ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

18.06.2022 امریکا غږ

بایډن غواړي د چین له جمهور رئیس سره خبري وکړي

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) وویل د چین د ګمرکي تعرفو د لغوه کیدو په اړه فکر کوي‌ او پریکړه به وکړي. د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، جمهور رئیس جوبایډن همدارنګه ویلي دي چې ډیر ژر به د چین له جمهور رئیس شي جین پنګ سره خبري وکړي. د بایډن څرګندونې په داسې حال کې بیان شوي‌ دي چې د کروناویروس له خپریدو وروسته، متحده ایالات له داسې پولي تورم سره مخ شوي چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې ساری لیدل شوی ندی. په امریکا کې پولي تورم ددې لامل شوی چې د خوراکي موادو او تیلو په ګډون د لومړنیو توکو بیي په پام وړ کچه لوړې شي. له دې مخکې د امریکا د سوداګرۍ وزیرې جینا رایموندو د جون په پنځه نیټه ویلي وو جمهور رئیس بایډن له خپل ټیم څخه غوښتي دي چې پر چین د یو شمیر هغو ګمرکي تعرفو پر لغوه کیدو فکر وکړي چې د ډانلډ ټرمپ د حکومت پرمهال لګیدلې وې. ددغې امریکایی چارواکې په وینا، ددغه اقدام هدف د پاړسوب هغه لوړ رقم ته رسیدګي ده چې امریکا ورسره مخ ده. میرمن رایموندو د سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا د مالي تورم یا پولي پاړسوب د کمیدو لپاره پر چین د یو شمیر ګمرکي تعرفو لغوه کیدل څیړي که نه، وویل:"موږ ورته ګورو، زموږ جمهور رئیس غوښتي دي چې ویې څیړو او هغه "جمهوررئیس" ته ددې کار د کولو په حال کې یو او هغه "بایډن" باید دا پریکړه وکړي." د امریکا د سوداګرۍ وزیرې وویل د یو شمیر تعرفو په خاص ډول د خلکو د اړتیا وړ توکو باندې د یو شمیر تعرفو لغوه کیدل کیدای شي برسي شي، خو زیاته یې کړه چې د امریکا حکومت پریکړه کړې چې یو شمیر تعرفې په خاص ډول د هغه هیواد پر وارداتی پولادو او المونیمو پرځای پاتې شي څو د پولادو د تولید د سکټور صنعت او کارګران وساتل شي. د رایموند په وینا، جمهور رئیس بایډن د چین په سلګونو رقمه توکو باندې د ګمرکي تعرفو لغوه کیدل چې ارزښت یې سل ګونه میلیارده ډالره کیږي، تر څیړنې لاندې نیولی دی. هغه تعرفې چې د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه مهال په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې پر چین وضع کړې چې د دواړو هیوادونو تجارتي اړیکې له تاوتریخوالو ډکې وې. چین هم ویلي دي چې ددغه هیواد پر صادراتي توکو د ګمرکي تعرفو کمووالی به د امریکایانو د لګښتونو د کموالي لامل شي. د ټرمپ حکومت، پر چین د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ګمرکي تعرفې وضع کړي چې په مقابل کې چین هم ورته اقدامات وکړل. د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادونو ترمنځ تجارتي لانجه ددې لامل شوه چې په نړیوالو بازارونو کې د ونډو قیمت راوغورځیږي او د نړۍ اقتصاد له تهدید سره مخ شي.

18.06.2022 امریکا غږ

شمالي وزيرستان: نښته کې يو پاکستانی پوځي او يو ترهګر وژل شوي

افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ جګړه کې یو پاکستانی عسکر او یو وسله وال وژل شوی بل لور ته په غلام خان پوله په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کډالو د واپسۍ د پاره احتجاجي پرلت نن په دریمه ورځ هم دوام لري.

