ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

11.09.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

11.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

11.09.2022 امریکا غږ

کارپوهان: افغانستان د سپتمبر ۱۱ د بریدونو دمخه حالت ته ستون شوی   

نن د یکشنبې ورځ د سپټمبر یوولسمه په امریکا د القاعدې د ډلې د تروریستي بریدونو یوویشت کاله پوره شو. په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې ددغو بریدونو نږدې دوه میاشتې وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوالو ائیلافي ځواکونو پر افغانستان باندې یرغل وکړ، چې په نتیجه کې يې د طالبانو رژیم ړنګ شو.  

11.09.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

11.09.2022 امریکا غږ

بایډن: امریکا باندې د ترهګريزو بریدونو د مخنیوي لپاره زمونږ هوډ لا هم پرځای دی 

د امریکا ولسمشر جو بایډن د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي بریدونو د ۲۱ مې کلیزې په مناسبت د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په مرکزي دفتر کې په جوړو شویو مراسمو کې برخه واخیسته او د ټولو شهیدانو یاد ته درناوی وکړ.

11.09.2022 امریکا غږ

د اشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

پر متحده ایالاتو باندې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ ترهګریزو بریدونو د کالیزې په مناسبت ځانګړې خپرونه

11.09.2022 امریکا غږ

امریکایان د سپتمبر د ۱۱ ترهګریزو بریدونو د قربانیانو یاد او درناوی کوي

نن یکشنبه د سپتمبر ۱۱ (وږي ۲۰) ده او امریکایان په نیویارک، پنسلوانیا او د متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پر امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال په ترهګریزو بریدونو کې د قربانیانو یاد تازه کوي.

11.09.2022 امریکا غږ

د طالبانو د پوهنې وزیر، د نجونو ښوونځيو بندېدو لامل یو ځل بیا محلي دودونه وبلل

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د متوسطه او لېسو ښوونځیو خلاصېدو په اړه د ټینګار سره سره، د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر یو ځل بیا ویلي چې د لیري پرتو سیمو اوسېدونکي نه غواړي چې خپلې ۱۶ کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.

11.09.2022 امریکا غږ

پېښور:د وسله والو برید کې د مشهور نرښځي ډولفن په ګډون درې نور نرښځيان ژوبل شوي دي

