ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

23.06.2022 امریکا غږ

د روسیې د خبرداري سربیره امریکا اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو سیستم ورکړ

سره لدې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی و که د لیرې واټن ویشتونکي توغندیو سیستم اوکراین ته ورکړي، مسکو به په لویدیځ کې نوي اهداف په نښه کړي خو د اوکراین د دفاع وزارت نن پنجشنبه جون ۲۳ (چنګاښ۲) تائید کړه چې د امریکا لخوا ورته د توغندیو دا سیستمونه ورسیدل.

23.06.2022 امریکا غږ

چارواکی: صدر بایډن امریکايي ادارو ته امر کړی چې د زلزله ځپلو افغانانو سره د مرستې لارې ولټوي

صدر جوبایډن اړونده امریکاي ادارو ته امر کړی چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې لارې ولټوي. د وي او ای د رپورټ ترمخه د امریکې حکومت په افغانستان کې د نهې، سه شنبې، په ورځ په زلزله کې د خلکو په مړينه "ژور خفګان" څرګند کړی دی. د شپږ اشاریه یو درجې زلزله کې د افغانستان په پکتیکا، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې تر ټولو زیات نقصان کړی او د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي په زلزله کې تر د 1000 پورې کسان مړه او تر د 1500 پورې نور کسان زخميان شوي دي. په زلزله ځپلو سیمو کې خلک وايي په زرګونو کورونه تباه شوي او تر دریو زرو پورې خلک بې کوره شوي او دا مهال د شین اسمان دلاندې وخت تېروي. په واشنګټن کې د قامي سلامتیا دپاره د وایټ هاوس مشیر جېک سولېون په یو بیان کې وویل صدر بایډن په افغانستان کې په حالاتو نظر دی او د نړیوالو مرستو دپاره ادارې یواېس ایډ او د وفاقي حکومت نورو ادارو ته یې امر کړی چې د زلزله ځپلو خلکو سره د امداد لارې چارې ولټوي. سولېون وویل امریکا د افغانستان سره تر ټولو زیات بشري امداد کوي او په دې مشکل وخت کې به د افغان ولس سره ودرېږي او ضرورتونو ته به يې پاملرنه کوي. تېر کال د اګست په میاشت کې افغانستان نه د انخلا وروسته امریکې او ګڼ شمېر مغربي ملکونو د طالبانو په ضد اقتصادي پابندۍ لګولي دي او د امریکې په شمول یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی. په سفارتي کچه د تنهايي باوجود طالبانو د نړیوالې ټولنې نه د زلزلې په ترڅ کې د مرستې غوښتنه کړې. د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي قطر، ایران او پاکستان د زلزله ځپلو خلکو دپاره امدادي سامان ورلېږلی دی. هغه وویل نړیواله ټولنه هم باید د افغانستان سره مرسته وکړي. د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه طالبانو د خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي وویل زلزله ځپلي خلک خوراک، د څښلو اوبو، دوایانو، ډاکټرانو، جامو او سر پناه ته ضرورت لري. د وي او ای سره خبرو کې بلخي وویل امریکا باید د افغانستان منجمد اثاثې افغانستان ته ورکړي او په طالبانو لګولي بندیزونه لېرې کړي. هغه وویل امدادي ادارې او عام خلک زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې دپاره پېسې لیږل غواړي خو د بندیزونو له امله نشي کولی. هغه وغوښتل چې په طالبانو لګېدلي بندیزونه باید په بېړنۍ توګه لېرې کړی شي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه جاپان او جنوبي کوریا اعلان کړی چې د زلزله ځپلو خلکو دپاره به امدادي سامان افغانستان ته لېږي. د رپورټ ترمخه جنوبي کوریا د یو مېلین ډالرو امدادي سامان افغانستان ته د لېږلو اعلان کړی دی او جاپان ویلي افغانستان ته به ضروري امداد سامان استوي.  

