ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا: افغانانو ته مو د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروسه چټکه کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې د افغانانو لپاره یې د مهاجرت د ځانګړې ویزې [SIV] د پروسې چټک کولو لپاره نوي کارکوونکي ګمارلي او امکانات یې زیات کړي‌ دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د پنجشنبې په ورځ جون نهمه (غبرګولي ۱۹) په یوې اعلامیې کې وویل چې په دې برخه کې له افغانانو سره په خپلې ژمني ولاړ دي او دا بهیر یې چټک کړی دی. اعلامیه وایي چې «د کارکوونکو شمېر مو زیات کړی، د تقاضاو مراحل مو ساده کړي او د تکنالوژۍ برخه» یې هم ښه کړې ده. ښاغلي پرایس همدغه ارز ویلي دي چې په کابل کې د [امریکا] د سفارت د چارو له ځنډولو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزرات په درېیم هېواد کې په سفارتونو او کونسلګریو کې د کارکوونکو شمېر هم زیات کړی چې د مهاجرت د ځانګړو ویزو مراحل مخې ته یوسي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د دغو نویو پرمختګونو او بدلونونو وروسته اوس تر بل هر وخت د مهاجرت د ځانګړو ویزو چارې ډېرې مخې ته وړي او په خبره یې د ویزو متقاضیان هر درېیم هېواد ته، چې هغوی ورته سفر کولای شي، د مرکو لپاره وربولي. له څو کلونو راهېسې امریکا افغانانو ته د مهاجرت دا ځانګړې ویزې ورکوي. امریکايي چارواکي وايي چې په روان کال کې یې تر دې دمه ۱۵۴۵ افغانان په دغو ویزو متحدو ایالتونو ته راغلي دي. دا ویزې په مشخص ډول هغو افغانانو ته ورکول کېږي چې په افغانستان کې د امریکا له ځانکړو ځواکونو سره ترجمانان وو او یا  د امریکا د حکومت کومې بلې اړوندې ادارې او پروژې سره یې کار او همکاري کړې وي. د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واکمن شول او امریکايي مقامات وايي چې له هاغه را وروسته یې  د تخلیې په پروګرام کې د یو شمېر بهرنیانو په ګډون شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه انتقال کړل. په دوی کې د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي، خبریالان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او نور شامل دي چې د چارواکو په خبره تر ۷۰۰۰۰ زیات یې امریکا ته انتقال شوي دي.

10.06.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

10.06.2022 امریکا غږ

بلینکن: د ایران کړنې به د دغه هېواد د لا منزوي کېدو لامل شي

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ایران له هستوي تاسیساتو څخه د نظارتي کیمرو لېرې کېدو ته په غبرګون کې ویلي چې دا کار به دغه هېواد د ګوښه کېدو له نورو خطرونو سره مخامخ کوي.

