ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلوچستان: هرنايي کې په سړک جوړوونکو مزدورانو بريد شوی، درې پکې وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان  صوبې په هرنايي ضلع کې د سړک جوړوونکو مزدورانو په کېمپ نامالومه وسله والو بريد کړی، درې يې پکې وژلي او پينځه يې ژوبل کړي دي.

19.06.2022 ډیوه

وسله والو په پاکستان کې ۳ تنه وژلي

په پاکستان کې چارواکي وایي وسله والو چې معلومه نده څوک به و، د بلوچستان په ایالت کې د سړک جوړولو په یو شرکت برید کړی لږ تر لږه ۳ کارګران یې وژلي او ۵ نور یې ټپي کړي.

19.06.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

19.06.2022 امریکا غږ

مظنونو جهادیانو د نایجریا په شمال ختیځ کې ۱۰ کسان وژلي

د ملیشو سرچینو د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولې ۲۸) وویل چې په تازه تاوتریخوالو کې د داعش پورې اړوند شکمنو وسله والو د نایجیریا د شمال ختیځ بارنو ایالت کې ۱۰ ملکي کسان وژلي دي. دوو سرچینو د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په وژل شویو کې د یوې ښځې په ګډون نهه نارینه شامل دي. ددې سرچینې په وینا، پر دغو کسانو باما ښار ته نږدې هغه مهال برید وشو چې د سوځیدلو موټرونو څخه د توکو په راټولو بوخت وو. د ملیشو رهبر باباکورا کولو، وویل:" لس کسان په مرمیو ووژل شول، ټول قربانیان د فلزي داغمه جاتو باندې مصروف وو چې د ترهګرو له خوا پرې برید وشو." اورپکي ‌وایي چې د قربانیانو جسدونه د خلکو له خوا وموندل شول او مړی یې د باما ښار ته لیږدول شوي ‌دی. د ناجیریا اردو چې په سیمه کې میشت دی تر اوسه د برید په اړه څه ندي‌ ويلي. جهادیان په دې وروستیو کې هغه ملکي افراد چې د موټرونو پرزې لوټوي په نښه کوي او وایي‌ چې هغوی د نایجیریا اردو ته جاسوسي کوي. د افریقا په لودیځ کې د اسلامي دولت ډله چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د بوکو حرام ډلې څخه جلا شوه اوس د نایجیریا په شمال کې لوی تهدید ګڼل کیږي. امنیتي سرچینې او د مرستې رسونې ډلې وایي چې د داعش یا اسلامي‌ دولت ډلې د غربي افریقا په سیمه کې د جمعې په ورځ د ملیشې ډلې درې غړي ووژل او د یوې مرسته رسوونکي ډلې درې کارکوونکي یې له ځانه سره بوتلل. د هغه راپور له مخې چې د ملګرو ملتونو له خوا خپور شوی، له ۲۰۰۹ کال څخه راپدیخوا د جهادیانو په تاوتریخوالو کې څه باندې ۴۰ زره کسان وژل شوي او شاوخوا دوه میلیونه نور د هغه هیواد له شمال ختیځ څخه بیځایه شوي دي. امنیتي سرچینو همدارنګه ویلي دي‌ چې د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون میاشتې په اومه نیټه، ۲۳ نور کسان ددغه هیواد دیکو سیمې ته نږدې د مګدالا په کلي کې د موټرونو د ټوټو د راټولو پرمهال د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شول. باورونه دادي چې دا وسله وال هم د افریقا په غرب کې د داعش د وسله والې ډلې پورې اړوند کسان دي. دا برید په داسې حال کې کیږي‌ چې د یکشنبې په ورځ جون ۱۵ د نایجیریا په سهیل لودیځ کې په یوې کلیسا کې د ډزو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډو ۵۰ کسان ووژل شول.

