ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سیکان او هندوان له افغانستان څخه بیړني وتل غواړي

د شنبې په ورځ د افغان سیکانو او هندوانو پر یو عبادتځای له خونړي برید وروسته، د دوی ځینو له ملګرو ملتونو وغوښتل ، هر څومره زره چې ممکنه وي له افغانستان ورته د وتلو زمینه برابره کړي. هدفي بریدونه له هېواد څخه د افغان سیکانو او هندوانو د ډله ایزې کډوالۍ یو سبب دی. په افغانستان کې ددې مذهبي لږکیو شمېر څو لسیزې مخکې تر سل زرو پورته و، خو اوس نژدې شپیته تنه افغانستان کې پاتې دي.

21.06.2022 ازادي راډیو

اوکراین: په سېوروډونیسک کې سخته جګړه شوي ده

د یوکرین د وسله والو پوځونو ویاند ترمخه په سېوروډونیسک کې سخته جګړه دوام لري او روس په یوکرېني پوځونو د ځمکې او د هوا نه بمباري کوي. د لوهانسک ګورنر سرهايي هایداې ویلي، په سېوروډونیسک کې د ازوټ په کېمیايي پلانټ باندی درنه جګړه روانه د چرته چې یوکرېني پوځیانو او لږترلږه 500 پورې عامو خلکو پناه اخستي. هاېداې دا هم وویل، روسي پوځونو د ښار لایسيچانسک په ښار باندې هم مکمله تباهي جوړه کړي دغه ښار د سېوروډونیسک سره د سیند د غاړې نه اخوا پروت دی. د یوکرېن صدر دلادیمیر زیلنسکي هم د ملک د مشرقي سیمې دفاع کې د مشکلاتو خبره منلي ده خو دا یې هم ویلي چې روسي پوځونه به د یوکرېن د مزاحمت سره مخامخ وي. پرون د ګل په شپه خپله وینا کې هغه زیاته کړه قبضه کونکو ته زمونږ پرضد د خپلو ګامونو جواب ورکړی شو. زیلنسکي په روس دا تور هم والګوو چې په افریقه کې د خوراک د زیاتېدوونکو قیمتونو دپاره روس هم زمه واره دی. چې افریقايي سیمې ته یې د غنمو د لېږلو لاره نیولي د. افریقايي اېتلاف مشرانو ته په یوه ویډیو وینا کې زېلنسکي اویل چې، ،، دا جنګ به تاسو ته د خپل ځان او د خپلو ملکونو نه ډېر لرې ښکاري خو د خوراک زیاتو شوو بیعو وړاندې نه دا په ملینونو افریقايي خاندانونو کورورنو ته راوستې دی. خو روس دا تور ردیې چې د یوکرېن نه د غنمو لېږلو عمل یې د کس نه بند کړی. بلکه وايي، د خوراک د زیاتېدنکي قیمتونو علت د مغربي ملکونو پابندیاني دي. بلخوا پرون د ګل په ورځ په لکسمبرګ کې د یورپي یونین د خارجه پالیسۍ مشر جوسپ بورل هم د روس ګامونه حقیقي جنګي جرم بللی. د یورپي یونین ډپلومېټانو غونډی ته هغه ویلي، دا سوچ هم نشي کېدی چې په ملینونو ټنه غنم په یوکرېن کې بند پراته دي او په نړۍ کې خلک د ولګې سره مخ دي. هم د ګل په ورځ د امریکا د خزانې سېکرټري جېنټ یېلن او د کېنیډا د مالیاتو وزیرې کرسټیا فریلېنډ په ټورنټو کې لیدلي چې په روس اقتصادي فشار زیاتولو دپاره په پابندو یا بندېزونو غور وکړي. بلخوا د روس د جنګ دلاسه په یوکرېن کې بی کوره شوي ماشومانو سره د مرستو په لړ کې یوه روسي لیکوال دمتري موراتوف خپل نوبل امن انعام په 103.5 ملینه ډالره نېلام کړی دی. هغه د روس د اخري ازاد اخبار مدیر دی. د نېلامۍ منتظمې اداری هېریټېج آکشن د هغه تن توم ندی ښکاره کړی چې دا بولي يې ګټلي. دغه نیلامي په 20 جون د کډوالو په عالمي ورځ اوشوه. ددی نیلامۍ نه ترلاسه پېسې به په یوکرین کې د بی کوره شوي ماشومانو سره د مرستو دپاره د ملګري ملتونو اداری یونیسف ته ورکړی شي. موراتوف د یوې فلپایني خبریالې ماریه ریسا سره په خپلو ملکونو کې د اظهار د ازادۍ په لړ کې د کوششونو په ستاینه کې د نوبل امن دغه اېوراډ ګټلې وو. دی نه وړاندې په 2014 کې د یو نوبل امن جاېزی دپاره ترټولو غټه نېلامي د 4.76 ملینه ډالرو شوي وا. یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي  