18.06.2022 ډیوه

اسرائیلي جنګي الوتکو د راکټي برید په غبرګون کې په غزه بمبارد کړی 

اسرائیلي جنګي الوتکو د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) په غزه کې د حماس پر پوځي مرچلو وروسته له هغې برید وکړ چې ددې ښار څخه پر اسرائیل یو راکټ وتوغول شو.

18.06.2022 امریکا غږ

اورښتونو او سیلابونو بنګله دیش او هند کې ۴۱ کسان وژلي

چارواکو د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) ویلي دي چې په بنګله دیش او هند کې موسمي اورښتونو او زورورو سیلابونو لږ تر لږه ۴۱ کسان وژلي او په میلیونونه نور یې زیانمن کړي دي. سیلابونه د بنګله دیش په ټيټو سیمو کې میلیونونو کسانو ته تل یو معمول ګواښ دی، خو کارپوهان وایي چې د آب و هوا بدلون ددې لامل شوی چې سیلابونه زیات او ویجاړونکي شي چې اټکل یې هم ستونزمن شي. د تیرې اوونۍ په ترڅ کې سخت اورښتونه ددې لامل شول چې د بنګله دیش په شمال ختیځ کې ګڼ شمیر سیمې تر اوبو لاندې شي. د هغه هیواد امنیتي ځواکونه په یو شمیر سیمو او ځایونو کې د بندو کسانو د رایستلو لپاره هم هڅې پیل کړي‌ دي. په سیمه کې ښوونځي د شاوخوا کلیو د اوسیدونکو لپاره وروسته له هغه په سرپناه بدل شول چې د سیندونو اوبه ناڅاپه لوړې شوې. د لوکمن په نامه د سیمې یو اوسیدونکي وویل چې د جمعې په سهار ټول کلی تر اوبو لاندې شو او هغوی بشپړه ورځ د خپل کور د بام په سر تیره کړه ترڅو د ګاونډیو له خوا د بیړیو په مرسته وژغورل شول. پولیسو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د جمعې ورځې راهیسې د سیلابونو له امله تالندې او بریښنا ۲۱ کسان وژلي دي. د میزانور رحمان په نامه د پولیسو یو سیمه ایز قوماندان ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې درې ماشومان هم شته چې تالندې او بریښنا وژلي دی. د نوراسلام په نامه د پولیس یو بل چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي د بنګله دیش په چیتاګونګ کې څلور نور کسان هغه مهال ووژل شول چې پر کور یې غونډۍ پریوتله. هندي چارواکو هم څرګنده کړې ده چې د پنجشنبې ورځې راهیسې د هغه هیواد په مغالا ایالت کې د ځمکې د ښوویدو او سیندونو د اوبو د سطحې لوړیدو له امله ۱۶ کسان وژل شوي‌ دي. په ګاونډي اسام ایالت کې هم له پنځو ورځو سختو اروښتونو وروسته څه باندې ۱.۸ میلیونه کسان د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي. د اسام علي وزیر هیمانتا بسوا سارما خبریالانو ته ویلي دي چې د ایالت چارواکو ته یې امر کړی څو زیانمنو سره هر راز مرستې وکړي.

18.06.2022 امریکا غږ

" افغانستان د لږکیو په هدیره بدل شوی "

د افغانستان پخوانۍ مشرانو جرګې کې د افغان هندوانو او سکانو استازې انارکلي هنریار وايي، دا هېواد د دیني او مذهبي لږکیو په هدیره بدل شوی دی. هنریار دا څرګندونې نن په کابل کې د سکانو او هندوانو پر یو درمسال تر برید وروسته ازادي راډیو سره وکړې. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي په دې برید کې د طالبانو د یو امنیتي سرتیري په ګډون دوه کسان وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوې دي. احمد تکل په دې اړه له انار کلي هنر یار سره مرکه کړې. دا مرکه دلته اوریدلی شئ.

