ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


مفتاح اسماعیل: د سېلابونو د ناورین له امله به ګراني نوره زیاته شي

د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل ویره څرکنده کړې چې د سیلابونو د ناورین له امله د ګرانې کچه نور هم لوړیداې شي. د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل د بلومبرګ ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي، د پاکستان ولس باید د خپلو محدودو وسایلو له مخې ژوند وکړي او د وارداتو ادایګې باید د ډالرو د رسیدو سره برابر وي. د دې د پاره د ارائشې توکو یا لګژرې شیانو پر وارداتو اوږد مهاله بندیز ناګزېر دی. د خزانې وزیر هیل څرګنده کړې چې د تیر کال د ۵ فیصده اټکل شوې اقتصادې ودې په پرتله، د سږ کال د جولای څخه پیل شوې مالې کال کې به د اقتصادې ودې کچه ۳.۵ فیصده وي. د خزانې د وزیر دغه بیان په داسې حال کې مخې ته راغلې چې هیواد له وړاندې څخه د یوشمیر اقتصادې چیلنجونو سره مخ دی او د تیرو میاشتو راهېسې د سیلابونو له سببه په هیواد کې ګراني د ۴۷ کالو څخه وروسته د اګست په میاشت کې ۲۷ ٪ څخه لوړه شوې وه چې د اسیا په هیوادونو کې دوهمه لوړه ده. اقتصاد پوه فدا حسین وې او اې ډیوه سره خبرو کې وایې، چې د ایی ایم ایف د پور د منظورې او د ملګرو ملتونو څخه د پورونو سربیره هم دا وخت د پاکستان اقتصاد د لویو ستونزو سره مخ دې. د پاکستان په اقتصادې کې کرونده ګرې لوې رول لوبوې. د سیلابونو له سببه دا وخت حالات داسې دې چې نشې ویل کیداې چې په راتلونکو وختو کې به تر لاسه شوې پیداوار تر کومه حده د خلکو ضرورتونه پوره کړې شي. د کروندو له خرابیدو سره که چېرې د دې اغیز پر اقتصادې ودې پرې وتو نو دغه اغیز به پر ټول اقتصاد پریوځي. نړیوال مالیاتې فنډ یا اېې ایم ایف په ورستیو کې خبردارې ورکړی چې په پاکستان کې د ګرانۍ لوړه کچه په هیواد کې د احتجاجونو او بې ثباتۍ لامل کیدای شي ځکه چې د پشکال ویجاړونکو سیلابونو د دغه هیواد اقتصادې بحران نور هم کړکیچن کړی دی. د پاکستان په اړه د اېې ایم ایف د اوومې او اتمې ارزونې په رپورټ کې سږ کال د ګرانۍ کچه ۲۰ فیصده او د بجټ خساره د مجموعې ملکې پیداوار ۴.۴ فیصده پاتې کیدو امکان څرګند شوې وو. نړیوال مالیاتې فنډ اېې ایم ایف پاکستان د دیوالیه کیدو څخه بچ کولو د پاره تیره میاشت د شپږ نیمو اربو ډالرو د پور د لوظنامې د بحالولو په ترځ کې د ځنډ ښکار ۱.۱۶ اربه ډالرو د قسط منظورې ورکړې وه، خو ورسره یی دا هم ویلې وو چې پاکستان دغه پور تر لاسه کولو د پاره یو شمیر شرطونه ترسره کولو کې پاته راغلې دی. پاکستان د قطر، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو څخه د 9 اربه ډالرو پانګونې او پورونو ژمنې هم ترلاسه کړې دي.

