارې وویل کابو ۲۰ میلیونه افغان میرمنې او نجونې خاموشه شوي او له صحنې لرې شوي‌ دي. هغه زیاته کړه، په میانمار کې میرمني نشي کولی په ښکاره ځانونه څرګندې کړي او د سیاسي مشارکت لپاره لار نلري. د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي همدارنګه زیاته کړه چې په مالي کې پرله پسې نظامي کودتاوې ددې لامل شوي چې میرمنې نورې هم بیوزلې او څنډې ته شي، هغه ځای چې تندلارې پکې ستر تهدید ګڼل کیږي. ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی دی

16.06.2022 امریکا غږ

عمران: د پوځ وياند د سازش فېصله نه شي کولی

د بې باورۍ/ عدم اعتماد د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی شوي وزيراعظم عمران خان ویلي، "د پوځ وياند به فېصله کوي چې سازش شوی دی که نه دی شوی؟ د هغه خو يوه راې کېدی شي هغه فېصله خو نه شي کولی".

16.06.2022 ډیوه

پاکستان کې پټرول 24.3 روپۍ او ډیزل نزدې 60 روپۍ نور ګران کړی شوي

د پاکستان د مسلم ليګ ن  او اتحادي ګوندونو حکومت په ملک کې تيل نور ګران کړي دي، پټرول یو ليټر 24.3 روپۍ او ډيزل 59.16 روپۍ ګران کړی شوي دي.

16.06.2022 ډیوه

بایډن اوکراین سره بله یو میلیارد ډالري امنیتي مرسته اعلان کړه

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د چهار شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي ۲۵) له اوکراین سره نوې یو میلیارد ډالري مرسته او د ساحلي دفاع د ډیرو وسلو او توپخانې د استولو اعلان وکړ. بایډن دا مرسته د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي‌ سره د یوې ټلفوني‌ اړیکي پرمهال اعلان کړه. دا مرسته له روسیې سره په جګړه کې له اوکراین څخه د امریکا د بې ساري ملاتړ ډاډ ورکوي. بایډن له زیلنسکي سره تر ۴۱ دقیقو خبرو وروسته په یوې بیانیه کې وویل:" متحده ایالات د امنیتي مرستې په توګه اوکراین ته نوره یو میلیارد ډالره مرسته ورکوي، چې پکې د ساحلي دفاع وسلې، توپخانې، ثقیله مهمات او پرمختللي راکټي سیستمونه شامل دي." د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې "د اوکراین لپاره په نویو تسلیحاتي بستو کې ۱۸ هویترز توپونه، د هغوی لپاره ۳۶ زره مرمۍ، د هارپون په نامه د ساحلي‌ دفاع دوه سیستمونه، د توپخانې مرمۍ، خوندي راډیو ګانې "مخابرې" د شپې د لیدو په زرګونه دستګاوي او د زده کړو لپاره بودیجه شامله ده. ښاغلي بایډن همدارنګه د اوکراین له خلکو سره د بشري مرستو د یوې ۲۲۵ میلیون ډالري بستې خبر هم ورکړ چې پکې د څښاک د پاکو اوبو برابرول، ضروري طبي او درماني بستې، خواړه، سرپناه او د کورنیو لپاره د ضروري توکو لپاره تغدې پیسې شاملې دي. د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا پر یو ټویټ لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره یې خبري کړي او د حیاتي نظامي مرستو له امله یې مننه ورڅخه کړیده. هغه زیاته کړې:" ما ټینګار وکړ چې موږ ډیرو درندو وسلو ته عاجل ضرورت لرو چې په منظم ډول راکړل شي." خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د چهار شنبې په ورځ غربي هیوادونه له "روسیې سره په نیابتي جګړه" تورن کړل او خبریالانو ته یې وویل:" باید ووایو چې غربي هیوادونه اوکراین ته وسلې استوي، د هغوی لاسونه د ملکي وګړو په وینو ککړ دي." د امریکا دا کمکي مرستې له اوکراین سره د ډیرو مرستو د جلبولو په هدف د بلجیم پلازمینې بروکسل ته د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د سفر سره سم اعلانیږي. ټاکل شوېده د ناټو دفاع وزیران د پنجشنبې په ورخ جون ۱۶ په یوې فوق العاده غونډه کې له اوکراین سره د نظامي مرستو د ډیریدو په موضوع بحث وکړي. ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سه شنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرګولې ۲۴) وویل غربي هیوادونه باید اوکراین ته ډیرې درندې وسلې ورکړي څو هغه هیواد په ختیځ کې د روسیې د پرمختګ په وړاندې جګړه وکړي. ښاغلي سټولټنبرګ په هالنډ کې د ناټو د اوو اروپايي‌ غړو له مشرانو سره تر ملاقات وروسته وویل چې "اوکراین باید ډیرې درندې وسلې ولري."