10.06.2022 امریکا غږ

امریکايي سناتور: ترهګر او انسان تښتوونکي په افغانستان کې حاکمیت لري

د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا غړی میچ مککانل وايي چې اوس ترهګر او انسان تښتوونکي په افغانستان کې حاکمیت لري. ښاغلي مککانل نن پنجشنبه جون نهمه (غبرګولي۱۹) وویل: «په کابل کې د طالبانو-حقاني حکومت یوازې د ترهګرو ملاتړی نه دی، په اصل کې دا د ترهګرو او انسان تښتوونکو یو ګډ حکومت دی چې له القاعدې سره ژورې اړیکې لري.» هغه وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د «بې باکه» وتلو په برخه کې د امریکا د حکومت د ناسمو تګلارو له کبله داسې حالت رامنځ ته شوی دی. نوموړي وویل چې کارپوهانو ولسمشر بایډن ته خبرداری ورکړی که له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړي، ګډوډي به جوړه شي. هغه وویل: «ما هم څو میاشتې همدا خبره کوله.» تېره میاشت د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړي مفتش «سیګار» په خپل راپور کې وویل چې د ټولو ځواکونو د وتلو په برخه کې د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ او اوسني ولسمشر جوبایډن پرېکړې د افغانستان د نظام د سقوط او وسله وال پوځ د پاشلې کېدو لوی علتونه وو. ښاغلي مککانل وویل چې له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو او د طالبانو لاس ته د افغانستان له لویدو وروسته، اوس امریکا او شریکان یې له مخ په زیاتېدونکي ترهګریز خطر سره مخامخ دي. ولسشمر بایډن په وار وار له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې ننګه کړې او ویلي دي چې د پوځي او دپلوماتیکو مقاماتو سره یې له سلا مشورو وروسته او د امریکا ملي ګټو ته په کتو دا پرېکړه کړې ده. ښاغلي بایډن ویلي دي چې د مخکني حکومت څخه ورته یو تړون په میراث پاتې شوی و چې باید عملي شوی وای. د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت په قطر کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې له افغانستان څخه نړیوال ځواکونه ووتل. خو ښاغلي مککانل دا خبره هم وکړه چې د امریکا د متحدو ایالتونو پوځي رهبرانو وايي چې له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو وروسته هلته، په دغه هېواد کې د ترهګرو د تشخیص، په نښه کولو او په ترهګرو د بریدونو ظرفیت محدود شوی دی. څه موده مخکې د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر مایکل کوریلا امریکایي قانون جوړوونکو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره پوځي مشران باید د معلوماتو د ټولولو په برخه کې په افغانستان کې دننه استخباراتي ظرفیتونه په کار واچوي. نوموړي ویلي وو چې له لېري څخه د افغانستان «نظارت کول» خورا ستونزمن دي. ښاغلي کوریلا د فبروۍ په میاشت کې هم ویلي وو: «په افغانستان او یا ګاونډ کې له حضور پرته د ترهګرۍ ضد مبارزه ډېره سخته ده خو ناممکنه نه ده.» د مرکزي قومندانۍ پخواني مشر جنرال کینت مککنزي هم دا خبره کړې وه چې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره امریکايي الوتکې باید اوږده پروازونه وکړي چې د افغانستان فضا ته ورسیږي او د ده په خبره دا کار وخت ضایعه کوي چې الوتکې بېرته د تیلو د اچولو لپاره راشي. مخکې به امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د بګرام او نورو پوځي اډو څخه د ترهګرو په ضد هوايي بریدونه کول. سناتور مککانل په خپلو خبرو کې د سیګار وروستي راپور ته هم اشاره وکړه او وویل چې په افغانستان کې له بشري استخباراتو او اډو پرته په هغه هېواد کې د ترهګرۍ د مخ په زیاتېدونکي ګواښ نظارت اغیزمن شوی او زیاته یې کړه چې امریکايي ځواکونو د تخلیې د پروګرام له بشپړ کېدو وروسته په افغانستان کې د ترهګرو په اهدافو هېڅ بریدونه نه دي کړي. ښاغلي ټرمپ چې له طالبانو سره یې تړون لاسلیک کړی له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو وتل یوه «تېروتنه» بللې ده. نوموړي ویلي چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته طالبانو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي وسائیل ترلاسه کړي دي. هغه وړاندیز کړی چې باید امریکايي ځواکونه بیا افغانستان ته واستول شي چې له طالبانو څخه دا وسلې او مهمات واخلي.