23.06.2022 ډیوه

اسلام اباد هايکورټ د بې درکه کسانو معلومولو دپاره حکومتي کمېشن ناکامه بللی

اسلام اباد هايکورټ د بې درکه تنانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمېشن ناکامه ګرځولى او مشر قاضي اطهر من الله ويلي کمېشن د خلکو جبري اوچتولو پېښو د زمه وارو پر ضد کاروايو کې پاتې راغلى دى.

23.06.2022 ډیوه

په پکتیکا او خوست کې د زلزلې د قربانیانو لټون روان دی

د پکتیکا د ګیان په ولسوالۍ کې خلکو نن پنجشنبه ۲۳ جون (چنګاښ ۲)، په زلزله کې د وژل شویو کسانو په ښخولو او د ویجاړو شویو ودانیو تر خاور لاندې په ژوندي پاتې شویو کسانو پسې په لټون تېره کړه.

23.06.2022 امریکا غږ

د اروپايي شورا چارواکي باور څرګند کړی چې د شورا غړي به د اوکراین د کانديدۍ حمایت وکړي

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په یوې ویډیوي وینا کې ویلي، دوی د اروپايي ټولنې د ۱۱ رهبرانو سره د شورو یا چهارشنبې په ورځ اوکراین ته د اروپايي‌ ټولنې د کاندید حیثیت په اړه خبرې کړي او زیات په ورځ به نور هم وغږيږي

23.06.2022 ډیوه

مطبوعات: دپاکستان پوځ سیاسي مشرانو ته ویلي ټي ټي پي سره د فاټا په بحالولو خبرې نه کیږي

د نهې په ورځ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دملي امنیت دکمیټې دبندو دروازو ترشا دترسره شوې غونډې دننه احوال دپاکستان جیو ټيلي ویژن پخپله ویب پاڼه دسرچینو له قوله خپور کړی اؤ ویلي یې دي چې پوځي مشرانو په دغه غونډه کې ویلي طالبانو ته یې هم څرګنده کړې چې دفاټا دانضمام پریکړه به بېرته نه اخستل کیږي

23.06.2022 ډیوه

سرچينې: د افغانستان په زلزله کې د شمالي وزيرستان 200 کډوال هم مړه شوي

په افغانستان کې راغلې زلزله کې له شمالي وزیرستانه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته کډه شوي نزدې 200 کډوال هم مړه شوي دي. په افغانستان کې پرون د شورو/ چهارشنبې په سهار راغلې زلزله کې د رپوټونو ترمخه د 1000 نه زیات کسان مړه شوي دي.

23.06.2022 ډیوه

څېړوونکي:  فاټا د بحالۍ دپاره د ټي ټي پي د غوښتنې په سر د حکومت او د ټي ټي پي خبرې ودرېدلي دي

د تحريک طالبان پاکستان سرچينو ويلي د پاکستان حکومت سره يې روانې خبرې ودرېدلي دي، څيړونکي وايي خبرې د قبايلي ضلعو، پخواني حالت ته واپس کولو، د غوښتنې په سر ودريدلې دي.