21.06.2022 ډیوه

امریکایي جنرال: تاجیکستان کې د پخواني افغان پوځ الوتکې طالبانو ته نه ورکول کیږي 

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي، د افغانستان د پخواني پوځ ځینې الوتکې او هیلکوپترې چې تاجیکستان ته لېږدول شوې وې، بېرته افغانستان ته نه ورکول کیږي، ځکه دا الوتکې له طالبانو سره تړاو نه لري.

21.06.2022 امریکا غږ

روس: نیول شویو امریکایانو د روسي عسکرو ژوندونه د خطر سره مخامخ کړي وو

روس ویلي هغه دوه امریکایان چې په اوکراین کې نیول شوي دي په کرایه جنګېدل، د روسيې عسکرو ژوندنه يې په خطر کې اچولي وو او حساب به ترې اخیستل کېږي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه د کرېملین ترجمان دمتري پېسکوف د ګل، دوشنبې، په ورځ په لومړي ځل د امریکایانو د نیول کېدو تصدیق وکړو او ویې وېل چې ۲۷ کلن اېنډي هواېن او  الېګزېنډر ډروک نیول شوي او تحقیقات ترې کولی شي. دواړه امریکایان د امریکې د اېلاباما ریاست اوسېدوونکي دي. پېسکوف وویل امریکایان په اوکراین کې په غیر قانوني هلو ځلو کې ککړ وو او په روسي عسکرو یې ډزې کول چې له امله یې د روسانو ژوندونه د خطر سره مخامخ شوي وو. پېسکوف وویل یوازنۍ خبره چې واضحه ده هغه دا چې دوی جرمونه کړي دي. دوی د اوکراین په پوځ کې نه دی. دوی د جنیوا کنوېشن نه عملي کېږي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه د نیول شویو امریکایانو د کورنیو غړو تېره هفته وویل دواړه تنان په رضاکارانه ډول جنګېدو دپاره اوکراین ته تللي وو او بې درکه شوي وو. روسي مطبوعاتو تېره هفته د دواړو کسانو تصویرونه وښودل چې په اوکراین کې د جنګېدو په مهال ونیول شوي وو. د کرېملېن ترجمان دا نه دي ویلي چې امریکایان په اوکراین کې کوم ځای نیول شوي دي. رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د برطانيي دوه شهریان او د مراکش یو تن ته په دونباس سیمه کې عدالت په دې سبب سزاګانې ورکړي چې په کرایه جنګېدل او د جنګي قیدیانو په اړه د جنیوا کنوېنشن پرې نه عملي کېدو. کییف د دغو سزاګانو غندنه کړې، وايي دغه کسان د اوکراین د مسلح ځواکونو برخه وو او عدالت ورته د سزاګانو اختیار نه لرلو او د جنیوا کنوېنشن دلاندې ورته تحفظ لري. د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف د امریکي اېن بي سي ټېلې وژن ته په روس کې د تېرو دوو میاشتو راهسې د نیول شوي بلې امریکايي شهري او د باسکټ بال مشهورې لوبغاړي برېټني ګراینر په اړه وویل چې هغه د نشۍ توکو د قانون د خلاف مجرمه ده او یرغمل شوي نه ده. باسکټ بال لوبې ته وده ورکولو دپاره ګراینر روس ته تللي وه. پېسکوف وویل ګراینر روس ته د نشۍ توکو د مخنیوي قانون په خلاف ورزۍ کې نیول شوي ده. پېسکوف وویل ګراینر د روسي قانون په خلاف ورزۍ نیول شوي ده او نه ده پکار چې هغه یرغمل وبلل شي. د امریکې خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ د می په میاشت کې ویلي چې ګراینر په غلطه نیول شوي ده. وزارت امریکايي سفارتکارانو ته د هغې د ازادولو ذمه واري سپارلې ده. د ګراینر مطرمن چېرېل ګراینر ویلي برېټني نه سیاسي مهره جوړه کړی شوي ده. د امریکایانو، الېګېنډر ډروک او د اېنډي هواېن په اړه د دمتري پېسکوف د خبرو نه مخکې د امریکې صدر جوبایډن د جون به ۱۷ نېټه ویلي وو چې امریکایانو ته نه دي پکار چې اوکراین ته د جنګ دپاره ورشي. یادونه: د وي او ای انګریزۍ څانګې په وېب پاڼه چاپ شوي د دې خبر معلومات نه رویټرز خبري ادارې څخه اخیستل شوي دي.  