دخېبرپښتونخوا په سرښار پېښور کې نامعلومو کسانو  دنرښځیانو په يوه ډله حمله کړې ده چې له امله يې دمشهور نرښځي ډولفن ایان په ګډون درې نرښځیان اؤ دهغوئ یو ډرایور ژوبل شوي دي. دپولیسو لخوا د پېښې د درج کړل شوي ایف ایي ار له مخې دپېښور په کبوتر چوک نومې سيمه کې  دموسيقۍ د یو محفل نه دبېرته ستنېدو په مهال وسله والو دنرښځیانو په ګاډي ډزې کړې دي چې پکې درې نرښځیان اؤ دهغوئ ډرایور ژوبل شوي دي. په ژوبل نرښځیانو کې مشهور نرښځی ډولفن ایان، نينا خان او حسين خان شامل دي چې دعلاج لپاره دپېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته وړل شوي دي. دپېښور د لیډي رنګ هسپتال ویاند محمد عاصم وي او ای ډیوه ته ویلي دغه ژوبل نرښځیان اؤ دهغوئ ډرایور د اتوار په سهار پینځه بجې روغتون ته راوړل شوي دي . هغه ویلي هسپتال کې له علاج کیدو وروسته درې نرښځیان بېرته لیږل شوي اؤ یو نرښځي لا په هسپتال کې بستر دی.  دپوليسو له مخې  دجرم څخه وروستو  ډزې کوونکي کسان په تېښته کې کامياب شوي دي، پوليسو دپېښې مقدمه درج کړې او دمجرمانو لټون يې پيل کړی دى.  دخېبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې له دې وړاندې هم  په خواجه سرا ؤ دغه شان دډزو پېښې مخې ته راغلي دي چې پکې  په ګڼ شمير کې نرښځیان وژل شوي  او ژوبل شويدي. دتېرې جولایي دمیاشتې په ۲۵مه نېټه هم د پېښور په دله زاک روډ دشهناز په نوم مشهور نرښځی په ډزو وژل شوی ؤ اؤ وژونکی دموقعې څخه تښتېدلی ؤ. تر دې وړاندې دجون په میاشت کې هم دخیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل په سرکلر روډ سیمه کې دشیزا سېټ په نوم یو بل نرښځی په ډزو وژل شوی ؤ. ېښور کې دنرښځیانو داتحادیې مشر ارزو خان په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره دخبرو په مهال ویلي وؤ‌ په تیرو پینځوؤ میاشتو کې دصوبې په بیلابیلو برخو کې ۷ نرښځیان په بې دردۍ سره وژل شوي اؤ په تیرو اوو کلونو کې د صوبې بېلابېلو ښارونو کې د وژل شوؤ نرښځیانو شمیره ۸۷ ده . هغه وایي ددې ترڅنګ صوبه کې په دې وروستیو کې تر 1500 پورې نرښځیان د جنسي او جسماني تشدد ښکار شوي دي. ارزو خان وایي نرښځیانو سره هر دور کې وعدې شوي دي چې د دوئ به تحفظ کیږي اؤ ټول قانوني، اییني ، جمهوري اؤ انساني حقونه به ورکولی شي خو وایي په دې وعدو کله هم عمل نه دی شوی. هغه وایي نرښځیان یوه بې ازاره طبقه ده چې ترشا یې هیڅوک نه وي ولاړ ځکه خلک په اسانه هغوئ وژني ، ځوروي اؤ حقونه یې دپښو لاندې کوي. ارزو خان وایي یوه داسې قانون سازي هم پکار ده چې کومې کورنۍ دخپلو کورونو نرښځیان نه قبلوي اؤ دمعاشرې ظلمونو ته یې بې اسرې پرېږدي ،دهغوئ نه هم باید پوښتنه کیږي چې ولې دخواجه سراؤ سره دغسې چلند کوي؟ پاکستان کې د وروستيو ترسره شوو سرشمېرنو ترمخه په ملک کې د 10000 نه سېوا نرښځيان دي او دوي وخت په وخت دغه شکايت کوي چې حکومت ورته د دوي حقونه نه ورکوي