23.06.2022 ډیوه

طالبان: نړیواله ټولنه دې د زلزله ځپلو افغانانو سره مرسته وکړي

په ختیځ افغانستان کې د زلزلې وروسته امدادي هلې ځلې دوام لري، ځايي اوسېدوونکو مطبوعاتو ته ویلي ګڼ شمېر کسان د کورو په ملبو کې ګېر دي، په زروګونو خلکو د شين اسمان دلاندې په باران کې شپه تېره کړې او طالبانو د نړیوالې ټولنې نه غوښتلي چې د زلزله ځپلو افغانانو سره دې مرسته وکړي. د نهې، سه شنبې، په ورځ د شپږ اشاریه یوې درجې په زلزله کې طالب چارواکو د 1000 کسانو د مړينې او تر د 1500 پورې کسانو د زخمي کېدو تصدیق کړی دی. زلزلې ننګرهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونه ځپلي خو رپورټونه وايي تر ټولو زیات جاني او مالي نقصان په پکتیکا ولایت کې شوی دی. د وی او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د پکتیکا د صحت د محکمې مشر ډاکټر حکمت الله عصمت ځايي مطبوعاتو ته ویلي په سیمه کې لږ تر لږه 3000 کورنۍ په بېړنۍ توګه بشری امداد ته ضرورت لري. د اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ویلي قطر، ایران او پاکستان د زلزله ځپلو خلکو دپاره امدادي سامان ورلېږلی دی. هغه د نړیوالې ټولنې نه هم د مرستې غوښتنه وکړه. د رویټرز خبري ادارې ترمخه جاپان او جنوبي کوریا اعلان کړی چې د زلزله ځپلو خلکو دپاره به امدادي سامان افغانستان ته لېږي. د رپورټ ترمخه جنوبي کوریا د یو مېلین ډالرو امدادي سامان افغانستان ته د لېږلو اعلان کړی دی او جاپان ویلي افغانستان ته به ضروري امداد سامان استوي. د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د کډوالو دپاره د متحده قامونو ادارې یو اېن اېچ سي ار د ادارې لومړۍ قافله خوست او پکتیکا ته تللي ده چې د 4000 زلزله ځپلو خلکو ته خېمې، کمبلې او نور امدادي سامان ور ورسوي. د متحده قامونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او ویلي د ادارې امدادي ډلې د ځايي هسپتالونه سره د زلزله ځپلو خلکو په درملنه کې مرسته کوي، هسپتالونو سره په انتظامي چارو کې کومک کوي او دوایانې ورکوي. ډبلیو اېچ وویل هغه کسان چې په شدید ډول زخميان شوي دي علاج دباره کابل ته لېږل کېږي. رویټرز خبري اداره وايي په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې دا ورستۍ زلزله تر ټولو زیاته سخته وه او 6000 کسان په متاثره سیمو کې ژغورل شوي دي. رویټرز د خپلو خبریالانو له قوله وايي د ګیان کلی چې د زلزلې د مرکز سره نژدې و، زیاتره کورونه پکې زیانمن شوي او يا په مکمله توګه تباه شوي دي. پاکستان ویلي د زلزله ځپلو خلکو د طبي امداد دپاره يې د افغانستان سره په پوله اېمبولېنسونه ځای په ځای کړي دي. د متحد قامونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام ویلي زلزله ځپلو سیمو ته به خوراک او نور لاجېسټک سامان استوي چې په لومړي پړاو د 3000 کورنیو سره مرسته وشي. رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې امدادي کار به د طالبانو د حکومت دپاره په داسې حال کې یو لوی ازمېښت وي چې نړیوالې ټولنې پې پابندۍ لګولي دي او هېواد يې د اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی. یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اشنا څانګې او د رویترز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

23.06.2022 ډیوه

طالبان وایي د تیرې ورځې په زلزلې کې شاوخوا ۶۵۰ تنه وژل شوي

د افغانستان په جنوب ختیځو ولایتونو کې د سه شنبې د شپې د زلزلې یوه ورځ وروسته د طالبانو حکومت ویلي، چې د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان سربیره قطر هم زلزله ځپلو سره کابل ته بشري مرستې استولي، چې د مرستو یوه برخه یې زلزله ځپلو سیمو ته هم لیږل شوې ده.

23.06.2022 امریکا غږ

د ملګرملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر 'یوناما' وايي، چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ د جون ۲۳ ( چنګاښ دویم) به د ملګروملتونو د امنیت شورا په یوه ځانګړې غونډه کې د افغانستان وضعیت وارزوي.