21.06.2022 ډیوه

ملګرو ملتونو د دوو طالب چارواکو د سفر د بندیز استثنا لغو کړه

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولی ۳۰) بهر ته د طالبانو د دوو چارواکو پر سفر د بندیز استثنا لغو کړه.

21.06.2022 امریکا غږ

افغانستان کې د سخت ورښت او سېلابونو راوتلو په اړه خبرداری

د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې نن او سبا چهارشنبه د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختو ورښتونو، تندو بادونو او سېلابونو را وتلو خبر داری ورکړی دی.

21.06.2022 امریکا غږ

څېړونکي: پاکستان که اوبه سمبال نه کړې د سختې وچکالۍ سره به مخ شي

څېړونکي وايي د موسمي بدلون او نړيوالې تودوخې له امله په پاکستان کې د وچکالۍ کچه ورځ تربلې سېوا کيږي چې زيان يې انسانانو، حېواناتو او فصلونو ته رسي.

21.06.2022 ډیوه

د خوړو نړیوال پروګرام له اړمنو افغانانو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسېدو خبر ورکړی او وايي، یوازه تیره میاشت یې په نیمروز، لغمان، غزني او لغمان ولایتونو کې له څه باندې ۷۰۰زره کسانو سره مرستې کړي دي.

21.06.2022 امریکا غږ

خېبرپښتونخوا: د پرمختيايي محرومۍ په سر د قبايلي ضلعو حکومتي او مخالفه ممبران يوه خوله شوي

د قبايلي ضلعو نه منتخب شوو د واکمنه تحريک انصاف ګوند سره تعلق لرونکو او د دغو سيمو نه د مخالفه ګوندونو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړو ويلي د صوبايي او مرکزي حکومت لخوا د قبايلي ضلعو سره بې انصافي کيږي.

21.06.2022 ډیوه

رپورټ: د ټي ټي پي او پاکستان تر منځ روانې خبرې ودرېدلې دي

د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او د حکومت ترمنځ روانې خبرې د قبايلي سيمې بيرته پخواني حيثيت [فاټا] ته اړولو په سر ودرېدلې دي، دا خبره د پاکستان ټريبيون ورځپاڼې د سرکاري سرچینو له قوله خپره کړې ده.

21.06.2022 ډیوه

ایران هغه کس اعدام کړ چې دوه روحانیون یې وژلي و

ایران دوشنبه جون ۲۰ (غبرګولي۳۰) هغه کس اعدام کړ چې د همدې کال د اپریل په میاشت کې یې دوه روحانیون د امام رضا په زیارت کې په چاقو وهلي او وژلي و.

21.06.2022 امریکا غږ

پښتونخوا ملي عوامي ګوند: د عثمان کاکړ د وژنې کال وشو خو انصاف ورته ور نه کړی شو

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني سېنېټر او بلوچستان صوبې صدر عثمان کاکړ د مړينې د پېښې په کال پوره کېدو ياد ګوند په هغه دريځ دی چې عثمان خان کاکړ وژل شوی وو.

21.06.2022 ډیوه

امریکا د اویغوریانو د جبري کار د مخنیوي د قانون تطبیق کول پیل کړل

ټاکل شوې چې متحده ایالات سه شنبه جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) د اویغوریانو د جبري کار د مخنیوي قانون تطبیقول پيل کړي.

21.06.2022 امریکا غږ

وزيرستان کې د وژلو شوو ځوانانو د پېښې پرضد احتجاجي مظاهرې شوي

په شمالي وزیرستان کې په وسله وال برید کې د وژل شوو ځوانانو د وژنې پر ضد تیره ورځ د  پاکستان پایه تحت اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوي، په سيمه کې د امنيت په نه ټينګېدو نيوکې شوي او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو او نورو دغه ډول پېښو د مخنيوي غوښتنې شوي دي.

21.06.2022 ډیوه

په اسرائیل کې حکومت منحل کیږي او نوي انتخابات کیږي

د اسرائیل د صدراعظم دفتر دوشنبه جون ۲۰ (غبرګولي ۳۰) اعلان وکړ چې ائتلافي حکومت ړنګیږي او نوي انتخابات به وشي.

21.06.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more