04.09.2022 ډیوه

د پاکستان له سېلابونو سره د افغانستان د خوراکی توکو د کموالي ناورین هم په زیاتېدو دی

واشنګټن – د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله په ګاونډي افغانستان کې هم د خوراکي توکو بحران په زیاتېدو دی. په افغانستان لا له مخکې څخه تر نیمايي زیات خلک له سختې ولږې سره مخ دي. ملګروملتونو په روان کال کې له ۱۶ میلیونو افغانانو سره د بیړنیو خوراکي توکو مرسته کړې ده. اکثره دغه ډول مرسته د پاکستان له لیارې په سړکونو باندې افغانستان ته ځي. په پاکستان کې د ډبلیو اف پي مشر کرېس کې وايي، ادارې یې په تېر کال کې تر ۳۲۰۰۰۰ میټریک ټن زیات خواړه اخیستي چې افغانستان ته یې د خپلو عملیاتو لپاره واستوي. "په پاکستان کې سېلابونه به د دغې وړتیا او په بهرنیو مرستو باندې د تکیې په برخه کې به اوس لوی خنډ جوړ کړي. نو ځکه مونږ په ټوله کې اوس د غذايي‌ خوندیتوب په اړه ډېر زیات په اندېښنه کې یو. نه یواځې په پاکستان کې په بیړني او منځني پړاو کې بلکه په افغانستان کې د روانو عملیاتو مرستندویه عملیاتو په اړه هم." په افغانستان کې هم په وروستیو اونیو کې ګڼ ولایتونه په سېلابونو کې ځپل شوي. ملګري ملتونو راپور ورکړی چې په زرګونو کورونه او پراخې کرنیزې ځمکې پکې ویجاړې شوې دي. طالبانو ویلي وو چې تر ۱۸۰ زیات کسان پکې مړه شوي‌ دي. د ډبلیو اف پي مشر ویلي، پاکستان له افغانستان سره ارزښتناکه لاره لري. ښاغلي کې چې له ډوبۍ څخه خبرې کولې وویل، پاکستان ته د کراچۍ د بندر له لیارې زیات خوراکي توکي رسېدلي دي چې بلاخره به افغانستان ته ورسېږي. "اوس چې کومې ستونزې له سړکونو سره لرو چې له منځه تللي، دا مونږ ته یوه لویه لوجیستیکي ننوګونه او چلنج دی. بله ستونزه پکې خپله سېلا ځپلي سیمې دي، هغه سېلاب ځپلې سیمې چې غنم پکې راټول او زېرمه شوي وو. ددغو غنمو زیاته برخه سېلابونو وړې." کې زیاته کړه، موسمي بدلون په دې ټوله سیمه او غذايي خوندیتوب باندې ویجاړونکی اغیز کړی. دی وايي، ده نوټ کړې وه چې په پاکستان کې د سختو بارانونو مخکې هم ۴۳ فیصده خلک د خوړو له کموالي سره مخ وو.‌ ښاغلي کې وړاندې وویل، دی فکر کوي چې د روان ناورین له امله ښايي له ولږې سره د مخ کسانو شمېر به‌ نور هم زیات شي. هغه زیاته کړه،‌ په افغانستان کې به هم همداسې خبره وي.