10.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

09.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

09.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

09.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

09.06.2022 امریکا غږ

فعالان: د بلوڅ زدکوونکو د بې درکه کېدو لړۍ دوام لري

د بې درکه بلوڅانو لپاره غږ پورته کونکي تنظيمونه دعوه کوي چې د بلوڅ زدکوونکو د بې درکه کېدو لړۍ دوام لري او په تېرو دوو ورځو کې د کراچۍ پوهنتون درې بلوڅ طالب علمان بې درکه شوي دي. بلوڅ فعالينو په ټولنيزو رسنيو بيانونو کې ویلي د کراچۍ پوهنتون ذده کونکي دودا الهي بلوڅ , ګمشاد مريد او کليم الله په جبري ټوګه د اووم او اتم جون ترمنځ د شپې په مهال نه کو نه بوتلل شي دي. وي او ای ډیوه د کراچۍ پولیس ترجمانې شازیه جهان سره د بلوڅ زدکوونکو د مبینه بې درکۍ په اړه چې رابطه وکړه نو هغې په وټس اېپ په لیکل شوي پېغام کې وویل د بلوڅ زدکوونکو د بې درکۍ کېس د پولیس د ترهګرۍضدڅانګې سي ټي ډي سره دی او تحقیقات دوام لري. هغې نور تفصیل وړاندې نه کړو. د بلوڅ زدکوونکو د بې درکېدو پهاړه د کراچۍ یونیورسټۍ د وایس چانسلر ځواب هم د کوښښونو باوجود  وي او ای ډیوه ترلاسه ننه کړی شو. د انساني حقونو پخوانۍ وزیرې شیرین مزاري وايي داسې ورځ نه وي چې د کوم بلوڅ زدکوونکي په زور د بې درکۍ خبر مخې ته نه راځي. په ټوېټر یو پیغام کې هغې پوښتنه وکړه چې ایا بلوڅ زدکوونکو او عام بلوڅ شهریان په زور د تنهايي په لور بوتلل کېږي. دودا الهي او ګمشاد د کراچۍ پوهنتون د فلسفې څانګې زدکونکی او کليم الله د ټولنپوهنې زدکوونکی دی. په کراچۍ کې ميشت د بې درکه بلوڅانو د حقونو فعالې سمي دين بلوڅ وي او ای ډيوه سره خبرو کې وویل چې دودا بلوڅ ګمشاد مريد او کليم الله د خپلو څانګو ماهر او روښان فکره زدکوونکي ګڼل کېدل. سمي دين بلوڅ زياتوي چې بلوڅ زدکوونکي ویرېدلي دي چې د بې درکه کېدو راتلونکی وار به د دوی وي. "مونږ منو چې رياست ته به امنيتي انديښنې وي خو چې په کوم ډول زدکوونکوي پورته کول کيږي او کوم جواز چې جوړولی شي هغه سراسر غلط دی۔" سمي دین بلوڅ زیاتوي چې د کراچۍ پوهنتون په هاسټلو داسې چهاپې وهل کيږي لکه څنګه چې "يو خطرناک ترهګر نيول شي او بيا تر مياشتو بې درکه وي ۔دا نه يواځې د زدکوونکو د کونکو کورنيو ذهني ازيت سبب ګرزي بلکه بې درکه کړل شوي ذده کونکې د خوشي کيدو ورسته د ذهني فشار او تناؤ له کبله بیا خپل تعليمي سفر پر مخه بوتلو نه وي-" د بلوڅ بې درکه کسانو لپاره د غږ پورته کوونکي تنظیم مشر ما ما قدير بلوڅ چې دا مهال یې د بلوچستان په مرکزي ښار کوئټه کې د پريس کلب مخې ته په احتجاجي کيمپ کې ناست دی، ټېلې فون دلارې یې وي او ای ډيوه سره خبرو کې وايي د کراچۍ پوهنتون ځانمرګي بريد وروسته د بلوڅ زدکوونکو د بې درکه کېدو لړۍ کې چټکتیا شوي ده او د دغه بريد ورسته قریباً 100تنه تر اوسه بې درکه شوي دي۔ هغه زياتوي امنيتي ادارې هر بلوڅ زدکوونکو ته د شک په نظر ګوري۔ ماماقدیر وویل "دا خلک هغه د مشرقي پاکستان(د موجوده بنګلاديش) په ډول نا کاره تجربه په بلوچستان خلکو ازمونده کوي۔اول به يې عام خلک په نښه کول خو دی مهال تعليم يافته بلوڅان په زوره پورته کوي۔" ماما قدير بلوڅ زياته کړه چې بلوڅ ځوانان د ډير وخت څخه د رياست جبر ښکار وو خو په کراچۍ پوهنتون کې په چینیايي اساذانو د ځانمرګي بريد وروسته بلوڅ ښځينه هم د رياستي ادارو له خوا پورته کړل شوي دي۔ هغه غوښتنه کوي چې که چېرې ریاست څوک د څه جرم په شک کې نېسي نو دا عمل دې د قانون دلاندې او د عدالت په علم کې وکړی شي. څه مونده وړاندې د پاکستان بشري حقونو کميشن هم په يو بيان کې ويلي په کراچۍ کې د بلوڅ زده کوونکو او د ښځينه فعالينو په ګډون د دوامداره ځورونې له امله جدي اندیښنه لري او ويلي يې وو د بلوڅانو جایزې ګیلې په دې نه شي حل کېدای چې دوی پرله پسې په خپل هیواد کې د پردیو احساس وکړي۔ وي او اې ډيوه د تيرو دوو ورځو کې د بې درکه بلوڅ زدکوونکو په اړه د کراچۍ پوهنتون وايس چانسلر صلاح کار ډاکټر زبير سره تماس د نيولو هڅې کړې خو څه ځواب يې نه دی وېلي۔ د بلوڅو زده کوونکو او لادرکه کسانو دپاره غږ پورته کوونکو تنظيمنو تورونو ته د ریاستي ادارو کوم نوی غبرګون تر اوسه نه دی ويل شوی، خو د پاکستان پوځ له دې وړاندې وخت په وخت دغه تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې ممکنه ده ځینې بې درکه کسان د کورنیو د علم نه بغیر وسله والو ډلو کې شامل شوي او یا د دوی په صفونو کې وژل شوي وي. د اپريل په 26مه د کراچۍ پوهنتون د کنفيوشس انسټيټيوټ تر مخ په يو ويګن ښځینه ځانمرګي حمله کوونکي شاري بلوڅ بريد وکړی چې له امله يې د درې چينايي استادانو په ګډون څلور تنه ووژل شو. د دغې پېښې ذمه واري لا قانونه ټاکل شوي وسلوالې ډلې بي ايل ای منلې ده. د پاکستان حکومت د بې درکه کسانو د موندلو د پاره يو کمیشن په کال 2011 کې جوړ کړی دی. د کېمشن د شمېرو تر مخه د سږ کال د می تر 31 نيټه پورې کمېشن په پاکستان کې د 8696 بې درکه کسانو کېسونه ترلاسه کړي چې پکې 6458 کېسونه حل کړی شوي او 2238 کېسونو تحقیقات دوام لري.

