ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: د خبریالانو په نامه د استخباراتو مامورین خپل هېواد کې نه پرېږدو

په افغانستان کې دطالبانو حکومت اعلان کړی چې دوئ د خبریالانو په نامه د استخباراتو مامورین په خپل هېواد کې نه پریږدي. دخبریالانو دحقونو دنړیوالې کمیټې ددې غوښتنې په غبرګون کې چې طالبان باید دهغه اسټریلیايي خبریالې څخه بخښنه وغواړي چې طالبانو په زور بخښنې غوښتو ته اړ کړې وه، دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي استرالیایي خبریاله لېن اودانیل په واقعیت کې غوښتل په افغانستان کې د نظام پر خلاف پروپاګند وکړي. هغه پخپل یو ټویټ کې تور لګولی چې دغې اسټریلیایي خبریالي په افغانستان کې استخباراتي ماموریت ترسره کول غوښتل چې په دې له هېواده شړل شوې او نور به د ابد لپاره افغانستان ته نه راپریښودل کیږي. اسټرېلیایۍ خبریاله لېن اودانیل چې په افغانستان کې یې د مختلفو خارجي رسنیو سره کار کړی دی، وايي چې طالبانو هغه د خپلو لیکل شویو خبري رپوټونو په وجه، په جبر سره بخښنې غوښتلو ته مجبوره کړې ده او ګواښلې یې ده چې که داسې ونکړي، نو بندیوانه به شي.  لېن اودانیل ویلي چې هغه اوس د افغانستانه بهر وتلې ده.   لېن اودانیل زیاتره وخت افغانستان کې دښځو دحقونو اؤ دجینکو دکم عمرۍ په اړه رپورټونه برابرول اؤ ددې ترڅنګ یې دافغانستان دسیاسي حالاتو نه هم خلک باخبره ساتل د فارن پالیسي مجلې خبریالې لېن اودانیل دچهارشنبې په ورځ‌ په ټویټر لیکلي وؤ "د طالبانو استخباراتو وویل، د بخښنې غوښتلو یو ټویټ وکړه، که نه جېل ته ځه. بس هرڅه چې کیږي. هغو راته ویل، ما ټویټ ولیکل. د هغو خوښ نه شول. ټویټ مې لېرې کړ، بیا مې اېډیټ او خپور کړ. زما ویډیو یې جوړه کړه چې (په کې) وایم په ما جبر نه دی شوی. هغه یې هم بیا ځلي جوړه کړه. د لېن اودانیل ددې څرګندونو نه وروسته په طالبانو دبیلا بیلو اړخونو سختې نیوکې شوي اؤ دخبریالانو نړیوالې کمټې هم پخپل یو بیان کې دطالبانو په حکومت غږ کړی دی چې باید له یادې خبریالې بخښنه وغواړي. لېن اوډونېل په ۲۰۱۰ کال کې د افغان ښځو د حالاتو متعلق د خپل یو لړ رپوټونو په سر د بشري حقونو د مطبوعاتو اېوارډ اخېستی دی. طالبان وخت ناوخت د جرنلسټانو سره په تشدد او بدې رویې تورن شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما نن د شورو/چهارشنبې په ورځ د "افغانستان بشري وضعیت" په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړی ؤ  او په کې یې ویلي چې د تېر اګسټ راهیسي افغانستان کې شپږ افغان خبریالان وژل شوي، ۱۲۲ پخپل سر نیول شوي،له ۵۸ خبریالانو سره ناوړه چلند شوی او ۳۳ نور ګواښل شوي دي.

23.07.2022 ډیوه

رایې د پرویز الهي زیاتې خو وزیراعلا حمزه شهباز منتخب، د پنجاب د اقتدار جګړه بیا عدالت ته ورسېده

