ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د محمد حنيف اتمر په ګډون، د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت د موجودیت اعلان وکړ  

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت نن شنبه د اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) په یوې انلاین غونډه کې د موجودیت اعلان وکړ.

15.10.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

15.10.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

15.10.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

15.10.2022 امریکا غږ

ایران کې د مظاهرو دوام؛ مظاهره کوونکي، «ملایان باید ورک شي»

په داسې حال کې چې په ایران کې د حکومت ضد مظاهرې پنځمې اوونې ته غځیدلي، نن شنبه اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) هم د ایران بیلابیلې برخې د خلکو د مظاهرو شاهدې وي.

15.10.2022 امریکا غږ

مثلث؛ اټومي ګواښ په سیمه او نړۍ کې څومره جدي دی؟

پر اوکراین د روسیې له لورې د اټومي وسلو احتمالي استعمال ته اندیښنې په داسې وخت کې په زیاتیدو دي چې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اکتوبر په ۱۳ د پاکستان د اټومي وسلو خوندیتوب ته اندیښنه ښکاره کړه. په نړیواله کچه د اټومي وسلو تهدید تر څه بریده دی؟ دلته په دې اړه بحث کتلی شئ

15.10.2022 ازادي راډیو

د اشنا تلویزیون د شنبې خپرونه

د اشنا تلویزیون په خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

15.10.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

15.10.2022 امریکا غږ

پاکستان کې دقامي اسمبلۍ په خالي شوؤ اتوؤ اؤ پنجاب اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو ضمني ټاکنې سبا کیږي

سبا داتوار په ورځ دپاکستان دقامي اسمبلۍ په اتوؤ او د صوبايي اسمبلۍ په دريوؤ خالي شوؤ څوکیو بیا دسره ووټونه په يو داسې حال کې کيږي چې پخواني وزير اعظم عمران خان هیواد کې د سمدستي ټولټاکنو په اړه د خپلې غوښتنې پسر يو ځل بيا اسلام اباد پله احتجاجي لاريون اعلان کړى دى. څيړونکي دغه انتخابات د عمران خان لپاره سياسي جواري بولي او وایي که چرې عمران خان په دې ټاکنو کې ماتې وخوري نو دهغه احتجاجي سياست ته سخت زپان رسيدلى شي. دا انتخابات دريوؤ صوبو سيند، پنجاب او خيبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ په اتوؤ او دپنجاب اسمبلۍ په دریوؤ څوکیو کيږي چې په دې حلقو کې 4.472 میليونه ووټران ثبت يا رجسټرډ دي د قامي اسمبلى اوو حلقو باندى پخوانى وزير اعظم