11.09.2022 ډیوه

امريکا مېشت پښتانه وايي، د ناین الېون د پېښې زیات اغېز په پښتنو زيات ؤ

د ناين الېون د خونړۍ پېښې 21 کاله پوره شو خو په امريکا کې مېشت پښتانه، پاکستانيان او نورو مسلمانانو هېوادونو سره تعلق لرونکي امريکايان نن هم ددې پېښې وروسته رامنځ ته شوي مشکلات يادوي او وايي چې دا پېښه د مسلمانانو لپاره د لویې تاوان سوب ګرځېدلې وه. امريکا کې مېشت يو پښتون رحيم خان وايي چې کله دا پېښه وشوه نو د لر او بر افغانان په نخښه وو، افغانانو پښتنو خپل کارونه پرېښودي وو او په کورونو کې ناست وو. تر دې چې اوس هم په هوايي ډګر د پښتنو افغانانو او مسلمانانو لپاره د تلاشۍ جدا لارې موجود دي. د امريکا د پښتنو د ټولنې خېبرسوسايټي اف امريکا مشر تاج اکبر وايي ددې پېښې زيان مسلمانانو او په خصوصي توګه د پاکستان او ا فغانستان پښتنو ته ډېر شوی دی. که څه هم په دې پېښه کې کوم پښتون افغان ککړ نه ؤ خو بيا هم اغېز يې په دوي ؤ. تاج اکبر زياتوي چې بايد د امريکا چارواکو دا محسوسه کړې وای چې پښتانه ترهه ګر نه دي او په امريکا کې مېشت بهر ملکي وګړي هم دغه هېواد خپل ګڼي. اغامحمد صالح نومې يو بل پاکستانی شنونکی وایي د بدلې په دې جنګ کې په کربونو ډالر خرڅ شو، په نړۍ کې دنوو جنګونو اغاز وشو، په زرګونو خلک نور ووژل شول، د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په دې جنګ کې 20کاله وشو خو دغه جنګ لا روان دی، بايد دې ټولو ګامونو ته بيا کتنه وشي. "په خپل هېواد کې د صدر بش لخوا د صلېبي ويلو وروسته په مسلمانانو چې کوم ظلمونه کېدلی شول، وشول ځکه چې قانون په ځای ؤ نو په امريکايانو کې چې دې د دانش نه خالي بيان نه چې د مسلمانانو په ضد کومه کرکه پېدا کېدی شوه هغه پېدا نه شوه. مونږ بايد هغه امريکا ته داد ورکړو چرته چې په لکونو امريکايي مسلمانان ژوند کوي او د هغوي ژوند ته کوم خطر رامنځ ته نه شو. که دا پېښه په بل يو هېواد کې شوې وای نو پوره يو نسل به له منځه وړل شوی ؤ" د امريکايي چارواکو ترمخه د ناين الېون د پېښې مرکزي دوه کردارونه او د ترهګرې ډلې القاعده غړي اسامه بن لادن او اېمن الظواهري دواړه د امريکا له خوا وژل شوي دي. اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد سيمه کې د مئ په دوېمه نېټه کال 2011م کې او اېمن الظواهري سږکال د اګست په دوېمه په کابل کې د يو ډرون بريد له لارې وژل شوی دی. د ناين الېون د پېښې په ياد کې مرکزي دستوره په نيويارک کې روانه ده چې ټولې تيارۍ یې پوره شوې دي.

11.09.2022 ډیوه

وانه: جرګې غوښتنه کړې د جنوبي وزیرستان ټول دفترونه دې ټانک نه خپلې ضلعې ته یوړل شي