09.06.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.06.2022 امریکا غږ

اردوغان د راتلونکي کال ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه اخلي 

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان ویلي چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به برخه واخلي.   اردوغان چې له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا د ترکیې د ولسمشر په توګه پاتې شوی، د پنجشبنې په ورځ جون نهمې (غبرګولي ۱۹) د ازمیر په ښار کې یوې حزبي غونډې ته د خبرو پر مهال وویل”:اجازه راکړئ چې دلته یې ووایم، طیب اردوغان د خلکو د ایتلاف استازی دی”.   د اردوغان د پرمختګ او عدالت ګوند او ملي خوځښت ښي اړخي حزب په دغه هیواد کې د خلکو ایتلاف په نوم یو ایتلاف جوړ کړی دی.    د ترکیې د خلق ګوند چې دا مهال په پارلمان کې تر ټولو ډیرې چوکۍ لري، تر اوسه دغو ټاکنو لپاره کوم کاندید نه دی ټاکلی.    ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې راتلونکې ټاکنې به په راتلونکي کال کې په خپل ټاکلي وخت جون ۲۴مې نیټې تر سره کیږي.    له دې وړاندې ځینې ګنګوسې وې چې د بد اقتصادي وضعیت او لوړې کچې انفلاسیون له کبله چې په تیرو دوو لسیزو کې یې ساری نه لیدلی کیږي، د ولسمشرۍ ټاکنې له خپل ټاکلي وخت وړاندې تر سره شي.    منتقدین رامنځته شوی وضعیت د اردوغان د سیاسي پالیسیو او د لیرې د ارزښت په راکمولو باندې د ټینګار نتیجه بولي خو اردوغان په دې باور دی چې دغه کار یې د نرخونو د کنټرول او انفلاسیون په راکمولو کې مرسته کوي.  

