روس: نیول شویو امریکایانو د روسي عسکرو ژوندونه د خطر سره مخامخ کړي وو
روس ویلي هغه دوه امریکایان چې په اوکراین کې نیول شوي دي په کرایه جنګېدل، د روسيې عسکرو ژوندنه يې په خطر کې اچولي وو او حساب به ترې اخیستل کېږي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه د کرېملین ترجمان دمتري پېسکوف د ګل، دوشنبې، په ورځ په لومړي ځل د امریکایانو د نیول کېدو تصدیق وکړو او ویې وېل چې ۲۷ کلن اېنډي هواېن او الېګزېنډر ډروک نیول شوي او تحقیقات ترې کولی شي. دواړه امریکایان د امریکې د اېلاباما ریاست اوسېدوونکي دي. پېسکوف وویل امریکایان په اوکراین کې په غیر قانوني هلو ځلو کې ککړ وو او په روسي عسکرو یې ډزې کول چې له امله یې د روسانو ژوندونه د خطر سره مخامخ شوي وو. پېسکوف وویل یوازنۍ خبره چې واضحه ده هغه دا چې دوی جرمونه کړي دي. دوی د اوکراین په پوځ کې نه دی. دوی د جنیوا کنوېشن نه عملي کېږي. د رویټرز خبري ادارې ترمخه د نیول شویو امریکایانو د کورنیو غړو تېره هفته وویل دواړه تنان په رضاکارانه ډول جنګېدو دپاره اوکراین ته تللي وو او بې درکه شوي وو. روسي مطبوعاتو تېره هفته د دواړو کسانو تصویرونه وښودل چې په اوکراین کې د جنګېدو په مهال ونیول شوي وو. د کرېملېن ترجمان دا نه دي ویلي چې امریکایان په اوکراین کې کوم ځای نیول شوي دي. رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د برطانيي دوه شهریان او د مراکش یو تن ته په دونباس سیمه کې عدالت په دې سبب سزاګانې ورکړي چې په کرایه جنګېدل او د جنګي قیدیانو په اړه د جنیوا کنوېنشن پرې نه عملي کېدو. کییف د دغو سزاګانو غندنه کړې، وايي دغه کسان د اوکراین د مسلح ځواکونو برخه وو او عدالت ورته د سزاګانو اختیار نه لرلو او د جنیوا کنوېنشن دلاندې ورته تحفظ لري. د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکوف د امریکي اېن بي سي ټېلې وژن ته په روس کې د تېرو دوو میاشتو راهسې د نیول شوي بلې امریکايي شهري او د باسکټ بال مشهورې لوبغاړي برېټني ګراینر په اړه وویل چې هغه د نشۍ توکو د قانون د خلاف مجرمه ده او یرغمل شوي نه ده. باسکټ بال لوبې ته وده ورکولو دپاره ګراینر روس ته تللي وه. پېسکوف وویل ګراینر روس ته د نشۍ توکو د مخنیوي قانون په خلاف ورزۍ کې نیول شوي ده. پېسکوف وویل ګراینر د روسي قانون په خلاف ورزۍ نیول شوي ده او نه ده پکار چې هغه یرغمل وبلل شي. د امریکې خارجه وزارت سټېټ ډپارټمنټ د می په میاشت کې ویلي چې ګراینر په غلطه نیول شوي ده. وزارت امریکايي سفارتکارانو ته د هغې د ازادولو ذمه واري سپارلې ده. د ګراینر مطرمن چېرېل ګراینر ویلي برېټني نه سیاسي مهره جوړه کړی شوي ده. د امریکایانو، الېګېنډر ډروک او د اېنډي هواېن په اړه د دمتري پېسکوف د خبرو نه مخکې د امریکې صدر جوبایډن د جون به ۱۷ نېټه ویلي وو چې امریکایانو ته نه دي پکار چې اوکراین ته د جنګ دپاره ورشي. یادونه: د وي او ای انګریزۍ څانګې په وېب پاڼه چاپ شوي د دې خبر معلومات نه رویټرز خبري ادارې څخه اخیستل شوي دي.