دپاکستان تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې داقتدار جګړه یو وارې بیا وروسته له هغې عدالت ته رسیدلې چې دجمعې په ماسخوتن دپاکستان تحریک انصاف اؤ مسلم لیګ(ق) کوند شریک امیدوار چوهدري پرویز الهي دخپل مخالف کاندید حمزه شهباز د179 ووټونو په مقابله کې 186ووټونه واخستل خو داسمبلۍ ډپټي اسپیکر دمسلم لیګ(ق) ګوند دغړو 10 رایې ناچله وګرځولې اؤ د وزیراعلا په توګه یې دحمزه شهباز دکامیابۍ اعلان وکړو. دپنجاب صوبې د وزیراعلا په څوکۍ دپرویز الهي ګټه هغه وخت په تاوان کې بدله شوه چې کله مسلم لیګ(ق) ګوند مشر چوهدري شجاعت حسین دخپل ورور چوهدري پرویز الهي دملاتړ نه لاس راښکلو اؤ دخپل ګوند لسو دپارلیمان غړو ته یې دیو خط دلارې لارښوونه وکړه چې خپلې رایې به حمزه شهباز ته ورکوي. خو دچوهدري شجاعت دلارښوونې باوجود دهغه دګوند غړو خپلې رایې چوهدري پرویز الهي ته ورکړې. په مرکز کې دحکومت دایتلافي ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري دپنجاب صوبې داعلا وزیر دټاکنې نه یوه ورځ   وړاندې چوهدري شجاعت حسین سره دپینځوؤ ساعتو یوه اوږده لیدنه کړې وه اؤ هغه نه یې دحکومتي ګوند دکاندید حمزه شهباز لپاره سیاسي ملاتړ غوښتی ؤ. دپنجاب اسمبلۍ د ډپټي اسپیکر دوست محمد مزاري په مشرۍ کې چې کله داسمبلۍ په غونډه کې د وزیراعلا دانتخاب لپاره د اچول شوؤ رایو شمیرنه وشوه نو د واکمن ګوند امیدوار حمزه شهباز 179 رایې ترلاسه کړې وې اؤ دپي ټي ایي اؤ مسلم لیګ(ق) امیدوار چوهدري پرویز الهي ته 186 ووټونه لویدلي وؤ.  د رایو له شمیرلو وروسته ډپټي اسپیکر دوست محمد مزاري اعلان وکړو چې هغه ته دمسلم لیګ (ق) ګوند دمشر چوهدري شجاعت لخوا یو لیک رسیدلی چې په دغه لیک کې هغه دخپل ګوند غړي پرویز الهي ته له رایو اچولو منعې کړې دي خو هغوئ بیا هم دګوند دمشر دلارښوونې برعکس پرویز الهي ته رایې ورکړې دي . ډپټي اسپیکر وویل  دسپریم کورټ دحکم په اساس دمسلم لیګ(ق) د  لسو واړو غړو رایې په شمیر کې نه راولي اؤ دغسې یې حمزه شهباز دپنجاب د وزیراعلا په توګه بریالی اعلان کړو. خو په دغه موقعه دتحریک انصاف ګوند غړي راجه بشارت داسپیکر پرېکړه غیر اییني وبلله اؤ دریځ یې خپل کړو چې دایین له مخې کوم امیدوار ته د رایې اچولو وینا دګوند پارلیماني پارټي کوي اؤ دګوند مشر ته دا واک نه وي ترلاسه . خو ډپټي اسپیکر دوست محمد مزاري دسپریم کورټ یو تیر حکم پارلیمان ته واورولو اؤ وئ ویل هغه دمسلم لیګ(ق) دغړو رایې دسپریم کورټ دحکم په اساس باطلې ګرځوي. تر دې وړاندې سپریم کورټ دپاکستان دصدر په ریفرنس دایین د 63 ای مادې دتشریح په ترڅ کې پرېکړه کړې وه چې دګوند نه د اوښتي یا منحرف غړي رایې به په شمیر کې نه راوستل کیږي چې ددغه پرېکړې په اساس دتحریک انصاف نه داوښتو 25 دصوبایي اسمبلۍ دغړو غړیتوب ختم کړل شوی ؤ . د حمزه شهباز دکامیابۍ داعلان سره سم پاکستان تحریک انصاف اؤ مسلم لیګ (ق) ګوند په ټول هیواد کې احتجاجونه کړي دي اؤ هم یې دډپټي اسپیکر دپرېکړې پرضد شپه په شپه سپریم کورټ ته عریضه کړې ده. دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دخپل ګوند‌ په پلویانو دکورونو نه د راوتلو اؤ داحتجاج کولو غږ کړی اؤ تور یې لګولی دی چې اصف علي زرداري هر الیکشن کې دغلا دپیسو په خرچ کولو جمهوریت په بیعه اخلي. دقام په نوم خپله یوه وینا کې عمران خان ویلي هغه ته داسې اطلاعات رسیدلي وؤ چې اصف زرداري دپیسو لګولو لپاره راروان دی اؤ وایي که چرې زرداري د ولس سره مخ شي نو خلک به یې په سخا هګیو وولي. خو دپیپلز ګوند مشرانو اؤ پخپله اصف علي زرداري دپیسو د ورکړې تورونه په سختۍ سره رد کړي دي. اصف علي زرداري پخپل یو بیان کې ویلي هغه جمهوري بنده دی اؤ په جمهوریت باور لري. دپیپلز ګوند مشر اؤ داصف علي زرداري زوئ بلاول بوټو زرداري ټویټ کړی دی چې" یو زرداري پر ټولو دروند دی" ټاکل شوې ده چې نوی ټاکل شوی وزیراعلا حمزه شهباز نن دخالي په سهار دخپل منصب لوړه کوي خو د وزیراعلا په توګه دهغه ټاکنې په سوشل میډیا هم تاوده بحثونه راپارولي دي اؤ په بحثونو کې دپاکستان عدلیې ته دملامتې ګوته نیول کیږي چې تیرو وختونو کې یې دتحریک انصاف ګوند په ګټه داسې غیراییني پریکړې کړي چې دپنجاب اسمبلۍ اوسنۍ پرېکړه هم دهغې زیږنده ده . څېړونکي وایي سپریم کورټ خو به یا اوس دخپلې تیرې پریکړې پرضد ودریږي اؤ یا به بیا دتحریک انصاف په څېر دمسلم لیګ(نواز) ګوند لپاره هم دانصاف یو شان معیار خپلوي اؤ دمسلم لیګ(ق) دلسو غړو داسمبلۍ رایې به باطلې ګرځوي چې په نتیجه کې به یې دغه لس واړه غړي خپل داسمبلۍ غړیتوب دلاسه ورکړي.