09.06.2022 امریکا غږ

قطر لپاره لابي، افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پخواني قومندان څخه څیړنې کیږي 

امریکا کې د بروکینګز څېړنیز انستیتیوت، پخوانی امریکایي جنرال، جان الن چې ددغه انستیتیوت رئیس هم دی، د قطر د یوې لابي ګرۍ په کمپاین کې د رول لوبولو له کبله په اداري رخصتۍ لیږلی دی. یوه ورځ مخکې له دغه اقدام څخه د اسوشییټډ پرس اژانس د یوې محکمې د اسنادو په اساس راپور ورکړی و چې د امریکا د څېړنو فدرال ادارې په دې وروستیو کې د ښاغلي الن الکترونیکي معلومات ضبط کړي دي. ددغو اسنادو په اساس ښاغلی الن په کال ۲۰۱۷ کې چې کله د قطر او د دغه هیواد د ګاونډیو ترمنځ د یو دپلوماتیک بحران په حل کولو کې، د پردې تر شا د قطر لپاره لابي کړې ده. ښاغلی الن چې د بروکنګز څېړنیز انستیتوت کې د رئیس په توګه ګمارل کیدو څخه مخکې یې افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو مشري په غاړه درلوده، تر اوسه په هیڅ جرم تورن شوی ندی او هر ډول سرغړونه یې رد کړې ده. د بروکینګز ادارې د چهارشنبې په ورځ جون نمه (غبرګولي ۱۹) خپلو کارکوونکو ته لېږل شوي ایمیل کې ویلي چې پخپله دغه مرکز د کوم تحقیق لاندې ندی او له دې وروسته به د دغې ادارې اجرايوي مرستیال، تید ګییر د انستیتیوت مشري په غاړه لري. د ایف بي آی د ادارې یو مامور ویلي چې (داسې د پام وړ شواهد شته چې ښيي ښاغلي الن په آګاهانه توګه د بهرنۍ لابي ګرۍ قانون مات کړی او ناسم اظهارات یې وړاندې کړي دي. د دغې ادارې د اسنادو په اساس، ښاغلي الن باندې لګیدلو تورونو کې قطر ته د لوړپوړو مقاماتو سره کتنې او هغوی ته د امریکا په سیاست کې تاثیرګذارئ په اړه مشورې ورکول او د سپینې ماڼۍ او کانګرس د لوړپوړو مقاماتو ترمنځ د قطر لیدلوري ترویجول شامل دي. قطر له یوې مودې راهیسې د برروکینګز انستیوت سره د مالي مرستو یو له سترو ملاتړو څخه ګڼل کیده خو دغه انستیتیوت ویلي چې په دې وروستیو کې یې له قطر څخه هر ډول مرستو اخیستل درولي دي.