18.06.2022 ازادي راډیو

په کندهار کې له حجاب پرته څارویو سره د ښځو تشبیه کولو غبرګونونه پارولي

په کندهار کې د حجاب د تبلیغ او د طالبانو له خوا له حجاب پرته ښځې له څارویو سره له تشبیه وروسته د اروپايي اتحادیې غبرګون وښود. په کندهار کې په یو بنر لیکل شوي، هغه ښځه چې حجاب نه اغوندي د حیوان ښکارندویي کوي. پر دغه بنر باندې د تورې چادرۍ عکس چاپ شوی. په دغه اعلان کې، چې د کندهار ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې له خوا نصب شوى، ويل شوي، چې لنډې او نازکې جامې اغوستل هم د بې حجابۍ سره برابرې دي. دې اعلان په هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن په دې وروستیو کې په کندهار کې د حجاب بنرونو په اړه غبرګون ښودلی او په یوه ټویټ کې یې ویلي: "د خلکو له څارویو سره د مشابهت او ورته چلند د پیل ترمنځ ګام اکثراً لنډ وي." هغه زیاته کړه: "له دې کړنو څخه هېڅ یو د یو باعزته، مشروع او مسوول حکومت ځانګړتیا نه ده، کوم چې د خپلو اتباعو یا په نړۍ کې د خپل اهمیت پروا لري." په همدې حال کې یو شمېر افغان مېرمنې له څارویو سره د ښځو پرتله کول ښځو ته ښکاره سپکاوی ګڼي. یوې ښځې چې نه یې غوښتل په راپور کې د امنیتي دلایلو له مخې نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو حکومت د نورو موضوعاتو په څېر د حجاب په اړه هم د اسلامي شریعت له مخې نه بلکې د سیاسي انګېزې له مخې معامله کوي. هغې وویل: "په اسلام کې حجاب د پوښ کولو معنی لري، چې یوازې د ښځو لپاره نه، بلکې د نارینه وو لپاره هم ده، او مهمه مسئله یې دا ده چې د حجاب نه اغوستلو لپاره هېڅ حکم او کومه سزا نه ده ټاکل شوې، او د حجاب مسئله د یوې شرعي مسئلې په نسبت تر ډېره اخلاقي مسئله ده. لکه ریښتیا ویل او یا په وعده وفاکول." یوې بلې افغانې مېرمن وجیه امیري وویل: "افغانې ښځې ټولې حجاب اغوندي، او طالباني حجاب پر ښځو د ظلم او سپکاوي لپاره یوه بهانه ده." خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په کندهار کې لګول شوي بنرونه ښځې حجاب ته د هڅونې په توګه بیانوي. هغه وویل: "دا یو هڅونکی بحث دی چې د ښځو د پوهاوي لپاره لیکل شوی، او خدای مه کړه ښځې د حیواناتو سره نه دي تشبیه شوي، تفسیر یې ناسم تعبیر شوی، هلته ویل شوي کومه ښځه چې بې حجابه وي، هغه په خپله د څارویو لور ته تلل دي، انسان یو اشرف مخلوق دی، او له حیواناتو سره یې توپیر دا دی چې په حجاب پوښل کېږي." له هغه وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلې، د ښځو حجاب د دوی یو له مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي. دوی په دې وروستیو کې د ښځو لپاره بوقره یا تور عربي حجاب اغوستل لازمي بللي. دوی حجاب دغه تعریف له اسلامي شریعت سره سم ګڼي، هغه څه چې د ډېرو دیني عالمانو په باور ناسم دی.