04.09.2022 ډیوه

زېلینسکي اروپایانو ته له یو سخت ژمي سره د مخامخ کېدو خبرداری ورکړی

واشنګټن - رویټرز خبري ادارې لیکلي، د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي اروپایانو ته ویلي، چې له یوه سخت ژمي سره به مخ شي ځکه په اوکراین باندې د روسانو له یرغل سره ماسکو اروپا ته د تېلو او ګازو لېږد بند کړی. په ورته وخت کې فنلېنډ او سویډن د اتوار یا یکشنبې په ورځ وروسته له هاغې چې د روس د ګزپروم کمپنۍ لخوا د نارډ سټریم ون د ګازو نل لیکه وتړله، هغه پلان اعلان کړ چې په خپلو هېوادونو کې به د انرژۍ کمپنیو ته په بیلیونو ډالره د ضمانت په توګه ورکړي. په دغو پیسو کې فنلېنډ ۹.۹۵ بیلینه او سویډن ۲۳.۲ بیلینه ډالره د ضمانت په توګه ورکوي. د فنلېنډ لومړۍ وزیرې سنا مارین وویل، "دغه حکومتي پرورګرام د کمپنیو لپاره وروستۍ د حل لاره ده او که داسې ونه کړي نو کمپنۍ به په دې و نه توانیږي چې خپلې پیسې ورکړي." کله چې د لیمن برارز لخوا په ۲۰۰۸ کې کله چې هغه مهال د امریکا څلورم لوی د پانګونې بانک وو د ۲۰۰۸ په سپټمبر کې له ۶۰۰ بیلینه ډالرو څخه د زیاتې قرضې سره بینکرپسي اعلان شوه نو له دې سره د امریکا په مالي بحران کې لوی ټکان رامنځ ته شو. رویټرز خبري اداره وايي، د روس لخوا په اوکراین باندې په فبرورۍ کې له برید سره او تر هغې مخکې اروپا ته د ګازو له کموالي سره په اروپايي مارکیټونو کې بیې نېږدې ۴۰۰ فیصده لوړې شوي. بل پلو اروپايي ټولنه هم بیړنی پلان تیاروي چې د ګازو له زیاتېدونکي بیې څخه د برېښنا بیې جلا کړي او په اوږد مهاله کې داسې اصلاحات راولي چې د برېښنا بیې ارزانه وساتل شي. ټاکل شوې ده چې د اروپايي هېوادونو د انرژۍ وزیران به د سپټمبر په نهمه نېټه غونډه وکړي او په دې باندې خبرې وکړي چې څنګه کولای شي په سوداګریو او د خلکو په عادي ژوندانه باندې د انرژۍ د زیاتېدونکي بیې اغیز اسانه کړي. اخوا د اوکراین تر ټولو ستره اټومي بټۍ د برېښنا له برج سره اصلي اړیکه د شنبې یا خالي‌ په ورځ پرې شوې که څه هم د ملګروملتونو د اټومي سار ادارې پلټونکي لا هلته موجود دي.

04.09.2022 ډیوه

پاکستان د اسیا کپ کرکټ سیالیو کې هند ته ماتې ورکړه 

د اسیا کپ د کرکټ په روانو سیالیو کې پاکستان د یوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې هند ته ماتې ورکړه. 

