ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د کوچنیو نجونو نړیواله ورځ؛ زابل کې جومات د نجونو زده کړو لپاره وقف شوی

د اکټوبر ۱۱مه د کوچنیو نجونو نړیوالې ورځې سره برابره ده. که له یوې خوا دامهال په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځی تړلي، خو له بلي خوا په زابل کې د یوه کلي اوسېدونکو د خپل کلي جومات د نجونو د زده کړو لپاره وقف کړی څو راتلونکي کې ښځینه ډاکترې ورته وروزي. د زابل د کاکړو ولسوالۍچې هېڅ ښځینه ډاکتره نه لري د سیمې اوسېدونکي یې وايي، په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ډېر کله یې ناروغان د ښځینه ډاکترې د نشتوالي له امله ژوند له لاسه ورکوي. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

11.10.2022 ازادي راډیو

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان په غړیتوب پریکړه کیږي

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله سه شبنه اکټوبر ۱۱ (تلې۱۹) رایه ګیري وکړي چې د بشري حقونو په شورا کې چې ۴۷ هیوادونه یې غړي دي، د افغانستان او ونزویلا په شان هیوادونو ته چې د بشري حقونو کمزورې سابقه لري، غړیتوب ورکړي که نه.

11.10.2022 امریکا غږ

اوکراین د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل پدې هیواد د روسیې هوایي بریدونه وغندي

په ملګرو ملتونو کې د اوکراین استازي دوشنبه اکټوبر ۱۰ (تلې۱۸) په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دې هیواد په پایتخت کیف او ګڼ شمیر نورو ښارونو د روسیې تازه بریدونه وغندي.

11.10.2022 امریکا غږ

ايي. اېم. اېف وايي د ګران بېعه قرضو زور به اوس چیچل شورو کړي

واشنګټن - د نړیوالو مالي مرستو ادارې ايي اېم ایف مشرې مېرمن کرېسټلینا جارجیوا ویلي د ګران بېعه قرضو زور به اوس چیچل شورو کړي. دا خبره مېرمن جارجیوا نن په واشنګټن کې د ايي. اېم. اېف او ولډ بېنک د کلنۍ غونډې د پرانستې په وخت کړې ده. دې غونډې ته د ولډ بېنک مشر ډېوېډ مالپاس هم ووېل چې مضبوط ډالر د پرمختلونکو هېوادونو پیسه کمزورې کړې ده او دا کار به د دغو هېوادو د قرض پېټی دروند کړي. د نړیوالو مالي مرستو دواو لویو ادارو ايی. اېم. اېف او ولډ بېنک د نړیوال اقتصاد د ټيټېدو د خبرداري تر څنګ ویلي چې ګراني، پرمختلو هېوادونو کې د اقتصاد پل ورو تاوېدل، مضبوط ډالر او په امریکا کې د سود د کچې لوړ پاتې کېدل به د پرمختلونکو (پور وړو) هېوادونو د قرض (پور) فشار نور هم زیات کړي. پاکستان هم د پور وړو هېوادونو په لسټ کې دی او د ايي. اېم. اېف او ولډ بېنک د نني اټکل وړاندې د پاکستان دولتي بېنک هم نن په یو رپوټ کې د لا نورې ګرانۍ او راتلونکې کال د پېدوار کچه د دوه فیصده پورې ښودلې. یاد هېواد د سېلابونو وړاندې، د جون میاشت کې د پېدوار کچه د پینځه فیصده پورې ښودې وه. د پاکستان ګاونډ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان هم د بېوزله هېوادونو په فهرست کې دی. طالب چارواکو د اقتصاد د اینده په اړه کومې شمېرې ورکړي نه دي خو د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې تېره اونۍ ویلي وو چې د طالبانو د واک اخستلو وروسته، د افغانستان جایز اقتصاد تر اوسه د پينځو اربو (مېلیارډو) پورې تاوان کړی دی. د ايي. اېم. اېف د اټکل په حساب داسې تمه کېږي چې د نړۍ په دریو کې یو اقتصاد به روان او راتلونکي کال کې دوه ځله د لاندې تللو سره مخ کېږي او 2026 پورې د نړیوال ټيټ بازار له امله د تاوان کچه نزدې څلور زره اربه (مېليارډه) پورې ښيي.   د ولډ بېنک مشر ډېوېډ مالپاس هم ووېل چې مضبوط ډالر د پرمختلونکو هېوادونو پیسه کمزورې کړې ده او دا کار به د دغو هېوادو د قرض پېټی دروند کړي. اقتصاد پوهان د دواړو مشرانو خبرداري د پاکستان غوندې هېواد لپاره د اندېښنې وړ ګڼي ځکه چې د ايي. اېم. اېف د اټکل تر مخه پاکستان باندې نزدې 130 اربه ډالره پور دی خو د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي چې د اخستل شوو قرضونو په شرطونو کې د بدلون لپاره خواست نه کوي . نوموړي ویلي داسې کول به د هېواد په اقتصاد اغېز وکړي خو رایټرز خبري اداره وايي په پاکستان د اعتبار کچه کمه شوې ده. ايي. اېم. اېف وايي د اوکراین جګړې، کرونا وایرس، ګرانۍ او موسمي بدلون د نړۍ اقتصاد په تېرو 80و کالو کې د بل هر وخت زیات د نړۍ اقتصاد ټیټ کړی دی. ايي. اېم. اېف وايي په ټولنیزو برخو کې پانګې، اقتصاد ډېجېټل کول، او زیات سیمه ایز تجارت ته اړتیا ده. د ادارې تر مخه پکار ده د یو هېواد ښه فصل (لکه غنم، جوار یا نوره غله) بل ګاونډي هېواد ته په اسانه لاړه شي چې د د خوراک د کمي او ګرانۍ مخه ونیول شي. دا داسې شرطونه دي چې د سیمې (هند، پاکستان، افغانستان) اقتصاد پوهان پرې د پخوا راسې خبرې کوي. او وايي پاکستان باید د هند او افغانستان سره د تجارت لپاره د “خلاصې پولې” پالېسي خپله کړي. پوهان د افغانستان وضعه هم د منځنۍ اېشیا سره د تجارت په لار کې لوی خنډ بولي. د ايي. اېم. اېف مشرې مېرمن کرېسټلینا جارجیوا دا هم ووېل چې د منځني نه لاندني امدن په فهرست کې د شامل هېوادونه نزدې د 9 اربه ډالرو خسارې سره مخ دي.