او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپله کاندید دى. دخیبر پښتونخوا په چارسده کې دعمران خان مقابله دنورو کاندیدانو ترڅنګ دعوامي نیشنل ګوند دصوبایي مشر ایمل ولي خان سره ده. څيړونکي دا انتخابات د عمران خان د سياسي مقبوليت ازميښت بولي او ددې انتخاباتو د اهميت په اړه څيړنکار امتياز عالم وايي عمران خان په دويم ځل سياسي جوارې کوي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې امتياز عالم وويل وړاندې عمران خان دپنجاب اسمبلۍ د خپل تحرپک انصاف ګوند نه دباغي غړو په خالي شوؤ ٢٠ څوکیو کې ١٥ ګټلې وې خو که دا ځل هغه د خپلو وفادارو غړو له خوا پريښودل شوې څلور څوکۍ هم بايلي نو دا د عمران خان احتجاجي سياست او دلانګ مارچ اعلان ته سخت زيان رسولى شي. دې ضمني انتخاباتو کې د عمران خان او پي ډيم دکانديدانو ترمنځ بيا تر ټولو سختې مقابلې دخيبر پښتونخوا نه د قامي اسمبلۍ په دريوؤ حلقو دکیدو امکان دی. د مردان حلقه اين ای ٢٢ باندې د عمران خان د جميت علماء اسلام (ف )ګوند سره دتړاؤ لرونکي د پي ډي ايم دکانديد مولانا قاسم سره سخته مقابله ده. دغه راز د چارسدې د قامي اسمبلى حلقه اين ای ٢٤ باندې د عمران خان مقابله د عوامي نيشنل ګوند د پي ډې ايم دکانديد ايمل ولي سره او د پيښور په حلقه اين ای ٣١ باندې هم د عوامي نيشنل ګوند دکاندیدحاجي غلام احمد بلور سره ده اؤ څېړونکي وایي دا به سختې مقابلې وي. وتلى خبريال او څيړونکى مشتاق پوسفزی دغه ضمني انتخابات د تيرو نهو کاله راهسىې خیبر پښتونخوا صوبه کې د واکمن ګوند دمشر او پخواني وزير اعظم عمران خان او مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي اپم دواړو لپاره ډير مهم بولي. وي او اى ډيوه سره خبرو کې مشتاق پوسفزي ددى تاثر سره هم اتفاق وکړو چې د عمران خان په مخالفت کې رايوځاي شوو د يو بل سياسي حريفو ګوندونو پيپلز پارټۍ، مسلم ليګ نواز، عوامي نپشنل ګوند، جميت علماء اسلام ف ډلې او قامي وطن ګوند غړو او ووټرانو ته به هم په اخلاص سره خپلو شريکو کانديدانو ته ووټ اچول وي . مشتاق يوسفزی دا هم مني چې عمران خان ته ماتې ورکولو لپاره پي ډي ايم سره د يو ځاى پاتې کيدو نه علاوه بله لاره نشته. عمران خان دې انتخاباتو ته په داسې حال کې ولاړ دی چې سږکال د اپريل مياشت کې دبې باورۍ دتحریک دلارې دهغه دحکومت نسکوریدو وروسته دتحرېک انصاف ګوند د قامي اسمبلى ١٢٣ غړو داسمبلۍ دغړیتوب نه په ګډه استعفاګانې ورکړې وې چې دغو استعفاګانو کې د قامي اسمبلۍ اسپيکر تر اوسه لس استفعاګانې منظورې کړې دي او دې کې په اتوؤ سبا ضمني انتخابات کيږي.