18.06.2022 ازادي راډیو

کابل کې د اهل هنود پر معبد برید کې دوه تنه وژل شوي؛ برید غبرګونونه راپارولي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې له څو ساعته نښنې وروسته د کابل د کارتې پروان په سیمه کې د اهل هنود پر عبادت ځای ټول وسله وال برید کوونکي وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) خبریالانو ته وویل چې له دریو چاودنو او نښتې وروسته یو اهل هنود او یو طالب وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي. لومړۍ چاودنه د شنبې د سهار په ۶:۳۳ دقیقې وشوه او له هغه وروسته د دوو نورو چاودنو غږونه هم واوریدل شول. بلخوا عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي دي چې د برید کوونکو او طالبانو ترمنځ په نښته کې د طالبانو د یو شمیر قومندانانو په ګډون څو تنه طالبان مړه او ټپیان شوي‌ دي. غبرګونونه د کابل په کارتې پروان سیمه کې د اهل هنود او سیکهانو پر عبادت ځای برید، په کور دننه او بهر ګڼ شمیر غبرګونونه راپارولي دي. د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د کابل په کارتې پروان سیمه کې د اهل هنود پر معبد برید «ډارن» عمل بللی او پر یو ټویټ یې لیکلي چې دا برید باید د ټولو له خوا په کلکه وغندل شي. ښاغلي شنکر همدارنګه د اندیښنې په ښودلو سره زیاته کړې ده چې هند د برید له پیله پيښه له نږدې څاري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم په کابل کې د هندوانو او سیکهانو پر عبادت ځای برید غندلی او ویلي یې دي چې د بریدونو له مخې دا پيښه ډیره مرګ ژوبله لري. یوناما پر خپله ټویټر پاڼه په عاجله توګه په افغانستان کې پر ملکي وګړو د بریدونو د دریدو غوښتنه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د اهل هنود، هزاره ګانو او نورو اقلیتونونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د یاد برید په غندلو سره، د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې ده. ښاغلي کرزي د یاد برید عاملان د افغانستان د خلکو د سولې او ثبات دښمنان ګڼلي دي او د دایمې سولې او ثبات او په هیواد کې د ملي بحثونو ( ګفتمان) غږ کړی دی. د افغانستان د ملي مصاحلې د شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله پر یو ټویټ لیکي: «په کارتې پروان کې زموږ د سیکهـ هیوادوالو پر عبادت ځای د نن سهار ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو. په دې سختو شرایطو کې د یادې پيښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو.» په ټولنیزو رسنیو کې هم افغانانو دا برید په کلکه غندلی دی او د پیښې له قربانیانو سره یې خواخوږي کړې ده. پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، دا لومړی برید دی چې د هندوانو او سیکهانو پر عبادت ځای کیږي. د طالبانو له واکمنۍ مخکې هم په کابل او یو شمیر ولایتونو کې پر دغو لیږکیو بریدونه شوي وو چې ځاني تلفات یې هم درلودل. تر اوسه په کابل کې ددغه برید مسولیت هیڅ ډلې پر غاړه ندی اخیستی، خو له دې مخکې د داعش خراسان څانګې د افغانستان پر اقلیتونو د داسې مرګونو بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی. دا برید په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو میاشتو کې په کابل، کندهار، هرات، بلخ، کندز او یو شمیر نورو ولایتونو کې ورته خونړي بریدونه شوي چې اکثریت یې پر اهل تشیع لمونځ کوونکو وو. تیره ورځ طالبانو وویل چې د کندز ولایت په یو جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه یو کس ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول. د کندز لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مطیع الله روحاني امریکا غږ ته وویل چې د برید ټول قربانیان لمونځ کوونکي وو.

18.06.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته۲۵۰زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راپدېخوا شاوخوا ۲۵۰زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.

18.06.2022 امریکا غږ

څيړونکي: پاکستان چې رياستي پالیسۍ نه وي سمې کړې د خړ فهرست څخه وتلو ته دې نه خوشاليږي

څیړونکي وايي، د پاکستان د پېسو د غېرقانوني انتقال او ترهګرۍ د مالي مرستو په ضد کارکوونکي ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس [اېف اې ټي اېف] د خړ فهرست نه د وتلو  تشه خبره غټه ګټه بلل کيږي، خو د پاکستان رياست ته به دا سوچ کول وي چې ولې دغه خړ فهرست ته تللی وو، هغه پاليسيانۍ به ورته بدلول وي.          