23.06.2022 امریکا غږ

پاپ فرانسس د افغانستان د زلزلې قربانیانو ته دعا وکړه

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس د چهار شنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) د افغانستان د مرګوني زلزلې قربانیانو ته دعا وکړه. ۸۵ کلن پاپ په واتیکان کې وویل:" زه له ټپیانو او هغو کسانو سره چې د زلزلې له امله زیانمن شوي، خپل نږدې والی څرګندوم." نوموړي زیاته کړه په خاص ډول هغو کسانو ته دعا کوي چې خپله او د کورنۍ غړي یې په دې پيښه کې مړه شوي دي: "هیله من یم چې د ټولو په مرسته، د افغانانو درد او رنځ کم شي." د بیړنیو مرستو لپاره د بشري اداراتو هڅې د نړۍ د کاتولیکانو مشر په داسې حال کې د افغانستان د زلزلې وژل شویو او ټپیانو ته دعا کوي چې د ملګرو ملتونو بشري څانګې د چهار شنبې په ورځ وویل هڅه کوي چې زیانمنو ته بیړنۍ سرپناوي، صحي خدمات او خوراکي مواد ورسوي. د چهار شنبې په لومړیو کې د ریکتر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې د افغانستان په دریو پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې حد اقل ۱۰۰۰ کسان ووژل او په سلګونه نور یې ټپیان کړل او داسې ویل کیږي چې د تلفاتو شمیر به تر دې هم لوړ شي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وایي د بشر دوستانه مرستو شریکان هڅه کوي چې له طالبانو سره په همغږۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زیانمنو سره مرسته وکړي. اوچا وایي چې د عاجلو ضرورتونو په توګه د نورو مواردو په ګډون د تروما د درملنې مراکز، بیړنۍ سرپناوې، غیر خوراکي مواد، خوراکي مواد او د مینځلو مواد پکار دي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا زیاتوي چې د طالبانو د بیړنیو حالتونو او بشري مرستو ادارې له یو شمیر هغو کورنیو سره چې په ازاده فضا کې پاتې دي د خوراکي توکو او خیمو مرسته وکړه خو په دې برخه کې ډیرو مرستو ته ضرورت دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف هم د پکتیکا ولایت ګیان او برمل ولسوالیو او د خوست ولایت سپیرې ولسوالۍ ته د صحي کارمندانو په لس ګونه ټیمونه او د روغتیا څو سیار او د تغدیې ټیمونه استولي دي. د افغانستان لپاره د یونیسف مشر محمد ایویا ویلي دي چې هغوی له زیانمنو سره د پخلنځي د سامان لاتو، صابون، کالو مینځلو د موادو ، د اوبو د بستو ، ګرمو جامو ، بوټونو، کمپلو او خیمو په ګډون د مهمو مرستو ویش پیل کړی دی. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي‌ چې د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو ته یې د بیړنیو طبي مرستو ۱۰۰ کارتنه درمل استولي دي.

23.06.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: زلزلې افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو یو استازي د چهار شنبې په ورځ جون ۲۲ (چنګاښ لومړۍ) وویل د وړاندوینو له مخې د تیرې شپې مرګونې زلزلې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي. دغې زلزلې د افغانستان په دریو پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې حد اقل ۱۰۰۰ کسان وژلي او په سلګونه نور یې ټپیان کړي دي او داسې ویل کیږي چې د تلفاتو شمیر به تر دې هم لوړ شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي رامیز الاکباروف خبریالانو ته وویل:" موږ په دې باور یو چې کابو ۲۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي." ښاغلي الاکباروف چې له کابل څخه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته په انلاین شکل معلومات ورکول وویل چې د بیځایه شویو کسانو شمیر به په مراتبو لوړ وي. نوموړي زیاته کړه :" په اوسط شکل د افغانانو د یوې کورنۍ غړي حد اقل اوه او اته کسان وي." هغه زیاته کړه کله ناکله څو کورنۍ په یو کور کې ژوند کوي. د ریکټر په کچه ۵.۹ درجې زلزلې د چهار شنبې په لومړیو ساعتونو کې د افغانستان جنوب ختیځې سیمې سختې ولړزولې او د خلکو مشکلات یې لاپسې زیات کړل کوم چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د پکتیکا ولایت لپاره ۵۰ امبولانسونه او د پنځو په شاوخوا کې چورلکې ګمارلي څو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي. نوموړي وویل چې طالبانو یو اندازه پیسې هم د زیانمنو کورنیو لپاره ځانګړي کړي‌ دي. خو نوموړي زیاته کړه چې د مشخصو وسایطو نشتون د ژغورنې عملیات له مشکلاتو سره مخ کوي. د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل:" د ملګرو ملتونو په توګه، زموږ ټیمونه له ویجاړیو څخه د خلکو د رایستلو لپاره مشخص وسایل نلري. دا تر ډیره د واکمنانو پورې اړه لري کوم چې هغوی هم په دې برخه کې له مشخصو محدودیتونو سره مخ دي." حتي واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې هم د افغانستان د بیړني حالت ټیمونه مکررو طبیعي پيښو ته چې په هغه هیواد کې پیښیدلې د رسیدګۍ په برخه کې له مشکلاتو سره مخ وو. خو واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته یوازې د ګوتو په شمار د پرواز وړ څو الوتکې او چورلکې پاتې دي او وروستي ناورین ته عاجله رسیدنه هم محدوده ښکاري.