09.06.2022 امریکا غږ

ښه شعر څرنګه وي؟

په جګړو کې نندارې! ښه شعر څرنګه وي؟ په انفرادي ډول د قاموس تالیف څومره کار غواړي؟ د يو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ په حجاب کې سندرغاړې هم په دې خپرونه تاسو ته درپېژندل کېږي. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لينک کېکاږئ:  

09.06.2022 ازادي راډیو

‎
رپورټونه: چین د ویغور مسلمانانو د جبري مشقت لړۍ نوره زیاته کړې ده

 د چين په سينکيانګ صوبه کې تازه رپورټونه وايي په ويغور مسلمانانو د جبري مزدورۍ عمل سېوا شوی دی او دا بدنام پروګرام نور هم غځولی شوی خو ولې چين تل د دې نه انکار کړی. په واشنګټن کې د جيمزټاون فاونډيشن ويبسايټ يو رپورټ خور کړی چې پکې وايي “سره د دې چې په ښکاره ثبوتونه کم شوي دي خو نوي معلومات دا دي چې د جبري مزدورۍ قدر او هنر لوړ کړل شوي او اوس دغه مزدورکار د لوړو هنرونو د کار ځايونو ته لېږل کيږي”. رپورټ خبرداری ورکړی په لوړو هنري څانګو کې د جبري مزدورۍ زياتېدل به په دې معنا وي چې په راتلونکي کې به جبري مزدورې دغې کچې ته ورسي. د رپورټ تر مخه ويغور چې په تېر کې به په زور روزګار ته لېږل کېده اوس د چين د پينځه کلنۍ پاليسي چې په کال 2021 کې اعلان شوې لاندې روزګار نه شي پرېښودلی ځکه دا د يادې پاليسۍ د بې روزګارۍ او غرت ختمولو سره د څار ساتنې برخه ده. ‎رپورټ وايي په سلګونو زرګونو چينايي افسرانو تېر کال په سينکيانګ کې د ويغورو په څار ګمارل شوي و چې د هغو د روزګار او امدن جاج واخلي. اوسنی پينځه کلن پلان رپورټ وايي په سينکيانګ کې د مخکني پلان چې چينيان ورته د مزدور د هڅولو کامياب پلان وايي نه پس په سيمه کې د چين د جبري مزدورۍ د پاليسي د برقرار ساتلو او نوره قوي کولو يو عمل دی. د واشنګټن د څېړنيزې ادارې وېکټمز اف کميونېزم مېموريل د چين سټډيز مشر ايډرين زېنز په خپل رپورټ کې وايي د چين حکومت لخوا د لږکيو ډلو په خاصه توګه د ويغورو سره د جبري مزدورۍ دا عمل د کال 2016 نه روان دی او د غربت خاتمه د مزدورۍ په زريعه کوي. رپورټ وايي “د سينکيانګ د جبري مزدورۍ خبره په کال 2017 کې په داسې حال کې راوچته شوه کله چې د ويغورو د پاره په ګڼ شمېر کې د ځانګړو جېلونو کمپين پيل شو. البته چين دې ځايونو ته ځانګړي جېلونه نه وايي بلکې دعوه کوي دا د هنر او مهارت زده ګولو سنټرې دي. یادونه: دا رپورټ خبریال عاصم کاشغریان د وي او ای د انګریزۍ څانګې دپاره لیکلی دی   