15.10.2022 ډیوه

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

15.10.2022 امریکا غږ

امريکا ويلي اوکرين ته د 725 ميلينو ډالرو نورې پوځي مرستې ورکوي

 واشنګټن- د روس د توغندو لا ميزايلو د تازه بريدونو چې پکې د اوکرين ښارونه او عام ولس په نخښه شوی وروستو د امريکا حکومت تېره ورځ اوکرين ته د 725 ميلينو ډالرو نورې پوځي مرستې اعلان کړي.  امريکايي چارواکو ميډيا ته ويلي په اعلان شوي پوځي مرستو کې د اوکرين د هوايي دفاع د پاره کومه ځانګړې برخه نه ده ورکړل شوې بلکې هغه وسلې ورته لېږل کېږي چې اوکرين پرې د وړاندې نه په برياليتوب سره د روس مقابله کوي.  د امريکا وزير خارجه اينټوني بلېنکن د جمعې په ورځ په يو بيان کې ويلي: “دا کوم صلاحيت چې مونږ ورکوو په دې ښه غور فکر شوی چې دا به په جګړه کې اوکرين ته ګټه ورورسوي”.   د برتانيا د دفاع وزارت د خالي/شنبې په ورځ ويلي تېره مياشت روس اعلان کړی و او دغلته يې د لازمي پوځي ذمه وارۍ په ترڅ کې نور ځواکونه لېږلي خو داسې ښکاري چې په ښه وسلو سمبال نه دي.  د ادارې په ټوېټر پاڼه د استخباراتي رپورټ په حواله ليکل شوي: “ډېری پوځيان چې د ضرورت په وخت کې جنګ ته رابلل کيږي د ځان ساتنې سامان پخپله اخلي او په خاصه توګه نوې 6B45 زغرې چې د ريټنېک ځانګړي وسله وال پروګرام برخه ده او جنګي قطعو ته ورکول کيږي”.  په رپورټ کې ويل شوي دغه زغرې په روسي وېب سايټونو په څلوېښت زره روبلو خرڅيږي چې د 640 امريکايي ډالرو برابر دي خو دا د اپريل په مياشت کې په دولس زره روبله خرڅېدې چې يو سل نوي امريکايي ډالر ترې جوړېدل.  روس د جمعې په ورځ هم د اوکرين په ښارونو د توغندو بريدونه کړي او په دويم غټ ښار خارکيف يې څلور ميزايل ويشتلي چې په ځواب کې يې اوکريني ځواکونو د روس دننه په توپخانه انداختونه کړي او د وسلې يو ګودام يې په نخښه کړی.  په نخښه شوې سيمې بېلګوروډ ګورنر د سوشل ميډيا په ټيلي ګرام بڼه د بريد پخلی کړی او خبرونه وايي يو شمېر چاودنې اورېدل شوي خو د اوکرين چارواکو د بريد ذمه واري نه اخستلې.  د روس ولسمشر پوټين د جمعې په ورځ ويلي په غټه کچه حملو ته هيڅ حاجت نه لري ځکه روس نه غواړي اوکرين ويجاړ کړي خو د دې سره سم پوټين اوکرين ته د دوه سوه دوه ويشت زره رېزروېسټ لا اضافي ځواکونو د لېږلو دفاع هم کړې چې د جنګ سنګرونو ته لېږل شوي.  د روس ولسمشر پوټين د قازکستان په استانه ښار کې پرېس کانفرنس ته ويلي چې اضافي ځواکونه به په دوو اونيو کې چمتو وي. د روس د دفاع وزارت درې سوه زره اضافي ځواک لېږل هدف ايښودی چې په روس کې پرې غبرګون رامنځ ته کړی او په زرګونو خلک يې هېواد پرېښودلو ته اړباسلي دي.  پوټين ويلي 33,000 نوي اخستل شوي پوځيان د ځواک برخه جوړه شوې چې شپاړس زره پکې جنګ ته تللي. د روسي مطبوعاتو د رپورټونو تر مخه په نوي ګومارل شوي ځواکونو کې کم نه کم اوه تنه تر اوسه په جنګ کې مړه شوي دي.  د اوکرين ولسمشر ولاډيمير زېلېنکي تېره ورځ پخپله وينا کې ويلي: “اوکرين په مخ تګ کوي او روس د وړاندې نه د زړه ماتي او نااوميدۍ سره مخ دی”.