23.06.2022 امریکا غږ

د کونډو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې کونډې ښځې په کوم وضعیت کې دي؟

د جون درویشتمه، د کونډو ښځو نړیواله ورځ! دا ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې رارسېږي، چې پر دغه هېواد د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره د نورو وګړو تر څنګ د افغان کونډو مېرمنو ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دی. د ژوند د سختو کړاوونو کیسه کوي. سونیا وایي، دوه کاله وړاندې خاوند یې پر کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته وفات شوی دی. دا مېرمن چې مخکې کابل ښار کې په یو ښوونځي کې د نجونو په یو منځني ښوونځي کې ښوونکې وه وایي، د خاوند له مړ کېدو وروسته یې په کورنۍ کې هېڅ بل نارینه نه شته او د کورنۍ سرپرستي دې ته ورتر غاړې ده. سونیا وایي، لوڼې یې وړې دي او د کار اوبار بل څوک نه لري، مخکې یوازې دې دنده درلودله چې کولای یې شول خپلو ماشومانو او کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله روزي وګټي خو په خبره یې د طالبانو پر واکمنېدو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند او دې هم بې دندې شوې ده. هغه زیاتوي: "له جدي ستونزو سره مخ یو، اوس د خلکو په کورونو کې کار کوم بیا په ورځ کې ۴۰ یا ۵۰افغانۍ راته راکوي، کله کله کوم کور وایفای راکوي هغه هم د دې لپاره زه هڅه کوم د انټرنېټ له لارې که کوم چېرې کار پیدا کړم یا هم کوم چا نه مرسته وغواړم، چې اولادو ته مې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړم، ما له تېرې درېیو ورځو راهیسې یوازې اته وچې ډوډې خپلو ماشومانو ته پیدا کړل شوې، نور یې اړتیاوې یې نه شم پوره کولي ان یوه جوړې جامې ورته نه شم اخیستلی." سونیا شاوخوا ۱۵ کاله د معلمۍ، سرمعلمۍ او مدیریت تجربه لري، نوموړې وایي خپل لوړې زده کړې یې په پاکستان او کابل پوهنتون کې کړي خو اوس سخت روزګار د خلکو په کورونو کې جامې مینځولو ته اړه کړې _ هغه کار چې په خبره په اونۍ کې هم په اسانه نه مومندل کېږي. د کندهار ولایت اوسېدونکې مظلیفه بله افغان کونډه مېرمن ده چې د خپل اته کسیزه کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده. دا مېرمن وایي، مېړه او یو ځوان زوی یې څو کاله وړاندې په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله وفات شوي دي چې اوس په کور کې هېڅ ځوان یا مشر نارینه نه لري. مظلیفه وایي، سره له دې چې په ژوند کې له ګڼو نورو کورنیو ستونزه سره مخ ده خو د خپلو ماشومانو د روزنې او سرپرستۍ مسوولیت یې له فشارونو سره مخ کړې ده. هغه وايي: "د ژوند حالات خو بیخي سخت دي راباندې، افغانستان خو ټول په غم لړلی دی، زه کونډه یم او اته یتیمان ۴ نجونې ۴ هلکان مې دي، هغه هم کوچني کوچني دي، زه خیاطي کوم چې په همدې خیاطۍ دوی ساتم." دا افغان کونډې مېرمنې په داسې وخت کې د خپل ژوند د سختیو خبره او د راتلونکي په اړه اندېښنه ښیي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو سره له تېرو لسو میاشتو راهیسې په دغه هېواد کې ډېری هغه مېرمنې هم بې کاره شوي چې تعلیم یې کړی او مخکې یې په