16.06.2022 امریکا غږ

چارواکي: اوکراین کې دوه لادرکه امریکایي رضاکاران ښايي روسېې نیولي وي

امریکایي چارواکو او په اوکراین کې د دوو لادرکه شویو امریکایانو د کورنۍ غړو، د چهار شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي ۲۵) وویل دوه رضاکاره امریکایان چې له اوکراین سره د مرستې لپاره په هغه هیواد کې وو، لادرکه شوي او دا ویره شته چې د روسي ځواکونو له خوا نیول شوي وي. د الکساندر ډروک او انډي هین چې دواړه پخواني امریکایي پوځیان دي او په البانیا کې اوسیدل، په دې وروستیو کې له خپلو کورنیو سره تماس قطع شوی دی. د کانګرس غړې تیرې سویل ویلي دي چې د ډروک مور د روانې اوونۍ په پیل کې ورسره تماس نیولی دی. میرمن سویل په یوې بیانه کې ویلي:" د هغه د کورنۍ په وینا، هغوی له ډورک څخه د څو اوونۍ راپدیخوا څه ندي اوریدلي." میرمن سویل زیاته کړې چې هغوی به ددغو دوو امریکایانو په موندلو کې هر څه وکړي. د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي وویل، نشي کولی چې د دوو امریکایانو د لادرکه کیدو پخلی وکړي خو که دا ریښتیا وي، کور ته به د هغوی په ستنولو کې هر ډول هڅه وکړي. ښاغلي کربي زیاته کړه، امریکا له خپلو ټولو اتباعو څخه غوښتي دي چې اوکراین ته له سفر کولو ډډه وکړي ځکه څلور میاشتې کیږي چې روسیې پر اوکراین برید پیل کړی دی. کربي خبریالانو ته وویل:" د جګړې زون دی. جګړه ده. که تاسې له اوکراین سره د ملاتړ لیوالتیا لرئ نو نورې لارې چارې شته چې دا کار وکړئ، دا لارې خوندي او په هماغه اندازه اغیزناکه دي." تیلیګراف چې د لومړي ځل لپاره ددغو دوو امریکایانو د لادرکه کیدو خبر ورکړی، د یو جنګیالي په حواله ویلي چې دغه دوه امریکایان د جون په ۹ نیټه د خارکیف په شمال ختیځ کې د روسي ځواکونه له خوا نیول شوي دي. د ډروک مور لویس ډروک ویلي، زوی یې ورته ویلي وو چې اوکرایني ځواکونو ته د امریکایي وسلو د کارولو لارې چارې زده کوي. هغې واشنګټن پوست ته ویلي:" الکس قوي باور درلود په داسې شکل روزل شوی چې کولی شي له اوکرایني ځواکونو سره مرسته وکړي څو قوي ووسي او پوتین په شاه وتمبوي." دا دوه لومړي امریکایان دي چې ګمان کیږي په اوکراین کې د روسیې د فبروري میاشتې د برید راوروسته نیول شوي او یا یې هم زیانمن شوي دي. تر دې مخکې په اوکراین کې د جګړو په ترځ کې د دوو بریټانوي اتباعو د وژل کیدو خبر ورکړی شوی او دوه نور وروسته له هغه د مرګ له سزا سره مخ شول‌ چې په اوکراین کې ونیول شول او یوې روسي پلوي محکمې له خوا د عسکرو د اوسیدو په تور په مرګ محکوم شول.