د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د پاکستان پیپلز ګوند په لويه جرګه کې غوښتنه شوې چې د ضلعې ټول انتظامي او عدالتي دفترونه دې د ټانک ضلعې نه خپلې ضلعې جنوبي وزیرستان ته  منتقل کړی شي او که دا غوښتنه یې نه منل کیږي بیا به احتجاجي پرلت پیل کوي. د پاکستان پیپلز ګوند لخوا راجوړې شوې د جنوبي وزیرستان لویې جرګې ته د سياسي ګوندونو ځايي مشرانو، کونسلرانو، مدني فعالانو او ددیني علمانو ترڅنګ د ژوند د نورو بېلا بېلو برخو سره تړاؤ لرونکو خلکو د ویناګانو پرمهال وویل قبایلي سېمې د 25م اییني بدلون ترمخه په کال 2018 کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شامل کړی شوي خو دوی ته تراوسه اییني حقوق په بشپړه توګه نه دې ورکړل شوي. هغوئ وویل جنوبي وزيرستان له بده مرغه هغه قبایلي ضلعه ده چې ټول مهم سرکاري دفترونه یې ددې ضلعې  نه 177 کلوميټره لرې په بله ضلعه ټانک کې موقعيت لري. لویې جرګې ته د پاکستان پیپلز ګوند په ضلعه کې مشر امان الله وزیر وویل چې پخوانۍ فاټا له تېرو 70 كلونو راهسې د غير آیيني زمكې په توګه پيژندل كېده، او دغلته د فرنټير كرائمز ريګوليشن په نوم د انګرېزانو د دورې تور قوانين نافذ وو، چې د پخوانۍ فاټا خلکو به په دې اړه داپيل، دلیل او وکیل حق نه درلودو. هغه وویل په دا پسمانده سيمه له تېرو څو لسيزو راهيسې په نړيوالو سازشونو او ترهګرۍ کې ښکېله ده، او د فاټا زياتره وګړي د جنګونو له امله بې ځايه شوي دي. هغه وویل د آیین له مخې دا پخوانی قیایلي سیمې په پښتونخوا کې ګډې کړل شوې، او د دغه سیمې خلکو ته نه یوازې د اپیل، وکیل او دلیل حق ورکړل شو بلکې د صوبې د منصوبه بندي څانګې د نوې ضم شوو ضلعو ته د انتظامي دفترونو د منتقلولو اعلامیه خپره کړې ده. هغه وویل  په پېښور هابي کورټ کې یې کیس رجسټرډ کړی دى چې د جنوبي وزيرستان ضلعې ټول دفترونه دې د ټانک ضلعې نه جنوبي وزيرستان ته منتقل کړل شي د جمعیت علما اسلام (ف) ګوند د واڼه تحصیل منتخب چیرمین مولانا صالح وویل د جنوبي وزيرستان د ضلعې ټول دفترونه او عدالتونه په خپله ضلعه کې نه دي، چې له امله يې نه يوازې خلکو ته مالي زيانونه اوښتي، بلکې عدالتونو ته د حاضرېدو پر مهال يې قيمتي ژوند هم له دښمنۍ سره مخ کېږي.  د جرګې غړو وویل په6619 مربعه کلومیټر مشتمله قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان د  684099 تنه شمیرې ترڅنګ اته تحصلونه او درې سب ډویژنونه لري. دا په داسې حال کې ده چې د جنوبي وزیرستان ضلعه هر کال په اربونو روپۍ د ټېکس په شکل قومي خزانې ته ورکوي دغلته ضلعه کې هر کال 5800 ټنه چلغوزه, 64500 ټنه مڼې  او 70 زره ټنه مختلف ډوله سبزي تولیدیږي. مدني فعال ګل محمد وویل د دومره شته وسایلو باوجود د علاقې خلک بنیادي اییني حقونو نه بې برخې کړل شوي دي . هغه وویل پخواني وزیراعظم عمران خان د صوبې حکومت ته د جنوبي وزیرستان په دوو ضلعو کې د ویشلو لارښونه کړې وه خو د صوبې حکومت تراوسه په هغه لارښونه عمل نه دی کړی . هغه وویل دا د يو کس شخصي ستونزه نه ده، بلکې دا د 7 لکه تنه  ابادۍ ستونزه ده، نو ځکه دې د جنوبي وزيرستان ټول دفترونه له ټانک ضلعې جنوبي وزیرستان ته انتقال کړل شي.  د جرګې په پایه کې یو قراداد پاس کړل شو چې پکې په دوو میاشتو کې د ننه د ضلعې دانتظامي او عدالتي دفترونو خپلې ضلعې ته د انتقال کوله غوښته وکړی شوه اؤ وویلی شول که دا غوښتنه یې نه منل کیږي بیا به احتجاجي پرلت پیل کوي . وي او ای ډیوه په دې اړه  د ضلعې انتظامیې او د صوبې د حکومت دویاند بیرسټر محمد علي سیف سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو . د صوبې یو امنیتي  چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډیوه وویل په علاقه کې د امنیت د ټیګښت د پاره د پولیسو په تربیه کولو او تاټې په جوړولو کار روان دی او په بله مرحله کې به بیا انتظامي دفترونه اړوند قبایلي ضلعو ته انتقال کولی شي.

11.09.2022 ډیوه

پر پنجشیر د طالبانو بریدونه؛ د مقاومت جبهې د لسګونو طالب جنګیالیو د وژلو ادعا کړې

په پنجشېر ولایت کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو حکومت خلاف د مقاومت جبهې د هغوی پر مرکزونو د طالبانو د پراخو بریدونو خبر ورکړی دی.