11.10.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

10.10.2022 امریکا غږ

د متحده قومونو د کډوالو ادارې خبرداری کړی چې د پېسو د کمي له امله به په ځینو ځایونو کې مرستې ودروي

ګراندي وویل که د ۲۰۲۲ تر اخېره پورې یو اېن اېچ سي ار اضافي ۷۰۰ مېلین ډالر ترلاسه نه کړل نو مجبوره به وي چې ځينې پروګرامونه وتړي چې د هغه په قول نه یوازې د کډوالو دپاره بلکې د کډوالو د کورته ملکونو دپاره به بد اثرات ولري

10.10.2022 ډیوه

بایډڼ پر اوکراین د روسیې د میزایلو بریدونه د 'بشپړ وحشت'  په توګه وغندل 

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) د اوکراین پر ښارونو د روسیې د توغندیو بریدونه وغندل او وویل چې دا د ولادیمیر پوتین د "ناقانونه جګړې" "بشپړ وحشت" په ډاګه کوي.

10.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

10.10.2022 امریکا غږ

تامس وېسټ: افغانان د هزاره ټولنې په هدف کېدو او په مطبوعاتو قدغنونو اندېښمن کړي

تامس وېسټ په  انقره کې د مېشت افغانانو سره د ملاقاتونو خبره په داسې حال کې کړې چې د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن د دوو چارواکو له قوله ویلي چې په کابل کې د القاعده مشر اېمن الظواهري په امریکايي ډرون حمله کې د وژل کېدو نه پس امریکايي او طالب چارواکو په لومړي ځل په قطر کې نېغ خبرې اترې کړي دي

10.10.2022 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

10.10.2022 امریکا غږ

ایران کې د پراخو احتجاجونو دوام: د عراق سرحد ته نږدې سیمو کې د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي دي