15.10.2022 ډیوه

څېړونکي دملي امنیت په اړه دامریکې نوې تګلاره پاکستان،افغانستان اؤ ایران لپاره داندېښنې وړ بولي

په پاکستان کې څېړونکي وايي د امريکا د ملي امنيت په نوې تګلاره کې دا څرګندونه کېدل چې د تېر وخت په پرتله ترهګرۍ په نظرياتي اساس پراخه شوې او زياته خورا شوې ده، د افغانستان، پاکستان او ايران لپاره د اندېښنې خبره ده۔  هغوی وايي که څه هم په دغه سند کې د ځينو هېوادونو نومونه نه دي اخستل شوي خو په دې کې اشاره هغه ټولو هېوادنو ته شوې په کومو چې د ترهګرو سره د مرستو کولو تورونه لګي۔  څېړونکي په دې نظر دي که چرې په سیمه کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره په رياستي کچه ګامونه وا نه خستل شول نو د افغانستان په څېر په نورو هېوادونو کې هم ډرون بريدونه پېل کېدای شي۔ د امريکا د ملي امنيت په نوې تګلاره کې ويل شوي چې اوس مهال د ترهګرۍ خطره د تېرو دوو لسيزو په مقابله کې مختلفه او زياته خوره شوې ده۔ د تګلارې ترمخه القاعده، داعش او دې سره تړلې نورې ډلې د افغانستان او مشرق وسطی نه افريقه او جنوب مشرقي اېشيا ته غځیدلې او شام، يمن او سوماليه دترهګرو داستوګنې ځايونه ګرځيدلي دي۔  په دې هکله د پېښور پوهنتون دصحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر سيد عرفان اشرف وي او ای ډيوه ته وايي په دغه سند کې دا څرګندونې د هغه هېوادونو لپاره د خطرې خبره ده په کومو چې د ترهګرو سره د مرستې تورونه لګي۔ نوموړي وویل" دا دړکه کومې ډلې لکه القاعده او داعش ته نه ده، امريکا خو وايي چې القاعده ختمه شوه، دا اصل کې ملکونو ته ده او د رياست واکدارانو ته ده، طالبانو ته ده، د پاکستان رياست چلوونکو ته ده او هم دغه شان دا دړکه ايران ته هم ده چې هلته څوک رياست چلوي چې تاسو هغه حکمرانان يئ چې ترهګرو سره مرسته کوئ"  په ياده تګلاره کې دا هم ويل شوي چې امريکا د القاعده، داعش او دې سره تړلو نورو ډلو خلاف دجنګ کولو په صلاحيت باور لري څنګه چې يې په افغانستان کې د القاعدې دمشر ايمن الظواهري په وژنه ثابت کړل۔  د تګلارې ترمخه افغانستان به يو ځل بيا د امريکا او د هغې د اتحاديانو پر وړاندې د ترهګريزو بريدونو په خوندي ځاله بدل نه شي۔ ډاکټر سيدعرفان اشرف زياته کړه په کومو هېوادونو چې د ترهګرو سره د کومک کولو تور لګول کېږي هغوی ته به اوس دغه پاليسي ضرور بدلول وي۔ د هغه وېنا وه چې په دغو هېوادونو کې به د امريکې په فيزيکي توګه موجودګي نه وي خو هغه به په نورو شکلونو کې وي لکه ډرون بريدونه به کېږي۔ ښاغلي اشرف دا هم وويل "داسې اشارې ښکاره کېږي مونږ ته چې امريکا بل ډول منصوبه بندي کوي لکه څنګه چې په افغانستان کې يې د ډرون جنګ يو ځل بيا پېل کړو" امريکې ته د ورپېښو سټراټیژیکي چيلجونو په هکله څېړونکي وايي چې حاضر وخت روس او چين هغه هېوادونه دي چې د امريکا د اهدافو پرضد داسې ګامونه اخلي چې په دې منطقه کې خپل اثر رسوخ  سېوا کړي او د امريکا او متحدينو يې کم نه کم کړي۔  په دې هکله په اسلام اباد کې د اسلامک انټرنېشنل پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر منظور اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي  د روس او امريکا او د چين او امريکا ترمنځه دا مقابله به روانه وي او په دې کې نور شدت هم راتللی شي، هغه وایي روس دې ته تيار نه دی چې ناټو دې د روس سرحدونو ته ورشي او دوی لپاره دې خطره جوړه شي او بل اړخ ته چين هم غواړي چې دې منطقې نه څومره چې زيات د امريکا اثر رسوخ کمېدای شي هغه کم کړي. ښاغلی اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي روس او چين چې کوم ګامونه اخلي نو هغه د امريکا او د هغه د متحدينو د اهدافو خلاف خو کېدای شي خو په ټوله نړۍ کې د اړي ګړي سوب نه شي ګرځېدلی۔   د امريکا د ملي امنيت په نوې تګلاره کې دا هم ويل شوي چې امريکا به د خپلو باوري اتحاديانو سره په بېلا بېلو اړخونو کې همکاري سېوا کړي چې مقصد يې د ترهګرۍ مخنيوی کول دي۔ په دغه همکارۍ کې په اتحادي هېوادونو کې د قانون عملداري او عدالتي نظام پياوړی کول، د سرحدونو امنیت پیاوړی کول، د ترهګرو سره د مالي ملاتړ کولو مخينوی کول، اقتصادي پرمختيا او د روانو شخړو ختمول شامل دي۔