04.09.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

04.09.2022 امریکا غږ

د ښځو د حقونو فعالان د یوناما نوې مشرې ته: یو اړخیز عمل مکوئ 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د کار له پیل سره سم د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له هغه څخه غواړي چې د ښځو او نجونو د حقونو او وضعیت په اړه واقعیتونه او حقایق د ملګرو ملتونو تر عمومي منشي او نړۍ ورسوي.  ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې روزا اتنبایووا به د دیبرا لاینز ځای ناستې شي چې په افغانستان کې د دغه سازمان ماموریت مخې ته یوسي.  د سولې او بشري حقونو فعالې فرح مصطفوي امریکا غږ ته وویل چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې باید تر هرڅه مخکې د بشري حقونو په چارو کې متخصصه وي چې اړوندو مسائیلو ته په ناپیيلي ډول د حل لار ولټوي.  نوموړې وویل: «د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې څخه د افغان ښځو لومړۍ پوښتنه دا ده چې ایا یوناما په خپل پخواني موقعیت کې ده که نه؟ دا ډله [یوناما] نباید د واکمنې ډلې د دسیسو او امرونو په اساس کار وکړي او د افغانستان د رښتیني‌ واقعیت د انتقال لپاره دې خپله بېطرفي وساتي. وروستۍ هیله مو دا ده چې دوی دې رښتیا وویلای شي، رښتیني واوسي او د افغانستان حالت هماغسې چې دی نړۍ ته ورسوي.»  نوموړې وویل ملګرو ملتونو ځکه د افغانستان لپاره خپله استازې د منځنۍ اسیا څخه ګمارلې ده چې له افغانستان سره سرحد لري او د ځینو قومونو د ژوند او فرهنګ په اړه معلومات لري، خو په خبره یې د افغانستان مسئله عمومي ده.  د افغان ښځو د حقونو یوه بله فعاله مونسه مبارز وايي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په جدي، ننګوونکيو او اندېښمنوونکيو شرایطو کې ګمارل شوې ده.  هغې وویل چې د افغانستان له دولت او خلکو سره مرسته، چې یوې دایمي سولې ته ورسېږي، د ملګرو ملتونو اساسي ماموریت دی، خو په خبره یې اوس په افغانستان کې قانوني دولت او هر اړخیز جوړښت نشته او همدغه کار به د میرمن اتنبایووا ماموریت پیچلی او سخت کوي.  هغې وویل: «یوناما دې لومړی د یو همه شمول تشکیل لپاره، چې ټولو ته مشروعیت ولري، کار وکړي او بیا دې د دغه تشکیل په چوکاټ کې د بشري‌ حقونو ارزښتونو او افغان ښځو د ملاتړ لپاره، چې په افغانستان کې د شرموونکي بهیر [طالبان] اصلي قربانیان دي، لا ډېره پاملرنه وکړي.»  میرمن مبارز وویل چې دا مهال افغان ښځو خپل اساسي بشري حقونه له لاسه ورکړي او له همدې کبله باید د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې لا جدي پام وکړي.  د ښځو د حقونو د دغو مبارزینو په وینا که یوناما ناپييلي عمل وکړي، د ښځو د حقونو د ښه والي لپاره ډېر کار کولای شي، خو که دا ماموریت د هېوادونو له ګټو سره تړلی وي، د روزا اتنبایووا د ماموریت څخه به ډېرې هیلې نه وي.  بلې فعالې ذکیه زهات امریکا غږ ته وویل چې دوی د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو څخه ښه تجربه نه لري ځکه چې د دې په وینا د افغان ښځو د حقونو په برخه کې د هغوی کار او فعالیت د شعار تر کچې وو.  ملګري ملتونه داسې مهال میرمن اتنبایووا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې ګماري چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په کابل کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان ښځې او نجونې څنګ ته کړل شوي او کار، سیاسي فعالیت او زده کړو څخه بې برخې شوي او ډېر کلک محدودیتونه هم پرې لګول شوي دي. 

04.09.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

04.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

04.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

04.09.2022 امریکا غږ

بایډن: امریکا میشتي مسلمانان زمونږ سره په ټولنه کې زیاتې کلتوري، اقتصادي او ساینسي مرستې کوي