18.06.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

18.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

18.06.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

18.06.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

18.06.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

18.06.2022 امریکا غږ

بایډن غواړي د چین له جمهور رئیس سره خبري وکړي

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) وویل د چین د ګمرکي تعرفو د لغوه کیدو په اړه فکر کوي‌ او پریکړه به وکړي. د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې، جمهور رئیس جوبایډن همدارنګه ویلي دي چې ډیر ژر به د چین له جمهور رئیس شي جین پنګ سره خبري وکړي. د بایډن څرګندونې په داسې حال کې بیان شوي‌ دي چې د کروناویروس له خپریدو وروسته، متحده ایالات له داسې پولي تورم سره مخ شوي چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې ساری لیدل شوی ندی. په امریکا کې پولي تورم ددې لامل شوی چې د خوراکي موادو او تیلو په ګډون د لومړنیو توکو بیي په پام وړ کچه لوړې شي. له دې مخکې د امریکا د سوداګرۍ وزیرې جینا رایموندو د جون په پنځه نیټه ویلي وو جمهور رئیس بایډن له خپل ټیم څخه غوښتي دي چې پر چین د یو شمیر هغو ګمرکي تعرفو پر لغوه کیدو فکر وکړي چې د ډانلډ ټرمپ د حکومت پرمهال لګیدلې وې. ددغې امریکایی چارواکې په وینا، ددغه اقدام هدف د پاړسوب هغه لوړ رقم ته رسیدګي ده چې امریکا ورسره مخ ده. میرمن رایموندو د سي ان ان ټلویزیون سره په مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا امریکا د مالي تورم یا پولي پاړسوب د کمیدو لپاره پر چین د یو شمیر ګمرکي تعرفو لغوه کیدل څیړي که نه، وویل:"موږ ورته ګورو، زموږ جمهور رئیس غوښتي دي چې ویې څیړو او هغه "جمهوررئیس" ته ددې کار د کولو په حال کې یو او هغه "بایډن" باید دا پریکړه وکړي." د امریکا د سوداګرۍ وزیرې وویل د یو شمیر تعرفو په خاص ډول د خلکو د اړتیا وړ توکو باندې د یو شمیر تعرفو لغوه کیدل کیدای شي برسي شي، خو زیاته یې کړه چې د امریکا حکومت پریکړه کړې چې یو شمیر تعرفې په خاص ډول د هغه هیواد پر وارداتی پولادو او المونیمو پرځای پاتې شي څو د پولادو د تولید د سکټور صنعت او کارګران وساتل شي. د رایموند په وینا، جمهور رئیس بایډن د چین په سلګونو رقمه توکو باندې د ګمرکي تعرفو لغوه کیدل چې ارزښت یې سل ګونه میلیارده ډالره کیږي، تر څیړنې لاندې نیولی دی. هغه تعرفې چې د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه مهال په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې پر چین وضع کړې چې د دواړو هیوادونو تجارتي اړیکې له تاوتریخوالو ډکې وې. چین هم ویلي دي چې ددغه هیواد پر صادراتي توکو د ګمرکي تعرفو کمووالی به د امریکایانو د لګښتونو د کموالي لامل شي. د ټرمپ حکومت، پر چین د ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ګمرکي تعرفې وضع کړي چې په مقابل کې چین هم ورته اقدامات وکړل. د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادونو ترمنځ تجارتي لانجه ددې لامل شوه چې په نړیوالو بازارونو کې د ونډو قیمت راوغورځیږي او د نړۍ اقتصاد له تهدید سره مخ شي.

18.06.2022 امریکا غږ

شمالي وزيرستان: نښته کې يو پاکستانی پوځي او يو ترهګر وژل شوي

افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمینځ جګړه کې یو پاکستانی عسکر او یو وسله وال وژل شوی بل لور ته په غلام خان پوله په افغانستان کې مېشت د شمالي وزیرستان کډالو د واپسۍ د پاره احتجاجي پرلت نن په دریمه ورځ هم دوام لري.

18.06.2022 ډیوه

اسرائیلي جنګي الوتکو د راکټي برید په غبرګون کې په غزه بمبارد کړی 

اسرائیلي جنګي الوتکو د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) په غزه کې د حماس پر پوځي مرچلو وروسته له هغې برید وکړ چې ددې ښار څخه پر اسرائیل یو راکټ وتوغول شو.

18.06.2022 امریکا غږ

اورښتونو او سیلابونو بنګله دیش او هند کې ۴۱ کسان وژلي

چارواکو د شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۸) ویلي دي چې په بنګله دیش او هند کې موسمي اورښتونو او زورورو سیلابونو لږ تر لږه ۴۱ کسان وژلي او په میلیونونه نور یې زیانمن کړي دي. سیلابونه د بنګله دیش په ټيټو سیمو کې میلیونونو کسانو ته تل یو معمول ګواښ دی، خو کارپوهان وایي چې د آب و هوا بدلون ددې لامل شوی چې سیلابونه زیات او ویجاړونکي شي چې اټکل یې هم ستونزمن شي. د تیرې اوونۍ په ترڅ کې سخت اورښتونه ددې لامل شول چې د بنګله دیش په شمال ختیځ کې ګڼ شمیر سیمې تر اوبو لاندې شي. د هغه هیواد امنیتي ځواکونه په یو شمیر سیمو او ځایونو کې د بندو کسانو د رایستلو لپاره هم هڅې پیل کړي‌ دي. په سیمه کې ښوونځي د شاوخوا کلیو د اوسیدونکو لپاره وروسته له هغه په سرپناه بدل شول چې د سیندونو اوبه ناڅاپه لوړې شوې. د لوکمن په نامه د سیمې یو اوسیدونکي وویل چې د جمعې په سهار ټول کلی تر اوبو لاندې شو او هغوی بشپړه ورځ د خپل کور د بام په سر تیره کړه ترڅو د ګاونډیو له خوا د بیړیو په مرسته وژغورل شول. پولیسو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د جمعې ورځې راهیسې د سیلابونو له امله تالندې او بریښنا ۲۱ کسان وژلي دي. د میزانور رحمان په نامه د پولیسو یو سیمه ایز قوماندان ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په منځ کې درې ماشومان هم شته چې تالندې او بریښنا وژلي دی. د نوراسلام په نامه د پولیس یو بل چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي د بنګله دیش په چیتاګونګ کې څلور نور کسان هغه مهال ووژل شول چې پر کور یې غونډۍ پریوتله. هندي چارواکو هم څرګنده کړې ده چې د پنجشنبې ورځې راهیسې د هغه هیواد په مغالا ایالت کې د ځمکې د ښوویدو او سیندونو د اوبو د سطحې لوړیدو له امله ۱۶ کسان وژل شوي‌ دي. په ګاونډي اسام ایالت کې هم له پنځو ورځو سختو اروښتونو وروسته څه باندې ۱.۸ میلیونه کسان د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي. د اسام علي وزیر هیمانتا بسوا سارما خبریالانو ته ویلي دي چې د ایالت چارواکو ته یې امر کړی څو زیانمنو سره هر راز مرستې وکړي.