15.10.2022 ډیوه

دشمېرنې اداره:پاکستان کې دکلیزې ګرانۍ کچه 28.44 ته لوړه شوې ده

د پاکستان د شمېرنې اداره وایې تیره اوونۍ په ورځنۍ ګرانۍ کې 0.57 فیصدي کمی راغلی او د کلیزې ګرانۍ رفتار  28.44 فیصدي ته زیات شوی او امکان لري په پاکستان کې د راتلونکې 16مې نیټی څخه د ډیزلو او خاوردو تیلو بیعو کې د پټرولیم لیوي د زیات والی سره نوره اضافه وشي. اداره وایي تیره اوونۍ د18ؤ خوراکي توکو بیعې زیاتې شوي، د 17ؤ کمې شوي او د16 خوراکي توکو بیعو کې بدلون نه دی راغلی . د پاکستان مرکزي بینک روانه میاشت په ملک کې د سود کچه په 15 فیصدي برقراره ساتلي چې د پاکستاني روپۍ په نرخ او په ملک کې  مخ په زیاتېدونکي ګرانۍ کنټرول تر لاسه کړي. د شميرنې اداره وایي تیره اوونۍ د امروزه خوراکي شیانو بیعې 0.57فیصدي کمې شوي او په ملک کې د کلیزې ګرانۍ رفتار 28.44 فیصدي دی . په مردان ښار کې د پرچون کاروباري غلام شاه وي او ای ډیوه ته وایي اوړه ، غوړي ارزان شوي او دالونه ګران شوي دي.  دهغه په وینا مقامی غوړي ارزان شوي،  پنځه کلو ګرامه  غوړي وړاندې په 2100 روپۍ وو او اوس په 1700 روپۍ دي. غلام شاه وایي دالونه او لوبیا ګرانه شوې،  دال به وړاندې په 230 روپۍ کلو وو اوس 270 روپو ته رسیدلي،  دال ماش وړاندې په 280 روپۍ کلو وؤ اؤ نن سبا په 340 روپۍ خرڅېږي همداشان د 20 کلوګرامو اوړو په توړه کې هم 200 روپۍ کمی راغلی دی. د سبزۍ کاروباریان وایي دا وخت په مارکیټ کې د سبزۍ بیعې د 100 روپۍ کلو نه کمې نشته، ټماټر په 200 روپۍ کلو، پیاز په 100 روپۍ، کچالان په 100 روپی کلو خرڅیږي ، کریلې په 150 روپۍ کلو او بینډی په 100 روپۍ کلو خرڅیږي. د اقتصاد پوهان وایي په پاکستان کی د توانایۍ د زیاتو بیعو او دحکومت له خوا دلګول شوې مالیې له وجې هم خوراکي توکي ګران دي. پوهان وایې په نړیوال مارکیټ کې د ګرانۍ او په ملک کې د راغلو سیلابونو  سره هم د خوراکي توکو بیعې زیاتې دي.  د اقتصاد ماهر لحاظ علی وي او ای ډیوه ته وایي د توانایۍ د زیاتو بیعو اثر په مارکیټ پریوځي . "د تیلو د قیمتونو  د زیاتوالي اثرات نیغ په نیغه په مارکیټ پریوتي دي، پروسکال ګراني د 12او 13 فیصدو تر منځه وه نن هغه شرحه 28 فیصدي ته زیاته شوې ده او د توانایۍ دې زیاتو بیعو د ګاډو تګ راتګ متاثره کړی، روزمره ژوند او په ملک کې پیداواري صلاحیت هم اغیزمن شوی دی" د شميرني اداره وایي په پاکستان کې تیره میاشت ستمبر کی میاشتنۍ ګراني د 27% نه 23 فیصدي ته راکوزه شوې خو بیا هم مرکزي بینک په ملک کې د سود شرح هپه 15 فیصدي برقرار ساتلې ده چې مجموعی ګرانۍ کنټرول وموندل شي او د پاکستاني روپۍ قیمت کم نه شي.  نړیوال بینک روان مالی کال په پاکستان کی د 23 فیصدي ګرانۍ اټکل کړی او مرکزي حکومت روان مالي کال دپاره د ګرانۍ شرح 11.5 فیصدي ټاکلې ده  او نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف وایي  روان مالي کال په پاکستان کې د توانایۍ د زیاتو بیعو او د روپۍ دنرخ د کمي له وجې میاشتنۍ ګراني به 20 فیصدي وي.

15.10.2022 ډیوه

دپاکستان دایټمي پروګرام په اړه دصدر بایډن په بیان پاکستان دامریکايي سفیر داخظار کولو پرېکړه کړې