09.06.2022 ډیوه

دپښتونخوا حکومت: پنجاب نه صوبې ته د اوړو اؤ‌ غنمو په راوړلو بندیز لګول شوی

دخېبر پښتونخوا صوبایي وزير کامران بنګش ويلي د پنجاب نه د اوړو او غنمو په راوړلو بنديز لګول شوی او ډير کم مقدار کې اوړه پښتونخوا صوبې ته راوړل کيږي۔ بلخوا د اوړو کاروباريان او د اوړو د ملونو مالکان وايي د پنجاب نه د اوړو او غنمو په راوړلو د بنديز له امله نرخونه ورځ تربله سېوا کېږي، او په صوبه کې ډير ملونه د غنمو نه ترلاسه کیدو له وجې بند شوي دي۔ کامران بنګش په يو ټويټ کې ليکلي د څلور کروړه ابادۍ د پاره څو ټرکه وړه راليږل د ایين او قانون پامالي او د بې حسۍ انتها ده، ۔ بلخوا د وفاقي حکومت د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب ويلي خېبر پښتونخوا ته د ارزانو اوړو څ د ليږلو لړۍ پېل شوې ده چې دیو کلو اوړو بیعه به څلویښت روپۍ وي. نوموړې ويلي په وړومبي پړاؤ کې په هزاره اوپېښور کې په سلو ګرځنده سټورونو کې دغه اوړه په ارزانه بيعه ورکول کېږي او په راتلونکې کې به دا مقدار نور هم زياتوي، خو کامران بنګش ويلي په څو ټرکه اوړو د ولس تير باسل د ایين او قانون پامالي او د بې حسۍ انتها ده، د اوړو يو کاروباري حمايت خان وايي د شلو کلو د اوړو قيمت د پنځلو سوؤ نه تر شپاړسو سوو روپو ته رسېدلی دی، هغه وایي دوي به د روژو پورې شل کلو اوړه د حکومت په رعايتي نرخونو تر يوولسو سوو پورې خرڅول خو اوس د حکومت لخوا په رعايتي نرخونو ورکړل کيدونکې اوړه بند شوي نو ځکه د اوړو بيعې سېوا شوي دي، "د صوبائي حکومت په رعايتي نرخونو اوړه هم بند شوي، او د پنجاب نه په اوړو او غنمو دبنديز اوازې هم مارکيټ کې موجود دي چې د اوړو بعې ورسره سېوا شوي دي" پېښور کې د اوړو بل کاروبار کوونکي حاجي رامبېل وي او ای ډیوه ته وويل دوي به وړاندې په ازاده د پنجاب نه اوړه راوړل خو اوس خېبر پښتونخوا ته داخليدونکو لارو باندې ځائ په ځائ چېک پوسټونه جوړ شوي او اوړه خېبر پښتونخوا نه راپريښودل کيږي، "پنجاب کې اوړه د خېبر پښتونخوا په مقابله کې ارزان دي، خو پېښور ته په راوړلو يو د ګاډي خرچ راځي، بل د پنجاب حکومت بنديز لګولی نو اکثر له هغه د اوړو ګاډي راپريښودل کيږي کوم چې د رشوت په توګه په چېک پوسټونو پېسې ورکوي نوځکه بيعې زياتې شي" د خېبر پښتونخوا د اوړو دملونو د اتحاديي يو غړې سردار خان ډيوه ته وويل د پنجاب نه خېبر پښتونخوا ته د غنمو په راوړلو بنديز دې،چې له وجې يې په صوبه کې اويا فيصده ملونه بند شوي دي او يوازي ديرش فيصده ملونه د اوړو پېدوار کوي. نوموړي وويل په صوبه کې د روزانه په حساب د اوړو او د غنمو بعې سېوا کيږي۔ "ملونو ته د صوبایي حکومت لخوا هم غنم نه ورکړل کيږي، او بلخوا د پنجاب په ازاد مارکيټ کې اخستل شوؤ غنمو باندې هم خېبر پښتونخوا ته په راوړلو بنديز دی، صوبه کې صرف هغه ملونه روان دي کومو سره چې زاړه غنم پراته دي" مريم اورنګزېب تېره ورځ ويلي وؤ په اېبټ اباد او پېښور کې پنځوس زره د شل کلو اوړو تروړې په ارزانه بيعه خرڅې شوي دي، نوموړي يوې خبري غونډي ته ويلي وؤ تر ديارلسم جون به دګرځنده سټورونو شمېر تر دوؤ سوو پورې زيات شي، دغسې تېره ورځ د خېبر پښتونخوا حکومت هم ويلي چې د ارزانو اوړو ورکولو د پاره وزير اعلا محمود خان دولس اربه روپۍ بیلې کړي دي، خو صوبائې حکومت دا نه ده په ډاکه کړې چې ايا د پنجاب حکومت سره په اوړو او غنمو دبنديز ختمولو د پاره کومې رابطې روانې دي او کنه۔

09.06.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more