ملګرو ملتونو د دوو طالب چارواکو د سفر د بندیز استثنا لغو کړه
ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ جون ۲۰ (غبرګولی ۳۰) بهر ته د طالبانو د دوو چارواکو پر سفر د بندیز استثنا لغو کړه.
افغانستان کې د سخت ورښت او سېلابونو راوتلو په اړه خبرداری
د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې نن او سبا چهارشنبه د افغانستان په ځینو سیمو کې د سختو ورښتونو، تندو بادونو او سېلابونو را وتلو خبر داری ورکړی دی.
څېړونکي: پاکستان که اوبه سمبال نه کړې د سختې وچکالۍ سره به مخ شي
څېړونکي وايي د موسمي بدلون او نړيوالې تودوخې له امله په پاکستان کې د وچکالۍ کچه ورځ تربلې سېوا کيږي چې زيان يې انسانانو، حېواناتو او فصلونو ته رسي.
د خوړو نړیوال پروګرام له اړمنو افغانانو سره د مرستو پر دوام ټینګار وکړ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسېدو خبر ورکړی او وايي، یوازه تیره میاشت یې په نیمروز، لغمان، غزني او لغمان ولایتونو کې له څه باندې ۷۰۰زره کسانو سره مرستې کړي دي.
خېبرپښتونخوا: د پرمختيايي محرومۍ په سر د قبايلي ضلعو حکومتي او مخالفه ممبران يوه خوله شوي
د قبايلي ضلعو نه منتخب شوو د واکمنه تحريک انصاف ګوند سره تعلق لرونکو او د دغو سيمو نه د مخالفه ګوندونو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړو ويلي د صوبايي او مرکزي حکومت لخوا د قبايلي ضلعو سره بې انصافي کيږي.
رپورټ: د ټي ټي پي او پاکستان تر منځ روانې خبرې ودرېدلې دي
د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او د حکومت ترمنځ روانې خبرې د قبايلي سيمې بيرته پخواني حيثيت [فاټا] ته اړولو په سر ودرېدلې دي، دا خبره د پاکستان ټريبيون ورځپاڼې د سرکاري سرچینو له قوله خپره کړې ده.
ایران هغه کس اعدام کړ چې دوه روحانیون یې وژلي و
ایران دوشنبه جون ۲۰ (غبرګولي۳۰) هغه کس اعدام کړ چې د همدې کال د اپریل په میاشت کې یې دوه روحانیون د امام رضا په زیارت کې په چاقو وهلي او وژلي و.
پښتونخوا ملي عوامي ګوند: د عثمان کاکړ د وژنې کال وشو خو انصاف ورته ور نه کړی شو
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني سېنېټر او بلوچستان صوبې صدر عثمان کاکړ د مړينې د پېښې په کال پوره کېدو ياد ګوند په هغه دريځ دی چې عثمان خان کاکړ وژل شوی وو.
امریکا د اویغوریانو د جبري کار د مخنیوي د قانون تطبیق کول پیل کړل
ټاکل شوې چې متحده ایالات سه شنبه جون ۲۱ (غبرګولي ۳۱) د اویغوریانو د جبري کار د مخنیوي قانون تطبیقول پيل کړي.
وزيرستان کې د وژلو شوو ځوانانو د پېښې پرضد احتجاجي مظاهرې شوي
په شمالي وزیرستان کې په وسله وال برید کې د وژل شوو ځوانانو د وژنې پر ضد تیره ورځ د پاکستان پایه تحت اسلام اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې شوي، په سيمه کې د امنيت په نه ټينګېدو نيوکې شوي او په دغه پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو او نورو دغه ډول پېښو د مخنيوي غوښتنې شوي دي.
په اسرائیل کې حکومت منحل کیږي او نوي انتخابات کیږي
د اسرائیل د صدراعظم دفتر دوشنبه جون ۲۰ (غبرګولي ۳۰) اعلان وکړ چې ائتلافي حکومت ړنګیږي او نوي انتخابات به وشي.
طالبانو ۵ برتانوي اتباع له بنده خوشې کړل
په افغانستان کې طالبانو دوشنبه جون ۲۰ (غبرګولي۳۰) تائید کړه چې د برتانیې څو تنه اتباع چې شاوخوا ۶ میاشتې پدې هیوا کې بندیان و، خوشې کړیدي.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