واشنګټن – ولسمشر جو بایډن ویلي، په امریکا کې د مسلمانانو ټولنه زمونږ له قوم سره داسې کلتوري، اقتصادي او ساینسي مرستې کوي چې انکار ترې نشي کېدای. ښاغلي بایډن دغه څرګندونې د شمالي امریکا د مسلمانانو ټولنې یا اسنا د ۵۹ کلیزې یوې غونډې ته په یو استولي لیک کې کړي. "مسلمان امریکایان د کډوالو د بیا ځای کولو او د لوږې او جګړو ځپلو سره د مرستې  د لارې او له اړمنو ټولنو سره د مرستو لپاره په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي." صدر بایډن په خپل خط کې دا هم لیکلي، چې دی پدې کې هیڅ شک نه لري چې د امریکا مسلمانه ټولنه به نور پرمختګ وکړی او مثبتې مرستې به وکړي چې ورسره به زموږ قوم نور مضبوط شي. په خط کې د صدر بایډن لخوا د هغه قراني ایت حواله هم ورکړل شوې چې وايي، مونږ ستاسو قومونه او قبېلې ستاسو د پېژنګلو دپاره جوړی کړي دي. ددی ایت په حواله صدر وویل، د اسنا مشران د ډېرو نورو مسلمانو امریکایانو سره چې په ټولو کچو کې د خلکو د خدماتو په برخه کې بوخت دي، زمونږ مرسته کوي چې د تنوع دلارې د یووالي، پیوستون اومضبوطوالي اصولونه پوره کړو. صدر وویل، "زه امید لرم چې مونږ به په ټول ملک کې د اسنا او د نورو مسلمانانو امریکایانو سره کار جاري ساتو چې ستاسو په رهنمايي سره د ګډ انسانیت خدمت وکړو او فاصلې ختمې کړو." جو بایډن د اسنا غونډی د پاره په دغه لیک کې وړاندې وايي، "سږ کال د اسنا د غونډې موضوع، مضبوطي، امېد او پدی یقین چې هرسخت وخت نه پس اساني راځي، د امریکايي شریکو اقدارو اهمیت ښيي. چې زمونږه عقیده او د خپل کار او کورونو دپاره زمونږ ژمنې نوری مضبوطوي".  بایډن د اسلاموفوبیا، او د کورونا وبا د دوامدارا اثراتو د چېلنجونو ذکر هم وکړ او وویل مسلمانه ټولنې له دی چېلنجونو سره ډېره کلکه مقابله کړي. د اسنا دپاره دغه خط د صدر جو بایډن له اړخه د امریکا د مذهبي ازادۍ لویې سفیر رشاد حسین د اسنا صدر صفا زرزور ته وړاندي کړ او هغه د غونډې د ګډنوالو په وړاندې ولوست. پدی خط کې ولسمشر بایډن د اسلامک سوسایټي اف نارت امریکا 59  کلیزه غونډه کې د برخه اخېستودپاره د منتظیمینو لخوا د بلنې شکریه ادا کولو نه پس لیکلي وو، " دغه ایت چې د سختیو نه پس اساني راځي زمونږ دپاره یو ډېر مهم پېغام دی، چې کوم چېلنجونه زمونږ ازمېښت وي هم هغه چېلنجونه مونږ مضبوطۍ هم". صدر بایډن په خپل خط کې د مسلمانو امریکایانو د ټولنو د ودی او د هغوي غږ ټول ملک کې د خپرولو په لړ کې د اسنا د کوششونو او ملاتړ ستاینه وکړه. صدر بایډن لیکلي، "کله چې زه دفتر ته راغلم، ما ژمنه وکړه چې زما انتظامیه به د امریکا د ټولو قومونو په نمایندګي وي. او هم ددی ژمنې ترسره کولو دپاره مونږ په وفاقي بېنچ کې لومړی مسلمان امریکایی وټاکلو او د نړیوالې مذهبي ازادۍ په لویه کچه د سفیر په توګه هم د لومړي مسلمان امریکایی ټاکنه وکړه." ددی خبری نه د صدر اشاره د امریکا په تاریخ کې د لومړي مسلمان وفاقي جج زاهد قرېشي او د امریکا د مذهبي ازادۍ لویې سفیر رشاد حسېن ټاکنې ته وه. دغې غونډی ته د امریکا ولسمشر جوبایډن سربېره د امریکا د تعلیم سېکرټري میګول کارډونا هم خپل پېغام لېږلي. پدغه ریکارډ شوي پېغام کې هغه ومنله ددی باوجود چې دا د زده کونکو حق دی چې په یوه محفوظه او هغوې ته هرکلې ویونکي ماحول کې زده کړې وکړي خو په تېرو څو کلونو کې مسلمان طالب علمان د نورو په مقابله کې دوه دومره د یرولو او تنګولو سره مخ دی. هغه زیاته کړه مونږ ته ددی پرضد درېدل پکاردي او د خپلو کوششونو د یادولو سره یې وویل، " د تعلیم په وزارت کې مونږ هرممکنه کوشش کوو چې د ټولو زده کونکو ولسی حقونه محفوظه کړای شي او دا باوري شي چې د سکول په ماحول کې د زده کونکو دپاره یره نه وي." د تعلیم سېکرټري پدی موقع د هغو حکومتي ګامونو یادونه هم وکړه چې د زده کونکو د خېر ښېګڼې دپاره او په سکولونو کې د صحت منده ماحول جوړولو دپاره موجوده حکومت اخېستي. د مسلمان طالب علمانو مذهبی ضرورتونه په نظر کې ساتلو په حقله سېکرټري کارډونا زیاته کړه، پدی ډېر خوشاله دی چې زیات نه زیات سکولونه په خاصه توګه د روژی په میاشت کې د زدکونکو ضرورت ته ځانګړې پاملرنه کوي او زیاتو سکولونو د وړوکي اختر په موقع رخصتي هم د سکول په کېلنډر کې شامله کړې. یاده دي وي په امریکا کې د اخترونو چټي یا رخصت د سکولونو د رخصتۍ په کېلنډر کې نه وي شامل. خو وس په ډېرو ځایونو کې د مسلمانانو ابادۍ ته په لیدو پدې لړ کې بدلون راروان دی. سېکرټري د اعلا تعلیم دپاره د بايډن انتظامیې د ګامونو ذکر هم وکړو خو دا یې هم وویل چې پدې لړ کې لا نور زیات کار پکار دی چې په شریکه کار کولو سره مونږ خپل اهداف نور لوړ کړو.