18.06.2022 امریکا غږ

" افغانستان د لږکیو په هدیره بدل شوی "

د افغانستان پخوانۍ مشرانو جرګې کې د افغان هندوانو او سکانو استازې انارکلي هنریار وايي، دا هېواد د دیني او مذهبي لږکیو په هدیره بدل شوی دی. هنریار دا څرګندونې نن په کابل کې د سکانو او هندوانو پر یو درمسال تر برید وروسته ازادي راډیو سره وکړې. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي په دې برید کې د طالبانو د یو امنیتي سرتیري په ګډون دوه کسان وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوې دي. احمد تکل په دې اړه له انار کلي هنر یار سره مرکه کړې. دا مرکه دلته اوریدلی شئ.

18.06.2022 ازادي راډیو

په کندهار کې له حجاب پرته څارویو سره د ښځو تشبیه کولو غبرګونونه پارولي

په کندهار کې د حجاب د تبلیغ او د طالبانو له خوا له حجاب پرته ښځې له څارویو سره له تشبیه وروسته د اروپايي اتحادیې غبرګون وښود. په کندهار کې په یو بنر لیکل شوي، هغه ښځه چې حجاب نه اغوندي د حیوان ښکارندویي کوي. پر دغه بنر باندې د تورې چادرۍ عکس چاپ شوی. په دغه اعلان کې، چې د کندهار ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې له خوا نصب شوى، ويل شوي، چې لنډې او نازکې جامې اغوستل هم د بې حجابۍ سره برابرې دي. دې اعلان په هېواد دننه او بهر ګڼ غبرګونونه راوپارول. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن په دې وروستیو کې په کندهار کې د حجاب بنرونو په اړه غبرګون ښودلی او په یوه ټویټ کې یې ویلي: "د خلکو له څارویو سره د مشابهت او ورته چلند د پیل ترمنځ ګام اکثراً لنډ وي." هغه زیاته کړه: "له دې کړنو څخه هېڅ یو د یو باعزته، مشروع او مسوول حکومت ځانګړتیا نه ده، کوم چې د خپلو اتباعو یا په نړۍ کې د خپل اهمیت پروا لري." په همدې حال کې یو شمېر افغان مېرمنې له څارویو سره د ښځو پرتله کول ښځو ته ښکاره سپکاوی ګڼي. یوې ښځې چې نه یې غوښتل په راپور کې د امنیتي دلایلو له مخې نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو حکومت د نورو موضوعاتو په څېر د حجاب په اړه هم د اسلامي شریعت له مخې نه بلکې د سیاسي انګېزې له مخې معامله کوي. هغې وویل: "په اسلام کې حجاب د پوښ کولو معنی لري، چې یوازې د ښځو لپاره نه، بلکې د نارینه وو لپاره هم ده، او مهمه مسئله یې دا ده چې د حجاب نه اغوستلو لپاره هېڅ حکم او کومه سزا نه ده ټاکل شوې، او د حجاب مسئله د یوې شرعي مسئلې په نسبت تر ډېره اخلاقي مسئله ده. لکه ریښتیا ویل او یا په وعده وفاکول." یوې بلې افغانې مېرمن وجیه امیري وویل: "افغانې ښځې ټولې حجاب اغوندي، او طالباني حجاب پر ښځو د ظلم او سپکاوي لپاره یوه بهانه ده." خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په کندهار کې لګول شوي بنرونه ښځې حجاب ته د هڅونې په توګه بیانوي. هغه وویل: "دا یو هڅونکی بحث دی چې د ښځو د پوهاوي لپاره لیکل شوی، او خدای مه کړه ښځې د حیواناتو سره نه دي تشبیه شوي، تفسیر یې ناسم تعبیر شوی، هلته ویل شوي کومه ښځه چې بې حجابه وي، هغه په خپله د څارویو لور ته تلل دي، انسان یو اشرف مخلوق دی، او له حیواناتو سره یې توپیر دا دی چې په حجاب پوښل کېږي." له هغه وروسته چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلې، د ښځو حجاب د دوی یو له مهمو بحثونو څخه ګڼل کېږي. دوی په دې وروستیو کې د ښځو لپاره بوقره یا تور عربي حجاب اغوستل لازمي بللي. دوی حجاب دغه تعریف له اسلامي شریعت سره سم ګڼي، هغه څه چې د ډېرو دیني عالمانو په باور ناسم دی.

18.06.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more