16.06.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

16.06.2022 امریکا غږ

امریکا د چین او روسیې په نږدې والي‌ اندیښنه وښوده

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ جون ۱۵ (غبرګولي‌۲۵) له روسیې سره د چین په نږدې والي اندیښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ هغه هیوادونه چې د اوکراین په مسله کې د ولادمیر پوتین په خوا دي "د تاریخ په غلط طرف کې دي." د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل:" چین ادعا کوي چې بې طرفه به وي، خو رفتار یې ښکاره کوي چې له روسیې سره د نږدې اړیکو په برخه کې تر اوسه هم پانګونه کوي." دغه اعلامیه څو ساعته وروسته له هغه خپره شوه چې د چین جمهور رئیس شي جین پینګ د چهار شنبې په ورځ د روسیې له جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره په ټلفوني خبرو کې د روسیې د "خپلواکۍ او امنیت" په اړه له مسکو څخه د بیجینګ د ملاتړ ډاډ ورکړ. چین پر اوکراین د روسیې د برید له غندلو څخه ډډه کړې او یاد هیواد تورن شوی چې د غرب بندیزونو او پر کیف د وسلو پلور ته په نه پام سره روسیې ته دیپلوماتیک پوښښ ورکوي. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړه چې امریکا او اروپا له روسیې سره د نظامي مرستو په اړه چین ته خبرداری ور کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په اعلامیه کې ویلي واشنګټن "د چین فعالیتونه له نږدې څاري" او یاد هیواد په نورو مهمو برخو کې هم له وړاندې خپل انتخاب کړی دی. د فرانسې خبري اژانس لیکلي که څه هم پر اوکراین د روسیې له برید څخه څه باندې درې میاشتې تیریږي خو چین اوس هم له روسیې سره ولاړ دی او په نړۍ کې د روسیې پروپاګند ته انعکاس ورکوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چین تر اوسه هم په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې ملاتړ کوي، په اوکراین کې د روسیې د جنایاتو څخه انکار کوي او وایي‌ چې دا ساختګي جوړ شوي‌ دي. په بیانه کې زیاته شوې:" هغه هیوادونه چې د ولادمیر پوتین سره ولاد دي، طبیعتا ځان به د تاریخ په غلط طرف کې پیدا کړي... دا د ابهام او یا هم مخفي کیدو او یا ددې وخت ندی چې انتظار وشي نور څه کیږي. دا له وړاندې روښانه ده چې څه پيښیږي." د چین د جمهور رئیس شي جین پینګ او د روسيې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین د چهار شنبې د ورځې ټلفوني مکالمه د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین د روسیې د برید څخه راپدیخوا دویم تماس ګڼل کیږي چې تر اوسه یې راپور ورکړل شوی دی. ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري اژانس او د امریکا غږ د خبري څانګې له موادو کار اخیستل شوی

16.06.2022 امریکا غږ

د نیویارک په مغازې برید کوونکي ۱۸ کلن ځوان ته ښايي د مرګ سزا ورکړل شي

د متحده ایالاتو د نیویارک په ایالت کې هغه ۱۸ کلن سپین پوستی برید کوونکی چې په یوې مغازې کې یې ۱۰ تور پوستي امریکایان ویشتلي او وژلي و چارشنبه جون ۱۵(غبرګولي۲۵) د کرکې په فدرالي جرم تورن شو او ښایي د مرګ سزا ورکړل شي.

15.06.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more