04.09.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

04.09.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

04.09.2022 امریکا غږ

د بریتانیا نوی صدراعظم بله اونۍ کار پیلوي، ازمایښتونه یې څه دي؟

د بریتانیې واکمن محافظه کار ګوند دا اونۍ د پخواني چانسلر ریشي سونک او د بهرنيو چارو د اوسنۍ وزیرې لیز ټرس تر منځ یو شخص د بریتانیې د صدراعظم په توګه ټاکي.

04.09.2022 امریکا غږ

بارک اوباما د غوره کیسه کوونکي جایزه وګټله 

د امریکا د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر بارک اوباما ته د «ایمي» د غوره حکایت کوونکي او راوي جایزه ورکړل شوه.  نوموړي په «نټفلیکس» د «زموږ لوی ملي پارکونه» په نامه په یو مستند فلم کې کیسه کوونکی او راوي دی.   دا مستند د بارک اوباما او مېشل اوباما د تولید کمپنۍ، هایر ګرانډ،‌ جوړ کړی دی چې پنځه برخې لري.   مخکنی ولسمشر بارک اوباما د «ایمي د خلاقو هنرونو» د جایزو په ګټګورۍ کې تر ټولو لوی نوم و، د ده تر څنګ د امریکا د باسکتبال یو پخوانی مشهور لوبغاړی کریم عبدالجبار، ډیویډ اتندبوروغ او لوپیتا نیونګو هم وو. د جایزې مراسم تېره شپه ترسره شول.  ښاغلی اوباما د امریکا دویم ولسمشر دی چې دا جایزه ګټي. تر ده مخکې په ۱۹۵۶م کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو یو بل ولسمشر دوایت ډي ایزنهاور هم دا جایزه ګټلې وه.  بارک اوباما تر دې مخکې د خپلو خاطراتو دوه کتابونهAudacity of Hope  A Promised Land او  هم په خپل غږ کې ویلي او ثبت کړي وو چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د هغه له کبله هم د « Grammy Awards» جایزه اخیستې وه.  په دغو مراسمو کې ځینو مشهور افرادو ته هم جایزې ورکړل شوې. چادویک باسمن ته د تور پړانګ په سریال کې د ښه غږ له کبله د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه. دی په ۲۰۲۰ کال کې وفات شو او همدا سریال یې وروستی و. 

04.09.2022 امریکا غږ

ایران وايي ۱۲ بهایان یې د اسرائیل سره د اړیکو په تور نیولي

د ایران دولتي رسنیو د شنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړی چې ایراني مقاماتو د بهايي مذهبي اقلیت ۱۲غړي د اسلامي جمهوریت له «لوی دښمن اسرائیل» سره د اړیکو په تور نیولي دي.

04.09.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more