واشنګټن  - د ګل/دوشنبې په سهار د ایران د لوېدیځ ښار په نزدې سیمو کې د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. فعالانو وویل، یو سړی د امنیتي ځواکونو له خوا په نزدې کلي کې وژل شوی دی. د بشري حقونو لپاره د هینګاو په نامه د کردانو د یوې ډلې په وینا دغه تاوتریخوالی د ګل/دوشنبې په سهار د ایران د کردستان صوبۍ په مرکز سنندج او همدارنګه د عراق پولې ته څېرمه د سالوس باباجاني په کلي کې رامنځ ته شو. امیني یوه کرده جینۍ وه او د هغې مړینې په ځانګړې توګه د ایران په کرد سیمه کې خلک راپارولي دي. په لومړي ځل دغلته  د سپتمبر په 17 مه د هغې د جنازې په مراسمو کې مظاهرې پیل شوې. چارواکو د ګل/دوشنبې په سهار د تهران په لویدیځ کې شاوخوا 400 کیلوميټره (250 میله) په سنندج کې د تاوتریخوالي په اړه سمدستي سپیناوی ندی کړی. د ایران نیمه رسمي خبري رسنۍ  فارس د ګل یا دوشنبې په ورځ رپورټ ورکړو چې د ایران د کردستان صوبې ګورنر اسماعیل زري کوشا پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي ادعا کړې چې نامعلومو ډلو د شنبې په ورځ "په سړکونو کې د ځوانانو د وژلو منصوبه جوړه کړې وه". دا لا څرګنده نه ده چې په دغو مظاهرو کې څومره کسان وژل شوي او د امنیتي ځواکونو له خوا د هغوی په نښه کولو عملیات روان دي. سرکاري ټلویژن وايي چې د سپټمبر تر 24 پورې په مظاهرو کې لږ تر لږه 41 کسان وژل شوي دي. له دوو اونیو راهیسې د ایران د حکومت لخوا هیڅ تازه معلومات نه دي ورکړل شوي. د ایران مظاهرو ته د جرمني غبرګون د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ویلي هغه کسان چې د ایران وروستیو حکومت ضد مظاهرو په "ظالمانه" ټکولو کې یې برخه درلودلې ده، په کار ده چې په هغوی دې یورپي اتحاد ته د راتګ بندیز ولګول شي او اثاثې دې په یورپ کې ورته کنګل کړی شي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېئرباک د اتوار/یکشنبې په ورځ یو جرمني اخبار ته ویلي دي: «هغه کسان چې ښځې او جینکۍ په سړکونو باندې وهي او ټکوي، هغه خلک ځپي کوم چې صرف د آزاد ژوند غوښتنه کوي، هغوی پخپل سر ګرفتاره کوي او د مرګ سزا ورکوي، هغوی د تاریخ په غلط اړخ کې ولاړ دي.» د جرمني خارجه وزیرې دا هم ویلي چې ملک به یې د ایراني مظاهره چیانو سره د تشددکوونکو په ضد ګام اخلي او هغه دا چې یورپي اتحاد ملکونو ته به د هغو په سفر کولو بندیز لګول یقیني کړي او دا به هم یقیني کوي چې د دې کسانو اثاثې په یورپي اتحاد کې کنګل کړی شي. مېرمن بېئرباک د کوم مشخص وګړي یا تنظیم نوم وانخیست. د زیارت/پنجشنبې په ورځ د یورپي اتحاد د پارلېمان غړو یو قرارداد منظور کړ او په هغه کې یې دا مطالبه وکړه چې د مهسا امیني د مرګ عاملینو او د هغه نه پس د مظاهرو چقوونکو په ضد باید پابندۍ ولګیږي. د ایران چارواکي چې د پراخو مظاهرو د فشار لاندې دي، اوس د هغو مشهورو ایراني وګړو ګرفتاره کولو ته مخه کړې ده کوم چې د احتجاج کوونکو ملاتړ یې اعلان کړی وي. د ایران نیمه سرکاري خبري ادارې – اېلنا – خبر ورکړی چې حکومت د یو مشهوره موسیقیدان همایون شجریان او یوې اداکارې، سحر دولتشاهي پاسپورټونه، کله چې دا دوه د خالي په ورځ د اسټرېلیا نه ایران ته ستانه شول، په تهران ائيرپورټ کې قید کړي دي. شجریان چې کله د ایران نه بهر د کنسرت دپاره تللی و، نو په خپل ملک کې یې د روانو احتجاجونو ملاتړ څرګند کړی و. هغه د سپټمبر په ۱۳مه نېټه خپل یو کنسرټ کې د سټېج په بېکګراونډ کې د مهسا امیني تصویر ښودلی و او د ظلم او ظالمانو په ضد یوه پخوانۍ سندره یې ویلې وه.