 پاکستان دامریکې دصدر جوبایډن په دې بیان سخت غبرګون ښودلی چې وایي دپاکستان ایټمي پروګرام بې قاعدې اؤ پاکستان دنړۍ دخطرناک ترینو هیوادونو څخه دی. دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د صدربایډن وینا ته خپل غبرګون کې ویلي‌ پاکستان پرېکړه کړې ده چې دامریکایي صدر په دې بیان به امریکایي سفیر خارجه وزرات ته راغوښتلی اؤ اخظار کولی شي. په عین حال کې دحکومت مخالف ګوند تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان هم دصدر بایډن څرګندونې رد کړي اؤ دعوه یې کړې ده چې دپاکستان ایټمي نظام دپیاوړي اؤ موثر کنټرول لاندې دی خو هغه دصدر بایډن دا بیان دپاکستان دخارجه پالیسۍ ناکامي بللې ده. دامریکې صدر جوبایډن تېره ورځ په ډیموکرټيک کانګریشنل کمپین کمیټۍ کې د وینا په مهال ویلي وؤ‌ چې دهغه په اند پاکستان دنړۍ د خطرناک ترینو هیوادونو څخه یو دی چې ایټمي پروګرام یې هم بې قاعدې دی. دصدر بایډن دې بیان ته خپل غبرګون کې دخالي په ورځ دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زداري  کراچۍ کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي دامریکایي  صدر دڅرګندونو په هکله یې وزیراعظم سره خبرې کړې دي اؤ پاکستان پرېکړه کړې ده چې په دې څرګندونو به پاکستان کې دامریکې سفیر راغوښتلی اؤ اخظار کولی یا ډيمارش کولی شي. خارجه وزیر وویل دپاکستان ایټمي اثاثې خوندي اؤ دټولو عالمي قوانینو مطابق دي. هغه وایي صدر بایډن چې کوم څه دپاکستان دایټمي پروګرام په اړه ویلي دهغې په اړه به د امریکایي سفیر نه سپیناوی غوښتل کیږي خو ددې ترڅنګ بلاول بوټو زرداري واضحه کړې ده چې دامریکایي صدر په دې بیان به دامریکې اؤ پاکستان اړېکې نه خرابیږي. بلاول بوټو زرداري ویلي دي دامریکایي صدر بیان حیرانوونکی خو پاکستان خپل سالمیت ته ژمن دی اؤ که چرې کوم هیواد داټومي وسلو په اړه پوښتنه راپورته کیدای شي نو هغه هند دی. هند لا په سمدستي توګه دبلاول بوټو تور ته څه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې هندي چارواکو په بیلابیلو موقعو دپاکستان دایټمي وسلو دحفاظت په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي. خو بل لوري ته بیا دحکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دامریکایي صدر بیان دپاکستان دحکومت دخارجه پالیسۍ ناکامي بللې ده اؤ پوښتنه یې کړې ده چې دامریکې صدر دې بلاجوازه نتیجې ته دکومو معلوماتو په اساس رسیدلی دی؟ په ټویټر عمران خان خپل یو بیان کې ویلي هغه د وزیراعظم په منصب دپاتې کیدو په ترڅ کې په دې پوهه دی چې دپاکستان دایټمي پروګرام دخوندیتوب نظام دنړۍ دخوندي نظامونو څخه یو دی. هغه پوښتنه راولاړه کړې ده  چې امریکا خو پخپله دنړۍ په جګړو ککړه پاتې شوې ده خو وایي برعکس  پاکستان دایټمي توان ترلاسه کولو نه وروسته کله په چا تیری کړی دی؟ د صدر بایډن لخوا دپاکستان د ایټمي وسلو په اړه ددې تازه بیان نه دوه کاله وړاندې د ډانلډ ترمپ په تېر حکومت کې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو هم ویلي وؤ چې دپاکستان ایټمي پروګرام امریکا دپاره ستر ګواښ دی. په دې وروستیو کې  امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټائمز هم پخپله یوه اداریه کې لیکلي وؤ چې ترڅو پاکستان اؤ هند دکشمیر ستونزه په دائمي توګه نه وي فیصله کړي تر هغې به خطرناک وضعیت پځائ وي. پاکستان کې د تندروه مذهبي ډلو فعالیتونو ته په کتلو دنړۍ زیاتره هیوادونو اکثره وخت دپاکستان دایټمي وسلو دخوندیتوب په اړه اندېښنې ښودلي خو پاکستان تل دا اندېښنې بې ځایه بللي اؤ وایي ایټمي پروګرام یې په بشپړ ډول خوندي اؤ محفوظو لاسونو کې دی

15.10.2022 ډیوه

جوبايډن: پاکستان د نړۍ تر ټولو خطرناکو هېوادونو کې دی

د امریکې صدر جوبايډن ویلي، ښايي "پاکستان د نړۍ په خطرناکو هيوادونو کې دی" ځکه چې دغه هيواد "غېر منظمه ايټمي وسلې ولري". خو پاکستان ويلي امریکايي صدر چې د پاکستان په اړه د کومو شکوکو شبهاتو اظهار کړی دی هغه سم نه دی.

15.10.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more