23.07.2022 ډیوه

د پنجاب اسامبلۍ د عمران خان د ګوند ۱۰ رایې باطلې کړي او هغه د مظاهرو غوښتنه کړې

سره لدې چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان ګوند د همدې اوونۍ په سر کې د پنجاب په ایالت کې عمومي انتخابات وګټل خو د جمعې جولای ۲۲ (چنګاښ۳۱) په انتخاباتو کې چې په ایالتي اسامبلې کې وشول، د ښاغلي خان ګوند غټه ضربه ولیده.

23.07.2022 امریکا غږ

سپینه ماڼۍ: د جمهور رئیس بایډن روغتیایي وضعیت ښه شوی

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن چې پنجشنبه جولای ۲۱ (چنګاښ۳۰) یې د کرونا ویروس معاینات مثبت راغلي و، د جمعې په ورځ یې د خپلو جګپوړو اقتصادي سلاکارانو سره په آنلاین بڼه په غونډه کې برخه واخیسته.

23.07.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

23.07.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

22.07.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: د روسیې - اوکراین د غلې د صادرولو موافقه به په څو اونیو کې پلې شي 

روسیې او اوکراین د جمعې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) موافقه لاس لیک کړه چې د اوکراین د تورې بحیرې بندرونه د غللو دانو د صادراتو لپآره پرانستل شي.

22.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

22.07.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

22.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

22.07.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

22.07.2022 امریکا غږ

خېبر کې بل پولیس افسر وژل شوی دی

یوه هدفي پېښه کې د وژل شوي یو پولیس عسکر د جنازې په مهال د پيښور دپولیسو مشر اعجاز خان ویلي وو چې هغه اوس نور دغلته د وژل شوؤ پولیسو جنازو له اوږې ورکولو د پاره نه شي تللی اؤ دا چې باید د خیبر پولیس په دغو پېښو کې دککړو کسانو درک معلوم کړي اؤ د خپلو"شهید" ملګرو بدل دې واخلي

22.07.2022 ډیوه

د حایل اونیزه خپرونه

په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.

22.07.2022 امریکا غږ

دپاکستان حکومت عدالت ته ویلي طالبانو سره دسولې روانو مذاکراتو نه خبر نه دی

د ترهګرۍ نه اغېزمنو مېندو په خپل خواست کې ویلی عدالت باید حکومت ددغه ترهګر ډلې سره دامن مذاکراتو نه منعې کړي او په دې عمل کې دې اغېزمنې کورنۍ په اعتماد کې واخستل شي

22.07.2022 ډیوه

خېبرپښتونخوا په صوبه کې د پلاسټېک په کڅوړو بندیز ولګولو

د چاپېريال د ساتنې په قانون کې دا هم ویلي شوي، هغه څوک چې په احکماتو عمل کولو کې پاتې راغلې نو د 500,000 روپو پورې به جرمانه کېږي او د یوې میاشتې پورې د بند سزا هم ورکړې کېدې شي

22.07.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more