بېلابېلو برخو کې دندې او فعالیتونه درلودل او کولای یې شول د خپلو کورنیو اقتصادې اړتیاوې پوره کړي. د جون میلادې میاشتې ۲۳مه نېټه د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان له لوري د کونډو ښځو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې او هر کال دا ورځ له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په هدف نمانځل کېږي. بلخوا د افغان ښځو د حقونو ځینې فعاله او د پخوانۍ ولسي جرګې غړې صایمه خوږیاڼۍ وايي، د افغانستان د تاریځ په بېلابېلو پړاونو کې تر بل هر چا زیاته قرباني ښځو ورکړې او د جګړو او نورو ټولنیزو ناخوالو درانده زیانونه هم تل د دوی پر اوږو بار وي. خوږیاڼۍ وویل: "نړیواله ټولنه مرستې کوي خو هغه لنډ مهاله وي، ښه خبره دا ده چې زموږ هغه خویندې چې باسواده دي بېرون دې ورته د کار زمینه برابره کړي او هغه خویندې چې بې سواده دي په کور دننه او یا بهر د کسب او کار داسې زمینه دې ورته برابرې کړي چې هغوی یې په دوام په خپلو پښو ودرېږي او خپله نفقه برابره کړي." هڅه مو وکړه د دغو ښځو د اندېښنو، غوښتنو او ستونزو د حل په اړه د طالبانو د حکومت د پلانونو او دا چې دا مهال په ټول افغانستان کې په رسمي توګه له دوی سره څومره کونډې ثبت دي، معلومات له طالب چارواکو هم معلومات تر لاسه کړو، خو ویاندویانو یې له ژمنو سره سره بیا هم موږ سره په دې اړه د راپور تر خپرېدو دا معلومات شریک نه کړل. پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د تېر جمهوري حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په ټول افغانستان کې له دوی سره درې نیم لکه کونډې او یتیم ماشومان ثبت وو، چې د ډېری ښځو مېړونه د افغانستان د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې د جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو، په ښارونو او ولایتونو کې د حملو او بریدونو او دغه شان سړک غاړې ماین چاودنو په پایله کې او په کمه اندازه یې بیا د مناسبو روغتیایي خدماتو د نشتون کونډې وژل شوي او مړه شوي وه. د وروستیو کورنیو او بهرنیو رسنیو د معلوماتو له مخې اوسمهال په افغانستان کې له نیمایي زیاتې دغه کونډې مېرمنې د خپل یو وخت اضافه خوړو ته لاسرسی نه لري. افغان ښځې چې په کې کونډې ښځې هم شاملې دي تر هغه وروسته لا وځپل شوې چې د تېر جمهوري حکومت په بېلابېلو ادارو کې یې په مختلفو بستونو کې او یا هم خصوصي سکټور کې ځان ته دومره کار او بار برابر کړی و، چې تر یو بریده یې کولای شول د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پرې پوره کړي. خو له کله چې طالبان پر دغه هېواد بیاځلي واکمن شوي، دندې لرونکې ښځې هم بې کاره او پر کورونو کېنول شوې او دوی وايي، چې د اقتصادي ستونزو له امله دوی د شخصي کار اوبار زمینه هم ځانونو ته نه شي برابرولی. د تېر جمهوري حکومت پر مهال د کرنې او مالدارۍ وزارت په ولایتونو کې کونډو ښځو ته د چرګانو فارمونه، شنې خونې او بېلابېلې نورو فعالیتونو برابرول خو د طالبانو د حکومت له لوري تر دې دمه د دغه ډول پروژو په اړه څه نه دي ویل شوي.

23.06.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more