18.06.2022 ډیوه

کابل کې د سيکانو په درمسال بريد کې يو تن وژل شوی، اووه ژوبل شوي

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د سيکانو په يو درمسال وسله وال بريد شوی، په کابل کې د طالبانو د پوليسو ویاند په پېښه کې د درېو تنو د ژوبلېدو خبر ورکړی دی.

18.06.2022 ډیوه

د کابل په کارته پروان کې د 'اهل هنود پر عبادت ځای' وسله وال برید شوی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند «کارته پروان» سیمه کې څو پرله پسې چاودنې تائید کړې او وایي چې تر دغه چاودنو وروسته څو تنه وسله وال په دغه سیمه کې د اهل هندو عبادت ځای ته داخل شوي دي.

18.06.2022 امریکا غږ

ځینې ښځینه ورزشکارانې: طالبان لا هم د ورزشي فعالیتونو اجازه نه راکوي

یو شمېر افغان ښځینه ورزشکارانې وايي، د لسو میاشتو په تېرېدو او د طالبانو له ژمنو سره سره لا هم دوی ته د ورزشي فعالیتونو اجازه نه ورکول کېږي. د داسې یوه هېواد لپاره د بریا هڅه چې په کې حاکم نظام ان د فوټبال دغه ښځینه لوبغاړو ته د ورزش اجازه هم نه ورکوي. خو دوی د خپل هېواد اوسېدونکو ته د ویاړونو د راوړلو په تکل کې دي. د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبغاړو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنېدو پر مهال له دې هېواده تر وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې، د اسټرالیا د ویکتوریا ایالت د فوټبال په سیمه ییزو سیالیو کې ګډون وکړ. خو دلته په افغانستان کې د لسو میاشتو په تېرېدو لا هم مېرمنو ته د ورزش اجازه نه ده ورکول شوې. ښځینه ورزشکارانې وايي، که څه هم د طالبانو حکومت په دې اړه په وار وار ژمنې وکړې، خو په خبره یې دا ژمنې لا هم ژمنې پاتې دي. دوی وايي، د طالبانو حکومت ویل چې د مېرمنو د ورزش لپاره د یو خوندي چاپېریال د رامنځته کولو په هڅه کې دي خو زیاتوي، چې لا هم د ښځینه ورزشکارانو لپاره د طالبانو په تعریف برابر خوندي چاپېریال نه دی رامنځته شوی. د کابل په ښار کې مېشته د پارا المپیک یوه ورزشکاره چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم خپور شي، ازادي راډيو ته وویل، چې ټولې ښځینه ورزشکارانې د خپل راتلونکې په اړه سختې اندېښمني دي. هغه وايي: "زموږ د ورزشکارانو اندېښنې بیخي زیاتې دي، چې ولې اسلامي امارت زموږ په اړه یوه سمه پرېکړه نه کوي، دوی غواړي چې افغانستان د پرمختګ پر ځای په شاه تګ وکړي، دوی خپلې کړې پرېکړې بېرته نه اخلي، واقعا موږ ډېرې خفه یو." دا وايي، د هغې لېوالتیا له مخې، چې له ورزش سره یې لري اوس په شخصي ډول دا کارکوي او، چې کله یې ترې طالبان پوښتنه ورته وايي، ناروغه ده ډاکتر ورته د ورزش کولو ویلي دي. نوموړې وايي، اوسمهال په افغانستان کې پاتې زیات شمېر ښځینه ورزشکارانې له دې هېواده د وتلو په هڅه کې دي. حفیظه بهمني، چې په افغانستان کې د موتای ورزش استاده وه او سلګونه شاګردان يې درلودل د طالبانو له راتګ وروسته يې هېواد پرېښود. نوموړې اوسمهال په استرالیا کې ژوند کوي، وايي هڅه کوي چې دغلته مېشتو افغان نجونو ته چې له ورزش سره مینه لري د روزنې یو مرکز جوړ کړي. نوموړې له طالبانو غواړي، چې باید په کور دننه ښځینه ورزشکارانو ته د فعالیت اجازه ورکړي. هغه زیاتوي: "زه له حاکم نظامه هیله کوم، دا ترې غواړم بلکې جدي یې وایم چې دوی باید پر ښځو لګولي محدودیتونه بېرته واخلي، او اجازه ورکړي چې مېرمنې ورزش وکړي، زده کړې وکړي او خپل راتلونکې په خپله وټاکي." ښځینه ورزشکارانې دغه شان له نړیوالې ټولنې غواړي، چې په دې برخه کې پر طالبانو خپل فشارونه زیات کړي څو د ښځو حق ورکړي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسي، چې نږدې لس میاشتې ترې تېرېږي په کور دننه د ښځو په ورزشي فعالیتونو او له شپږمو ټولګیو پورته په زد کړو بندیزونه لګېدلي دي. دغه شان طالبانو پر ښځو حجاب جبري کړی او له محرم پرته سفر نه شي کولای. که څه هم څو میاشتې وړاندې د طالبانود حکومت د بدني روزنې او ورزش ریاست ژمنه کړې وه چې د ښځو د ورزش لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کوي خو تر اوسه دا کار نه دی شوی. د طالبانو د المپیک د ملي کمېټې او بدنې روزنې ریاست د نشراتو مسوول محمد الله احساس ازادي راډیو سره په خبرو کې یو وار بیا ورته ژمنه تکراروي خو وايي ،لا هم وخت شته چې په دې اړه یو خوندي چاپېریال رامنځته او پرېکړه وشي. هغه وویل: "د افغانستان د بدني روزنې او ورزش اداره په دې کار کوي څو په کور دننه د ښځینه ورزشکارانو لپاره، خوندي چاپېریال او مناسب یونیفورم برابر کړي په دې اړه د اسلامي امارت د مشرتابه پرېکړې ته انتظار باسو." که څه هم احساس نه وايي، چې د دوی په اصطلاح ښځینه ورزشکارانو ته به کله خوندي چاپېریال رامنځته کېږي، خو له دې وړاندې د طالبانو د المپیک ملي کمېټې مسوولینو د ډېر ژر خبره کړې وه هغه چې لا تر اوسه عملي شوې نه ده. هڅه مو وکړه، چې د ښځینه کرکټ لوبغاړو د برخلیک په اړه د کرکټ بورد له ویاند فرید هوتک نظر هم ولرو خو نوموړي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې نږدې په هره برخه کې د نجونو لوبډلې موجودې وې. له فوټبال نیولې، تر کرکټه او دغه شان د تکواندو، ځغاستې، بایسکل چلونې، موی تای، جمناسټیک، پارا المپیک، جوجیستو، بدن جوړونې، ساحلي فوټبال، سنوکر او یو شمېر نورو برخو کې د مېرمنو ملي لوبډلې موجودې وې خو د طالبانو له راتګ وروسته د دوی فعالیتونه په ټپه ودرېدل، ډېری دوی له افغانستانه ووتې او یو شمېر چې په هېواد کې پاتې دي، هم د شته محدودیتونو له امله لا هم غواړي له دغه هېواده ووځي.

18.06.2022 ازادي راډیو

انګلستان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ډیرو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

د انګلستان د کرکټ ملي لوبدلې جمعه جون ۱۷ (غبرګولي۲۷) د هالنډ لوبډلې خلال د کرکټ په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې د ډیرو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

18.06.2022 امریکا غږ

آیا جمهور رئیس جو بایډن به د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري؟

پداسې حال کې چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن بله میاشت منځني ختیځ ته د خپل رسمي سفر په لړ کې سعودي عربستان ته ولاړ شي خو لا معلومه نده چې آیا ددې هیواد د ولیعهد محمد بن سلمان سره به مخامخ وګوري که نه.

18.06.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more