11.09.2022 امریکا غږ

اسلام اباد هایکورټ دتحریک انصاف د11 غړو داسمبلۍ دغړیتوب ختمولو اعلامیه ځنډولې ده

اسلام اباد هایکورټ د پاکستان تحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ د11 غړو دغړیتوب ختمولو په اړه دالیکشن کمیشن  اعلامیه ځنډولې ده اؤ د فریقینو نه یې په 27 ستمبر ځواب غوښتی دی. دا پرېکړه دخالي/شنبې په ورځ داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهرمن الله د تحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ دغړي عبدالشکور شاد لخوا عدالت ته دشوي خواست اوریدنې په مهال کړې ده. دتحریک انصاف ګوند دقامي اسمبلۍ دټولو غړو استعفاګانې داسمبلۍ اسپیکر سره جمع کړل شوې وې چې په هغې اسپیکر راجه پرویز اشرف د11 غړو استعفاګانې منظور کړې وې اؤ دقامي اسمبلۍ دسیکرټریټ اؤ الیکشن کمیشن لخوا ددغو غړو داسمبلۍ دغړیتوب اعلامیې هم جاري کړل شوې وې. خو دتحریک انصاف غړي عبدالشکور شاد اوړمه ورځ اسلام اباد هایکورټ ته خواست کړی ؤ چې هغه داسمبلۍ دغړیتوب نه استعفا نه ده ورکړې ځکه نو داسمبلۍ دغړیتوب ختمولو په اړه یې باید دالیکشن کمیشن اعلامیه ناچله وګرځول شي. دقامي اسمبلۍ اسپیکر چې دپي ټي ایي دکومو 11غړو استعفاګانې منظور کړې وې هغې کې دعلی محمد خان ، فضل محمد خان ، شوکت علی ، فخر زمان خان، اعجاز احمد شاہ ، جمیل احمد خان ، محمد اکرم چیمه ، عبدالشکور شاد، فرخ حبیب ، شیریں مزاری اور شاهانه ګلزار نومونه شامل دي. الیکشن کمیشن ددغو یوولسو واړو غړو داسمبلۍ دغړیتوب ختمولو اعلامیه خپره کړې وه اؤ دهغوئ په خالي شوؤ څوکیو یې په 25م ستمبر د سردوباره ټاکنو اعلان کړی ؤ چې پکې په نهو څوکیو دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپله کاندید ؤ خو وروسته ملک کې د راغلو سېلابونو اؤ دترهګرۍ دخطرو له امله الیکشن کمیشن دا ټولټاکنې وځنډولې. اوس داسلام اباد هایکورټ دپرېکړې سره سم یو وارې بیا دپي ټي ایي ددغو یوولسو غړو داسمبلۍ غړیتوب‌پځائ شوی دی . داسلام اباد هایکورټ مشر قاضي پخپله حکمنامه کې ویلي دي چې د درخواست ورکوونکي په وینا دهغه موکل داستعفا ورکولو اراده کله هم نه لرله اؤ د ګوند لخوا دهغه نه اخستل شوې استعفا اصل نه وه اؤ خواست کوونکی دخپلې استعفا دتصدیق لپاره دقامي اسمبلۍ داسپیکر مخې ته وړاندې شوی دی. عدالت ددغو استعفاګانو دمنظوریدو اؤ د اسمبلۍ دغړیتوب په اړه دواړه اعلامیې تر راتلونکې اوریدنې یعنې 27 ستمبر پورې ځنډولې دي.

11.09.2022 ډیوه

د سریلانکا او پاکستان لوبډلو تر منځ د آسیا جام پای لوبه

ټاکل شوې د سري لانکا او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې یکشنبه سپټمبر ۱۱ (وږي۲۰) د آسیا جام سیالیو په پای لوبې کې مخامخ شي.

11.09.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more