10.10.2022 ډیوه

د اشنا تلویزیون د دوشنبې خپرونه

د اشنا تلویزیون په خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

10.10.2022 امریکا غږ

ساینس پوهان به د سپوږمۍ په مخ د بوټو د کرلو تجربه کوي

د امریکې، اسرایل، جنوبي افریقا او د ځینو نورو ملکونو د یونیورسټیو پوهان په دغه منصوبه کې شریک دي او د خپلې تجربې په اړه وايي دا لومړي ګامونه دي دا معلومولو دپاره چې ایا د خوراک، دوایانو او د اکسیجن ګېس د پېدا کولو دپاره د سپوږمۍ په سطح بوټي کرل امکان لري او که نا؟

10.10.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

10.10.2022 امریکا غږ

له امریکا وروسته بریتانیا هم د ایران په «اخلاقي پولیسو» بندیزونه ولګول 

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه اکتوبر لسمه (تله ۱۸) د ایران په اخلاقي پولیسو باندې د نویو بندیزونو د لګولو اعلان وکړ.   تېره میاشت د دغو پولیسو په توقیف کې یوه ایرانۍ مهسا امیني د «ټکري نه په سر کولو» له کبله مړه شوه چې له هغې را وروسته په ایران کې لویې مظاهرې پیل شوي‌ دي.  بریتانوي چارواکي وايي چې په دغو بندیزونو کې د ایران د اخلاقي پولیسو مشر محمد رستمي چشمه کچي او «نور ټول اخلاقي‌ پولیس» شامل دي. همدغه راز د تهران د څانګې مشر یې حاجي‌احمد میرزايي هم په دغه لست کې شامل دی. د امریکا متحدو ایالتونو د بندیزونو په لست کې هم دا دواړه شامل دي.  د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي‌ ویلي دي چې د بندیزونو په لست کې شامل یو کس هم بریتانیا ته نشي‌ داخلېدای اوهلته به یې ټولې شتمنۍ ګنګل شي. معلومه نه ده چې هغوی بریتانیا کې شتمنۍ لري که نه.  ښاغلي کلیورلي په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «بریتانیا د ایران د خلکو، چې له خپل حکومت څخه حساب او خپلو اساسي بشري حقونو ته درناوی غواړي، تر څنګ ولاړه ده.»   نوموړي‌ همدغه راز ویلي دي: «بندیزونه ایراني مقاماتو ته ښکاره پیغام انتقالوي--- موږ به مو ستاسو د ښځو او لورګانو د ځپلو او د خپلو خلکو په ضد د زور زیاتي د کارولو له کبله رانیسو.»  بریتانیا همدغه راز د مظاهره کوونکو په ضد د تشدد له کبله د ایران پنځه امنیتي چارواکي هم د بندیزونو په لست کې شامل کړي‌ دي.   تر بریتانیا مخکې امریکا هم د ایران په اخلاقي پولیسو او ځینو نورو اړوندو چارواکو له دې کبله بندیزونه لګولي وو.  کاناډا تېره اونۍ د ایران په ۱۰۰۰۰ مقاماتو باندې هغه هېواد ته د داخلېدو دایمي بندیز اعلان کړ. اروپايي ټولنه وايي چې د بندیزونو په اړه غور کوي.  تېره میاشت د ایران اخلاقي پولیسو مهسا امیني له دې کبله ونیوله چې ګنې ټکری یې په سر نه دی، هغه له توقیف وروسته په روغتون کې مړه شوه او له مرګ وروسته یې په ایران او د ایران څخه د باندې د حکومت په ضد لویې مظاهرې روانې دي.  د راپورونو په اساس تر دې دمه په دغو مظاهرو کې شاوخوا۱۰۰ تنه وژل شوي‌ دي. ایراني چارواکي‌ وايي چې بهرني ځواکونه د دغو مظاهرو ننګه کوي او ګواښ یې کړی دی چې د مظاهره کوونکو مخ به نیسي. 

10.10.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more